دګلابو بوتانيکي خواص

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګلاب لرګين، څوکلن پانيژي درختچه، بوټي او ختوونکي نبات دى چې د ختلفو جسامتونو لرونکي دي. د ګلابو درختچه د Rosaceae د کورنۍ غړي او د Rosa جنس پورې اړه لري چې د 200 څخه زياتو نوعو Species او 20000 ورايټيو لرونکي دي. ګلاب د مرکبو پاڼو، اغزنو څانګو او شاخچو او د ګلپاڼو لرونکو ګلانو لرونکي دي چې ګلان يې د څانګو په نهايي پورتنيو برخو کې د روان موسم په جوړه شوې ودې باندې رامنځ ته کيږي. ګل يې دګلپاڼو له پلوه د ساده Simple، نيمه غبرګي پاڼې Semi Double او سل پاڼي Double ترکيب او د مختلفو رنګونو يعنې سور، ګلابي، سپين، شرچايي، اتشي، زيړ لرونکي دي. ګلاب د خپلې ښکلا او عطر له امله 600 پخوا د ميلاد څخه د يوناني اديبي ساپو لخوا د ګلانو د ملکې په نامه نومول شوي. او ښکاره خبره ده چې هيڅ يو باغ، پارک او ښکلي ځايونه د ګلابو څخه پرته کامل نه ګڼل کيږي.

د ګلابو اهميت[سمول]

ګلاب د مختلفو مقاصد له د تيلو (عطرو) د ګلابو اوبو، مرباو، وچو ګلپاڼو او زينت د لاسه ته راوړلو او لرلو له کبله دښه اهميت وړ بوټي ګڼل کيږي د بله پلوه د انساني تاريخ په اوږدو کې ګلابو ته په مذهبي، سياسي، ادبي او اقتصادي چاور کې ښه ارزښت او د احترم په سترګه ورته کتل شوي. په لنډه توګه د ګلابو د ارزښتونو څخه يادونه کوو:

طبي ارزښت[سمول]

د ګلابو د محصولاتو څخه په عصري او يوناني طب کې د درملو په جوړولو کې ګټه اخستل کيږي او د محصولاتو له ډلې د ګلابو تيل، اوبه، مربا، وچ ګلپاڼې د ښه ارزښت وړ دي. دګلابو د تيلو څخه جوړ شوي کپسولونه د دخلي ناروغيو، اوبه ئې د بهرني حفظ الصحې او ګلپاڼيې يې د ځيګر د غير نورمال حالتونو او فنکسي مرضونو د درملنې او تيل ييې دپزې څخه د وينې بهيدنې، سردرد، د سترګو سوروالي، زړه سوزيدنې د وقايې او معالجې لپاره پکار وړل کيږي.

اقتصادي ارزښت[سمول]

د ګلابو د محصولاتو څخه د عطرو، صابونو، کريمونو، شيرني سازي، بسکت،کيک، ايس کريم او هم د ګلابو ګلان د دستوپتوکه خر څيږي او نورو چارو کې ګټه ترې اخستل کيږي. د ګلابو د محصولاتو استحصال، په کار وړنه او تجارت د زياتو کسانو او وسايلو لپاره د کار زمينه برابر وي نو له همدې پلوه د ښه اقتصادي ارزښت نبات ګڼل کيږي. د عطري ګلابو ښه رسيدلي باغ چې وروسته د درې کالو په حاصل راځي د يو هکتار ځمکې څخه د يو مياشت په موده کې 3000kg ګلپاڼې توليدلى شي چې له دغه توليد شوي مقدار ګلپاڼو څخه د 0,8-1 lit/kg تيل تر لاسه کيږي چې دغه لاسته راغلي تيل په بين المللي مارکيت کې د 3000-6000 ايرو قيمت لري چې دغه پيسې د 180000-360000 افغانيو معادل ګڼل کيږي. او ددې ترڅنګ د 2800-3000 ليتره د ګلابو اوبه ور څخه ترلاسه کيږي چې هر ليتر ئې په 50 افغانيو خرڅيدلى شي. تجربو ښودلې ده چې د ګلابو د فصل عايد د خوراکي فصلونو د عايد په پرتله څو ځلې زيات دى .

د ګلابو زينتي ارزښت[سمول]

په ټولو باغونو، پاکونو، او سيل ځايونو کې حتماً ګلاب کرل شوي او دغه ځايونه يرته د ګلابو څخه ناقص ښکاري. ګلاب د خپل زينتي بڼې له پلوه د کوټو او شنو خونو په دننه او هم ازاده فضاء کرل کيږي. ځينو هيوادونو کې په باغونو کې د کرل شوو زينتيې ونو او د درختچو 30% ګلاب تشکيلوي، د بله پلوه د ګلابو بوټي په چاپيريال کې خپل اکولوجيکي رول هم ادا کوي او د انواعو د انقراض مخه نيسي.

د عطري ګلابو نوعي[سمول]

د عطرو د استحصال لپاره ګلاب د نړۍ په زياتو هيوادونو کې کرل کيږي خو بلغاريا، ترکيه، ايران، رومانيا، مراکش، مصر، جورجيا او اکراين يې مهم توليدونکى هيوادونه دي. د ګلابو ځنې نوعې د عطرو د استحصال لپاره کرل کيږي چې عبارت دي له : 1. Rosa damascena. Mill چې Damask roses په نامه هم ياديږي. 2. Rosa Gallica (French Rose) 3. Rosa centifollia (Muscosa) د Rosa Damascena نوعه چې اصلي ټاټوبى ئې کوچنۍ اسيا ګڼل کيږي د ګلابو د تيل د استحصال لپاره د نورو په پرتله په پراخه پيمانه په نړۍ کې کرل کيږي، ځکه د ښه کيفيت او حاصل لرونکى دي . د دغه درختچې لوړوالى د 3- 5، 1 مترو پورې رسيږي د سور، ګلابي، سپين او خطي عبرګو عطري ګلپاڼو او غزن خصوصيت لرونکى دي چې په کال کې يو ځل د پسرلي په موسم (اپريل، مى) مياشتو کې ګل کوي ا و د ګل کول موده يې يو مياشت وخت نيسي. دګل توليديي د اقتصادي پلوه په دريم کال کې پيل او د 20- 25 کالو پورې حاصل ورکوي چې د يو هکتار څخه د کال د 3000-3500 کيلوګرامه ګلپانې تر لاسه کيږي. Rosa Gallica نوعه د مرکزي او جنوبي امريکا او لويديځ اسيا بومي نبات دى د اکراين، ارزبايجان جورجيا او پخواني شوروي اتحاد د هيوادونو کې ګلابو د تيلو د استحصال په منظور کرل شوي چې د ځوانۍ په مرحله کې لوړوالى 25، 1 مترو ته رسيږي چې په تنو باندې يې څو سره اغزي ښکاري، پاڼې يې د 5-7 برکچو لرونکى دي چې تور شين چکه رنګ او د 10cm پورې اوږدو الى لري ګلپاڼې يې يو پاڼيزې قوي سورنګه 8cm پورې محيط د مى په مياشت کې يې سپړي د تنې د بيخ څخه د نورو څانګو د توليد نوانايي لري. Rosa Centifolia چې د Moss Rose پاسل پاڼو (صدبرګ) ګلاب په نامه سره ياديږي يعنې په ګل کې ګلپاڼې ډيرې او يو پر بل او ښتې او د ګل ملوپاڼو د پاسه اغزنې ويښته ډوله ساختمانونه لري د دغه ګلاب بوټي لوړوالى 1,5m چې په لومړيو کې سيده نمو او په ورستيو کې پلنه نمو کوي پاڼې کمه رنګه او د 5-7 پاڼګيو او سپين او ګلابي ګلانو لرونکي چې په جون مياشت کې ځان سپړي په عمومي صورت سره تيل توليدونکى ګلاب د اغزن خصوصيات لرونکى وي.

