دڅړ ځای رغول یا جوړول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څړ ځاي پيژندنه[سمول]

څړځاي هغه ځمکې ته ويل کيږي چې د کال په اوږدوکې د څارويو دڅريدو او روزنې په منظوردومره نباتي پوښښ ولري چې اصلي مورد نسبتاً روزل کيدونکو څارويوته کافي وي.په دې توګه څرګندېږي چې يوه اندازه نباتي ټولنه ولري او څاروي وکولاي شي د څه وخت لپاره پکې وڅريږي څړځاي(Grass Land)بلل کيږي.يا په بله وينا: څړځاي د ځمکې هغه شنه او پراخه برخه ده، چې د علوفه يي،ليګيومي او نورو يو کلنو (Annual)، دوه کلنو (biennial ) او څو کلن(Perennial)نباتي پوښ لرونکې وي، چې څاروي د خوړو په توګه ورڅخه ګټه اخلي څړځاي بلل کيږي.څړځايونه په تيره بيا په هغو هيوادو کې چې دڅارويو روزنه يي په ملي اقتصاد کې ونډه لري مهم بلل کيږي. زموږ په هيواد کې د کوچيانو په شمول ګڼ شمير هيوادوال دبزګرۍ تر څنګ په مالدارۍ بوخت دي او د اقتصادي فعاليتونو مهمه برخه تشکيلوي.

دڅړځايونو ارزښتونه[سمول]

څړځايونه ديو هيواد دطبيعي منابعو له جملې څخه يو مهمه او لويه ملي زيرمه ده. څړځاي څو مقصده منبع ده چي څو اړخيزې گټې لري. 1. د څارويو لپاره غذايي مواد چمتو کوي. 2. د سون موادو د تامين له پلوه ارزښت لري. 3. د ساختماني موادو د تامين په لحاظ ارزښت لري. 4. دصنعت لپاره خام مواد برابروي . 5. دطبي بوټو له پلوه ارزښت لري. 6. شنه فضا رامنځته کوي. 7. هوا او اوبه تصفيه کوي. 8. دحرارت درجه کنټرول ساتي. 9. د وحشي حيواناتو د روزنې او استوګنې لپاره کور برابروي . 10. د سياحت له لارې اقتصاد تقويه کوي. 11. خلکو ته دکار زمينه برابروي. 12. د ښکلا له پلوه ارزښت لري. او داسې نور ډير ارزښتونه هم لري.

دافغانستان څړځايونه[سمول]

د څړځايو په وسيله د افغانستان اشغال شوي مساحت . اګر چې دافغانستان دڅړځاي د ساحو د اندازې دقيقه احصاييه په لاس کې نشته، خو ولې بيا هم د هوايي عکس اخيستنې له مخې په تخميني توګه دافغانستان(654225 ) کيلو متره مجموعي مساحت له مخې، په هيواد کې څلور پنځوس مليونه او اوه سوه زره هکتاره طبيعي څړځايونه تشکيلوي . د څړځاي ټوله ساحه د (54,7) ميليونه هکتاره په حدودو کې ده، لدې جملې ځنې ژمني څړځايونه (16,2) ميليون هکتاره، د اوړي (12,47)ميليون هکتاره پسرلني او مني يې هم (16,2)ميليون هکتاره ځمکه نيولې ده. د F.A.O)) د 1981م کال د ارقامو له مخې دافغانستان دځمکو ويش دهغو څخه د استفادې له مخې په لاندي توګه وه:



(1–جدول)په افغانستان کې دځمکېڅخه د ګټې اخيستو ډول په ګوته کوي.

د ځمکې ډول مساحت(هکتار) د ګټې اخستوډول مساحت(هکتار) د کرلو وړځمکې نه کرل کيدونکې ځمکه کرل شوې ځمکې دايمي نباتات دايمي څړځاي ځنګلونه 791,100,000 3,900,000 4,010,000 372,000 54,700,000 1,900,000

نه دي کرل شوي آبي للمي ونې څړځاي ځنګلونه

3900000 2586000 1424000 372000 54700000 1900000


دولايتونو له مخې په سيمو کې د څړځاي دموقعيت په اساس د ==دولایتونو له مخې هيواد څړځايونه== په لاندې ډول دي. (2)جدول په بيلابيلو ولايتو کې د څړځاي اندازه(هکتار)ښي. کابل 42000 3,1 غزني 14100000 4,7 پکتيا 690000 2,3 ننګرهار 180000 0,6 لغمان 60000 0,2 کونړ 540000 1,8 بدخشان 2100000 7,0 تخار 390000 1,3 بغلان 840000 2,8 کندوز 27000 0,1 سمنګان 720000 2,4 بلخ 320000 1,1 جوزجان 1050000 3,5 فارياب 690000 2,3 بادغيس 320000 4,4 هـــــــرات 2550000 8,5 فـــــــراه 2610000 8,7 نيمروز 1770000 5,9 هلمند 3520000 10,5 کندهار 2520000 8,4 زابل 870000 3,0 ارزگان 1320000 4,4 غور 2190000 7,3 باميان 1020000 3,4 پکتيکا 60000 0,2

د څړځايونو د خرابوالي علتونه[سمول]

1– د څړځايونوپه تخريب کې د انسان مستقيمې اغيزې. ✓ د څړځاي بدلون په کرنيزو ځمکو. ✓ ــ د څړځاي بدليدل په آبي کرنه. ✓ ــ د څړځاي بدلول په للمي کښت باندې. ✓ په دښتي سيمو کې د څړځايونوبدلول په کرنيزوځمکوباندې. ✓ دڅارويولپاره د اذوقې برابرول. ✓ – د اذوقې برابرول دڅړځاي د ريبلو په ذريعه. ✓ – د بوټو د ښاخونود پريکولو په ذريعه د غذاي موادو برابرول. ✓ د سون موادو برابرول د څړځاي څخه . ✓ د ساختماني موادود تدارک په منظور. ✓ د څړځاي له صنعتي بوټوڅخه استفاده. ✓ د څړځايدطبي نباتاتوڅخه ګټه اخيستل. 2- د څړځايونوپه تخريب کې د انسان غيرمستقيم ګټې اخيستلواغيزې. ✓ زيات څړ(Over grazing ) ✓ د څارويو د شمير دزياتوالي له املهدڅړځاي تخريبول . ✓ دڅارويواوږدڅړ. ✓ بيوزلي(ناتواني)نهايت اړتيااو دکافي امکاناتونشتوالي. ✓ د مالدارۍ په سيمواوعلمي اصولونه پوهيدل

د افغانستان د څړځايونوپه هکله پرابلمونه[سمول]

1. د څړځايونو علمي سروې نه دي شوې نو ځکه يې علمي څيړنې او داحيا پروژې ممکن ډير زيات وخت وغواړي . 2. فعلاً ورته کافي بوديجه نشته او نه هم پخوا لازم مالي امکانات دې برخې ته په نظرکې نيول شوي وه . 3. د خاورو فزيکي خواص، کلني اورښت، دنباتي پوښښ نوع او فيصدي، اقليمي څرنګوالي او دنورو په هکله لازم معلومات او ارقام نشته . 4. د څړځايونو نقشې، توپوګرافي، عکسونه او نور نه دي چمتو شوي . 5. دتخم شيندنې امکانات نشته او اقتصادي ستونزې موجودې دي، ځکه پراخه تخم شيندنه کافي مالي امکانات غواړي . 6. دبارانونو نشتوالي او وچکالي . 7. تيزابي او مالګينې خاورې. 8. ضعيف اداري سيستم ، د پاليسۍ نشتوالي ، ضعيف کدرونه او داسې نور .

