Jump to content

دپاچایانو ډولونه دشریعت له مخې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترتیب کوونکی : محمد بشیر مدنی

[سمول]

پاچايان په څو ډوله دي ځيني يي عادل مسلمان ، ځيني يي : فاسق ظالم او تيرئ کوونکي اوځيني بيا کافر اوددين څخه وتلي ،دلته يوازي اول قسم ذکر کوو چې څه مسوليتونه لري او په امت يي څه حقوق دي دالله جل جلاله څخه پدې اړهﻻرښوونې او مرستې غوښتنه کوو ....................                    امير باید مسلمان او عادل وي :                                                

[سمول]

بيشکه سپيڅلې شريعت بيان کړی چې : مسلمان عادل امير دالله جل جلاله په وړاندې تر نورو خلکو ډيره اوچته مرتبه لري اوده ته دالله جل جلاله په نزد لوی فضبلت او ډير ثواب دی چې يوازې الله جل جلاله پرې پوهيږي لدې څخه :                                                

[سمول]

١:-هغه عادل امام چې دخلکو په منځ کې په حقه فيصله کوي او عدل قايموي :

[سمول]

هغه به دقيامت په ورځ دالله جل جلاله دعرش تر سيوري ﻻندې وي په کوم وخت کې به چې پر ته د الله جل جلاله دسيوري څخه بل سيوری نه وي .

[سمول]

وعن أبي هريرة رضی الله عنه قالَ: قالَ رسُولُ اللَّه ﷺ: سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ في ظِلِّهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إلَّا ظِلُّهُ: إِمامٌ عادِلٌ، وشابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ اللَّه تَعالى، وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ في المَسَاجِدِ، وَرَجُلانِ تَحَابَّا في اللَّه: اجتَمَعا عَلَيهِ، وتَفَرَّقَا عَلَيهِ، وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ، وَجَمَالٍ فَقَالَ: إِنِّي أَخافُ اللَّه، ورَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فأَخْفَاها، حتَّى لا تَعْلَمَ شِمالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينهُ، ورَجُلٌ ذَكَرَ اللَّه خالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ متفقٌ عَلَيْهِ.[1]

[سمول]

ژباړه : د حضرت أبوهریرة رضی الله عنه څځه روایت دئ چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : اووه کسان به دالله جل جلاله دسيوري ﻻندې وي په هغه ورځ چې دالله جل جلاله  دسيوري پرته به بل سيوری نه وي ، له دوی څخه يي يو عادل امير ياد کړی دی .... دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام مسلم  رحمت الله علیه امام احمد رحمت الله علیه ،امام نسايي رحمت الله علیه ،امام ترمذي رحمت الله علیه ،دأبوهريرة او  أبو سعيد خدري رضی الله عنهما څخه روايت کړی دی

[سمول]

٢:-عادل امام به دقيامت په ورځ دنور او رڼا په منبر باندې :

[سمول]

دالله جل جلاله ښي اړخ ته ناست وي او دالله جل جلاله دواړه بلاکيف لاسونه يمين دي ،

[سمول]

إنَّ المُقْسِطِينَ عِنْدَ اللهِ علَى مَنابِرَ مِن نُورٍ، عن يَمِينِ الرَّحْمَنِ عزَّوجلَّ -وكِلْتا يَدَيْهِ يَمِينٌ- الَّذِينَ يَعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهْلِيهِمْ وما وَلُوا. رواه امام مسلم رحمه الله وهو من أفراد امام مسلم رحمه الله علی الامام بخاری رحمه الله . [2]

[سمول]

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي :- هغه کسان چې عدل کوي دالله جل جلاله سره  به درڼا په منبرونو ،ښي اړخ ته  به ناست وي او دواړه بلا کيف ﻻسونه يي يمين دي دا هغه کسان دي چې پخپلو فيصلو خپلوکورونواو تر خپل ﻻس ﻻندي خلکو کې عدل کوي ،دا حديث امام مسلم  رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،او امام نسايي رحمت الله علیه ،دعبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت کړيدی.              

[سمول]

عن أبي سعيد قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن أحب الناس إلى الله يوم القيامة وأدناهم منه مجلسا إمام عادل، وأبغض الناس إلى الله وأبعدهم منه مجلسا إمام جائر» [3]

[سمول]

ژباړه : دابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :- بيشکه چې الله جل جلاله ته دقيامت په ورځ ډيرګران اونيږدې دخلکو څخه هغه ته۰الله جل جلاله ته دناستې او مجلس له پلوه عادل امام دی . او همدارنګه ډير بد د خلکو څخه الله جل جلاله ته د قيامت په ورځ او ډير سخت عذاب واﻻ ظالم امير يا امام دی . داحديث امام احمد رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه  ،په سننواو شعب الايمان کي اوامام ترمذي رحمت الله علیه روايت کړيدی اوويلي يي دي دغه حديث حسن او غريب دی  (بلکې حدیث ضعیف دی )  خو حديث د تحسين احتمال لري ځکه چې په څو سندو نو سره راغلی او فضيل بن مرزوق وقاصي په کې دی، امام ذهبي رحمت الله علیه په ضعفاءکې ذکر کړی او وويلي يي دي : دغه حدیث امام ابن معين رحمت الله علیه  او نورو امامانو ضعيف بللی دی . او همدارنګه دغه حديث دعطيه العوفی  په سند سره هم راغلی ، امام ابن قطان ويلي دي :ضعيف کړی شوی دی ، امام ذهبي رحمت الله علیه ويلي : ضعيف يي بللی ، ابن قطان ويلي :حديث حسن دی اوصحيح ندی .

[سمول]

عن عمر بن الخطاب عن النبی صلی الله علیه وسلم قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : أفضلُ الناسِ عند اللهِ منزلةً يومَ القيامةِ إمامٌ عَدْلٌ رفيقٌ، وشَرُّ  عبادِ اللهِ  منزلةً  يومَ القيامةِ إمامٌ جائرٌ خَرِقٌ [4]    

[سمول]

امام طبراني رحمت الله علیه دعمر رضی الله عنه څخه مرفوعا پدې لفظ سره روايت کړي چې الله جل جلاله دغوره بندګانو څخه دقيامت په ورځ دمرتبې او منزلت له پلوه عادل او نرمي کوونکی امام (پاچا )دی او دالله جل جلاله دبدترينو بندګانو څخه دقيامت په ورځ ظالم او سختي کوونکی امير يعني پاچا دی .                               

[سمول]

دغه سند ابن لهيعه په يوازيتوب سره روايت کړی او دحديث لپاره بل سند دامام ابو يعلی رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه سره دابو سعيد خدری رضی الله عنه نه په مرفوع ډول پدې لفظ سره روايت شوی چې :عن أبی سعید الخدری رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :   أشدُّ النَّاسِ عذابًا يومَ القيامةِ إمامٌ جائرٌ[5]

[سمول]

ژباړه : سخت ترين عذاب به دقيامت په ورځ دظالم پاچاوي .                                

[سمول]

٣:-دامام لپاره به ډير لوی اجر وي :

[سمول]

که چيرې دالله جل جلاله څخه دويرې اوتقوی په خاطر باندې امر وکړي او دالله جل جلاله په حکم کې عدل او انصاف وکړي .

[سمول]

عن أبی هریرة عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : ........وإنَّما الإمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِن ورَائِهِ ويُتَّقَى به، فإنْ أمَرَ بتَقْوَى اللَّهِ وعَدَلَ، فإنَّ له بذلكَ أجْرًا وإنْ قالَ بغَيْرِهِ فإنَّ عليه منه.[6] متفق علیه .

[سمول]

ژباړه : حضرت أبو هریرة رضی الله عنه ویلی دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : امام ډال او سپر دئ چې ترشاه به یی جګړه کیږي او په همدې سره د ځان ساتنه کیږي که چیرې په تقوی سره امر وکړي او په پریکړه کې عدل او انصاف وکړي پدې سره ده ته اجر ورکول کیږي ، او که په بل څه سره امر وکړي نو دئ ګناهکار دی . دا حدیث شریف امام بخاری رحمت الله علیه،امام مسلم رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه، او امام نسائی رحمت الله علیه روایت کړئ دئ .

[سمول]

۴- د عادل امام دعاء نه ردیږي:

[سمول]

دا د الله جل جلاله په وړاندې د ده د کرامت او منزلت له وجهی څخه .

[سمول]

عن أبی هریرة عن النبی صلی الله علیه وسلم قال قال الرسول صلی الله علیه وسلم : ثلاثةٌ لا تُرَدُّ دعوتُهم : الصَّائمُ حتَّى يُفطِرَ ، والإمامُ العادِلُ ودَعوةُ المَظلومِ ، يَرفَعُها  اللهُ فوقَ الغَمامِ ، وتُفتَحُ لها أبوابُ السَّماءِ ويَقولُ الرَّبُّ : و عِزَّتي  وجَلالي  لأنصُرَنَّكِ  ولَو بَعدَ حينٍ[7]

[سمول]

دحضرت ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : دري کسان دي چي ددوي دعوت او غوښتنه نه رديږي عادل امير ، روژه دار ترڅو يي روژه ماته کړي نه وي  ، دمظلو م دعوت او غوښتنه ، الله جل جلاله یی د قیامت په ورځ د وریځو څخه اوچته پورته کوي  او داسمان دروازي ورته خلاصیږي او الله جل جلاله  فرمايي :- زما دپخپل عزت سوګند وي چي حتما به ستا مرسته کوم اګر که لږ وروسته هم وي بيشګه پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : امام ډال او سپر دی چې ترشا به يي جګړه کيږي او په همدې سره دځان ساتنه کيږي که چيرې په تقوی سره امروکړي اويه پريکړو کې عدل او انصاف وکړي پدې ورته اجر ورکول کيږي اوکه په بل څه سره امر وکړي نو دی ګناهکار دی . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه او امام نسايي رحمت الله علیه روايت کړيدی.

[سمول]

ددې حدیث شریف څخه لاندې احکام لاسته راځي :

[سمول]

۱- په حدیث شریف کې د امیرانو اطاعت او دهغوی د نافرمانی څخه ډډه کول .

[سمول]

۲- پدې کې دامیرانو په ظلم باندې صبر کول .

[سمول]

۳- باید د امیر او خلیفه تر شا په جګړه کې برخه واخستل شي .                                           

[سمول]

په بل حدیث شریف کې راغلي دي :

[سمول]

فرواه الامام طبراني رحمت الله علیه في الدعاء والبيهقي في الشعب من حديث أبي هريرة ـ رضي الله عنه ـ ولفظه: ثَلاَثَةٌ لَا يَرُدُّ الله دُعاءَهُمْ: الذَّاكِرُ الله كَثِيراً، والمَظْلُومُ، والإِمامُ المُقْسِطُ. وحسنه الألباني في صحيح الجامع [8]

[سمول]

ژباړه : دحضرت أبوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : دری کسان دي چې الله جل جلاله یی دعا قبلوی او نه یی ردوي ، یو هغه شخص چې د الله جل جلاله ډیر ذکر کوي ، بل مظلوم او دریم عادل امام ، دغه حدیث امام طبرانی رحمت الله علیه امام بیهقي رحمت الله علیه په شعب الایمان کې روایت کړئ دئ ، او شیخ الباني رحمت الله علیه په صحیح الجامع کې حسن بللئ دئ.

[سمول]

د مسلمان امام وظايف (دندي ):                                       

[سمول]

مسلمان امام دندې لري چې بايد ترسره يي کړي او ده لره حقوق او امتيازات دي چې بايد ورکړل شي هغه دندېي په قراني آياتونو او نبوي احاديثو کې ذکر شوي چې په لنډ ډول يي وړاندې کوو

[سمول]

لومړي دنده :-

[سمول]

دعدل او حق قايمول دخلکو تر منځ دشخړو ختمول د الله جل جلاله دسپيڅلي شريعت سره سم حکم کول ،دحدود و قايمول ، دشرعي احکامو سره سم دحدودو پلي کول : الله جل جلاله فرمايلي :- إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ .... [9] 

[سمول]

ژباړه :- داد الله جل جلاله له پلوه پاچايانو ته امر دی چې د خلکو په منځ کې په عدل او انصاف سره پريکړه وکړی کوم چې الله جل جلاله د اووه اسمانونو دپاسه راليږی دی.

[سمول]

په حديث شريف کي راغلي دي :-يقينا الله جل جلاله تر هغه وخته دپاچايانو قاضي ملګری وي چې ظلم يي نه وي کړی خو کله چې ظلم وکړي بيا يي الله جل جلاله  دهغه خپل ځان ته وسپاري . دا حديث امام  ترمذي رحمت الله علیه  اوامام حاکم رحمت الله علیه روایت کړئ او دواړو حسن بللئ دئ ، او امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه او امام بیهقي رحمت الله علیه دعبدالله بن أبي أوفی رضی الله عنه څخه پدي لفظ روايت کړی چې : -

[سمول]

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الله مع الحاکم مالم یجر فاذا جار وکل علی نفسه

[سمول]

ژباړه : رسو الله صلی الله علیه وسلم فر مایلی دي : بيشکه الله جل جلاله  دقاضي سره تر هغه ملګري وي چي ظلم يي نه وي کړي .

[سمول]

عن عبد الله بن أبي أوفى قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن الله مع القاضي ما لم يجر، فإذا جار تخلى عنه ولزمه الشيطان»: هذا حديث غريب لا نعرفه إلا من حديث عمران القطان[10]

[سمول]

امام بيهقي رحمت الله علیه زياته کړي چي  : دحضرت عبد الله بن أبی أوفی رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : الله جل جلاله د قاضی ملګر ئ او حامی تر هغه وخته وي ترڅو چې ظلم و نه کړي کله چي ظلم وکړي الله جل جلاله يي پريږدي او شيطان ورسره ملګري شي.

[سمول]

امام ابن ماجه رحمت الله علیه زياته کړي : کله چي ظلم وکړي الله جل جلاله تري بيزاره شي )، امام ترمذي رحمت الله علیه ويلي : دغه حديث حسن او غريب دي موږ يي دعمران القطان دحديث څخه پرته دبل چا له لوري نه پيژنو . امام ابن حجر رحمت الله علیه ويلي : پدي کي څه خبره شته مګرمتروک ندي اوامام بخاری رحمت الله علیه استشهادپري کړي .همدرانګه امام ابن حبان رحمت الله علیه او امام حاکم رحمت الله علیه يي احاديث ذکر کړي [11].

[سمول]

په يو اثر کي راغلي :- ديوي ورځي عدالت دڅلوښتو کالو عبادت څخه غوره دي)[12]

[سمول]

الله جل جلاله فرما يلي یې دی : (وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ)[13]                                                

[سمول]

ژباړه:-او راولیږو موږتاته ای محمد صلی الله علیه وسلم کتاب د حق سره چې تصدیق کوونکی دی د هغه څه چې موجود دی په وړاندې دده د کتاب نه او محافظ دی په هغه کتاب نو فیصلې کوه په منځ ددوی کې مطابق دهغه قانون چې نازل کړی دی الله او مه کوه پیروي د خواهشاتو ددوی .

[سمول]

عن أبی هریرة وزید بن خالد الجهنی رضی الله عنهما عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : - إنَّ رَجُلًا مِنَ الأعْرَابِ أَتَى رَسولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ، فَقالَ: يا رَسولَ اللهِ، أَنْشُدُكَ اللَّهَ إلَّا قَضَيْتَ لي بكِتَابِ اللهِ، فَقالَ الخَصْمُ الآخَرُ: وَهو أَفْقَهُ منه نَعَمْ، فَاقْضِ بيْنَنَا بكِتَابِ اللهِ وَأْذَنْ لِي، فَقالَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ: قُلْ، قالَ: إنَّ ابْنِي كانَ عَسِيفًا علَى هذا، فَزَنَى بامْرَأَتِهِ، وإنِّي أُخْبِرْتُ أنَّ علَى ابْنِي الرَّجْمَ، فَافْتَدَيْتُ منه بمِئَةِ شَاةٍ وَوَلِيدَةٍ، فَسَأَلْتُ أَهْلَ العِلْمِ، فأخْبَرُونِي أنَّما علَى ابْنِي جَلْدُ مِئَةٍ، وَتَغْرِيبُ عَامٍ، وَأنَّ علَى امْرَأَةِ هذا الرَّجْمَ، فَقالَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ: وَالَّذِي نَفْسِي بيَدِهِ، لأَقْضِيَنَّ بيْنَكُما بكِتَابِ اللهِ، الوَلِيدَةُ وَالْغَنَمُ رَدٌّ، وعلَى ابْنِكَ جَلْدُ مِئَةٍ، وَتَغْرِيبُ عَامٍ، وَاغْدُ يا أُنَيْسُ إلى امْرَأَةِ هذا، فَإِنِ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا. قالَ: فَغَدَا عَلَيْهَا، فَاعْتَرَفَتْ، فأمَرَ بهَا رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ فَرُجِمَتْ.[14]

[سمول]

ژباړه : حضرت ابوهريرة رضی الله عنه او زيدبن خالد الجهني رضی الله عنه ويلي چې :  يو بانډه چي وويل : اي د الله رسوله  زموږ ترمنځ دالله جل جلاله  په کتاب پريکړه وکړه دبانډه چي دښمن پا څيده اوویي ويل : رښتيا يي وويل زموږ تر منځ دالله جل جلاله په کتاب فيصله وکړه . نواعرابي وويل : - زما ځوی دده سره مزدور وه دده د ښځې سره يي زنا وکړه ، نوماته يي وويل : ځوی درجم ( سنګ سار ) کيږي نو دځوی یی دفديي په مقابل کې چې سل پسونه او يوه نجلی ده ورکړه بيامې دعلماوو څخه پوښتنه وکړه هغوی وويل : په ځوی دسل دْري او يو کال دوطن څخه شړل دي نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : - ستاسو ترمنځ به حتما دالله جل جلاله په کتاب سره فيصله کوم ،.پسونه او نجلی بيرته تاته درکول کيږي او په ځوی دسل دري او ديو کال تبعید دی اوته اي أنیسّ : هغه سړي ته يي وويل : ددغه سړي ښځي ته سبا ورشه که يي اقرار وکړ نو په تيږويي مړه کړه سبا هغي ښځي ته ورغی هغې په خپل جرم اقرار وکړو او سنګساره يي کړه دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه او امام مسلم رحمت الله علیه يو بل ته په نږدې الفاظو روايت کړی دئ او دغه لفظ د امام مسلم  رحمت الله علیه دئ  .   

[سمول]

وعن أبی ذر رضی الله عنه أنه قال للنبی صلی الله علیه وسلم ،  قُلتُ: يا رَسولَ اللهِ، أَلَا تَسْتَعْمِلُنِي؟ قالَ: فَضَرَبَ بيَدِهِ علَى مَنْكِبِي، ثُمَّ قالَ: يا أَبَا ذَرٍّ، إنَّكَ ضَعِيفٌ، وإنَّهَا أَمَانَةُ، وإنَّهَا يَومَ القِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ، إلَّا مَن أَخَذَهَا بحَقِّهَا، وَأَدَّى الذي عليه فِيهَا.[15]

[سمول]

ژباړه : دحضرت أبوذر غفاري  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ايامانه مقرروي ؟ يعني ماته وظيفه نه راکوي ؟ نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل : - اي أبوذره ته کمزوری يي او وظيفه امانت دی اودا دقيامت په ورځ افسوس او پښيمانتيا ده . مګر هغه څوک چې په حق سره يي واخلي او هغه څه ادا کړي چې ورسپارل شوي ده دا حديث امام مسلم  رحمت الله علیه ،امام احمد رحمت الله علیه ، امام بيهقي رحمت الله علیه  ، او امام منذري رحمت الله علیه په ترغيب اوترهيب کي روايت کړی او په عام ډول ندی راغلی بلکې دهغه چاله اړوند چې عدل نه کوي په خپل امارت کې دالله جل جلاله حق نه پلی کوي او له همدې امله امام نووي رحمت الله علیه ددې په شرحه کې ويلي دي :- دوظيفې اخستلو څخه دځان ژغورنې په هکله دا حديث شريف يو لوی اصل دی په ځانګړي ډول دهغه چاپه باره کی چې کمزوری وي او دخپلې وظيفې حق نه شي ادا کولی مګرذلت او پښيمانتيا دهغه چاپه باره کې ده چې دوظيفې سرته رسولو توان اووړتيا نلري يا دوظيفې وړوي خو په هغوی کې عدل نکوي مګر هغه څوک چې دامارت او مشری وړ وي اوبيا په هغې عدل هم وکړي نوده لره ډير زيات اجراوثواب دی پدې هکله ډير زيات احاديث او دلايل شته مګر ددندې په ورننوته کې هم لوی خطرشته له همدې سببه لويو امامانو او محدثينوترې ممانعت کړی دی امام شافعي رحمت الله علیه دمامون غوښتنه ونه منله کله يي چي دشرق او غرب دقضاء لپاره وغوښت او همدارنګه امام ابو حنيفه رحمت الله علیه هم دخليفه منصور غوښتنه ردکړه کله يي چي دقضا منلو ته وغوښت بيايي بندي کړ او په بنديخانه کي یي ډير وکړاوه اوويي واهه،اوهغه لوی امامان چې دوظيفې اخستلو څخه يې انکار کړی ډيرزيات دي [16]

[سمول]

- أخرجه الامام طبرانی رحمت الله علیه و البزار بسند صحیح عن عوف بن مالک الاشجعی مرفوعا: قال: أوَّلُها مَلامةٌ، وثانيها نَدامةٌ، وثالثُها عذابٌ يومَ القِيامةِ، إلَّا مَن عَدَل. [17]

[سمول]

دعوف بن مالک رضی الله عنه څخه په مرفوع حديث کي راغلي :- دامارت او مشری لومړی ملامتيا ، دوهم پښيما نتيا او دريم دقيامت په ورځ عذاب دی مګر هفه څوک چې پدې کې عدل او انصاف وکړي مستثنی دي . دا حديث امام طبراني رحمت الله علیه او امام بزار رحمت الله علیه په صحيح سند سره روايت کړي .

[سمول]

وَأَخْرُج الطَّبَرَانِيُّ مِنْ حَدِيثِ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ يَرْفَعُهُ: ((نِعْمَ الشَّيْءُ الإِمَارَةُ لِمَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَحِلِّهَا، وَبِئْسَ الشَّيْءُ الإِمَارَةُ لِمَنْ أَخَذَهَا بِغَيْرِ حَقِّهَا، تَكُونُ عَلَيْهِ حَسْرَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ. [18]

[سمول]

امام طبراني رحمت الله علیه دزيد بن ثابت رضی الله عنه له اړخه مرفوع حديث روايت کړی چې:- بهترين او غوره څيز امارت او مشري هغه چا لره ده چې حق يي ادا کړي اوبدترين شی هم امارت او مشري هغه چا لره ده چې په نا حقه سره یی ﻻ س ته راوړی وي په دغه شخص به دقيامت په ورځ افسوس او حسرت وي.       

[سمول]

وعن ابن عمر رضی الله عنهما أن النبی صلی الله علیه وسلم قال : لایسترعی الله تبارک و تعالی عبدْرعیة قلت أو کثرت الاسأله الله تبارک و تعالی عنها یوم القیامة أقام فیهم أمر الله تبارک و تعالی أم أضاعه ، حتی یسأله عن أهل بیته خاصته . [19]           

[سمول]

دعبدالله بن عمر ( رضی الله عنهما) څخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- الله جل جلاله چې کوم بنده ته مشري ورکړي که هغه دلږ شي وي ياد ډير شي مګر الله جل جلاله به دقيامت په ورځ ترې پوښتنه کوي چې دالله جل جلاله امر يي په دوی باندې پلی کړی دی ،  او که يي ضايع کړيدئ ،  تردې چې دخپلې کورنی په اړه به هم ترې په ځانګړي ډول پوښتنه کيږي . دا حديث امام احمد رحمت الله علیه رحمت الله علیه رړايت کړی دی   .

[سمول]

دانس رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- لسو کسانو مشر به هم دقيامت په ورځ ځنځير او زولنې راوستل شي تردې چې عدل او انصاف يي وژغوري اويا ظلم يي هلاک کړي. 

[سمول]

عن أنس رضی الله عنه قال قال رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " إِنَّ اللَّهَ سَائِلٌ كُلَّ رَاعٍ عَمَّا اسْتَرْعَاهُ ، حَفِظَ ذَلِكَ أَمْ ضَيَّعَ ، حَتَّى يَسْأَلَ الرَّجُلَ عَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ. [20]                                     

[سمول]

دحضرت أنس رضی الله عنه څخه روایت دئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کړئ دی چې : الله جل جلاله دهر مشرڅخه دهغه درعيت په هکله پوښتو نکئ دئ أيا دا رعیت يي ساتلی يا يي ضايع کړی تردې چې الله جل جلاله  سړی دخپل کور (کهول ) په اړه وپوښتي . دا حديث امام نسايي رحمت الله علیه او امام ابن حبان رحمت الله علیه په حسن سند سره روايت کړی دی . 

[سمول]

 عن أبی هریرة عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : ما من أميرِ عشرةٍ ، إلَّا وهو يُؤْتَى بِهِ يومَ القيامَةِ مغْلُولًا ، حتى يَفُكَّهُ العدلُ ، أوْ يوبِقَهُ الجورُ [21]

[سمول]

دأبوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- نه به وي دلسو کسانو مشر مګر دقيامت په ورح به په ځنځيرونواو زولنو راوستلئ شي تردې چې عدل اوانصاف يي خلاص کړي، اويا يي ظلم هلاک کړي .

[سمول]

عن أبي أمامة، عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: " ما من رجل يلي أمر عشرة فما فوق ذلك إلا أتى الله مغلولا، يوم القيامة يده إلى عنقه فكه بره أو أوبقه إثمه أولها ملامة، وأوسطها ندامة وآخرها خزي يوم القيامة "[22]

[سمول]

او همدرانګه د أبو امامة رضی الله عنه څخه مرفوع حديث راغلی چې :_ داسي سړی به نه وي چې دلسو کسانو مشري يي اخستې وي مګر الله جل جلاله  به يي دقيامت په ورځ راولي ﻻس به يي له ستوني سره تړل شوی وي مګرنیکي به یی خلاصوي اويا ګناه به يي کلکوي .

[سمول]

داحديث په مختلفوالفاظو سره امام امام احمد رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله، امام أبويعلي رحمت الله علیه  او امام طبراني رحمت الله علیه  په صحيح سند سره روايت کړي دي . 

[سمول]

.   عن أبی سعید الخدری رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : أشدُّ النَّاسِ عذابًا يومَ القيامةِ إمامٌ جائرٌ  [23]

[سمول]

دأبوسعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- دقيامت په ورځ به سخت ترين عذاب دظالم پاچا وي . امام طبراني رحمت الله علیه په معجم اوسط امام ابو نعيم رحمت الله علیه په حلية الاولیاءاوامام أبو يعلی رحمت الله علیه پخپل مسند کي دأبوسعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت کړی دی .

[سمول]

امام ماوردي رحمت الله علیه دمسلمان امير د مسوليتو نواو دندو  په اړه ويلي دي :-دثابتو اصولو سره سم او سلفوصالحو دأئمه ؤو په همغږی سره سم ددين ساتنه کوي ، خوکه چيرې کوم مبتدع ښکاره شواو يا هم کوم شک کوونکی ترې کوږشو نو ده ته ددليل څرګند کړي او په صحيح ډول د ورته بيان کړي او په هغه څه دورسره حساب وکړي چې حقوق او حدود پرې ﻻزموي تر څو دين وساتلی شي او اسلامي امت د ښويدو څخه وژغورل شي او دجګړه مارو تر منځ (شرعي ) احکام پلي او دعوي دار و تر منځ دښمني ختمه کړي شي ترڅو عدل او انصاف عام شي ظالم تيری ونکړي او مظلوم کمزورئ ونه ګڼل شي او حدود پلي کړي ترڅو دالله جل جلاله حرام کړل شوي څيزونه دﻻس وهنې څخه وساتي او بندګانو حقوق دپامال کيدو څخه وژغوري .[24]

[سمول]

الله جل جلاله د په عبدالله بن المبارک رحمت الله علیه رحم وکړي چې ويلي يي دي :-

[سمول]

الله جل جلاله  دامير په وسيله څو مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــره مظلوميتونه اوچتوي

[سمول]

زمـــــــــــــــــوږ په دين او دنيا کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې له دې اړخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه رحمت دئ

[سمول]

کــــــــــــه چيرې خلافت نه وای نو زموږ لا ري به په امــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن نه وي

[سمول]

نو کمزورو به مو د زوره ورو لخوا څخه ښکار شوی وو او تښتو ل شوي به وه

[سمول]

د امام دوهمه دنده :-

[سمول]

درعيت څخه ځان نه پټول او حاجتمندو لپاره خپله دروازه پرانستل درعيت دکارو نو مراعات کول او دهغوي دحالت پوښتل .

