دیپلوماتیک خوندیتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دیپلوماتیک خوندیتوب د قانوني خوندیتوب یو ډول دی چې کوربه هېواد ته د دیپلوماتانو آزاد تګ راتګ تضمینوي او همدارنګه هغوی له هر ډول شکایت او قانوني پلټنې خوندي ساتي؛ په داسې حال کې چې کېدای شي دوی وویستل/اخراج شي. معاصر دیپلوماتیک خوندیتوب د نړیوالو حقونو د برخې په توګه د دیپلوماتیکو اړیکو اړوند په ویانا کنوانسیون (۱۹۶۱ زکال) کې تدوین او یوازې له څو ګوتې په شمار هېوادونو پرته د ډئری هېوادونو له خوا تصویب شو. د دیپلوماتیک خوندیتوب مفهوم او عرف زرګونو کلونو پخوا ته اړوندېږي. اوس مهال د دیپلوماتیک خوندیتوب ډېری اصول د عرفي قوانینو په توګه په پام کې نیول کېږي. دیپلوماتیک خوندیتوب د دولتي اړیکو د خوندیتوب په موخه په ځانګړې توګه د شخړو او وسله والو نښتو پر مهال رامنځته شو. د دیپلوماتانو د منلو پر مهال چې په رسمي ډول د خپل هېواد استازولي کوي د کوربه هېواد ولسمشر په دې درک سره هغوی ته ځانګړي امتیازات او خوندیتوبونه ورکوي چې دغه موارد د متقابلو اړیکو له مخې دي او همدارنګه ډاډ ترلاسه شي چې هغوی کولای شي خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

کېدای شي ځینې مهال د کوربه هېواد رسمي چارواکي پر دغه خوندیتوب سترګې پټې کړي. دغه چاره یوازې هغه مهال رامنځته کېږي چې فرد (دیپلومات) داسې جدي جرم ترسره کړی وي چې له دیپلوماتیکې دندې سره یې اړیکه ونه لري (یا د هغو خلاف وي؛ د بېلګې په توګه، د جاسوسۍ تورونه) او یا هم د ورته جرمونو شاهد وي. له دې سره ډېری هېوادونه په طبیعي توګه د دیپلوماتیک خوندیتوب له لغو کولو ډډه کوي. افراد (دیپلوماتان) هم په خپل خوندیتوب د سترګو پټولو هېڅ واک نه لري (یوازې په هغو مواردو کې چې تښتېدلي وي). له بل پلوه، د هغو اصلي هېوادونه کولای شي هغوی تر قانوني پلټنې لاندې راولي. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۲ زکال کې په بریتانیا کې یو کولمبیايي دیپلومات د یو غیرعمد قتل له امله وروسته له هغه له قانوني پلټنې سره مخ شو چې د کولمبیا دولت د هغه د یپلماتیک خوندیتوب لغو کړ. [۱][۲][۳][۴]

تاریخچه[سمول]

لرغونې تاریخچه[سمول]

د دیپلوماتیک خوندیتوب مفهوم د رامایانا او مهابهاراتا په څېر د هند په لرغونو حماسو کې شته، چېرې چې پیغام رسوونکي او دیپلوماتان د اعدام له جزا خوندي و. په رامایانا حماسه کې (۴۰۰ – ۲۰۰ کاله له میلاد وړاندې) راغلي؛ هغه مهال چې د راوانا په نوم دیو پاچا د هانومان د وژنې امر ورکړ، د هغه کوچني ورور ویبیشانا دې ته اشاره وکړه چې زموږ د لرغونو ادابو له مخې پیغام رسوونکي او دیپلوماتان نه باید ووژل شي.[۵]

د نړیوال عدالت د تکامل په اوږدو کې، ډېری جګړې د جګړې د یوه یا څو لورو له خوا د پاڅون په توګه غیرقانوني بلل کېدلې. په دغه ډول مواردو کې د متجازو هېواد کارکوونکي (دیپلوماتان) د جرم شریکان بلل کېدل او بیا به پر دوی تېری کېده. په یو شمېر نورو مواردو کې د جزئي غوښتنو قاصدین به د جګړې د اعلان په توګه وژل کېدل. هیرودت لیکلي هغه وخت چې د فارس د پاچا لومړي خشایارشاه قاصدینو له یوناني ښارونو څخه د «خاورې او اوبو» (یعنې د تسلیمۍ) غوښتنه وکړه، آتن یانو هغوی په یوه کنده کې واچول او سپارتیانو بیا هغوی په یو ژور کوهي کې واچول او ورته یې وویل چې ځمکه او اوبه دواړه هلته موندلی شئ؛ دغه پیغام تر ډېره د قاصدینو له خوا د محاصرې کولو په ګواښ سره وړاندې شوی و. له دې سره آن خپله هیرودت (چې یوناني و) له قاصدینو سره دغه ډول چلن یو جنایت بولي. [۶]