د څړځاي رغول او ژوندي کول[سمول]

دا هغه عمليه او پروسه ده چې په ترڅ کې يې تخريب شوي او له منځه تللي څړځاي په داسې ګټورو وښو وپوښل شي چې د کال په اوږدو کې داړوندو حيواناتو دضرورت وړ غذا پوره کړي، او دشته څړځاي څخه په سمه توګه ساتنه او محافظت وکړاي شي تر څو په اينده کې حيوانات د غذايي موادو د کمبود سره مخ نشي. دڅړځاي رغول مختلفې طريقې لري چې داقليم، توپوګرافۍ، دڅړځاي دډول، د وښو دنوع ، دحيوان دنوع او دپانګې په نظر کې نيولو سره بايد ورغول شي.

د څړځاي د ژوندي کولو په هکله يو څو نقطې[سمول]

1. د هغه څړځاي په هکله چې ښه خوړونکي او با ارزښته واښه تر اندازې لږ شوي وي چې د اورښت، د اوبو د زيرمې عمليو او نورو پوسيله ونه شو کړاي چې هغه ته د دوهم ځل د پاره پراختيا ورکړو، لدي خاطره بيا ژوندي کونه يې بايد د تخم د شيندلو له لارې په مستقيمه توګه وشي يا واښه کرل پکښې صورت ونيسي. د دې دپاره چې د تخم د شيندلو په عمليوکې او يا په مستقيمه توګه د واښو دکر ځينې ښه څوکلن واښه د منځه لاړ نشي بايد د تخم شيندل او يا دواښو کرل د مالچر په خالي ځايو کې صورت ونيسې چې په اصطلاح کې هغې ته ( منځ کاري يا ناغه کاري) وايي . 2. د هغه څړځاي په هکله چې نباتي پوښ يې ټول د منځه تللي وي او څړځاي د با ارزښته واښونه درلودونکي وي، پدې صورت کې د څړځاي ټول مخ بايد وکرل شي، چې البته ښه خوړونکي واښه په للمي توګه د تخم پوسيله، د بوټو د مستقيمې کرنې سره د اب و هوا، خاورې او د سيمې په شرطونو سره برابرکرل صورت ونيسي . 3. د لازمه کړنو او مطالعو سرته رسول د طرح ځينې دمخه په مختلفو وختونو کې . 4. داسې نباتات وکرل شي چې د با ارزښته واښو دشنه کيدو لپاره څه د تخم د شيندلو د لارې او څه د واښو دمستقيمه کر په وسيله د مالچر د ساحې د طبيعي شرايطو سره جوړښت وکړي او توافق وښايي.لاندې نقطي بايد په پام کې ونيول شي . الف ــ اقليمي شرطونه او توپوګرافي د هرې سيمې لپارهدمناسبو واښو غوره کول، د رغونې او د ژوندي کيدنې لپاره بايد اقليم مطالعه شي او د سيمې د توپرګرافۍدوضعيت سره بلدتيا صورت ونيسي. د اقليم په اړوند لاندي ټکي په نظر کې نيول کيږي . 1. د کلني اورښت منځنۍ اندازه. 2. د اورښت لږ منځني حد او ډير حد. 3. د اورښت ويش د کال په اوږدو کې اوپه مختلفو کلوکې. 4. د تودوخې مطلقه ټيټه او لوړه درجه. 5. د لوندوالي لږ منځني حد او ډير منځني حد . 6. نسبتي لوندوالي . 7. بادونه:د باد لوري، د باد سخت والي او دبادونو د لګيدو وخت. ب ــ خاوره او د ځمکې اماده کول د دې په اړوند لانديني موارد په نظر کې نيسو: 1. د خاورې ډول. 2. د خاورې ژوروالي . 3. د اوبو او د خاورې وضعيت. 4. د خاورې د اصلاح کيدو اندازه او ډولونه يې . 5. د خاورې . 6. اوبه .

دڅړځای د رغولو طريقې اوډولونه[سمول]

دمختلفو طريقو او ميتودونو پواسطه موږ کولاي شو چې په يوڅړځاي کې د حيواناتو دڅړ په مقصد نباتات رامنځته کړو او يا يې په سم ډول اداره او تنظيم کړو. د څړځاي رغونه د بيولوژيکي مبارزې له لاري د بدخوراکه او بد مزه واښو د کنټرول په غرض مناسبه، اقتصادي او اسانه لار داده چې په څړځاي کې هغه نباتات چې په څړځاي کې دکومې نوع حيواناتو لپاره دخوراک وړ نه وي، بايد دهغو حيواناتو پواسطه وخوړل شي چې د دوي لپاره په زړه پورې خوراک ده ترڅو څړځاي ورڅخه خلاصون ومومي. لکه (دميږو په څړځاي کې داغزو موجوديت)چې که دغه اغزې د وښانو يا وزو پواسطه وخوړل شي، له يوپلوه به مو بغير د پيسو دمصرف څخه دوزو يا وښانو لپاره مناسب واښه برابر کړي وي او له بل پلوه به مو دميږو څړځاي له دغو اغزو څخه ژغورلي وي . د څړځاي رغونه په ميخانيکي طريقه د بدخوراکه واښو د منځه وړل د څارويو دډير څړ په سبب اويا د نورو لاملو پوسيله چې ښه واښه وخوړل شي. او يا با ارزښته واښه کميږي، او يا دا چې د نشتوالي خواته راکښل کيږي. د مثال په توګه په ځينو څړځايو کې د سپيلني بوټي چې د څارويو لپاره بدخوراکه او حتي زهري دي، ورځ په ورځ او کال په کال څنګه چې ښه خوړونکي واښه د څارويو د څريدو په سبب ضعيفه کيږي او په هغې د سپېلني بوټي غالبيږي اوټوله ساحه نيسي. اوس چې د سپيلني بوټي له يوي خوا ښه نباتي پوښښ چمتو کوي اوله بلې خوا د ښه خوړلو د واښو د پراختيا مخنيوي کوي څه بايد وکړو ؟ په ځواب کې وويل شي چې په مختلفو شرطونو کې په مختلفو طريقو بايد عمل وکړو . الف ــ په هغه ساحو کې چې نباتي پوښښ د سپيلني پوسيله چې ډير ګڼ نه وي او د ميخانيکي عمليو پوسيله لکه د ځمکې قلبه کول او د سپيلني د بوټو ويستل کيدونکې وي، او هم د اوبو بوټي او دهغې په شان د څارويو بد خوراکه بوټي وي د منځه يو وړل شي. ب ــ په هغه صورت کې چې د سپيلني بوټي ډيرګڼ وي او د اب و هوا شرايط هم دسپيلني بوټي د غټيدو او پراختيا لپاره نسبت واښيزو نباتاتو ته مناسب وي، او دځمکې توپوګرافي هم د سپلني بوټي لپاره مساعده وي، پداسې صورت کې بايد د طبيعي سرچينو ځينې ګټې اخستنې ته تغير ورکړل شي. يعنې دسپيلني د بوټو ځينې د صنعتې او د اروګانو د مادي په څير ګټه واخيستل شي او د سپلني دباغ په څير وساتل شي. په لنډه توګه: د غير ښې خوړنې د واښو منځ ته راوړل او د څارويو د ښې خوړنې او د خوښۍ وړ واښو د ضعيفه کيدو لپاره دوه علتونه موجود دي: 1ــ په مالچر کې بې متوازنه او نامناسبه څړ، چې د ښې مزې واښه د څارويو د ډير څړ پواسطه صورت نيسي. 2ــ د مالچر د ساحې قلبه کول، د ځمکې ماتول او للمې کرنه چې وروسته د للمي کر لاندې ساحه پريښودل او هغه ساحه په غير للمي کرلو ساحې باندې بدله شي او بدخوراکي نباتات په هغې کې څرګند او زورور شي او پراختيا ومومي، چې رغونه يي بيا هم د ساحې دوهم ځل قلبه کول وي او حتي د ښو خوراکي نباتاتو تخمونه وکرل شي، چې دغه سيمه د څړځاي په يوه ښه ساحه بدله شي. يعنې لومړي بايد دلاس پواسطه وويستل شي او که دا امکان ونلري نو بايد دنوموړي نبات څخه په يو بل ډول استفاده وشي.