[سمول]

عن عمرو بن مرة الجهنی رضی الله عنه أنه قال لمعاویة رضی الله عنه انی سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم قال : ما مِن إمامٍ يُغْلِقُ بابَه دونَ ذوي الحاجةِ والخَلَّةِ والمسكَنةِ ؛ إلَّا أغلَق اللهُ أبوابَ السَّماءِ دونَ خَلَّتِه وحاجتِه ومَسكنتِهِ [25]

[سمول]

حضرت عمرو بن مرة الجهنی رضی الله عنه روایت کوي چې ده حضرت معاویه رضی الله عنه ته وویل چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چي فرمايل يي :- داسي امام او امير به نه وي چي خپله دروازه یی د ضرورتمنو ( حاجتمنو ) او غربت واﻻ په وړاندې بنده کړي مګر الله جل جلاله به دا سمان دروازې دده د ضرورت ، حاجت او غربت په مخ وتړي نو معاويه رضی الله عنه دخلکو دحاجتونو دپوره کولو لپاره يو کس وټاکه ، دا حديث امام احمد رحمت الله علیه ،امام ترمذي رحمت الله علیه،امام أبوداد رحمت الله علیه،.امام أبو يعلي رحمت الله علیه او امام حاکم رحمت الله علیه روايت کړيدی .

[سمول]

وعن أبي مريم الآزدي - رضي الله عنه - أنه قال لمعاوية رضي الله عنه: سمعت رسول الله ﷺ يقول: " من ولاه الله شيئًا من أمور المسلمين، فاحتجب دون حاجتهم وخلتهم وفقرهم؛ احتجب الله دون حاجته وخلته وفقره يوم القيامة " فجعل معاوية رجلًا على حوائج الناس. رواه أبو داود والترمذي.[26]

[سمول]

دأبو مريم ازدي رضی الله عنه څخه روايت دی چي ويل يي ما دپيغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه اوريدلي دي چي فرمايل يي :- چا ته چي الله جل جلاله کوم شی دمسلما نانو دکارونو څخه وسپاره نو دهغوي دضرورت ،یوازیتوب او بيچارګي څخه ځان پټ کړو نوالله جل جلاله به ددغه حاکم دحاجت ضرورت اوفقر درفع کولو څخه ځان پټ کړي ،

[سمول]

وفی روایة أخری عن أبی مریم الازدي أنه قال قال الرسول صلی الله علیه وسلم :مَن وَلِيَ أمرا مِن أمرِ النّاسِ ، ثُمَّ أغلَقَ بابَهُ دونَ المِسكينِ وَالمَظلومِ أو ذِي الحاجَةِ ، أغلَقَ اللّهُ تَبارَكَ وتَعالى دونَهُ أبوابَ رَحمَتِهِ عِندَ حاجَتِهِ وفَقرِهِ أفقَرَ ما يَكونُ إلَيها [27]. ۲

[سمول]

په بل روايت کي راغلي دي : - چاچي دخلکو دکاروو څخه يو کار په غاړه واخست او مشر يي شو بيا يي دمسکين ، مظلو م او حاجت من په وړاندي خپله دروازه وتړله نو الله جل جلاله به دده په واړندې دخپل رحمت دروازه دده د حاجت او ډير زيات فقر او نا توانی په وړاندې چي ډير ورته اړ وي وتړي . دا حديث امام أبوداود رحمت الله،امام حاکم رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه ټولو په صحيح سند سره دابو مريم ازدي رضی الله عنه څخه روايت کړيدی . له همدي امله د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  دروازه وان او ملازم نه وه چې خلک له ورتلو څخه ترې منع کړي لکه څنګه چي دا کار نن ورځ پاچايان او مشران کوي .

[سمول]

- عن أنسٍ قالَ: أتى نبيُّ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ على امرأةٍ تبكي على صبيٍّ لَها فقالَ لَها: اتَّقي اللَّهَ واصبِري فقالت: وما تُبالي أنتَ بمصيبَتي،فقيلَ لَها: هذاالنَّبيُّ صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ،فأتتهُ،فلم تجِدْ على بابِهِ بوَّابينَ فقالت: يا رسولَ اللَّهِ،لم أعرفْكَ ، فقالَ: إنَّما الصَّبرُ عندَ الصَّدمةِ الأولى أو: عندَ أوَّلِ صدمةٍ [28]  

[سمول]

دانس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي ويل يي :- پيغمبرصلی الله علیه وسلم د يوې ښځې ترځنګ تیر شو چي ديوه قبرسره ناسته وه او ژړل يي نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل :- دالله جل جلاله  څخه وويريږه او صبر وکړه ، هغې ښځې ورنه وويل زما څخه لري شه ځکه تا ته هغه مصيبت او غم ندی رسيدلی چې کوم ماته رسيدلی دی،حال دا چې هغې نه پيژانده . هغې ښځې ته وويل شو هغه پيغمبر صلی الله علیه وسلم  دئ نو هغه ښځه دپيغمبر صلی الله علیه وسلم  دروازې ته راغله او هيڅ دروازوان يي هلته پيدانکړوويي ويل : ما ته ونه پيژندې ، پيغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : په يقيني ډول صبر دلومړي ټکان سره وي.  دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه، امام ترمذي رحمت الله علیه ،امام أبوداود رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه،امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام ابو يعلی رحمت الله علیه اوامام بیهقي رحمت الله علیه روايت کړيدی . بيشکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پدې حيثيت چې دمسلما نانو امام وه دخپل رعيت احوال به يي اخسته .

[سمول]

دحضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم به مريض پوښته کوله ، په جنازه پسې تللواو دغلام بلنه بۀ يي منله نو دهغه غوښتنې ته بۀ يي مثبت ځواب ورکاوه . داحديث امام ابن ماجه رحمت الله علیه،امام حاکم رحمت الله علیه ،امام ابو يعلی رحمت الله علیه،امام ابن ابی شيبه رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه روايت کړی دی اسناد يي حسن دی .

[سمول]

دأنس ( رضی الله عنه ) څخه روايت دي چي ويلي يي دي : پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په لاره کې دځينو صحابه کرامو سره وه چې يوه ښـځه ورسره مخامخ شوه او ویی ويل : اي دالله جل جلاله رسوله : - په يقيني ډول مي تاته ضرورت دی ، پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :- اي د فلاني مورې دلارې په هر کونج کې چې کښينې کښينه زه هم تا سره کښينم ، ښځه کيناسته او پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ورسره کينا ست تردې چې خپل ضرورت يی رفع کړ. دا حديث امام احمد رحمت الله ،او امام أبوداود رحمت الله علیه روايت کړيدی .

[سمول]

دأنس رضی الله عنه څخه روايت دی چي ويلي يي دي لمونځ به دريده او پيغمبر صلی الله علیه وسلم  به ديوسړي سره دهغه دحاجت په اړه خبري کولې او دا سړی به د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  او دقبلي تر منځ دريده ترهغه به وﻻړوه او دسړي سره به يي خبري کولي تردې چې کله کله به په ځينو خلکو باندې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دډير دريدو له امله خوب راغی دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه، اوامام عبدالرزاق رحمت الله علیه په مصنف کي روايت کړيدی ..

[سمول]

دامام دريم مسو ليت دنده :-

[سمول]

درعيت اصلاح کول او له دوي سره نرمي کول او دهغه چا څخه چي خطاسر ووهي بيرته يي سمي ﻻري ته ګرځول او چي څوک دحقي ﻻري څخه کاږه شي بيرته یی سيده کول اوله هغوي سره په عدل او انصاف عمل کول .

[سمول]

الله جل جلاله دنبي سليمان علیه السلام  په هکله فرمايي چي :- (وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ ) [29]

[سمول]

ژباړه :لټونه یی وکړه ( سلیمان علیه السلام ) د مرغانو او هد هد، نو ویې ویل څه دي مالره چې نه وینم ( زه ) هد هد بلکې هدهد له غائب شوو څخه دی  ،(آیاددغو الوتونکو لښکرو په منځ کې پټ دی او زه یې نه وینم) .

[سمول]

پدي مبارک آيت کي راغلي چي دمسلمانانو په امير باندي ﻻزم دي چي دخپل رعيت پو ښته وکړي او دا يوڅرګند دليل او حجت دي ، کله جي دسليمان علیه السلام څخه دهدهد مرغه حالت ورک شو ، نو څنګه به د لويو اميرانو او پاچايانو څخه دخپل رعيت پو ښتني کولو تقاضا روا نه وي الله جل جلاله د په امير المومينن عمربن خطاب رضی الله عنه رحم وکړي چي ويلي يي دي :- که دفرات د سيند په غاړه يو نوي پيدا شوي ورئ ۰(د ګډ بچئ )  ليوه وخوري نوخامخا به دهغه په هکله دعمر رضی الله عنه څخه پوښتنه کيږي ، نو ستا به څه ګومان دهغه والي او امير په برخه کي وي چي په ﻻسونو يي هيوادونه يو په بل پسي درومي ملتونه يي هلاک کيږي خو داسي څوک نه مومي چي پوښتنه تري وکړي او حالت يي وپوښتي ( فانا لله وانا ليه راجعون ) [30].

[سمول]

يادشوي معنی کومه چي واړندي تيره شوه دعبدالله بن عمر رضی الله عنهما په روايت کي راغلي چي وايي ما د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي دي چي فرمايلي يي :- ټول ستاسو څخه پالونکي دي اوټول ستاسو څخه دخپل رعيت په اړه مسوليت او دنده لري امام او اميرپالونکی او مسؤول دخپل رعيت دی ، نارينه دخپل کور پالونکی دی اوهغه دخپل رعيت مسؤول دی او ښځه دخپل خاوند په کور کې پالونکې ده او دخپل رعيت په وړاندي مسؤوله ده او مريي د خپل بادار مال کې پالونکی دئ او دخپل رعيت په اړه مسؤول دي،بيايي وويل : زه ګومان کوم چي پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل : سړي دخپل پلار دمال پالونکئ دئ او دخپل رعيت مسوليت لري  او هريو له ستا سو څخه پالونکئ دئ او دخپل رعيت مسوليت لري  داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام أبوداد رحمت الله علیه امام  ترمذي رحمت الله علیه دعبدالله رضی الله عنه څخه روايت کړيدي.

[سمول]

حدثنا سياربن سلامة أبوالمنهال قال: دخلت مع أبي على أبي برزة، وإن في أذني يومئذ لقرطين، وإني غلام، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " الأمراء من قريش ثلاثا ما فعلوا ثلاثا: ما حكموا فعدلوا، واسترحموا فرحموا، وعاهدوا فوفوا، فمن لم يفعل ذلك منهم فعليه لعنة الله والملائكة والناس أجمعين "[31]

[سمول]

دابوالمنهال سياربن سلامة څخه روايت دي ويلي يي دي چي دپلار سره مي أبوبرزة رضی الله عنه ته ورغلم پدي وخت کي مي په غوږونو کي دوه غوږوالئ وي او زه ما شوم وم وايي چي پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل : اميران به دقريشو څخه وي دري ځلي يي وويل،خوترڅو يي چي دري کارونه کول چي دحکم او امارت په وخت يي عدل کاوه، او چي چادترحم غوښتنه تري کوله رحم يي پري کاوه او پخپله وعده يي وفاکوله چا چي بيا دا کار نه کا وه نو په هغه دالله جل جلاله ملا يکو او ټولو خلکو لعنت وي . داحديث امام احمد رحمت الله علیه ،امام ابويعلی رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه په معجم اوسط او امام بزار رحمت الله علیه روايت کړي مګرامام بزار رحمت الله علیه ويلي دي : - پاچاهي به دقريشو وي ، دامام احمد رحمت الله علیه راويان ثقه دي . دابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دي چي ويلي يي دي : پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- زما په قريشو حق دی او د قريشو په تاسي حق دی هغوی چي حکم او امارت کوي عدل کوي او چي امانت ورته کيښودل شي اداء کوي يي ، او چي درحم غوښتنه ترې وشي په هغوي رحم او شفقت کوي دا حديث امام احمد رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه په معجم اوسط کي روايت کړی او دامام احمد رحمت الله علیه راويان دصحيح کتاب راويان دي .

[سمول]

عن أبی هریرة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : أنَّ رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ قَالَ: والذي نَفْسِي بيَدِهِ لقَدْ هَمَمْتُ أنْ آمُرَبحَطَبٍ، فيُحْطَبَ، ثُمَّ آمُرَ بالصَّلاَةِ، فيُؤَذَّنَ لَهَا، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيَؤُمَّ النَّاسَ، ثُمَّ أُخَالِفَ إلى رِجَالٍ، فَأُحَرِّقَ عليهم بُيُوتَهُمْ، والذي نَفْسِي بيَدِهِ لو يَعْلَمُ أحَدُهُمْ، أنَّه يَجِدُ عَرْقًا سَمِينًا، أوْ مِرْمَاتَيْنِ حَسَنَتَيْنِ، لَشَهِدَ العِشَاءَ[32]

[سمول]

دأبوهريره رضی الله عنه څخه روايت دي چي پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- زما دپه هغه ذات سوګندوي چې زما نفس يې په ﻻس کي دئ چي ماکلک قصد وکړچي دلرګيو په را غونډولو امر وکړم تر څو راټول کړل شي بيا به په لمانځه امر وکړم او آذان به ورته وکړی شي بيا يو کس ته امر وکړم چې خلکوته لمونځ ورکړي بيا هغوخلکو ته ورشم چي له لمانځه څخه پاتې شوي او کورونه يي پرې وسيځم زما دپه هغه ذات سوګند وي چې نفس مې د هغه په ﻻس کې دی که له دوئ څخه يو هم پدې وپوهيږي چې هلته غوښن هډوکي يادوه ښایسته نیزې دښکار لپاره ورته حاصلیږي نو خامخابه د ماخوستن لمانځه ته راغلي وی ، دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام مالک رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام ابن حبان رحمت الله علیه ،ام طبراني رحمت الله علیه ،امام بيهقي رحمت الله علیه ،امام أبوعوانه رحمت الله علیه ، دابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړيدي .

[سمول]

دحضرت عائشي رضی الله عنها څخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- اي الله چا چي زما دامت څخه دکوم کار مشري ترﻻسه کړه او پدوي يي سختي راوسته په ده هم سختي راولي اوچاچي زما دامت څخه دکوم کار مشري وکړه او بيا يي په هغوي آساني وکړه په هغوی هم آساني وکړی.  دا حديث امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه،امام ابن حبان رحمت الله علیه اوامام أبوعوانه رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت کړيدی .

[سمول]

دعائذ بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی ده ويلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- بدترين دمشرانوڅخه سخت ترين په معامله کي دخپل ولس سره دي : دا حديث امام مسلم  رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه ،امام  بيهقي رحمت الله علیه اوامام ابو عوانه رحمت الله علیه روايت کړيدی.

[سمول]

حطمة : هغه سختي کوونکي ته وايي چي خپل ولس او تر ﻻسﻻندي خلک دهلاکت اوتباهی سره مخامخ کوي او سختي پري کوي او هيڅ آساني او سهولت نه ورسره کوي ..

[سمول]

زيد بن اسلم دخپل پلار څخه روايت کړي چي عمر بن خطاب رضی الله عنه خپل مريي هني نومی يي په خپل( څړځاي ) وټاکه اوورته ويي ويل : اي هتي دخلکوڅخه دﻻس اوچت کړه اودمظلوم دښيرا څخه ځان وساته ځکه چي دمظلوم ښيرا دالله جل جلاله په وړاندي منل کيږي دلږ واو ښانواو لږ و پسونو خاوندان څړځاي ته پريږده دابن عفان او ابن عوف رمي حتما پريږده ځکه چي که ددوي رمي تبا کړي نو دوي مديني منوري ته راستنيږي کرهڼي او دخرما وو پالني ته مخه کوي او دلږ شمير او ښانواو پسونو خاوندانو مالونه که تباه کړي بيا خپل ماشومان راولي اووايي چيغي وهي .

[سمول]

اي اميرالموميننه،ای امیرالمؤمنینه :--آيا دوی همداسي پريږدم ځکه چي اوبه او واښه ماته دسروزرو اوسپينو زرو څخه ګران دي زما دپه الله جل جلاله  سوګندوي چي دا دوی پخپلو ځانونو ظلم ګڼي په يقيني ډول داددوی هيواد دی او دايي اوبه دي په جاهليت کې یی جګړي پري کړي او په اسلام کي يي سوله پري کړي ده زما دپه هغه ذات سوګند وي چي زما روح يي په بيلاکيف ﻻس کې ده که چيري دغه مال چي زه يي دالله جل جلاله په ﻻره کي مصرفوم نو مابه ددوي دسيمي څخه يوه لويشت هم څړځاي نه وايي ګرځوﻻي . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام مالک رحمت الله علیه په موطا کي،امام شافعي رحمت الله علیه په خپل مسند او امام بيهقي رحمت الله علیه په سننو کي او امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه په مسند کي روايت کړيدی .

[سمول]

دامام څلورمه دنده او مسوليت :-

[سمول]

-دمسلمانانو لپاره نصيحت هغوي ته دخيرﻻري ښوول او دشر څخه يي ويرول او دهغوي چل اوفريب پريښوول :

[سمول]

دحسن رحمت الله علیه څخه روايت دی چي عبيدالله بن زيادمعقل بن یساررضی الله عنه ته ورغئ او هغه په سخت دردکي وه پوښتنه يي تري وکړه او ورته یی وويل : زه تا ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوحديث وايم اګر چي ما نه غوښتل تا ته يي ووايم،په يقيني ډول پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : - الله جل جلاله يو بنده پالونکی او مشر يوه ولس ته نه ټاکي مګرکله چې هغه مړکيږي په وخت دمرګ کې دی خپلوخلکوسره دوکه بازاوفريب کوونکی وي مګرالله جل جلاله بۀپه ده جنت حرام وګرځوي . داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم رحمت الله علیه، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه ، او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت کړيدی  ..

[سمول]

په بل روايت کې دحسن رحمت الله علیه څخه راغلي دي چې : - معقل رضی الله عنه مريض شو او مريضي يي سخته شوه او ابن زياد يي پو ښتني ته راغي،معقل بن یسار رضی الله عنه وويل زه تا ته داسي حديث وايم چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه مې اوريدلي دي چې فرمايل يي :- څوک چي ديوولس مشر وټاکل شو او هغوئ ته يي نصيحت ونه کړودا شخص به دجنت بوئ حس نه کړي او دجنت بوۍ به د سلو کالو په فاصله باندې لرې موندل کيږي داحديث امام احمد رحمت الله علیه، امام طبراني رحمت الله علیه،امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه،امام ابن عبدالبر رحمت الله علیه په تمهيد او امام ابو نعيم رحمت الله علیه په حلية الأولیاء کې روايت کړيدۍ .

[سمول]

په بل روايت کې راغلي چې فرمايلي يي دي :- ما دپيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واوريدل چې فرمايل يي :- داسې امير به نه وي چې دمسلمانانو مشري کوي بيا ددوی په نصيحت کې خواري او زيار ونه باسي او نيکی ته يي نه را بولي مګر له دوی سره به جنت ته داخل نه شي . داحديث امام مسلم  رحمت الله علیه، امام أبوعوانه رحمت الله علیه ، او امام بيهقي رحمت الله علیه د معقل بن يسار رضی الله عنه څخه روايت کړيدی . 

[سمول]

او همدارنګه دمعقل رضی الله عنه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- هر يو مشر چې دخپل ولس سره فريب او دوکه وکړه هغه به دجهنم اورته ننوزي . دا حديث امام طبراني رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه ، امام ابن عساکررحمت الله علیه دمعقل بن يسار رضی الله عنه څخه په صحيح سند سره روايت کړيدی.

[سمول]

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه روايت کړيدی چي فرمايي :- او ددجال يادونه يي کړې چې :- زه خامخا تاسو له دجال څخه ويره وم او داسې پيغمبر نشته چې خپل قوم يي ددجال څخه نه وي ويرولی بلکې ويرولې يي دي مګر زه تاسو ته داسي خبردرکوم چي هيڅ نبي به خپل قوم ته نه وي کړی : دجال په يوه سترګه ړوند دی او ستاسو رب داسي ندی ( په يو سترګه ړوند ندۍ ) . داحديث امام بخاری رحمت الله علیه په خپل صحيح کې، کتاب الفتن باب ذکر الدجال کې روايت کړی اوامام مسلم رحمت الله علیه ابن حبان رحمت الله علیه ، امام أبوداود رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام حاکم رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه ، امام ابن ابي شيبه او امام ابو يعلی رحمت الله علیه دانس رضی الله عنه،ابن عمر رضی الله عنهما، ابن عباس رضی الله عنهما، جابر بن عبدالله رضی الله عنه او ابو امامة الباهلي رضی الله عنه څخه روايت کړيدی .

[سمول]

او امام ترمذي رحمت الله علیه دعبدالله بن عمر رضی الله عنهماڅخه روايت کړی اوويلي يي دي پدي باب کې د سعد رضی الله عنه ، حذيفه رضی الله عنه،أبوهريره رضی الله عنه،أسماء رضی الله عنها،جابر بن عبد الله رضی الله عنه وأبي بکر ة رضی الله عنه، عايشي رضی الله عنها، انس رضی الله عنه، ابن عباس رضی الله عنهما او فلتان بڼ عا صم رضی الله عنه روایت کړی دی.

[سمول]

دامام پنځمه دنده او مسؤوليت :--

[سمول]

د خلکو په حقوقوکې عدل کول په ځانګړي ډول د يتيمانو،کونډو،مسکينانو،فقيرانو سره او ددوۍ دحاﻻتو لحاظ ساتل او پام ورته کول دي .

[سمول]

دأبوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  به داسې مړي ته راتله چې په هغه به پوروه نو پو ښتنه به يې کوله آيا د پور لپاره یی څه اضافه شۍ پريښیي دي ، نو که ورته وبه ويل شول چې دپور خلاصولو لپاره يې څه پريښي دي دجنازي لمونځ به يي پرې کاوه او کنه بيايي مسلمانانو ته فرمايل :- پخيل ملګري مو لمونځ وکړئ خو کله چې الله جل جلاله په غزاګانوکې برياليتوبونه وروبښل ويي فرمايل : زه دمسلمانانودخپلو ځانو څخه ورته غوره يم نو کوم مومن چې به وفات شي او په هغه پوروي په مايي خلاصول دي او چا چې مال پريښود هغه يي د ورثه وولپاره دی. دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه د جابر رضی الله عنه څخه روايت کړی دۍ .

[سمول]

أبوهريره رضی الله عنه دنبي کريم صلی الله علیه وسلم  څخه روايت کړی چي فرمايلي يي دي :- دکوم مړي څخه چې مال پاتې شي هغه يي دميراث خوارو دی او چا چې عيال پريښود دهغو پالنه او ساتنه زموږ پرغاړه ده . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه ، او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت کړيدۍ.

[سمول]

د علي رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  ده او خپلې لور فاطمې رضی الله عنهاته وفرمايل :- تا سو ته څۀ نه درکوم پداسې حال کې چې اهل صْفه دلوږو خيټو له امله اوړي را اوړي . يوځاي يي وويل :- کله چي فاطمي رضی الله عنها دغلامانو څخه ديو غلام غوښتنه ترې وکړه چې خدمت يې وکړي : زه ستاسوخدمت نکوم چي اهل صفه پريږدم چي دلوږې څخه یې کولمې او ګيډ ې تشي او خالي دي . دا حديث امام احمد رحمت الله علیه، امام بيهقي رحمت الله علیه او امام أبونعيم رحمت الله علیه په حسن سند سره روايت کړيدۍ. 

[سمول]

دجبير بن مطعم رضی الله عنه څخه روايت دۍ چې همدئ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره روان وه اودده سره داسې خلک وه چې د حنين غزا څخه راګرځيدلي وه خلک ورپورې ونښتل او پو ښتنې يی ترې کولې تردې چې اغزي لرونکې ونې ته يي ورټيل وهلو ته اړکړ څادر يي وتښتاوه نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ودريداو ویی ويل : زما څادر راکړئ که ددغه اغزي لرونکې ونې د شمير په اندازه زما سره پسونه وی نو خامخا به مې پرتاسو ويشلي وای . بيا به ما بخيل ، دروغژن او بې زړه ونه مومئ . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه،امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام مالک رحمت الله علیه، امام ابو يعلی رحمت الله علیه، امام طبراني رحمت الله علیه او امام بزار رحمت الله علیه روايت کړيدی .

[سمول]

امام احمد رحمت الله علیه دموسی بن طلحه څخه روايت کړی چې ما د عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه اوريدلي دي چې په منبر ناست وه ، او موذن دلمانځه اقامت وايه اوده دخلکو څخه دهغوی خبر اخسته پوښتنه يي ترې کوله دهغوی دحالاتو او نرخونو معلومات يي تري کاوه .

[سمول]

دامام شپږمه دنده او مسوليت :-

[سمول]

دمسلمانانو دمالونو او دهغوی دګټو ساتل د حکومتي مامورينو او واليانو سره په حق او رښتيا حساب کول .

[سمول]

دابو حميد ساعدي رضی الله عنه څخه یې روايت کړيدی چې : پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ازد قبیلې څخه يو کس چې ابن تبية يا ابن لتبية نوميده په زکات راټولولو وګوماره خو کله چې راغې ويي ويل : دغه مال ستاسې دی او دغه مال ما ته تحفه راکړل شوی دی . پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرما يل :- ايا دخپل پلار يا خپلې مور په کور کې ناست وې چې ليدل شوې وای ايا ده ته څوک تحفه ورکوي اوکنه ؟ زما د په هغه ذا ت سوګند وي چې زما نفس دهغه په ﻻس کې دی هيڅوک ددغه مال څخه کوم شی نه اخلي مګر اخستل شوی څيز به دقيامت په ورځ دهغه په غاړه بار وي که يي اوښ اخستی وي هغه به بړيږي او که يي غويي اخستی وي هغه به لمباړې وهي او که يي پسه اخستی وي هغه به بغيږي بيا پيغمبر صلی الله علیه وسلم  خپل ﻻسونه پورته کړل تردې چې موږ يي دتخرګونو سپين والی وليد او وي فرمايل :--اي الله جل جلاله ما ستا پيغام ورساوه .. ما ستا پيغا م ورساوه دا خبر يي درې ځلې تکرار کړ ..

[سمول]

دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه، امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه او امام دارمي رحمت الله علیه روايت کړيدی . او دعبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه  روايت دی ده ويلې چې ما د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلې دي چې فرمايلي يې دي :--هريو ستاسې څخه پالونکي دی او هريو ستاسي څخه دخپل رعيت په واړندې مسوول او مکلف دی و ښځه دخپل خا وند په کور کې پالونکې ده او دخپل ﻻس ﻻندې خلکوپه وړاندې مسووليت لري او خادم دخپل بادار دمال په هکله پالونکی او مسوول دی هر يو ستاسي څخه پالو نکی او خپل ﻻس ﻻندې خلکو دامورو څخه مسووليت لري . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه ، امام تر مذي رحمت الله علیه ، د ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت کړيدی.

[سمول]

دامام اوومه دنده او مسوءليت :-

[سمول]

د اسلامي خلافت څخه دفاع او د هغه ساتنه د مسلمانانو د ما لونو او ناموسونو حفاظت او داسلامي امت پرمختګ او هغه خنډونه دمخې لرې کول چې ورسره مخامخ دي : الله جل جلاله  فرمايلي دي :-- وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً [33]

[سمول]

ژباړه : اوجنګیږئ له مشرکانو سره ټول له ځنګه چې هغوی جنګیږي ستاسو سره ټول .

[سمول]

او همدارنګه الله جل جلاله فرمايلي دي ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً)) [34]

[سمول]

ژبا ړه : ای هغه کسانوچې ایمان مو راوړی دی ، جنګ کوی له هغو کسانو سره چې نږدې دي تاسوته د کافرانو نه او په کاردی چی بیا مومي هغوی په تاسوکې سختي .

[سمول]

الله جل جلاله پخيل کتاب قرا ن کريم کې په ډير و آياتونو کې د کفا روپه مقابل کې په جهاد کولو امرکړی دی دغه واجب تر امام پورې اړه لري ځکه چې همدا خليفه لښکرې برابروي دجهادي او نظامي ګرپونوليږل ، دغنيمتونو او دهغه ويشل دقرار دادونو تړل دخليفه او مسلمان امير له دندو څخه دي.  له همدي امله علمای کرامو ويلې دي :  دجهاد امر تر امير او خليفه پورې اړه لري مګر کله چي امير موجود نه وي نو جهاد نه ورسته کيږي ځکه چي دجهاد ګټه او مصلحت دهغه په وروسته والي باندې له منځه ځي ،او خلک به دخپل منځ څخه هغه غوره او ښه کسان ټاکي تر څو خپل کا رونو پر مخ بوځي ..... [35]

[سمول]

د انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې هغه ويلې دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم دټولو خلکوڅخه ښکلی،او دټولوخلکو څخه زړور او دټولو خلکو څخه سخي وه ، يو ځلې دمديني خلک وويريدل او دغږ په طرف ورووتل ، پيغمبر صلی الله علیه وسلم  له دوی سره مخامخ شو او ريښتينی خبر او احوال يي ورکړ د ابو طلحه رضی الله عنه په لوڅ آس سپور او په غاړه يي توره څوړنده وه او فرمايل يي : -- مه ويريږي او مه ويريږي !

