دځنګل رنګړي کوول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه 

رنګړي کول ( Thinning)[سمول]

ټول ځنګلونه (طبعي منشاء لري او که مصنوعي) خپل ژوندداسې پيلوي چې په في واحد ساحه کې يې دنيالګيو شميردهغه ونو په پرتله ډير زيات وي کوم چې دبلوغت په وخت کې پاتې کيږي . دشمير داکموالې دهغه درطوبت، غذايي مواد اورڼا دمحدوديت له امله وي کوم چې دنباتاتو دودې لپاره موجود وي . په همدې اساس هرڅومره چې نيالګي وده کوي ، ترمينځ يې رقابت هم زياتيږي.دپايښت په منظورپه دې هڅه کې يواځې هغه قوي افرادچې دچاپيريال سره يې ښه توافق کړې وي وړاندې ځي او کمزوري افرادشاته پريږدي همداوروسته پاتې شوي افراد کوم چې په تدريجي توګه دغذايي موادواورڼا دکموالي له امله مري ،ديو هم عمره ځنګل دچتر لاندينۍ طبقې تشکيلوي ددوې دمنځه تګ له امله په في واحد ساحه کې دونوشمير په تدريج سره کميږي . که څه هم دشميرداطبيعي کموالې دتنو دطبعي شاخه برۍ دعمودي(ارتفاعي) ودې د زياتوالي او دقوي اونيغواستوانه يي تنودپاتې کيدولامل ګرځي بيا هم داکارحتی دغالبوونوپه وده ناوړه اغيزه کوي په همدې اساس ددې لپاره چې راتلونکې فصل (ځنګل)دناوړه اغيزوڅخه وساتل شي اړينه ده چې دځنګل په في واحد ساحه کې بايد دنباتاتوشميردعمرپه زياتيدوسره په تدريجي توګه راکم شي په بل عبارت فصل بايددعمر په زياتيدوسره رنګړې شي نوپدې اساس Thinning داسې تعريفوو: رنګړي کول (Thinning)هغې قطعې ته ويل کيږي کومه چې په يونارسيدلي ځنګل کې دپاتې کيدونکوونو دودې اوشکل دښه والي په منظورترسره کيږي خوچترپه کې په دايمي ډول نه پرانستل کيږي. په رنګړي کولوکې دونو دشميرکموالې دطبيعي Regeneration په منظور استعماليدونکوسيلويکلچري سيستمونوکې دونودشميردکموالي سره توپيرلري ځکه چې پدې سيستمونوکې چترپرانيستل کيږي اودنوونيالګيودټوکيدنې په منظورپه کې دايمي خاليګاوې جوړيږي.خوپه رنګړي کولوکې بيادايمي خاليګاوې نه جوړيږي داځکه چې Regeneration درنګړي کولوهدف نه دې .درنګړي کولوڅخه هدف دپاتې ونودشکل اوودې دښه والي په منظورهغوي ته دوده يزې ساحې برابرول دي . په همدې اساس ځينې وختونه درنګړي کولوپه منظورترټولوزياته قطع د Regeneration په منظورترسره کيدونکې کم ترکمه قطعې سره برابره وي ، په رسيدلوونوکې درنګړي کولودعمليې ترسره کول طبعي Regeneration ته لاره هواروي .

Importance of thinning  : د رنګړي کولو اهميت[سمول]

دځنګل درنګړي کولو عمليه يوه ډيره مهمه عمليه ده چې له امله يئ دونو تر منځ ناوړه رقابت ختميږي اوونې دموجودو غذايي موادو څخه ښه استفاده کولې شي چې په پايله کې يې دونووده په زړه پورې وي .ددې عملې يو شمير ګټې پلاندې ډول دي ۱.دالومړنی عايد په لاس ورکوي . ۲.درنګړي کولوعمليه دآخري توليدشکل تعينوي . ۳.دادودې داندازې ديوشانوالي په ‌ذريعه د لرګي کيفيت ته وده ورکوي . رنګړي کول دونې په ژوندکې دوه،درې اوياتر شپږ ځلوپورې تکراريږي کوم چې دونې په نوعې اودودې په حالت پورې اړه لري .دټولو په پايله کې يې دپاتې شووونو حالت ښه والی کوي .

درنګړي کولواهداف[سمول]

• دځنګل څخه ترلاسه کيدونکولرګيودخالص توليداوپه پايله کې دپيسوزياتوالې . • دترسره شوې پانګه اچونې څخه وختي ګټه پورته کول چې داهدف درنګړي شوونباتاتو دخرڅلاواودفصل دوده ييزدوران دکموالي له لارې ترلاسه کيداې شي. • .دکوچني سايزلرګيوتوليدچې دهمدې لرګيوڅخه په بيلابيلوطريقوګټه پورته کيږي. • په ځنګل کې دسالموشرايطوپرځاې ساتل. • دمطلوب کيفيت اوميخانيکي پياوړتيالرونکي لرګي توليد. • په مرطوبوځنګلونوکې دخام هيومس دتجزيې تضمين . • دناروغيودرامنځته کيدو څخه مخنيوی . • دونوترمينځ دفاصلې يوشانوالی . • دخرڅلاولپاره دزيانمنوشووونوليرې کول. • دپاتې کيدونکوونو ښه وده. که په ځنګل کې رنګړي کونه ترسره نه شي په پايله کې يې نرۍاو اوږدې ونې دباداونوروفزيکي عواملوپواسطه ماتيږي ياتاويږي اوياهم دبيخه ويستل کيږي ددې ترڅنګ واوره هم نرۍ اوږدې ونې متضرره کوي . • دودې دکنټرول په منظور . • دعمرياژوندددوران دکنټرول په اساس • دپراختيا دکنټرول په موخه خو بياهم درنګړي کولوپه عمليه کې لاندې ستونزې ښايي وجودولري • ښې او خرابې ونې سره يوځاې داسې ولاړې وي چې تر منځ يې فاصله يو شان نه وي په همدی اساس ښی ونې يا هغه ونې چې په يو شان فاصلو کې ولاړې وي پريښودل کيږي .. • ځينې ځنګل داران کوښښ کوي چې دخرابو خصوصياتولرونکې ونې ولټوي اوځينې نور ښې ونې لټوي او ساتنه ئې کوي چې په رقابت کې وروسته پاتې شوې ونې پکې ليرې کيږي. ==درنګړی کولولپاره اساس== ددې لپاره چې درنګړي کولوعمليه په ښه توګه ترسره شي اړينه ده چې ځنګلداربايدپه ځنګل کې دموجوده ونوپه اړه پوهه ولري يعنې دی بايدټولې هغه ونې وپيژني کومې چې په رقابت کې ترنورووړاندې تللي او په راتلونکي کې دودې لپاره په زړه پورې وي .همدارنګه هغه ونې چې په رقابت کې شاته پاتې شوي اوکوم راتلونکې نه لري ،بايدوپيژندل شي ،ددې ترڅنګ دونوهغه مطلوب شميربايدپه پام کې ونيسي کوم چې له ټاکلې ساحې څخه په سمه توګه استفاده کولې شي دهمدې هدف لپاره دونودصنفونوپيژندل ضروري دي .