دحيواناتو دبندولو له لارې د څړځاي رغونه[سمول]

دڅړځاي رغونه د څاريو د بنديدو له لارې هم کولاي شو وکړو چې د ټولو څخه بهترينه لاره يي په برخو باندي دڅړځاي ويشل او بيا دويشل شوو برخو څخه په نوبتي ډول استفاده ده.په هغه صورت کې چې ښه خوړونکي او په زړه پورې واښه اوس هم موجود وي او د اورښت امکان هم موجود وي، پدي صورت کې کار پيژندونکي توصيه کوي چې د مالچر ساحه د څارويو د څريدلو ځينې بنده شي او د څوکالو د پاره دمشخصې ساحې څخه د څارويو د څريدلو ځينې مخنيوي وشي چې د واښو د پاره د غټيدو زمينه برابره شي. ځکه د باران پوسيله د کلک حالت ځينې راوځي، سستيږي او دښې خاورې جوړښت پيدا کوي. يعنې د اوبو د جذبولو زمينه اماده کوي.او د نباتاتو د غټيدو او ودې په غرض د نباتاتو د ډيرښت لپاره ښه چاپيريال منځ ته راوړي. پدې پړاوکې څنګه چې څاروي د څړ ساحې ته نه ځي، لدي سببه بيا د ارزښت ځينې د ډکو واښو درلودونکې کيږي.

د څړځاي ځينې د څارويو د څريدو په منع کيدو کې لاندينۍ نقطې بايد په نظر کې ونيول شي.

که مالچر يا د څړځاي ساحه د څوکالو د پاره د څارويو د څريدلو ځينې منع شي، امکان لري چې مالداري يا کمه شي او يا د منځه لاړه شي. ځکه چې د څارويو خوراکي توکي موجود نه وي لدي خاطره د مالچر د ساحې ځينې د څارويو د څريدو د بنديدلو د مخه د حيواناتو د خوراکي توکو چمتو کولو فکر وشي او تدبير په نظر کې ونيول شي. مالچر ونه بايد د څوکالو د پاره ونه تړل شي، بلکه ديو کال يا څو مياشتو د پاره منع ساحه اعلان شي . ځکه چې پدي موده کې د لمړي پسرلي ځينې تر مني پورې واښه پوره غذايي مواد چمتو کوي او تخم توليدوي.مثال په توګه لکه ځوز چې دا بوټي نه په دايمه توګه يا د يوې اوږدې مودې د پاره د څريدو او يا د ګټې اخيستنې منع شي ځکه ځوزهغه وخت چې د څارويو د څريدو ځينې منع شويدي د لمړي پسرلي ځينې تر څو مياشتو په اوږدو کې ټوله غذا پخپله نيله کې زيرمه کوي، همدارنګه ځوز د شينوالي او د رسيدنې په وخت کې د اوښانو د تغذيي او څريدنې لاندې راځي. مګر هغه وخت چې وچ شي امکان لري د باد او نورو عواملو پوسيله د ځاي څخه وشکيږي، ليرو ساحوته نقل اوبيله ګټې اخيستنې وګرځي. نو لازمه ده چې هغه د ودې په اخرني موسم کې د اوښانو د څريدو لاندې راشي او هم مخکې له دي چې وچ شي،يا دباد پوسيله تيت او انتقال شي، هغه بايد راټول شي او دڅارويو په ژمنۍ توښه کې ترې ګټه واخيستل شي.

په څړځاي باندې د حيواناتو دفشار د کمولو لپاره دحيواناتو کمول[سمول]

حيوانې پروتين د انسان دبدن د ودې او صحت په برخه کې ډيرمهم رول لري. د کاملې روغتيا او په ناروغۍ نه اخته کيدوترمنځ توپيرشته، نوپه دې توګه ممکن انسان په ناروغۍ اخته نشي، مګرپه سالمه توګه به هم نه وي. يعنې کاملاً به جوړ هم نه وي. د اړتياوړمقدارپروتينو مصرف د انسان دعمرپه اوږدوالي هم مثبته اغيزه کوي. هغه شتمن هيوادونه چې وګړي يې ډيرپروتين استعمالوي، هلته د عمر منځني حد70کاله دي. اما په وروسته پاتې هيوادونوکې چې د پروتينو قلت پکې ليدل کيږي د عمر وسطي حد يې 47کاله ښودل شوي دي. دانسان ضرورت غوښې ته د هغه فزيکي فعاليت، عمراو نوروعواملوته فرق کوي. د انسان لپاره دغوښې ښه منبع د څارويو،الوتونکواو کبانو غوښه ده. همدارنګه شيدې پنيراوهګۍ هم د پروتين ښه منبع ده. مګر د څارويوغوښې ډيرې ښيګڼې لري. داځکه چې د څيړنوله مخې په هر100grغوښه کې 25grپروتين، په هګۍ کې 12grپروتين اوشيدې صرف 4grپروتين لري. شيدي يومکمل خوراک او دبشپړه غذايي موادولرونکې غذا ده چې دبدن ټول ضروري اجزا (پروتين،منرال،شحم، ويټامينونه اوکاربوهايدريت) لري.يعنې دا چې دحيواناتو څخه دغوښې په توګه استفاده وشي او دڅاريو شمېر راکم کړل شي ترڅو په څړځاي باندې د پسونو شمير کم شي او څړځاي دتخريب دګواښ څخه وژغورل شي. ګنه د غوښې ډول په سلوکې په ګرام سره د پروتين اندازه 1 پسه 15,7 gr 2 خوسکي 18,8 gr 3 غوا 18,7 gr 4 کب 10 gr 5 چرګ 20,2 gr

دڅړځاي په مخ دباران داوبو خپرول او په څړځاي کې دسيلاب څخه مخنيوي.[سمول]

په هغه څړځايونو کې چې لوړه ارتفاع ولري دبارانونو په وخت کې چې کله وړې وړې شېلې جوړيږي، دغه شېلې سره يوځاي کېږي، سيلابونه رامنځته کوي او په پاي کې د څړځاي او دښتو د تخريب سبب کېږي . خو که چيرې همدا دباران اوبه په څړځاي کې په سمه توګه منظمې او په څړځاي کې خپرې شي، تر څو دڅړځاي نباتات ورڅخه د اوبخور لپاره استفاده وکړي. چې د يو طرفه به مو دڅړځاي لپاره دنباتاتو دضرورت وړ اوبه ترلاسه کړې وي او د بل طرفه به مو دڅړځاي دتخريب څخه مخنيوي کړي وي.