[سمول]

د براءبن عازب رضی الله عنه څخه روايت دی چې : - یو سړي ورته وویل : ای ابو عماره دحنين دغزا په ورځ په شا راغلي ؟ ده وويل : نه زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم په شا رانه غی مګر تيزو خلکو ماتې وکړه او د هوازن قبيلې هغوی په غيشو وويشتل او پيغمبر صلی الله علیه وسلم په سپينه اوښه سپوروه ابوسفيان بن حارث رضی الله عنه يي جلب نيولی وه او پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : - زه پيغمبر يم په رښتيا سره او زه د عبدالمطلب ځوي يم ). دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه و امام نسايي رحمت الله علیه او امام ابن حبان رحمت الله علیه روايت کړيدی .

[سمول]

دسلمه بن اکوع رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويي ويل : ما دپيغمبر صلی الله علیه وسلم  سره اووه غزاګانې کړې دي او په هغو لښکر وکې چې ليږل به يی په نهو غزاګانو کې شريک شوی يم يو ځلې زموږ اميرابوبکر رضی الله عنه اويوځلې زموږ امير اسامه رضی الله عنه وه )) داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم رحمت الله علیه، او امام ابو عوانه رضی الله عنه روايت کړيدی .

[سمول]

دابوهريره رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويلي يی دي :- ما د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه اوريدلې دي چي فرمايل يي :- زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې زما نفس دهغه په ﻻس کې دی که چيري ځينو مومنانو دانه غوښتی چې زما څخه دوروسته پاتې شي پداسي حال چي زما سره دهغوي داکمالاتو لپاره څه نه وه نو زه بۀ دهيڅ نظامي ګروپ څخه نه وم پاتي شوی کوم چې دالله جل جلاله په ﻻر کي جګړه کوي او زما دپه هغه الله  جل جلاله سوګندوي چې زما نفس يي په ﻻس کي دی ما دا خوښوله چي دالله جل جلاله  په ﻻر کي ووژل شم بيا راژوندی شم بيا ووژل شم بيا راژوندی شم بيا ووژل شم بيا راژوندی شم.  دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، او امام طبراني رحمت الله علیه يو بل ته په نږدو الفا ظو روايت کړيدی .

[سمول]

.دامیر دا دنده ده چې د الله جل جلاله په ﻻرکې دجهاد لپاره نظامي ګروپونه وليږي او دمختلفو سيمو لپاره مسوولين وټاکي همداد پيغمبر صلی الله علیه وسلم  سنت دي ، دجابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويلي يي دي : پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  يو جهادي ګروپ دابو عبيدة بن جراح رضی الله عنه تر امارت ﻻندې دبحر غاړې ته وليږه دوی درې سوه کسان وه او زه هم ددوی له ډ لې څخه وم موږ روان شوو خوکله چي يو ځای ته ورسيدو غذايي مواد مو ختم شول ابو عبيدة رضی الله عنه امر وکړ چې دلښکر دټولو کسانو څخه ددهغوی خوراکي مواد راغونډکړی شي دا را ټول شول زما خوراکه څۀ خرما وي وي ، موږ ته به يي لږ لږ خوراک راکا وه تردې چې ټول خلاص شول موږ ته يواځې يوه يوه خرما رسيده . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام ابن حبا ن رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه او امام مالک رحمت الله علیه  په موطا کي روايت کړيدی.  

[سمول]

د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی ده ويلي دي چې :--- پيغمبر صلی الله علیه وسلم دموته په غزا کې زيد بن حارثه ته امر وکړاوويل یی  : که زيد ووژل شو بيا به جعفر امير وي او که جعفر ووژل شو بيا به عبد الله بن رواحه امير وي عبدالله رضی الله عنه وايي : پدي غزا کي زه ورسره ملګری وم جعفر بن ابي طالب مو ولټاوه په مړيو کې وه او موږ يي په بدن با ندې څو نوي د تورو اوغشو ټپونه وموندل . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه، امام طبراني رحمت الله علیه او امام بيهقي رحمت الله علیه روايت کړيدی .

[سمول]

امام ماوردي رحمت الله علیه  ويلي دي :--دامام ددندواو مسوليتونو څخه دسنګر ونو محکمول په عصري وسله باندي محکم اوقوي ځواک سره ټينګول ترڅودښمن ونتوانيږي چې په ناڅاپي ډول تيري وکړي دکوم مسلمان يا متعهد وينه توی نکړي او دکوم جرم مرتکب نشي او دپاک څيزسپيڅلتيا تر پښو ﻻندې نکړي او همدارنګه په امام ﻻزم دي جې داسلامي دعوت څخه وروسته ددين او اسلام سره دکينې کوونکو په مقابل کې جهاد وکړي تردې چې يا اسلام ومني او يا هم اهل الذمه شي تردې چي دالله جل جلاله حق پلی کړي چې هغه په ټولو باطلو دينونو داسلا م بر ﻻسی او بريا ليتوب دی.                                                                                                                                                                                                                                                                                            

[سمول]

د فاجر امير په ملتيا د جهاد کولو ګټه :

[سمول]

مجاهدين زياتره دا پوښتنه کوي چې نچوړيې دادی : په ځينو ځايونوکې لکه دجهاد مرکز ونه او سنګرونه داسې مشران او مسو لين په کې شتون لري چې په شرعي لحاظ دځينو نواقصو، فسق ، او څرګند بدعت لرونکي وي نو ايا دداسې خلکو سره جهاد کول صحيح دی يا داغوره ده چې نورو عادلو ، تقوا لرونکو مشرانو سره سړی ملګری شي او له دوی سره جهاد پريږدي کله چې مجاهد بل څوک ونه مومي چې ورسره ملګری شي او ددې فاجرو اميرانو سره جهاد په پر يښودلو سره دجهاد ټوله ساحه او سيمه پريښودی کیږي ،  نو ايا پداسې حال کې له دوی سره جهاد کول جايز دی او همدارنګه ايا دنورو غوره او متقي اميرانو په څير دفاجر اميراطاعت هم واجبږي ددې پو ښتنې د جواب سره سم بايد لومړی دفاجر پيژندنه او تعريف وکړو : فاجر غير عادل ته ويل کيږي او عدالت :- په دين کې دسړي دحالاتو سموالي او برابروالي ته ويل کيږي ماوردي رحمت الله علیه ويلې دي :- عدالت په ټولو وﻻياتو او مشرتابه کې معتبر او داعتماد وړدی او عدالت دادی چې : - په خبرو کې ريښتينی په څرګند ډول امانت کار دمحارمو څخه پاک دګناهونوڅخه ځان ساتونکی ، دشک څخه لري ، دغوصې او خوشالي دواړه وختونو کې مينه ناک په دين اودنيا کې يې دمروت او ځوانمردي کاروونکې دي .[36] 

[سمول]

په دي مسأله کې دوه څيزونه مهم دي :

[سمول]

لومړي :-- په ديني اند جوړښت او سموالی : هغه د فرضواو موکدو سنتو ادا کول دحرامو څخه ځان ساتل چې د لويي ګناه څخه ځان وساتي او په کوچنی ګناه سره دوام ونه کړي .

[سمول]

دوهم :-- مروت اوځوانمردي :-- دادهغو څه په کولو سره چې ښکلی او ښايسته کوي يي او دهغه څه پريښودل چې پري خچن کيږي او بدپري ښکاريږي . [37]

[سمول]

فاجر يا فاسق : دلويو ګناهونوڅرګندوونکی او په هغه سره ټينګارکوونکی چې له پريښودو څخه مخ نه اړوي او نه ترې په وعظ، نصيحت ، امراو نهي سره توبه باسي  بيا ددې پوښتني ځواب په دري ډوله دی :

[سمول]

اول :-- پدې سره دعلما کرامو اجماع شوي چې دفاسق او فاجر په اصل کې دمشر تابه لپاره ټاکل رواندي او په هغه چاچاي په ﻻس او اختيار کي يي ټاکي  بايد پرته له عادل او نيک سړي څخه بل څوک ونه ټاکل شي ځکه چي الله جل جلاله  فرمايلې دي : لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿124﴾ [38]

[سمول]

ژباړه : نه شاملیږي وعده زماظالمانوته .

[سمول]

او همدانګه الله جل جلاله فرمايلې دي : إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ ﴿26﴾ [39]

[سمول]

ژبا ړه :- بیشکه غوره دهغه چا چې ته یې مزدور کوې هغه څوک دی چې قوی وي امانت داروي.

[سمول]

له همدي امله علما کرامو ويلې دي :--  چاچې فسق ، فجور اوبدعت ښکاره کړ دمسلمانانو لپاره دامامت او مشرتابه مستحق ندی ، امارت په اصل کې د فاسق او فاجر لپاره نشته دغه فساق او بدکاره خلک بايد تعزير شي ادب ورته وښودل شي دګناهونو څخه راوګرځول شي تر څو توبه وباسي او که ترهغه پورې مقاطعه ورسره وشي چې توبه وباسي دا ډير ښه کار دی دا مخکې تيرشول اصل او حجت پدې مسأله کې دالله جل جلاله دا قول دی چې :- وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿124﴾ [40] .

[سمول]

ژباړه :-اویاد کړی کله چې و ازمایو ابراهیم لره رب دهغه په څوخبرو نو هغه پوره کړي هغه خبرې او ویل الله چې زه جوړوونکی یم تالره دپاره د خلکو پیشوا اوویل ابراهیم اود اولاد زمانه هم ، وګرځوې،او ویل الله،نه شاملیږي ، وعده زما ظالمانوته .

[سمول]

نو دظالم او فاجر سړي د امام او مشر په صفت ټاکل مناسب کار ندی نو په مسلمانانو باندې  واجب دي چې دټاکلو مسوول شخص ته د په ګوته کړي او مشوره دورکړي چې ددې فاسق په عوض بل عا دل اونيک امير وټاکي .

[سمول]

دوهم :-- که داونشو او حتما فاسق ،او بدعتي شخص امير او مشر و ټاکل شې بيا مسلمان مجاهد فرصت لري چې ددې امير سره جهادپريږدي او بل غوره کړي نو پردې مجاهد دفاجرامير سره کار پريښودل واجب دي .

[سمول]

ځکه په دې سره دوه ګټي ﻻس ته راځي .

[سمول]

لومړي :-- جهاد کول د نيک او صالح امارت ترسيوري ﻻندې نه دفاجر امارت سره  .

[سمول]

دوهم :-- ددغه فاجر امير په پريښودو او له هغه څخه دلريوالي په سبب فاجر ته تأديب دی که پدې سره پوه شي چې ټول يې دده دفسق له امله پريږدي ښايي خپل فسق او بدکاري پريږدي دا کار دلمانځه دهغه فاسق امام په څير دی چې که ځينې خلک په ده پسې لمونځ کول پريږدي او په بل چا پسې خپل لمونځ ادا کړي دغه کار دفاسق امام په دغه ورپوښل شوي منکر او بدي په ردولو سره دا اغيزه کوي چې يا توبه وباسي يا لري شي  او هم خلک ددې په څيردګناه کولو نه ځانونه و ساتي نو ددې امام څخه وروسته دلمانځه پريښودلو کې يو شرعي مصلحت او ګټه ده پدې شرط چې د مقتدي څخه دجَمعې او جُمعې لمونځ پاتې نشي همدارنګه په جهاد کې همدا حکم دی .[41]

[سمول]

نو که چيرې مسلمان له ده څخه پرته بل څوک دکوم سبب او ﻻمل له پلوه ونه مومي او له ده ( فاجر امیر) سره جهاد په پريښودلو کې جهاد په ټوليز ډول پريښودل کيږي .

[سمول]

نو دلته په جواب کې دوه اړخه دي . 

[سمول]

لومړي فرع :-- که چيرې یی فجوراو بدي يوازې پخپل ځان کې وه لکه څوک چې شراب څښي او يا دغنيمت دمال څخه کومڅيز په پټه غلا کوي او ياهم کوم بدکار اوفسق کوي او داسې کوم بدعت تر سره کوي چې زيان يي يوازې خپل ځان ته رسي او دجهاد اصلي هدف او موخي ته کوم ضرر او زيان نه رسوي نوله ده سره غزا او جهاد کيدی شي ، وروسته پسي تګ کیدی شي او دامر مخالفت يي نشته کوم چې ګناه نه وي تردې چې دغه فجور او بدي يي دجهاد ګټو ته کوم زيان ونه رسوي دغه امير ته به په دومدار ډول نصيحت ، وعظ ، ښوونه او مناسب تعليم ورکول کيږي او دعاء به ورته کړل کیږي چې الله جل جلاله يي د اصلاح کړي او حالت يي جوړکړي ددې لپاره ډير دﻻيل وړاندې ذکرشول چي بيا يي را ګرځولوته اړتيا نشته او کفايت کوي او دغه حکم د اهل سنتو په وړاندي يو ثابت اصل دی چې په راتلونکي کې به بيان شي دابن  قدامه رحمت الله علیه دامام خرقي رحمت الله علیه ددې قول په شرح کې چې ويلې يي دي :  دهر نيکوکاره اوبدکاره امير سره جهاد کړل کيږي . معنا دا چې دهر امام تر سر پرستی ﻻندي جهاد کړل کيږي .

[سمول]

ابوعبدالله امام احمد بن حنبل رحمت الله علیه چې د اهل سنتو امام دی ويلي دي :--ديوسړي په هکله ترې وپوښتل شول چې ويل يي : زه جهاد نه کوم ځکه چې دعباس اوﻻديې اخلي او دوي ته د فئ مالونه برابروي ،ده وويل : سبحان الله : دغه ډير بدخلک دي دغه دجهاد څخه ناست اووروسته پاتي ،جاهل او ناپوهان دي ، ويل کيږي : تاسي پام وکړی که چيرې ټول خلک ستاسو په څیر کښيني نوڅوک به جهاد وکړي آيا پدې توګه به اسلام ختم نشي ؟ روميان به څه ونکړي ابن قدامة رحمت الله علیه وايي : امام ابوداود رحمت الله علیه پخپل سند سره دابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړيدی چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايلې دي : په تاسو جهاد کول دهر ښه او بد امير سره واجب دي.  دا حديث امام أبوداود رحمت الله علیه او امام ابويعلی رحمت الله علیه دابوهريره  رضی الله عنه  څخه روايت کړي دی امام ابن حجر رحمت الله علیه ويلې دي :-- په اسناديې باک نشته مګر دا چې دامام مکحول رحمت الله علیه  دروايت څخه دی او هغه دابوهريره رضی الله عنه څخه ندی اوريدلی .  

[سمول]

پخپل اسناديې دانس رضی الله عنه څخه روايت کړی هغه ويلې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلې دي : درې څيزونه دایمان اصل دي دهغه چا څخه ﻻس نيول چې لا اله الا الله ووايي په ګناه سره يي نه کافرکوو او داسلام څخه يي دکوم عمل اوکړني په سبب نه باسو جهاد له هغه وخته روان دی چې الله جل جلاله پيغمبرصلی الله علیه وسلم راليږلی دی ترڅو چې ورستنی امتي مې دجال ووژني او ايمان په اندازه د (اقدارو) سره دی .  دا حديث امام أبوداود رحمت الله علیه روايت کړيدی او امام مندري رحمت الله علیه دواړويي له حکم څخه چُپ او ساکت پاتې شوي او په اسناد کې يي يزيد بن ابي نشبة موجوددی او هغه مجهول دی او همدارنګه امام سعيد بن منصور رحمت الله علیه روايت کړی اوپه سند کې یې ضعف دی او شواهد يي هم شته [42] د فاجر او بد عمله امير سره دجهاد پريښودل ددې باعث کيږي چې جهاد بالکل له منځه لاړ شي کفار په مسلمانانو غالب شي ،مسلمانانو بيخ وباسي او ختم يي کړي دکفر کلمه اونظام بريالی او رامنځ ته کړي چې پدې کې لوی فساد او فتنه نغښتې ده الله جل جلاله فرمايلې دي : وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ ..﴿251﴾ [43]

[سمول]

ژباړه : که چیرې نه وی ختمول د الله خلکولره، بعضې دهغوی نه ، په بعضې نوروسره ، نو خامخا به خراب شوی وؤ، نظام د ځمکې .

[سمول]

ابن تيمیه رحمت الله علیه ويلي دي :- په خلکو کې دقوت او امانت يو ځای شتون ډير لږ دی له همدي سببه به حضرت عمر رضی الله عنه ويل :- ای الله : زه تاته د فاجر دزور او عادل دکمزورتيا څخه شکايت کوم چې په هروﻻيت کې تر ټولو غوره او مصلح سړی وټاکل شي تر دې چې رحمت للعالمين صلی الله علیه وسلم  وويل : په جنګي امارت او مشری کې به زړور او قوي شخص اګر که څه فجور او بدي هم پکې وي په عاجز او کمزوري شخص باندې واړندې کيږي اګر که دغه کمزوری امين هم وي لکه څنګه چې امام احمد رحمت الله علیه دهغه دوو کسانو په هکله وپوښتل شو چې په غزا او جهاد کې به اميران وي يوقوي ځواکمن خو فاجر او بل نيک صالح خو کمزوری ، ضعيف دکوم يوه سره به غزا او جهاد کړل کيږي ده وويل : دفاجر ځواکمن قوت دمسلمانانو لپاره دی او بدي يي پخپل ځان دي دصالح کمزوري صلاح او نيکي يي دخپل ځان ده او ضعيفي يي دمسلمانانو ده نو جهاد به دقوي فاجر امير تر قيادت ﻻندې کيږي ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي :-- الله جل جلاله دغه دين ته دفاجر شخص په واسط نصرت ورکوي او همدارنګه په حديث شريف کي راغلي : الله جل جلاله دغه دين ته دداسې خلکو په وسيله بری ورکوي چې دوی ته به څه برخه دخير اوثواب نه وي . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام نسايي رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه دانس رضی الله عنه څخه روايت کړی دی. او امام احمد رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه دابوبکر رضی الله عنه څخه روايت کړيدی  

[سمول]

که چيرې فاجر او بدکاره نه وي نو بيا غوره خبره داده چې هغه څوک بايد د جګړې مشر وټاکل شي چې په ديني لحاظ سره ښه او مصلح وي په هغه حالت کې چې دا تشه بل چا نشو ډکولی .[44]

[سمول]

او همدارنګه ابن تيمیه رحمت الله علیه ددې مسألې په اړه په يو جامع او ټوليز ډول دتاتار و دجګړې په درشل کې وايي : که چيرې داسې څوک پيدا شول چې د تاتاريانو په مقابل کې په پوره ايمانداری سره جنګيږي همدغه د الله جل جلاله درضا دکلمې دعزت ، لوړوالي اوددين دپلي کيدو او دپيغمبر  صلی الله علیه وسلم داطاعت او پيروی لپاره موخه او هدف دي که چيرې دمجاهدينو په ليکو کې داسې څوک وه چې په دوی کې فجور، بدکاري دنيت خرابوالی وه لکه چې څوک د رياست او چوکی لپاره جګړه کوي يا په ځينو حاﻻتو کې تيری پرې کوي او فتنه داسې رامنځته کيده چې دکفارو په ضد دجګړې مانع ګرځيده نو پدې صورت کې ددين دحفاظت لپاره ددوی په ضد په داسې نااهلو خلکو جهاد کول غوره دی تردې چې بالکل جهاد په ټپه ودرول شي ، همدارنګه دا واجب ندي چې کفار وټکول شي ووژل شي ترڅو دوه لويي فتنې پرې دفع شي او يوه وړه فتنه ومنل شي . همدغه داسلام اصول او مقرارت هم دي چې بايد مراعات يي وشي ، همدارنګه داهل السنت والجماعت داصولو څخه دهرنيکو کاره اوبدکاره ترقوماندې ﻻندې جهاد کول روا دی .. تردې چې ابن تیمیه رحمت الله علیه وويل :-- دخلفاي راشيدينو دزمانې څخه راورسته زياتره غزاګانې په همدې ډول منځته راغلي دي او دنبي کريم صلی الله علیه وسلم  څخه ثابته ده چې فرمايلي دي :-٠-دآسونو په تنديو کې ترقيامته پورې خير شته چې هغه : ثواب اوغنيمت دی.  دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه ، امام نسايي رحمت الله علیه ، امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام أبوداود رحمت الله علیه ، ديوي ډلې صحابه کرامو څخه روايت کړيدی دا حديث دهغه معنی ثبوت دی چې ابو داود په خپلو سننو کې دپيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه روايت کړيدی غزا دهغه وخته راروانه ده چې الله جل جلاله پيغمبر صلی الله علیه وسلم  رااستولی دی او تر هغه وخته به جاري وي چې زمااخرينی امتي دجال ووژني غزا او جهاد به دظالم ظلم او دعادل عدل له منځه يو نسي .   

[سمول]

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  څخه مشهوره ده چې فرمايلي يي دي :-- زمادامت څخه به يو ډله ښکاره په حق باندې وﻻړه وي دچا مخالفت به څه زيان ورته ونه رسوي او دا به تر قيامته پورې همداسې وي دا حديث او داسې نور دﻻيل شته چې اهل سنت او جماعت دټولو ډلو سره يو ځای ددې په کارولو متفق دي چې دهغه چا سره چې دجهاد وړوي دنيکو کاره او بدکاره اميرانو تر قوماندې ﻻندې جهاد وکړی شي ،، يوازي روافض او خوراج چې داهل سنتو څخه وتلي پدې کې اختلاف لري سره ددې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکړي فرمايي :-- خامخا به وروسته ظالم ، خاين او فاجر اميران قدرت ته رسي چاچې دهغوی ددرواغو ريښتينوالي تصديق کړه او له هغوی سره يي مرسته وکړه زما دامت څخه ندي او زه هم دهغوی نه بیزاره يم او حوض کوثر ته به نه راځي او چاچې دهغوی ددرواغو تصديق ونکړ او له هغوی سره په ظلم کولو کې مرسته ونکړه هغه زما امتي او زه دهغوی نه راضي يم او هغوی به حوض ته راځي ، دا حديث امام ابن  ماجه رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه او امام حاکم رحمت الله علیه روايت کړی دی ، دکوم سړي علم چې هغه څه ته ورسيد چي پيغمبرصلی الله علیه اميرانو ته تر قيامته دجهاد کولو امر کړی او د ظالمانو سره يې دهغې د ظلم کولو نه دمرستې څخه منع کړيده پدې پوهول کيدای شي چې منځڼی ﻻر داسلام خالص دين دی هغه دا چې : دهغه چاسره جهاد کول چې وړاو مستحق يې وي لکه دغه قوم چې ددوی ټا کل شوی شخص دهر امير سره وي او دغه په حق وﻻړه ډله په اسلام کې له دوی څخه غوره ده ، که پرته له دې څخه یی جهاد کول ناشونی وي ، او دهغه ډلې له مرستې څخه ځان ژغورل چې دی ورسره په غزا کې شريک وي او هغوی دالله جل جلاله څه نا څه نافرماني کوي بلکه اطاعت يې دوکړي دالله جل جلاله په اطاعت کې،  او که هغوی نافرماني کوي بيا يې اطاعت پرې نشته ځکه چې دمخلوق اطاعت د الله جل جلاله په معصيت اونا فرماني کې نشته داددې امت دغوره خلکو پخوانی او اوسنیﻻرده اودهمدې اختيارول په هرمکلف مسلمان باندې وا جب ده، او همدامنځنۍ ﻻردحروريه ؤ او ددوی په ساري کوم خلک چې دفاسدې تقوی او پرهيز ګاری لرونکي دي او دکم علمی او نا پوهی څخه سرچشمه اخلي او دمرجئه ؤ په څير او چا چې داميرانو اطاعت په مطلق ډول منلئ پداسي حال کې چې دغه اميران نيکان هم نه وي يوه ډيره غوره او منځنیۍ ﻻرده ،[45] او همدارنګه شرح عقيده طحاویة ٤٢٢—٤٢٣ مخونه وګوری ډيراوږد بحث يي ذکرکړيدی خو زموږ له يادي شوي څيړنتيااوليکنې څخه نه وځي .     

[سمول]

                     

[سمول]

دعقيده طحاوي شارح رحمت الله علیه ويلي :-- دمتن خاوند امام طحاوي رحمت الله علیه قول دی چې حج او جهاد دمسلمانانو دامير سره که هغه نيکوکار وي او يا هم بد کار تر قيامته پوري روان دی نه يي کوم شی کمولی شي او نه یی له منځه وړلی شي ، شارح رحمت الله علیه وايي :-- شيخ رحمت الله علیه( امام طحاوي ) رافضه ؤ ته د رد په درشل کې اشاره کوي وايي : دالله جل جلاله په ﻻر کې تر هغه پورې جهاد نشته ترڅو د آل محمد صلی الله علیه وسلم څخه رضا  خروج ونه کړي او داسمان له پلوه يوآوازکوونکی آواز وکړي چې : ددغه شخص پيروي وکړئ،                       

[سمول]

ددغه قول بطلان ددې څخه ډير څرګنددی چې دليل پرې وړاندې شي رافضه وو د امام په هکله پرته له کوم دليل نه دټولو نه ګناهونو څخه عصمت او پاکوالی شرط بللی دی بلکې په صحيح امام مسلم کې د عوف بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويلي يې دي ما د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم  څخه اوريدلي چې فرمايلي يي دي :-- غوره او ښه مشران ستاسې هغه خلک دي چې تاسوورسره مينه لری او هغوی ستا سو سره مينه لري تاسو دعا ورته کوی او هغوی تاسو ته دنيکی دعاکوي او بدترين دمشرانو ستاسې هغه خلک دي چې بديي بولی اوکرکه ورڅخه کوی او دوی هم ستاسې څخه کرکه او نفرت کوي او تاسو پرې لعنت وايی او هغوی هم پر تاسې لعنت وايي ، عوف رضی الله عنه وايي ما ورته وويل : اي دالله جل جلاله رسوله ، آیا مخالفت یی نکړو ، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:-- نه ، ترڅو يي چې په تاسو کې لمونځ قائم کاوه، خبردار اوسی په چاچې کوم والي او مشر وټاکل شو اوويي ليد چې دالله جل جلاله  څخه نافرماني کوي نو هغه څه دبد وبولي کوم چې دالله جل جلاله نافرماني او ګناه کوي او هيڅکله دخپل ﻻس د هغه له اطاعت څخه نه باسي مخکې دامامت په مبحث کي ددي حديث په څيرځينې احاديث تير شول خو دايي ونه ويل چې امام بايد معصوم او د ګناه څخه پاک وي [46]

[سمول]

امام بخاری رحمت الله علیه په کتاب الجهاد کي ددې مسألي لپاره باب ايښی دی اوويلي يې دي : جهاد دهر فاجر او نيک امير سره کيږي ځکه چې پيغمبر صلی الله علیه فرمايلي دي : دآسونو په تنديو کې تر قيامته خير او نيکي ايښودل شوې ، دا حديث دعروة بارقي رضی الله عنه څخه په مرفوع ډول روايت شوی چې :-- دآسونو په تنديو کې دقيامت تر ورځې پورې خير ایښودل شوی چې هغه : ثواب او غنيمت دی .

[سمول]

ابن حجر رحمت الله علیه ددې په شرح کې ویلي دي : پدې حدیث دلیل نیولوته امام احمد رحمت الله علیه مخکي شوي ځکه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم دآسونو په تنديو کې تر قيامته پورې دخير يادونه کړې او هغه خير يي په ثواب او غنيمت باندې تفسيرکړی او غنيمت يادول داجر سره يو ځای په آسونوکې يواځې په جهاد کې منځته راځي او دايې ندي مقيد کړي چې امام يا امير بايد عادل وي نودا پدې سره دﻻلت کوي چې ددغه بهتری او ثواب په ګټلو کې دا تو پير نشته چې غزا د نيکو کار اميرترقوماندې ﻻندې وي يا دبدکارامير تر قوماندي ﻻندې ، او په حديث کې ديته ترغيب دی چې بايد په آسونو جهاد وکړی شي.[47] .