دونوصنفونه[سمول]

په هندکې ديوهم عمره ځنګل معياري صنف بندي په لاندې ډول ده . غالبې ونې (Dominant Trees (کلاس سمبول:I او لنډيز:D) ټولې هغه ونې کومې چې ترټولولوړپانيزچترمنځته راوړي اوپاسني ښاخونه يې اذادوي داونې ښايي دهغوي دتاجونودنسبي آزادوالي اوحالت له مخې په لاندې ډولونووويشل شي: i. Predominant Tree لنډيز: DI په دې صنف کې ټولې هغه لوړې ونې شاملې دي کومې چې دچترعمومي پاسنۍ سطحه منځته راوړي داډول ونې له عمودي رقابت څخه خلاصې وي. ii. Co dominant Tree لنډيز:D2 هغه نورې غالبې ونې کومې چې د DI څخه لنډې او لوړوالې يې دهغې ۶/۵برخه تشکيلوي. غالبې ونې بيا دقوت اوصحت په اساس په لاندې ډولونو ويشل کيږي: a) هغه ونې چې تاج يې عادي وده کړې وي اوتنه يې ښه شکل لري . (کلاس سمبول :Ia) b) هغه ونې چې تنې اوتاوجونه يې نمګړتياوې لري . (کلاس سمبول :Ib)په دې کې لاندې ونې شاملې دي . 1) هغه ونې چې دتاج ساحه يې دګاونډيو ونوپواسطه تنګه شوې وي . 2) Advance Growth چې ترمينځ يې فاصله کمه وي . 3) هغه ونې چې مرکزي ښاخ يې دوشاخه شوې(Forked)وي اوياهم دې ته ورته نيمګړتياو ې ولري. (c) هغه ونې چې تنې يا تاجونه يې ډيرې نيمګړتياوې ولري يعنې Ib ته ورته نيمګړتياوې ولري خو تردې اندازې چې له امله يې دوې ډير کم اويا هيڅ ارزښت نلري. (کلاس سمبول:Ic) (d) قمچين ډوله ونې (Whips) يعنې هغه ونې چې ډيره نرۍ تنه اومنقبض تاج لري اودګاونډيود دملاتړپرته ژوندنشي کولاې. (کلاس سموبول :Id) II. مغلوبې ونې (Dominated Trees) (کلاس سمبول:II او لنډيزd) هغه ونې کومې چې دډيرلوړپانيزچتربرخه نه جوړوي خو پاسني ښاخونه يې په بشپړه توګه دګاونډيوونوترسيوري لاندې نه وي راغلي اوارتفاع يې دDI ونو۳/۴ په اندازه وي داونې بيا په لاندې ډولونوويشل کيږي: a. هغه ونې چې تاج يې عادي انکشاف کړې وي او تنه يې ښه شکل ولري . (کلاس سمبول:IIa) b. هغه ونې چې تاجونه اوتنې يې نيګړتيالري. (کلاس سمبول :IIb) III. متاثره شوې يا ځپل شوې ونې (Suppressed Trees) (کلاس سمبول :III او لنديز يې s) له هغو ونو څخه عبارت دي کومې چې د DI ونود۱/۲څخه تر۵/۸پورې لوړوالې لري اوپاسني ښاخونه يې په بشپړه توګه دګاونډيوترتاثير لاندې وي اوياهم دټولواړخونوڅخه دهغوې ترسيوري لاندې وي که چيرته يوه کوچنۍ ونه چې دځپل شوې ونې په اندازه لوړوالې ولري او په يوه تصادفي خاليګاه کې داسې ولاړه وي چې پاسنې ښاخ يې اذادوي بايدد Dيا d په کلاس کې ونه وشميرل شي . IV. مړې اومړژواندې ونې (Dead and moribund trees) (کلاس سمبول : VI او لنديز يې m) په دې کلاس کې کږې ياډيرې کږې قمچين ډوله ونې شاملې دي . V. ناورغه ونې (Diseased trees) (کلاس سمبول : V او لنډيز يې k) هغه ونې کومې چې تر دې بريده دپرازيتونوتريرغل لاندې راغلې وي چې وده يې په جدي توګه اغيزمنه شوې وي اوياهم داډول ونې په ساحه کې دګاونډيولپاره يو خطروي ددې کلاس لنديز k لهCanker څرګندونه کوي داونې ښايي په لاندې ډولونوصنف بندي شي ، (a) Dominant (کلاس سمبول : Va) ( ( b Dominated and Suppressed (کلاس سمبول Vb)

حسابي رنګړي کول اودحسابي رنګړي کونې مخنيوې دونود شخصي طبقه بندۍ په اساس[سمول]

لکه څرنګه چې معمولي او دتاج رنګړي کول دونوپه موضوعي طبقه بندۍ کې شامل دي دمختلفوکارګروپواسطه په عين ساحه کې رنګړي کول دپام وړدي .اکثره هغه ونې چې پاتې وي ياشکمنې وي اويادمختلفوکارګروپواسطه دڅه وجې له امله ليرې شوې وي که رنګړي کول په مناسب ډول ترسره شوې وي .نوضرورده چې نورې ونې بايدليرې نه شي نوداضرورده چې دحسابي کتنې دځينوبرخوڅخه په پرله پسې رنګړي کونه کې دپاتی ياليرې شووونوپه برخوکې کارواخيستل شي پس ونې بايدنه ډيرې زياتې اونه هم ډيرې کمې رنګړۍ شي . له بله پلوه په Free او Maximum رنګړي کونه کې هغه ونې چې وروستۍونې يې تشکيل کړې وي بايددنبات دژوندپه هماغه مرحله کې انتخاب شي . دادمتوسط شميرلرونکوونودمعلوماتواندازه زياتوي کوم چې دساحې فکتورونه په مکمل ډول په کاراچوي په همدې ډول Advance thinning دهغه ونودشميردمعلوماتواندازه زياتوي کومې چې په قطرلرونکې نباتاتوکې شاملې وي اوهغه ونې چې دکوم رقابت پرته وده کوي داټول دلايل دحسابي رنګړي کونې لپاره ديومهال ويش دلټولورهنمايي کوي اوداپه حقيقي ډول ددغې مهال ويش پواسطه ترسره کيداې شي له بله پلوه رنګړي کول دځنګل دګڼوالي دکنټرولولويوه حقيقي طريقه ده په همدې ترتيب رنګړي کونې ته بايدحسابي اساس ورکړل شي کومه چې يوه مهمه سيلوی کلچري عمليه ده اودځنګل په وده اوقوت کې زيات رول لري

