دځنګلونو شاخه بري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه 

شاخبري[سمول]

(Pruning)
A shelterwood establishment cut, eastern white pine

څرنګه چې د ميوه لرونکو ونو ، د قوي ارزښت لرونکي لرګيني ونو او د سيوري په منظور کرل شوي نباتاتو لپاره د اوبو، غذائې مــــــــــوادو ، خيشاوې ، د سرې استعمال ، دخاوري اصلاح ، کيمياوي درمل ،آفت وژونکي او داسي نور ضروري ګڼل کېږي . نو په همدی لحاظ شاخبري هم په نوموړو نباتاتو کې د زيات حاصل او توليددلاسته راوړلو لپاره او همدارنګه د ښه لرګې (timber) د توليد لپاره ضروري ګڼل کېږي چې مختلفي ونې په مختلفو شکلونو شاخبري کېږي .

د شاخبري تعريف[سمول]

:- شاخبري يوه هارټيکلچري او سيلويکلچري عمليه ده کوم چې دوني د برخو لکه ښاخونو  (branches)،غوټيو(buds)او ريښو(roots)په انتخابي شکل قطع کول يا ليري کول پکې شامل دي .دونو شاخبري کول دنوموړوونودراتلونکي حاصل ورکولولپاره يوغوره،ارزښتناکه اواصلاح کوونکې لاره ده .شاخبري کول د هغه عمليې څخه عبارت دی کوم چې دولاړو ونو د اصلاح او د لرګي (Timber) د توليد لپاره ، ژوندی (شنه) څانګې ، مړه (وچ شوي) څانګې او زياتره شنه ضعيفې او وچ شوي ضعيفې څانګې ليري کېږي .

شاخبري يوه کلنۍ پروسه ده چې دونی اود پاڼو د سطحي څخه چې د وني وده ځنډوي د نامطلوبو څانګو ،تيغونو او ښاخونو د ليري کولو څخه عبارت دې . شاخبري په حقيقت کې يوه قد ټيټوونکي عمليه ده ځکه چې د ونې زياتره وده کوونکي برخې لېري کېږي او دشاخبري پواسطه کيدای شي چې کله چې ونه څه وخت په حاصل راشي او په همدی حاصل باندي دوامداره پاتي شي . Pruning: - dense growth after shearing. شاخبري :- د يوی ونې د قيچې کونې څخه وروسته ګڼ ودی ته وائي .


دشاخبري تاريخچه[سمول]

(History of pruning)

د لومړي او دوهمی ميلادي پيړيو په دوران کـــــــې په شپږمه سلسله کــــــــــــــــې د ونو کوچني کول د شاخبري پواسطه په پراخــــــــــــــــه اندازه استفاده وشوه چـــــــې پدی کــــې زينتي نباتاتو (Ornamental plants) کې عملي شوی وه . د يوولسمې او ديارلسمې پيړيو کې وني ته يو قسم شکل ورکول کيده چې په هغه وخت کې د (panging) په نوم ياديده چې خپل اوج ته رسيدلی وه او مختلف انواع دمڼو او زردالو په شمول وکرل شوي په ميوه لرونکي ونو ته د شاخبري پواسطه شکل ورکول په (14) او (15) ميلادي پيړيو کې شروع شوي ده . په ( ۱۹۵۵) م کې يو فرانسوي عالم چې (bierre belonof mons) نوميده د ميوه لرونکې باغونو په غاړو ودريده او شکر يې ويسته او ايټاليا يانو ته ئې ښکاره کړه چې دغه ميوي (spalieres) کېږي چې دغه (spaliere) کلمه د (espauliere) د فرانسوی کلمي څخه اخيستل شوی ده چې مفهوم ئې (palisade) دی يعنې هغه چاپير شوی ديوال چې وني يې پکې قسما قسم شکلونو تربيه شوي وي . په (16) پيړۍ کې د(espauliere) لومړني مربوطه علمي منابع وي مګر د حاکې و نقاشي شواهد هغه دي چې دغه نوع حد اقل په يوه يا دوه پېړۍ مخکې شاخبرۍ ته ئې د پای ټکې کيښود . د(20) م پيړۍ په شروع کې (lorette) د فرانسې په (wagnonville) په ايالت کې د شاخبري يو قسم سيستم د دوبي شاخبري (summer pruning) دمڼو دونو دتيزی ودې لپاره او دګل د غوټيو (flower bud) لپاره ئې جوړ کړي وه . په نتيجه کې په (19) م پيړۍ کې د شفتالو او شليل د ونو لپاره شاخبري پکار يوړل شوه او د هغه څخه وروسته دغه پروسه يا روش عملا پراختيا ومونده او تقريبا د (1915) م کال څخه وروسته د نيالګيو عکس العمل نسبت شاخبري ته ډيره توجه شوی ده .


دشاخبري اصول يا شرايط[سمول]

Undesired balsam fir preventing desired white pine regeneration

د ميوه لرونکی ونو لپاره په جلا ډول شرايط نيول کېږي او دلرګيو د توليد په منظور جلا شرايط په نظر کې نيول کېږي نو مونږ د هغه اصولو څخه يادونه کوو چې په عمومي ډول سره دلرګيو (timbers) اودميوي د توليد او کيفيت څرنګوالي د ښه کولو لپاره پکار وړل کېږي 1. ونه بايد يواځی د استراحت په مرحله کې شاخبرې شي حتی که چيری تل شنی وني هم شاخبري کېږي بايد د کال په هغه موسم کې چې هوا ډيره يخه وي او نمو توقف کړي وي تر سره شي. 2. هغه څانګې بايد قطع شي کوم چې د ونې د تنې سره د(۳۰) درجی څخه په کمه اندازه زاويه اود (۴۵) درجی څخه په زياته اندازه زاويه جوړه کړي وي . 3. دوني اطرافي ښاخونه بايد دوني دتني () برخي څخه زيات نه وي نو ځکه دا ډيره مهمه ده چې کله چې په ونوکې شاخبري اجرا کېږي نو د ونو ډير لوی ښاخونواو غټوالي څخه مخنيوي وشي 4. د امکان تر حده کوښښ وشي تر څو د وني تنه د (۳) متره په اندازه د ښولرګيو د توليد په منظور وروزي. 5. کله چې يوه لويه څانګه قطع کېږي نودا ډيره مهمه ګڼل کېږي چې قطع کونه د بيرون له طرف څخه وشي. 6. د شاخبري پواسطه کولای شو چې د لمر رڼا او وړانګې د وني ټولو برخواواعضاوو ته ورسوو. 7. شاخبري دوني لرګي نوي او قوي کوي او قوي څانګو، شاخچو او ګلانو ته ادامه ورکوي. 8. شاخبري دوني د اندازي د کنټرول لپاره مهمه ده تر څو په اسانه ډول ميوه راټوله شي . 9. د شاخبري پواسطه کـولای شو چې دونې څخه بيکاره څانګې لـېري کـــــــــــــــړو لکه :- وچ ، مات او يو پربل تېر شـوي ښاخونه . 10. ټول پاڼريژي ،ميوه لرونکي،او تل شني وني دی د شاخبري په وخت کې شاخبري شي تر څو چې د ريښو او څانګو تر منځ ئي نسبت پيدا شي . 11. ټولي ځواني وني دی شاخبري شي . 12. پخي وني دی درنه او قـــــــوي شاخبري شي په ځانګړی ډول هغه وني چې کمزوری وده او نمو لري 13. دوني پورتنۍ برخه دی نسبت لاندينۍ برخې ته ډيره شاخبري شي . 14. د شاخبري لپاره مناسب وختونه د پسرلي او مني موسمونه دي چې په ګرمو سيمو د مني په موسم کي او په يخو سيمو کي د پسرلي په موسم کي تر سره کېږي . 15. د ځوانوونو د لوړوالي د مخنيوي لپاره د نايتروجن استعمال په دقيق ډول تنظيم کړی ځکه چي د ډير نايتروجن استعمال د وني وده زياتوي اودډيری شاخبري کولو لامل ګرځي . 16. ټولي هغه نودی چې دونی د کمزورې کېدو لامل ګرځي بايد شاخبري شي په ځانګړي ډول هغه څانګې چې د قطع شوي ښاخ د ساحي څخه شنه (زرغوني) شوي وي . 17. هر هغه څوک چې شاخبري کول غواړي بايد د مربوطه نبات د ميوي نيولو په عادت پوه اوسي ځکه چې ځينې ونې د څانګو په څوکو ، ځينې ئي په اړخونو کې او ځينې ئي په منځ کې ميوي کوي . 18. شاخبري بايد د يو خاص هدف لپاره تر سره شي لکه دوني دلوړوالي د کنټرول ،دلمر د رڼا اوهوا دداخليدو لپاره يا د ښه کيفيت کرونکي لرګي (timber) د لاسته راوړلـــــــــو لپاره تر سره شي. 19. د نبات د پوستکي د ويستلو څخه دی ډډه وشي . 20. د شاخبري سامان الات دی بايد تيره او پاک اوسي او لاندي ټکي دی په نظر کې ونيسي

