دیوبندي فقه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


دیوبندي فقه د اسلامي فقې هغه مکتب دی چې د اسلامي شریعت په برخه کې په حنفي مذهب تکیه لري. دغه فقه له دیوبندي خوځښت سره اړوند ده چې د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې په هند کې رامنځته شو او له هغه مهال وروسته یې د نړۍ ډېرو برخو په ځانګړې توګه سویلي آسیا ته پراختیا ومونده. دیوبندي فقه تر ډېره پورې له قران او سنتو څخه په بشپړې پیروۍ ټینګار لري او هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه شي د ورځني ژوند ټولې چارې د اسلامي قوانینو له مخې هدایت کېږي. دغه مکتب په فقهي اصولو یا اسلامي فقې ډېر ټینګار لري او د اسلامي قوانینو د کره تفسیر له امله شهرت لري. همدارنګه د اخلاقو په اهمیت او اسلامي اخلاقو باندې ټینګار کوي؛ سربېره پر دې له دیندارۍ څخه په ډک ژوند او د مسلمانانو پر فضیلت هم ټینګار لري. دیوبندي فقې په اسلامي زده کړو او پوهې په ځانګړې توګه په سویلي آسیا کې او همدارنګه د سویلي آسیا په کډوالو پوهانو پام وړ اغېز لرلی. دغه فقه د افغانستان په قضایي سیسټم کې اساسي رول لوبوي. همدارنګه له ګڼ شمېر مختلفو اسلامي سیاسي خوځښتونو سره اړوند ده او په مسلمانو ټولنو کې د بحثونو او مناظرو موضوع جوړوي.

تاریخچه او پراختیا[سمول]

په نوولسمه پېړۍ کې د بریتانیا استعماري چارواکو په هند کې د سیکولر زده کړو یو سیسټم رامنځته کړ چې د فقې په زده کړو باندې یې پام وړ اغېز درلود. ګڼ شمېر مسلمانانو د اسلامي شریعت زده کړې په نوي ښوونیز نظام کې کافي نه ګڼلې او په دې سره د فقې زده کړې مخ پر زوال شوې. ورته مهال د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې په هند کې د اسلامي علومو د بېرته را ژوندي کېدو په برخه کې پام وړ هڅې پیل شوې چې له امله یې د دیوبند د مدرسې په ګډون ګڼ شمېر نوي دیني مراکز پرانیستل شول چې بیا یاده مدرسه د دیوبندي خوځښت په مرکز واوښته. [۱][۱]

فقها (عالمان)[سمول]

فقیه (جمع= فقها) هغه عالم ته ویل کېږي چې د اسلامي شریعت په تفسیر او د هغو د مختلفو منابعو د تطبیق اړوند په عملي بڼه پوهېږي. یو شمېر دیوبندي عالمانو د هند په نیمه لویه وچه او له هغو ور هاخوا د اسلامي فقې په برخه کې پام وړ ونډه لرلې چې د فقهاوو په توګه پېژندل کېږي. په دغو فقهاوو کې لاندې یاد شوي کسان شامل دي:

  • رشید احمد ګنګوهي، په ۱۸۲۸ زکال کې د ګنګوه په نامه د هند په یوه کلي کې وزېږېد. نوموړی د دیوبندي فکري مکتب یو له پام وړ غړو څخه و او د اسلامي شریعت په ځانګړې توګه د حنفي فکري مکتب اړوند یې د ژور درک لرلو له امله شهرت درلود. د فتوای رشیدیه په نامه د هغه اثر چې د بېلابېلو اسلامي حقوقي مسایلو اړوند یې په کې فتواوې ورکړې د نوموړي یو له مهمو آثارو ګنل کېږي. په دغه اثر کې موجودې فتواوې چې د جزیاتو او د هغو د وضاحت له امله ډېرې پېژندل شوې فتواوې دي د اسلامي شریعت د پوهانو او زده کړیالانو لپاره د استناد مهمې منبع ګانې جوړوي. [۲]