په جبه لرونکو څړځايونو کې دکانالونو او جرونو ويستل[سمول]

هغه ساحې چې پکې اوبه ولاړې وي او يا ډيرې اوبه ولري کولاي شو چې دکانالونو، جرونو او غټو لښتيو پواسطه باندې نوموړې اوبه کمې او له څړځاي څخه يي وباسو. تر څو په دغه جبه لرونکې ساحه کې د حيواناتو لپاره په زړه پورې څړځاي او غذ ايي ساحه رامنځته شي،چې له يوي خوا به مو خلکو ته دکار زمينه برابره کړې وي، او له بله پلوه به مو دحيواناتو لپاره په زړه پورې څړځاي رامنځته کړې وي .چې دا ديو ملک، ساحې او يوې ټولنې په پرمختګ او اقتصاد کې مهم رول لوبوي. چې دغه کانالونه په مختلفو سايزونو او دتوفوګرافۍ او پيسو په نظر کې نيولو سره ويستل کيږي. چې يو نمونه يې مشاهده کولاي ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎. لکه څنګه چې پوهيږو د ځمکې د مخ ارتفاع ( لوړوالې ) چې هر څومره يوه ساحه لوړه شي د تودوخې درجه يې ټيټيږي، او اورښت يې زياتيږي. له دې کبله د واښو د ښه پوښښ څخه اغيزمن وي. لکه غرنۍ سيمې، هندوکش او د افغانستان مرکزي غرنۍ سيمې چې د وچو او بيديائي سيمو لکه (د هلمند او قندهار د جنوب سمتونو ډاګونه او د فراه او نيمروز ډاګونه) د واښودپوښ سره په پوره توګه په توپير کې دي. افغانستان چې لويه برخه يې بيديا(دښتې) او وچې سيمې جوړوي. نو ارتفاع يې په اقليم او بلاخره د هغې په نباتي پوښ باندې ډيره اغيزه لري. زمونږه موسمي څړځايونه کوهستانونه، مګر کليوالي څړځايونه هموارې او لنډې ساحې جوړوي.د اقليمي شرايطو توپير يعنې ټيټوالې، جګوالې، خاوره، رطوبت او نور هم اغېزه لري. د دې په نظر کې نيولو سره چې په اوچتو ځايونو کې د اورښت کېدنه ډيره ده، پدې سبب د څړ ځايونو رغونه او ژوندي کونه هلته آسانه ده. مګر د هغې نامناسبه توپوګرافي د دې سبب کيږي چې ماشين الات پکې کار ونکړي . ولې د دې په خلاف په وچو او دښتي سيموکې چې هموارې دي ماشين الات استعماليداي شي، خو د مناسب باران (اورښت) کمه اندازه او د کال په اوږدو کې يې ويش په توپير کې دي . مونږ کولاي شو چې

دلاندې سيستمونو په واسطه څړځاي دتخمونو په ذريعه ورغوو.[سمول]

اول ــ د ويالې په لار: د تراکتور په وسيله او يا د غويانو په وسيله قلبه کول په هغو ليکو کې چه د تراس پر مخ ويستل کيږي (15_20) سانتي متره په ژوروالي او د نيم متر په فاصلې يو د بل ځينې کندل کيږي او د تخم شيندل پکې صورت نيسي. دوهم ــ په غوچانې کې: په هغه ځايو کې چه قلبه کول امکان ونلري، غوچاني (کندې) د بيل او يا د کلنګ په وسيله کنل (ويستل) کيږي او د (40-70) سانتي مترو په فاصلو او د (20x35x25 cm) ايجاديږي په هغه ځاي کښې د (3-4cm) په اندازه خاوره اچول کيږي او وروسته د (1,5-2,5) سانتي متره په خاوره پوښل کيږي . دريم ــ په سطحې لارو کښې: چه د ترښځې (تيشې) يا کلنګ پواسطه صورت نيسي. دا طريقه په هغه ځايو کې عملي کيږي چې کافي اورښت ولري، او ياکافي اوبه ولري تر څو وکولاي شي چې تخمونه شنه کړي . او د اورښت د اوبو زيرمه کولو (د ويالې په لار،غوچانې،سطحې لارو) ته اړتيا نه وي. په دې طريقه کې د ترښځې (تيشې) پوسيله غوچاني د (10-15cm) په ژوروالي ويستل کيږي او وروسته د (3-4cm) په اندازه نرمه خاوره په هغې اچول کيږي، بيا د 8-10عدده تخمونه د هغې په مخ شيندل کيږي او مخ يې د نرمې خاورې په وسيله (2-1,5cm) پوښل کيږي. بيا هم په دې طريقه او هم د غوچاني په طريقه کې خاوره د پښو اويا د بيل په وسيله کي منډل کيږي چه هم يې تخم ځاي پر ځاي شي او هم يې خاوره تر يو اندازې سخته شي .

داوچتوالي اغيزي[سمول]

اوچتوالي د اورښت او نرمې آب هوا(يخې هوا) سبب شويدي دي. اوچتوالي پخپل اورښت سره د دښتو اوبه او د ټيټو سطحو اوبه برابروي او همدرانګه د ځمکې لاندنيو اوبو زيرمې ته قوت ورکوي. اوچتوالي د واښو للمي کرنې ته زمينه برابروي، څړځايونه او ځنګلونه منځته راوړي. په لوړو ساحو کې پراته څړځايونه دسيلابونو دتخريب له خطر څخه ساتي.

تخمريز يا د کرلو تخم (Seed rate).[سمول]

Seed rate په في واحد ځمکه کې توپير لري. البته د تخم د سايز ، اقليم او د کرلو د طريقې په ارتباط سره فرق لري. د مثال په ډول د کوچني سايز لرونکو تخمونو اندازه نسبتاً دغټ سايز لرونکو تخمونو ته په في واحد ځمکه کې لږ پاشل کيږي. ځکه د کوچني سايز تخمونو شمير په في کيلوګرام کې زيات وي.په همدې ترتيب د Broad Costing په طريقه کې د تخم اندازه نسبتاً د قطارونو په طريقه دوه چنده استعماليږي.همداسې په خوارو او ضعيفو ځمکو کې نسبتاً حاصلخيزو ځمکو ته ډير تخم اړتيا لري.Seed rateنيژدې اړيکي د تخم دکيفيت پورې لري.

  (4) جدول په في پونډکې د ځينو ګراسونو او نورو بوټو تخم شمير ښي.

