دگماتېزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دگماتېزم دغه اصطلاح د Dogma له كلمې څخه چې د جامد معنا لري، مشتق شوې ده. دگماتيزم هغه طرز تفكر ته ويل كېږي چې اساس او پايله يې په تغير نه منونكو مفاهيمو ولاړ وي، د مكان او زمان شرايط په پام كې نه نيسي. هغه څوك چې دغه ډول طرزتفكر لري، هغه ته دگماتيست وايي. په فلسفي لحاظ دگماتيزم له حقيقت سره د زمان او مكان د شرايطو نه پيوستون او د نړۍ د اشياؤ او پديدو تحرك او پرمختيا نفي كوي. په سياسي لحاظ دگماتيزم موجودو شرايطو او حقايقو ته په نه پاملرنې تعبيرېږي چې دغه چارې په خپله د تيوري او عمل د بېلوالې سبب گرځي. لنډه دا چې هغه روش او طرزتفكر چې په تجربه، ازميښت، منطق او علمي اصولو اتكاء نه لري او په وهم، تخيل، تعصب او د پټو سترگو په تقليد متكي وي، هغه دگماتيزم بلل كېږي. دگماتيزم د ملي مترقي قوتونو له پاره ستر خطر دى او ددې ناوړه مرض نه بايد د گوند ټول غړي ځان وساتي. ماركسيستان، ليننستان او مائويستان د دگماتيزم په ناوړه رنځ اخته دي؛ غواړي چې د ماركس، لينن او مائوتسی تونگ څو زړې مقولې په كوركورانه او جامد شكل، بې له دې چې د ټولنې عيني او ذهني شرايط او زماني تغيرات په نظر كې ونيسي، په خلكو ومني.