د ګلابو اقليمي اړتياوې (Climate and soil Requirement)[سمول]

Rosa Damascena ګلاب د خپل ښي او روغې ودې لپاره سوړ ژمي خوښوي، خو Rosa Centifollia ټيټې سيمې او لوړه تودوخه هم زغملى شي سپارښتنه شوې ده چې د عطرو د توليد ګلاب په هغه سيمو کې چې د بحر پد سطحې څخه د 1000 مترو په لوړوالى کې واقع دي وکرل شي د WALA د څيړنې او سپارښتنې په بنسټ چې د عطرو تولدونکى ګلاب د 700-800 مترو ارتفاع لرونکو سيمو کې هم کرل کيږي، په لوړو سيمو کې د اوبو د جوش نقطه ټيټه وي نو د تقطير عمليه موثره ګرځوي او د تيلو د ضايع کيدو څخه مخنيوى کيږي. ګلاب لمر خوښي بوټى دى او معمولاً هغه ساحې خوښوي چې اقلاً د ورځې د سهار لخوا شپږ ساعته لمر ولري.Damasceana د اوړي لوړه تودوخه په اوړي کې زغملى شي خو په ژمي کې ټيټې تودوخې ته اړتيا لري. ګلاب هوا داره، ارته او کليلوم خاوره چې 20-30% پورې د کلي ذرات ولري او هم لوم خاوره خوښوي خاوره بايد تيزابي او د 7-6PH ولري. په باد لګيدونکي، د ډنډو اوبو او مالګينې او هم هغه سيمې چې د مرطوب اقليم لرونکى دي د ګلاب د روزنې لپاره منتاسبې ندي نو ويلى شو هغه سيمې چې هلته چارمغز توليديدلى شي د عطري ګلابو د روزنې لپاره مناسبې سيمې ګڼل کيږي.

د ګلابو تکثير Propagation[سمول]

ګلاب په زوجي (تخم) او غير زوجي (قلمې، زخه پيوند، ښاخ پيوند، څوکري) توګه د تکثير وړ دى په عمومي توګه ګلاب په غير زوجي ډول تکثير کيږي، چې البته دواړه طريقې د ګټو او زيانونو لرونکى دي، يعنې د تخم پوسيله تکثير شوي پوټيې خپل والدينو ته ورته نه وي او ژر په حاصل نه راځي خو زيات عمر لري ددې ترڅنګ په غير زوجي توګه لاسته راغلي بوټي د ناروغيو او محيطي شرايطو په واندې مقاوم نه وي خو والدينو ته ورته بوټي ور څخه تر لاسه کيږي او ځينې يې پيوند ته اړ تيا نه لري. د ګلابو تخمونو د هغه تخمدان څخه چې ګلپاڼې ور څخه رژيدلى وي سور، ژير رنګ نرم والى يې غوره کړي وي تر لاسه کيږي د تخمدان (ميوې) د شکولو وروسته هغه بايد وچول شي او تخمونو ورڅخه راټول شي راټول شوي تخمونه د استراحت د دورې د ماتولو لپاره بايد د ژمي د سړې او مطوبې هوا سره مخامخ شي تر څو د ټوکيدنې توانايي تر لاسه کړي او دا کيداى شي په يخچال کې د 2-7 پورې تر پسرلي وساتل شي او بيا وکرل شي همدارنګه نوموړي تخمونه د مني او يا ژمي په موسم کې په اماده شوي ځمکه کې کرل کيږي او يا هم په لمدو پاکو شګو کې تر پسرلي پورې شخيږي او بيا کرل کيږي. د کرل شوي تخم نيالګي کله چې د پنسل په اندازه قطر يې غوره کړ بيا پرې د خپلې خوښې نوعې او ورايټي پيوند صورت نيسي. په دې توګه هغه د درې کلونو په موده کې په يو بالغ بوتي بدليږي.

قلمه کول Cutting[سمول]

قملې بايد د روغو او د غوره نمو لرونکو بوټو د يو کلنو او يا هم تير موسم وده کړو څانګو څخه واخستل شي د قلمو اوږدوالى بايد د 30-15cm پورې وي چې بايد د 3-4 زخو لرونکى وي. خامې قلمې چې د ډډ مغز لرونکى وي ژر خوسا کيږي بايد د کرلو څخه چې ډډه وشي. د يادونې وړ دى چې قلمې د تيره چاقو او قيچي پوسله پرې شي چې پورتنې برخې يې د زخې څخه 3-2cm پورته مايل او لاندينې برخه يې 2-1cm زخې څخه لاندې په ګرد ډول پرې کړل شي. قلمې بايد د نومبر په مياشت کې او يا هم په پسرلي کې د بوټو د ويښيدلو څخه 20-30 ورځې مخکې د بوټي څخه پرې کړل شي، په نومبر کې پرې کړل شوي قلمې تر پسلي پورې په لمدو او پاکو شګو کې ښځ کړل شي او بيا دې په اماده شوي ځمکه، لوښي او يا پلاستيکي کځوړې کې وکرل شي د کرلو په وخت کې د قلمو دوه برخې په ځمکه او يوه يې چې حتماً د يو څخه تر دوه زخو لرونکى وي د ځمکې د باندې پريښودل شي. قلمې د ښو ريښو د تشکيلولو لپاره بايد د افقي، روغو، کلکو، يو کلنو، دوه کلنو او يا هم د تير موسم د ودې څخه واخيستل شي د ډيرو ژر ريښو د تشکيل لپاره بايد د هارموني موادو سره معامله شي. هغه هارموني مواد چې پدې چارو کې استعماليږي هغه عبارت دي د انډول بيوتاريک اسيد (IBA) انډول استيک اسيد (IAA) او نفتالين استيک اسيد (NAA) څخه چې د 2000-20PPM د 24 ساعتونو او د 10000-500PPM د 5 ثانيو لپاره د قلمو بيخونو (3-2cm) پکې غوټه کيږي، نوموړى مواد بايد لومړى په الکولو کې حل بيا د اوبو سره ګډ شي کله چې د خاورې تودوخه د 21-18Co وي د قلمو څخه د ريښو د تشکيل لپاره غوره ګڼل کيږي. قلمې بايد پولو کې چې سور يې 90-60cmوي د 20-10cmپه فاصلې سره وکرل شي. کيداى شي قلمې د خوښه کړ شوى نوعې يا ورايټي پوسيله پيوند شي اويا هم مستقيماً د قوريې څخه پرته له پيوند اصلي باغ ته انتقال شي.

زخه پيوند (Budding)[سمول]

ګلاب په عمومي صورت سره د زخه T پيوند په وسيله تکثېر کيږي دغه عمليه هغه وخت صورت نيسي چې د پيوند کيدونکى څانګې يا برخې قطر د پنسل قطر ته روته وي پيوند بايد د ځمکې څخه 20-15cm دپاسه پهي و ښوي ځاى کې د څانګې شمال خواته صورت ونيسي. چې لمړى په ته کې د 2/11-1cm په اوږدوالي افقي اوبيا د 2-4 په اوږدوالي په عمودي توګه پوستکي قطع او وسپړل شي او بيا هغه زخه چې د غوښتوونکى څانګې څخه پرته د لرګي او يا هم د لږ څه لرګي سره اخستل شوي پکې وټومبل شي او په پلاستيک پداسې ډول کلک وتړل شي چې کوچنې سترګې پټه نشي. دغه پيوند په پسرلي (مارچ، اپريل) اوړي (June-July) او هم د منى (Oct-sep) کې صورت نيولى شي چې په پسرلى او اوړي کې د پيوند څخه د مورنۍ نبات څانګه په تدريجي توګه پريکړ کيږي او اخري قطع پيوند شوي زخې ته نژدې د هغې د شاه لخوا په مايل توګه صورت نيسي او دمني پيوند په صورت کې د پيوند څخه د مرنۍ بوټيي پورتنۍ برخې په پسرلي کې د نبات د ويښيدلو 20-30 ورځې د مخه پيوندي زخې ته متصل قطع کيږي د پيوند د کاميابيدو لپاره لازمه ده چې پلاستيک 18-21 ورځې وروسته د پيوند څخه پريکړ شي او د پيوند څخه لاندېنې زخې وخت په وخت لرې کړل شي.