      A: - ټولي څانګی دی لنډي پريکړل شي سټه ياکونده دی نه پريښودل کېږي 
     B ‌‌:- پاکه غوڅونه دی وشي او په زخمي ځای کې دی نيلې او ريښي نه پريښودل کېږي.

21. ونه دی په مکمل ډول په يو ځل نه شاخبري کېږي يعنې يو ځل دی په کې ځينې څانګي قطع شي اوبيا دی ټوله ونه د نظره تيره شي اود بلي څانګې د قطع کولو لپاره دی بيا تصميم ونيول شي . 22. 4Ds څانګي دی پری شي :- 1- Disease ناروغه 2- Damaged زيانمنه 3- Deformed بد شکله 4- Died مړه او وچې 23. ټولو ميوه لرونکو ونو ته کلنۍ شاخبري ضروري ده دلومړي کال په شاخبري کې ونې ته د شکل ورکولو په صورت کې ونه قوی ، غښتلي او مناسبه وده کوي او د ميوې نيونه ، حاصل راټولول او زراعتي عملئي اسانه کوي او مناسبه شاخبري د وني قوت ساتي او په ځوانو ونو کې د حاصل ورکول زياتوي. 24. شاخبري د ونو د ميوي ورکولو څانګي زياتوي او په څنګ کې د ميوي د ړنګي کولو مصارف کموي . 25. په شاخبري سره د وني ناروغي ، مړی ،زخمي او غيرضروري څانګي پري کېږي چې په نتيجه کې وني صحتمنده راځي . 26. شاخبري وني د تل لپاره ځوانی ساتي . 27. په شاخبري کې ټولي زړي او زيانمني شوي برخي بايد ليري شي او نوي برخي ئي وساتل شي چې پدی کې تر ټولو قوي وده شامله ده . 28. شاخبري بايد د وني ظرفيت لوړ کړي او ددی چترۍ ته د زياتي رڼا د ننوتلو زمينه برابره کړي . 29. شاخبري د ونو تر منځ ګڼه ګوڼه کموي . 30. د ميوي انکشاف ته وده ورکوي او د فصل او وني ظاهري بڼه لوړه او ښه کړي . 31. وني بايد د قوي ودي او غوره ميوي د ساتلو لپاره بايد په جدي توګه شاخبري شي. 32. مناسبه شاخبري بايدد يو خوانه ونه د يو مستقل چوکاټ په درلودلو سره وروزي او هر څومره چې امکان لري د توليد سطحه ئي لوړه کړي او بايد دوني دطبيعي ودي د عادت په ضد ونه اوسي . 33. شاخبري بايد دوني دعمر په اوږدو کې دوام ولري ترڅود وني څخه زياتي څانګي ليري شي او د وني سايز او شکل جوړ او وساتل شي . 34. کله چې ځنګلي وني (17feet) لوړوالي ته ورسيده نو بايد شاخبري شي . 35. که وغواړو ښه حاصل لاسته راوړو نو وني بايد په (16feet) کې ددوی ښاخونه په کمه اندازه ووهل شي . 36. که چېرته دا هم نشي کيدلي نو بيا وني په (8feet) کې ښاخونه ووهل شي تر څوپه کافي اندازه حاصلات لاسته راوړو. 37. د ونو د پاڼو د شنه کيدو اودپاڼو د غورځيدو په وخت کې بايد د شاخبري څخه مخنيوی وشي .

کوم ښاخونه دشاخبري په وخت کې قطع کېږي[سمول]

1. هغه ښاخونه چې د (45 ) څخه زياته او د (30) څخه په کمه اندازه د وني د تني سره ئي زاويه جوړه کړي وي بايد قطع شي . 2. هغه ښاخونه چې د لويو زاويو لرونکي او د ماتيدو امکانات يې زيات وي او همدارنګه هغه ښاخونه چې د وني اطراف او جانب ته وده او نمو کړي وي بايد قطع شې . 3. هغه ښاخونه چې يو دبل له پاسه قرار ولري . 4. هغه ښاخونه چې لاندي يا عمودي نمو ئي کړي وي . 5. هغه ښاخونه چې په مرض اخته وي . 6. مات شوي ښاخونه بايد قطع شي . 7. زخمي شوي ښاخونه بايد قطع شي. 8. Sucker يا هغه ښاخونه چې د ريښو څخه ئي نمو کړي وي بايد قطع شي . 9. هغه ښاخونه چې يو د بل سره موازي وي او په راتلونکي کې يو د بل مزاحمت کوي بايد قطع شي 10. هغه وچ شوي ښاخونه کوم چې د وني مرکزي برخي ته د لمر شعاع دمانع کيدو سبب کېږي بايد قطع شي. 11. ټول (water sprout) يا هغه ښاخونه چې په وديز موسم کې شنه او تيزه وده ولري بايد قطع شي ▷ Sucker ▷ Whorls ▷ Epicormic branches ▷ Vertical ▷ Crossing ▷ Co-dominant ▷ Poorly-attached ▷ Dead or broke ▷ Rubbing branches ▷ Narrow crotches ▷ Competing leaders ▷ Stub or broken branches ▷ Shaded interior branches ▷ Downward-growing branches ▷ Heading back or growth diversion


12. که چېري يوه ونه سيوري کوونکي وي او دوني ارتفاع او وده له منځه ځي نود وني دښکتنيو برخو څانګي تري ليري شي او په يوه کال کې دوني څانګي په عمودي ډول قطار مه شاخبري کوي . 13. کله چې د غټو څانګو قطع کول غوره کړل ددوۍ څخه نيمګړي ښاخونه ځای پر ځای شوي وي . 14. Pruning when there ,s a branch collar :- د تنی د يو پړسيدلي ساحې څخه چېر ته چې څانګې د تنی سره يو ځاي شوي وي دغه څانګي تاو شوي معلومېږي نو د تاو شوي ځای سره يو ځای قطع شي .