درنګړي کولولپاره پلان Planning for thinning[سمول]

دCoppice نباتات په عام ډول سره د۱۴ او۲۰ کلونو په مينځ کې درنګړي کولولپاره اماده وي درنګړي کونې لومړی پلان په هغه وخت کې شروع کيږي کله چې نباتات دلسوکلونوعمرته ورسيږي دپلټنې ياکتنې لپاره لارې بايدقطع شي اوجوړې شي تر څو نيالګي دنږدې څخه وکتل شي او دهغوي توليدي او پيش بيني شوې لومړنۍ رنګړي کونې کال تعين کړي .دکتننې دلارې(inspection path) يا(brushing) په جوړولوکې بايدددوه قطارونو تر منځ ټول هغه ښاخونه قطع شي چې د سر دلوړوالي څخه ټيټ وي

دځنګل درنګړي کولووخت Time of thinning[سمول]

• ديوځنګل درنګړي کولووخت هغه وخت ټاکل کيږي کله چې دګاونډيوونوتاجونه يودبل سره ولګيږي اودنوروځانګړوونودودې لپاره کومه خاليګاه پاتې نشي • دنامطلوبه انواعولرې کونه هغه وخت ترسره کيږي کله چې پّه ځنګل کې دونودترکيب بدلون ته اړتياوي • هغه وخت کله چې دسون دلرګيواو کوچنيولرګيوپه اړه دمستهلکينواړتياوې پوره کول په پام کې ولرو • کله هم چې مړې او ناروغه ونې په ځنګل کې وليدل شي بايدرنګړي کول ترسره شي.

درنګړي کولوډولونه (Kinds of thinning)[سمول]

درنګړي کولوعمليه دنبات دډول سره سم توپير کوي يعنې درنګړي کولوميتودونه چې په هم عمره ځنګلونوکې پکاروړل کيږي دهغه ميتودونوسره توپيرلري کوم چې په مختلف عمرلرونکوځنګلونو کې استعماليږي په همدې اساس دبيلابيلوځنګلونولپاره د رنګړي کولوډولونه په لاندې ډول دي . A. په هم عمره ځنګلونوکې درنګړي کولودعمليې ډولونه درنګړي کولوهغه ډولونه کوم چې په هم عمره ځنګلونوکې په کاروړل کيږي A. Mechanical Thinning B. Ordinary Thinning C. Crown Thinning D. Free Thinning E. Maximum Thinning F. Advance Thinning

ميخانيکي رنګړي کول[سمول]

(Mechanical Thinning) درنګړي کولوهغه ډول دې چې پکې دځينې اصولوپه اساس ټاکل شوې ونې قطع کيږي يعنې په متناوبوقطارونوکې ونې په متناوبو قطارونوکې متناوبې ونې اوياهردوهم ،دريم ،څلورم وغيره قطارپکې له مينځه وړل کيږي . ددې ترڅنګ پکې دهغې کم ترکمه فاصلې په اساس چې ديوې معياري لښتې (امساء) پواسطه اندازه شوي وي ونې قطع کيږي درنګړي کولو داډول په هم عمره ځنګلونوکې ترسره کيږي اوقطارې رنګړي کول (Line thinning) هم ورته ويل کيږي . درنګړي کولودغه ډول دفصل په لومړيووختونوکې هغه وخت ترسره کيږي چې لاهم دچتر توپيرپکې پيل شوې نه وي اودونوهغه صنفونه پکې لاهم معلوم شوي نه وي کوم چې درنګړي کولودعمليې لپاره اساس دی پدې وخت کې که چيرته دونو په وده کې توپير هم موجودوي دابه عموماً دونې دارثي خصوصياتو له امله نه وي بلکه تصادفي به وي درنګړي کولو دې ډول ته ځکه ميخانيکي ويل کيږي چې دټاکل شوې فاصلې په اساس پکې ونې پريښودل کيږي اودونووده ايزي وړتياته پکې پاملرنه نه کيږي . درنګړي کولوداډول عموماً په هغه ( Plantation) ياکرونده کې ترسره کيږي چيرته چې نباتاتوتقريباً يوشان وده کړې وي اوترمينځ يې يو ډول فاصله وجودولري دداسې شرايطو پرته يې ترسره کول ستونزمن دي . درنګړي کولوپدې عمليه کې دتل په څيرناروغه ، زيانمنې شوې اوپوره بدشکله ونې قطع کيږي که څه هم ليرې کول يې په ټاکل شوې فاصله اغيزه وکړي . داډول رنګړي کول دځينې اصولويا امساء په مرسته ترسره کيږي يعنې په هرقطارکې متناوبې ونې ،په متناوبوقطارونوکې متناوبې ونې ،هردوهم ،دريم ،څلورم وغيره قطارپکې قطع اوله مينځه وړل کيږي . په هغه صورت کې چې ميخانيکي رنګړي کول ديوټاکلي اودږدوالي لرونکې امساء پواسطه ترسره شيStick thinning بلل کيږي پدې طريقه کې چې کله داډول امساء په افقي ډول ددوه نباتاتو ترمينځ تيره نه شي يو يې ليرې کيږي دامساء اوږدوالې دونوپه قطراونوعه پورې اړه لري دبيلګې په ډول لاندينې جدول دبيلابيلوانواعواومتوسط قطر لپاره استعماليدونکې امساء اوږدوالې راپه ګوته کوي . نوعه منځنې قطر په سانتي متر دامساءاوږدوالې په متر Sal 6.25-2.5 0.90