ښاخ پيوند Grafting[سمول]

ښاخ پيوند د ګلابو د استراحت په مرحله کې صروت نيسي او دا بايد د ځمکې څخه 20-18cm پورته په ساقه کې صورت ونيسي. زبانچه پيوند ډير عام پيوند ګڼل کيږي پيوند کيدونکى لرګي بيايد د 2-3 زخو لرونکى وي او د مورنۍ څانګې په اندازه د قطر لرونکى وي په دواړو کې مايل قطع صورت ونيسي او بيا دوهمې پريکونه د هغوي په منځ کې د يو بل د قايم ساتلو لپاره تر سره شي د مايل پريګون اندازه بايد 4-2cm وي . کيداى شي چې Rosa Damascena په نورو محلي او يا هم اصلاح شوو ورايټيو پيوند شي خو د قلمو په وسيله تکثير ييې غوره ګڼل کيږي.

د کرلو لپاره مواد (Medium)[سمول]

قلمې بايد په ښه اماده شوي ځمکه، لوښي او يا هم پلاستيکي کڅوړو کې وکرل شي او په هغه کې بايد خوسا ډهيراني سره، شګه، خاوره، کمپوست، دارې بور او داسې نور استعمال شي، نن سبا د قلمو لپاره مختلف مواد استعماليږي چې برخې يې 1:1:1 وي او يا هم 3: 2 : 1 وي يعنې يو حصه عضوي سره و دوه حصې شګه او درې حصې خاوره استعمالوي او بيا پکې تخم يا قلمه کرل کيږ.

د کرل شوو بوټو پالنه (post Caring)[سمول]

د ګلابو بوټي بايد د ناروغيو، افتونو، ولوږې، بې اوبه توب څخه وژغورل شي. بايد د ځمکې څخه هرزه ګياوې، ناروغه بوټي، ناروغ څانګې او برخې لري کړل شي عضوي سرې ورته ورکړل شي ښاخبري، خيشاوه او منظم ابياري يې صورت ونيسي.

د بوټو انتقالول (Transplanting)[سمول]

د ښوي، روښانه، روغ تنې، ښه لوړوالي لرونکي يو کلني او يا هم د تخم د کنې په صورت کې دوه کلني نيالګي د قوريې څخه غوره او وويستل شي. قوريه 2-4 ورځې مخکې اوبه شي او د وترې په حالت کې بوټي په مازيګر او يا هم سهار وختي له ځمکې پداسې ډول وويستل شي چې ريښې زياتې زخمي نه شي او سطحې غوڅې شي په مني اويا هم د پسرلي پرته د نور موسمونو کې نيالګي د خاورې سره له ځمکې او د پسرلي پرته په نورو موسمونو کې پرته پد خاورې وويستل شي. د ويستلو د مخه د نبات اضافي او غير غوښتونکي برخې قطع او دارتفاع يې بايد د 30-20cm په لوړوالى پريښودل شي او که د فعالې ودې په صورت کې وويستل شي پاڼې يې کمې او اضافي ماتې، زخمي ريښې هم قطع شي. وروسته د ايستلو څخه نيالګي بايد نوعې، ورايټي، سايز، ارتفاع او نورو خصوصياتو له کبله صورت بندي او ريښې يې په لمدو واښو، ارې بور پنبې او بړيو کې د کرباس ټوکر او يا د ستوريو د بوريو په ټوکر وپوښل شي او په کريتونو کې د کرلو تر ځاى پورې يوړل شي او که په زيرمه ځاى کې د کرلو تر وخت ساتل کيږي نو د زيرمه ځاى حرارت بايد د 3-2Co او د هغې نسبتي لندبل بايد 85-90% د ښي تهويې لرونکي وي. د کرل شوو نيالګيو پالنه (Care of Planted Seedling): کله چې نيالګي د يو خاص پخواني طرحه شوي پلان په بنسټ وکرل شول نو د هغموي د اوبو، غذايي موادو، د حشراتو، نارغيو، هرزه ګياو د کنترول، د باد، واورې، زياتوبارانونو، لمر او شورې حالتونو ته پاملرنه وشي.


دګلابو د باغ احداثوال Garden Establishment: لکه د نورو ميوه دارو ونو پشان چې ګلاب د څوکلنو نباتاتو له جملې څخه دي نو باغ جوړونه يې سرمايه ګزاري ګڼل کيږي. که چيرې د يو منظم، علمي پلان په اساس باغ ئې جوړ شي نو د زياتو کلونو په موده کې د حاصل د ورکړې توانائي لري او که د باغ په جوړه ونه کې ئې نقصان وجود ولري نو ددغه سرمايه ګذاري څخه ښه ګټه نه پورته کيږي. نو لازمه ګڼل کيږي چې د باغ جوړه ونې په پلان کې ځينې لومړني ضروريات لکه د سيمې، ساحې، نوعې، ورايټي، د بوټو تر منځ فاصله او داسې نور مسايل په نظر کې ونيول شي. چې دا به د مصارفو په کموالى او د ښه حاصل په ورکړې باندې اغيزې وشيندي. بايد د باغ په جوړونه کې د اړونده متخصصينو او ماهرانو سپارښتنې، لارښونې په نظر کې او مخکې د باغ د کرلو څخه په پام کې ونيول شي او هغه عملي شي. د باغ لپاره د ساحې انتخاب (Site Selection): د ساحې د انتخاب څخه وروسته بايد ځنې کرنيز عمليات په پام کې ونيول شي د کرنيزو عملياتو يا د خاورې اماده کول د ځمکې د اوسني، پخواني تاريخچې پورې اړه لري، که چيرې ځمکه پخوا کرل شوي وي نو د باغ لپاره اماده کول ئې اسانه او که نوى کرل کيدونکي وي نو زيات کار ته پکې اړتيا ليدل کيږي، په هر صورت د لاندې عملياتو په اجرا سره ځمکه د کر لپاره اماده کيږي: 1. د ځمکې پاکول Cleaning: د ځمکې څخه د پخواني فصل ټول پاته شونې، تيګې بايد لرې شي. 2. قلبه کول Plugging: ځمکه بايد 3-2 ځلې قلبه او لوتې ئې د مالې پوسيله ماتې شي. 3. هوارول Leveling: ځمکه بايد هواره شي تر څو پکې د اوبو د ډنډ پاتې کيدلو مخه ونيول شي او ځکه بايد د يو ميلان لرونکى وي تر څو د زياتو اوبو وتل پکې تضمين شي. 4. د اوبو لګول سيستم ايجادIrrigation: د کرلو د مخه بايد د اوبو لګولو سيستم په نظر کې نيول شوى وي سطحې او تر ځمکې لاندې د اوبخور سيستمونه ايجاد يعنې ويالې، لښتي، د اوبو کاسې (حوض چې) د اوبو ننوتلو او وتلو لارې او دنلونو او پايپونو او د اوبو ذخيرې او وسايل په پام کې ونيول شي. 5. د خاورې Enrichment: په ځمکه کې عضوي ښه خوسا شوي سره 3-2 مياشتې مخکې د کرلو څخه په خاوره کې ښه ګډه او يا هم خاوره د شنه سرې په وسيله له غذائي پلوه غني شي. 6. ګټاره کول Fencing: د کرلو د مخه بايد د ګلابو باغ په ګټارو احاطه شي تر څو د څارويو او حتى د انساني غلو د ننوتلو او د نيالګيو د زيانمن کيدو مخنيوى وشي او ددې کار لپاره اغزن سيم استعماليداى شي. 7. باد ماتونکى Windbreak: د باغ ګرد چارپيره او يا هم د باد په لوري د ګلابو په پرتله لوړې ونې وکرل شي تر څو د باد شدت مات او ګلاب د باد دزيانونو څخه وژغورل شي. د يو کالپس، سنځلېو شيوې، غوړاسکي، مورپانګ، نارنج، ايراني ولې، توت ونې او داسې نور د باد ماتوونکو په توګه کرل کيږي. د باغ نقشه او ډيزاين Layout: په مختلفو بلاکونو، سړکونو، تګ لارو، يالو لښتيو د کمپوست کندو د باغ د ځمکې تقسيم بندې د نقشه کشي په نامه سره ياديږي. د باغ نقشه بايد لومړى د کاغذ پرمخ ترتيب او بيا پر ځمکې تطبيق شي. د باغ جوړونې په برخه کې مختلف د کرسيستمونه پکار وړل کيږي چې عبارت دي له: 1. مربع سيستم 2. مستطيل سيستم 3. مثلث سيستم 4. مربع سيستم (p x p = R x R ) په دغه سيستم کې د قطارونو او ونو تر منځ فاصله يو شان او د مربع په هر کنج کې يوه نيالګي کيښودل کيږي . دغه سيستم په هواره کې ډير عام دى. 1. د مربع سيستم ګټې: نقشه کشي ئې اسانه، ونې پکې د زياتې مودې لپاره پرته د کوم مشکل پاتې کيدى شي. د نورو کرنيزو يو کلنو او څو کلنو نباتاتو د کرلو چانس پکې زيات دى او کرنيز عمليات پدغې سيستم کې په اسانۍ اجرا کيږي. زيان: په لومړيو وختونو کې د ځمکې ډيره برخه خالي پاتې کيږي. 2. مستطيل سيستم (p x p = 1/2 R x R ): په دغه سيستم کې د نيالګيو تر منځ فاصلې د قطار د فاصلې نيمائي ټاکل کيږي.