15. Pruning when there’s a collarless union: - هغه ساحه چې پړسيدلي نه وي اوددغی ساحي څخه چې څانګې يې د تنی سره په کمه اندازه يو ځای شوي وي نو دغه څانګې په کم اندازه تاو شوی شکل لري نو د څانګې د پوستکي موړه په ښکاره کې قطع کوي.

16. Pruning when it’s a co dominate stem: - کله چې څانګې د ساقې څخه ډير جګي وي او د څانګې د پوستکي لاندينی برخه د ساقی په خارجي برخه کې نښتي وي بايد قطع شي .

د شاخبري ګټي[سمول]

A partial overstory removal cutting in eastern white pine. Compare the amount of light reaching the seedlings to that in the establishment cut.
(Advantages of pruning):- شاخبري د نبات لپاره ډيري ګټي لري که چېرته په سمه توګه وپالل شي نو ځنګل ته په بشپړه توګه زياتوالې ورکوي 

1. د بيکاره لرګيو شتون کمېږي . 2. وني نسبتاقوي کېږي . 3. د ميوي کيفيت او کميت اصلاح کېږي . 4. وني ته ډيره قوي وده ورکوي يا دوني وده تېزوي. 5. د مړو لرګيو يا وچو لرګيو له منځه وړل د لرګي (timber ) کيفيت او کميت ښه کېږي . 6. د غوټيو کمول ،له منځه وړل او يا د غوټيو مخنيوي کوي. 7. د ميوي ټولول او نور کرنيز عمليات د شاخبري پواسطه اسانه کېږي. 8. د ونو د ميوه نيوونکو څانګو پورتنۍ برخې تناسبي چوکاټ شکل جوړوي. 9. دونو د بيلابيلو برخو څخه د ښاخونو قطع کول يا د هغه ښاخونو قطع کول کوم چې په نورو ونو باندي سيوری کړې وي يا ګڼ وي چې ددی قطع کول د وني لپاره ډيره ګټوره وي . 10. د وني په ريښه کې په عين وخت کې غذا او غذايې مواد ذخېره او ساتل شوي وي او په پاڼو او ښاخونو کې ذخېره او ساتل شوي نه وي نو ددغه غذايې موادو د ليری کولو لپاره بايد شاخبري تر سره شي . 11. شاخبري په ونه کې د بدني ودی او ميوي د ساتلو د ساحي تر منځ توازن ساتي . 12. د ځوانو نباتاتو د شاخبري کولو لپاره غوره ساختماني شکل جوړ شي .

دشاخبري تاوانونه[سمول]

(Disadvantages of pruning  ) 

1. شاخبري عموما ډير ګران کار دي چې په خاصو سببونو سره په پراخه اندازه محدود شوي وي . 2. شاخبري دډير پاملرني وړ مهارت ته ضرورت لري . 3. د ونو شاخبري کول په خصوصي توګه دونو د د ودې په قوت پوري اړه لري چې د څانګو د شاخبري کيدلو څخه دغه لوڅ شوی ځای د امراضو او حشراتو پواسطه د حملې لاندی راځي . 4. د شاخبري زخمونه کولای شي چې وني ته امراض او حشرات داخل کړي نو شاخبري بايد د وني د ودی په وخت کې اجرا نه شي . 5. د شاخبري څخه وروسته کيدای شي چې وني صحتمنده وي ليکن زيات شمير حشرات د هری خوا څخه پری را چاپير شوي وي . 6. هغه کوچني ښاخونه چې ډير په اسانۍ سره قطع کېږي نو زخمونه جوړيږي او د پتوجن لپاره د ننوتلو اجازه ورکوي او د وني ورستيدل رامنځته کوي .

د شاخبري اهداف[سمول]

(Objectives of pruning ) 1. د ونو دشاخبري کولو څخه عمومي هدف د ودی تنظيم ، دميوي د اندازي او کيفيت دښه والي ، د وني دشکل او بڼی د اصلاح او د ساختماني چارو لپاره د ښه لرګي د توليد دلوړيدو او اصلاح په منظور تر سره کېږي 2. دشاخبري کولو پواسطه د وني لوړوالي او پراخوالې کنټرولېږي . 3. شاخبري د وني د قوت لامل ګرځي . 4. د وني د لوړوالي په کنټرول سره ددوا پاشی ستونزه کميږي . 5. د وني عمر او اصلاحاتو د زيا تيدو لامل ګرځي . 6. څرنګه چې د شاخبري پواسطه په ونه کې ښاخونه ډيريږي نو د ښاخونو په ډيريدو سره حاصل هم ډيريږي. 7. شاخبري د ميوې غټوالی ، رنګ او خوند زياتوي . 8. د ناروغه څانګو په پريکولو سره د ډيرو ناروغيو مخنيوی کېږي . 9. د وني دلوړوالي په کنټرول کيدو سره د وني څخه ميوې په اسانۍ سره راټوليږي . 10. په ونه کې هوا اود لمر وړانګي ښه داخليږي .

د شاخبري طبقه بندي[سمول]

Classification of pruning :-

I. د يو عامل پواسطه د ونو شاخبري کيدل  :- 1. طبيعی شاخبري (Natural pruning) :- د هغه شاخبري څخه عبارت دی کوم چې په طبيعي شکل د ولاړو ونو څخه څانګۍ له منځه تللي او غورځيدلي وي چې دغه له منځه تللنه او يا غورځيــــــــــــــــــدنه به د رڼا (Light)،واوري (Snow) ،يـــــــخ (Ice) ،ورستيدنې يا خرابوالي (Decay) او د نيمګړتياوو(Deficiency) په سبب رامنځته شوي وي چې طبيعې شاخبري ته (Self pruning) هم وايې . په طبيعت کې مترولوجيکي حالتونه لکه باد ، يخ ، واوره او مالګينتوب کيداې شي چې د نبات پخپله شاخبري کېدلو سبب جوړ شي چې دغه طبيعی غورځيدنې ته (abscission) وايې .دطبيعي شاخبري (natural pruning) يا(Self pruning ) د يو طبيعي عا مل پواسطه رامنځته کېږي او يوه بطي پروسه ده چې په يوه ساحه کې سراسر دونو او ځنګلي نباتاتو په ژوند کې ادامه پيدا کوي . دغه شاخبري هغه وخت رامنځته کېږي کله چې دډيرو نژدی (څنګ په څنګ) ونو تاجونه يودبل ځواني څانګې سره يو ځای شوي وي او يو بل وهلي وی چې په نتيجه کې مات يا وچ شوي ښاخونه د لمر وړانګوپواسطه ارتباط نيسي او متاثره کېږي د فنجيانو او حشراتو حمله دغه مات شوي يا وچ شوي ښاخونه نور هم ضعيفه کوي نو پدي خاطر چې دغه څانګه ماته شي او پخپل زور سره لاندي وغورځوي باد يا شديد عمل ونه کمزورې کوي او ددی نه وروسته د وچ شوو ښاخونوپوستکی وباسي او يا پوستکې لېري کېږي يا ښاخونه دهغوۍ د قاعدی څخه مات شوي وي هلته ځای پر ځای کېږي اودهغه ځای څخه چې څانګې مات شوي دي د غوښتني وړ نباتات راشنه کېږي او وده کوي . که چېري دغه پروسه د اوږد مهاله وخت لپاره جريان ولري نو ددغی وني زياتره سهم د تنې په صافوالي کي وي .