Seedrat/Ib Local Name Scientific Name شماره 210000 رشقه Medicago Sativa 1 1750000 خسکيو Festuco arizonica 2 95000 وحشي جودر Elymus cinereus 3 142000 اګروپاپرون Agropyron cinereus 4 134000 بلوګراس Poa ampula 5 1750000 نبات القلي Sporobolus airoides 6 2576000 ترخه Artemisia tridentatu 7 145000 ګوند کتيرا Astragalu scicer 8 200000 اګروپايرون Agropyron cristatum 9 70000 بوته شوره Attiplex canescence 10 181000 سوزني ګراس Stipa viridula 11 70000 جاروب کوهي Bromusmar ginatus 12 123000 تارو سوزن Stipa comata 13 247000 ګراس، جودر Lalium perenne 14 175000 روسي جودر Elymus junceus 15 175000 دښتي اګروپايرون Agropyron desertorum 16

دتخمونو دکيفيت محاسبه:[سمول]

د تخم د کيفيت محاسبې ته Pure live seed (P.L.S) ويل کيږي. (P.L.S)عبارت ده د ژوندي خالص تخمونو مقدار په يوحجمي نمونه کې او که چيرې وغواړو ديو نبات د ژونديوتخمونو اندازه په يو معين مقدار کې معلوم کړو. محاسبه يې په لاندې ډول صورت نيسي. پوښتنه:که چيرې325Ib پونډ د ګراس تخم د کښت په منظور واخلو چې 90% جرمنيشن او Germination95% خالص والې ولري. نو 292Ib پونډه (P.L.S) به وي. 100 = 90 325 = x x==292.5Ib live seed

د تخمونو د کښت وختونه[سمول]

په عمومي توګه دکښت ښه او مناسب وخت دهغه وخت څخه عبارت دي،چې ورپسې د منطقې کلنۍ اورښت واقع شي.پدې مفهوم که چيرې د يوې سيمې دکلني اورښت پيمانه په ژمي او پسرلي کې واقع کيږي. تخم بايد په مني کې وکرل شي.او که چيرې دغه باران په جوزا او سرطان مياشتو کې ډير وريږي نو په نوموړې ساحه کې د حوت او حمل په مياشتوکې دکښت سفارش کيږي. او نباتات بايد د ګرم فصل (warm season crop) په غرنيو سيمو کې چې دکلني اورښت 70%د واورې (snow) په شکل ځمکې ته رسيږي. د مني کرنه او دکار هدايت ورکول کيږي.په هغو سيمو کې چې دکلني اورښت زياته برخه دمني په فصل کې صورت نيسي د تخم کرنه د اوړي په اخرو کې سپارښتنه کيږي. د کښت لپاره بايد لاندې نباتات غوره کړل شي: د نباتاتو دکر لپاره په څړځاي کې بايد نهايت پاملرنه دې ته وشي چې! بايد د چاپيريال سره توافق ولري،په اسانه او ساده توګه زرغون يا شين شي، دقوي اوعميق(ډوب)، ژورو ريښو درلودونکې وي او د تخم د توليد قدرت يې ښه وي. د منطقې موجوده نباتات او هغه نباتات چې مخکې په سيمه کې موجود وو،وټاکل شي. ځينې نباتات د پسرلي په اولو کې (Cool Season Crop)وده کوي . او ځينې د پسرلي په اخرو کې(اوړي کې)(warm season crop) وده کوي، نو پدې توګه د څړفصل د اوږدوالي لپاره ښه به دا وي چې cool season and warm season crop په Mix (ګډ) ډول سره وکرل شي. Seed grasses ساده ګراسونه خوندور نباتات وکرل شي. هغه ډول نباتات انتخاب شي، چې وچوبي، سوډيمي او مالګينې خاورې سره مقاومت ولري. دڅړ ځايونو بيارغونې او دمصنوعي کښت لپاره دنباتاتو انتخاب دهر اړخيز پرنسيپونو(Multiple use concept) په نظر کې ونيول شي.يعنې هغه ډولونه وټاکل شي، چې باکيفيته او باکميته علوفې دحيواناتو لپاره برابرې کړي. د خاورې د ساتلو او د وحشي څارويو لپاره مناسب پناګاه( د پټې ځاي) جوړ کړي. د ډول په انتخاب کې د ډولونو نوعي په نظر کې ونيول شي،چې څو نوعه نباتات د غذايي موادو د ډول لپاره په ساحه کې وکرل شي.

د ماشينونو پواسطه د تخم شيندل[سمول]

دماشين پواسطه دتخمونو استعمال په پرمختللو هيوادونو کې ډير عموميت لري . مګر متأسفانه په افغانستان کې لا دماشينونو استعمال خو څه کړې چې څوک يي په لاس هم نه جوړوي بلکې حکومت هم هيڅ پاملرنه نه ورته کوي.

د کرلوميتود[سمول]

الف: د پاشان ميتود (Broad Costing Method) : هره طريقه چې مستقيماً تخم د ځمکې سطحې ته وپاشي او تخم د خاورې لاندې شي، د پاشلو(Broad Costing) په نوم ياديږي،چې دوه ډوله ماشين پدې طريقه کې د استفادې وړ وي. هايدرو سيډر (Hydro Seeders) : تخمونه د اوبو سره مخلوط کوي او وروسته د اوبو د فوارې پواسطه تخمونه د ځمکې سطحې ته پاشل کيږي. د هوا يا باد پکې پواسطه (Air blast or fan seeders) :پدغه طريقه کې تخمونه د باد پواسطه پاشل کيږي.

ب: د قطار په طريقه (Drilling Method) که چيرې ساحه د ماشين الاتو داستعمال لپاره مساعده وي نو د Drilling Method د Broad Casting طريقې څخه غوره والې لري.تخمونه په يوه اندازه پاشل کيږي په معينه اندازه ژوروالې د خاورې لاندې کيږي.

دقطار په ډول دتخمونو په شيندلو کې د درې ډوله ماشين الاتو څخه استفاده کولاي شو. Double disk Drills: دا ماشين په شګلنه او په نه لرونکو شګلنو سيمو کې استعماليږي. Single disk deep drills: د مټينو او چونه لرونکو سيمو لپاره مناسب ماشين دي. The Noble drills: د کلکې خاورې (چمن او کبل لرونکو سيمو) د پاره مناسب ماشين دي. د طيارې پواسطه د تخم شيندل دا طريقه هغه وخت عملي کيږي چې د تخم د شنه کيدو دپاره اقليمي شرايط تياروي يعنې مناسب اورښت موجود وي. مګر اکثراً د نړۍ په پر مختللو هيوادو کې خاصتاً په هغو هيوادو کې چه د مالچر او مالدارۍ سره ډيره مينه ولري صورت نيسي . د مثال په توګه نوي زيلانډ چه دڅړځايو او مالدارۍ سره دلچسپي لري، په څړځايونو کې دتخم شيندنې لپاره دطيارو څخه استفاده کوي .

د تخم شيندل د حيواناتو په وسيله[سمول]

دا طريقه داسې ده چې تخمونه په يوه خلته کې چه سوري لرونکې وي اچول کيږي، او هغه د څارويو خصوصاًد پسونو او وزو په غاړه کې ځوړندوي . وزې او پسونه د څريدو په وخت کې د خلتو د سوريو ځينې د مالڅړ پر مخ تخمونه تويږي او ورپسې د نورو پسونو د ګرځيدو په سبب تخمونه د خاورو لاندې کيږي او د شين کيدلو امکان يي پيدا کيږي .

په څړځاي کې دباران داوبو دزيرمه کولو له لارې دڅړځاي رغول.[سمول]

په څړځاي کې دباران داوبودزيرمه کول د مختلفو ډولونو په واسطه کولاي شو چې څړځاي ورغوو.

