دځايونو ښايسته كيدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دپاریس د ورسای د قصر څخه د باندی د دښکلا بڼ

د ځايونو ښايسته كيدنه یا landscaping دمنظرو دانكشاف ، دتعميرونو دتنظيم دځمكې دجوړښت او سمون او دبڼونو ، دلوبو دميدانو او ډنډ ونو داحداث څخه بحث كوي . هغه دځانگړو كورونو او ټول ولس لپاره دپاركونو او لارو دجوړښت سره اړه لري . دځايونو ښايسته كيدنه انسان ، اباد يو او منظرو ته يو نه شليدونكې ارتباط وركوي او دي هدف ته درسيدو لپاره انسان دي ته رابولي چې له نباتاتو او ځمكې څخه معقوله استفاده وكړي .

نباتات او ډيزاين

سره ددې چې دځايونو دښايسته كيدنې دمتخصيصنو په اختيار كې تيږي ، اسفالټ او لرگې موجود وي مگر عمده اجزائې دهارټيكلچر نباتات دي چې دهغو بڼه دموسم او وخت سره توپير كوي . دځايونو دښايسته كيدنې په هكله ښائې چې دهر وده ايزفصل په اوږدو كې دنباتاتو دپاڼو ، پوټكي گلانو او ميوو رنگ په نظر كې ونيول شي . دمثال په توگه د ريمه ونې دښكلا له نظره په ژمې او پسرلى كې بيل بيل ډول بريښى . همدارنگه دكراب ډول مڼې په پسرلې كې دگلانو په واسطه او په منې كې دميوو په واسطه يوه ځاي ته ښكلا وركوي ، برسيره پردې دهرځاى لپاره بايد دنباتاتو ، ښكلا ، بڼې او ترتيب ته خاصه پاملرنه وشي ذينتي نباتات ځايونو ته دښايسته كيدنې پرته نور اهميت هم لري : (۱)– هغوي دخاوري دتخريب مخه نيسي او دتفريحي مقاصدو لپاره يې گرده او ساړه ځايونه مينځ ته راوړي . كبل ځمكې ته يو ښكلې زړ ه وړونكې فرش برابروي چې روزنه يې په دوامداره توگه هم اسانه وي . (۲) ونې او بوټې يوه سيمه يا كور له نورو څخه بيلوي او په پرده كې يې ساتې . دنباتاتو منظم تركيب او ترتيب دبيلتون او دبدنې ( برم ) احساس ته راوړي . (۳) دبوټو يوه بله مهمه دنده داده چې دسيوري په مينځ ته راوړو سره يوځاى دلمر دزياتې ځلا او تودوخې څخه ساتې . ښائې چې ونې په داسې ډول وكرل شي چې تعميرونوته ضرر ونه رسوي . په مناسبه فاصله كرل شوي ونې بهرنې چاپيريال ته په زړه پورې چتربرابروي . پاڼريژي ونې داگټه لري چې په اوړي كې سيوري تشكيل كړي او په ژمې كې دلمر مخه ونه نيسي.

دځايونو ښايسته كيدنی ډولونه

دكورونو دشااوخوا ښايسته كيدنه

دكورونو دښايسته كيدنې ډيزاين بايد داسې طرح شي چې ديوې كورنۍ اړتياوي او خواهشات پوره كړي . كوربايد داسې ساختمان نه وي چې ځان له دخوراك او خوب په وسايلو سره سمبال وي . دهغه دتعميرونو او شاوخوا ځايونو ترمنځ بايد دښكلا اړيكې په ښه ډول موجودې وي . دډيزاين دبرياليتوب په صورت كې دكوراو احاطې دواړو ترمنځ يو ځانگړى كورني واحد ( ديوې دروازي دواړه خواوې ) مينځ ته راځى . دښايسته كيدنې له نظره دزياتو كورونو دري برخو ته بايد خاصه پاملرنه وشي.

  1. دكور مخه هغه ځاي دي چې تيريدونكې ، ميلمانه او عام خلك يې گوري او كورته رنگ او جلب وركوي . هغه بايد دومره فاصله ولري چې كور په ښه ډول له سرك څخه بيل كړي . هغه بايد دموټرو ددريدو لپاره پوره اندازه محفوظ ځاى ولري .
  2. هركور ښائي يوه خدماتې ساحه ولري چه هلته مختلفې چارې لكه دفضوله موادو اچول ، دكاليووچول ، دسبوروزنه ، حيواناتو ساتنه ، دماشينواو غذائې موادو ساتنه په ښه ډول سرته ورسيږي
  3. دكور انگړ كورته ډير نږدې موقعيت لري او هلته دامكان په صورت كې دبوټو دروزنې لپاره دكوچنيو ښيښه ايزو او پلاستيكې شنوخونو احداث دښكلا دزياتوالى سبب كيږي .