د سيستم ګټې: په دغه سيستم کې د نيالګيو د شمير په زياتوالى سره په لومړيو کلونو کې حاصلات زيات تر لاسه کيږي. د سيستم زيانون: د زيات مودې لپاره د کار وړ ندي، په يوه خوا ګڼوالي رامنځ ته کيږي په بله خوا د نورو فصلونو کرل ممکن دي، په وروستيو کلونو کې به د څه نيالګيو د وتلو ضرورت پکې پيښيږي.

3. د مثلث سيستم : د مربع سيستم متحوله طريقه ده او د هر مربع په برکې يو نيالګى کيښودل کيږي چې مربع جوړوي. ګټې: 50-60% زيات ونې د مربع سيستم په پرتله کرل کيداى شي. زيانونه: په وروسيتيو کلونو کې د ونو ګڼوالى او هم د عام سيستم ندى. کنټور سيستم: دغه سيستم په غرنوي سيمو په کومو ځايونو کې چې د خاورې تخريب ډير زيات او هوارې ځمکې وجود نه لري نو کيداى شي چې د زينې په شکل غونډې جوړې او په هره پايه کې يو نيالګى کيښودل شي او يا هم تر اسونه جوړ شي. د يادونوې وړ دى چې جرمن اګرواکشن د ګلابو د کرنې لپاره مستطيل سيستم پکار وړى دى. د نيالګيو او قطارونو تر منځ فاصلې Spacing: ځينې عوامل د نيالګيو او دهغوي د قطارونو تر منځ په فاصلو باندې ټکونوکې اغيزې لري عبارت دي له: 1. د نبات نوعه ( دنبات د ښاخونو شعاع لوړوالى ) عمر. 2. اقليم ( په ګرمو سيمو کې زياته او په ساړو سيمو کې کمه فاصله د نمو په نسبت). 3. خاورې ( په ښيرازه خاور و کې فاصله زياته او په ډنګرو خاورو کې کمه فاصله). 4. د اوبو موجوديت (د زياتو اوبو په شتوالى زياته فاصله). 5. ښاخبري ( که ښاخبري صورت نيسي نو فاصله بايد کمه په نظر کې ونيول شي). 6. کرنيز عمليات ( د کرنيزو عملياتو په صورت کې زياته فاصله په نظر کې ونيول شي) . د نبات د شمير د معلومولو لپاره لانديني فرمول پکار وړو: د قطار فاصله x د بوټو فاصله/ ټول ساحه په متر مربع = د نبات شمير د جرمن اګرواکشن د قطارونو تر منځ فاصله 3m او د درختچو تر منځ فاصله 0,8m ټاکلي دي خو ښه خبره داوه چې وروستي فاصله 105m وي.