10.00-6.25 1.20 لمنځه 20.00 2.40

دلمنځې په فصل کې دميخانيکي رنګړي کولودميتوداستعمال . دلمنځې په يو طبعي فصل کې دميخانيکي رنګړي کولولومړنۍ عمليه د Cleaning سره يوځای ترسره کيږي کله چې فصل m۸.۱ (۶ft)ارتفاع ته ورسيږي ،ترمينځ يې ۱.۲ x ۱.۲متره (ft۴ftx۴)فوټه فاصله پريښودل کيږي دوهمه ميخانيکي رنګړي کونه هغه وخت ترسره کيږي کله چې فصل د۲۰سانتي متره (inch۸)په اندازه منځنې قطر ترلاسه کړي چې پدې وخت کې بيادنباتاتوترمينځ فاصله .۴.۲x۲.۴ (ft۸x ft ۸)پريښودل کيږي ===معمولي ياله ښکته خواڅخه رنګړي کول=== (Ordinary thinning) کله چې فصل له لومړيومرحلوڅخه اووځي اودچترتوپيرپکې پيل شي ،ميخانيکي رنګړي کونه خپل ارزښت له لاسه ورکوي داهغه وخت دی چې پکې په رقابت کې وړاندې تللې اووروسته پاتې انواع پيژندل کيږي پدې وخت کې هم رنګړي کولوته اړتياليدل کيږي چې پدې رنګړي کونه کې وروسته پاتې ونې ليرې کيږي څرنګه چې پدې رنګړي کونه کې قطع دچترلاندېنيو کلاسونوڅخه پيل اوپه تدريجي توګه دپورتني چتر په لوري ځي له همدې امله ورته Low thinning يا German thinning اويا ښکته خواڅخه رنګړي کول (Thinning from below) هم ويل کيږې خواوس ورته معمولاً Ordinary thinning ويل کيږي. درنګړي کولوداميتودډيرمروج دی اوپکې ديوفصل ټيټ افراد دمينځه وړل کيږي چې دمتاثره اوياځپل شووونوڅخه پيل ،ورپسې مغلوبې ونې اوپه پای کې پکې ځينې غالبې ونې هم قطع کيږي . پدې ميتودکې اساسي ټکې دهغه ونو ليرې کول دي کوموچې په قسمي اويابشپړه توګه په رقابت کې ماتې خوړلي وي داډول ونې عموماًکوم راتلونکی نه لري اودريښـــو په برخه کې درقابت له لارې دغالبوونوپه وده ناوړې اغيزې کوي ددې پرته داډول ونې کــمزورې اوځپل شوې وي اوپه اسانۍ سره دحشراتواو فنګسونو تريرغل لاندې راځي چې داغالبوونوته هم ګواښ پيښوي . ددې پرته داډول ځپل شوې اومــغلوبې ونې داورخــــطرزياتوي اولــــــوړو(غـــالبــــو)ونــــوته دClimbers ختلوته لاره هواروري په طبعيت کې داډول ونې په تدريجي توګه مري اوله همدې امله دغالبوونوپه وده ناوړه اغيزه کوي ددې لپاره چې دپـــــورته يادوشووناوړه اغـــــيزوڅخه فصل وساتل شي اودخرابيدوترمخه ورڅخه ګټه پورته شــــــي اړينـــــه ده چې ځنګل داران يې پخپله له مينځه يوسي اودطبعيت کارسرته ورسوي .


۷.دعادي رنګړي کونې په اړه دعادي رنګړي کولوګټې (Merits of ordinary thinning) • ترسره کول يې ډيراسان اوساده وي . • داعمليه په هغه ساحوکې ډيره ګټوره ده چيرته چې د کوچنيٍ سايز چارتراشو ته ضرورت وي دعادي رنګړي کونې زيانونه (Demerit of ordinary) • ددې رنګړي کونې په ځنډولوياوروسته کولوسره غالبې ونې درقابت له وجې متضرره کيږي . • Teak په ځنګل کې دغالبوونورنګړي کول دپاملرنې وړ نه وي . • هغه کوچني لرګي چې درنګړي کونې په نتيجه کې لاس ته راغلي وي په ځينووختونوکې دخرڅلاووړنه وي . • داوردشدت خطريې زيات وي . • دخاوري دلوڅيدوامکان پکې هم وي . دعادي رنګړي کوني درجې (Grads of ordinary thinning) درنګړي کونې داګريډونه خپل وسعت ته رجوع کوي درنګړي کونې پدې خاصه طريقه کې بايددونوکوم کلاسونه لرې شي اوداضروري ده چې درنګړي کونې ټوله درجه بندي بايد په مکمل ډول واضح شي په عادي رنګړي کونه کې لاندې پنځه ګروپونه شامل دي چې په لاندې ډول يې تشريح کوو. 1. کمه رنګړي کونه (A Grade Light thinning) دعادي رنګړي کونې داګريډ دمړوشوو،مړژواندو،ناروغه اومتاثره ونودليرې کولوپورې محدودشوی دی پدې ګريډ کې دونو،VI،V اوّIII کلاس ليرې کيږي . 2. منځنۍ (متوسطه) رنګړي کونه (B-Grade Moderate thinning)

دعادي رنګړي کونې داګريډدمړوشوو،مړژواندو،ناروغه، متاثره، عيب لرونکومغلوبو ونو،  وژل شوې ونو اوکله کله عيب لرونکو غالبو ونوپورې محدودشوی دی پدې ګريډکې هغه کلاسونه چې ليرې کيږي I(b)،II(b)،III،IV،V اوکله کله I(c) هم پکې ليرې کيږي .

3. قوي رنګړي کونه (C-Grade Heavy thinning) دعادي رنګړي کونې داګريډ دمړوشوو،مړژواندو،ناروغه ،متاثره ونو په ليري کولوپوری محدود شوی دی اوهم پکې دمغلوبواو Codominants ځينې عيب لرونکې ونې ليری کيږي .خوپه چترکې يې داسې خالي ګاوې نه جوړيږي کومې چې ترډيره وخته پورې پاتې کيږي پدی درجه کې دونوI(d)،دI(b)،II،III،IV،V،اوI(c) کلاسونه ليري کيږي. 4. شديده رنګړي کونه (d-Grade) Very heavy thinning پدې ګريد کې هغه کلاسونه کوم چې په c-grade کې ليرې کيږي اوورسره ځينې غالبې ونې هم ليرې کيږي ترڅودونوترمينځ فاصله په مناسبه اندازه زياته شي خوپدې شرط چې چترکې يې بايددايمي خالي ګاه جوړه نه شي .درنګړي کونې پدی ګريد کې دونوځينې کلاسونه I(b)،II, I(c)،،III،IV،V،اوI(a) ليرې کيږي . 5. ډيره شديده رنګړي کونه (E-grade) very heavy thinning : ددې ګريډ رنګړي کونه په نباتاتوکې ترټولوقوي رنګړي کونه ده پدې ګريډ کې ځينې غالبې ونې هم ليرې کيږي کوم چې دD-grade سره ورته والې لري په خاصه توګه دا gradeدتحقيق دمقاصدولپاره ترسره کيږي ددې ګريډ ځينې متاثره اومغلوبې ونې په هغه ځايونوکې چې غالبې ونې ترې ليرې شوې وي دځمکې دپوښلولپاره پريښودل کيږي ځينې وختونه داډيرضروري ګڼل کيږي ترڅورنګړي کول دB,C اوD ګريډونو څخه زيات يا قوي ترسره شي خو پدی ترتيب سره C،D اوE ګريډونوڅخه کم ترسره شي.

دعادی رنګړي کونې دعملې په کاراچول (Application of ordinary thinning) • عادي رنګړي کونه دکمې تقاضا لرونکونوعو لپاره دتطبيق وړده . • دارنګړي کونه دهغه ساحې لپاره دتطبيق وړده چيرته چې دکم سايزچاتراش پلورل کيږي • دهغه ساحولپاره دتطبيق وړده چې ختونکې يا (Climber)پکې زيات وي . • اوپه هغه ساحوکې چيرته چې دتاج داورخطروي دتطبيق وړده . • داپه هغه ساحوکې چيرته چې دخاورې ددرجه بندۍ خطروي دتطبيق وړوي.