  • عزیز الرحمن عثماني، د دیوبندي مکتب یو بل مخکښ عالم دی چې په ۱۸۹۲ زکال کې زیږېدلی او په ۱۹۷۴ زکال کې وفات شوی. نوموړی د دیوبندي مکتب له مخکښو څېرو څخه و چې د اسلامي شریعت او الهیاتو اړوند یې ګڼ شمېر آثار لیکلي. فقه الاسلام د هغه تر ټولو مهم اثر دی چې د حنفي فقې بشپړه تشرېح یې په کې کړې او په اردو ژبه د حنفي فقې تر ټولو معتبر اثر ګڼل کېږي. [۳]
  • اشرف علي تهانوي، په ۱۸۶۳ زکال کې زیږېدلی او په ۱۹۴۳ زکال کې مړ شوی، نوموړی د اسلامي عالمانو ترمنځ مخکښه څېره او همدارنګه د دیوبندي اسلامي تفکر له مخکښانو څخه و. نوموړي د اسلامي شریعت او روحانیت اړوند ګڼ شمېر آثار لیکلي؛ او د تصوف اړوند د خپلو چارو له امله شهرت لري.د هغه د فتواوو په ټولګې کې چې امداد الفتوا نومېږي د اسلامي شریعت ګڼ شمېر موضوعاتو ته په کې اشاره شوې؛ دغه اثر د وضاحت او د لاسرسي وړ توب له امله ډېر د درناوي وړ اثر دی او همدا دی چې د اسلامي شریعت د عالمانو او زده کوونکو لپاره په اساسي منبع اوښتی. [۴]
  • کفایت الله دهلوي، په ۱۸۶۴ زکال کې په ډهلي کې وزېږېد او په ۱۹۴۸ زکال کې ومړ، نوموړی د هند په نیمه لویه وچه کې د اسلامي حقوقو تر ټولو محترم او مشهور عالم و. هغه د حنفي مکتب له صاحب نظرانو او د دیوبندي مکتب له مخکښو غړو څخه و. د هغه تر ټولو پام وړ اثر د کفایت المفتي په نامه دی، چې د مختلفو حقوقي مسایلو اړوند په کې جامعې فتواوې شتون لري. دغه کتاب په ۹ ټوکو کې لیکل شوی او د اسلامي شریعت د پوهانو او زده کړیالانو لپاره ارزښتمنه منبع ده. نوموړی همدارنګه د تعلیم الاسلام په نامه د اثر لیکونکی هم دی چې د ماشومانو لپاره د اسلامي عقیدې او اعمالو مقدمه ده چې په کې د اسلام ارکان، د ایمان اصول او ورځنۍ دیني چارې بیان شوې دي. دغه اثر د هند نیمه لویې وچې او له هغو ورهاخوا په ډېری دیني مدارسو کې تدریس کېږي او یو له مشهورو درسي کتابونو څخه دی. [۵]
  • محمد شفیع دیوبندي یو له مشهورو اسلامي عالمانو او فقهاوو څخه دی چې په ۱۹۱۶ زکال کې په هند کې وزېږېد، نوموړي د بېلابېلو علماوو څخه زده کړې وکړې او بالاخره خپله مفتي شو چې بیا یې د بېلابېلو اسلامي مسایلو اړوند فتواوې (حقوقي نظریې) ورکړې. هغه ګڼ شمېر اثار لیکلي چې له دغې ډلې امداد المفتین د حنفي فقې د اثر الهدایه شرح ده. [۶]
  • محمود حسن ګنګوهي هم له مخکښو هندي عالمانو او فقهاوو څخه و چې له ۱۹۱۹ زکال څخه یې تر ۱۹۹۶ زکال پورې ژوند کړی. نوموړی د څو مخکښو علماوو شاګرد و او د حنفي فقې په برخه کې یې د تخصص له امله شهرت درلود. هغه د فتاوای محمودیه په نامه اثر لیکلی چې د مختلفو اسلامي موضوعاتو اړوند یې په کې خپل حقوقي نظرونه ورکړي دي. [۷]
  • نظام الدین اعظمي له ډېرو پېژندل شوو هندي عالمانو او فقهاوو څخه و چې له ۱۹۱۸ زکال څخه یې تر ۲۰۰۰ زکال پورې ژوند وکړ. هغه د حنفي فقې په برخه کې شهرت درلود او غوره لیکوال او ښوونکی و. نوموړي د منتخبات نظام الفتاوا په نامه اثر لیکلی چې د مختلفو اسلامي موضوعاتو اړوند یې خپل حقوقي نظریات په کې څرګند کړي. نوموړي همدارنګه په هند کې د اسلامي سنتونو د زده کړو په بېرته را ژوندي کولو کې ونډه لرله او د اسلامي زده کړو د ګڼ شمېر مخکښو روزونکو ښوونکی پاتې شوی. [۸]
  • رشید احمد لدهیانوي د پاکستان له مخکښو اسلامي عالمانو او دیني رهبرانو څه و چې د اسلامي فقې په برخه کې یې ژور درک درلود. نوموړی د ۱۹۳۸ زکال د جون په ۱۰ مه د هند د پنجاب ایالت په لدهیانا ښار کې وزېږېد او د محمد شفیع دیوبندي سره یې زده کړې وکړې. نوموړی د اسلامي فقې په برخه کې د خپلو هڅو له امله چې په خپل اثر احسن الفتاوا کې یې د ګڼ شمېر اسلامي شرعي مسایلو اړوند جامع نظریات او احکام راغونډ کړي، شهرت لري. له دې سره چې نوموړی د حنفي شریعت د مکتب پر اصولو پابند و خو په نورو شرعي مکاتبو لکه په شافعي او مالکي مکاتبو هم استناد کوي. د هغه اثر احسن الفتاوا د اسلامي شریعت په برخه کې د ګڼ شمېر عالمانو لپاره پام وړ اثر دی او د نړۍ په ډېرو برخو کې د فتواوو د مرجع په توګه ترې ګټنه کېږي. [۹]
  • محمد فیض الله، د بنګلادیش له مخکښو عالمانو او فقهاوو څخه و چې په ۱۸۹۰ زکال کې وزېږېد او په ۱۹۷۶ زکال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د ختیځ پاکستان او وروسته د بنګلادیش د لوی مفتي په توګه کار وکړ او د اسلامي فقې په برخه کې د خپلې پریمانه پوهې له امله ورته زیات درناوی کېده. د اسلامي پوهې په برخه کې د فیض الله پام وړ هڅه د فتاوای دارالعلوم هاټهزازي په نامه اثر و چې د اسلامي حقوقي مسایلو اړوند د فتواوو او نظریاتو ټولګه ده. فیض الله، د هاټهزاري دارالعلوم د مشر مفتي په توګه خدمت وکړ او د خپلو تحصیلاتو او همدارنګه د ګڼ شمېر مخکښو عالمانو د روزنې له امله یې شهرت درلود. [۱۰]
  • مجاهد الاسلام قاسمي په ۱۹۶۳ زکال کې د هند د بېهار ایالت په دربنګا ښار کې وزېږېد او د ۲۰۰۲ زکال د اپرېل په ۴مه ومړ. هغه یو مشهور اسلامي عالم و چې د عمارت – شریعه د لوی مفتي، د هند د اسلامي فقې د اکاډمۍ د بنسټګر او د آل انډیا د مسلمانو د شخصي حقونو د پلاوي د مشر په توګه یې خدمت وکړ. قاسمي د پریمانه فقهي پوهې د لرلو له امله شهرت او په ځانګړې توګه یې د بېلابېلو مسایلو په برخه د فتوا د ورکولو له امله پریمانه نفوذ درلود. هغه د اسلامي شریعت په برخه کې ګڼ شمېر آثار لیکلي او د اسلامي متونو د معتدل تفسیر له امله ډېرو ته د درناوي وړ و. د اسلامي علومو او د فتواوو د صدور په برخه کې د نوموړي چارو د هندي مسلمانانو په ټولنه او آن له هغو هاخوا پام وړ اغېز له ځانه پرېښی. [۱۱]
  • عبدالرحمن چتګامي چې تر ډېره په فقیه الملت شهرت لري په ۱۹۲۰ زکال کې د بنګلادیش په برهمنباریا کې وزېږېد. نوموړی له مخکښو فقهي عالمانو څه و چې د بنګلادیش د لوی مفتي په توګه یې خدمت وکړ او د «فقیه الملت» په نوم یې شهرت درلود. نوموړي په ۱۹۹۱ زکال کې د بنګلادیش د اسلامي څېړنو مرکز تاسیس کړ چې موخه یې د اسلامي فقې او قانون په برخه کې پرمختللې څېړنې وې. د چتګامي تر نظارت لاندې د فتاوای فقیه الملت تر نامه لاندې فتواګانې د دغه څېړنیز مرکز له خوا راغونډې او په ۲۰۲۰ زکال کې خپرې شوې. په دغه اثر کې د ۵۰۰۰ بېلابېلو اسلامي موضوعاتو اړوند فتواوې شتون لري او له دې امله چې دغه اثر په بنګالي ژبه د فتواوو لومړنی بشپړ اثر دی، ډېر پام وړ ګرځېدلی دی. [۱۲][۱۳]
  • تقي عثماني، د ۱۹۴۳ زکال د اکتوبر په ۵مه زېږېدلی، نوموړی د دیوبندي خوځښت یو له مخکښو پوهانو دی او په معاصرو فقهي مسایلو کې تخصص لري. هغه د محمد شفیع دیوبندي زوی دی او په ټوله نړۍ کې د اسلامي بانکوالۍ یو له مخکښو مراجعو څخه ګڼل کېږي. نوموړی اوس مهال د دیوبندي مکتب فکري مشر ګڼل کېږي او همدارنګه له دغه مکتب څخه بهر د دیوبندي خوځښت د اسلامي نوښتونو د بېرته را ژوندي کوونکي په توګه ډېر درناوي وړ دی. د هغه نظریات او فتواګانې د نړۍ په کچه د دیوبندي علماوو ترمنځ او له دې ډلې په هند کې د دیوبند مدرسې دننه ډېر زیات اهمیت لري. نوموړي د څو نړیوالو اسلامي بنسټونو د سلاکار په توګه له سود پرته د بانکوالۍ او د اسلامي مالي بنسټونو په جوړېدو کې محوري رول لرلی. هغه اوس مهال د ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو له دې ډلې په جده کې د اسلامي کنفرانس د سازمان (OIC) د فقهي شورا غړیتوب لري. اوس مهال نوموړی د کراچۍ د دارالعلوم د مرستیال په توګه خدمت کوي.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Ullah 2018، ص. 89.
  2. Ullah 2018، ص. 109–112.
  3. Ullah 2018، ص. 113–115.
  4. Ullah 2018، ص. 115–117.
  5. Ullah 2018، ص. 118–120.
  6. Ullah 2018، ص. 121–123.
  7. Ullah 2018، ص. 124–126.
  8. Ullah 2018، ص. 127–128.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. کينډۍ:Cite thesis
  11. Ullah 2018، ص. 129–131.
  12. (په 11 September 2022 باندې). ফকিহুল মিল্লাত মুফতি আবদুর রহমান রহ.. Daily Naya Diganta.
  13. (په 16 November 2020 باندې). ফাতাওয়ায়ে ফকীহুল মিল্লাত: বাংলা ভাষায় প্রথম পূর্ণাঙ্গ ফতোয়াগ্রন্থ. Kaler Kantho.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.