د نيالګيو د کرنې لپاره د کندو ايستل Digging of holes/pit: د نقشه کشي څخه وروسته بايد د نيالګيو د کرلو لپاره په انتخاب شوو ځايونو کې کندې وويستل شي د کندو د ايستلو په وخت کې بايد د کندې پورتنې ½ او يا هم خاوره يوه خوا او لاندينې بله خوا ډيرې شي. دغه ايستل شوې کندې بايد 3-2 هفتې د نيالګيو د کرلو د مخه وکندل شي تر څو لمر او د هوا جريان ته مخامه شي، د کندو جسامت د خاورې او دنبات نوعې او د ريښو حجم پورې تړلي دي، نو د ګلابو لپاره بايد کندې 30-40 cm يعنې 30 x 30 x 30cm وي دغه کيندل شوې کندې بايد 15-7 ورځې د کرلو دمخه بيرته پداسې ډول ډکې شي چې پورتنې خاوره د څه عضوي سرې سره ګډه د کندې بيخ او پاسنې خاوره ددې د پاسه واچول شي او دومره خاليګاه نبات ته پرېښودل شي چې د قوريې په پرتله 2-3cm نور هم ژور وکرل شي. که چيرې عضوي سره ښه خوسا شوي نه وي نو د توليد شوي حرارت، تيزاب په وسيله نوې ريښې له خطر سره مخامخيږي او په ګرمو سيمو کې د وېنې Termites او په يخو سيمو کې د White grub سبب او هم نبات په لومړى موسم کې نبات د غذائي موادو د کمښت سره مخامخوي. د نيالګيو کرل Planting: په کندې شوي او بيا ډک شوي کندې په مرکز کې د کرنې لپاره په پاتې شوي يخاليګاه کې د خاورې غونډۍ جوړيږي او د غونډۍ په څوکه کې د کرل کيدونکي نيالګي اصلي اولي ريښه واقع تر څو فرعي ريښې د غونډۍ په څنډو خورې شي او بيا د خاورو په وسيله وکيمنډل شي. کر بايد د کر تختې په مرسته تر سره شي او نيالګي د قورې په پر تله 2-3cm ژور وکرل شي، او بيا د نيالګي ګرد چاپير 30-40 cm په پراخوالي د خاورو پوله د کاسې په ډول کاسه جوړه تر څو د ضرورت وړ اوبه پکې جمع او د نبات د استفادې وړ وګرځي. د باد له امله د نيالګي د غورزيدلو، کږيدلو د مخنيوي لپاره د کرل شوى نيالګي تر څنګ د لرګي پايې ودرول شي او نيالګى ور پورې و تړل شي. د ګلابو دنيالګيو د کرلو ښه وخت د نومبر مياشت او يا په پسرلي کې دفبروري او مارچ مياشتې ښودل شوي. خو په معتدله سيمو کې د ژمي په اوږدو کې چې د ډير يخ خطر نه وي کرل کيږي، خو د زياتې يخنۍ د مخنيوي لپاره کيداى شي چې نيالګي په څه شي وپوښل شي. د کرلو وروسته دې نيالګي وکنل شي د اوبو لګولو له کبله کاږه نيالګي سم لرګي پايې دې تر څنګه وټو مبل شي. هرزه ګېاوې د اوبو د کاسې څخه پاکې ، په کاسه کې دزياتې مودې لپاره د اوبو د ډنډيدو څخه مخنيوى وشي د زياتې يخنۍ، تيزلمر په صورت کې تنه په ټوکر او يا ستوريو ډوله بوريو وپوښل شي او يا د زيات لمر په صورت کې پرې سيورى جوړ کړى شي. همدارنګه بايد د درې کلونو پوې ګل نيونې ته بوټى پرې نه ښودل شي او ګلان ترې وشکول شي. د ګلابو د باغ تنظيم اداره Garden Management: 1. د خاورې تنظيم: خاوره د نبات لپاره کور ګڼل کيږي بايد داسې برابره او جوړه وساتل شي چې نبات ورڅخه اعظمي او ښه استفاده وکړي. 2. ملچ (د ځمکې پوښل) د ځمکې مخ د مختلفو موادو لکه: وچو واښو، بوسو، جوارو په ټانټو، پاڼو، ارې بور، کاغذ، پلاستيک او داسې نورو په وسيله پوښل کيږي تر څو د نبات د اوبخور اړتياوې کمې ځمکه د زياتې مودې لپاره مرطوبه او د هغې د فرسايش يا تخريب څخه مخنيوى وشي. د ځمکې دپوښلو په صورت کې د هرزه ګياو د شنه کيدو مخه نيول کيږي او هم د خاورې د حرارت در جه منظم او په خاوره کې د کوچنيو زربيني موجوداتو او باالخصوص د ځمکې د چنجيانو فعاليت زياتيږي. د ځمکې پوښل د ځينو زيانونو لرونکى دي يعنې په باغ کې د اور لګيدلو خطر، د موږکانو او د ناروغيو او افتونو د عاملينو لپاره يو پناګاه بلل کيږي خو دغه خطرات د پلاستيکو په استعمال سره کمولى شو. په عمومي صورت سره ځمکه بايد د 8-10 cm په ضخامت د واښو او نورو موادو په وسيله و پوښل شي. دګلابو په باغ کې کرنيزې عملې: خيشاوه کول يا د ځمکې پاک ساتل Tillage and Clean Cultivation: ځمکه بايد په منظم او دوامداره توګه خيشاوه شي تر څو هرزه ګېاوې کنترول او خاوره کې د هوا نفوذ او د زياتاې مودې لپاره د رطوبت د ساتلو ظرفيت پيدا او هم د ناروغيو او افتونو د عاملينو هګۍ، سپورونه د ازادې هوا او لمر سره د مخامخه کيدو له کبله له منځ لاړې شي او هم پکې دريښو نفوذ لپاره د اوبو د جذبولو، د عضوي موادو د خوساکيدو او نايتروفيکيشن زمينه برابره شي د بلې خوا دغه عمليه د ځينو زيانونو لرونکى دي چې له کبله ئې د نيالګيو ريښې قطع کيږي. د خاورې په ساختمان کې بدلون راځي او د خاورې د تخريب او مينځلو زمينه برابرېږي نو که خيشاوه او قلبه صورت نيسي بايد سطحې يعنې 8-10cm په ژوروالى سره تر سره شي تر څو د ريښو قطع کيدو څخه مخه ونيو ل شي او بايد قلبه کول د سيمې د اب او هوا او موقعيت پر بنسټ په نظر کې ونيول شي. په غرنيو سيمو کې د خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره قلبې کول نه سپارښت کيږي او حتى واښه او ګياوې د ځمکې د پوښ په منظور له منځه نه وړل کيږي. ګډه کرنه Inter Cropping : دا چې ګلاب د څو کلنو نباتاتو له جملې څخه شميرل کيږي او د قطارونو او بوټو تر منځ فاصله ئې زياته وي نو پدغه فاصلو او خالي ځايونو کې د يو کلنو او دوه کلنو نباتاتو کرنه د څو لومړنيو کلنو لپاره تر خ، چې ګلاب خپل اصلي غټوالى او د حاصل د ورکړې مرحلې ته رسيږي سپارښت کيږي. د يادونې وړ ده چې هغه نباتات بايد د ګلانو په باغ کې و کرل شي چې د ګلابو سره يو شان ناروغيو او حمله کوونکو افتونو لرونکى نه وي، سطحي ريښې ، کم سيوري، ټيټه ارتفاع، يو شان کرنيز اړتياوې او کمه غذائي مواد له ځمکې څخه جذب کړي نو بايد د ګلابو په بڼ کې د ګنيو، شولو، جوارو، باجره، پنبې، غنمو، ليړوګانو، ونې کوم چې د ځمکې څخه په زيات مقدار سره غذائي مواد خذبوي او د اړونده نباتاتو سره په زياتو چارو کې رقابت کوي ډډه وشي په پخوا کې شفتله سپارښت کيدله خو اوس معلومه شوه چې شفتله زيات اوبخور ته اړتيا لري. نو په اوبو کولو سره ئې ګلاب هم اوبه کيږي چې په نتيجه کې په زياتو اوبو سره غذائي مواد لږ، خاورې بې ځايه او مينځل کيږي او تر څنګ يې په خاوره کې د هوا ځاى اوبه نيسي چې ريښې د تنفسي ستونزو سره مخامخ کوي، د ګډې کرنې په صورت کې بايد د اصلي نبات ترڅنګ او دهغې د څانګو شعاع په ساحه کې د کرنې څخه ډډه وشي. د ګډې کرنې لپاره مټرو ملې سرخک، پياز، مرچو مې، لوبيا، عدس، نخود، شلغم، ګازرې، کرم او داسې نور سپارښت کيږي. په عمومي صورت سره ګډه کرنه په لمړيو کلونو کې صورت نيسي او په ورستيو کلونو او يا حاصل ته د رسيدو وروسته بايد تر سره نشي. د ګلابو په باغ کې دسرې استعمال Manuring: ګلاب لکه د نورو نباتاتو په شان غذائي موادو ته اړتيا لري او ټول خپل اړتيا وړ منرالونه د خاورې څخه جذبوي او داچې څوکلن بوټي دي او په يو ه ځاى کې د څو کلونو لپاره ثابت پاتې کيږي چې په اړتيا کې کال په کال زياتوالى راځي. د ښه حاصل اخستلو او هم د ناروغيو او افتونو په وړاندې د نباتاتو مقاومت د لوړوالى لپاره د سرو استعمال يا علاوه خاورو ته کول ضروري بريښي. د عطري ګلابو په کرنه کې د کيمياوي سرو استعمال نه سپارښت کيږي د توليد شوو عطرو کيفيت ئې ټيټ وي. د نبات د اړتياو د رفع کولو لپاره د عضوي سرو استعمال سپارښت کيږي چې ددغه سرو استعمال ديوې خوا د نباتاتو د غذائي اړتياو د پوره کولو او د بلې خوا د خاورې د ساختمان او حالت د اصلاح سبب او دخاورې د تيزابي کيدو سبب ګرځي کوم چې ګلاب د خاورې دغه حالت خوښوي لاندې جدول مونږ ته په عضوي سرو کې د ضروري او لومړنيو غذائي موادو د شتوالى ښودنه کوي په داش کې د وچ شوو مو ادو په ترکيب کې د منرالي موادو د فيصدي ښودنه:

عضوي مواد N P K د ميښو خوشايي 23، 1 55. 0 69. 0 د ميښو متيازې 05، 2 55، 0 78، 3 د غواو خوشايي 91، 1 01، 0 78، 3 د غواو متيازې 74، 9 56، 0 40، 1 د پسونو بچي 87، 1 79، 0 92، 0 د پسونو متيازې 90. 9 10، 0 31، 12 انساني فضله مواد 24، 7 72، 1 41، 2 انساني متيازې 14، 17 57، 1 86، 4 د چرګانو فضله مواد 50، 7 00، 12 5، 2 کمپوست 75، 0 25، 0 50، 0 د هډوکو اوړه 50، 3 50، 21 وچه وينه 50، 11 50، 1 60، 0 د پنبې کنجاړه 05، 7 90، 0 16، 1 په عمومي صورت سره يو ټن تازه عضوي سره چې په 227 کيلوګرامه عضوي موادو بدليږي 4,5kg نايتروج، 2,5kg او، P2O 5 او K2O 4,5kg خاورو ته ورکوي پدې حال کې چې لانديني فصلونه په کال کې لاندې مقدار غذائي مواد د يو هکتار څخه جذبوي:

نباتات فاسفورس (p2O5) پوتاشيم (k2O) Mg کچالو،لبلبو،جوار 75-100kg/h 200kg 50kg غله جات، شړشم، ليګيوم 50-75 100 25 انګور، ميوه جات 25-50 50 25

چې کيداى شي ګلاب د انګورو او ميوه جاتو سره مقايسه او د هغې اړتيا له همدې مخې وټاکو شنه سره Green Manure: د خاورې د ښه حاصلخيزي لپاره بايد ليګومي(پلې لرونکې) او ځنې نور نباتات وکرل شي او دهغه نباتات د ګل کولو ته نژدې او يا د ګل په وخت کې د قلبې په وسيله په خاوره کې ښخ شي تر څو خوسا او په سره بدله شي. ددې لپاره زياتره لاندې نباتات سپارښت کيږي چې په خاوره کې نايتورجن د علاوه کولو فيصدې ئې هم ښودل شوې ده: نبات د نايتروجن مقدار د عضوي موادو مقدار شفتله 60kg/h 14000kg/h مې 40kg/h 14000kg/h عدس 37kg/h 14000kg/h ارهر 45kg/h 14000kg/h

يعنې ددې نباتاتو په وسيله په يو هکتار کې د  37-118kg نايتروجن په ځمکه نصبيږي ويل کيږي چې د هر 100 متر مربع ځمکې لپاره 200-400kg عضوي سره استعمال شي. 