دښاري ښايسته كيدنې پلانونه

ښائي چې ښارونه نامنظم ، چټل او بدرنگ نه وي . ديوه ښارفزيكې انكشاف بايد دهغه دټولنيز او اقتصادي اړتيا و په اساس طرح شي ، ځينې خاص ټكې لكه دځمكې درست استعمال ، دمخابراتي او انتقالي چارو كنترول ، تعميراتي ډيزاين ، تفريحي وسايل او دبندرونو انكشاف په نظر كې ونيول شي . دټولنيز ضرورت داهميت له مخې بايد ښارونه ښكلي وي . هغوي بايد ښكلي تعميرونه، يادگارونه او پاركونه ولري. ښكلايو په زړه پوري هدف دي او له دې كبله هر شين بوټى دښار په ښايسته كېدنه كې لوي رول لوبوي . څنگه چې ونې كورونو ته ښكلا وركوي هغوي دښارونو په ښكلا كې هم خورا ضرور دي.

پاركونه

سره ددې چه دښارونو دخالي ځايونو څخه له لرغونې وخت را په دې خوا خلكو استفاده كړې ده. مگر دښارونو دپاركونو او دلوبو دځايونو دسيستم مينځ ته راتگ يو نوى انكشاف گڼلى كيږي . صنعتي انقلاب دهغو مينځ ته راتگ حتمي گڼلى دي . پاركونه او تفريحى ځايونه دهغو دغټوالي او استعمال په اساس پيژندل كيږي . مربع گانې Squares او پلازاگانې Plazas په پاركونو كې دښكلا او استراحت خورا كوچنې سيستمونه گڼل كيږي . دلوبو ځايونه Playgrounds او ورزشي ميدانونه Athletic fields تفريحى ساحې تشكيلوي چې دپارك دسيستم په ډله كې به يا شامل وي او يابه نه وي . گاونډي پاركونه Neighborhood parks دهغو ځايونو په خدمت كې وي چې دلويو پاركونو څخه لري موقيعت لري او يا هغوي دمحلي منظرو دتشكيل په خاطر احداث كيږي . له بلې خوا لوي پاركونه ( د ۲۰۰ جريبه څخه لوي ) داسې ډيزاين شوي وي چې دټول ښاروگړي ورڅخه استفاده كوي . هغوي دخاصو تفريحى فعاليتونو ( لكه داسونو سورلۍ ، دگلف لوبې ، لمبا ، بيړۍ چلوونه ) په وسايلو سره مجهزوي ، برسيره پردې په هغو كې اكثرا ً موزيمونه ، ژوبڼونه او نمايشي نباتي باغونه موجود وي . دولتې او ملي پاركونه دنوي ښارونو په خدمت كې وي .

دنورو مختلفو ځايونو ښايسته كيدنه

په دې ډله كې دعامه گټو تاسيسات لكه ښوونځى ، فابريكې ، او سركونه شامل دي ، دښوونځۍ شاوخوا ځاى چې دپارك په څير ساحه تمثيل كړي . په ونو او بوټو سره دفابريكو او سركونو ښايسته كيدنه زړه وړونكې منظرې تشكيلوي .

بونسايى Bonsai

بونسايي دجاپان د نباتاتو دتربيي فن دي. بونسى ديو نبات په ځانگړى او کوچني شکل سره دکور په باغ يا په گل لوښو کې تربيه کولوته ويل کيږي.دا ډول تر بيه د کور په باغونو ، په نوى ځمکې پوښنه، رستورانتونو او هوټلونو کې دخاص اهميت وړده. مختلف نباتات لکه ستروس ( ليمو،نارنج وغيره) ، انار، صبرونه،رابر ونه او داسى نور ددى مقصد لپاره استعماليدلاى شي او ددي لاري زياتى پيسى گټل کيدلاى شي.

دافغانستان مختلف اقليمي شرايط دا ايجابوي چه دهيواد په يو نه يو سيمه کې دټول کال په اوږدو کې ډول ډول گلونه توليد کړاى شي. دبيلگې په ډول مختلف گلونه لکه دگلاب گل، داودي، غاټول ، گل نرگس ، زنبق او داسى نور دهيواد په ختيځو او جنوبي سيمو(جلال اباد، خوست ) دژمي او دپسرلي په فصل کى په اسانۍ سره روزل كيدلاى شي.ولې هم دا گلونه په غريزو اوجگو سيمو ( کابل او نور مرکزي ولايتونه) کې په دوبي کې روزل كيدلاى شي.د گلونو دودې دوره په ځانگړو چاپيريال کنترولونکو ساختمانونو (شنو خونو) كې په روزلو سره زياتيږي. دافغانستان په ټولو سيمو کې په هر موسم کې ډول ډول گلونه روزل کيدلاى شي.او افغانستان د ډيرو گلونو لکه غانټول(گل لاله)، شينگل، ريديگل، زيړ گل اوداسى نورو دپيدايش ټاټوبى دى.

سرچينې