2. مصنوعي شاخبري (Artificial pruning) :- د هغه شاخبري څخه عبارت دي چې د ځنګلدار پواسطه په ځنګلي ونو کې اجرا کېږي کوم چې په طبيعي شکل شاخبري شوي نه وي يا په طبيعي شکل شاخبري کيدلې نه شي نو دغه وني په مصنوعي ډول د انسان پواسطه شاخبري کېږي او د ساقو تر منځ په فاصلو کې ، ددوۍ په ساختمان او دوران کې تغير راولي يعنې د انسان پواسطه په مصنوعي ډول په ونو کې شاخبري اجرا کېږي او د ونو په شکل ،ساختمان او نورو کې تغير راولي . مصنوعي شاخبري په ساده ډول يوه ارزښت لرونکې عمليه ده چې د هغه د اجرا کولوڅخه وروسته بايد د مهمو فکتورونو ته توجه وشي يعنې د شاخبري څخه وروسته مختلف فکتورونه په احتياط سره مراعات شي اولاندي اقدامات د شاخبري د ارزښت لپاره قبول شوي دي . 1- په هغه انواعو کې چې پوستکې يې سپينيږې يا پوستکې ئي ليری کېږي يا پوستکې يې نرم وي يا په صنعت کې په اساسي ډول د لرګي timber کوم چې غوټۍ نه لري او ډير مهم دي نو بايد په ډير دقيق ډول شاخبري وشي . 2- شاخبري بايد پخپل وخت کې اجرا شې او کومی څانګې چې شاخبري کېږي بايد نري وي . 3- شاخبري بايد په ښه قوي تنه کې تر سره شي تر څو حاصلات ئي ډير وي . 4- د وني په هغه ارتفاع کې چې شاخبري اجرا کيږي بايد يو څه امکانات موجود وي ځکه چې د شاخبري لپاره د زيني استعمال ګران تماميږي . 5- دغوټيو مخنيوي کول :- چې د غوټيو مختلف اقسامو اود هغوی د تاثيراتو څخه ونه بايد پاکه شي . 6- دونو بعضی انواع چې په چټکۍ سره د لرګي د هستې شکل ئي قوي وي جګ، نري او درانده وي . II. د څانګو دډولونو په اساس دونو شاخبري کيدل :- 1- دشنو(ژوندي) ښاخونو شاخبري کول (green branches pruning) په لوړه کچه دشنو څانګو شاخبري کول ښه نه دي او يا شنی څانګي په يو خاص محيط کې ترميم شوي وي او په محدوده اندازه څانګې په يو ټاکلي وخت کې لېري شي او د هغه چا پواسطه اجرا کېږي چې ډيره تجربه ، علم او مهارت ولري .

• د جوړه شوو ساقو څانګې چې په بل کې ننوتي وي بايد واخيستل شي . • اضافي درانه څانګې داسی چې په نورو ونو کې يو ځای شوي يا راټول شوي وي . • د جانبي څانګو شاخبري کول هم ښه نتيجه ورکوي . • د وني د لويو برخو څخه چې شنې څانګې لېري شوي وي په جدی توګه دي ددی وده هم معلومه شي • هغه نيالګي چې په منظم ډول کرل شوي وي نو دوی کم شاخبري ته اړتيا لري. • دونو هغه څانګې چې ډيره تيزه وده کوي او نورو ونو سره يو ځای کېږي بايد شاخبري شي ځکه چې نوری وني هم زيانمنوي . • هغه غټي څانګې چې د غوښتني وړ نه وي بايد هر څومره چې وختي شاخبري شي ښه کار دی ځکه چې د غټو څانګو شاخبري کول په عملياتو کې ډير ګران کار دی . • د ځنګل په عملياتو کې داسې ويل شوي دي چې د يوي ونی شنه څانګه شاخبري نه شي ځکه چې که چېري شنه څانګه شاخبري شي نو د حشراتو ، فنګسونو او امراضو د حملې لاندي راځي . 2- د وچو يا مړوڅانګو شاخبري کول (Dry or dead wood pruning):ـد وچو يا مړو څانګو يا لرګيو شاخبري کولو څخه عبارت دې که چېرته په خاص محيط کې په خاصه توګه اجرا شي نو لرګې ئي د پاملرنې وړ دی ليکن په متوسط حالاتو سره ددی لرګيو شاخبري کول کيدای شي چې اقتصادي تمام شي. دناروغيو د تاثير لاندی څانګې په ډير خلاص شوي يا ازادو کرل شوو نيالګيو کې تر سره کيږي چې علاج اوسمول ئي اسانه دي . که چيرته په ګډ شوو نيالګيو کې مصنوعي شاخبري بيدون د ډير ارزښت سره ازمايل شوي وي نو دڅانګو تر منځ به د شاخبري تناسب ترتيب شي اوددی وني څخه به ددوی جانبي څانګي نه غورځول کېږي چې ددي لرګيو ليری کول به وخت په وخت سره يو تناسب ولري .

د طبيعي شاخبري ، مصنوعي شاخبري ، د شنه څانګو شاخبري او د مړو څانګو شاخبري کولو نه بغېر يوه بله شاخبري هم شته چې د Budding pruning په نوم ياديږي .

دغوټۍ شاخبري کول (Bud pruning ) : - دهغه شاخبري څخه عبارت دي کوم چې د جانبي غوټيو پواسطه نښتي وي اودښاخونو د انکشاف مخنيوي کوي اوددی غـــــــــــــــوټيو ليري کولو ته Bud pruning وائي چې ددي شاخبري څخه په کافي اندازه د ښه لرګي (timber) لاسته راوړل دي .ښاخونه دجانبي غوټيو څخه انکشاف کوي او که چيري دغه غوټۍ ليري شي او ددی د ليري کيدو څخه څانګي نه شنه کيږي او دتني په وده کې کومک کوي او دښه لرګي د توليد سبب کيږي.

همدا رنګه (Bud pruning ) د يو ښه لرګي (Knot free timber) د لاسته راوړلو لپاره يو ښه ميتود دی .