په یو رومي قاصد هغه مهال چې د یونان له تارانتو ښار څخه وته؛ متیازې وشوې. د قاصد قسم چې «دغه لکه به په وینې پریمنځل کېږي» د پیریک په جګړه کې پرځای شو. د Kulasekhara د پاچاهۍ (دویم چراس) له خوا چې اوس مهال د معاصر هند برخه ده؛ د راجا راجا چاولا د قاصد نیول او له هغه سره ناسم چلند په ۹۹۴ زکال کې د کندالور جګړې لامل وګرځېد. [۷]

د اسلام سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) به قاصدین لېږل او د نورو قاصدین به یې هم منل او د هغو له ځورونې څخه یې په کلکه د ډډې کولو امر کاوه. دغه چلند د خلفای راشدینو د واکمنۍ پر مهال چې ایتوپیایانو او بیزانسانو ته یې خپل دیپلوماتان لېږل او د هغوی دیپلوماتان یې هم منل، دوام درلود. دغو دیپلوماتیکو اړیکو د بیزانسانو او عربو ترمنځ د جګړې پر مهال هم دوام درلود. [۸]

اسلامي شریعت به د هغو کسانو ښه کوربه توب کاوه چې هغوی ته به امان (د تلو راتلو آزاده اجازه) ورکړل شوی و. امان به هر هغه قاصد ته په ډېرې آسانۍ ورکول کېده چې یو لیک یا هم مهر شوی سند به یې له ځانه سره لېږدوه. د امان مهالیزه موده یو کال وه او په دغه خوندیتوب سره هغوی شخصي او د مالکیت خوندیتوب درلود. دوی به تر هغه مهاله له مالیاتو معاف و تر هغه به یې چې سوداګرۍ ته مخه نه وه کړې. [۸]

له دې امله چې دیپلوماتان د دیپلوماتیکو اړیکو د تعریف له مخې په خوندي توګه یو هېواد ته دننه کېږي، د هغوی له خوندیتوب څخه سرغړونه د یو هېواد په ملي حاکمیت باندې لوی تېری بلل کېږي. چنګیز خان او مغولیانو په دیپلوماتیکو حقونو باندې د ټینګار له مخې ډېر شهرت درلود او له هر هغه هېواد څخه به یې چې د دوی دغه حقونه به یې تر پښو لاندې کړل؛ سخت غچ اخیست. ځینې مهال یې آن د خپل استازو د وژلو په بدل کې په بشپړه توګه ښارونه له خاورو سره خاورې کړي. مغولیانو وروسته له هغې چې خوارزمي سترواکۍ د هغو له استازو سره ناسم چلند وکړ په هغو یې برید وکړ او سترواکي یې ورته له منځه یووړه. [۹]

معاصره تاریخچه[سمول]

وروسته له هغه چې لندن میشتی روسي اوسېدونکی/دیپلومات کونټ اندري ماتویف د انګلیسي ضابطانو له فزیکي او لفظي ځورونې سره مخ شو، د بریتانیا پارلمان د لومړي ځل لپاره په ۱۷۰۹ زکال کې د دیپلوماتیکو امتیازاتو د قانون له مخې د بهرنیو سفیرانو لپاره دیپلوماتیک خوندیتوب تضمین کړ.

د ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مو پېړیو د لوړې طبقې وګړو لپاره د دیپلوماتیک خوندیتوب د مفهوم درک اسانه چاره وه. لومړنۍ سفارتخونې دایمي بنسټونه نه و بلکې د لوړپوړو چارواکو د استازو، تر ډېره د حاکمو کسانو د نږدې کسانو او یا هم د حاکمینو له خوا لیدنې وې. تر هغه مهاله چې دایمي استازولیو په معمول ډول د دوه قدرتونو ترمنځ د هوکړې پربنسټ تکامل وکړ؛ دغه بنسټونه تر ډېره د حاکمانو د خپلوانو او یا هم لوړ پوړو اشرافو له خوا پر مخ وړل کېدل.

په ۱۹ مه پېړۍ کې د ویانا کانګرس د دیپلوماتانو حقونه بیاځلي تائید کړل؛ له دې امله چې د دیپلوماتیکو اړیکو دغه اروپايي ماډل ټولې نړۍ ته پراختیا ومونده له دغه مهال وروسته دیپلوماتانو ډېر درنښت درلود. اوس مهال د دیپلوماتیک خوندیتوب پر ګډون دیپلوماتیکې اړیکې چې په نړیواله توګه د دیپلوماتیکو اړیکو اړوند ویانا کنوانسیون له خوا کنټرول کېږي د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا تصویب شوې.

