دویم پاپ ژان پل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویم پاپ ژان پل (زوکړه: د ۱۹۲۰ زکال د مۍ ۱۸مه – مړینه د ۲۰۰۵ زکال د اپرېل ۲مه) له ۱۹۷۸ کال راهیسې په ۲۰۰۵ زکال کې د مړینې تر مهاله د کاتولیک کلیسا مشر او د واټیکان د ښاري دولت مشر و.

کارډینال ویټیوا په ۱۹۷۸ زکال کې د پاپ د ټاکنې د دویمې غونډې (second papal conclave) په دریمه ورځ د  لومړي پاپ ژان پل له مړینې وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو؛ لومړی پاپ ژان پل د ۱۹۷۸ زکال په اګست میاشت کې د پاپ د ټاکنې په لومړۍ غونډه کې د شپږم پاپ پل ځای ناستی وټاکل شو، خو له دغې ټاکنې ۳۳ ورځې وروسته ومړ. ویټیوا خپل مخکښ پاپ ته د درناوي په موخه د هغه نوم ځانته غوره کړ. دویم ژان پل په پولنډ کې زیږېدلی و او په شپاړلسمه پېړۍ کې د شپږم ادریان وروسته لومړنی غیرایټالوي الاصله پاپ و؛ هغه له نهم پیوس او سنټ پیټر وروسته دریم پاپ و چې د ډېرې مودې لپاره په دغه ځایګي پاتې شو. دویم پاپ ژان پل هڅه وکړه چې د کاتولیک کلیسا اړیکې له یهودیت، اسلام او ختیځې ارتدوکس کلیسا سره پیاوړې کړي. هغه د جنین د سقط، مصنوعي امیدوارۍ څخه د مخنیوي، په مذهبي ځایګیو کې د ښځو د ګمارنې او همدارنګه د مجردو روحانیونو په څېر موضوعاتو اړوند د کلیسا په پخوانیو دریځونو کلک پاتې شو؛ په داسې حال کې چې د واټیکان په دویمه شورا کې له یې له اصلاحاتو ملاتړ وکړ، خو د هغه چارې تر ډېره محافظه کارانه وبلل شوې. هر تر ډېره په کورنۍ او هویت ټینګار درلود، خو لګښت پالنه، لذت پالنه او د شتمنۍ راغونډول یې تر پوښتنې لاندې راوستل. نوموړی په نړۍ کې یو له ډېرو سفر کوونکو رهبرانو څخه و چې د خپل ماموریت په دوره کې یې ۱۲۹ هېوادونو ته سفر وکړ. نوموړي عیسویت ته په تبلیغ باندې په ټینګار سره ۱۳۴۴ تنه عیسویان او ۴۸۳ تنه یې د کشیشانو رتبې ته لوړ کړل چې په دې سره د هغه لاسته راوړنې په تېرو پنځو پېړیو کې د هغه د مخکښانو له ټولیزو لاسته راوړنو زیاتې وې. نوموړي د خپلې مړینې تر مهاله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کشیشانو په غوره کولو سره د کارډینالانو د ټولنې ډېری غړي وټاکل او د هغوی پر ځای یې نور سقفان وګمارل. هغه د دیموکراسۍ لپاره د دیکتاتوریو پر وړاندې د مبارز او همدارنګه په خپل زیږون ځای پولنډ او ټوله اروپا کې د کمونېستي نظام د پای ته رسولو په برخه کې د مرسته کوونکي په توګه ګڼل کېږي. د دویم پاپ ژان پل د واکمنۍ پر مهال په افریقا او لاتین امریکا کې د کاتولیک کلیسا نفوذ په پراخه کچه زیات او همدارنګه یې په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې خپل نفوذ وساته. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د نوموړي له مړینې وروسته یو شمېر کاتولیکان هغه د «پاپ سنټ لوی ژان پل» په نوم یادوي، په داسې حال کې چې دغه نوم هېڅ رسميت نه لري. نوموړی د لوی کشیش په توګه په پولنډ کې د کشیشانو له خوا د ماشومانو څخه د جنسي ګټنې د تائید له امله تر نیوکو لاندې راغلی، په داسې حال کې چې خپله دغه تورونه هم تر نیوکو لاندې دي.

د دویم ژان پل د واکمنۍ پر مهال د معاصرې کاتولیک کلیسا دوه مهم قوانین جوړ او اجرا وړ و ګرځېدل یو له دغو څخه د کانون لا قانون (Code of Canon Law) و چې د نورو ټولو ابداعاتو په خوا کې یې په کاتولیک کلیساګانو کې د جنسي ګټنې څخه د مخنیوي هڅه لرله؛ بل قانون هم د کاتولیک کلیسا دیني زده کړو ته اړوند و چې په ځانګړنو کې یې د همجنسګرايي اړوند د کلیسا د دریځ وضاحت او څرنګوالی شامل و.

له یهودیت سره اړیکې[سمول]

د کاتولیک کلیسا او یهودیت ترمنځ اړیکو د نوموړي د واکمنۍ پر مهال په پام وړ توګه پراختیا ومونده. نوموړي په مکرر ډول د کاتولیک کلیسا او یهودیت ترمنځ اړیکو ته نغوته کوله. دا احتمال هم شتون لري چې د هغه دغه لیدلوري دې تر یوه بریده د ۱۹۳۰مې او ۱۹۴۰مې لسیزې پر مهال په پولڼد او نوره مرکزي اروپا کې د یهودیانو د وېرونکي برخلیک له امله رامنځته شوي وي.

د نړۍ له نورو ادیانو سره اړیکې[سمول]

بودېزم[سمول]

۱۴م دالایي لاما، تنزین ګیاتسو اته ځله له دویم پاپ جان بال سره لیدلي. دوی دواړو یو بل ته ورته لیدلوري لرل او ورته ستونزې یې زغملې دي. دواړه له داسې هېوادونو څخه و چې د کمونېزم تر اغېز لاندې و او همدارنګه یې د خپلو هېوادونو د اصلي مذهبي بنسټونو د مشرانو په توګه کار کړی. ژان پل د کراکوف د لوی کشیش په توګه وړاندې له دې چې ۱۴م دالایي لاما په یوې مشهورې نړیوالې څېرې واوړي؛ یوه لویه غونډه یې جوړه کړه چې له مائویستي چین څخه یې د تبت د وګړو د آزادۍ په موخه د هغوی د سوله ییزې مبارزې د بریا لپاره دعاوې وکړې. پاپ د ۱۹۹۵ زکال پر مهال سرېلانکا ته په خپل سفر کې چې ډېری وګړي یې د تروادا بودېزم پیروان دي، د بودېزم ستاینه وکړه. [۱۵]

اسلام[سمول]

دویم پاپ ژان پل د اسلام او کاتولیک عیسویت ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره پریمانه هڅې وکړې.

هغه په رسمي بڼه د روم د لوی جومات له جوړولو ملاتړ وکړ او په ۱۹۹۵ زکال کې یې د هغو د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ۲۰۰۱ زکال د مۍ په ۶ مه نوموړی لومړنی کاتولیک پاپ و چې د سوریې په دمشق ښار کې اموي جومات ته ننوت او هلته یې دعا وکړه. هغه جومات ته له ننوتو وړاندې د درناوي په موخه خپل بوټان وویستل؛ دغه جومات د بیزانسانو په دوره کې کلیسا وه او د یحیی (ع) عبادت ځای ګڼل کېده. هغه دلته وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې: «په ټولو وختونو کې چې عیسویانو او مسلمانانو یو بل ځورولي باید لومړی له خدای(ج) څخه بخښنه وغواړو او یو بل ته د هغه له دربار څخه بخښنه وغواړو». همدلته په سوریه کې و چې قرآن کریم یې ښکل کړ؛ هغه چاره چې له امله یې د ډیری مسلمانانو محبوبیت خپل کړ او همدارنګه یې ډېری کاتولیکان وځورول

مړینه[سمول]

وروستۍ میاشتې[سمول]

دویم پاپ ژان پل د انفلونزا وبا په خاطر د ورپېښو تنفسي ستونزو له امله د ۲۰۰۵ زکال د فبروري په لومړۍ په روغتون کې بستر کړای شو. هغه د فبروي په ۱۰مه له روغتون وویستل شو، خو دوه اونۍ وروسته بیاځلي د همدغو ستونزو له امله روغتون ته راوړل شو او دا ځل ورته د ستوني له لارې اکسیجن ونښلول شو. [۱۶]

وروستۍ ناروغي او مړینه[سمول]

د ۲۰۰۵ زکال د مارچ په ۳۱ مه نوموړی د ادرار د سیسټم د میکروبي کېدو له امله له سپټیک شاک سره مخ شو، هغه ناروغي چې شدیده تبه او د وینې ټیټ فشار ورسره مل دی، خو د دغې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر نه کړای شو. پر ځای یې نوموړی په خپل کور کې د یو شمېر ډاکټرانو او سلاکارانو تر څار لاندې و. پاپ او د هغه نږدې کسانو دغه ناروغي، مړینې ته د هغه د نږدې کېدو علامه بلله او دا د هغه له هیلې سره مطابق وه چې په واټیکان کې ومري. [۱۷]

دویم ژان پل د ۲۰۰۵ زکال د اپرېل په دویمه د مرکزي اروپا د اوړني وخت له مخې په ۲۱:۳۷ بجو (۱۹:۳۷ UTC) د زړه د درېدو له امله ومړ. د سپټیک شاک له امله یې د وینې فشار په شدیده کچه کښته شو او په بدن کې یې د وینې د ګرځېدو سیسټم په بشپړه توګه له منځه ولاړ. د نوموړي مړینه وروسته له هغه تائید شوه چې د زړه د ضربان څرګندونکي ماشین د ۲۰ دقیقو لپاره یو مستقیمه کرښه وکښله. [۱۸][۱۹][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په 3 April 2005 باندې). John Paul's Conservative Legacy. CBS News.
  2. "The Riddle of John Paul II". Beliefnet. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "John Paul the Great Catholic University". John Paul the Great Catholic University. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Beatifications By Pope John Paul II, 1979–2000". Office of Papal Liturgical Celebrations. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Catholic-hierarchy
  6. Lenczowski, John (2002). "Public Diplomacy and the Lessons of the Soviet Collapse". JSTOR review.
  7. (په 3 September 2013 باندې). Report: Pope Francis Says John Paul II to Be Canonized April 27. National Catholic Register.
  8. Carol Glatz (په 11 September 2011 باندې). Feast days of Sts. John Paul II, John XXIII added to universal calendar. Catholic News Service
  9. (په 27 April 2014 باندې). Vatican declares Popes John Paul II and John XXIII saints. BBC News.
  10. (په 22 October 2014 باندې). Hundreds flock to US shrine to celebrate first feast of St John Paul II. Catholic News Agency
  11. "John Paul the Great Catholic University". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. News, Polsat (11 March 2023). "Kontrowersje wokół Jana Pawła II. "Znawcy życia i dorobku" papieża komentują". polsatnews.pl (په پولش ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Kłamstwa w reportażu o Janie Pawle II. Czego nie powiedziano w dokumencie - Wiadomości - polskieradio24.pl". polskieradio24.pl (په پولش ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lepiarz, Jacek (March 15, 2023). "Poland: John Paul II abuse cover-up claims divide a nation". Deutsche Welle (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 16, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Levi, Mons. Virgilio and Christine Allison. John Paul II: A Tribute in Words and Pictures, p. 165, William Morrow, 1999 کينډۍ:ISBN
  16. (په 25 February 2005 باندې). Pope John Paul resting; breathing on own following tracheotomy. Catholic News Agency
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ BBC 2005-04-01.
  18. (په 15 February 2016 باندې). The secret letters of Pope John Paul II – BBC News.
  19. Did Pope John Paul II Have a Secret Lover? by Barbi Latzu Nadeau, 15 February 2016