د سرو د استعمال وختونه Manuring time: عضوي سرې بايد معمولاً دنبات د استراحت په مرحله کې 3-2 مياشتې دنبات د فعاليت د مخه استعمال شي، کوښښ وشي چې ښه خوسا شوي سره چې د توربخن نصواري رنګ، ميده زرات ولري او بوي ونلري په خاوره کې د تنې څخه لرې ښه ګډه شي او اوبه شي. که چيرې سره تازه وي په ګرمو علاقو کې په خاورو کې د وينې (سپينو ميږيو) او په سړو علاقو کې white grubs چې سپين غټ پړسيدلي چينجي دي چې نصواري سور غټ سر لري او معمولاً ريښې خوري خطر زياتوي او ويل کيږي چې اړوند ګلابو ته 3kg سره په هر و 3-2 کالو کې ور کړ شي. که چيرې سره د تنې څخه لرې د هغې د څانګو د شعاع (drip line) په ساحه کې وشندل شي او په خاوره کې ښخه او بيا ځمکه اوبه شي نو ښه نتيجه ورکوي د نباتي د کرنې په وخت کې عضوي سره د حيصې خاورې سره يو ځاى او دريښې د تماس څخه لرې بايد استعمال شي د نازيانو، دره نور او اچين د خاورو د تجزې نتايج مونږ سره د ګلابو د بوټو د ښه تغذې په اړه مرسته کولى شي: مواد نازيان دره نور اچين نورمال فيصدي عضوي مواد 0،3 3، 2 0، 2 2.5-4.0 PH 2، 8 2، 8 4، 8 6.5-7.5 فاسفورس 8، 10 9، 13 4، 6 3.0-6.0 پوتاشيم 24 14 28 20-10 Mg 54 15 53 20-10 CU 0,03 0,17 0,01 0,1-04 Fe 0,3 6,0 0,5 2-10 Mn 2.2 6.0 0.9 0.5-2.0 Zn 0.1 6.0 0.2 0.5-2.0 د هيومس د تجزې چټکتيا 4. 2 1. 2 2. 3 4- 2

د منرالو د کموالي نښې Sympoms of Mineral Definiteness: 1. نايتروجن (N) د بوټو کمزوري او ضعيعه نمو د زړو پاڼو ژيړوالي د ګلانو د شمير کموالى او کوچنې پاتې کيدل. 2. فاسفورس (Phosphorus) (P) د پخوالى د مخه د پاڼو رژيدل. د پاڼو ارغواني او ګلابي کيدل په پاڼو د مړو او وچو دغونو موجوديت 3. پوتاشيم (potassium) (K): • د پاڼو د څوکو وچيدل د پاڼو د څوکو پورته خواته تاويدل 4. اوسپنه (Fe): د څانګو په خو کو کې نوو پاڼو ژيړ او ختل پدې شرط چې د پاڼې رګونه شنه وي. 5. جست (Zn): • په پاڼو کې د مړو او نصواري داغونو شتوالى • کوچني پاڼې او لنډ بندونه په بندونو کې غنچه ئي پاڼې. اوبه خور (Irrigation):

لکه چې د مخه يادونه وشوه چې ګلاب هغه سيمې خوښوي چې هلته اورښت کم وي نو پداسې سيمو کې کې د ښه حاصل د اخستلو او دناروغيو څخه د مخنيوي لپاره لازمه ده چې د اوبو سپارښتنه وشي او ګلاب د هغه نباتاتو له جملې څخه دي چې د مصنوعي اوبخور په صورت کې حاصل ورکوي. 

د اوبخور مسله د خاورې کرنې او د اوبخور دسيستم پورې هم تړلي بريښي نو د اوبو مقدار پاو د اوبو کولو سيستم ټاکل مشکله خبره ده. د اوبو کيفيت: زياتره هارتيکلچري نباتات او بالخصوص ګلاب په اوبو کې او خاورو د مالګو د شتوالى په وړاندې حساسيت ښي نو سختې اوبه چې د کم سوديم او زيات کلسيم او مګنيزيم لرونکى دي د نرمې اوبه چې زيات سوډيم او کم کلسيم لري د اوبو لپاره ښه ګڼل کيږي. هغه اوبه چې د 2000ppm څخه زياتې مالګې ولري د زياتره باغي نباتاتو لپاره ښه نه بريښي په خاورو کې. د مالګو زهري خاصيت د ځينو عملياتو لکه د وبچو په منځني او لاندې برخې کې د نيالګيو کرنې او د خاورې د وچيدو څخه د مخنيوي په طريقه سره کميدلى شي. د اوبو طريقې Irrigation Methods: 1. دوبچې سيستم 2. ووبچې ، حوضي سيستم 3. تغير شوي حوضي سيستم 4. سيلابي سيستم 5. لښتي سيستم 6. قطره ئي سيستم 7. باراني سيستم 8. متبادل يو تر منځ سيستم 9. منګي سيستم

په عمومي صورت سره په اوسني وخت کې د وبچې حوض سيستم سپارښت کيږي او هغه داچې د ګلابو د قطار ټول بوټي د لښتي تر منځ امتداد کې واقع کيږي. او بيا د هر بوټي د تنې ګرد چارپيره يو حوضي يا کاسه ډوله ساختمان جوړيږي چې زياتې اوبه پکې ډندې شي. دا بايد په پام کې ونيول شي چې اوبه پمستقيماً د ګلابو د تنې په تماس کې واقع نشي او پرهغې ونه لګيږي نو د کاسې په منځ د تنې ګرد چاپير د خاورې بله پوله په داسې ډول جوړشي چې خاوره د تنې سره تماس ونلري او هم پوله دومره لوړه وي چې اوبه پد اولې کاسې څخه ورته داخله نشي بله دا چې بيا عمومي د لښتي څخه د ګلابو بوټو تع کوچني لښتي جوړ او د تنې ګرد چاپير جوړه شيوي کاسې ته اوبه لاړې شي. بله کيدلى شي چه د ګلابو د قطار دواړو خواو ته نوي لښتي د ګلابو د قطار په امتداد جوړ او اوبه پکې جاري شي تر څو د ريښو د ساحې د خاورې د لمديدو سبب شي. همدارنګه د ګلابو د درختچو څنګ نه يو لښتي جوړيږي او بيا د همدې لښتي له لارې هر بوټي ته د اوبخور ځانګرې کاسه جوړيږي. د اوبو د کمښت په صورت کېدلى شي د بوټو د تنې څخه لرې په خاوره کې يو منګى چې په بيخ کې ½ cm سورې ولري ښخ او وخت په وخت د اوبو څخه ډک شي چې د نوموړي سوري څخه زيات دا غذائي موادو د جذبوونکو ريښو په ساحه کې واقع وي اوبه د خاورې د لمدوالى سبب ګرځي. د منګيو شمير د نبات د عمر او د هغوي د نباتاتو د نباتونو د شعاعو پورې تړلي دي. د اوبخور وختونه time of irrigation: د سهار لخوا اوبه شي تر څو دنباتاتو د پاڼو د سطحو اوبه تبخير او د ناروغيو چانس کم شي معمولاً د ګلابو باغ د مازيګر لخوا اوبه شي، د اوبو د شيندلو څخه پر پاڼو باندې دوهم د تنې سره د هغې مستقيم تماس څخه ډډه وشي د ګلانو د سپړيدو په وخت ګې د ځمکې وتري حالت د عطرو د زياتوالي سبب ګرځي. ددې لپاره چې ګلاب د عميقو ريښو لرونکي نو په مياشت کې يو ځل بايد ډيرې اوبه ورکړ شي تر څو دريښو وده لاندې خواته وهڅوي. په ځمکه کې د څو ساعتونو د اوبو د ډنډ پاتې کيدلو څخه بايد ډډه وشي او اضافي اوبه بايد د ځمکې څخه وويستل شي. د ګلابو د اوبخور د ادړتيا د معلومولو لپاره بايد د ګلابو د نيالګي د جذبوونو ريښو د ساحې څخه 8-10cm په ژوروالى سره خاوره وکيندل شي او موټي شي د موټي کيدلو په صورت کې نبات تږې ندې او که خاوره موټې نه شوه او ورژيدله نو اوبو کولو ته اړتيا ليدل کيږي. د هرزه ګياو کنترول لار چارې:

د ګل کولو څخه د مخه د هرزه ګياو  له منځه وړل ګلابو فصل ته د اوبو کاسې څخه د هرزه ګياوو پاکول، د شنې سرې د عملې څخه ګټه اخستل، د ځمکې پوښل او داسې نور د هرزه ګياوو د کنترولپاره ګټوري عملي ګڼل کيږي. 