[سمول]

دغه فاجراميرچې جهادورسره کول ( دهغه تر قوماندې ﻻندې ) روادی همدارنګه دهغه څخه وروسته لمونځ ادا کول هم واجب دي که چيري په بل چا پسې لمونځ کول ناشونی وه او يا په بل چا پسې دده څخه پرته دلمونځ کولو څخه لويه فتنه او چتيده او دا هم داهل سنت او جماعت په وړاندې يو ټاکل شوی اصل دی پدې اړه ابن تيمیه رحمت الله علیه وايي : پدې کې ټوليزه او صحيح خبرداده چاچې په عدل سره پريکړه وکړه اويايي په عدل سره ويش وکړ امر يي دپه ځای شي او چا چې امر په نيکی وکړاو منع يي دبدی څخه وکړه دهغه سره دمرسته وکړی شي پدې شرط چې پدې سره کومه لويه فتنه منځته نه راتله د جُمعې او جماعت لپاره حتمابايدامامان وټاکل شي که چيرې دنيک او صالح امام ټاکل ممکن وه بيا دفاجر امام ټاکل ندي روا ، اونه دهغه مبتدع چې خپل بدعت ښکاره کوي ځکه چې ددوی په وړاندې دتوان سره سم مقابله واجب ده اوددوی تعین کول رواندي ،که چيرې ددوه داسې کسانو مقررول حتمي وه چې په دواړو کې هم بدعت او هم فجور موجودوي بيا دهغه کس چې لږنيکي يي تر بل زياته وي مقررول واجب دي ، او که چيرې په جهادکې ددوه داسې کسانو څخه چې ديو مقررول ﻻزمي وي په يوه کې دجهاد کمزورتيا وه خو دينداره وه او په بل کې دجهاد لپاره ګټه وه خو ګناهګار او بدکاروه نو ددغه شخص ټا کل چې مسلما نانو ته ګټور وي دهغه چا دټاکلو څخه چې مسلمانانو ته زيانمن وي غوره او بهتر دی.[48]                         

[سمول]

دعقيده طحاوي شارح رحمت الله علیه ويلي دي :-- پدي پوه شه چي الله جل جلاله دپر موږ او تاسې رحم وکړي.

[سمول]

دامامانو په اتفاق سره دهغه سړي لپاره لمونځ کول روا دي چې دخپل امام دبدعت او فسق څخه خبر نه وي ، دجماعت دشروطو څخه داندي چې دامام دعقيدې څخه خبر وي او دا هم نشته چې امتحان ترې واخلې اوووايي : ستا عقيده څه شی ده؟ بلکې په هغه چا پسې به لمونځ کوې چې حالت يي پټ وي که چيري يې په هغه مبتدع پسي لمونځ وکړ چې خپل دعوت ته بلنه کوي او يا په ښکاره سره فاسق او بدکاره وي خو هغه دفرض لمانځه امام وي چي پرته له ده څخه دلمو نځ کولو امکان نه وي لکه دجُمعي اواخترونو امام يا په حج دعرفات امام او داسې نور، نو دعامو سلفو او خلفاؤ په نزد به مقتدي لمونځ پسې کوي او چاچې په فاجر او بدکار امام پسې دجُمعي او جَمعي لمونځ ونکړنو دغه شخص دعامو علما ي کرامو په نزد بدعتې دي .

[سمول]

صحيح حکم دادی چې:

[سمول]

لمونځ به کوي او بيرته به يي نه راګرځوي ځکه چې صحابه کرامو به دجَمعې او جُمعې لمونځونه په ظالمواميرانو پسې ادا کول او بيا به يي نه راګرځول لکه څنګه چې عبدالله بن عمر رضی الله عنهما دحجاج بن يوسف پسې لمونځ کاوه اوبيا به يي نه راګرځاوه ، همدارنګه انس رضی الله عنه ، عبدالله بن مسعودرضی الله عنه او داسې نورو به دوليد بن عقبه بن ابي معيط پسې لمونځ کاوه . او هغه به شراب څښل تردې چې يو ځل يي دسهار لمونځ څلور رکعته ادا کړ او بيايې وويل : - نور يي درته زيات کړم ، په صحيح سند سره راغلي چې کله عثمان رضی الله عنه کلا بند شو خلکو ته يوه کس لمونځ امامت وکړ نو يوکس د عثمان  رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړه ته دعامو مسلمانانو امام يې او دغه سړي چې خلک لمونځ پسې کوي دفتنې امام دی عثمان رضی الله عنه وويل :-- ای وراره لمونځ دهغو غوره اعمالوڅخه دی ،چې خلک يي اداء کوي که ښه يي اداکړنو ښه يې ورسره ادا کړه او که يي سم ادا نکړ ته يي دبدی څخه ليري شه تر دې چې ويې ويل :کله چې دمقتدي نه دجَمعې او جُمعې لمونځونه ( د فاجر امیر په امامت باندې ) پاتې کيږي نودلته پرته د بدعتي څخه بل څوک لمونځ نه پريږدي کوم چې دصحابه کرامو سره مخالف دي ، ( بلکې باید لمونځ اداء شي ) .

[سمول]

او همدارنګه که چيرې امام دمشرانو لخواټاکل شوی وي اوپه ده پسې دلمونځ په پريښودو کې څه شرعي ګټه هم نه وي نو دلته به لمونځ نه پريښودل کيږي بلکه په ده پسي لمونځ کول بهتر او غوره دي ، که چيري څوک پدي سره ونه توانيږي چې دامامت داسې څوک واړندي نکړي چې هغه ديو منکر او بدکار ښکاره کوونکی وي نو په ده واجب دي چې دغه کار تر سره کړي مګر که چيرې بل چا ټاکلی وي او نشي کوﻻی چې دامامت څخه يي منع کړي او يايي دامامت څخه منع په ډير لوي زيان او ضرر له هغه منکر او بدیڅخه منځ ته راځي چې ښکاره کوي يي نوپدي صورت کي دوړي فتني دفع کول په لويي فتني سره او يا دلږ زيان دفع کول په لوي زيان سره جواز نلري ، ځکه چي شرايع او الهي قوانين دګټو دحاصليدو په خاطر راغلي . نو دجَمعې او جُمعې دله منځه تلل ډيره لويه فتنه تر هغې ده چې پدې دواړو جَمعه او جُمعه کې په فاجر او بد کاره امام پسې اقتدا وشي په ځانګړي ډول که چيرې دده په وروسته کيدو سره فجوراو بدي هم نشي لري کولی نو دشرعي مصلحت تعطيل کول پرته دهغه فتني له دفع کولو څخه پخپل ځاي پاتي کيږي.[49]                                  

[سمول]

ددوهمې فرعې جواب دادی چي :--دا پدې پورې ځانګړې ده چې ددې امير ګناه جهاد ته زيان رسوي او خپل هدف ﻻسته نه راوړي لکه چې کوم امير دالله جل جلاله ددښمنانو سردوستي کوي او يا هم دجهادي قضيي ( مسألي ) سره خيانت کوي .                      

[سمول]

او پرته له کومې ګټې دمسلمانانو ضايع کيدوته هيڅ اهتمام نکوي او يا مسلمان جګړي ته د طواغيتو د يو طاغوت د تخت د ټنګښت او داسلام دکوم مخالف نظام دبقاء او جوړيدو لپاره واړندې کوي پدې هکله صحيح خبره داده چې : دداډول اميرانو سره او دهغوی تر امرﻻندي جهادنه کړل کيږي ځکه چې دوي دامارت دشرعي رنګ دموخې او هدف سر مخالفت وکړ .[50]

[سمول]

له همدې امله علما ی کرامو دهغه امير چې بدي يي خپل ځان ته رسي او دهغه امير چې دبدۍ زيان يي ټولو مسلمانانو ته رسيږي توپير بيان کړی دی. [51] دغه بيان مخکې تير شو والحمد الله رب العالمين .                                                    

[سمول]

دمسلمان امير په واړندي دولس دندي او مسوليتونه :

[سمول]

په ولس باندي ددغه امير سره په لنډډول ﻻندې دندي او مسوليتونه واجب او ﻻزمي دي  دامير خيره اوريدل او دګناه څخه پرته دهغه پيروی کول ، او دامير په زياتيو صبر کول اګر دولس ځينې حقوق هم ورنکړي ، ده ته دعا کول ، دده ترﻻرښوونې ﻻندي جهاد کول ، ده ته دزکات ورکول ، دشرعي ادب په نظرکي نيولو سره ورته نصيحت کول.

[سمول]

لومړي دنده :--داميرخبره اوريدل او دګناه څخه پرته يې اطاعت کول .

[سمول]

دمشرانو او اميرانو خبرې ته غوږ ايښودل او پرته له ګناه څخه يې اطاعت کول عبادت دی چې يو مسلمان پدې کې دالله جل جلاله څخه ثواب غواړي ځکه ددوی اطاعت دالله جل جلاله داطاعت څخه دی دهغوی اطاعت دالله جل جلاله داطاعت څخه دی، هغوي ته غوږ ايښودل او نيکي کي يي اطاعت کول دمسلمانانو تر منځ ديووالي او وحدت دمهمو اسبابو او ﻻملو نو څخه دی ځکه ددوی په اطاعت کې د هغو اراوو او نظرياتو چې اختلاف ته لمن وهي، په نتيجه کې دمسلمانانو دتيت پرک کيدو او ددوی دقوت ، دبدبي دله منځه وړلو او اختلاف اچولو لپاره کاروي يوقوي ګوزار او غاښ ماتوونکی ځواب دی ، له همدې امله دټولو مسلمانانو لپاره ديو امام ټا کل دمسلمانانو تر منځ اختلاف،خپل منځي شخړې او تيتوالی ختموي  شرعي امرته په غوږ ايښودو سره يواځي او په اطاعت سره هم يواځي او دداوړو( غوږ ایښودلو ، او اطاعیت کولو ) په هکله يو ځای امرراغلی دی : کوم چې يوازې داوريدلو او غوږ نيولو امرراغلی دادی چې الله جل جلاله  خپلو مومنو بندګانو ته په خطاب کي فرمايلي : وَاتَّقُوا اللّهَ وَاسْمَعُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿108﴾.[52]

[سمول]

ژباړه :- او وویریږی تاسې له الله او په دروغو قسم مه کوئ او واورئ تاسې د الله احکام د زړو په غوږونو سره ، او الله نه ښيی سمه صافه لاره ( د خیر او جنت ) قوم فاسقانو ته .

[سمول]

معنا داچې واروئ هغه څه چې درته ويل کيږي او هغه څه چې پند ترې اخلئ ويي منئ . او پدې کې دالله جل جلاله دامرتابعداري وکړئ په هغه سره عمل وکړئ او هغه ته ورسيږئ الله جل جلاله فرمايلي : وَاسْمَعُوا ْوَلِلكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿104﴾[53]

[سمول]

ژباړه :- او واورئ تاسې ( حق د زړه په غوږو ) او شته دی لپاره د کافرانو دردناک عذاب ( ددوزخ) .

[سمول]

معنا دا چې واروئ هغه څه چې درته ويل کيږي اوپه تاسو لوستل کيږي دالله جل جلاله دکتاب څخه په هغه کې فکر وکړئ او ځانونه پرې وپوهوئ په اوريدلوسره امرداطاعت او منلوپه معنی سره دي نه يوازې ادراک اوحس ترې هدف دي او له دې څخه دالله جل جلاله قول دی چې :-- الله جل جلاله  دثناء ويونکي، ثناء اوصفت وارويده ، يعني ويي مانه او قبول يې کړو او هم دا قول دشاعر دی چې ويلي يې دي :

[سمول]

الله جل جلاله ته مي دومره زياته دعا وکړه تردې چې وويردم - چې الله جل جلاله به زماخبرې نه اوري .                                        

[سمول]

يعني : زمادعاء به نه قبلوي ،

[سمول]

دکعب بن عجرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويل يې دي :-- موږ ته پيغمبر صلی الله علیه وسلم راووت او موږ نهه، څلور ،یاپنځه کسان وو اوويې ويل : - واروئ آيا تاسو وارويده بيشکه زما څخه وروسته به اميران راځي څوک چې ورغلل او دهغوی ددروغو تصديق يي وکړو اوله دوی سره يي په ظلم کولو کې مرسته وکړه هغه زمادپيروانو څخه ندی او نه هم زه دهغوی لپاره پيغمبريم اونه به ماته حوض کوثر ته راځي او څوک چې هغوی سره داخل نشي او له هغوی سره دهغوی په ظلم کولو کې مرسته ونکړي او ددرواغو تصديق يي هم ونکړي هغه زما امتي دی او زه دهغه لپاره پيغمبريم او ما ته به حوض کوثر ته راځي .

[سمول]

دا حديث امام احمد رحمت الله علیه اوامام ترمذي رحمت الله علیه روايت کړيدی اوويلي يې دي :- حديث صحيح او غريب دی او همدارنګه امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه،امام ابن ابي عاصم رحمت الله علیه اوامام حاکم رحمت الله علیه روايت کړی اوويلي يې دي : دا حديث دامام مسلم رحمت الله علیه دصحیح په شرح کې دی، امام بخاری رحمت الله علیه او امام مسلم  رحمت الله علیه روايت کړي ندی...د ابو مالک اشعري  رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه فرمايلې دي :-- اي خلکو واروئ : ځانونه ښه وپوهوئ اوعلم حاصل کړئ بيشکه دالله جل جلاله داسې بندګان دي چې نه پيغمبران دي اونه شهيدان له دوی سره پيغمبران او شهيدان پدې کې غبطه( سیالي )  کوي اوددوی په شان دمنازلو هيله مند به وي ځکه چې ددوی منزلې او نږديکت له الله جل جلاله سر ډير دی .

[سمول]

دا حديث اوږددی ، داحديث ټولوامامانولکه : امام احمد رحمت الله علیه، امام طبراني رحمت الله علیه ، امام دارمي رحمت الله علیه،امام عبدالله بن المبارک رحمت الله علیه  په زهد کتاب کې په همدې ډول روايت کړيدی او سنديي جید دی ، دلته يوه فايده ده چې ان شاالله دآياتونواو نبوي احاديثو پخوانی فايده پرې بشپړيږي او هغه داچې : اوريدل دوه ډوله دی ، عقل هم دوه ډوله دی ، او هدايت هم دوه ډوله دی، ددې ويش په هکله دﻻيل شته . الله جل جلاله دکفارو لپاره داوريدو،عقل او هدايت يو ډول ثابت کړيدی او له دوی څخه يې هغه بل ډول دسمع ( اوريدو ) عقل او هدايت نفې کړيدی.

[سمول]

لومړی ډول يې چې:

[سمول]

ورته ثابت کړيدی پدې شرط چې په دوی حجت او دليل قائم شي اودا پدې پورې اړه لري چې دحجت په معنی وپوهيږي اوپدې وپوهيږي چې په صحيح ډول څه شی ترې مراد او مقصددی.               

[سمول]

دوهم ډول :-

[سمول]

کوم چې دکفارو څخه نفي شوی او دﻻرموندونکومومنانو لپاره ثابت شوی دادحجت قبليدل ،په هغه ايمان راوړل هغې ته غاړه ايښودل او ګته ترې اخستل دي .

[سمول]

ددې تفصيل دادۍ چې :

[سمول]

اوريدل په دوه ډوله دي : - لومړی نوع يې دادراک اوريدل دي دا هغه نوع ده چې الله جل جلاله کفارولپاره پخپل دغه سپيڅلي فرمان کې ثابته کړيده چې : قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ)) [54] 

[سمول]

ژباړه :- ویی ویل ( جهودانو ) اوریدلې ده موږ ( ستا خبره ) او ندي منلي موږ ( ستا حکم ) او ورچښلې شوې وه په زړونو ددوی کې ( مینه د ) خوسي .

[سمول]

دهمدې په څيردالله جل جلاله دغه قول دی چې فرمايي: وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ[55]

[سمول]

ژباړه :- او وایی دغه( جهودان ) واوریدل موږ ( وینا ستا ) او ونه مانه موږ ( حکم ستا ) او ( وایی جهودان ) واوره ( ته) .

[سمول]

اوپدې قول دالله جل جلاله کې چې فرمايي : (( وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ)) [56]

[سمول]

ژباړه :- اومه کیږئ تاسې ( ای مؤمنانو) په شان دهغو کسانو چې وایي ، واوریده موږ حال داچې دوی نه آوري ( ګټور واوریدلوسره ) . 

[سمول]

او پدې قول کې الله جل جلاله  فرمايلې دي :-- ﴿وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَذَا إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿٣١﴾ ﴾

[سمول]

ژباړه :- اوکله چې ولوستل شي پدوی باندې آیاتونه زموږ نو وایي دوی په تحقیق واوریده موږ( دغه کلام ) که وغواړو موږ نوخامخا و به وایو موږ هم په مثل دده ندی دغه (کلام ) مګرخودۍ ددروغو لیکل ( اوباطل احوال ) د پخوانیو.

[سمول]

او همدارنګه دالله جل جلاله قول دی چې : وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ﴿6﴾

[سمول]

ژباړه: اوکه یوتن له مشرکانوڅخه امن ( پناه ) وغواړي له تا ( له قتله ) نو پناه ورکړه ته ! هغه ته څو چې واوري کلام د الله .

[سمول]

اوهمدارنګه دالله جل جلاله  داقول دی : - يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ تُتْلَى عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا ﴿8﴾  [57]

[سمول]

ژباړه :- چې اوري آیاتونه دالله چې لوستلی کیږي په هغه باندې بیا ټینګتیا کوي په غرور سره لکه چې هغه ندي اوریدلي هغه.

[سمول]

اوداسې نور آياتونه چې دکفارو لپاره اوريدل په کې ثابتوي او په همغه وخت کې دزړونواوريدل نفي کوي همدادوهمه نوع ده چې : دقبول والي ، منلو ، هدايت او ګټي اخستلو لپاره اوريدل،الله جل جلاله  دکفارو څخه نفي کړيدي داد الله جل جلاله عدل دی چې پدې آيت شريف کې يي فرمايلي دي : وَلَوْ عَلِمَ اللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَّأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا وَّهُم مُّعْرِضُونَ (23) [58]

[سمول]

ژباړه : اوکه معلوم وی الله ته په دوی کې څه خیر،نو توفیق داوریدو به یي ورکړی وه اوکه اورولی یی وی دوی ته نو خامخابه ګرزیدلی وو دوی ته او دوی مخ اړوونکي دي .

[سمول]

او پدي قول دالله جل جلاله کې راغلي دي: وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ ﴿21﴾ [59]

[سمول]

ژبا ړه :-اومه کیږی تاسې په شان د هغو کسانو چې ویي ویل : چې واوریدل موږ او حال داچې هغوی نه اوري .

[سمول]

او پدې قول دالله جل جلاله کې چې دا اوريدل یی د کفارواو سيدونکو څخه نفی کړی ده رب العزت جل جلاله فرمايلي دي : وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿10﴾ [60]                                                  ژبا ړه : -او وبه وایي که چیرې وی موږ چې اوریدلي مو،یاموږ دعقل نه کار اخستلی نو نه به وه موږ په ملګرو د اور کې .

[سمول]

نو الله جل جلاله ددوی لپاره دغوږ اوريدل ثابت کړل چې هغه ادراک دی پدې قول دالله جل جلاله کې چې: قَالُوا سَمِعْنَا [61]سورة انفال ايت \٢١ .                                 

[سمول]

ژباړه : -دوی به ویل موږ واوریدل .

[سمول]

او تري نفي يي کړه سمع ( اوريدل ) دقبول والي اومنلو کوم چې دوی ته ګټه رسوي پدې قول دالله (جل جلاله کې چې :  وَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ ﴿21﴾ [62]

[سمول]

ژباړه :- او دوی نه اوري .

[سمول]

او قول دالله جل جلاله چې: ( لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ )﴿10﴾ [63]

[سمول]

ژباړه:- که موږ اوریدل کړی شوی .

[سمول]

اوهمدارنګه کوم چې دالله جل جلاله په فرمان کې راغلي دي :- وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ .........  ﴿25﴾  [64]

[سمول]

ژباړه :- او بعضې ددوی نه،هغه څوک دي ، چې غوږ نیسي ، تاته ، او اچولي دي موږ،په ، زړونوددوی باندې ،پردې ، چې پوه ( نه ) شې پدې .

[سمول]

عقل په دوه ډوله دی :

[سمول]

لومړي :-- هغه عقل چې دليونتوب ضد او عکس دی

[سمول]

په همغه سره انسان مکلف ګرځي اوپه هغه سره مکلف دمعنی په پوهيدلو سره توانيږي . همداعقل الله جل جلاله دکفارولپاره ثابت کړيدی او الله جل جلاله دابيان کړي چې کفارو ته کوم خطاب کيږي په هغه پوهيږي ، الله جل جلاله فرمايلي دي : أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُواْ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِن بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿75﴾ [65]       

[سمول]

ژباړه :- آیا تاسو امید لری ،چې ایمان به راوړی دوی، په وینا ستاسو،اوحال داچې وه،یوه ډله،ددوی نه،چې اوریدو به یي،کلام د الله ،بیابه یی ،بدلولو هغه کلام ، وروسته د هغې نه ، چې پوه به شول په هغې ، او هغوی پوهیدل .

[سمول]

يعني الله جل جلاله ددوي لپاره اوريدل ثابت کړل چې: يَسْمَعُونَ كَلاَمَ اللّهِ [66]

[سمول]

ژباړه- چې اوریدو به یي ، کلام د الله.

[سمول]

اودوی يي په معنا پوه کړل لکه چې: أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُواْ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِن بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿75﴾ [67]

[سمول]

ژباړه :آیا تاسو امید لری ،چې ایمان به راوړی دوی، په وینا ستاسو،اوحال داچې وه ، یوه ډله ، ددوی نه ، چې اوریدو به یي ، کلام د الله ،بیابه یی ، بدلولو هغه کلام ، وروسته د هغې نه ، چې پوه به شول په هغې ، او هغوی پوهیدل .

[سمول]

یعني : دوی ګټه ترې وانخسته او مستفيد ترې نشول.                         

[سمول]

دوهم : هغه عقل چې دزړه دفهم اوادراک په معنا سره

[سمول]

هغه پوهه چې دې خطاب دقبلولو اودهغې دمنلو او دګټې اخستلو سره ﻻزمي ده همدغه الله جل جلاله پدې قول کې دکفاروڅخه نفې کړي ده چې : وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿10﴾ [68]                                                        

[سمول]

ژباړه :-او وبه وایي هغوی ، که چیرې وی موږ،چې اوریدلي مو، یاد عقل نه موکار اخستلای ، نونه به وی موږ، په ملګرو داور کې .

[سمول]

همدارنګه دالله جل جلاله  پدې قول کې چې دکفارو څرنګوالی او وصف بيانوي فرمايي :- صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿171﴾ - [69]

[سمول]

ژباړه :- کاڼه دي ، ګونګیان دي ، ړانده دي ، نو دوی ، نه پوهیږي په خبره .

[سمول]

همدارنګه پدې قول کې چې:- أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ﴿44﴾ [70]         

[سمول]

ژباړه :- آیاګومان کوې ته ، چې بیشکه ډیر خلک ددوی ، (ګڼې ) اورې خبره ، یاد عقل نه کاراخلي ، نه دي دوی ، مګر دي ، په شان دځناورو.

[سمول]

او داسې نور آياتونه چې دکفارو دناپوهی بيان په کې شوی دی په يقيني ډول الله جل جلاله خبر ورکړی چې ددوی څخه يي دا عقل پدې باندې اخستی چې دوی دحق دمنلو څخه مخ ګرځولی نو دايي جزااوعقاب دی لکه چې:  الله جل جلاله فرما يلي دي :- وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَى فَلَن يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا ﴿57﴾  [71]-                 

[سمول]

ژبا ړه :- او ځوک دي ، ډیر ظالم ، د هغه چانه ، چې نصیحت وکړی شي هغه ته ، په ذریعه د آیاتونو، درب خپل ، نو هغه مخ واړوو د هغې نه ، او هیرشوترې ، هغه انجام، چې مخکې یي لیږلی دی ، لاسونه دهغه ، بیشکه موږ، اچولی دی ، په زړونو دهغوی باندې ، پردې چې پوه شي په هغې ، او په غوږونو د هغوی کې ، دروندوالی دی ، او که چیرې ، ته راوبولې هغوی ، هدایت ته ،نوهرګیز به هدایت ونه مومي ، پدې حالت کې ، همیشه .

[سمول]

یعني :الله جل جلاله بيان کړی چې دغه مهر لګول ددوی په زړونو او غوږونو باندې ددې له امله دي چې دقران کريم دآياتونو دتدبر اوپند اخستنې څخه یې مخ ګرځولی نودا ددوي لپاره عذاب او جزا ده

[سمول]

هدايت په دوه ډوله دی :--

[سمول]

لومړي ډول  : -دښودني او دﻻلت هدايت دی :

[سمول]

همداالله جل جلاله دکفارو لپاره پدې مبارک آيت کې ثابت کړيدي لکه چې فرمايي :- وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الهُدی ...﴿17﴾ [72]                                   

[سمول]

ژباړه :- او هرچې ثمودیان دي ، پس نیغه لار موورښودلې ده ، هغوی ته ، پس غوره کړل هغوی ، بندول د سترګو ، په ځای د کتلو لارې ته .

[سمول]

همدارنګه الله جل جلاله په دغه مبارک آيت کې دانسان له پلوه فرمايلي دي :- إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا ﴿3﴾- [73]

[سمول]

ژباړه :- بیشکه،ښودلي موږ ده ته،لاره، که شاکر کیږې ، اوکه کفرکوونکی ( ناشکره )کیږي .

[سمول]

لکه پدي مبارک آيت کې چې فرمايلي دي :- وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ﴿7﴾    [74]-

[سمول]

ژباړه : اودپاره دهرقوم لارښودونکی مقرردی .

[سمول]

او داسې نور آياتو نه شته چې پدې معنی سره راغلي دي چي :  داهغه هدايت دی چې الله جل جلاله پري ثموديانو، ټولو پيريانو او نسا نانو ته، کافرانو او مومنانو ته يي پري هدايت کړيدی ځکه چې الله جل جلاله دوي ته دطاعاتو او ګناهونو ﻻرښوونه وکړه او هغه څه يي ورته وښود چې الله جل جلاله پري راضي کيږي او هغه څه چې پري په قهرکيږي .                                                                    

[سمول]

دوهم ډول :-- دقبول والي اومنلو هدايت :

[سمول]

دغه هدايت الله جل جلاله د کفارو څخه نفي کړي لکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي :- إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿56﴾ [75]-

[سمول]

ژباړه :- بیشکه ته چې یي ، نشي ښودلی لارته ، هغه چاته ، چې خوښوې یي ته ، ولکن الله ، ښائي ، هغه چاته ، چې غواړي یي هغه ، او هغه ، ښه عالم دی په هدایت موندونکو باندې .

[سمول]

او پدې قول دالله جل جلاله کي چي فرمايي :- لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ يَهْدِي مَن یَشاء...... ﴿272﴾ [76]

[سمول]

ژباړه :- نشته ، په تاباندې ذمه واري د هدایت کولو هغوی ته ، لکن الله هدایت کوي ، هغه چاته چې وغواړي .

[سمول]

نو الله جل جلاله دابيان کړي چي پيغمبر صلی الله علیه وسلم  دﻻرښووني او ارشاد په هدايت مکلف دي ځکه چي فرمايي :- وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿52﴾  [77]

[سمول]

ژباړه :- اوبیشکه ته،خامخا هدایت کوې،لارې نیغې ته .

[سمول]

دقبول او منلو په هدايت سره مکلف ندي او بس ، لکه څنکه چې دالله جل جلاله  پدې قول کې راغلي :- أَفَأَنتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُواْ لاَ يُبْصِرُونَ ﴿43﴾ [78]                      

[سمول]

ژباړه :- آیانوته به ، لاروښایې، ړندوته، اګرکه وي هغوی ، چې هیڅ نه ویني .

[سمول]

او همدارنګه دالله جل جلاله  پدې فرمان کې چې :- وَمَا أَنتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ ﴿53﴾  [79]                                         

[سمول]

ژباړه :- اونه یې ته،لارښودونکی،ړندوته،دګمراهی دهغوی نه .

[سمول]

او داسي نور چې پدې معنی سره راغلي دي . کوم چې دالله جل جلاله دکفارو لپاره دحس او ادراک داوريدلو دمعنی دپوهيدلو دارشاد دښووني څخه دا ټول په کفارو ددليل او حجت قايميدو له لوازمو او ضرورياتو څخه دي ، نوڅنګه به دهغه چاسره حساب وکړل شي چې په يوه سبب داسبابو نه په خطاب پوه نشي اوله دوی څخه يي دوهم ډول دهدايت چې په قبول والي او منلو پوري اړه لري نفې کړيدی اودا هغه هدايت دی چې الله جل جلاله يي په مومنو او پرهيزګارو بندګانو باندې احسان کړی اوورکړې يي دي لکه څنګه چې فرمايي:- إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿51﴾[80]   

[سمول]

ژباړه :- بیشکه،ده خبره،د مؤمنانو،کله چې، را وبللی شي،الله او رسول دهغه ته،چې فیصله وکړي رسول،په منځ دهغوی کې ، دا چې ووایي ، چې واوري د موږه او ومنو موږ حکم ، او داخلک چې دي ، همدوی ، خلاصی موندونکي دي .

[سمول]

او الله جل جلاله فرمايلي دي :- وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ ﴿17﴾[81]                         

[سمول]

ژباړه :- او هغه خلک،جې نیغه لاره موندلې ده ، زیات کړل هغوی لره الله ، په لحاظ دهدایت سره، او وریي کړه هغوی ته ، تقوی دحصې دهغوی.