دځنګلي ونو دشاخبري کولو اجزاوي[سمول]

1. Heading back cutting 2. Thinning 3. Topping 4. Raising 5. Reduction 6. Dead heading 7. Restoration 1- Heading back cutting:- د يوی ونی د منځنۍ نقطی څخه د قطع کونې څخه عبارت دی د ساقې چې د ودې په حال کې وي لکه د ساقې د بغلونو څانګې او غوټي ليري کېږي دا په عمومي ډول د يو ورايټي د روزل شوو نباتاتو لپاره اجرا کېږي

2- Thinning: - دشاخبري يو غښتلي او پياوړی شکل دي او يوه رنګړي شوي قطع کونه ده او يوه بشپړه ټوکيدني، دوني يوه لويه څانګه يا ښاخ چې ددي د منشا څخه وي ليري کېږي په عمومي ډول د thinning په کارولو سره وني ته دوباره ژوند ورکوي اودډير پاخه ، رسيدلي يا زاړه ونو ،کمزورو ونو ،هغه ښاخونه چې مشکل رامنځته کوي او ډيره تيزه وده لرونکي ښاخونو په ليري کولو سره اجرا کيږي.

کله چې thinning په صحيح توګه اجرا شي نو دنوي ودي لپاره چې د ډيری قوي ميوو او ګلانو په ساختمان کې مرسته کوي او داد ګلابو دشاخبري کولو لپاره او دپريښودل شوي ونو په څانګو کې شروع کېږي يا دډيرو څانګو او بوټو (shrubs) ددوباره نوي کولو لپاره اجرا کوو . 3ـ Topping: - د شاخبري يو جلا کوونکی شکل دي کوم چې د وني د ساقي (trunk) يا يو څه غټ ښاخونو څخه د ټولو ښاخونو ليري کول او د ودی څخه غورځول پکې شامل دي که چير ته (topping) په صحيح توګه تر سره شي نو دډير ځوانو په ونو کې استعماليږي او د(pollarding) يا څپره يا چجه جوړوني او د يو (Espaulier) په شکل استعماليدای شي . 4ـ Raising: - د يوی ونی څخه په ترتيب سره سپکې څانــــــــــــــــــــــــــــګې ليرې کيږې او د ودانيو (تعمير) ، ګاډيو ، د پيادرو او د نندارتونونو لپاره صاف تياريږي. 5- Reduction: - د يوي وني سايز کمول اکثره وخت د خنډونو دليري کولودګټورتوب لپاره تر سره کيږي او د يوي وني ارتفاع او خپاره شوي څانګې ليري کول د شاخبري کوونکي د لارښوونکي پواسطه بشپړ شوي دي اود څانګې څوکي جانبي څانګو ته چې په کافي اندازه غټوالی غوره کړي وي او دڅوکي برخي ئې ((د قطع شوي ساقې د قطر د برخی څخه ډير کوچنی )) د (topping) سره مقايسه شوي وي او (reduction) د وني دشکل اوساختماني بشپړتيا سره د پاملرني وړ مرسته کوي . په باغونو کې اکثره وخت ميوه لرونکي وني ددوباره ودي ورکولو د ګټورتوب لپاره قطع شوی وي او دميوو د بسته بندي د اسانتيا لپاره کوچني وني د پاملرني وړ دي او په باغونو کې د شاخبري نظام ډير پلان شوي دي او دهر يوي وني يو مهم توليدي فکتوردی.

6ـ Dead heading: - د ښکلا او زينت لپاره استعماليږي چې دګلانو اودګلانو د سرونو د ليري کوني يوه عمليه ده چې ديوڅو هفتو لپاره د ګلانو غوټۍ جاري ساتل کيږي يا ددوباره غوړيدلو د انکشاف لپاره اجرا کيږي اويا د تخم نيوني د مخنيوي لپاره اجرا کېږي. 6- Restoration: - دغه شاخبري ونې ته د شکل او ساختمان د اصلاح کولو په منظور د څوکلونو لپاره تر سره کيږي.


ولې مونږ ځنکلي وني شاخبري کوو[سمول]

شاخبري يوه هارټيکلچري او سيلويکلچري عمليه ده چې د ونو لپاره يوه ډيره ګټوره معالجه ده چې هر څوک ئې په ولاړو ونو کې اجرا کولای شي او دلاندی فکتورونو په  اساس تر سره کېږي :ـ ۱ـ  د غوټيو پواسطه چې کومی پيښي رامنځته کېږي د هغوی کمول او د عالي درجی صاف لرګې د توليد زياتول .
۲ـ ساقې د ورو ورو نري کيدلو څخه ساتي .

۳- د (white pine blister rust ) مرض کمول . ۴ـ دونې د انرژي او تغذيې د زيرمو په حاصلخيزو تيغونو تمرکز کول تر څو چې دغه ونه لا زياته او ګټوره شي . ۵- دځنګل د تنظيم اود ميوو د اسانه راټولولو لپاره مناسب اوچتوالی او پراخوالی بر قرار ساتل اود رڼا اود دوا پاشۍ لپاره د څانګو تر منځ خاليګاو ساتل . ۶- د آفتونو او امراضو د کنترول لپاره . ۷ـ‌ دمات شوو ښاخونو يا هغه ښاخونه چې وچ شوي وي له منځه وړل . ۸- د ونو لاندی دلمدي ځمکې د وچولو لپاره چې د لمرد رڼاد مستقيمې داخليدو ته لاره پريښودل شي ځکه چې دډير وخت لپاره دلوندوالي له کبله وني د حشراتوپواسطه زيانمنيږي. ۹- دونې د ودی او دميوو تر منځ پريمانه توازن تر يوه حد پوري په ونه کې د کاربوهايدريت او نايتروجن يو ځای والي پوري اړه لري کله چې دغه عناصر پوره وي نو وده ئې چټکه وي او زيات حاصل منځته راوړي او که چېر ته دغه عناصر کم وي نو وده ئې ضعيفه وي او ميوه ئې هم کمه وي او همدارنګه ددوۍ څانګې بايد منظم وروزل شي چې له يوې خوا ئي وده کنټرول وي او له بلې خوا د ميوو د زيات توليد سبب وګرځي .

۱۰- The treatment of individual trees  :- د سيلويکلچر يوه مهم څرګنده شوی بڼه ده چې ممکن دونو تنظيمول ،شکل اود انفرادي ونو توليدي قوه د مستقيمي معالجي پواسطه اجرا کېږي . شاخبري د ونې چترcanopy يا ريښي ګڼوالې د کيمياوي موادو او هورمونونو غوښتنې او نوری مداخلی (منځګړيتوب) که چېرته پخپل وخت سره اجرا شي نو د ودی نخښي بدلوي اودونې ارزښت دلوړولو لپاره په نظر کې ونيول شي

۱۱- Crown and Canopy thinning:- دتاج اوچترۍ رنګړي کونه د رڼا د زياتوالي او د باد په مقابل مقاومت کولو لپاره ترسره کېږي او د وني دهری خوا څخه د انتخاب شوي څانــــــــــګو ليری کولو پواســــــــــــــطه تر سره کېږي چــــــــې دا يوه عمليه ده کوم چې د ونی مخالف (ضد ،مقابل) آب و هوا حالات اصلاح کېږي .