دتاجونورنګړي کول[سمول]

(Crown thinning)

دې ډول رنګړي کونې ته French thinning، High thinning اويا Thinning from above هم وايې پدې طريقه کې رنګړي کول په خاصه توګه دغالبوونوڅخه شروع کيږي پدې ډول رنګړي کونه کې ناروغه ،خرابې ،کم ارزښت لرونکې غالبې ونې په مکمل ډول ليرې کيږي کم ارزښت لرونکې ونې په انفرادي ډول په ډيرې خوښۍ سره ليرې کيږې مغلوبې اومتاثره تنولرونکې ونې پکې ساتل کيږي خوپدې شرط چې مړې ،مړژواندې ،اوناروغه نه وي ځکه هغه دلازياتې ودې قوت لري .ناروغه ،متاثره ،اوخرابې ونې دمغلوبونوعودودې په وخت کې ليرې کيږي پدې رنګړي کونه کې دتاج دپورتني کلاسونوڅخه زياتې ونې ليرې کيږي چې دې ته دتاجونورنګړي کول وايي .

دتاجونودرنګړي کولوګټې (Merits of crown thinning) • دپاتې شووغالبوونووده ګړندۍ وي . • متاثره شوې او مغلوبې ونې دغالبوونووده متاثره کوي . • دغټ سايزلرونکي چارتراش توليدوي . • داډول رنګړي کونه خاوره دخرابيدوڅخه ساتي . دتاج رنګړي کولوعيبونه (Demerits of crown thinning) • دايوه سخته عمليه ده . • پدې رنګړي کونه کې متاثره شوې اومغلوبې ونې دغالبوونوسره رقابت کوي اوهغه متاثره کوي . • متاثره شوې اوغالبې ونې په قطع کولوکې دمانع ياخنډرول لوبوي . • متاثره اومغلوبې ونې په قطع شوولرګيوکې مغلق تغيرات رامينځته کوي . دتاجونودرنګړي کونې درجې 1) دتاج کمه رنګړي کونه ((Lc grade ) Light crown thinning) پدې ډول رنګړي کونه کې ټولې مړې شوی ،مړژواندې ،ناروغه اوځينې عيب لرونکې ونې اود1b،1c،1d،iv،v او د1a ځېنې ونې ليرې کيږي اود IIاوIII کلاس متاثره شوې اومغلوبې ونې دلازياتې ودې لپاره پريښودل کيږي . 2) دتاجونوزيات رنګړي کول ((Hc grade ) heavy crown thinning) پدې ډول رنګړي کونه کې دمتاثره شوو اومغلوبو ونودکلاسونوڅخه پرته پاتې ټول کلاسونه ليري کيږي . دتاجونودرنګړي کونې دعملې په کاراچول (Application of crown thinning) • داپه معتدل سوري لرونکوحساسونوعوکې دتطبيق وړه ده لکه deodar اوsal • داپه وچوساحوکې دتطبيق وړ ده . • داپه هغه ساحوکې چيرته چې نسبتاًغټ سايزلرونکوچاتراشوته ضرورت وي دتطبيق وړده . • داپه هغه ساحوکې دتطبيق وړده کومه چې پرخې ،واورې ،وچکالۍ اوبادي نقصانونوته چمتويا برابره وي . • داپه هغه ساحوکې کومې چې دخاورې دخرابيدوسبب ګرځي دتطبيق وړده .

ازاده رنګړي کونه[سمول]

Free thinning(دheckلخواسپارښت شوې) درنګړي کولوهغه ميتوددی چې پکې يوشان فاصله لرونکوانتخاب شووونوباندې تمرکزکيږي(دغه ونې elitesياalphaونې نوميږي)دغه ونې تربلوغت يااخرنۍ يوې يادوه عملياتوپورې ساتل کيږي .پدې ډول رنګړي کولوکې دهغه نورو ونولرې کولوته پاملرنه کيږي چې ددوۍدمطلوبه ودې مخه يې نيولي وي . دآزادې رنګړي کونې ګټې Merits of free thinning • داممکنه نه ده چې يوه قوي ونه دې په اوله مرحله کې انتخاب شي. • په خپله خوښه دقوي ونې انتخاب مشکل کاردې ځينې وختونه کيدای شي خرابي ونې هم انتخاب شي . • کيدای شي قوي ونې دودې په منځنۍ مرحله کې دحيواناتو يابادپوسيله متاثره يا نقصاني شي دادکرراتلونکي پروګرامونه متاثره کوي . • پدې کې دوباره رنګړي کول زيات وخت اوبوديجه ضايع کوي .

زياته رنګړي کونه[سمول]

(Maximum thinning) دادheck دfree thinning يوبدلون دی چې دGehrhar dt لخوامنځته راغلی دادرنګړي کولودهغه ډول په توګه تعريفيږي کوم چې دساحې ټول وده يز ظرفيت احتمالي تناسب پاتې ونوته په واک کې ورکول کيږي .دابتدا‌ًڅخه دداډول ونوشميرتراصغري حدپورې محدوديږي ترڅودوده کونکو ونوڅخه په بشپړه توګه استفاده وکړې شي . دادFree thinning ترټولوقوي (دروند)شکل دی اوپه پايله کې يې د Elite پرته نورې ونې نه پاتې کيږي .څرنګه چې داډول رنګړي کونه ډيره درنده ،ښايې د لوڅيدوله لاری دساحې د خرابيدو،دهرزه بوټوپواسطه نيول کيدو ،دغوټه لرونکې لرګي توليد سبب وګرځي .

پرمختللې رنګړي کونه[سمول]