[سمول]

دغه هدايت دتوفيق ورکولو او مرسته په نيکۍ سره او دهغه ورته اسانيدل او په نفسونو کې دهغه جوړيدل او خوندي کيدلو څخه عبارت دی ، امر په طاعت سره له دې څخه دالله جل جلاله دافرمان دی چې :- أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ ) [82]                                 

[سمول]

ژباړه :- حکم ومنئ دالله،او حکم ومنئ درسول،او دخاوندانو دحکم ، ستاسونه .

[سمول]

دا په قران کريم کې زيات ذکر شويدي:--الله جل جلاله داوريدلو امر او دطاعت امر يو ځای ذکر کړيدی لکه دالله جل جلاله پدې قول کې چې : وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنفِقُوا خَيْرًا لِّأَنفُسِكُمْ ﴿16﴾  [83]

[سمول]

ژباړه :- او آوری خبره او حکم ومنئ ، او مال خرڅ کړئ ، دا بهتره ده ، د پاره د نفسونو ستاسو.

[سمول]

داطاعت حقيقت دامر منل او هغه ته غاړه ايښودل دي لکه ګناه چې ضد او عکس ده هغه دامر مخالفت او دهغه ردول دي .

[سمول]

دآيت معنی او تفسير دادی :-- يعني : هغه څه واوری چې تا سو ته پند درکول کيږي او دهغه څه اطاعت وکړی چې تاسو ته يي دکيدو امر کيږي دکوم شي څخه چې تاسو منع کيږی ځانونه ترې وساتی.

[سمول]

مقاتل رحمت الله علیه فرمايي :- اسمعوا : يعني په خاموشی سره هغه څه واوری چې په تاسو دالله جل جلاله د کتاب څخه نازلیږي او همدغه اصل دی په سماع اواريدلو کې . واطيعوا : يعني . دالله جل جلاله درسول اطاعت وکړی په هغه څه کې چې تاسو ته امر کوي اوياهم تاسو ترې منع کوي ، ويل کيږي چې : واسمعوا : يعني راشی هغه څه ته چې   اوری يي، په اوريدلو باندې يي تعپير پدې سره کړی چې همدغه يي ګټه ده .او کوم چې په اطاعت داولي اﻻمر (مشر ) پورې مربوط دي په يقيني ډول الله جل جلاله فرمايلي دي :-- يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ ﴿59﴾[84]                                          

[سمول]

ژباړه :- ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی ،حکم ومنئ دالله ، اوحکم ومنئ درسول،او دخاوندانو دحکم،ستاسونه .

[سمول]

دالله جل جلاله پدې فرمان کې فکر وکړه چې واطيعو الله واطيعو الرسول واولي اﻻمرمنکم )) څنګه يي وويل چي تاسو درسول صلی الله علیه وسلم  اطاعت وکړی او دا سې يي ونه ويل داولي الامراطاعت وکړی بلکه تاسو يي په هغه څه کې اطاعت وکړی چې هغه دالله جل جلاله او درسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت دی . او فعل يي بيا درسول دلفظ سره تکرار کړ ځکه چاچې درسول الله صلی الله علیه وسلم اطا عت وکړ هغه دالله جل جلاله اطاعت وکړ ځکه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم دالله داطاعت څخه پرته دبل چاداطاعت امر نه کوي بلکه هغه صلی الله علیه وسلم پدې کې معصوم او پاک دی مګر اولي الامر کله ناکله دالله جل جلاله دامر څخه پرته دبل چا په اطاعت باندې هم امر کوي نودده دغه امر نه منل کيږي مګر يواځې هغه امر چې دالله جل جلاله او دهغه درسول الله صلی الله علیه وسلم  دی منل کيږي .                                                      

[سمول]

داولي الا مر څخه مطلب هغه څوک دي چې الله جل جلاله يي اطاعت واجب کړی دی لکه واليان او علماء کرام دا دسلفواو خلفو څخه دمفسرينو ،فقها ؤ اوداسي نورو قول دی . [85]

[سمول]

په يقيني ډول الله جل جلاله پدې مبارک آيت کې داولي اﻻمر په اطاعت سره چي علماء کرام او مشران ( پاچايان ) دي امر کړيدی او دغه اطاعت الله جل جلاله پدې سره چې دمسلمانانو څخه ( منکم ) دی مقيد کړيدی له همدې امله علما کرامو هغه اولي اﻻ مر ذکر کړيدي چې داطاعت او امر منلو امر کوي نه هغه پاچان چې امر په منکر او منع د نيکی څخه کوي او دا کار حرام ګڼي او نه هغه پاچايان چې خلک په ډير شدت داوسپني اواور په زور دوسلي په قوت سره کفر ته اړوي دوی هغه کسان ندي چې په هر وخت کې يي اطاعت واجب دی داولي اﻻمر څخه مطلب هغه با عمله علما کرام دي چې په نيکی سره امر کوي اوله بدی څخه خلک منع کوي اوبل هغه رښتیني پاچان دي چې دالله جل جلاله اود رسول صلی الله علیه وسلم دامر سره سم عمل کوي، په نيکی سره امراو له بدي څخه خلک منع کوي مګر هغه فاسق تيرې کوونکې اوظالم انسانان په خلکو حاکمان نشي مقرريدی او اصلا دغه کاررواندی چې دخلکو مشران شي ، پدي هکله الله جل جلاله فرمايي :- لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿124﴾ [86]

[سمول]

ژباړه :- نه شاملیږي ، وعده زما ظالمانوته .

[سمول]

پدې اړه دمسلمانانو پوهان متفق دي ، دغه فاسق او ظالم حاکمان اوددوي په څير دنورو اطاعت نشي کيدای ځکه چې پيغمبرصلی الله علیه فرمايلي دي :-- دمخلوق اطاعت دالله جل جلاله په معصيت او ګناه کولو کې نشته  .                                                                    

[سمول]

امام قرطبي رحمت الله علیه ويلي دي :-- جابر بن عبدالله رضی الله عنه  ،  ابن عباس رضی الله عنه،مجاهد،عطاء،حسن بصري اوابوالعاليه رحمت الله علیهم اجمعین ویلي دي :-- اولو اﻻ مر،اهل القرآن،علماء،فقهاؤ ته ويل کيږي . همدا د امام مالک رحمت الله علیه نظر دی په همدې دول امام ضحاک رحمت الله علیه هم ويلي د ي چې داولو الأمر څخه مطلب فقهاء او ديني علماءدي اودامام مجاهد رحمت الله علیه څخه روايت دی چې مطلب تري علماء او فقهاء دي : فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ ....﴿59﴾[87]

[سمول]

ژباړه :- نوبیا که،ستاسو په منځ کې جګړه راشي ، په څه خبره کې ، نو واپس کوی هغه ، الله ته او رسول ته .

[سمول]

يعني دشخړي په وخت کي خپله پريکړه دالله جل جلاله  او نبي کريم صلی الله علیه وسلم  مبارکو سنتو ته وړاندي کړي او حاکمانو ته هيڅ شي مه وړاندي کوي  .                                                

[سمول]

عبدالله بن امام احمد رحمت الله علیه ویلي دي :--داولو الامر څخه مطلب علماء فقها ء او دالله جل جلاله اطاعت کوونکي بندګان دي کوم چې خلکو ته دين ورزده کوي او هغوی ته په نيکی سره امراو اوله بدي څخه يي منع کوي الله جل جلاله  په خلکو باندې ددوی اطاعت واجب کړيدی دحضرت ابوهريره رضی الله عنه، ميمون بن مهران رحمت الله علیه اومقا تل رحمت الله علیه اوکلبي څخه روايت دی چې داولو اﻻ مر څخه مطلب : دجهادي ګروپونو مجاهدين دي،سهل بن عبدالله رحمت الله علیه ويلي دي :خلک به تر هغه پوري ښه او په خير وي چي دخليفه او علماءکرامو عزت کوي خوکله چي دغه دواړو ته په سپکه سترګه وګوري دنیا او آخرت به يي خراب شي پدي اړه .[88]

[سمول]

په ظاهره خو، والله اعلم داسې ښکاري چې دغه اطاعت دټولو اميرانو اوعلماؤ لپاره دی ، ځکه چې پدې نوم کې ټول شامل دي ځکه چې دلښکر و او نظامي ګروپونو سمبالښت ددښمن دجګړي مشري کول، اوعلماءکرام د اسلامي شريعت ساتنه کوي اوخلکو ته روا او ناروا ښيي نو الله جل جلاله خلکو ته دهغوی داطاعت او دخبري منلو امر کړی ترڅو چې اميران او پاچايان عدل وکړي او علماء کرام په خپلو دندو کې امانت کار ، پخپل دين پوره ټينګ ، عادل او خوښ کړی شوي خلک دي ځکه چې امام شوکاني رحمت الله علیه ددي مبارک آيت په تفسير کې فرمايلي دي : (اولو ﻻمر ) امامان پاچايان او قاضيان دي اوهر هغه څوک چې ولايت او مشري يي شرعي بڼه ولري نه طاغوتي او ظالمانه مشري.  [89]

[سمول]

هلته په مبارک آيت کې يوه باريکه نکته شته چې الله جل جلاله پدي مبارک آيت کې چې (أَطِیعُوا اللهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ) [90] بيا پدې آیت کې ديته اشاره ده چې د الله جل جلاله اطاعت مستقل او د پيغبرصلی الله علیه وسلم اطاعت ځانته دی او دااطاعت يي بيا په اولي اﻻ مر کې دوهم ځل تکرار نکړ پدې کې دااشاره ده چې پدې حاکمانو کې به داسې څوک هم وي چې اطا عت او تابعداري يي واجب نه وي بيايي داپدې قول دالله  جل جلاله کې بيان کړل چې (( فان تنازعتم في شي )) يعني که چيرې موجګړه وکړه په کوم شي کې یعني : که چيري يي په حق اوعدل سره عمل ونکړنوتاسو يي اطاعت مه کوی اوهغه څه چې تاسو اودوی يي په اړه اختلاف لری دالله جل جلاله او دهغه درسول الله صلی الله علیه وسلم پريکړې ته وړاندې کړی.[91]

[سمول]

دابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- دامير دخبرې اوريدل او دهغه اطاعت کول لازم دي تر څو يي چې په معصيت او دالله جل جلاله  په نافرمانی امر نه وي کړی، او که په ګناه سره امر وکړ بيايي نه دخبرې اوریدل شته او نه اطاعت . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه او امام مسلم رحمت الله علیه، اوامام احمد رحمت الله علیه روايت کړيدی  .               

[سمول]

اوهمدارنګه دابن عمر رضی الله عنهما څخه په مرفوع ډول روايت دی :- چاچې زمااطاعت وکړ په يقيني ډول هغه دالله جل جلاله اطا عت وکړو اوچاچې زما نافرماني وکړه په يقيني دول يي دالله جل جلاله نافرماني وکړه اوچاچې دامير اطاعت وکړ په يقيني ډول هغه زما اطاعت وکړ اوچاچې داميرنافرماني وکړه هغه په يقيني ډول زما نافرماني وکړه بيشکه امام (امير ) ډال دی چې دهغه ترشا ددښمن سره جګړه کيږي او په همده باندې ځان ساتل کيږي که چيري يي دالله جل جلاله په تقوی اونيکي سره امر وکړ او پخپلو کړوکې يي عدل اختيار کړ ده ته پدې سره ثواب دی اوکه يي بل څه وويل نو پده باندې دهغې جزا ده. داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه،امام بیهقي رحمت الله علیه ، دابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت کړيدی او دده په څير يي دابوهريره رضی الله علیه عنه څخه روايت کړيدی.  

[سمول]

دلته يوه مهمه مسأله ده چې پخواني حديث اشاره ورته کړيده:

[سمول]

او دادهغه عمومي مفهوم څخه چې پدې حديث کې منځته راغلي او هغه داقول دپيغمبر صلی الله علیه وسلم  دی : چاچې دامير اطاعت وکړ په يقيني ډول یي  زما اطاعت وکړ او چاچې دامير نا فرماني وکړه په يقيني ډول هغه زما نافرماني وکړه دادهر امير په اړه ده چې په شرعي ډول يي امارت تر ﻻسه کړی وي له همدې امله حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ويلي دي:-- چاچې زما دامير ا طاعت وکړ په يقيني ډول هغه زما اطاعت وکړ او دامام مسلم  رحمت الله علیه په روايت کې راغلي ( چاچې دامير اطاعت وکړ ) ددواړو لفظونو يوې معنی ته راګرځيدل ممکن دي ځکه هر يوچې په حق سره امر کوي او پخپله پريکړه کې عدل کوي هغه شرعي امر دی ځکه چې دی دشريعت او دشارع دامر سره سم چاري پر مخ بيايي . همدغه په دواړو حالاتو کې شريک ځواب دی چې تاييد يي کوي دا قول دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دی :- بيشکه هغه زما اطاعت وکړ يعني په هغه څه عمل وکړي چي ما ورته روا کړيدي او دستوریي ورته ورکړی تردې چې ويي ويل :- په حديث کي داميرانو دامر وجوب راغلی پدې شرط چې په معصيت او ګناه باندې امر ورته ونکړي ددوی دامر دمنلو حکمت دادی چې دمسلمانانو وحدت وساتل شي ځکه چې په افتراق او تيتوالي کې فتنه او فساد دی. [92]

[سمول]

پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :-- تاسې يي خبره واروی او اطاعت يي وکړی اګر که په تاسې يو حبشي سړی هم امير وټاکل شي . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام ترمذي رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه،امام ابن ماجه  رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه، امام طبراني رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله علیه  ، امام حاکم رحمت الله علیه ، امام ابن ابي عاصم رحمت الله علیه روايت کړيدی،  يعني مسؤول وګرځول شي ځکه چې دامارت مسأله عامه ده دساري په ډول ديوښار مسوول او يا داچې په څه خاص امامت وګومارل شي لکه: دلمانځه امامت يا خراج ټولولو مسؤليت او سمدﻻسه جګړې کول ځکه چې د خلفاء راشدينو په وخت کې داسې کسان هم وه . چې په يو وخت کې دا دري واړه دندې ورکول کيدې يابه ځينو ته بعضې وظيفې سپارل کيدې . امام مسلم رحمت الله علیه د أبوذر رضی الله عنه څخه روایت کوي چې فرمایلی یی دي : زما خوږ دوست پیغمبر صلی الله علیه ماته وصیت کړی چې زه خبره واروم او اطاعت وکړم ، خپل مشر اګر که هغه حبشي مریی ، پزه او غوږونه یي پرې شوي هم وی ، داحدیث په همدې لفظ امام ابن ماجه رحمت الله علیه ،امام حاکم رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله علیه  روايت کړيدی.                                 

[سمول]

همدارنګه امام مسلم رحمت الله علیه دیحیی بن حصين څخه روايت کړيدی هغه وايي چې :-- مامې دخپلې نيا څخه اوريدلي چې ويل يي ما د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي دي چې دحجة الوداع په خطبه کې یي فرمايلي دي :-اګر که په تاسو يوسړي وټاکل شي چې تاسې دالله جل جلاله دکتاب سره سم رهبري کوي . يعني تاسي یی اطاعت وکړی.دغه حديث په همدې لفظ سره امام احمد رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه روايت کړی اوامام حاکم رحمت الله علیه پخپل مستدرک کې په غلطی سره ذکرکړی . اوحديث په صحیح امام مسلم کې موجوددی اوداقول دپيغمبرصلی الله علیه وسلم دی چې :- که سريي دمميزپه څيرهم و ي. يعني تاسې به يي اطاعت کوی علمای کراموددې په اړه ويلي دي : ويل کيږي چې پدي سره یی دسرمشابهت دوړوکوالي له کبله ورکړ،  اودا په حبشه کي معروف اومشهوردي ويل کيږي چې دهغه دتوروالي له کبله يي مشابه کړی ، او همدارنګه ويل کيږي چې دويښتانو دوړوکوالي او غونډوالي له امله یی مشابهت ورکړي، پدي سره يي پدي دليل نيولی چې که پاچايان ظلم هم وکړي بايد په ضد يي پاڅون ونشي ځکه چې زياتره وخت پاڅون دحاکمانو دظلم څخه دلويې فتني سبب کيږي . [93]             

[سمول]

دحضرت أبو هريره رضی الله عنه څخه روايت شويدی چې :- پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- تاسوته په دريو څيزونو امرکوم اوله دريو څيزونو مو منع کوم تاسو ته امرکوم چې دالله جل جلاله عبادت وکړی او دهغه سره شريک مه نيسی او دالله جل جلاله  په رسی منګولي ولګوی او اختلاف مه کوی غوږ ونیسي او اطاعت یې وکړی دهغه امير چې الله جل جلاله په تاسو مقرر کړيدی ، دا حديث امام ابن حبان رحمت الله علیه پخپله صحيح او امام ابو نعيم رحمت الله علیه په حلية الأولیاء نومي کتاب کې روايت کړی اوسند يي صحيح دی . د علي رضی الله عنه څخه روايت دی چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم دمجاهدينو ګروپ وليږه پدوی يي دانصاروڅخه يو کس امير وټاکه امر يي ورته وکړچي دخپل اميراطاعت به کوی امير په قهر شو اوورته یې وويل آيا تاسو ته پيغمبرصلی الله علیه وسلم امر ندی کړی چې زما اطاعت به کوی دوی ورته وويل هو : هغه وويل ماته لرګي راغونډ کړی هغوی لرګي راټول کړل بيايي وويل : اوربل کړی هغوی اور بل کړ امير يي وويل : اورته ورننوځی دوی دورداخلدو قصدوکړ ځينویی ځيني نورکلک ونيول اوویی ويل : موږ پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته داورڅخه وروتښتيدو ترڅو دوی په همدې کش مکش کې وه ، چې اور مړشو او دامير غوسه سړه شوه دغه قيصه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته وروسيده هغه مبارک وفرمايل : - که چيرې اورته ننوتلي وای نو دقيامت ترورځې پورې به بيرته ترې وتلي نه وای اطاعت په نيک کار کې دی . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابواعوانه رحمت الله علیه،ابويعلي ،امام بیهقي رحمت الله علیه ، امام ابن ابي شيبه  رحمت الله علیه  دعلي رضی الله عنه څخه روايت کړيدی.                                      

[سمول]

دعبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- په مسلمان سړي باندې دخپل امير خبره اوريدل او اطاعت کول دي که يي خوښه وي يعني تر هغې پورې چې په ګناه ورته امر ونکړي که چيرې په ګناه ورته امر وکړي بيايي نه دخبري اوريدل شته او نه اطاعت . ددي حديث شرح مخکي تيره شوې ده .                                                      

[سمول]

دابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی ده ويلي چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- په تا باندي امير ته غوږ نيول ، اطاعت کول په سختی ، آسانی ، خوښی ، ناخوښی ټولو حاﻻتو کې ﻻزم دي يعني : هغه ته غوږ نيول او اطاعت يي اګر که اميرانو ته مال اودنيوي څيزونه خاص کړي شي او تاسو ته خپل حقوق هم در نکړي او دابن عمر رضی الله علیه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : په مسلمان سړي باندې امير ته غوږ نیول اواطاعت کول دي په هغه څه کې چې خوښ يي وي اوکه خوښ يي نه وي مګر کله چې په ګناه باندې امر ورته وکړل شي بيا يي اطاعت نشته که يي په ګناه ورته امر وکړ بيا يي خبره اوريدل او اطاعت کول نشته . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه ،امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام أبوداود رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن ماجه  رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه ، او امام بیهقي رحمت الله علیه روايت کړيدي .                           

[سمول]

دجنا ده ابن أبې أميه څخه روايت دی وايي :- موږ عباده بن الصامت رضی الله عنه ته دپوښتنې لپاره ورغلو موږ ورته وويل : الله جل جلاله دجوړ کړه موږ ته يوحديث ووايه چې الله جل جلاله یی درته ګټور کړي او تري مستفيد شو چې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه د اوريدلی وي هغه وويل :- پيغمبر صلی الله علیه وسلم  موږ ته دعوت راکړ موږ بيعت ورسره وکړ ده وويل :- کوم شروط چې په موږ يي کيښودل دا وه ، چي موږ ورسره دامير خبره اوريدل اودهغه اطاعت د خوښی اوناخوښی په حالت کې .

[سمول]

په يوروايت کې راځي :

[سمول]

د خوښی،ناخوښی په سختی اوآسانی کې اوپه هغه دنيايي حقوقو کې چې زموږ څخه يي اخستي وي او چې څوک دامارت وړوي دهغه سره به جګړه نه کوو . ويي ويل :-( ( اﻻ ان ترواکفر بواحا عند کم من الله فيه برهان )) .

[سمول]

ژباړه :-- کله چې تاسو يو څرګند کفر ترې ووينی چې دالله جل جلاله  له پلوه په هغه کې دليل موجودوي .                                        

[سمول]

دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام بيهقي رحمت الله علیه او امام أبوعوانه رحمت الله علیه روايت کړيدي .                                                  

[سمول]

په يوبل روايت کې څه زياتوالی هم شته چې : ووايو ، ياودريږو په حقه سره پدې ډول چې دالله جل جلاله درضا لپاره دملامت کوونکي دملامتيا څخه ونه ويريږو . دا قول يي (( المنشط والمکره )) ، المنشط : دنشاط اوخوښی وخت چې دالله جل جلاله اوامر په کې عملي شي اوهمدارنګه د تکلیف او ناخوښی په وخت کې .                         

[سمول]

امام ابن التين رحمت الله علیه ويلي دي : - ظاهرا داسې ده چې دسستی او تکليف وخت، دغه معنی هغه روايت تائيد وي چې امام احمد رحمت الله علیه ذکر کړيدی وايي ( په تکړه والي او سستی کې )                

[سمول]

امام طيبي رحمت الله علیه وايي :-- موږ په طاعت اوعبادت کولو کې په دواړو حالتوکې لکه سختي اوآساني ، تکليف او راحت و له دې څخه يي ځکه په مفاعلت سره تعبيروکړ چې مطلب يي ترې مبالغه اواجازه غوښتل دي .ځکه چې ده دوی ته داجر او ثواب ، دقيامت په ورځ دشفاعت وعده ده ،که دوی پخپله وعده وفا وکړي ،دا دامام احمد رحمت الله علیه په مسند کي زيات دی چې :-- اګر که تاوليدل چې په امارت کې ورسره حق هم لري ، لکه چې وايي :- دهيچا دملامتيا څخه نه ويريږو پدې کې دمنکر تغيير دهر هغه کس دنده ده چې توان يي لري بيا که دبدی په تغير کولو کې يواځې هغه ملامتيا چې ضرر او زيان نلري نوپرې واجب دي چې دغه بدي په ﻻس سره لري کړي که ددې توان نلري نوبيا به يي په ژبه سره لرې کړي اوکه ددې توان هم نلري نوبيا به يي په زړه کې ورسره کرکه ساتي لکه څنکه چې دکفارو په ضد جهاد کول واجب دي تردې چې دالله جل جلاله  دين بريالی شي لکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي :- دالله جل جلاله  په ﻻره کي حق جهاد وکړي ، همدارنګه دټولوخلکو چې دحق سره عناد کوي جهاد کول واجب دي تردې چې په هغه چا بريالیتوب ترﻻسه کړي چې پرې وتوانيږي .                

[سمول]

دابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی ده ويلي :- چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : چاچې دخپل امير څخه کوم بدشی (تکليف) وليده نوصبر دپرې وکړي نودی ديوې لویشتې په اندازه دډلې څخه لري اوجلا شو، نه مړکيږي مګر دجاهليت په مرګ سره مري.داحيث امام بخاری رحمت الله علیه،امام مسلم رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه،امام ابويعلی رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه،امام ابواعوانه رحمت الله علیه او امام دارمي رحمت الله علیه روايت کړيدی .                                            

[سمول]

او همدرانګه دابن عمر رضی الله عنهما څه روايت دی چې ده دپيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي دي چې فرمايلي يي دي :-چاچې خپل ﻻس دامير داطاعت څخه وويست دقيامت په ورځ به دالله جل جلاله سره پداسې حال کې مخامخ شي چې هيڅ دليل به نلري ، څوک چې پداسې حال کي مړشي چې په غاړه کې يي بیعت نه وي نودجاهليت په مرګ به مړکيږي. دا حديث امام مسلم رحمت الله علیه، امام بيهقي رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه ،امام ابواعوانه رحمت الله علیه،اوامام ابن ابي عاصم رحمت الله علیه روايت کړيدی .                      

[سمول]

دعبدالرحمن بن عبدرب الکعبة رحمت الله علیه څخه روايت دی ده ويلي چي :- زه جومات ته ننوتم اوهلته عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه دکعبې په سيوري کې ناست وه او خلک ترې چاپيروو زه ورته راغلم اوورته کيناستم ويي ويل :- موږ دپيغمبر صلی الله علیه وسلم سره په يوسفرکې ملګري وويوځای کې مو واړول چايي خپل غشي جوړول او چايي خپل ځانونه تیارول پدې وخت کې درسول الله صلی الله علیه وسلم  جارچي غږ وکړ لمونځ تیاردی، موږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورټول شوو اوهغه وفرمايل :-- زما نه مخکې کوم نبي ندی تير شوی مګرپده باندې داحق اوواجب وه چې خپل امت ته خير اونيکي وروښيي اوله شراوبدی څخه يي وويروي ،د اسلامي امت خير اوعافيت یی په اول کې ګرځولی دی او په آخر کې به بلا او مصيبت پرې راشي اوداسې کارونه به منځته راځي چې بدبه يي بولي اوداسې فتنې به منځته راځي چې يوه دبلې په نسبت وړه اوکوچنی وي مومن بنده به وايي دغه زما لپاره هلاکت اوتباهي ده بيابه دافتنه له منځه ځي بيابه بله فتنه راځي،اومومن بنده به وايي همدغه ده همدغه ده که څوک داخوښوي چې داور څخه لرې شي اوجنت ته ننوځي نو پداسې حال کې د مرګ ورته راشي چې په الله جل جلاله اوداخرت په ورځ ايمان لري او خلکوته د په هغه ډول راشي چې خپل ځان ته يي ورتلل خوښوي اوچاچي دامام سره بيعت وکړ اوﻻس يي ورکړ اودخپل زړه ميوه اوخوږه يي ورکړه دخپل توان په اندازه يي دورکړي که چيري بل امام اوامير راشي غواړي چې واک ترې واخلي نوددغه بل غاړه دووهي يعني ويي د وژني دی وايي :-- زه ورنږدې شوم اوورته ومي ويل :- دالله جل جلاله  په ذات درڅخه پوښتنه کوم .آيا تادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي دي ده خپل ﻻسونه وموښل اوويي ويل :- غوږونو مي اوريدلي اوزړه مي حفظ کړي اوساتلي دي ماورته وويل : دغه ستا دتره ځوی معاويه رضی الله عنه موږ ته امرکوي چې خپل مالونه پخپلو منځونو کې په ناحقه وخورو اوخپل ځانونه ووژنو اوالله جل جلاله فرمايلي دي: - يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴿29﴾ [94]                                             

[سمول]

ژباړه :-ای هغو کسانو، چې ایمان مو راوړی دی،مه خورئ تاسو،مالونه دیو بل،په خپل منځ، په ناجائزه طریقه،پرته ددې نه،چې وي،سوداګري ، په رضامندی سره،ستاسو دطرفه،اومه قتلوی ځانونه خپل ، بیشکه الله دی په تاسو باندې ، مهربانه.

[سمول]

يوساعت چوپ شو بيايي وويل : کله چې دالله جل جلاله  اطاعت يي کوو او دالله جل جلاله نافرمانی په وخت کې يي ته هم نافرماني کوه. داحديث امام مسلم رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه ، امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه او امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه روايت کړيدی .                                                    

[سمول]

دعوف بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی : - چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- ستاسو دغوره اوښو امامانو څخه هغه څوک دي چې مينه ورسره لری اودوی له تاسې سره مينه لري اودعا درته کوي اوتاسې هم ورته دعا کوی .                    

[سمول]

او ستاسې بدترين امامان هغه دي چې کرکه ورڅخه لری اودوی له تاسې سره کرکه لري او بدپرې وايي اودوی پرتاسو بدوايي، وويل شو اي دالله جل جلاله رسوله ! آيا په توره يي لرې نکړو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل :- ترهغه وخته يي مه لرې کوی ترڅو يي چې په تاسو کې لمونځ قائم کاوه اوکله موچې دخپلو اميرانو څخه کوم بدشی وليدل نوعمل اوکړنه يي بده وبولی اوخپل ﻻس داطاعت څخه مه باسی، داحديث امام مسلم  رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه ،امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه، امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه او امام دارمي رحمت الله علیه روايت کړيدی.     

