دګنګا او جمنا سیندونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دګنګا او جمنا سیندونه

(ګوندي وي چې بیا مې ستاسو جام نصیب شي

په ګنګا جمنا به نه یو تر قدیمه )

( ستر خوشال بابا )

ګنګا او جمنا دهندوانو دوه سبيڅلي یا مقدس سیندونه دي چې دوی ورته ډیر درناوی لري .زه به په دغه لیکنه کې دغه دوه سیندونه په لنډه توګه دروپیژنم:

۱- دګنګا سیند: دګنګا سیند چې په انګریزي کې ورته (Ganges ) وایی دهند یو اوږدسیند دی .دغه سیند دهند داتهرکهنډ دایالت نه چې دهند په شمالي برخه کې بروت دي دهیمالیا دغروه نه سرچینه اخلي او اوږدوالی یې ۲۵۲۵ کیلو مټر وته رسیږي .دغه سیند دشمالي هندوستان داتهرانچل ، اتهرپردیش ، بیهار او بینګال سیمې خړوبوي او په پای کې دبینګال په خلیج کې توئیږي .

دګنګا سیند په خپل مسیر کې دهند لوی لوی ښارونه هم خړوبوي چې په دغو چې په دغو ښارونو کې پټنه ، کنوج، پا ټالي پوترا. ګارا ، کاشي ،کارا ، الله اباد ، بنارس، مرشد آباد ، مو نګیر ، بهرام پور ، کامبیلیا او کلکته هم شامل دي .

دګنګا سیند هندوانو ته مذهبي اهمیټ هم لري خکه ددوي په لرغونو مذهبي متونو کې لکه :ریګویدا ، مها بهارتا او بګهود ګیتا کې هم دغه سیند سپیڅلی او متبرک ګڼل شوی دی . دهمدې کبله هندوان په دغه سیند کې لامبي ، اوبه یې دتبرک لپاره څښي او هم دخپلو مړو شوو خلکو ایرې دګنګا په سیند کې اچوي .

دګنګا دسیند په مسیر کې ددوی ځینې متبرک او سپيڅلي ښارونه هم شته چې دوی پکې لامبي چې دغه سپیڅلي ښارونه ګنګوتري ، هریدوار ، پریاګ او بنارس دي .هندوان دګنګا سیند ته (ګنګا میا) یا (ګنګا مور) هم وایی.

۲- دجمنا سیند :

دجمنا سیند ته په انګریزي ژبه کې ( Yamuna ) وایی، داسیند هم دشمالي هندوستان داتهر کهنډ دایالت نه دهیمالیا دغره نه سر چینه اخلي دهند د اتهر کهنډ ، پنجاب ، هار یانا ، ډيلي او آګرې سیمې خړوبوي او دهند داتهر پردیش دالله آباد په ښار کې دګنګا دسیند سره یو ځای کیږي .دغه سیند ۱۳۷۶ کیلو مټره اوږدوالی لري ږ دغه سند دډیلي دختیزې برخې نه تیریږي او هم دهند د آګرې دښار دتاج محل دمشهورې ما ڼۍ تر څنګ بهیږي او کله چې په

الله آباد کې دګنګا له سیند سره یو ځای شي نو دغېه دیوځای کیدلو او داتصال برخې ته ګنګا جمنا سنګم وایی . دجمنا سیند هم هندوانو ته مقدس دي