۱۲- Crown]] canopy lifting]] :- د تاج په لوړونه د هغه ښاخونو قطع کول شامل دي کوم چې ډير لوړوالی لري  
د شاخبري دغه تخنيک په عمومي ډول په  ښاري محيط کې لکه د دولت دمحافظت او د غوره ښکلاګانو لپاره د وني شکل او د لرګي (timber) د ارزښت د لوړولو لپاره استعماليږي .

۱۳-Directional Or Formative Pruning:- د مناسبو څانګو ليري کول ونه په ساختماني شکل جوړوي او د وني شکل ښه معلوميږي .ِِِِِِِِِِِِِِِِِِ ۱۴-Vista pruning :-‌په يوه ونه کې د منظری په خاطر شاخبري کول دي . ۱۵- Crown reduction :- د يوی ونې ارتفاع او تاج د يوی انتخابي قطع کونې پواسطه کميږي او په ميوه لرونکو ونوکې دصافې قطع کونې اودميوی دکيفيت دلوړولو لپاره کوچني څانګې ليری کېږي . ۱۶- Pollarding:- دشاخبري يو‌منظم شکل دی چېرته چې پاڼريژی انواع چې دوباره شاخبري شوي وي او کال د استراحت په دوران کې دونو د سرونو قطع کول اجرا کېږي او دغه عمليه عموما د (Juvenile) په ونو کې اجرا کېږي نو دوی شديدو عملياتو ته توافق ورکولای شي .


۱۷- For Wood Quality:- شاخـــــبري د لـــــرګې د کيفيت د ښه کولو لپاره يوښه طـــــــــريقه ده ځکه چې په ساقـــه بانـــدی که چيرته زخـــې او دی ته ورته نور شيان مــــــوجــــود وي نو دغـــــه د لرګــــې په اوږدوالي،ډبل والي،شکل او کيفيت باندی تاثير اچوي.

کله چې لرګې د زخو او نورو شيانو څخه پاک وي نودغی لرګي ته (clear wood) وائي چې په عمومي توګه ددی لرګيو څخه په فرنيچرو ،ساختماني چارو،فرشونو او نورو کې تری استفاده کېږي.

که چيرته د ونې ساقې شاخبري نه شي نو ددي لرګې داخلي ساختمان تخريبيږي او که چېرته د ونې ساقې شاخبري شي نودلرګې داخلي ساختمان هم قوي کېږي او د غوښتنی وړ لرګې لاسته راځي نو په نتيجه کې وايو چې شاخبري دلرګې دکيفيت دښه کيدو لپاره هم ګټور وي. ۱۸-For wound dressing:- ټولې وني او بوټي د ژونديو ښاخونوڅخه شيره ،کنډاو ريزين مستقيما بهوي ياپه بل عبارت دغه مايعات هغه وخت بهيږي چې کله چې يو ښاخ،ساقه ياغټ ښاخ قطع شي په عمومي توګه د بوټو او ونو څخه ددی مايعاتوبهيدل ضررنه لري که څه هم په بعضې حالاتو کې که چير ته دډير وخت لپاره پريښودل شي نو بيا ونه تخريبيږې. دادوني د زخمونود ملهم کولو لپاره يا دونې دزخمونوددوباره ترميمونې لپاره او يادتخريب ددوباره ترميموني په اساس تر سره کېږي. دونې ملهم کونه بايدزر تر زره دونې دزخم درامنځته کيدو سره سم تر سره شي مګر دا بايد په ياد ولرو چې دونو ملهم کول دونودخرابوالي يا د ناروغيو درمل نه ودروي دا يواځې دونې دناروغۍ او خرابوالي د مخنيوي په اساس ترسره کيږې.

۱۹- For safety :- دهغه څانګو ليرې کول کوم چې د غورځيدلو ،زخمي کيدلو او ياد تخريبيدلوپه سبب ترسره کيږي او يا د هغه څانګو غوڅول يا سرکپول کوم چې دکوڅويا دلارو په اوږدو کې ځوړند منظره جوړه کړی وي اويا په بل عبارت د هغه ښاخونو ليري کول کوم چې د کرلولپاره تری ګټه اخيستل کيږي او کيدای شي چې دهغه انواعو مخنيوی وکړي کوم چې نه کرل کيږي. ۲۰- For health :- د نبات د صحت لپاره دښه کيدو لپاره لاندی څانګې شاخبري کيږي:- • د حشراتو دحملې لاندی راغلي څانګې • د آفتونو پواسطه تخريب شوي څانګې • په امراضو اخته څانګې • په هوا کې ځوړند څانګې • يوپربل پراته څانګې • رقابت کوونکي څانګې • زخمي شوي څانګې • مات شوي څانګې ۲۱-For aestatics:- دا هغه وخت ترسره کيږي کوم وخت کې چې دوني څانګې په طبيعي ډول قطع شوي وي اود ونې د ښايسته کولوپه منظور مونږ شاخبري تر سره کوو. ۲۲-For Improve:- دا هغه وخت ترسره کيږي چې کله ونه غير منظمه وده ولري يعنی دميوو حاصلات يو دم زياتيدل يا د ميووحاصلات يو دم کميدل اوداسي نورو داصلاح کولو لپاره ترسره کيږي. ۲۳ـFor commercial value :- دونو شاخبري کول کيدای شي چې په زياته اندازه د لرګيو تجارتي ارزښت ولري دشاخبري پواسطه کيدای شي چې د٪(۲۰) څخه تر ٪(۲۵) پوری زياتوالې وکړي. ۲۴-For economical value :- دونو شاخبري کول اقتصادي ارزښت لرونکي دي ځکه چې لرګې يې په تجارتي ډول خارجي ممالکو ته ليږدول کيږي او ميوي يې په ملي اوبين المللي سطحه د ارزښت وړ دي.

په شاخبري تاثير کوونکى عوامل[سمول]

1- وخت (time ) 2- موقيعت (يخ سيمي او گرمې سيمي) 3- اقليمي شرايط :- • هوا • رڼا • لنده بل (رطوبت) 4- امراض او آفتونه 5- کيمياوي موادو استعمال 6-[[ انسانان]] 7- حيوانات

دشاخبري وخت[سمول]

د وني د ودي په وخت کې شاخبري کول ښه نه دي ځکه چې پدی وخت کې د فنګس په رقم (fungoid) خطرناک امراض او د حشراتو حملی زياتي وي نو ځکه زخمونه يې په کاميابی سره پراخيږي او ونه کمزوري کيږي چې وروسته ئي علاج په کاميابۍ سره نه کيږي د شاخبري کولو لپاره ښه وخت د استراحت مرحله ده. شاخبري عموما په دوه موسمونو کې اجرا کيږي :- A. د پسرلي په موسم کې د يخو سيمو نباتات شاخبري کيږي B. د مني په موسم کې د ګرمو سيمو نباتات شاخبري کيږي . د ژوندي (شنه) ښاخونو دشاخبري کولو لپاره ښه وخت د استراحت مرحله ده او شاخبري د ژمي په اخري وختونو کې يا د پسرلي په لومړني وختونوکې د پاڼو د شنه کيدو څخه مخکې وشي . کله چې يوه ونه په متوسط اندازه يا مناسبه اندازه حاصلات ورنکړي نو شاخبري پکې اجرا کيږي او د حاصلاتو د ډيرښت لپاره ډير موثر تماميږي او همدارنګه په روغو ونو کې هم شاخبري اجرا شي چې په راتلونکي کې د لوړ کيفيت لرونکي توليدات توليد کړي . که چير ته شاخبري په صحيح توګه اجرا شي نو د ځنګلي ونو د ميوي يا حاصلاتو لاسته راوړلو لپاره ډير ګټور تماميږي.