دکندو ( ژورو ) ځايونو جوړول[سمول]

د کندو او يا د ژورو ځايو جوړول يا (pitting) ژور ځايونه دهغه آلو پوسيله چې کندې کني او د تراکتور شاته تړل کيږي، او يا دا چې د لاس يا بيل پوسيله کيندل کيږي. دا ژور ځايونه د څړځاي په مخ په هغه مناسبو ځايوکې چې د اورښت د اوبو د راټوليدو امکان موجود دي جوړيږي. دا ژور ځايونه اوبه زيرمه کوي او د اوبو دضايع کيدو ځينې چې د ځمکې د سطحې په مخ بهيږي (surfacerunoff) ځينې مخنيوي کوي او اوبه په ځمکه کې نفوذ کوي .

دکندې د ويستلو ضروري شرطونه.[سمول]

الف - دا طريقه په هغه ځمکو کې چې پسته وي او لږ ځوړ ولري مناسبه وي. ب - د خاورې ډول د هغې په تطبيق کولو کې مهم دي. ـــ هغه خاورې چې شګلنې (sandy) وي يا سپکه خاوره (light soil) وي چې په طبيعي توګه د اوبو دجذبولو وړتيا په هغه کې ډيره ده. داکندې ويستل ګټه نلري . اوهمدارنګه کنده ژر ډکيږي . ـــ مټه خاوره يا (clay) يا (Heavy soil) درنه خاوره هم د دې طريقې د تطبيق د پاره مناسبه نده. Loamخاوره د دې طريقې د تطبيقولو د پاره ډيره ښه خاوره ده.

. ــ هغه ساحه چې د واښو پوښ يې ضعيفه وي هم د دې طريقې د پاره مناسبه نده ځکه چې کمزوري واښه د قوي واښو او د هرزه واښو د تاثير لاندې راځي. پدې اساس د کندو ويستل په هغه صورت کې ډير ګټور او مناسب دي چې په يوه وخت کې د کندې د ويستلو سره د ښو خوړونکو او ګټورو واښو تخم شيندل صورت ونيسي . 2ــ د غوچاني د ژوروالي اندازه او د غوچانو د ليکو فاصله: د ژوروالي او د غوچانو تر منځ دمناسب فاصلې او ليکو پريښودل ډير مهم وي. څيړنو ښودلې ده چي ليکې که60-90cmفاصله ولري، ډيره ښه ده. همدارنګه د غوچانو ليرې والي 100-150 cmچې ژور والي يي د 15 cmپه حدود کې وي چې په ترڅ کې يې د اوبو زيرمه اوږد عمر لري. دوړو لښتيو جوړول شدياره کول يا (furrow slice) يا (Contoursystem) جويه کول چې په معمولي ژبه هغې ته شدياره يا د ځمکې قلبه کول وايي. چې د اوبو د ساتلو او په ځمکه کې د اوبو د نفوذ کولو په خاطر وي د لاندنيو پايلو د پاره شدياره کول صورت نيسي. ــ دڅړځاي د مخ د اوبو د ضايع کيدو د مخنيوې او کنترول په خاطر . ــ د واښو دپوښ د زياتيدو، د واښو د توليد او د واښو د ودې په خاطر . د لښتيو د فاصلو ليرې والي: د ازمايښتو څخه جوته شويده، هغه لښتي چې د څړځاي د رغونې په خاطر جوړيږي لرې والي يې لږ او سور يې د(10-15cm) او د 1-1,5mپه فاصله نسبت لويو لښتيو ته يو د بل ځينې ډيره اغيزه لري. ــ په کوچينو لښتيو کې د اوبو د نفوذ وړتيا ډيره وي او اوبه يو قسم دڅړځاي په مخ توزيع او ويشل کيږي او په لنډه موده کې واښه شنه کيږي او د واښو پوښل صورت نيسي. ــ د اورښت اوبه په هغه ځايوکې چې د هغې ځينې ګټه اخيستل کيږي زيرمه کيږي کوچني لښتي کولاي شو په ساده وسيلو لکه د قلبې پوسيله وويستل شي، پداسې صورت کې چې لوي لښتي صقيلو ماشين الاتو او ډيرې سرمايې ته اړتيا لري.

د تراسونو ايجادول[سمول]

د تراسونو ايجادول معمولاً په هغه ځمکو کې چې ځوړ يې ډير يعنې (20/100m) ځينې يې ميلان ډير وي د اوبو د راټولونې او د مالچر په مخ د اورښت د اوبو دنفوذ کولو لپاره په کار وړل کيږي . او څرګنده ده چې د څړځاي درغونې ډيره ښه لاره ده . کوم چې دډير وخت لپاره دڅړځاي دتخريب څخه مخنيوي کوي. او په نوموړې ساحه کې په کم مصرف د شين او په زړه پورې نباتي فرش د رامنځته کيدو باعث کيږي کوم ته چې حيوانات په داسې ساحه کې ډير ضرورت لري .

وروځې ډوله تراسونه[سمول]

د غوچاني(کندې) حجم د خاورې د نوعيت په مطابق کنل کيږي چې ژوروالي يې د (50cm -10cm) قطر يې (10cm -30cm) او د دوو غوچانو تر منځ يي فاصله (2m -5m) کيندل کيږي په عمومي ډول په يو هکتار ځمکه کې د (1000-2500) غوچاني کيندل کيږي .دتخم شيندنې غوچاني په يوه ليکه کې او يا هم د قطارو په ترتيب کيندل کيږي .

په څړځاي کې دهري ونې لپاره داوبو زيرمه کول.[سمول]

د ونو لپاره سوردبندونه (crossties): باريک ځايونه د اوبو نيونې په کوچنيوساحو وويشل (micro catchment) شي،د بندنو او د خاکريزو د يو ځاي کيدو په ځاي کې د اوبو د نفوذ لپاره غوچاني ويستل کيږي چې د غوچانو معمولي اندازې (80cm x80cm x40cm) سره وکيندل شي.د ونو تر منځ دغذايي ساحې اندازه يا خاکريزو فاصله د (5m -8m) اود ونو دقطارونو ترمنځ فاصله (m5-10m) او د پښتيو اوچتوالي د (20cm -40cm) وي او د عمومي پولو اندازه (1mX1m) کي وي ډيره بهتره ده.

ډبرينې ليکې[سمول]

ډبرينې ليکې د کانتور د ليکو د غزيدنې په سيستم جوړيږي. چې ساده مثال يي د اوبو دزيرمو اوچت ليندۍ رقمي سيستم دي،دا سيستم اوبه نه بندوي، مګر د اوبو چټکوالي کموي. هغه فلترکوي او اوبه د ځمکې پرمخ تيتوي. پدې اساس د اوبو جذب په خاوره کې زياتوي او د خاورې سوليدل (تخريب) کنترولوي. که د ډبرو اندازه لږ وي فقط د تهداب د ايښودنې دپاره په کاريږي او په هغې خاوره اچول کيږي، او د هغې د پاسه چمن کرل کيږي. دا لاره په هغه ميلانو کې چې د (0,5-3) سلنه وي ګټه پکې ترېاخستل کيږي. دا چې هميشنې وي لږه غلطي يې د يوې ليکې په برابرولو کې دومره مهمه نه وي. دا يوه ساده لاره ده چې کروندګر زر ماهره کيږي او ياد شوي سيستم دڅړځايونو، کرنيزو ځمکو او دځنګلونو لپاره د تطبيق وړ ده.