هرزه ګياوې بايد د کوچنيوالى په مرحله کې له منځه يوړلى شي ځکه پدغه مرحله کې د نبات سره ښه رقابت کولى شي د هرزه ګياو د تخمونو ټوکول د ابخور پوسيله هڅول کيږيز اوبيا ټوکيدلي واښه په اسانې سره د مالي رمبي پوسيله له منځه تللي شي.

د ګلابو ښاخبري (pruning): د ناروغيو، افتونو څخه دژغورنې، نبات ته د بڼې ورکړي جسامت د کنترول او دنوي ودې تشويقول منځ ته د نوي ودې د حاصل د کيفيت لوړيدل د عمر اوږدوالى او بڼې د کرنيزو عملياتو د ښه اجرا لپاره د نبات د يوې څانګې، برخې، پاڼې لري کول ښاخبري ګڼل کيږي چې په عملي کولو سره ئې پورتنې ټولې ګټې تر لاسه کيږي. نو ګلاب هم د هغه نباتاتو له جملې څخه دى چې د ښاخبري وړاندې مثبت عکس العمل ښکاره کوي که چيرته نبات دير ګڼ وي نو بوټي د ناروغيو او افتونو ښکار ګرځي. د ښاخبري په عمليه کې بايد ټول مات، وچ، زخمي، ناروغې يو پر بل پراته څانګې، د بوټي منځ ته ټول د اخليدونکى او هم دځمکې لورته کږيدولنىک څانګې او کله هم زاړه برخې بايد لرې شي. تر څو د نبات ټول برخو ته د هوا د نفوذ، لمر روښنائي څخه ګټې اخستنې زمينه برابره شي. په عمومي توګه ښاخبري درې طريقې د ګلابو لپاره استعماليدونکى دي. 1. سپکه ښاخبري light pruning 2. متوسطه ښاخبري medium pruning 3. درنده ښاخبري hard pruning سپکه ښاخبري: دا چې ګلاب دروانې ودې د ښاخونو په څو کې ګلان نيسي نو د ګلپاڼو د رژيدو څخه وروسته د غه برخه د بيا ګل کولو توانائي نلري. نو معمولاً دا برخه چې ګلان ئې نيولي وه قطع کيږي چې بايد د ګل کړر څانګې د ګل برخې څخه دوه زخې لاندې ځاى کې قطع شي تر څو هلته د ميشته زخو د تحريک سبب شي. متوسطه ښاخبري: د روغو څانګو د تير موسم د ودې نيمايي برخه او هم ځنې مزاحم څانګې په تيره قيچي سره لرې شي.

درنده ښاخبري: 

پدې ښاخبري کې ټولې پاسنې څانګې غوڅيږي او دومره برخه ئې پريښودل کيږي چې يواځې 20cm د ځمکې څخه ارتفاع ولري. او معمولاً د 4-2 زخو لرونکى وي. پدې ډول ښاخبري کې د بوټي د منځ ښاخونه وده کوونکو څانګې له بيخه د تيره قيچي پوسيله قطع کيږي. د ښاڅونو قطع بايدپه مايل ډول بهر ته وده کوونکي د زخې څخه 2-3cm پورته صورت ونيسي تر خو وده کوونکې ښاخ بهر ته ورده وکړي او هم د مايل قطع په صورت کې ټپ ژر روغ شي. که چيرې د بوټي نمو زياته وه نو بايد متوسط او درنده ښاخبري او که نمو ضعيفه وه يواځې سپکه ښاخبري سپارښت کيږي. په شګلنو خاورو کې بايد نسبت مټينو خاورته سپکه ښاخبري صو رت ونيسي.

د ښاخبري وخت time of pruning: په عمومي صورت سره ښاخبري د استراخت په مرحله کې او يا هم استراحت ته نژدې وخت کې صورت ونيسي. ځکه په دغه کې د زخم څخه د شيرې بهيدنې عمليه وجود نلري او معمولاً زخم ته داخليدونکي د ناروغيو عامليني په استراحت کې وي. نو اوس خبره داده چې څه وخت ګلاب په استراحت کې وي. تو دلته معمو لاً د دسمبر او جنوري مياشتو کې په استراحت کې وي. خو ښاخبري دا کتوبر څخه تر جنوري پورې صورت نيولى شي. او ياهم ښاخبري بايد 20-30 ورځې د نبات د فعاليدو څخه د مخه صورت ونيسي ددې لپاره چې د نبات فعال حالت په استراحت بدل شي نو بايد د ښاخبري څخه مخکې څو هفتې نبات تږي شي او که چيرې ښاخبري د اکتوبر دمخه تر سره شي نو نبات د نوي نمو خواته بيائي چې د ژمي د ساړو په سيله به زيانمن شي. په هغه ځايونو کې چې ژمي ډي سوړ او وارې وي نو د پسرلي په موسم کې د استراحت په مرحله کې ښاخبري بايد صورت ونيسي. د عطرو د ګلابو لپاره درنده ښاخبري په هرو 6-7 کالونو کې يو ځل سپارښت شوي او پرته له هغې بايدپ وچ، زخمي، ماتې، ناروغي، او مزاحمي څانګې هر وخت د کال په اوږدو کې لري شي د ښه ښاخبري لپاره بايد تيره چاقو او بياتي استعمال شي ځکه پڅه او غير فعال چاقو ان او بياتيانې د پوستکې د زيات زخمې کيدو سبب ګرځي. د ناروغيو د انتقال د مخنويو لپاره بايد ساع په ساعت د ښاخبري سامان الات د ګرمو اوبو په وسيله تعقيم شي. د ښاخبرې څخه وروسته بايد سمدستي وروسته ټول ښاخبري شوي بقاياوې له باغ څخه لرې او وسوزل شي. کيدايشي د ښاخبر ې پوسله رامنځ ته شوي زخمونه د شرشمو د تيلو او چونې په ملهم غوړشي د هرزه

د ګلابو د ناروغيو او افتونو کنترول: 

ګلاب لکه د نورو کرنيزو نباتاتو پشان د ناروغيو او افتونو تر حملې لاندې راځي دغه عوامل د هغې د حاصل د کموالى او د کيفيت د کميدو او د بلې خوا د بوټو د مړينې او ژر زړيدو سبب ګرځي. دا چې د ګلابو درختچې پاڼه ريژي دې نو معمولاً په فعال حالت کې د ناروغيو افتونو تر حملې لاندې راځې چې په خاصي پاملرنې سره مخه يې نيول کيدى شي زمونږ په هيواد کې ګلاب د ځينو مهمو ناروغيو او افتونو په وسيله زيانمن کيږي چې عبارت دي له:

خاکسترک powdery mildew: فنکسي ناروغې ده چې معمولاً په پاڼو، ګل غټيوو زخو تازه او د نوې نمو په په څانګو باندې حمله کژوي او نوموړې برخې د سپين پوډر په وسيله چې ايرو ته ورته وي پوښوي چې په نتيجه کې پاڼې تويږي، ګلابي ګرځې او اخته غوټې ځان نشي پرانيستلى.