دشاخبري ميتودونه[سمول]

===-Open center or vase system== پدی طريقه کې د ونې منځ خالي پريښودل کېږي او د ونې څخه مر کزي ښاخونه ليری کېږي او يواځی د (٣-٥) پوري اصلي ښاخونه لري چې دخوازې په نوم ياديږي کوم چې د تنې څخه بهرر ته راوځي دغه سيستم د لمر وړانګو ته اجازه ورکوي چې په زياته اندازه دونې داخل ته ولاړي شي چې پدی سره د ونې په داخل کې سيوری کميږي. === central leader system===پدی طريقه کې د ونې مرکزي تنه يا ښاخ نه قطع کيږي او دونې په شاوخواکې په مناسب فاصلې سره د (٣-٤) پوري مناسب ښاخونه پريښودل کيږي چې په نوموړي طريقي سره يو قوي او غښتلې ونه جوړيږي مګر په نوموړي سيستم کې لويه ستونزه داده چې مرکزي ښاخ ډير لوړ ځي چې د دوا پاشۍ او د ميوي د ټولولو په وخت کې ستونزه پيدا کوې او هم دلاندينی څانګو ميوي د ښه کيفيت او ډول لرونکي نه وي. ===Modified central leader system===دغه سيستم دمنځ خالي سيستم او مرکزي ښاخ لرونکي سيستم تر منځ يو منځ لاری سيستم ګڼل کيږي چې په نوموړي سيستم کې د مرکزي ښاخ نهايې څوکه په دريم کال قطع کيږې او نوموړی سيستم سره روزل شوي وني هم د دريو چتريو لرونکې وي.د نوموړي سيستم مرحلې د پورته دواړو سيستمونو سره ورته دی مګر فرق ئي دادی چې په تعديل شوي سيستم کې په لومړي کال کې چې کوم مرکزي ښاخ غوره شوی وي هغه د راتلونکي ژمي په شاخبرۍ کې بيا قطع کيږي او دقطع شوي ځاي څخه چې کومه يوه زخه په پورته نقطه زرغون شوی وي هغه د مرکزي ښاخ لپاره بيا غوره کيږي د مرکزي ښاخ د راتلونکي کال او ان په دريم کال په شاخبري کې يا د شاخبري به اخره مرحله کې په بشپړ ډول قطع کيږي چې په راتلونکي کې يې لوړوالي ته اجازه نه ورکول کيږي . ===Espalier system=== پدی سيستم کې ونې په افقي يا نيمه افقي ډول تربيه کيږي هغه وني چې پدی سيستم تربيه کيږي دEspalier انواعو په نامه ياديږي او که چيرته په مختلفوموازي سيستم په طريقه نمو وکړي د(cordon) په نامه ياديږي او همدارنګه پدی طريقه کې وني زيات کار غواړي چې د انګورو نه بغير په نورو ونو کې په تجارتي ډول نه تطبيق کيږي.

څنګه شاخبري وکړو[سمول]

کله چې وچ شوي او شنه لرګي چې ليري کيږي ددوی قطع کونه بايد پورته خواته په (۴۵) درجو کې قطع شي اوبايد مستقيما د تنی څخه په زياته اندازه زرترزره بيدون د ونی د پوستکي دزخمي کيدو څخه قطع شي.

کوچني ښاخونه په ډير اسانۍ سره ډيرصاف او بيدون د زخمي کيدو نه په يو ډير قوي چاقو يا دوه جوړه ئي قينچيګانو پواسطه قطع کيږي . که چيرته ښاخونه غټی اوسختي وي نو ددوی دقطع کولو په عمليه کې به لږه سختي وي او د پوستکي د ډير زخمي کيدو خطر شته او بايد ددی دقطع کولو لپاره د هغه نه قوي چاقوګان يا قينچياني ضروري دي . د ډيرو غټو څانګو د غوڅولو لپاره اره بايد لږه استعمال شي مګر اره بايد د چاقو په شان ډيره تيره وي البته ددی څوکه بايد په اخر کې نازک تاو شوی کړۍ ولري که چيري هغه سطحي ساحې چې د پاڼو پواسطه پوښل شوی وي په مستقيم ډول تری ليري کيږي تر څو چې د ناروغيو مخنيوی تری وشي او ونه بير ته په قرار قرار ډول روغه شي. په ځنګلي چاپيريال يا شاوخوا کې د ونی په ژوند يا د ونی د ژوند په دوران کې کله چې د ونی په وده کې ضرورت وي نو يوه خاصه شاخبري ته که چيري ضرورت وي نو شاخبري پری اجرا کيږي .

دشاخبري لپاره سامان آلات[سمول]

‌‌د شاخبري عمومي قاعده داده چې د هميشه لپاره د هغه ځای قطع کول دي چې وده يا نمو پکې پيښيږي په هغه صورت کې چې يو بله زخه يا څانګه قطع کيږي يا په شاخبری کې هغه ژوندي (شنه) څانګې چې د ساقې څخه قطع کيږي کوم چې ساقه په اوږدو کې ونه چوي او هم د لرګين ښاخ پوستکی تخريب نه شي نو ددی لپاره چې شاخبري په تيزۍ سره سر ته ورسيږي نو دشاخبري سامان آلاتو ته ضرورت دی چې دغه سامان آلات د ونو ماهرين ،د ميوو دباغونو ماهرين ،د ځنګلي ونو ماهرين او همدارنګه ځنګلداران او باغوانان مختلف قسمه دځنګلداری او باغداری سامان آلات او د ونو دقطع کولو سامان آلات چې د کوم هدف لپاره جوړ شوي وي دهمغه هدف لپاره ئي استعمالوي

په ونو کې ښه ګټور شاخبري کول لويه تجربه او حقيقي سامان آلاتو ته ضرورت دی مګر کوم سامان الات چې په شاخبری کې پکار وړل کيږي هغه بايد پاک،تيره،ښه کيفيت لرونکي او همدارنګه ښه قطع کونه وکړای شي .