[سمول]

داقول : خيارأئمتکم، پدې حديث کې :

[سمول]

۱- دامامانو سره دمينې کولو هغوی ته ددعا کولو دمشروعيت دليل دی :

[سمول]

کوم امام اومشر چې خپل ولس ته ګران وي اودوی ته محبوب وي دوی ته دعا کوونکي وي اودوی هم ورته دعا کوي نودادغوره اوښومشرانوڅخه دي او دچا څخه خپل ولې کرکه لري اوڅوک چې خپل ولس هم کرکه ترې لري ولس ته بد رد وايي اوولس هم ورته بدرد وايي نو دغه امام اومشر ددوی دبدواو شريروخلکو له ډلې څخه دي داځکه چې که ده عدل کړی وای او ولس ته يي ښه خطاب کړی وایي ولس به يي اطاعت اوپيروي کړې وای اوسرونه به يي ورته ښکته کړي وه اوصفت اوستاينه به يي کړي وه کله چې همدغه دعدل اوانصاف ﻻمل دي اوښي خبري اوخطاب يي ورته کولی همداد ميني،اطاعت اوستاينې سبب کيده نودغه امير به دښو اوغوره اميرانو څخه وه اوکله چې همدي ولس ته دظلم او ښـکنځلو په سبب دهغوی دناخوښی اوبدوويلو ﻻمل جوړيږي نوبيشکه دبدترينو امامانواومشرانو څخه ګڼل کيږي .                  

[سمول]

  دوهمه دنده :- دامام په بدی باندي صبرکول :

[سمول]

اګرکه دولس دځينو کسانو ځينې حقوق ورنکړي دحضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- چاچې دخپل امير څخه څه بدوليدل صبردوکړي ځکه څوک چې دپاچا داطاعت څخه ديوي لویشتې په اندازه ووت دجاهليت په مرګ مړشو . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام مسلم رحمت الله علیه اوامام احمد رحمت الله علیه روايت کړيدی.    

[سمول]

دعبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه روايت دی ده ويلي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- بيشکه زما څخه وروسته به هرڅوک خپل ځان ته په نورو غوره والی ورکوي اوداسې څيزونه به وي چې بديي ګڼي صحابه کرامو وويل :- اي دالله رسوله که زموږ څخه څوک دغه وخت ته ورسيدل موږته څه امر کوي ؟پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :کوم حق چې پرتاسودی ادايي کړی اوکوم چې ستاسو حق دی دالله جل جلاله  څخه يي وغواړی . داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام مسلم  رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ،امام احمد رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه امام  ابن ابي شيبه رحمت الله علیه،امام بزار رحمت الله علیه اوامام أبوعوانه رحمت الله علیه روايت کړيدی .                                  

[سمول]

ښايي دپيغمبر صلی الله علیه وسلم امر دولس لپاره داميرانو خبروته دغوږ نيولواودهغوي اطاعت کولو کې وي اګرکه دځينو وګړوحقوق هم نه ورکوي اويا هم ځينې دنيوي ګټې او متاع خپلوځانونو ته ځانګړې کوي دا چي لږ زيان اوضرر وګالي ځکه چې يقينا دولس زيان ددوی دحقوقودنه ورکولو ياخپلو ځانونو ته دنيوي مال اومتاع ساتل تر هغه ډير لږدي چې داميرانوپه ضد پاڅون را منځته شي اوپه درشل کي يي اختلاف،تيتوالی اوستونزي رامنځته شي .

[سمول]

ځينې خلک په يوشي داستبداد ګومان کوي خو هغه په اصل کې داسې نه وي له همدې کبله پيغمبرصلی الله علیه وسلم دلته په اطاعت کولو امرکړی ترڅو هغه ټولې ﻻرې چې داسلامي ټولنې کمزوري او دامير نافرمانۍ ته رسيږي بندې شي تردې چې هيڅوک دپاڅون لاملونه اواسباب بهانه ونه ګرځوي ددې مثال هغه دی چې امام بخاری رحمت الله علیه داسيدبن حضير رضی الله عنه څخه روايت کړی چې يو سړی پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راغئ اوورته يي وويل :- اي دالله رسوله !فلانۍ سړی دې مقررکړی اومانه مقرروې چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمايل : زما څخه وروسته به يوپر بل غوره والئ ووينۍ په هغه کار صبر وکړئ تردې چې ماته راشئ . ابن حجر رحمت الله علیه ددې حديث په شرح کې ويلي دي :-دوظيفې غوښتنې په اړه پيغمبرصلی الله علیه وسلم په ځواب کې دا مير پټ والئ دی چې ويي فرمايل :- زما ورسته به يو پر بل برتري او غوره والئ ووينی .هدف يي داووچې هغه سړئ د ګومان لرې کړي چې هغه بل ته بهتري پرې ورکړي کوم يي چي مقرر کړيدئ دايي ورته په ډاګه کړه چې داکارزما په زمانه کې ناشونئ دی اوهغه شخص يي په ذاتي لحاظ سره انتخاب کړی ندی بلکې دمسلمانانو دعامه ګټو په خاطر يي ټاکلی دی او ددنيوي ګټولپاره ټاکل به دده څخه وروسته وختو کې ترسره کيږي اودا امريي ورته وکړ چې بيا په هغه وخت کې صبر کوئ . [95]

[سمول]

.علقمه بن وائل الحضرمي رحمت الله علیه دخپل پلار څخه روايت کوي هغه ويلي چې سلمه بن يزيدالجعفی رضی الله عنه دپيغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه وپوښتل اوورته ويي ويل :-اي دالله جل جلاله رسوله ! که په موږ داسي چارواکي وټاکل شي چې خپل حق غواړو او موږ ته حق نه راکوي دڅه کولو امر راته کوي ؟ پيغمبر صلی الله علیه وسلم  مخ تري تاوکړ، بيا يي وپوښتل ، هغه مخ ترې تاوکړ، بيا يي په دوهم يا په دريم ځل وپوښتل ، اشعت بن قيس رضی الله عنه راکش کړ، اوورته ويي ويل : تاسو يي خبره واروئ اواطاعت يي وکړئ، بيشکه پردوی باندې يي دخپل عمل باردی اوپرتاسو دخپل عمل باردی. داحديث امام مسلم  رحمت الله علیه ،امام نسايي رحمت الله علیه،امام بخاری رحمت الله علیه په خپل تاريخ کې امام ابواعوانه رحمت الله علیه امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه اوامام طبراني رحمت الله علیه روايت کړيدی  .                                     

[سمول]

ام سلمه رضی الله عنها دپيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه روايت کړی چې فرمايلي یی دي :- يقينا پرتاسي به داسي اميران او چارواکي ټاکل کيږي چې ځینې کارونه به یی ښه وي او ځينې نور به یی بد ګڼې چاچې بدوګاڼه بيشکه خپله غاړه يي خلاصه کړه او چاچې انکاروکړ دالله جل جلاله دعذاب څخه وژغورل شو،مګرهغه څوک چې ددوی په کړنه راضي شول اودهغوی متابعت يي وکړ دهغوی په ګناه اخته شول صحابه ؤ رضی الله عنهم وويل :- آيا جګړه ورسره نه کوو؟ پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل : نه ، ترڅو يي چې لمونځونه کول . دا حديث امام مسلم  رحمت الله علیه او امام ابوادود رحمت الله علیه ، امام بيهقي رحمت الله علیه، امام ابويعلی رحمت الله علیه اوامام طبراني رحمت الله علیه روايت کړيدی، کوم احايت چې دامير لپاره داوريدلو او اطاعت کولو وجوب افاده کوي په دوه بندونو سره بند شوي دي او هغه دا چې :-

[سمول]

لو مړي :- دامير لخوا په ګناه باندې امر کول .               

[سمول]

٢:-- دمامور (ولس ) لخوا توانمندي دلومړي بند په هکله چې په ګناه سره امر کول دي ډيردﻻيل مو وړاندې کړل چې نچوړیې دادی . دالله جل جلاله  په نافرمانئ کې دمخلوق اطاعت نشته له دې څخه دحضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما حديث دی چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :-

[سمول]

په مسلمان سړي باندې دخپل امير دخبرې اوريدل او دهغه اطاعت په هر حالت کي چې خوښه يي او کنه ﻻزم دي تردې چې امر يي په ګناه نه وي ورته کړی که چيرې يي په ګناه سره ورته امر وکړ، بيانه دخبرې اوريدل شته او نه اطاعت شته ، دامير په ناوړه کارونو صبرکول سره ددې چې نصيحت ورته وکړي امر په نيکۍ ورته وکړي او دبدۍ څخه يي منع کړي همداکار پدې حالت کې واجب دی ،او رښتيني ﻻرښوونه کومه چې دريدنه او تأمل ورته ﻻزم دی دتيرشوو دﻻيلوترمنځ جمع ده لکه څرنګه چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :-چاچې دخپل اميرنه داسې څه وليدل چې بديي ګڼل بايد صبروکړي،او صحابه کرامو دنبي کريم صلی الله علیه وسلم سره پدې بيعت وکړ چې حق به وايي اودملامت کوونکي دملامتيا څخه به نه ويريږي دغه ټول دلايل په هغه څه دﻻلت کوي اودا دپيغمبرصلی الله علیه وسلم  پدي مبارک حديث کې ښکاري چې : - مګر کله چې تاسې دامير څخه ښکاره کفرووينئ چې دالله جل جلاله له پلوه په هغه کې دليل موجودوي او همدارنګه دالله جل جلاله ددې مبارک فرمان غوښتونکي چې فرمايي :- وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿2﴾

[سمول]

ژباړه :- او  مدد کوئ،د یوبل سره په نیکی کې،او په تقوی کې،او مه کوی مدد د یو بل سره په ګناه،او په زیاتي کې،او وویریږی د الله نه،بیشکه الله ، ډیر سخت دی په عذاب کې .

[سمول]

دوهم :- دولس له پلوه توانمندي : ددې څخه دا مطلب دی چې ولس دامير په هغه اطاعت سره نه مجبوريږي چې په وس او توان کې يي نه وي دټولو شرعي احکامو څرخيدل په توان پوري تړاو لري  الله جل جلاله هپڅوک پدې نه مجبوروي چې وس يي نلري او هيڅ انسان پدې سره نه مکلفوي چې دهغه دکولو توان نلري  الله جل جلاله  فرمايلي :- لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا .... ﴿286﴾ [96]

[سمول]

ژباړه :- نه ورکوي تکلیف الله ، هیچاته مګر ، دهغه د وس مطابق .

[سمول]

پدي پاندي دالله جل جلاله  دا فرمان کوي چي :- فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴿16﴾ [97]

[سمول]

ژباړه :- پس وویریږئ د الله نه ، ترڅو چې طاقت کیږي ستاسو .

[سمول]

.او دا قول دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دی چې :- په هغه چې تاسې ته امر کوم هغه څه ترسره کړی چې توان يي لری. داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه  رحمت الله علیه ، امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه ،امام شافعي رحمت الله علیه، او امام أبوعوانه رحمت الله علیه روايت کړيدی.      

[سمول]

استطاعت (توانمندي ) :

[سمول]

يوداسې کار دی چې په نشت يي الله جل جلاله  ښه پوهيږي که کوم بنده دالله جل جلاله  په عبادت کي ناغيړي اوسستي کوي پدې دعوی سره چې زما په وس کې نشته  الله جل جلاله  پدې باندې ورسره حساب کوي اوکه بنده پخپله خبره کې دروغژن وي الله جل جلاله  ښه پرې پوهيږي او جزا به ورکوي . پدې باندي هغه حديث شريف چې عبدالله بن عمر رضی الله عنهما روایت کړی ښه دلالت کوي چې فرمایی : موږ به چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره په سمع او طاعت بيعت کاوه هغه مبارک به راته فرمايل :- په هغه څه چې ستاسو په توان کې وي .داحديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام ترمذي رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه،امام ابن ماجه  رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه اوامام مالک رحمت الله علیه روايت کړيدی                     .                                           

[سمول]

همدارنګه دجرير بن عبدالله رضی الله عنه څخه روايت دی چي ويل يي :- ماد پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره په سمع ( اوريدلو ) او طاعت سره بيعت وکړنو زه یی پدې وپوهولم چې :- په هغه څه سره چې زما په توان کې وي اودهرمسلمان لپاره په نصيحت کولو باندې.

[سمول]

داحديث امام بخاري رحمت الله علیه،امام مسلم رحمت الله علیه، امام نسايي رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه او امام ابن مندة رحمت الله علیه روايت کړيدی.                                              

[سمول]

دعبدالله بن دينار رحمت الله علیه څخه روايت دی وايي :- کله چې خلکو دعبدالمالک بن مروان سره بيعت وکړ عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ورته وليکل :-دعبدالله بن عمرلخوا عبدالملک بن مروان اميرالمؤمنين ته :- زه پدې اعتراف کوم چې داميرالمؤمنين عبدالملک سمع او اطاعت به دالله  جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتو سره سم دخپل وس مطابق پلي کوم او زما زامنو هم پدې اعتراف وکړ. داا ثرامام بخاری رحمت الله علیه پخپل صحيح  اوادب مفرد او امام بيهقي رحمت الله علیه په سننو کې روايت کړيدی.         

[سمول]

ښايي دپيغمبرصلی الله علیه وسلم داميرانو لپاره په سمع اوطاعت باندې په امرکولو کې سره ددې چې دځينوخلکو حقونه هم نه ورکوي اودنيوي ګټي يې هم خپلو ځانونو ته ځانګړي کړې وي داحکمت دی چې دلږ زيان اوضررتحمل وکړی شي ځکه چې دولس زيان دهغوی دحقوقو په نه ورکولو اوياهم کوم زيانونه اوستونزې چې بياوروسته منځته راځي لکه اختلاف او تفرقه ډير لږ دی سره ددې چې کله داستبداد ګومان وکړی شي خوهغه استبداد نه وي نو دپيغمبرصلی الله علیه وسلم امر پدې ځای کې دمشکلاتو دمخ نيوي په خاطر دی، تردې چې هيڅوک دامير داطاعت څخه دسرتاووني بهانه ونه لټوي،ددې مثال لکه څنګه چې پخوا موداسيد بن حضير رضی الله عنه څخه يادونه وکړه چې يوسړی پيغمبرصلی الله علیه ته راغۍ اوورته ويي ويل :- اي دالله جل جلاله  رسوله ! فلاني ته دکارورکړاو ماته يي نه راکوي ؟پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل : زردی چې زما څخه وروسته ديو په بل غوره والی ووينی نوصبر وکړئ تردې چې ماته راشئ

[سمول]

ابن حجر رحمت الله علیه ويلي دي :- دوظيفې دغوښتنې دجواب ورکولو علت پدې قول سره چې زماڅخه وروسته به يوپربل غوره والی ووينئ دامطلب دی چې دهغه دا ګومان لرې کړي چې هغه بل شخص يي تاکلی دی نودايي ورته وښودل چې دغه کار دده په مبارکه زمانه کې منځته نه راځي او ټاکل شوی شخص يي دهغه دذاتي ځانګړتيا له کبله ندی ټاکلی بلکې دمسلمانانو دعامه ګټو په خاطريي ګومارلی دی او ددنیوي ګټولپاره غوره والی دده دوخت څخه وروسته منځته راځي اوده ته يي دداسې وخت په راتللو دصبر کولو توصيه وکړه .[98]

[سمول]

دسمعې اواطاعت دوجوب ددﻻيلو لنډيز:-                            

[سمول]

١:- دامير اطاعت په خوښي ،ناخوښي،

[سمول]

تکليف،او راحت ټولو حاﻻتو کې واجب دی دانه چې يواځې په خوښئ اوآسانئ کې واجب وي بلکې بايد وويل شي چې حقيقي ازموينه داطاعت په رښتينوالي کې يواځې په هغه حالت کې رامنځته کيږي چې په انساني نفس سخت تماميږي او بديي ګڼي ټول يي دخوښی په حالاتو کې اطاعت کوي په آسانه اعمالو اوکوم چې دنږدي او زرګټي لرونکي او نفس ته ګران وي اطاعت او پيروي يي کيږي مګر په ناخوښي حالاتو اوهغه اعمالو کي چې نفس يي نه غواړي پداسې حالت کې يي يواځې صادق او رښتيني خلک اطاعت کوي ،امکان لري چې وويل شي دتکليف په وخت کې اطاعت دمؤمن او منافق تر منځ دمحک حيثيت لري کوم چې زياتره وخت يي دخوښي دحالت نه دناخوښی په صورت کې اطاعت کوي اودليل يي دالله جل جلاله دا سپيڅلئ فرمان دی چې فرمايي : لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لاَّتَّبَعُوكَ وَلَكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿42﴾ [99]

[سمول]

ژباړه :- که چیرې وي ، فائده، نږدي ، اوسفر ، درمیانه ، نوخامخا به پیروي کړي وه دوئ ستا لیکن ، لرې شو ، په دوئ باندې ، مزل ، او زرده چې قسمونه به خوري دوئ ، په الله ، که چیرې طاقت وي زموږ ، نو خامخا به وتلي وو موږ ، تاسوسره ، هلاک کوي دوۍ ، ځانونه خپل ، او الله پوهیږي ، چې دوئ ، دروغژن دي .

[سمول]

دغه منافقان يواځې دخوښۍ اوراحت په وخت کې اطاعت کوي بياپه دروغو بهاني جوړوي چې داطاعت څخه ووځي پدې سره دالله جل جلاله  دافرمان دليل دي چې فرمايي : فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ ﴿81﴾ [100]

[سمول]

ژباړه :-خوشحاله شو ل پاتي شوي خلک ، په کیناستلو خپلو سره ، په  ملګرتیا نه کولو ، د رسول دالله ، او بد ګڼلوهغوی ، چې جهاد وکړي ، په مالونو خپلو سره ، او نفسونو خپلو سره ، په لاره د الله کې ، او وویل هغوی مه وځئ ، په ګرمئ کې ، ورته ، او وایه ، اور ددوزخ ، زیات سخت دی ، په لحاظ دګرمئ سره ، کاش ، چې وي دوی ، چې پوهیدلئ .

[سمول]

چاچې دخوښی او راحت په وخت کې اطاعت وکړ اود تکليف په وخت کې کيناست په ده کې دخپل ناستي په اندازه نفاق شته ،دالله جل جلاله  څخه دخپلو ځانونو اوټولو مجاهدينو لپاره دنفاق اودهغه دخاصيتونو څخه دخلاصون اوژغورنې دعاکوو.                    

[سمول]

زما مجاهد وروره :-

[سمول]

تا ته داسلامي لښکر دسپاهيانو داطاعت څو بيلګې چې دخپلو اميرانويي کړي واړندې کوم .                    

[سمول]

کله چې ابوبکر رضی الله عنه وغوښتل شام ته لښکر وليږي پدې وخت کې عمروبن العاص رضی الله عنه دوليد بن عقبه سره يو ځای دقضاعة قبيلې دزکات راټولو لپاره ليږلی وه هغه ته يي وليکل او شام ته يي وليږلو امریی ورته وکړ اوويي ويل :- مابيرته هغه وظيفې ته راوګرځولې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو ځل ته پرې ټاکلی وې اوبيايي بله درته ويلې وه ، ماهغه وظيفه درته غوره وګڼله چې تاته په دنيااو آخرت کې ګټوره ده مګر که هغه وظيفه چې په کې يي تاته ډيره ګرانه وي نوبيااختيارلرې، عمروبن العاص رضی الله عنه ورته وليکل :- زه داسلام دغشو څخه يو غشی يم اوته دالله جل جلاله بنده دهغه ويشتونکئ اوراټولوونکی يي نوته هغه سخت او دخطر ځای وګوره اوماپرې فيرکړه وليد بن عقبه ته يي هم داسې وليکل اوپه همدې ډول يي جواب ورکړ. [101]

[سمول]

کله چې عمر رضی الله عنه خلافت ته ورسيد خالد بن وليد رضی الله عنه يي دلښکر دقوماندانۍ نه منفک کړ او ابوعبيده بن جراح رضی الله عنه ته يي وليکل : - لونګی يي دسر څخه ښکته کړه او مال يي دوه ځايه کړ ، امام ابن کثيرحمت الله علیه وايي :- ابوعبيده رضی الله عنه يي مال داسې دوه ځايه کړ چې يوه څپلۍ يي واخسته او بله يي ورته پريښوده . خالد رضی الله عنه به ويل :- داميرالمؤمنين خبره اورم او دهغه اطاعت کوم . [102]

[سمول]

٢:- دخبرې اوريدل او دهغه اطاعت لازم دی :

[سمول]

اګرکه اميرځينې شرعي غلطی هم وکړي ، ته به يي دالله جل جلاله په اطاعت کې پيروي اواطاعت کوي اوکه يي غلطي وکړه بيا به يي پيروي نه کوې دشرعي ادب سره سم به په نيکی امرورته کوي اوله بدی څخه به يي منع کوي لکه څنګه چې په راتلونکي کې يي ان شاالله بيان راځي ددې څخه مطلب دادی چې :- داميرڅخه دځينو غلطيو سروهل ددې دليل نشي کيدی چې په ضد يي پاڅون وشي اوياهم دواک څخه يي دګوښه کيدو هڅه وشي ځکه هر انسان دخطاء سره مخ دی نوهغه به څوک وي چې هيڅکله یی بدي نه وي کړي اويا هم داسې به څوک وي چې يواځې نيکي يي کړيوي بلکې صحيح اوسمه خبره داده چې کله دالله جل جلاله اطاعت کوي ته يي هم اطاعت وکړه اوکله چې دالله جل جلاله نا فرماني کوي بيايي اطاعت مه کوه امر په نيکی ورته کوه اود بدی څخه يي منع کوه .

[سمول]

دپيغمبر صلی الله علیه وسلم  په زمانه کې هم د اميرانوڅخه ځينې داسې خطاګانې شوې دي ځينې هغه وي کله چې خالد بن وليد رضی الله عنه د بنوجذيمه قبيلې دبنديانو دوژلوامروکړ،عبدالله بن عمررضی الله عنهما او ملګرويي داامر ونه مانه اوکله چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم پدي خبر شوويي فرمايل :- اي الله جل جلاله زه دخالد دکړني اوعمل څخه بري او پاک يم دايي دوه ځله وويل . داحديث امام بخاری رحمت الله علیه په – (اذا قضی الحاکم بجور او خلاف أهل العلم فهورد – په باب کې اوهمدارنګه امام احمد رحمت الله علیه،امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام نسايي رحمت الله علیه اوامام بيهقي رحمت الله علیه روايت کړيدی .                  

[سمول]

اوسره ددې پيغمبرصلی الله علیه وسلم خالد منفک نکړاو په غزاګانو کې به يي مقرراوه او مسلمانانو هم د موته په غزا کې ددريو اميرانو دشهادت څخه وروسته چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم ټاکلئ وه مقررکړ .      

[سمول]

٣:- داميراطاعت واجب دی :

[سمول]

اګرکه دځينو خلکو حق ترې ګرځوي اويا هم څه دنيوي مال اومتاع خپل ځان ته پريږدي ددې تفصيل وړاندې شوی دی .                                                

[سمول]

٤:- دامير دخبرې اوريدل او دهغه اطاعت کول حق اوﻻزم دی :

[سمول]

اګر که امیرد نسب او حسب له پلوه ښکته اوخوار وي،يايي ظاهري بڼه بده او يايي عمرکم وي مګر امارت ته په شرعي طريقه ياد خليفه په امراو ياهم داتباعو په پيروی اواطاعت سره واک ته رسيدلی وي پدې ټولو حاﻻتو کې يي پيروي ﻻزمي ده .                                      

[سمول]

٥:- او هغه څه چې دامير په اطاعت کې داخليږي دادي .         

[سمول]

په اجتهادي څيزونو کې دامير دنظر متابعت لکه د لمانځه لنډول يادهغه بشپړول اويا دالمانځه يوځای کول اويا يي نه کول اوکه چيرې امير په فقهي مسايلو کې څه کمزورتيا ولري نوبايد په هغوسختو مسايلو کې دهغو علماکرامو څخه پوښتنه وکړي چې په دربار کې شتون لري دامير درايي اونظر منلو دليل دالله جل جلاله دا فرمان دی چې: - ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴾ [النساء: 59 [103]                                  

[سمول]

ژباړه :- ای هغو کسانو ، چې ایمان مو راوړئ دی، حکم ومنئ دالله ، اوحکم ومنئ درسول ، او د خاوندانو دحکم ستاسو نه ، نو بیا که ، ستاسو په منځ کې جګړه راشي ، په څه خبره کې ، نو واپس کوئ هغه ، الله ته او رسول ته ، که يئ تاسو ، چې ایمان لرئ ، په الله ، او په ورځ دآخرت ، دا کار ، غوره دی ، او ډیر ښه دی د انجام په لحاظ سره .

[سمول]

امام ابن ابي العز رحمت الله علیه دعقيده طحا ويه په شرح کي ويلي دي :-- دالله جل جلاله دکتاب قران کریم،نبوي احاديثو او سلفو صالحو په اجماع سره دلالت کوي چې داميردلمانځه امام (مشر) دجګړې دامير دزکات ټولولو دمامور اطاعت به په اجتهادي مسايلو کې کړل کيږي،امير به په اجتهادي مسايلو کې دخپلو پيروانو پيروي نه کوي بلکې په دوی باندې ﻻزم دي چې په داډول مسايلو کې دامير اطاعت وکړی او خپل نظريات دامير رايي او نظر ته پريږدي ځکه چې دوحدت،يووالي ګټي اودتيت والي او اختلاف زيانونه دداسې وړوکو مسايلو په نسبت ډيري لويي دي . [104].                                                      

[سمول]

امام نافع رحمت الله علیه دابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت کړی چې ويلي يي دي :- پيغمبرصلی الله علیه وسلم په منی کې دوه رکعته لمونځ وکړ ، ابوبکر رضی الله عنه هم دوه رکعته لمونځ وکړ ، وروسته دابوبکر رضی الله عنه څخه عمر رضی الله عنه هم دوه رکعته لمونځ وکړ، عثمان رضی الله عنه هم دخلافت په لومړي سرکې دوه رکعته لمونځ وکړ بیا عثمان رضی الله عنه څلور رکعته لمونځ وکړ،نوعبدالله بن عمر رضی الله عنه به چې دامام سره لمونځ کاوه څلور رکعته به يي اداء کول او که يواځې به يي کاوه نو دوه رکعته لمونځ به يي اداء کاوه. داحديث امام بخاری رحمت الله علیه،امام مسلم  رحمت الله علیه،امام نسايي رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام ابن حبان رحمت الله علیه،امام دارمي رحمت الله علیه،امام ابويعلی رحمت الله علیه ،امام طبراني رحمت الله علیه،او امام ابواعوانه رحمت الله علیه روايت کړيدی .                                                

[سمول]

امام بخاری رحمت الله علیه او امام مسلم  رحمت الله علیه ددغه حديث سره ډير نيږدې دعبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت کړيدی دعبدالرحمن بن یزید رحمت الله علیه څخه روايت دی چې ويل يي :-عمثان رضی الله عنه موږ ته په منی کې څلور رکعته لمونځ راکړ،دا خبره عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ته وويل شوه هغه ددې درجوع غوښتنه وکړه بيايي وويل : مادپيغمبر صلی الله علیه وسلم سره په منی کي دوه رکعته لمونځ ادا کړي،او ابوبکر رضی الله عنه سره په منی کې دوه رکعته لمونځ اداء کړي او عمر رضی الله عنه سره مي په منی کې دوه رکعته لمونځ اداء کړی،کاشکي زما په نصيب دڅلورو قبول شويو رکعتونو شي،داحديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام احمد رحمت الله علیه، امام ابن خزيمه رحمت الله علیه، امام ابويعلی رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه روايت کړيدی.                                     

[سمول]

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ويلي دي : ابن مسعود رضی الله عنه ځکه درجوع غوښتنه وکړه چې دده په وړاندې دغوره والي او بهتروالي مخالفت وشو، همداقول دامام أبوداود رحمت الله علیه روايت تائيد وي چې :- ابن مسعور رضی الله عنه څلوررکعته لمونځ اداء کړ،هغه ته وويل شو : عثمان رضی الله عنه دی ملامت کاوه او پخپله یی څلوررکعته لمونځ وکړ هغه وفرمايل : مخالفت بددی، دامام بيهقي رحمت الله علیه په روايت کې راغلي دي : زه مخالفت بد ګڼم. [105]

[سمول]

دلته صحابه کرامو رضی الله عنه دعمل پيروي چې په منی کې دلمانځه پوره کول دي، دضعيف او مرجوح دليل په نظر کې نيولو سره ترسره کړ،او بهتره عمل چې هغه دلمانخه قصر (کوتاه کول وه)داختلاف دﻻملونو دمخنيوي لپاره پريښود لکه چې وړاندې ابن مسعود رضی الله عنه وويل : - يقينا عثمان رضی الله عنه دلمانځه په پشپړولو کي تاويل کوونکی وه .                                                    

[سمول]

همدارنګه دامام په اطاعت کې هغه ته دمباحو کارونو سپارل او کوم څيزونه چې دجګړې او جنګي تکتيک پورې اړه لري دامير رايي او دهغه تد بيرته سپارل کيږي ترڅو دامت اراء او نظرونه ونه ويشل شي ځکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي :-  وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ ... ﴿83﴾ [106]

[سمول]

ژباړه:- اوکه رسولي وي دوی دغه خبر ، رسول ته او ذمه وارو کسانو ته ، د دوی نه .

[سمول]

ددي مثال داسې دي لکه چې د عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روايت شوی چې دذات السلاسل په غزا کې پيغمبر صلی الله علیه وسلم عمرو رضی الله عنه امیر و ټاکه نوده خلکوته امر وکړ  چې :- خلک به تردري ورځو اورونه نه بلوي،عمرو رضی الله عنه وايي : خلکو ابوبکر رضی الله عنه ته وويل : چې  زموږ سره خبرې وکړئ نو بیا ابوبکر رضی الله عنه عمرو رضی الله عنه ته راغی، عمرو رضی الله عنه وایي : ته خلکو ماته رالیږلی یی نو هیڅوک باید اور بل نکړي که چا داکار وکړ نوزه به یی په همغه بل کړي اورکې وغورځوم ،

[سمول]

، بیا صحابه کرام ددښمن سره مخامخ شول دښمن ته يي ماتي ورکړه، بيا هم عمرو رضی الله عنه چاته اجازه ورنکړه چې په دښمن پسې ﻻړ شي او تعيقب يې کړي کله چې صحابه کرام پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راستانه شول ټوله کیسه يي ورته وکړه او دعمرو رضی الله عنه څخه يي ګيله او شکايت ورته وکړ،عمرو رضی الله عنه پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ته وويل :- اي دالله جل جلاله رسوله! دوی لږ وه ماښه ونه ګڼله چې دښمن تعيقب کړي او له دې څخه وويريدم چې دوی لږ دي نو عطف او شفقت مې پري وکړ .      

[سمول]

پيغمبر صلی الله علیه وسلم دده داکار وستايه،په يو روايت کې راغلي دي چې عمرو رضی الله عنه وويل :- دوی مي داور بلولو څخه پدې خاطر منع کړل چې دښمن يي لږوالی ونه ويني، دذات السلاسل دغزا حديث دعمروبن العاص رضی الله عنه امارت او کومې پيښې چې پدې غزا کې رامنځته شوې دي ، امام بخاری رحمت الله علیه ،امام مسلم  رحمت الله علیه،امام ابواود رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ،امام ترمذي رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه،امام ابويعلی رحمت الله علیه،امام طبراني رحمت الله علیه او امام طبري رحمت الله علیه په خپل تاريخ کې امام نسايي رحمت الله علیه په فضايل الصحابه او امام ذهبي په سير اعلام النبلاء کې په تفصيل او لنډيز سره روايت کړيدی.                     

[سمول]

دامير په اطاعت کې دا هم داخليږي چې دخپلې ورسپارل شوې دندې څخه ونه ګرځوي او هيڅوک دخپل ځای څخه دامير داجازي پرته ﻻړنشي اوهيڅکله داجازي څخه پرته هغه کارونکړي چې ورته معين شوي نه وي ځکه چې الله جل جلاله  فرمايي : إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ ﴿62﴾ [107]

[سمول]

   ژباړه :- بیشکه مومنان ، په اصل کې هغه کسان دي ، چې ایمان مو راوړئ ، په الله ، او په رسول د هغه ، او کله چې ، وي هغوی ، د هغه سره ، په یو کار راجمع کوونکي باندې نو نه ځي هغوی، ترهغې پورې چې اجازت وغواړئ دهغه نه .

[سمول]

- دامیر په اطاعت کې داهم داخلیږي چې دخپلې ورسپارل شوې وظیفې څخه مخ و نه ګرځوي او هیڅوک دخپل ځای څخه د امیر داجازې پرته لاړ نشي او هیڅکله د اجازې څخه پرته هغه کار ونکړي چې ورته معینه شوي نه وي ځکه چې الله جل جلاله فرمایی :-  إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ ﴿62﴾ [108]

[سمول]

ژباړه : بیشکه مومنان ، په اصل کې هغه کسان دي ، چې ایمان مو راوړئ ، په الله ، او په رسول د هغه ، او کله چې ، وي هغوی ، د هغه سره ، په یو کار راجمع کوونکي باندې نو نه ځي هغوی، ترهغې پورې چې اجازت وغواړئ دهغه نه .

[سمول]

امام بخاری رحمت الله علیه پدي مبارک آيت باندې دامير څخه دعسکرو داجازې دغوښتلو په وجوب دليل نيسي اووايي :- دامير څخه دعسکر داجازي غوښتلو باب،دغه مبارک آيت يي ذکر کړيدی بيايي دجابر رضی الله عنه هغه حديث راوړی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  سره په غزا کې شريک وه ، جابر بن عبدالله رضی الله عنه وايي :- ماوويل: اي دالله رسوله ! ما نوی واده کړی  ماته اجازه راکړه نوماته یی اجازه وکړه اودخلکو څخه تر مخه مدينې منورې ته راورسيدم . [109]

[سمول]

   له همدې امله ابن قدامه رحمت الله علیه ويلي دي :- دحيواناتولپاره دوښوکولو يالرګيو راټولولو اوداسې نورو څيزونو لپاره به دامير داجازې څخه پرته هيڅ سر باز نه وځي ځکه چې الله جل جلاله  فرمايلي دي: -  إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ ﴿62﴾ [110]   

[سمول]

ژباړه : ـ- بیشکه مومنان ، په اصل کې هغه کسان دي ، چې ایمان مو راوئ ، په الله ، او په رسول د هغه ، او کله چې ، وي هغوی ، د هغه سره ، په یو کار راجمع کوونکي باندې نو نه ځي هغوی، ترهغې پورې چې اجازت وغواړئ دهغه نه .

[سمول]

امير دخلکو په حالت او ددښمن په حال اودهغه په مورچو،سنګرونو په لريوالي نږديوالي باندې ډير ښه پوه او خبروي،ځکه چې که کوم سرباز دمجاهد دامير داجازې څخه پرته ﻻړشي ښايي ددښمن په کمين کي ولويږي او ياهم دکوم نظامي ګروپ سره مخامخ شي او امير دنورو مجاهدينو سره ﻻړ شي او دی پاتي شي چې دابه يي دهلاکت او تباهۍ سبب وګرځي. [111]

[سمول]

پدې هم وپوهيدو چې داحد په غزاکې دمسلمانانو د ناکامی سبب هم دامير داجازې څخه پرته د غشو وشتونکو دخپلو سنګرونو پريښودل وه اوامير يي هم نبي کريم صلی الله علیه وسلم  وه کله يي چې دوی ته وفرمايل :- که چيرې تاسو وليدو چې مرغانو يوړو هم په همدې ځای به پاتي کيږئ او که وموليدل چې دښمن دناکامۍ سره مخ کړو او پښو يي ﻻندې کړو هم پخپلو ځايونو کې پاتې کيږی تردې چې څوک دروليږم .دغه روايت دغزاګانو دمصادروڅخه پرته امام بخاری رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه،امام بيهقي رحمت الله علیه او امام أبوعوانه رحمت الله علیه روات کړيدی .                 

[سمول]

نو کله چي دوی وليدل دښمن ماته وخوړه خپل سنګرونه يي پريښودل او غنيمتونو پسې په ډيره تيزی ورغلل نو دښمن يي تر شا راتاوشو تردې چې هغوی مسلمانانو ته ورسيدل چي ټوله فضاء غم او تکليف شو ، نو دهيچا لپاره مناسب ندي چې دامير اجازې ته په کمه سترګه وګوري ترڅو عام نظام او جوړښت زيانمن نشي .   

[سمول]

  مهمه فايده :-

[سمول]

هغه شرعي مسايل چې دحاکم اوامير په حکم کې داخليږي شیخ الاسلام ابن تيمیه رحمت الله علیه ويلي دي :- که چيرې اسلامي امت دکوم قراني آيت يا نبوي حديث يا دکومې خبرې يا طلبي حکم په اړه پخپل منځ کې شخړه وکړي نوديوه قول صحت اودبل فساد يواځې دحاکم په حکم سره نه ثابتږي بلکې حکم يي په معينو کارونو پلی کيږي په عا مو څيزونو کې، اودامت په منځ کې دشخړو او جنجالي مسايلو په اړه دامير دنده داده چې ياټول امت دقران کريم اونبوي احاديثو دسلفو صالحو داتفاقې کړنلارې سره سم پر مخ بوځي ځکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي : - فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ .... ﴿59﴾ [112]

[سمول]

ژباړه :- نو بیا که ، ستاسو په منځ کې جګړه راشي ، په څه خبره کې ، نو واپس کوئ هغه ، الله ته او رسول ته .

[سمول]

کله يي چې دهغوی دخبرودنه پوهيدو په سبب شخړه وکړه او امير دداسې خلکو څخه وه چې حق يي پيژندلای شوه او هغه څه ورته په ډاګه شو ل چې په قران کريم اونبوي احاديثو کې شته خلک ددهغه پيروۍ ته راوبولي .                                                

[سمول]

مګر که چيرې بدعت ظاهراو واضح وي عام خلک پدې پوهيدل چې داداسلامي شريعت مخالف دي لکه دخوارجو،روافضو،قدريه ؤ او جهميه ؤ بدعت شو،نوپدې حالت کې په امير ددې بدعت له منځه وړل لازم دي ځکه چې هر څوک پرې پوهيږي لکه هغه څوک چې فحشاء، دشرابو څښل او دلمانځه ترک کول اوداسې نورحلال و بولي نوپه امير ددې بدی له منځه وړل ﻻزم دي خوددې سره سره بدعتيانو دځينو ځايونو اووختونو زياته يادونه کوي چې ددوی دډير يادښت په سبب دجاهلانو او ناپوهو خلکو په اند دعلماءکرامو اواهل سنتو دخبرو سره يوشان شي تردې چې پداسې حالت کې په امير باندې شک او اشتباه راشي نوپدې وخت کې داسې چاته ضرورت پيداکيږي چې دالله جل جلاله دحکم دښکاره کيدواوپه ډاګه کيدو ته مټې راونغاړي .                                       

[سمول]

مګر په جنجالي مسايلو کې دقران کريم او نبوي احاديثو ددليل څخه پرته دامير لخوا ديو قول ټينګ نيول او په هغه باندې ټينګار کول دمسلمانانو په اتفاق سره ناروادي پدې ډول مسألو کې ديو قول صحت او دبل قول فساد دامير په امر سره نه ثابتيږي مګر که له ده سره داسې يودليل موجودوي چې هغه ته رجوع اوورګرځيدل واجبوي نوپدې صورت کي داقول دامارت څخه وړاندې اووروسته يو شان دي خو دامارت په وسيله کولای شي چې حق ووايي اوعلم خپور کړي چې پرته دامارت څخه ددې توان نلري،او دتوانمندی او کمزوری حالت داسې ندی لکه داستحقاق اودهغه دنشتوالي حالت. [113]                                                      

[سمول]

دولس دريمه دنده او مسؤوليت :-

[سمول]

امير ته دعا کول دهغه احترام ساتل او دشرعي ادب په نيولو سره هغه ته نصيحت کول :         

[سمول]

دعائشي رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :- اي الله جل جلاله چاچې زمادامت څه مشري په غاړه واخسته او په دوی يي سختي وکړه په ده هم تکليف او سختي راولې او چاچې زما دامت څه مشري په غاړه واخسته اوله دوی سره يي آساني وکړه ته هم پري آساني راولي . داحديث امام مسلم رحمت الله علیه او پخواني نيکانو لکه فضیل بن عياض رحمت الله علیه  او امام احمد بن حنبل رحمت الله علیه به ويل: که زموږ کومه قبوله شوي دعا وي نو د امیر لپاره به موکړي وې ،  عبدالله بن امام احمد رحمت الله علیه په صيح سند سره په کتاب السنة کې ذکر کړي چي ابوبکر مروزي رحمت الله علیه ويلي دي چې : مادابو عبدالله امام احمد بن حنبل رحمت الله علیه څخه اوريدلي چې: خليفه متوکل يي ياد کړاو وويل : په يقيني ډول دده لپاره دنيکی او روغتيا دعاکوم اوويل یی : که ده ته څه تکليف ورسي،يقينا چې ته به یی وګوري چې اسلام ته څه پيښيږي او څه پرې راځي ، فضیل بن عیاض رحمت الله علیه وايي : دعادل امير مخ ته کتل عبادت دی .                                              

[سمول]

د زيادبن کسيب عدوي رحمت الله علیه څخه روايت دی وايي : دابوبکرة سره دابن عامر تر منبر ﻻندې وم هغه خطبه ورکوله او نری جامې يي په تن وي ابو بلال وويل : زموږ امير ته وګوری چې دفاسقانو جامې يي اغوستي دي ابوبکرة رضی الله عنه وويل:  غلئ شه ما دنبي کريم صلی الله علیه وسلم  څخه اوريدلي دي چې فرمايل یی : پاچا دځمکې پر مخ دالله جل جلاله سيوری دی چا چې دهغه قدر وکړ الله جل جلاله  به يي قدر وکړي او چاچې دالله جل جلاله دپاچا اهانت وکړ الله جل جلاله به يي هم خوار او ذليل کړي . داحديث په مختلفو الفاظو سره امام ترمذي رحمت الله علیه،امام ابن خزیمه رحمت الله علیه ،امام طبراني رحمت الله علیه،امام بزار رحمت الله علیه،او امام ابونعيم رحمت الله علیه روايت کړيدی، او امام ترمذي ويلي دي: داحديث حسن او غريب دی،امام اليانې رحمت الله علیه حسن بللی دی، او امام هيشمي رحمت الله علیه ويلي دي : په سند کې یی سعد بن او يس دی، که چيري هغه عبسي وي نوامام ازدي رحمت الله علیه ضعيف بللی دی، که چيرې بصري وي بيا امام ابن معين رحمت الله علیه ضعيف بللی دی، امام ذهبي رحمت الله علیه په ضعيفانوکې ياد کړی دی. ښایی د ډیرو روایاتو له کبله حسن لغیره وي.                       

[سمول]

دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روايت دی چې معاذ رضی الله عنه ويلي دي :- موږ ته نبي کريم صلی الله علیه وسلم دپنځوڅيزونو په کلکه ويلي چاچې دهغه څخه ځينې یی تر سره کړل په الله جل جلاله دهغه ضمانت ﻻزمي شو ،چاچې دمريض پوښتنه وکړه ،يادجنازې سره ووت ، يادالله جل جلاله په ﻻره کې د غزا لپاره ووت او يا يي هم امير ته دهغه دعزت اوقدر کولو لپاره ورغئ يا پخپل کور کې کیناست ترڅوخلک دده له شره اودۍ دخلکو له شره په امان پاتې شي .داحدیث امام احمد رحمت الله علیه،امام طبرانی رحمت الله علیه اوامام بیهقي رحمت الله علیه په شعب الایمان کی روایت کړی دی .

[سمول]

دابو بکرﺓ رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي : چاچې دهغه چا عزت او قدر وکړ،الله جل جلاله به یی عزت اواحترام وکړی، الله جل جلاله به یی دقیامت به ورځ محترم او عزتمن وګرځوی ، دا حدیث امام احمد رحمت الله علیه، امام طبرانی رحمت الله علیه ، امام ابن ابی حاتم رحمت الله علیه او امام ابن ابی عاصم رحمت الله علیه روایت کړی ، سند یی صحیح دی .

[سمول]

او دابوموسی رضی الله عنه څخه روایت دی چې بیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : دالله جل جلاله دتعظیم اولویئ څخه د سپین ږیری مسلمان دقرانکریم دحافظ،قاری،او مفسرعزت او احترام او دعادل پاچا قدر اوعزت کول دي . داحدیث د امام ابو داود رحمت الله علیه،او امام بیهقي رحمت الله علیه ، روایت کړی دی. پدې ډول چې نه په کې ډیرسختی کوونکۍ اونه مخ تری اړوونکۍ وي ، سهل بن عبدالله تستري رحمت الله علیه ویلی دي : ترهغه به خلک ښه او په خیر وی چې د پاچااو علما‌ﺀکرامو عزت کوي کله یی چې دغه دواړو ته په درنه سترګه وکتل الله جل جلاله به یی دنیا او آخرت جوړ کړي او که یی ددې دواړو سپکاوئ وکړ الله جل جلاله به یی دنیا او آخرت خراب کړي . [114]

[سمول]

- دامیراو مشر سپکاوئ :

[سمول]

کله دهغه داوامرو په نه منلو او هغه ته په سپکه سترګه کتل اویا یی په تمسخر سره نیول ، او یا هم په پټه او ښکاره سره یی عیب بیانول او یایی داسې یو بدصفت بیانول چې دده په جسمي اویا اخلاقي اړخ پورې ارتباط ولري اودده بدي او سپکاوۍ ترې ښکاریږي،او یا هم دبل چا داسې ستاینه او صفت وشي چې اشارتا ً ددغه امیر بدي ترې څرګندیږي ، یا دنورو خلکودامیرپه ضد دسپکاوي او نا فرمانۍ په لور هڅول،په عام ډول دامیر په سپکاوې کې ټول هغه څه دا خلیږي چې دامیر دبې عزتی او دهغه دعیبجن کیدو سره تړاو ولری ځکه چې پیغیمبر صلی الله علیه وسلم دامیر داطاعت امر کړیدئ اګر که هغه حبشی غلام وي اوسریی دممیز په اندازه او یایی غوږونه او پوزه پرې شوې هم وي لکه څنګه چې مخکې ذکرشو،نوکه څوک دامیر سپکوالي ته ملاوتړی الله جل جلاله به یی په دنیا کې خوار او ذلیل اوپه آخرت کې به یی په عذاب اخته او دجنت څخه محروم کړي .

[سمول]

- دامیرانو لپاره دنصیحت په اړه زموږ دخوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ډیر احادیث ذکر شوي دي چې له هغې څخه یو دادۍ چې: پیغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمایلی دی : دین نصیحت دی،صحابه کرامو وویل: اي دالله جل جلاله رسوله ! دچا لپاره نصیحت دی ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : دالله جل جلاله ، دهغه دکتاب ، دهغه درسول ، دمسلمانو مشرانو او عامو مسلمانانو لپاره نصیحت دی. دا حدیث امام مسلم  رحمت الله علیه پخپل صحیح،کتاب الایمان باب بیان ان الدین النصیحة كي روایت کړی دۍ،همدا رنګه امام بخاری رحمت الله علیه پخپل صحیح کې په سر لیک کې راوړی دی ، همداسې امام احمد رحمت الله علیه، امام ابوداود رحمت الله علیه امام نسائی رحمت الله علیه  ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام ابو عوانه رحمت الله علیه  ، امام بیهقي رحمت الله علیه په سنن کبری او اعتقادکې او امام شافعی رحمت الله علیه،او امام طبرانی رحمت الله علیه په معجم کبیر کې د تمیم داري رضی الله عنه څخه روایت کړی ، همدارنګه : امام احمد رحمت الله علیه،امام ترمذی رحمت الله علیه، امام نسایی رحمت الله علیه ، امام ابن ابی عاصم رحمت الله علیه دابو هریر ة رضی الله عنه څخه ، امام دارمی رحمت الله علیه  دابن عمر رضی الله عنه څخه ، امام احمد رحمت الله علیه، امام ابو یعلی رحمت الله علیه ،او امام طبرانی رحمت الله علیه دابن عباس رضی الله عنهما څخه، اوهمدارنګه امام طبرانی رحمت الله علیه دثوبان رضی الله عنه څخه پدې لفظ سره چې : نصیحت ددین اصل،اوچته څوکه او اساس دی .

[سمول]

پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمایلی دي : په دری څیزونو سره دمسلمان زړه کې کینه او حسد نه راځي :

[سمول]

۱-یواځې دالله جل جلاله لپاره دیو عمل په کولو.

[سمول]

۲-دمشرانو لپاره په نصیحت کولو.

[سمول]

۳-دمسلمانانو په ډلې او جماعت پورې په منګلو کې ټینګولو سره،ځکه ددوی دعوت د شاته کسانو لپاره دی .

[سمول]

همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمایلی دی : الله جل جلاله  ستاسو لپاره درې څیزونه خوښوي او درې څیزونه درته بد بولي هغه چې تاسو ته یی خو ښوي دادي : چې دالله جل جلاله عبادت وکړئ او هغه سره څه شۍ شریک نکړۍ ، او دالله جل جلاله عبادت وکړئ او اختلاف ونکړئ او دالله جل جلاله په رسۍ ټول منګولې ټینګې کړۍ او اختلاف ونکړۍ او چې څوک الله جل جلاله درباندې مقررکړل هغه ته نصیحت وکړئ ، او دا درته بد بولي چې : وایی، دایی ویلی وه داوایی ، ډیرې پو ښتنې ، او بی ځایه مال مصرفول. داحدیث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام مسلم  رحمت الله علیه، امام ابن خزیمه رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه،امام ابوعوانه رحمت الله علیه ، امام دار می رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله او امام طبرانی رحمت الله علیه روایت کړیدی.

[سمول]

امام نووی رحمت الله علیه پخپله هر اړخیزه وینا کې مشرانو ته دنصیحت دمعنا په اړه ویلی دي : دمسلمانانو دمشرانو لپاره دادي چې : دهغوی سره دحق ویل کیدو لپاره مرسته کول،دهغوی اطاعت کول،پدې سره د هغوئ امرمنل،هغوی متوجه کول او دیته یی پام کول چې دولسونو سره نرمي وکړئ او کوم څیزته یی چی پام نه وي هغه ته توجه راګرځول،اوکوم چې د مسلمانانو دحقوقو څخه پاتې وي هغه ته توجه کول، او په ضد یی پاڅون نه کول،ددوی داطاعت او پیروی لپاره دمسلمانانو د زړونو راګرځول او یو ځای کول،امام خطابي رحمت الله علیه  ویلی دي : دمشرانو د نصیحت څخه مطلب دادی چې : ددوی په امامت لمو نځ کول،له دوی سره جهاد ته تلل ، دوی ته زکات ورکول او په ضد یی وسله وال پاڅون نه کول ، اوکه ددوی څخه څه ناوړه یا بد چلند ښکاره شو، او دوی ته د نیکی دعا کول ، دا ټول ّهغه څه دي چې د مسلمانانو پاچایانو څخه مطلب خلفاء راشدین او یا هغه څوک دي چې د مسلمانانو چارې پرمخ بیایي لکه : امیران او مشران .[115].

[سمول]

- همدارنګه هغه څه چې د پاچایانو او نورو مسلمانانو لپاره په نصیحت کې شاملیږي دادي : د الله جل جلاله ددې مبارک فرمان په تفسیر کې چې .... وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (65)[116]

[سمول]

ژباړه :- او که چیرې تپوس وکړې ته ددوئ نه ، نو خامخا به وائي ، چې بیشکه ، وو موږ ، چې مشغولیدو موږ ، او لوبې کولې موږ او ورته ووایه ، آیا په الله پورې ، او په آیاتونو دهغه پورې ، او په رسول دهغه پورې ، وئ تاسو ، چې ټوکې مو کولې .

[سمول]

مفسرینو ویلی دي: دتبوک په غزاکې یو سړي وویل : موږ د ددې قاریانو په څیر داسې څوک ندي لیدلي چې یواځې خیټې مړوي په خوله دروغ وایي،او دجګړې په وخت کې ډارن وي،دروغ د وویل ته منافق یی اوخامخابه رسول الله صلی الله علیه وسلم ستا په خبر باندې خبروم،نو پدې یی پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبرکړ .[117]

[سمول]

داد ټولو مسلمانانو او پاچایانو لپاره نصیحت دی او په هیڅ ډول غیبت حرام ندي .

[سمول]

امام بخاري رحمت الله علیه د زید بن ارقم رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې ویل یی : زه د خپل تره سره وم چې دعبد الله بن أبی بن سلول څخه مې واوریدل چې ویل یی : په هغه چاچې د رسول صلی الله علیه وسلم سره دې انفاق او خیرات مه ورکوئ ترڅو چې ترې لاړشي او دا ټولۍ تیت شي ، او همدارنګه یې په ډیر ذلت سره ترې ایستل کیږي،نو داخبره مې خپل تره ته وکړه بیا مې تره رسول صلی الله علیه ته وکړه نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم عبد الله بن أبی او دهغه ملګروته څوک ورولیږل نو هغوۍ قسم وکړ چې دا کار یې ندی کړی او داسې څه یې ندي ویلي،نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی خبره رښتیا او زمایې دروغ وګڼله نو داسې غم راته ورسید چې سارۍ یې نه درلود او په کور کیناستم،نو الله جل جلاله دغه آیت شریف نازل کړ چې :

[سمول]

إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ (1) اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (2) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آَمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ (3) وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (4) وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ (5) سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ (6)

[سمول]

هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنْفِقُوا عَلَى مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنْفَضُّوا وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ (7) يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ ... [118]

[سمول]

ژباړه : - کله چې ، راشي تاته ، دا منافقان ، نو وایي ، موږ ګواهي کوو ، چې بیشکه ته ، خامخا رسول د الله یې او الله ، ښه پوهیږئ ، چې بيشکه، ته خامخا رسول د هغه یې ، او الله ګواهي کوي ، چې بیشکه دا منافقان خامخا دروغژن دي / جوړ کړي دي دوئ ، له قسمونوخپلو نه ، ډال ، پس منع کوي خلک ، دلارې دالله نه بیشکه دوی چې دي و ډیر بد دي ، هغه عملونه چې ددوی ، چې کوي یې / داهر څه په سبب ددې چې دوی ، ایما ن رواړو ، بیا ، کفر وکړ دوئ ، پس مهر ووهلئ شو ، په زړونو ددوئ باندې نو اوس دوئ ، نه پوهیږي / اوکله چې ، ووینې ته دوی لره ، نو په تعجب کې به واچوي تالره جسمونه ددوئ ، او که خبرې کوي دوئ ، نو غوږ ږدئ ، خبرو ددوئ ته ، لکه چې دوئ لرګي دي ود رول شوي دیوال ته ، ګومان کوي دوئ ، هرآواز ، خلاف د خپل ځان ، همدوئ ( پاخه ) دښمنان دي ، خپل ځان وساته د دوئ نه ، هلاک د کړي دوئ لره الله ، کوم طرف ته ، دوئ بوتلل کیږي / اوکله چې وویل شي ، دوئ ته ، چې راشي ، چې بښنه وغواړي ، ستاسو دپاره ، رسول د الله نو تاو کړي دوئ ، سرونه خپل او وینې ته دوئ لره ، چې منع کیږي د راتلو نه ، او دوئ ، تکبر کوونکي دي / یو شان ده ، په حق د دوئ کې ،که بښنه وغواړې ته ( ای نبی صلی الله علیه وسلم ) د پاره د دوئ ، او که بښنه ونه غواړې د پاره د دوئ ، هرګز به بښنه ونکړي الله ، دوئ ته ، بیشکه الله ، لار نه ښئی ، قوم ، فاسق ته / دا هم هغه خلک دي ، چې وایي ، چې خرچ مه کوئ ، په هغه چا باندې چې دالله درسول سره دي ، تردې پورې ، چې تیت شي ، او الله لره دي ، خزانې دآسمانونو ، او د ځمکې ، ولیکن دا منافقان خلک ، نه پوهیږي .

[سمول]

نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ماته څوک راولیږل بیایې دغه آیاتونه راته تلاوت کړل بیاېې وفرمایل : الله جل جلاله ریښتینۍ کړې،داحدیث شریف امام بخاری رحمت الله علیه او امام ترمذی رحمت الله علیه روایت کړی دی. 

[سمول]

په همدې ډول د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه راغلي دي چې فرمایلي یې دي : کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حنین د غزا غنیمتونه وویشل ، دانصارو څخه یو سړي وویل : پدې ویش سره دالله جل جلاله رضاء مطلب نه وه ، نو پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته راغلم او خبر مې کړ.داحدیث شریف امام بخاري رحمت الله علیه روایت کړی دی .

[سمول]

امام ابن حجر رحمت الله علیه ددې حدیث په شرحه کې وایي : پدی حدیث کې دامیر او نورو نیکو خلکو دخبریدو روا والئ دی چې ددوی په اړه هغه څه وه نه ویل شي چې وړاو لایق ورسره نه وي ترڅوویونکئ له دې منع کړئ شي اوویی ویروي،او پدی کې دغیبت او چُغلۍ ذکر دی کوم چې د ابن مسعود رضی الله عنه په کړنه کې موجود وه او پیغمبرصلی الله علیه وسلم تری منع نکړ،ځکه چې د ابن مسعود رضی الله عنه موخه اوهدف دپیغمبرصلی الله علیه وسلم نصیحت او پدی خبره یی خبرول وه ، هغه څوک چې اسلام ښکاروي او منافقت پټوي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بدي بیانوي نو باید ځان ترې وساتئ ، دغه کارروا دی لکه څنګه چې دکفارو په ضد         جاسوسي او خبرراوړ ل روا دې ترڅو دهغوی  ددسیسو څخه ځانونه وژغوري . [119]

[سمول]

دفاطمې بنت قیس رضی الله عنها څخه روایت دی چې ویل یی : زه پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم او ماورته وویل ای دالله جل جلاله رسوله ! ابو الجهم او معاویه زما دنکاح غوښتنه وکړه پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : معاویه رضی الله عنه مسکین دی مال نه لري او ابو الجهم دخپلی اوږی نه امسانه ښکته کوی (وهل کوي ): داحدیث امام مسلم  رحمت الله علیه، امام ابن حبان رحمت الله علیه ،امام  نسایی رحمت الله علیه،امام أبوداود رحمت الله علیه،امام احمد رحمت الله علیه، امام طبرانی رحمت الله علیه،امام بیهقي رحمت الله علیه او امام مالک رحمت الله علیه په موطاء  اوامام شافعی رحمت الله علیه په رساله نومي کتاب کې روایت کړیدی .

[سمول]

نوکله چې په یو دنیایی کار کې چې هغه دواده مسأله ده دیوې مسلمانې ښځې لپاره دنصیحت په ډول دغوښتونکو دعیبونو یادول رواکوي نو د اسلامی امت لپاره ددیني کار لپاره دضرورت په وخت کې دځینو عیبونو یادول روانه بولی ؟

[سمول]

خطیب بغدادی رحمت الله علیه ددغه حدیث شریف په شرحه کې ویلی دي : اوهغه غیبت چې الله جل جلاله پدې مبارک فرمان کې چې : وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ ...﴿۱۲﴾ [120]

[سمول]

ژباړه : - او غیبت د نه کوي ، ځینې ستاسو .

[سمول]

پدې آیت شریف کې یی غیبت منع کړی دی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پدې مبارک حدیث کې ډیر بدبللی چې وایی : اي هغه ډلې چې په ژبه یی ایمان راوړی او دایی زړه ته ندي ښکته شوي دمسلمانانو غیبت مه کوئ او دهغوی پټ څیزونه مه ښکاره کوی . دا حدیث شریف امام احمد رحمت الله علیه،او امام ابویعلی رحمت الله علیه روایت کړی دی. امام هیثمي رحمت الله علیه ویلی دي،رجال یی ثقات دي،او قضاعی رحمت الله علیه په مسندالشهاب او امام بیهقي رحمت الله علیه په شعب الایمان اوامام طبرانی رحمت الله علیه په صریح السنه،امام أبوداود رحمت الله علیه په سننو کې دابو برزه أسلمي رضی الله عنه څخه روایت کړی دی اوویلی یی دی چې: پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمایلی دي : اې هغی ډلی چی په ژبه مو ایمان راوړی او زړه ته موندی ننوتی دمسلمانانو غیبت مه کوی او دهغوی پټ رازونه مه ښکاره کوی ځکه چاچی دمسلمانانو ستر مات کړ الله جل جلاله به دده سترمات کړي او الله جل جلاله چې دچا سترمات کړي پخپل کو ر کې به یی سپک او شرمنده کړي ، امام ابو یعلی رحمت الله علیه په حسن سند سره دبراءرضی الله عنه څخه روایت کړی د ی، دابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم منبر ته وخوت او په لوړ اواز یی وفرمایل : اې هغو خلکو چی په ژبو مو ایمان راوړی او زړونو ته مو ښکته شوی ندی مسلمانانو ته تکلیف مه رسوی اونه دهغوی درازونو دښکاره والي یعنی:  دخلا ګانو دبر بنډ توب هڅه کوی ځکه چاچې دمسلمان ورور دراز لوڅوالي هڅه وکړه الله جل جلاله به دده راز ښکاره کړي کله چې الله جل جلاله دچا دراز ښکاره کیدواراده وکړي سپک او ذلیل به یی کړي اګر که دکور په منځ کی هم وي .

[سمول]

ابن عمررضی الله عنه کعبی شریفی ته وکتل اوویی ویل :څومره قدرمنه یی او څومره اوچت مقام لري ، یومؤمن دالله جل جلاله په وړاندې ستا څخه ډیرمحترم او قدرمن دی. داحدیث امام ترمذی رحمت الله علیه اوامام ابن حبان رحمت الله علیه پخپل صحیح کې روایت کړی دی مګرویلی یی دي چې : اې هغوخلکو چې یوازې په ژبه مسلمانان یاست او زړونوته موایمان ندی ښکته شوی ،مسلمانان مه آزاروی او عیبونه یی مه په ګوته کوی اوخطاګانی یی مه لټوی ، دمعاویه رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایل یی : یقینا که دې د مسلمانانو پټ رازونه «خلاګانی» ښکاره کول وغوښتل،نو فاسد به یی کړي اویا نږدی دی چې فاسد یې کړي او په زړونو کې به یی کینه درته پیداشی ». داحدیث امام أبوداود رحمت الله علیه اوامام ابن حبان رحمت الله علیه پخپل صحیح کتاب کی روایت کړیدی .

[سمول]

دعورت دمتابعت څخه مطلب دادی چې :

[سمول]

یوشخص د مسلمان ورورعیبونه بیانوي اوهدف یې دهغه مقام ښکته کول،سپکوالئ اوپه کم نظرورته کتل وي،پدې ډول چې دغه کار دنصیحت حکم ته نه راګرځي اونه هم دیني اړخ دالازموي چې خائن دامین ګرځولو اودفاسق دخبرقبلولواو دروغجن دګواهي اوریدلوڅخه دې ونه ویرول شي ، داچې یوه کلیمه دویونکی دحالت په توپیرسره دوه معناوې ولري چې په یوه حالت کې ګناه ګار او په بل حالت کې بیا ګناه ګار نه ښکاریږی .

[سمول]

دساری په ډول : ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها یوه ښځه یاده کړه اوویی ویل: دغه ښځه ټیټه(قدیی وړوکۍ) دی،پیغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : غیبت یی دوکړ » .  داحدیث شریف امام ابو داود رحمت الله علیه اوامام احمد رحمت الله علیه پخپل مسند،امام ابن ابی دنیا رحمت الله علیه دغیبت په کتاب او امام ترمذی رحمت الله علیه روایت کړی ویلی یی دي : داحدیث حسن او صحیح دی .

[سمول]

پخپل سند یی امام زهری رحمت الله علیه نه روایت کړی وایي ماته ابن ابی رهم غفاری ویلي چې ما دابورهم څخه اوریدلی دي ـ دي دپیغمبرصلی الله علیه وسلم دهغه صحابه ؤ څخه وه چی ترونه لاندې یی ورسره بیعت کړی وه ـ فرمایل یی : زه دپیغمبرصلی الله علیه وسلم سره دتبوک په غزاکی وم بیا یی حدیث ووایه تردې چې ویې ویل : پیغمبرصلی الله علیه وسلم  پیل وکړ و، زما څخه یی دبنو غفار قبیلې دهغو خلکو په اړه پوښته کوله چې دغزا څخه پاتې شوي وه ماخبرکړ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم راڅخه پوښتنه کوله سپینو خلکو څه کول ؟ نوماورته دهغوی دغزاڅخه وروسته پاتې کیدو خبرورکړ نو ویی فرمایل: سرو او دکوڅیو والاؤ خلکو څه وکړل ؟ نو ماورته د هغوی د غزا څخه دوروسته والي خبرورکړ، بیايې وفرمایل : هغو تورو دوړو ویښتو څښتنانوڅه کول ؟ بیایی دحدیث شریف پاتی برخه ذکر کړه .

[سمول]

داحدیث امام احمد رحمت الله علیه، امام طبرانی رحمت الله علیه په معجم کبیر اوامام ابن حبان رحمت الله علیه،امام بخاری رحمت الله علیه په ادب مفرد کې ، امام معافری رحمت الله علیه په سیرت نبوی ، امام احمد بن عمر والشیبانی رحمت الله علیه په آحاد او مثاني کې روایت کړی ، امام هیثمی رحمت الله علیه ویلی دی : په دواړو سندونو کی دابورهم وراره دی چی زه یی نه پیژنم .

[سمول]

نودغه دواړه کلمې دقداو ونې په ټیټوالي کې کارول شوې دي چې لفظ یی یو اومعناوی یی بیلې دي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  مقصد پیژندنه او څرګوالئ وه اودعايشی رضی الله عنها مطلب دهغې عیب او بدي بیانول وه ،. دافک حدیث مشهور حدیث دی امام بخاری رحمت الله علیه ، امام مسلم  رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه، امام ترمذی رحمت الله علیه، امام أبوداود رحمت الله علیه ، امام بیهقی رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ،امام حاکم رحمت الله علیه،امام ابویعلی رضی الله عنه،امام طبرانی رحمت الله علیه او نورو روایت کړی دی .

[سمول]

امام ابن حجر رحمت الله علیه ددی په شرحه کی هم ویلی دی چې : ددی حدیث څخه دامسأله په لاس راځي چې : هغه څوک چې فسق او او شر په ښکاره ډول سرته رسوي نو هغه څه چې دده په غیاب کې یی بدي بیانیږي ، د مذموم غیب څخه ندی،علماء کرامو ویلي دي : غیبت د هرصحیح شرعي مقصد د حصول لپاره پدې ډول چې هغه ته له دې پرته رسیدل سخت وي روااو جائز دی لکه : د ظلم مخ نیوی ، د بدی او منکردله منځه وړلو لپاره مرسته غوښتل،د فتوی غوښتل،دمحاکمې دائرول،دشراو بدی څخه د چا ویرول،په همدې کې دراویانو او ګواهانو جرحه او بدي بیانول هم شامل دي ، خلیفه ته دهغه لاس لاندې خلکو د کړنې خبرورکول ، تردې چې ویی ویل : اوهمدارنګه چاچې یو فقیه او عالم ولیده چې بدعتي ته ورتله او یافاسق ته ورتله او له دې څخه ویریده چې پیروي یی ونکړي،نوپدې د هغوی بدي په ګوته کول روادي،او دهغو خلکوغیبت روادی چې په ډاګه سره فسق،ظلم اوبدعت کوي . [121]

[سمول]

امام غزالي رحمت الله علیه د هغه عذرونوپه اړه چې غیبت ورته روا کوې داسې ویلي دي : پدې پوه شه چې اسلامي شریعت کې دبل شخص د بدی بیانولو د روا والي لپاره هغه صحیح مقصد ته چې پرته له دې څخه رسیدل ورته ناشوني وی دغیبت کناه دفع کوي او هغه شپږ څیزونه دي ........... تردې چې ویی ویل : څلورم څیز،د شرڅخه دمسلمان ویرول،که چیرې ولیدل شي چې یو فقیه او عالم شخص کوم مبتدع یا فاسق ته ورځي او له دې څخه وویریده چې دغه فسق او بدعت سرایت ورته ونکړي نو تاته روادي چې د مبتدع او فاسق بدعت او فسق ورته په ګوته کړې . [122]

[سمول]

امام نووي رحمت الله علیه په هغه باب کې چې ځینې غیبت کول روادي وایی: پده پوه شه چې غیبت د یو صحیح شرعي مطلب او مقصد لپاره چې له دې څخه پرته ورته رسیدل ناشونی وي روادۍ او هغه شپږ څیزونه دي :

[سمول]

اول : د خپل مظلومیت څرګندول،تردې چې ویی ویل : څلورم،مسلمانان د شر او فسادڅخه ویرول او هغوئ ته نصیحت کول دي،او له دې څخه یودادي چې که چیرې یو فقیه او عالم ولیدل شي چې یو بدعتي اوفاسق ته ورځي او له هغه څخه علم زده کوي او وویریده چې که دغه عالم ته به ترې زیان ورسي نوده ته دارواده چې د بدعتي حال ورته څرګند کړي او نصیحت ورته وکړي پدې شرط چې مقصد یی نصیحت کول وی . [123]

[سمول]

امام ابن القیم رحمت الله علیه دروا نصیحت او ناروا غیبت د توپیر په بیانولو کې ویلي دي :

[سمول]

د نصیحت او غیبت ترمنځ توپیر :

[سمول]

په نصیحت کې مطلب د بدعتي،فتنه اچوونکي،چلباز،او فاسد څخه ویرول دي تردې چې ویي ویل : کله چې غیبت د الله جل جلاله،رسو ل الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو بندګانو ته د نصیحت په ډول وي

[سمول]

نو دالله جل جلاله لپاره عبادت او د حسناتو له جملې څخه دي . [124]

[سمول]

پدې کې ان شاء الله کوم تعارض نشته چې موږ مخکې ذکر کړه چې امیرته د مسلمانانو په کتار کې د فاسد او فتنه باز سړي دشر اچولو خبر رسولو جواز یاد کړ ځکه چې دا د امیرانو او عامو مسلمانانو د نصیحت څخه ګڼل کیږي او دپیغمبر صلی الله علیه وسلم ددې حدیث شریف ترمنځ چې فرمایي : ماته کوم یو زما دصحابه ؤ څخه کومه خبره نه رسوي ، نو داخوښوم چې تاسو ته درووځم او زما سینه پاکه وي ، اوکوم احادیث چې دمسلمان دغیبت حراموالئ بیانوي،همدغه احادیث دي چې د مسلمان د غیبت حراموالۍ ثابتوي،همدغه اصل او اساس دی،مګرد ضرورت په اندازه اود دخالص نصیحت په توګه د غیبت کولو جواز مستثنی دی ، لکه څنګه چې وړاندې تیر شول او امام نووي رحمت الله علیه په ریاض الصالحین کې امیرانوته دخلکو دخبرولواو حالاتو دور وړلو څخه منع شوی وه که چیرې ورته اړتیا نه وي لکه د فساد او فتنې خپرول او په همدې سره یی باب هم ایښئ دی،اصل همدادۍ چې باید امیرانوته د خلکوخبرې نقل شي او له دې څخه دضرورت په وخت کې د خبرو وړل مستثنی دي ترڅو د لویې فتنې او فساد مخه ونیول شې او دفساد خپروونکو څیرې بربنډې شي .

[سمول]

امیر ته په پټه سره نصیحت کول غوره دي :

[سمول]

امام بخاري رحمت الله علیه روایت کړی دی لکه څنګه چې وړاندې ذکر هم شول چې اسامه رضی الله عنه ته وویل شول : آیا دغه سړی یعني عثمان رضی الله عنه ته څه نه وایې،اسامه رضی الله عنه وفرمایل : ماداسې خبرې ورته وکړې چې دغه دروازه خلاصول نه غواړم چې لومړی یې زه خلاصه کړم ، پدې سره د عیاض بن غنم رحمت الله علیه دا ډول دلیل وړاندې کیږي چې:هشام بن حکیم رحمت الله علیه ته یې وویل :آیاد پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه قول د اوریدلی ندی ؟ چې فرمايي : څوک چې غواړي امیر یا دکومې رتبې والاته نصیحت وکړي باید دا نصیحت په ښکاره ورته ونه وایي مګر ترلاس به یې نیسې یو آزاد ځای ته به یې بیایې که چیرې یې نصیحت ومانه نو ښه ترښه کوکه نه ، نو خپل مسولیت او دنده یې سرته ورسوله ، داحدیث ابن ابی عاصم رحمت الله علیه پخپل کتاب السنة،باب کیفیة نصیحة الرعیة للولاة کې روایت کړی دی .

[سمول]

نور دلائل هم شته چې امیر ته په ښکاره نصیحت کولو دلالت کوي لکه: هغه ښځه چې عمربن الخطاب رضی الله عنه ته يي د ښځو د مهرونو په اړه مراجعه وکړه او داکیسه علمای کرامو د الله جل جلاله ددې فرمان په تفسیر کې چې : وآتیتم احداهن قنطارا ........آیت ۲۰ [125]

[سمول]

ژباړه : - حال داچې ورکړي وي تاسو ، یو د هغوئ ته ډیر مال .

[سمول]

دی راوړې ده،امام ابن کثیر رحمت الله علیه دغه واقعه قوي کړې ده او شیخ احمد شاکر رحمت الله علیه صحیح بللې ده،پدې اړه زیات دلائل موجوددي او همدارنګه دهغه چاپه هکله چې نصیحت ورته کړل باید حالت یی په نظرکې ونیول شي تردې چې دانصیحت دلوئ فساد اوعظیمې فتنې مخه لامل نشي،هغه څوک بریالي دي چې الله جل جلاله هدایت ورته کړی دی او سمه لاره یې ورته ښودلې وي.

[سمول]

ترټولوغوره او ښه روایت هغه دی چې امام دارمی رحمت الله علیه پخپل سننو کې راوړی چې یوه ورځ سلیمان بن عبدالملک مدینې منورې ته راغۍ او قصدیی مکې مکرمې ته د تګ وه ، څو ورځې په مدینه منوره کې پاتې شو اوویې ویل : آیاپه مدینه منوره کې داسې څوک شته چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین څخه یی څوک لیدلي وي ، خلکو ورته وویل : ابو حازم رحمت الله علیه دی ، هغه ته يي څوک ورولیږل ،کله چې ورغۍ ، سلیمان ورته وویل : دغه څه وضعیت او لرې والئ دی ؟ ابو حازم رحمت الله علیه ورته په ځواب کې وویل: اې امیر المؤمنین ! زموږڅخه د څه بدي ولیده ....... تردې چې سلیمان ورته وویل : موږولی مرګ بد ګڼو ؟ ابو حازم رحمت الله علیه وویل : تاسو دابده وګڼله چې دآبادی څخه خرابی ته لاړشی....... تردې چې سلیمان ورته وویل : زموږ دحالت په اړه څه وایی ؟ ابو حازم رحمت الله علیه وویل : اې امیر المؤمنین ! آیا بیابه مابښې ؟ سلیمان وویل : مګر داخویونصیحت چې ماته یې کوې ، ابوحازم رحمت الله علیه وویل : اې امیرالمؤمنین! ستاپلرونوخلک د تورې په زورسره رعیت او تابع کړل او دغه پاچاهي په زور سره دمسلمانانو د مشورې اودهغوی د رضاڅخه پرته ترلاسه کړې تردې چې زیات خلک یی ترې ووژل،نو په یقینې ډول ددې پاچاهی څخه لاړل ، که چیرې ته پوهیدلۍ چې دوی څه وویل او څه ورته وویل شول ؟ نو سلیمان د ناستوملګروڅخه یی یوه ورته وویل :اې ابوحازم ! ډیرې بدې خبرې د وکړې،ابو حازم وویل : دروغ د وویل په یقنیي ډول الله جل جلاله د علمای کرامو څخه داوعده اخیستې ده چې خامخابه خلکوته حق بیانوي او هغه به نه پټوي،سلیمان وویل : نوموږبه څنګه خپل ځانونه اصلاح کړو؟ هغه وویل : امتیازات به پریږدی اودټولوسره به د ځوانمردی او یوشانته والي سلوک کوې ، سلیمان وویل : څنګه به وتوانیږوچې دغه کارته لارومومواوورته وسیږو؟ ابوحازم رحمت الله علیه وویل : حلال به اخلې او خپل مستحق ته به يې ورکوې ........... تردې چې نصیحت یې پای ته ورساوه ، دغه نصیحت په بشپړه توګه په تفسیر قرطبي کی ذکر شوی دی . [126]

[سمول]

- صحیح الامام بخاری رحمت الله علیه نمبر 6806، او صحیح امام مسلم رحمت الله علیه نمبر 1031 . روایت کړی دی . [1]

[سمول]

- صحیح امام مسلم  رحمت الله علیهنمبر 1827 ، والحدیث صحیح . [2]

[سمول]

- سنن الامام ترمذی رحمت الله علیه، أبواب الاحکام فی الامام العادل حدیث نمبر 1329 .[3]

[سمول]

- السلسلة لضعیفة نمبر 1157 ، شیخ البانی وایی : حدیث ضعیف دی . [4]

[سمول]

- ضعیف الترغیب نمبر حدیث 1319 . [5]

[سمول]

- اخرجه الامام بخاری رحمت الله علیه برقم :2957 ، و امام مسلم  رحمت الله علیه برقم : 1835[6]

[سمول]

- ضعیف الترغیب برقم 583 . شیخ البانی وایی : حدیث ضعیف دی .  [7]

[سمول]

- صحیح الجامع 1211. [8]

[سمول]

- سورت النساء آیت 58 . [9]

[سمول]

- سنن الامام ترمذی رحمت الله علیهنمبر 1330، أبواب الاحکام باب ماجاء فی الامام العادل .[10]

[سمول]

- تلخیص الحبیرج 4 ص 181. [11]

[سمول]

- ابن کثیر تفسیر ج 1 ص 782 . [12]

[سمول]

- سورت المائدة آیت 48 . [13]

[سمول]

- صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه رقم 1367 . والحدیث صحیح . [14]

[سمول]

- صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه رقم الحدیث : 18.25، والحدیث صحیح . [15]

[سمول]

- شرح صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه ج 12 ص 211. [16]

[سمول]

- کشف اللثام ج 6 ص 346.[17]

[سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 125. [18]

[سمول]

- مسند امام احمد رحمت الله علیه ج 2 ص 15 .  [19]

[سمول]

- صحیح الجامع نمبر 1774 . [20]

[سمول]

- الجامع الصغیر للسیوطی رحمه الله نمبر حدیث 7987 ، والحدیث حسن . [21]

[سمول]

- مسند امام امام احمد رحمت الله علیهنمبر22300 . تتمة مسند الانصار ، حدیث آبی أمامة الباهلی الصدری . [22]

[سمول]

- ضعیف الترغیب للالبانی نمبر 1319 ، والحدیث کماقال الشیخ الالبانی : ضعیف . [23]

[سمول]

- احکام سلطانی ص 15- 16 . [24]

[سمول]

- صحیح الترغیب نمبر حدیث 2208 ، شیخ البانی وایی : حدیث صحیح لغیره دی . [25]

[سمول]

- ریاض الصالحین حدیث نمبر663 . [26]

[سمول]

- ۲.مسند ابن حنبل : ج ۵ ص ۳۱۵ ح ۱۵۶۵۱ ، مسند أبي يعلى : ج ۶ ص ۴۴۱ ح ۷۳۴۰ نحوه ، مشكاة المصابيح : ج ۲ ص ۳۳۱ ح ۳۷۲۹ ، اُسد الغابة : ج ۶ ص ۳۶۱ الرقم ۶۴۶۳ ، كنز العمّال : ج ۶ ص ۳۸ ح ۱۴۷۵۱ . [27]

[سمول]

- صحیح سنن أبی داود نمبر 3124 ، شیخ ألبانی وایی : حدیث صحیح . [28]

[سمول]

- سورت النمل آیت 20 . [29]

[سمول]

- تفسیر قرطبي ج 13 ص 188 . [30]

[سمول]

- مسند امام امام احمد رحمت الله علیهحدیث نمبر 13782 ، او حدیث صحیح لغیره دی . حدیث الامراء من قریش ثلاثا ما فعلوا ثلاثا.  [31]

[سمول]

- صحیح الامام بخاری رحمت الله علیه نمبر د حدیث 644 ، حدیث صحیح دی. [32]

[سمول]

- سورت توبه آیت 36 . [33]

[سمول]

- سورت توبه آیت 123 . [34]

[سمول]

- مغني ج 8 ص 352--353. [35]

[سمول]

- احکام سلطانی ص 66 . [36]

[سمول]

- منار السبیل ج 2 ص 487 – 488 . [37]

[سمول]

- سورت بقره آیت 124 . [38]

[سمول]

- سورت القصص آیت 26 . [39]

[سمول]

- سورت بقره آیت 124 . [40]

[سمول]

- شرح العقیدة الطحاویة ص 423 . [41]

[سمول]

- نیل الاوطار : الجهد فرض کفایة و أنه شرع مع البر و الفاجر. [42]

[سمول]

- سورت البقره آیت 251 . [43]

[سمول]

-مجموع الفتاوی ج 28 ص 254-255 . [44]

[سمول]

- مجموع الفتاوی ج 28 ص 506 – 508 ، شرح العقیدة الطحاویة 422- 423 . [45]

[سمول]

-[46]، شرح العقیدة الطحاویة ص ۴۳۷ .

[سمول]

- فتح الباری ج 6 ص 56 .  [47]

[سمول]

[48]  منهاج السنة النبویة ج ۴ ص ۵۲۶.

[سمول]

،،،ص 422- 423 . [49]    101 - شرح العقیده الطحاویة ص

[سمول]

- تفسیر قرطبي ج 1 ص 272 . [50]

[سمول]

- مغني او شرح کبیر ج 1 ص 371-372 . [51]

[سمول]

[52]   - سورت المائده آیت ۱۰۸.

[سمول]

  [53]  - سورت بقره آیت ۱۰۴ .

[سمول]

[54] - سورت بقره آیت ۹۳.

[سمول]

[55]  سورت النساء آیت ۴۶.

[سمول]

  [56]  سورت انفال آیت ۲۱.

[سمول]

  [57] سورت الجاثیة آیت ۸.

[سمول]

[58]    سورت انفال آیت ۲۳ .

[سمول]

                                                                                                                                   سورت انفال آیت ۲۱.                                                                                                                      [59]              

[سمول]

                                                                                                                                   سورت ملک آیت ۱۰.                                                                                                                            [60]        

[سمول]

- سورت انفال آیت 21 .[62]

[سمول]

- سورت ملک آیت 10 . [63]

[سمول]

- سورت انعام آیت 25 . [64]

[سمول]

- سورت بقره آیت 75 . [65]

[سمول]

- همدغه مصدر . [66]

[سمول]

- سورت بقره آیت 75 . [67]

[سمول]

- سورت ملک آیت 10 . [68]

[سمول]

- سورت بقره آیت 171. [69]

[سمول]

- سورت الفرقان آیت 44 .[70]

[سمول]

- سورت الکهف آیت 57 . [71]

[سمول]

- سورت فصلت آیت 17. [72]

[سمول]

- سورت الانسان آیت 3 . [73]

[سمول]

- سورت الرعد آیت 7 . [74]

[سمول]

-سورت القصص آیت 56 . [75]

[سمول]

- سورت البقره آیت 272 .[76]

[سمول]

- سورت الشورای آیت 52. [77]

[سمول]

- سورت یونس آیت 43 .[78]

[سمول]

- سورت الروم آیت 53 . [79]

[سمول]

- سورت النور آیت 51 . [80]

[سمول]

- سورت محمد آیت 17 . [81]

[سمول]

- سورت النساء آیت 59 . [82]

[سمول]

- سورت التغابن آیت 16 . [83]

[سمول]

- سورت النساء آیت 59 . [84]

[سمول]

- شرح صحیح مسلم للنووی ج 12 ص 464-465، تفسیر ابن کثیر ج1 ص 445 . [85]

[سمول]

- سورت البقره آیت 124 . [86]

[سمول]

- سورت النساء آیت 59 . [87]

[سمول]

- تفسیر قرطبی ج 5 ص 362 . [88]

[سمول]

- فتح القدیر ج 1 ص 481 . [89]

[سمول]

- سورت النساء آیت 59 . [90]

[سمول]

- فتتح الباری ج 13 ص 112 . [91]

[سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 112. [92]

[سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 122 . [93]

[سمول]

  [94] - سورت النساء آیت ۲۹ .

[سمول]

  [95] - فتح الباری ج ۱۳ ص ۸ .

[سمول]

  [96] - سورت البقرة آیت ۲۸۶ .

[سمول]

  [97]   - سورت التغابن آیت ۱۶.

[سمول]

  [98] - فتتح الباری ج ۱۳ص ۸

[سمول]

  [99]   - سورت توبه آیت ۴۲.

[سمول]

[100]  -  سورت توبه آیت ۸۱

[سمول]

  [101] - الاکتفاء بماتضمنه من مغازی رسول الله والخلفاءج ۳ ص ۱۴۱، البدایة والنهایة لابن کثیرج ۷ ص ۲-۳ .

[سمول]

  [102]   - البدایة والنهایة ج ۷ ص ۱۸-۱۹ .

[سمول]

-سورت النساء آیت 59. [103]

[سمول]

- شرح العقیده الطحاویة ص 422.[104]

[سمول]

- فتح الباری ج 2 ص 465 . [105]

[سمول]

- سورت النساء آیت 83 . [106]

[سمول]

- سورت النور آیت 62 . [107]

[سمول]

- سورت النور آیت 62 . [108]

[سمول]

- فتح الباری ج 6 ص 121 . [109]

[سمول]

- سورت النور آیت 62 . [110]

[سمول]

- المغني لابن قدامه ج 9 ص 176 .[111]

[سمول]

- سورت النساء آیت 59 . [112]

[سمول]

- مجموع الفتاوی ج 3 ص 239-240 . [113]

[سمول]

- تفسیر قرطبي ج 5 ص 362 .[114]

[سمول]

- شرح صحیح مسلم ج 2 ص 83 . [115]

[سمول]

- سورت توبه آیت 65 . [116]

[سمول]

- الصارم المسلول لابن تیمیة ص 31-32 . [117]

[سمول]

- سورت المنافقون د 1- 7 آیت پورې . [118]

[سمول]

- فتح الباری ج 10ص 512 . [119]

[سمول]

- سورت الحجرات آیت 12 .[120]

[سمول]

فتح الباری ج 10 ص 472 . [121]

[سمول]

- احیاء علوم الدین ج 3 ص 161-162 .[122]

[سمول]

-ریاض الصالحین 575 – 578.[123]

[سمول]

- کتاب روح د ابن القیم ص 322 . [124]

[سمول]

- سورت النساء آیت [125]

[سمول]

- تفسیر قرطبي ج 1 ص 347- 349 . [126]

[سمول]