مخنيوي: د باغ د حفظ الصحې مراعتول، د نيالګيو د ګڼوالى څخه مخنيوې، د اخته څانګو پاڼو نله منځه وړل، ښاخبري د رژيدلو پاڼو ټولول او سوزول او هم د يو قشقې سوډا حلول په يو کيلن اوبو کې حل او په بوټو د هغې شيندل د ناروغېو په مخنيوي او کنترول کې موثري ثابيتيږي.

د پاڼو تر داغونه Black spot: فنکسي ناروغې دي او معمولاً پاڼې اخته کوي په هغه پاڼو څرګنديږي چې د څوساعتو لپاره پاتې شي. دغه ناروغې د بارانونو او زياتو اوبخور له وجهې پيداکيدلى شي ددې ناروغې نښيې دادي چې د پاڼو په پورتنې برخې باندې تورو دايروي دغونو څرګنديږي چې په نتيجه کژې پاڼې ژيړيږي او رژيږي.

مخنيوي: د پاڼو د لمدول څخه مخنيوي، د اخته رژيدلو پاڼو ټولول او سوزول، ښاخبري او هم دواړو د سوډا سره د کاليو د منځلو صابونو په ګډولو او په اوبو کې د حلولو وروسته شيندل مرسندويه ثابيتيږي.


د نصوراي ورستيدنه Canker: فنکسي ناروغې د ه او د نبات د ځمکې څخه پورتنې هره برخه اخته او زيانمن کولى شي چې په نتيجه کې ټول نبات له منځه ځي. نښې: په څانګو باندې د ټپونو شتوالى، په تنوباندې پړسيدلى تور او چاوديديلى خاکستري داغونه، د روان موسم په ودې باندې کوچنې سره او ارغواني داغونه چې په وروستيو کې سپين چه شي کوم چې بيا نصواري او زخمي شي. مخنيوي: د نبات د زخمي کيدو څخه مخنيوي، د استراحت په مرحله کې ښاخبري، په ناروغي د ټولو اخته څانګو ښاخبري، د اخته برخې څخه څو سانتي لاندې د څانګې غوڅول، د ښاخبري د سامان الاتو تعقيمول او هغه هم د کلورين په اوبو کې او داسې نورو عمليو پوسيله د ناروغۍ کنترول او منيوي صورت نيسي. افتونه pests: نباتي سپږې Aphids: شنيې، تورې، سرې او د مختلفو رنګونو د نرم بدن لرونکي حشرې دي چې په لومړيو کې وزرونه نلري او په وروستيو کې وزرې هم پيداکوي. په نازکو پاڼو او ډنډو کې او حتى ګلي غوټيو تغذيه کوي، شيرزبيښي، د شيرې د زبيښلو او د حشرو د فضله موادو او افرازاتو له کبله د پاڼې سطحه غوړيږي. نو د غذا جوړولو عمليه کې خند راځي او پاڼې غونجيږي. د بلې خوا د پاڼو د غوړوالي له کبله د چناسکو او نورو فنکسي ناروغيو د عاملينو د ودي لپاره زمينه برابريږى د سپږيو کنترول په ماشين او يا محلول پاش په زيات فشار سره د اوبو شيندل، د فالبينکونوو کهواره جنبان د حشراتو د ودي او نفوسو د زياتوالى لپاره هلي ځلي، د اخته برخو پريکول او د اوبو په يو سطل کي د هغي اچول، په يو ليتر اوبو کي د 5 ګرام د کاليو صابون او د نباتي منبع د حشره وژونکو په استعمال سره صورت نيولي شي. تريس Thrips: کوچني، ژيړ او خاکي رنګه حشري دي چي په پاڼو باندي خاورين سلوري کوچني داغونه او په ګلپاڼو بآندي تور رنګه خطونه منځ ته راوړي او د هغوي شيره زبيښي او حمله يي په ګرمو او وچو ورځو کي ډيره وي. ريښه خوړونکي حشري Grubs: سپين 5 سانتي متر د 2 پړسيدلي، د صواري رنګه غټ سره اوسپينى سينى او د مقعد په برخه کي خټين کڅوړه ډوله ساختمان لرونکي جنجى دي چي د خاوري لاندي معمولاً په يخو علاقو کي ريښي خوريز د شتوالي په صورت کي بايد د تازه دهيرانى سري د استعمال څخه ډډه وشي په ژمى کي ژور اوبه خور، د ځمکي قلبه کول په کنترول کي مرسته کولي شي.

پاڼې خوړو نکى حشرې Gatter pillar: ځنې حشرې د پاڼې شته پکمنتوته خورې او پاڼه يواځې د جال په شکل پاتې کيږي چې د ضياييي ترکيب په عمليه کې ستونزې رامنځت کوي او نبات د مرګ د خطر سره مخامخه کوي. د ناروغيو او افتونو د کنترول او مخنيوي تلفيقي لاري (IPM): د لاندې عملياتو اجرا د ناروغې په مخنيوي او کنترولو کې موثري ثابتيږي. 1. د ناروغي او افتونو په وړاندې د مقاومي نوعي او ورايټي کرل 2. د اقليم، او سيمې سره د نبات ښه توافق د ناروغيو او افتونو لپاره ارزښتمن بلل کيږي. 3. د هرزه ګياو کنترول 4. د اوبخور په وخت کې تنظيم او لاره 5. د ريښو د ژوبليدو څخه مخنيوى 6. په منظمه توګه د بوټو د غذائي موادو د اړتياو رفع کول 7. د ځمکې سطحې قلبه کول 8. ښاخبري کول 9. د باغ د ځمکې پوښل 10. په باغ کې د شنې سرې د برابرولو لپاره د ليګيومي نباتاتو کرل 11. د باغ ګردچاپيره د باد ماتوونکو ونو کرل او کټاره نيول 12. د رژيدلوپاڼو، څانګو راټولو او سوځول 13. تر ډيره حده په باغ کې د نورو کرنيزو نباتاتو د کرنې څخه ډده کول 14. پلاس سره د حشراتو، چنجو ټولول ، وژل او په ناروغيو اخته برخو ټولول او سوځول

نتيجه ګيري: دا چې ګلاب څو کلن لرګين ، پاڼريژي نبات دى نه يواځې دا چې د ګلابو څخه د عطرو په جوړولو کې استفاده کې بلکه د ګلابو څخه مختلفو مقاصدو لپاره استفاد ه کېږي څرنګه چې مخکې ذکر شو ګلاب دخپلې ښي ودې لپاره سوړ ژمى خوښوي او همدارنګه ګلاب لمر خوښونکې نبات دى او هغه ساحو کى چې د سهر لخوا عقلاً د 6 ساعته تودوخه يا لمر ولري ښه توافق کوي. ددې سره په څنګ کې ګلاب د زوجي او اغېر زوجي ډول تکثير کيږي البته دواړه طريقې ګټو او زيانونه دلودونکى دى چه د کر په وخت کې بايد په نظر کې وي. د نورو ميوه دارو ونو پشان ګلاب د څو لکنو نباتاتو د جملى څخه دى نو د بڼ جوړونه يي سر مايه ګذاري ګڼل کيږي که چيېرې د يو منظم علمي پلان په اساس بڼ چوړ شي نو د زياتو کلونو په موده کې حاصل ورکوي نو د کر په وخت کې ټول فنى او کرنيزى عملى په نظر کې نيول ښه نتيجه ورکوي چه د ګلابو څخه د ښه حاصل اخستلو او هم د ناوغۍ او افتونو په وړاندې د نباتاتو د مقاومت د لوړوالى لپاره د سرې مناسب اوبه ورکول او نووى کرنيزې عملې په خپل وخت سره اجرا کول او هم مناسب وخت ښاخبري تر سره شي.

سرچینې[سمول]

  • عبدياني، س، د عطري ګلابو روزنه د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځې ، کال 1384 هـ ش
  • حمزه خيل، ن، تکثير لارې چاري ، کابل پوهنتون ، کال 1359 هـ ش
  • ننګ، م، د ابيار ې اساسات ، لکچرنوټ ننګرهار پوهنتون، کال
  • عابد، م، ا، کيسان ټايم جريده، لاهور پاکستان ، January 2006
  • Internet (www.Rosaceae family.com