د ۱۹۶۱ زکال د اپریل په اتلسمه نېټه د ویانا د کنوانسیون پر مهال واټیکان هم خپلو بهرنیو سفیرانو ته دیپلوماتیک خوندیتوب ورکړ. [۱۰][۱۱]

ګټنه او ناوړه ګټنه[سمول]

په واقعیت کې ډېری دیپلوماتان د هغو ملتونو استازولي کوي چې د حرفوي مدني خدمتونو کلتور لري؛ له هغوی څخه تمه کېږي چې پر خپل رفتار باندې له حاکمو مقراراتو څخه پیروي وکړي او د سیمه ییزو قوانینو په له پښو لاندې کولو سره له شدیدو انضباطي مجازاتو څخه وځورېږي. په ډېری هېوادونو کې، که چېرې هغوی (یا د هغوی د کورنۍ غړي) له سیمه ییزو چارواکو اطاعت ونکړي او یا هم د جدي ناسم چلنړ لامل وګرځي کېدای شي د هغوی د دیپلومات کېدو حرفوي مسلک له ګواښ سره مخ کړي؛ ځکه دغه ډول موارد د وین د کنوانسیون د ارواه سره په ټکر کې دي.

د وین کنوانسیون په څرګند ډول بیانوي چې «خپلو امتیازاتو او خوندیتوبونو ته له زیان اړولو پرته د ټولو هغو کسانو چې دیپلوماتیک خوندیتوب او امتیازات لري دنده یې داده چې د کوربه هېواد قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي».

له دې سره دیپلوماتیک پرسونل د خپل هېواد له قضايي چلند څخه خوندي نه دي او کېدای شي د هغوی د محاکمې اړوند د هغو لېږونکی هېواد پرېکړه وکړي. د قانون د جزئي نقض په مواردو کې لېږونکی هېواد کولای شي د بهرنیو خدمتونو یا دیپلوماتیک ماموریت اړوند له ځانګړي اداري پروسیجر څخه کار واخلي.

د دیپلوماتانو له خوا د قانون په تر پښو لاندې کوونکو مواردو کې جاسوسي، قاچاق، د ماشوم د سرپرستۍ د قانون نقض کول، د پیسو منځل، مالیاتي تېښته، ترهګریز ګواښ، د غلامانو لرل، د جنسي اړیکو لپاره له انټرنټ څخه د ماشومانو پیدا کول او قتل شاملېږي. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Subramanian, S. R. (2017). "Abuse of Diplomatic Privileges and the Balance between Immunities and the Duty to Respect the Local Laws and Regulations under the Vienna Conventions: The Recent Indian Experience". The Chinese Journal of Global Governance. 3 (2): 182–233. doi:10.1163/23525207-12340027. ISSN 2352-5193. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Longley, Robert (2 September 2019). "Is Diplomatic Immunity a 'License to Kill?'". ThoughtCo. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Colombia waives immunity on pair". BBC News. 27 September 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 17 July 2002 باندې). Murder family win Blair's support. BBC News.
  5. Aravamudan, Krishnan (2014). Pure Gems of Ramayanam. PartridgeIndia. د کتاب پاڼي 773–774. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4828-3720-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Herodotos. Histories. Book VII, Ch. 133-134. (pp. 558–559 in the cited version.) Transl. Rawlinson, G. Wordsworth. Ware, Herefordshire. 1996. کينډۍ:ISBN.
  7. Churchman, David (2013). Why we fight : the origins, nature, and management of human conflict (الطبعة 2nd). Lanham: University Press of America. د کتاب پاڼې 239. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761861386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Fadl, El; Abou, Khaled; Hopley, Russell (2009). "Diplomatic Immunity". In John L. Esposito (المحرر). The Oxford Encyclopedia of the Islamic World: Creeds-Intercession. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-530513-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Prawdin, Michael. The Mongol Empire.
  10. "Raymond Davis and the Vienna Convention". Jinnah-institute.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Holy See waives diplomatic immunity for accused nuncio to France". Catholic News Agency. 8 July 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Zabyelina, Yuliya (2016). "Respectable and Professional? A Review of Financial and Economic Misconduct in Diplomatic Relations". International Journal of Law, Crime and Justice. 44: 88–102. doi:10.1016/j.ijlcj.2015.07.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Christopher Beam (Apr 2010). "Can't Touch This: How far does diplomatic immunity go?". Slate.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Untouchables: Is Diplomatic Immunity Going Too Far?". Reader's Digest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)