د بوټو کرل د تخمونو د شيندلو په ځاي:[سمول]

په غرنيو سيمو کې د څړځاي رغونه او ژوندي کونه د بوټو د نباتاتو د کرنې او د تخم د شيندلو په وسيله صورت نيسي. د تخم شيندل اقتصادي وي، مګر دبوټو دکرلو پايلې نسبت د تخم شيندنې ته ښې وي. ځکه چي بوټي پخوانۍ قوي تنه او نيلې لري. په چټکۍ سره وده کوي او د څړځاي مخ ژر شين کوي.

بوټي هم کولاي شو په ويالو، غوچاڼو او په هغه ليکو کې چه د ترښځي په وسيله کيندل شويدي وکرل شي.

(20. په غرنيو سيمو کښې د څړځاي د رغونې او ژوندي کونې په غرض لاندې پړاوونه هم په کار وړاي شو: 1ـ د اورښت د اوبو زيرمه کول لکه چه د مخه ياد شو . 2ـ د مزاحمو ډبرو راټولول اواچونه يې په هغو ځايو کښې چه سوليدل صورت نيسي تر څو د اوبو بهيدنې مخه ونيسي. 3ـ په ټوټو ويشل، حصارول او يا د اغزين سيم غزول او نور.... د غرنيو سيمو د څړځايونو ژوندي کونه ( په نيمه وچو او لندو سيمو کې) افغانستان يوه غرنۍ ځمکه ده او په وچې سره احاطه شويدې . لوړ لوړ غرونه لري، چې داغرونه د خداي (ج) لوي نعمت دي کوم چې د واورو او يخچالونو طبيعي زيرمې دي، او تر زياتې اندازې يې دې هيواد ته دمطلقې وچې څخه نجات ورکړي او که نه داهيواد په يو بد اقليم اخته کيدو . داوچتوالي (ارتفاع) اثرات : ــ اوچتوالي د اورښت، ملايمې اب وهوا يا د يخې هوا سبب شويدي . ــ اوچتوالي پخپل اورښت سره د دښتو او د ټيټو سطحو اوبه برابروي، همدارنګه د ځمکې لاندنيو اوبو زيرمو ته قوت ورکوي . ــ اوچتوالي د واښو د للمي کرنې زمينه برابروي، څړځايونه او ځنګلونه يې منځ ته راوړي دي، چې زمونږ ښه او په زړه پورې څړځايونه په غرنيو سيمو کې پراته دي. مګر متأسفانه د ډير ځوړ په سبب او د څړځايو دناسمې ګټې اخيستنې په سبب ، په غرنيو اکثره ساحو کې د سوليدو (تخريب) د ويرې سره مخامخ شويدي، چې نباتي پوښ يې د نشتوالي او د زوال سر مخ دي. همدارنګه په بيديايي سيمو کې دلږ اورښت په نسبت او د اوبو د لږوالي ستونزې اکثره د اوچتو ساحو خلک لري.اګرچې د سخت ميلان درلودونکې دي. پدي نسبت چې اورښت لري د مالچر ډيرې ساحې للمي کري او هلته کرنيزې ساحې ته پراخوالي ورکوي.چې پدي صورت د مالچر ساحې کمې شوې دي. او هم پدي نسبت چې للمي يې کري اوځمکه نرمه او قلبه کوي او وروسته د يو يا دوه کالو څخه په يو علت هغه خوشې کوي، چې پدي صورت کې هم د خاورې د خرابيدو اوسوليدو زمينه برابريږي. او هم دزهري نباتاتو دشنه کيدو سبب ګرځي. چې د څړځاي رغول اوژوندي کول محدودوي. پداسې حال کې چې داځمکې فقط د نباتي پوښ د پاره مساعدې او اغېزناکه دي او له بل پلوه نامناسبه او د حد نه زيات څريدل پاتې واښه خراب او له منځه يې وړي چې بايد د داسې ساحو رغونه او بيا ژوندۍ کوونه ژر تر ژره وشي . په بيديايي او وچو سيمو کې دواړه لاملونه يعنې يو طبيعي لامل لکه د اورښت نشتوالي او انساني لامل يعنې د مالچر ماتيدل، د حيواناتو بي وخته او د اندازي زيات څريدل او له بله پلوه وچکالي هم د مالچر د منځه تلو اساسي علتونه ګرځيدلي دي .په نيمه وچو او لندو غرنيو سيمو کې چې دکلني اورښت منځنۍ اندازه يې د (250 mm) ځينې ډيره ده، او دللمې کرنې امکانات يې شته د څړځاي رغونه او ژوندي کونه هم د تخم د شيندلو او هم د واښو د مسيقيم کر په وسيله کيدونکې ده. په غرنيو سيمو کې کولاي شو د اورښت د اوبو زيرمې په کاريوسو او پري نږدو هغه اوبه چې د واورو د ويلې کيدو ځنې بهيږي ضايع شي او هغه د څړځاي پرمخ وويشو .

د څړځاي رغونه او ژوندي کونه په وچو سيمو کې[سمول]

اوس په وچو او بيديايي سيمو کې دڅړځاي رغونه او ژوندي کونه چې دکلني اورښت منځنۍ اندازه يې (250mm) ځينې لږه وي د بحث لاندې نيسو مګر ځينې محدوديتونه چه په دي هکله شته دي لاندې بيانيږي . ✓ ــ په وچو سيمو کې د اورښت کمښت او يا په بيديايي سيموکې د اورښت نشتوالي . ✓ ــ د اورښت غير مناسب ويش خاصتاً په بيديايي سيمو کې . ✓ ــ د خاورې د عضوي موادو د نه لرلو کمښت چه د خاورې شته والي رامنځ ته کوي . ✓ ــ په ځينو ځايو کې د خاورې قلوي او يا مالګلين والي . ✓ ــ د اوبه خور د اوبو کمښت او نشتوالي دڅړځايو د اوبه خور په مقصد خاصتاً په بيديايي سيمو کې. ✓ ــ د هوا تودوالي خاصتاً د اوړي په موسم کې چه دا لامل د واښو وده او پراختيا کموي، حتي چې د وچکالۍ او د اوړي سختو ورځو کې او به له لاسه ورکوي او وچېږي. خصوصاً بيديايي سيمې چې د دې خاطره يې يوه پراخه ساحه بې واښو ګرځي. د فراه، زرنج ريګيستانونه او د هلمند او قندهار د جنوبي سمت ناحېې مثال ورکولاي شو . ✓ ــ د څړځاي ځينې ډيره ګټه اخيستنه د واښو د نه کرلو په سبب، ځکه چه د اوبخور اوبه يې کمې دي . ✓ ــ د مالچر د يوې ساحې د څريدو ممنوع کول چه په پاتې څړځاي باندې فشار وارديږي . په ځينو وختونو کښې چې دکلني منځني اورښت اندازه د (200-250mm) ځينې زيات شي، د بوټي کرنې امکان موجوديږي مګر قيمته تمامېږي. د څړځاي با ارزښته واښه (grasses) وي چې هغه د خورو نيلو لرونکي وي، مګر سطحي وي چې په دارنګ شرايطو کښې د هغې موجودوالي ناممکن وي. ځکه چې سطحي اوبه نلري او د منځه ځي. مګر د هغو واښو کرنه او ترويج چې ژورې نيلې لري او همدارنګه د وچوالي په مقابل کې مقاومت ولري،موجود دي چې دا ډول واښه د اوږدو او ژورو نيلو په درلودلو سره کولي شي چې خپلې د اړتيا وړ اوبه د ځمکې د ژوروالي ځينې جذب کړي.خو بايد ياد ولرو چې دا ډول واښه چې د ژورو نيلو درلودونکي دي او د وچې په مقابل کې قوي دي د څړځاي د غوره واښو ځنې نه دي لکه تاغ چه صرف اوښان کولي شې د هغې ځينې ګټه واخلي .په لنډه توګه په وچو او بيديايي سيمو کې د اورښت د نشتوالي، د تودوخې د درجې د زياتوالي، د پوره اوبو د نشتوالي او نورو عواملو په سبب نشو کولاي چې با ارزښته او د څارويو د خوښي وړ واښه چې د ګراسونو ځينې عبارت دي د څړځاي د رغونې او ژوندي کونې په موخه په څړځاي کې په کار يوسو. ځکه چې هغوي خپرې اوسطحي نيلې لري او د وچې په مقابل کې مقاوم ندي، بلکه حساس دي. لاکن کولاي شو هغه بوټي او ګياه ګانې چې ژورې نيلې لري او د وچې په مقابل کې قوي دي وکرو.لکه ترخه، وحشي پالک او نور....