(Advance thinning) Advance thinning دهغه رنګړي کونې څخه عبارت دې کوم چې په هم عمره ځنګلونوکې دsuppression په طمع ترسره کيږي درنګړي کونې داطريقه دCraib او O’Connor لخوادWattleاو pine په کرونده کې چې په جنوبي افريقاکې ترسره شوې نوپدې وجه دې ته Craib thinning هم وايې ددې رنګړي کونې چې څومره طريقي تشريح شويدي ،رنګړي کول په هغه وخت کې چې کله ونې دخپلوګاونډيوسره دبده مرغه درقابت په نتيجه کې زيانمنې شوې وي ترسره کيږي . دونودطبقه بندۍ اساس (Basis of tree classification) په مختلف العمره نباتاتوکې ونې په خاصه توګه دتاج دحالت اوارتفاع په اساس طبقه بندې شويدي دځنګل دتحقيقاتي ادارې ديهرادون (dehradun) مختلف العمره نباتات دتاج حالت په اساس په دری کلاسونوويشلي دې .(غالبې ،مغلوبې اومتاثره) دتاج دبڼې په اساس هم په دری کلاسونوويشل شويدې (, MediumاوSmall، Good) Seth’s هم دتاج دآذادوالي يا پراخوالي په اساس هم په دری کلاسونوويشلي دي . انتخابي رنګړي کونه : (Selection thinning) هغه رنګړي کونه ده کوم چې په مختلف العمره نباتاتوکې ترسره کيږي دانتخابي رنګړي کونې ياSelection thinning په نوم ياديږي يادرنګړي کولوهغه ميتوددی کوم چې په يوځنګل کې دمنتخب ترکيب ساتنه کوي .اود هر ډول قطر لرونکوکلاسونوڅخه په کې کافي استازي وجودلري پدې وجه په ټولوچتري کلاسونوکې ترسره کيږي اودلاندې خصوصياتولرونکې کلاسونه پکې ليرې کيږي . ۷.شکل انتخابي رنګړي کول • پدی کې مړې شوې ،مړ ژواندې اوناروغه ونې ليرې کيږي . • پدې کې هغه ونې ليرې کيږي کومې چې دخپلوګاونډيوونووده له هرپلوه زيانمنوي. • هغه ونې کومې چې دګاونډيوڅخه کم ارزښت لرونکې وي . • ټيټ کفيت لرونکې ونې.کومې چې دنيالګيوديوښه ګروف دپاسه ولاړې وي همدارازدغه نيالګي بايدهم رنګړي شي . • هغه ونې کومې چې ځانګړې اهميت نه لري. Selection-Thinning اوCrown-Thinningترمينځ تفاوتونه Crown thinning Selection thinning په هم عمره ځنګلونو کې دتطبيق وړ دې .

دا صرف په غالبوونو کې ترسره کيداې شي .

لوړچتر لرونکوونوته پکې توجو ورکول کيږي. په مختلف العمره ځنګلونو کې دتطبيق وړ دې . په ټولو چترلرونکو کلاسونو کې تر سره کيږي . پدې کې دونو لانديني چترونو ته توجوورکول کيږي .

په ګډوځنګلونوکې رنګړي کونه[سمول]

Thinning in mixed Forest

په ګډونباتاتوکې رنګړي کونه ډيرمشکل کاردی ځکه چې په هغې کې مختلفې نوعی اومختلف العمره نباتات دواړه موجودوي . په عام ډول سره په ګډوځنګلونوکې رنګړي کول لاندې مرحلې لري . • لومړی ورباندی دتاج درنګړي کولواصول عملي کيږي . • بيادنوعې اقتصادي اهميت په نظرکې نيول کيږي . • په اخر کې فيصله کيږي چې کومه نوعه بايد په کومه برخه کې پريښودل شي . درنګړي کولودوران ،درنګړي کولوزياتوالې اودرنګړي کونې رژيم يانظام: درنګړي کونې دوران :درنګړي کونې دوران هغه فاصله کومه چې په همغه ساحه کې دپرله پسې رنګړي کونې ترمينځ تيريږي تشريح کوي . څرنګه چې رنګړي کول ددې لپاره ترسره کيږي چې دTree او Poleدکرلوداړتياسره مخامخ شي دپرله پسې رنګړي کونې ترمينځ ځنډ دژوندپه مختلفومراحلوکې دنوعوپه وده پوري اړه لري په بله معنی يا له بله پلوه درنګړي کونې دوران دچټکې ودي په موسم کې لنډوي اودبطي ودي په موسم کې اوږدوي پس درنګړي کولودوران دژوندپه اولووختونوکې لنډوي اوپه ورستيووختونوکې اوږدوي سره لدې چې دمنځني عمروروسته دودې دغه اندازه کميږي درنګړي کونې دوران دکاردپلان په وخت کې بلې خواته په عادي ډول نه اوږديږي .

درنګړی کولوددوران مثال[سمول]

لاندې جدول درنګړي کونې دوران ښايې کوم چې دهند پهKerala او m.p مدياپرديش کې دTeak لپاره منل شوې .

Interval to next thinning in years Age of crop at the time of thinning in the years State Interval to next thinning in the years Age of crop at the time of thinning in the years State

5 10 10 15

5 10 20 30 45

mp

4 8 12 14

6 10 18 30 44

Kerala

• درنګړي کونې زياتوالي :په حسابي موده کې هغه پراخوالې نسبتاً په کوم کې چې نبات رنګړې کيږي داپه عمومي ډول دکمويازيات شميرونودليرې کولومطابق په کمې اوزياتې مودې سره ښودل کيږي يابيانيږي . په عملي کولوکې درنګړي کولودوران اودرنګړي کولوزياتوالې بايدبرابروي که درنګړي کونې موده لنډه وي درنګړي کولوزياتوالې هم بايدکم وي که دوران يې اودږدوي درنګړي کونې زياتوالې هم بايدزيات وي له بله پلوه دنبات دژوندپه لومړيووختونو کې رنګړي کول عادي اوکم وي اوددې نه وروسته چې څومره ممکنه وي بايدرنګړي کول په کمه موده کې ترسره شي چې دوقفوپه زياتووختونوکې مؤثرپاتي شي • درنګړي کولورژيم يانظام:درنګړي کونې نظام يارژيم درنګړي کونې ټول مراحل کوم چې په نبات کې دلومړی وخت څخه تربلوغت پورې ترسره کيږي بيانوي .کيداي شي چې دادرنګړي کونې يويازيات ډولونه ولري .

    Haldwan په علاقه کې په رازرازکروندوکې نموني لپاره .ميخانيکي رنګړي کونه ۳ تر۶کلونوپه عمر کې ترسره کيږي اوددې نه وروسته د ۱۰ -۲۰او ۳۰  کلونوپه عمرکې Free thinning  ترسره کيږي اوپه اخره کې عادي رنګړي کونه په C اوB ګريدونوکې د۳۰کالوپه عمرکې اوپه Dګريډکې د۴۰ کالوپه عمرکې ترسره کيږي .درنګړي کونې ټول مراحل کوم چې په نباتاتوکې په ټول ژوندکې ترسره کيږي دکروندې درنګړي کونې دنظام يارژيم په نوم ياديږي .

هغه سامان الات چې دځنګل په رنګړي کولوکې پکاروړل کيږي په لاندې ډول د ي

a.Kobelco      b.Chain Saws	c.hand saws

d.Bqic e. Pole Saws f.Hammers g.Ruidoso h.Komatsu


  chainsaws	 handsaws                                  Ruidoso
 	  			


Kobelco Ruidoso biqc


                                                                                                                              Handsaws                                 Komatsu                                          hammer      

Chainsaws

دادرنګړي کولو يو ماشين دې چې دلاسي ارې غوندې غاښونه لري .يو جنراتور لري او د تيلو پواسطه چليږي.داونې په اسانۍ سره قطع کوي البته کم قطرلرونکې ونې او په خاصه توګه دښاخونوپه لرې کولو کې استعماليږي .