سامان الات بايد صاف وساتل شي ځکه چې په امراضو اخته څانګې په يو وار قطع کولو سره امراض نورو ونو ته مستقيما خپروي تيره ځايونه بايد په الکولو سره ووينځل شي اوددوۍ د ايښودلو څخه مخکې صاف شي. چې په همدی اساس دغه سامان آلات په لاندی ډول دي 1- کله چې د ساقې يا څانګې قطر د يو انچ څخه کم وي ددوی لپاره د لاس شاخبري کوونکي الاتو پواسطه په موثره توګه شاخبري شي او يو صاف قطع کونه وکړای شي. 2- By pass style hand pruner: - د شاخبرۍ د کوچنيو الاتو څخه يوه اله ده چې ښې او چپ مناسب لاستي لري او دقيچې په شکل عمليات پری اجرا کېږي خو غټ فرق ئي دادی چې يو Blade ئي د چاقو په شکل تيره دی.

3- Anvil style hand pruner: - دغه اله يو تيره blade لري چې يو څه برخه ئې د اوسپنې څخه جوړه شوی ده چې مستقيما دساقو اوڅانګو قطع کونه کوي.

    Anvil style hand pruner     

4- Lopping shears:- هغه څانګې او ساقې چې د(۱-۳) انچو پوری قطر ولري استعماليږي دغه اله هم د By pass hand pruner اوAnvil hand pruner په شان جوړشوي دي که څه هم دغه اله غټه قطع کوونکې (Blade) اوغټ لاستي لري کوم چې دډيرقوی لرونکې وي هغه وخت چې قطع کونه کوي.

             Lopping shears

5- Pole pruner: - دغه اله د ونې د چترۍ يا تاج کې چې ګڼ يا غټ څانګې يا شاخچې ولري اوتر دوه (۲) انچو پوري قطر ولري استعماليږي.

          Pole pruner

6- Small pruning saw:- ددی Blade تقريبا (۷) انچ اوږدوالې لرې او د هغه څانګو د قطع کولو لپاره استعماليږي کوم چې د(۵) انچو پوري قطر لري.

             Pruning saw 

7- Large pruning saw: - ددی Blade تقريبا (۱۲-۱۸) انچو پوری اوږدوالې لري او دهغه څانګودقطع کولو لپاره استعماليږي کوم چې د (۵) انچو څخه زيات قطر ولري. Pruning saw


8- Gas chain saw: - دا دهغه څانګودقطع کولو لپاره استعماليږي کوم چې د (۵) انچو څخه زيات قطر ولري.

       Gas chain saw

9- Electrict chain saw: - دا دهغه څانګودقطع کولو لپاره استعماليږي کوم چې د (۵) انچو څخه زيات قطر ولري.

Electric chain saw         
۱۰-  ‌Buck saw:-دايوه لاستي لرونکي اره ده چې په عمومي توګه دغټوڅانګودقطع کولو لپاره استعماليږي چې د H  يا C شکل لرونکې وي او ليری کيدونکې Blade لري چې دا Blade ډير ښه غاښونه لري او همدارنګه دغه اره دمتقابل قطع کونکي اری شکل لري چې د Blade  پراخوالی يې د غاښونو څخه ثابت دی پدی معنی چې پدی اری باندی فايبر لرونکې لرګي،ډبل لرګي او همدارنګه ډير زيات سخت کاږه لرګې قطع کېږي او دا اره کيدای شي چې يو يا دوه سړي يې استعمال کړي.

۱۱- Secateurs:- داهم دونودتکثيرونکي او قوريه لرونکي لپاره يو له مهمو سامان الاتو څخه شميرل کيږي دا قينچياني د پيوند څانګې دغوڅونې،دنيله بوټي دسرکپولو،دنامنلوڅانګودتيارولواودشاخبري دعمليو لپاره استعماليږي.

دقينچي تيغ بايد دښه کيفيت لرونکي وي ځکه چې ټيټ کيفيت لرونکي يې په ښه طريقه سره د نيله بوټي اوپيوندبوټي او همدارنګه دپيوند څانګې پريکونه نشي کولای.

۱۲- Pruning knives:- دشاخبري چاقوګان دتيره تيغ اودښه لاستي په درلودلوسره دتنکي ښاخونودرنګړي کولو،دSucker دليرې کولو لپاره اودګلابوته دشکل ورکونې لپاره استعماليږي.

۱۳- Axe:- دا هم دشاخبري د الاتو څخه هم يوه مهمه اله ده چې د تنکيو څانګو څخه تر ډبل او غټ څانګو پوري يعنې تقريبادونې ټولی څانګې پری قطع کولای شو ليکن دمختلفوڅانګولپاره مختلف تبرګي دي. تبرګي عمومادمسو،برونزو،فولادواو اوسپني څخه جوړيږي.

تبرګې د جوړښت له مخې له دوه برخو څخه جوړ شوی دې

تبرګې مختلف اقسام لري چې په مختلفو مواردو کې لکه داسلحی په توګه تری کاراخيستل کيږي.

۱۴- Ladder:- زياتره دجګوتاج لرونکو ونودشاخبري کولوياسرکپولولپاره زيني ته ضرورت ليدل کيږي او دډيری وده لرونکې ونو دروزني،سرکپولواو ځوانولوپه چاروکې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي.

=هغه سامان آلات چې دشاخبري کولو په وخت کې استعماليږي[سمول]

1-Goggles 2-Gloves 3-Helmet 4-Chain 5-Belt 6-Stair Tools of pruning-7

دشاخبري څخه وروسته توجه کول[سمول]

دچتر لرونکي يا سيوري لرونکي د شاخبري کولو څخه مخکې او وروسته جدي پاملرنه وشي : ▷ د ونې د وچيدو په وخت کې اوبه کول. ▷ د زخمونو مخنيوی کول . ▷ د ضرورت په وخت کې د ضرورت په اندازه سره (fertile) ورکول. ▷ کله چې د ريبلو ماشين پواسطه چمن ريبل کيږي نو د ونو بيخونه هم زخمي کيږي نو د ريبلو ماشين بايد په احتياط سره استعمال شي. ▷ په ځنګلي ساحه(ځنګلي چاپيريال) کـې د قـطع کــونی پواسطه د لرګي (timber) د تنظيم لپاره ښه عمليه د غوښتنی وړ انواع دډيرو ژونديو ونو د حاصل لپاره ګټور دی ▷ يو چمتو شوی پلان کولای شي چې د څو کلونو لپاره د ونو په برابرولو کې کومک وکړي.

په لرګي باندې دځنګلي ونو دشاخبري کولو تاثيرات[سمول]

دښه لرګي (timber) د لاسته راوړلو لپاره د ونو شاخبري کول ښه نتيجه ورکوي چې ځيني نتيجي ئي په لاندي ډول دي :- • شاخبري په لرکي (timber) باندی مستقيم تاثير لري که چيرته شاخبري اجرا نه شي نو دونې لرګې يې کمزوری کيږي . • د شاخبري پواسطه د ونې غذا کنټروليږي کله چې غذا کنټرول شوه نو ونه په متوسط اندازه غذا اخلي او لرګې يې قوي وي . • د شاخبري پواسطه د ونو امراض کميږي نو څرنګه چې ونه دامراضو څخه بچ پاتې شوه نو لرکې يې هم ښه قوي وي.

سرچينې[سمول]

محمد حنیف خان سید جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه