دین او روغتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

پینځه ویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (څو روغتیايي سپارښتنې)[سمول]

((وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ. وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ[1]=   او پالونكى دی ستر ګڼه، او جامې دې پاكې کړه،))

مهمه خو داده، چې الله د تکبیر د حکم ترڅنګ (وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ= او پالونكى دی ستر ګڼه) وایي: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ= او جامې دې پاكې کړه)؛  یعنې پاکوالی یې د تکبیر او عبادت ترڅنګ راوړی دی.

اسلام هم د بدن د پاکوالي او هم د جامو د پاکوالي سپارښتنه کړې ده.

په اوداسه کې مخ و لاسونو وینځل او په غسل کې د ټول بدن وینځل ځکه دي چې خلک تل پاک و سوتره وي.

که یو څوک په سړو اوبو اودس وکړي او بیا مخ وچ نه کړي؛ نو ثواب یې ډېر دی، ځکه کېدای شي څومره چې څوک په یخو اوبو اودس کوي، هومره یې تازه والی ډېر وي. د نوکانو پر پرې کولو او مسواک وهلو خورا سپارښتنه شوې ده، رسول الله (ص) وايي:  ((که پر خلکو سخته نه وه؛ نو مسواک وهل به مې واجب کړي ول.))

له آنحضرت (ص) سره به تل مسواک و.

په یوه حدیث کې راغلي دي: (( الله چټلیو خلکو ته غوسه کېږي.))

الله پاکوالی   او ښکلا خوښوي او سپارښتنه یې کړې، چې تر وسې باید پاک ووسئ. پاکوالی له رنځونو مخنیوی هم دی.

پاکوالی او له رنځونو مخنیوی د ټولو دنده ده.

پاکوالی او له رنځونو مخنیوی یې تر درملنې اسان او کم بیه دی.

پاکې جامې د انسان پر اروا او زړه اغېز کوي او غم او خپګان له منځه وړي.

سپارښتنه شوې چې هغه مهال حمام ته ولاړ شئ، چې نه وږي وسئ او نه مو نس ډک وي او له حمامه چې راوځئ؛ نو سر مو وپوښئ، ان که دوبی هم وي.

په هره اونۍ کې د جمعې د ورځې غسل کوئ؛ یعنې لومړی سر او ورمېږ او د بدن ښی اړخ او ورپسې یې کیڼ اړخ ووینځئ.

هر څوک باید د ځان لپاره ځانګړی مسواک، ځانپاک او ږومنځه ولري او نور دې ترې ګټنه نه کوي.

اسلام په سخته منع کړي یو، چې متیازې به په ځان کې نه ساتئ او خورا سپارښتنه یې کړې چې ډېر روانو اوبوو او شنو بوټو ته ګورئ.

تر هغه خواړه مه خورئ، څو سم وږي شوي نه یاست او مخکې تر هغه چې بشپړ ماړه شئ، له خوړه لاس پر سر شئ.

مېوې تر خوړو مخکې ووینځئ.

اسلام وايي: وړه مړۍ اخلئ او ډېره یې جوئ او هغه مهال مو په عمر کې نه شمېرلېږي، چې پر خوړو بوخت یاست؛ یعنې په خوړو کې بیړه مه کوئ.

معده د ډېری رنځونو کور دی. له ډېرخورۍ ځان وساتئ؛ ځکه د انسان نس یې دښمن دی، د کمخوره انسان بدن روغ وي.[2]


'[1]' . مدثر/۳-۴ آیتونه.

[2] ژباړن: هغه چې بسیارخور شي، بسیارخوار شي.(عبدالرحمان بابا)