Pole saws . دا هم يوه اره ده چې په ډاګه کې تړل کيږي او دونې ښاخونه پرې دځمکې څخه قطع کيږي . Hand saw . دا لاسي اره ده چې دونو د ښاخونو په قطع کې ترې کار اخيستل کيږي او د لاس پواسطه چليږي او په شاخه برۍ کې ډيره مهمه ده. RUIDOSO:درنګړي کولو يو ماشين دې کوچني قطر لرونکې ونې قطع کوي دا يوه نيوونکې خوله لري چې ارې اودپوستکوصفا کوونکې برخې لري . KOBELCOدا د رنګړي کونې يوغټ ماشين دې کوم چې کرينګ ته ورته شکل لري دا يوه نيوونکې خوله لري چې ارې ،پوستکي صفا کونکي برخې،اوپه يوه اندازه قطع کوونکې برخې لري.ډير قوي دي او په لوړو ارتفاعاتوکې هم دکار وړتيالري او حرکت د ځنځيرونو پواسطه کوي . BIQC:دا هم يو ماشين دې چې قطع شوي لرګي په موټر کې اچوي . COMATZO:دا هم د رنګړي کونې يو ماشين دې چې په يوموټر باندې نصب وي دا هم يوه قطع کوونکې خوله لري چې لرګي په يوه اندازه قطع کوي او موټر کې ئې اچوي . په Coppice کې رنګړي کول :(Thinning in coppice ) Coppice نباتات په خاصه توګه دوړولرګيوPoles اوسون موادولپاره په نظر کې نيول کيږي که دCoppice دنباتاتوڅخه هدف يوازی دسون موادو توليدوي نوهيڅ ډول رنګړي کول پکې صورت نه نيسي اوکه دCoppiceڅخه هدف دPoles يا هم دچاتراشوتوليدوي رنګړي کول پکې ضروري ګڼل کيږي که د Coppice نباتات په ګډ شکل وي دودې اندازه يې په مختلفونوعوکې خپل ارزښت لري کومه چې په کتنه کې اخيستل کيږي زيات ارزښت لرونکې نوعې په نوروباندې په غوره توب کې برتري لري.

په ځوانونباتاتوکې لومړۍ رنګړي کونه[سمول]

(First thinning in young crops) درنګړي کونې اهميت دنيالګي پالنې يا Tending په عمليې پورې اړه لري په ځوانونباتاتوکې لومړۍ رنګړي کونه اکثره مشکل پيداکوي ځکه چې دلومړۍ رنګړي کونې څخه لاسته راغلي مواددخرڅلاووړنه وي اودعمليې قيمت هم داعتباروړ نه وي .درنګړي کولوځينې غيرسمبال شوي مواددځنګل په فرش پاتې کيږي اوداورخطر زياتوي ځکه دلته دلومړۍ رنګړي کونې دځنډولوهڅي هميشه موجودې وي ترڅورنګړي شوي موادخرڅ شي مګررنګړي کول دونوپه وده اونوبت کې کموالي باندې ډيرغټ تاثيرلري دلومړۍ رنګړي کونې دځنډولوهڅه هم په سيلوی کلچري ډول هم په اقتصادي ډول په اخري تحليل کې نقصاني ده .پس لومړۍ رنګړي کونه په هغه وخت کې ترسره کيږي کله چې په سيلوی کلچري ډول ضروري وې .په هغه صورت کې که رنګړي شوي مواددخرڅ وړوي اوکه نه ؟ اورنګړي شوي موادکوم چې لرې شوي اوترتيب شوي وي په برابرقيمت خرڅ شي ترڅودنباتاتولپاره کوم خطر جوړنه کړي دلومړۍ رنګړي کونې توصيه په يوخاص وخت کې کيږي مګرځينی وختونه دښواوخرابوساحواومحيطې فکتورونوله وجی ئې وده تيزه اوبطي وي لومړۍ رنګړي کونه هم په ځينی وختونوکې دنبات دارتفاع په ذريعه ترسره کيږي لکه په Teak کې هغه وخت رنګړي کول ترسره کيږي کله چې دنبات ارتفاع (۷.۵ـــــ۹ M)پوري ورسيږي . دروغوونوپه خاطردخرابوونوقطع کول: دخرابوونوقطع کول په نبات کې دکم ارزښت لرونکوونوليرې کولوته نسبت کيږي داپه مرکب اوهم په مختلف العمره نباتاتوکې دتطبيق وړده پدې کې لاندې عمليې په کاراچول کيږي . • پدې کې مړې شوې ،مړژواندې اوپه انفرادي ډول ناروغه ونې ليرې کيږي .. • دخرابويا خراب شکل لرونکوبالغواونابالغوونوقطع کول . •Pole دتراکم کوونکې رنګړي کول . • دخراب شوې Seedling او Sapling دوباره قطع کول . • هغه بوټي چې دځنګلي ونولاندې شنه شوي (نامطلوبه)دهغوليرې کول. • دClimber ياختوونکوونوقطع کول. هغه فکتورونه چې په رنګړي کونه اغيزه کوي : • دساحی خاصيت :دساحی دښه خاصيت لپاره بايدقوي رنګړي کونه ترسره شي مګردساحی دخراب خاصيت لپاره به رنګړي کونه کمزورې وي . • دګرمی، وچی اوناکاره ساحی اوجنوبي طرف لپاره رنګړي کونه بايدزياته کمزورې وي مګرديخ ، لونداوشمالي طرف لپاره رنګړي کول بايدپه زياته قوي توګه ترسره شي . • دکم ضرورت لرونکونوعولپاره رنګړي کونه بايدپه زياته پيمانه ترسره شي مګردسوري زغمونکولپاره بايدرنګړي کول په کمه اندازه ترسره شي. • هدف: دچارتراشودحاصل لپاره بايدزياته رنګړي کونه ترسره شي اودسون دلرګيودترلاسه کولولپاره ضرورت نشته چې په کمه اندازه پکې ترسره شې . • فزيکې نماينده ګې ،طوفان،واوره يانور.....په ګڼ ځنګلونوکې عام تاوان دې پس دابايدپه قوي ډول رنګړي شي

رنګړي کول دطبيعت په مقابل کې[سمول]

رنګړي کول په اساسي ډول يوه طبيعي پروسه ده.اودادطبيعت سره يوشانوالې لري . زياتې ونې په پرله پسې ډول دزياتو نمائنده ګيو لکه دحشراتويرغل، دفنګسونو ديرغل او دکمزورئ له امله لرې کيږي .دانسا ن دمداخلې په نه موجوديت کې دزيات تعدادونې دطبيعي رنګړي کونې په صورت کې لرې کيږي.او دمصنوعي رنګړي کونې په صورت کې د ځنګل منيجر په ساده ډول دې طبيعي پروسې ته سرعت او چمتوالې ورکوي.او کوشش کوي چې ددې څخه څه ګټه تر لاسه کړي.

رنګړي کول او د لرګي کفيت[سمول]

درنګړي کونې په مرسته مونږ داخري نباتاتودودې په اندازه کې مؤثر کنټرول راوستلې شو.لکه داخري نباتاتوپه ټول ژوندکې د هغوې د ودې اندازه يوشان ساتي.دلرګيوهغه ونې کومې چې دودې اندازه يوشان ساتي دهغه ونوڅخه کومې چې يو شان وده نلري په کفيت کې ښه دي. دلرګيودتوليداووحشي ژوندپه منظوردمتغيرتراکم رنګړي کونه دا ميتودله يو څه مودې راهيسې په کار وړل کيږي خو په دې نږدې وختونو کې معاينه شوی او پراخه پاملرنه ورته شوې ده دا عموماپه ځنګلونو کې په کار وړل کيږي تر څودمرغانواوتي لرونکوحيواناتو او دهغودانواعولپاره کوچنۍ ساحې برابری کړي کوم چې په ځنګل کې ژوندکوي.داميتودکه چيرته په مناسبه توګه په کار واچول شي نودژونديوموجوداتولپاره دهستوګنځايونوپه ساتنه اوښه والي کې مرسته کولی شي.دمتغيرتراکم رنګړي کول دحيواناتودوحشي انواعولپاره خوراک زياتوي دهغوي لپاره دلمرسره دمخامخ کيدواوهمدارنګه دپټيدودپوخ په ډول دنده سرته رسوي .داميتودپه شاخه بورۍ کې هم په کاروړل کيږي په دې ميتودکې دونوپه زياته اندازه رنګړي شوې ( ياهغه چې هيڅ رنګړي شوي نه وي) ساحې دواړه ساتل کيږي .بيا هم دا ميتوددهغه انواعو لپاره د خوراک ،پناه اوپټيدولپاره ونې ساتي کوم چې ګڼ پاسني پوښ ته اړتيا لري اوداورته په کمورنګړي شوواو ‎يا هغه ساحوکې برابريږي کومې چې هيڅ رنګړۍ شوې نه وي همدارنګه هغه انواع چې نسبتاکم ګڼ پوښ ته اړتيا لري .په زياته اندازه په رنګړي شوو ساحوکې خپلې اړتياوې پوره کوي . ددې سيستم لپاره کوم منل شوی معيار وجودنلري .دژونديوموجوداتوپه اړه ترسره شوې څيړنې داپه ډاګه کوي چې په منځني ډول بايدپه هر ايکړکې کم ترکمه دزياتورنګړي شوواوکمورنګړي شوو دواړوبرخودوه ساحې (چې هره يوه يې بايدشاوخوا۵۰ فوټه قطرولري)وساتل شي .دا به وکولاې شي تر څودوحشي ژوولپاره په ځنګلونوکې اړتياوې او هستوګنځايونه برابرکړي کوم چې دتجارتي اهدافوپه منظور رنګړي شوي وي .په زياته انداره رنګړي شوي ځنګلونه په دې معناچې چتريې بايدله ۴۰فيصده څخه زيات تړلی نه وي(داښايي له ۴۰فيصده څخه کم اويا هم په ځينې برخوکې په بشپړډول قطع شوي وي) د متغيرتراکم رنګړي کول دا معنا لري چې ديوا يکړ ځنګل شاوخوا۱/۸برخه بايدپه زياته اندازه او۱/۸برخه بايدپه کمه انداره رنګړۍ شي او ياهم هيڅ رنګړۍ نه شي .نه رنګړي شوې اوياکمه رنګړي شوې ساحه دمرغانواوتي لرونکوحيواناتولپاره د پټيدوځاې برابروي اړينه نه ده چې دغه سپارښتنه درنګړي کيدونکې ساحې په هرايکړکې يوشان تطبيق کړو خوبايدپه تيت او ناڅاپي (تصادفي) ډول يې تطبيق کړو خو بيا هم هر څومره چې دا عمليه په ځنګل کې په زياته اندازه په کار ويوړل شي په هماغه اندازه دوحشي ژوند لپاره زياته ګټه لري همدارنګه په زياته انداره رنګړي شووساحوکې بايدsnags(مړې ونې)رامنځته شي هغه غټې اوخطرناکې مړې ونې چې په ځنګل کې موجودې وي او که نه رامنځته کيږي ښايي په کمه اندازه رنګړي شوواوياغيررنګړي شووساحوکې راټولې شي . مهمه داده چې اکثره هغه ونې چې مړې دي اوياهم دتنظيم دنشتوالي له امله ښايي مړې شي درنګړي کولودعمليې په ترڅ کې لرې کيږي چې ورسره اړوندوحشي انواع هم په زياته اندازه راکميږي ددې ميتوديوه مهمه برخه دمړوونومنځته راوړلو اوساتنې څخه عبارت ده .په زياته اندازه رنګړي کيدونکې برخه کې هم بايدلوړې سټې او دکوچني قطرلرونکې مړې ونې رامنځته کړل شي .

دځنګل رنګړي کول او داورمخنيوې[سمول]

Forest thinning and fire prevention : دځنګل رنګړي کول داورڅخه په زياته اندازه مخنيوې کوي دساحې ښکلازياتوي اودکاروړساحه اضافه کوي .زيات خلک پدې ناپوهۍ کې اخته دي چې دځنګل رنګړي کول يوه خرابه عمليه ده په حقيقت کې دايواځې ستاسوځمکې نه خوندي کوي بلکه هغه تنظيموي اوتقويه کوي يې کله چې ځنګلي ونې ډبلې اوګڼې وي نويوکمزوری اورپکې زرخپريږي اوداخپريدل په زياته اندازه تباهي رامينځته کوي اوهرکله چې دونوترمنځ برابره فاصله مراعت شي نودغه کمزوری اورپه ځنګل کې ډيرکم تاثيرغورځوي دونورنګړي کول داورڅخه دمخنيوې لپاره په هغه اندازه ترسره کيږي چې دهغې پواسطه داور څخه خپل ملکيت وساتل شي يوه بله فايده ونوته مساوي فاصله ورکول يوازي داوردمخنيوې لپاره مهم ندي مګر دښکلاپه منظورهم حيرانوونکې دي.

سرچینې[سمول]

راټولوونکی جمالدین سيد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه ۱.ځلاند، وسيم الله .(۱۳۹۱) .سيلوي کلچرلکچرنوټ .سيدجمال الدين افغاني پوهنتون .دکرنې پوهنځې .مخونه (۱-۶)

.KHANA, L.S.(1999). principles and practices of Silviculture dehradon ۲ (۴۲۰-۴۵۳). pages

 ۳:Manikandan, k and Prabhu, S.(2012). -Indian forestry. Jan brothers                             
    (New delhi).pages(۴۴ـ۴۹) 
               

۴:Raza , S . B. (2006). Comprehensive Forestry. Urdu bazaar Lahore. Third Edition.pages.(۲۲۰ـ۲۲۷) ٬