په څړځاي کې د زهري نباتاتو موجوديت[سمول]

مالداران هڅه کوي چې خپل حيوانات (ژوي) ښه تغذيه کړي، پدې خاطر چې د هغې ځينې محصولات په لاس راوړي. ولې سره لدې ټولو هڅو او هاند ځينې وخت ليدل کيږي چې يو شمير څاروي چې د واښو ځينې په ډکو اوښايسته څړځايونو کې څري، په هضمي او صحي ستونزو او پرابلمو اخته وي کوم چې داستونزه دزهري نباتاتودخوراک څخه را پيداکيږي. چې دا موضوع لاندې تعريف او روښانه کوو .

د ګياه د زهريت تعريف[سمول]

هغه نباتات چې د زهري موادو درلودونکي دي کوم وخت چې د څاوري پوسيله وخوړل شي دا چې کيمياوي مواد دي، دحيوان په بدن کې د بيولوژيکي او فزيولوجيکي بدلونونو سبب کيږي. د څارويو د سپکې ناروغۍ او حتي د هغوي د مرګ سبب ګرځي .

اقتصادي ضربه:[سمول]

د څيړنو په اساس : هغه څيړنې چې د لوديځې امريکا په 17 ايالتونو کې په 1978م کال کې ترسره شوې وې،هغه تاوان چې حيواناتو ته دزهري نباتاتو دخوراک څخه رامنځ ته شويدي157 ميليون ډالر اتکل شويدي .

د زهري موادو فزيولوژيکې اغيزي په ژوو باندې:[سمول]

د زهري موادو ډيره اغيزه د ژوو په زړه باندې ده. لدي خاطره د وينې رنګ خړ نصواري کيږي ځکه چې په وينه کې د(no3) د ډيروالي سبب ګرځي، او دباجرې نبات دا ځانګړنه لري، چې په وينه کې د (no3) د ډيريدو سبب کيږي. په ژونکو حيواناتو کې فزيولوژيکي ګډوډي منځ ته راوړي.د فزيولوژيکي سيستم د ويجاړيدو بله نښه په وينه کې د نايتريت د راټوليدو څخه عبارت دي. يا د (Hemolysis) يعنې د وينې بې رنګه کيدل رامنځته کوي. چې د وينې سرې حجرې د منځه وړي. چې ددې ويجاړيدنې عامل د وحشي پياز دنبات فزيولوژيکي اغيزه ده. د فزيولوژيکي پيښو ځنې بله يوه چې د سرخس د نبات د خوړلو څخه منځ ته راځي او د (Anticlothiny) په نامه ياديږي. چې د وينې د نه جوړيدلو څخه عبارت ده، او د هډوکو په مغز تاثير غورځوي. په سږو وحشي يلني او شړشم بد تاثير اچوي او د ډاتورې او سپيلنې نباتات د اعصابو په سيستم بد تاثير غورځوې. لانديني نباتات د ژوو په معده او کولمو بد تاثير غورځوي. شيرک واښه، ورخاړي، د بلوط او چغندر پاڼې په پښتورګي، هيرمک په ينه او استراګس په تکثيري سيستم کې بد تاثير غورځوي او حتي د بچي د غورځيدو سبب کيږي.

د څړ ځای دټولنې ځینې اهم پشنهادونه[سمول]

1. داچې د څړځاي اداره، تنظيم اورغول تر ټولو مخکې پوره مسلکي پوهې او کافي تيورۍ ته ضرورت لري، نو ايجاب کوي چې مسلکي کدرونه بايد د پوهې لوړه سطحه ولري، ددې لپاره د مطالعې مناسبو موادو ته ضرورت کيږي چې د څړځايونو برخه کې کافي کتابونه او مواد چاپ شي . 2. بايد د هيواد ټول څړځايونه له سره سروې شي ترڅو موږ واقعي موثق ارقام په لاس کې ولرو . 3. د څړځايونو لپاره د اوبو اماده کول او د نهرونو کيندنې لومړني ضرورتونه دي . 4. بايدپه واورو لرونکو غرونو،خوړونو اوناوونو کې حوضونه او ډنډونه جوړ شي . 5. کوچيانو ته د توسعې د مامورينو په ذريعه د څړښې لاري چارې وښودل شي. 6. دزمستاني او تابستاني کوچ لارې د مشخصې، او د هغو په سيمو کې د لازم سهولتونه برابر شي . 7. د بهرنيو موسيساتو په مرسته دې د ژورو څاګانو کيندولو ته پيل وشي . 8. د څړځايونو اوبه لرونکو موقعيتونوکې دمصنوعي ځنګلونه ايجاد شي . 9. بايد هر فصل کې مسلکي متخصصين د کوچيانو او نورو مالدارانو سيمو ته ورشي هغوي سره دې له نيژدې تماسونه ونيسي او لازم سفارشات دې ورته وکړي . 10. د کورنيو چارو وزارت دې د حيواني تغذيې د برابرولو يو مرکز جوړ کړي ترڅو د ژمي موسم کې د څړځاي د وښو ترڅنګ مالداران له هغو استفاده وکړي او دژمي د يخنۍ او د وښو د قلت په صورت کې څاروي ضعيف او حتي مړه نشي .

سرچينې[سمول]

1. کوهستاني ، نثار احمد و حکيمې، محمد شهاب ، (1395 ) ، علم چراګاه ومديريت آن،صفحه (۵۶،۵۹،۶۰،۶۴،۶۹،۷۰،۷۷،۸۶،۸۷).

2. حاتم، ضياء الرحمن ،(1393)د څړڅاي پوهنې اساسات ،دزراعت پوهنځي ، دسيدجمالدين افغاني پوهنتون کنړ،صفحه (۲۳-۲۷).

3. آخنذاده ، عبد الناصر ، ( 1395 ) ، څړځاي پوهنې اساسات ، ننګرهار پوهنتون ، صفحه،(۷۰،۷۱،۷۳،۷۴).

4. تنها ، جمال ، ( 1393) ، څړځاي پوهنه چيپتر نوت ، لغمان پوهنتون .

5. فياض ، نجيب الله ، ( 1396) څړځاي پوهنه لکچر نوټ ، لغمان پوهنتون . .