دویم بطلیموس فیلادلفیوس
دویم بطلیموس فیلادلفیوس (زوکړه: له میلاد وړاندې ۳۰۹ کال – مړینه: له میلاد وړاندې د ۲۴۶ کال د جنوري ۲۸ مه) له میلاد وړاندې ۲۸۴ کال څخه له میلاد وړاندې ۲۴۶ کال پورې د بطلیموسي مصر فرعون و. نوموړی د لومړي بطلیموس زوی و چې د لوی سکندر مقدونیايي یوناني جنرال و او د سکندر له مړینې وروسته یې بطلیموسي پاچاهي تاسیس کړه؛ مور یې ملکه لومړۍ برینیکي نومېده چې په اصل کې د شمالي یونان د مقدونیې له سیمې څخه وه.
د دویم بطلیموس د واکمنۍ پر مهال د اسکندریې د دربار مادي او ادبي دبدبه اوج ته ورسېده. هغه د اسکندریې موزیم او کتابتون ته کار وکړ. له مصر سربېره د بطلیموس په سترواکۍ کې د اژه سمندرګي او شام ګڼ شمېر برخې هم شاملې وې. هغه تهاجمي او پراختیا غوښتونکی بهرنی سیاست درلود چې په متفاوتو اشکالو سره په کې بریالی و. نوموړي له میلاد وړاندې ۲۷۵ کال څخه تر ۲۷۱ کال پورې د سیالې سلوکي سترواکۍ پر وړاندې د سوریې په لومړۍ جګړه کې بطلیموسي اداره رهبري او بطلیموسي سترواکي یې تر کلیکیې او کاریا پورې پراخه کړه، خو د خپل میرني ورور ماګاس له تېښتې وروسته یې د کیرنائیکا کنټرول له لاسه ورکړ. په کرومنادین جګړه (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۶۷ – ۲۶۱ کال) کې یې د اژه سمندرګي د کنټرول په موخه له مقدوني آنتیګونید سره مبارزه وکړه، خو کلکه ماته یې وخوړه. له دې وروسته یې د سلوکي سترواکۍ پر وړاندې د سوریې په دویمه جګړه (له میلاد وړاندې ۲۶۰ – ۲۵۳ کال) کې د خپلې لومړنۍ جګړې ګڼ شمېر لاسته راوړنې له لاسه ورکړې.
لومړنی ژوند
[سمول]دویم بطلیموس د لومړي بطلیموس او د هغه د دریمې مېرمنې لومړۍ برینیکي زوی و. نوموړی له میلاد وړاندې ۳۰۸/۳۰۹ کال کې هغه مهال چې پلار یې په اژه سمندرګي کې په څلورمه ډیاډوخي جګړه کې ښکېل و په کوس ټاپو کې وزیږېد. هغه دوه اصلي خویندې لرلې؛ دویمه ارسینوی او فیلوترا. بطلیموس ته د هغه مهال د مخکښو روڼ آندو له د ډلې د کوس د فیلیاتیس او د لامپسا کوس د ستراتو له خوا زده کړې ورکړل شوې. [۱][۲][۳][۴]
ده ګڼ شمېر میرنۍ خویندې او وروڼه لرل. د پلار له مخکنۍ مېرمنې یوریدیس څخه یې دوه وروڼه؛ بطلیموس کراونوس او ملیاګر بیا د مقدونیې پاچاهان شول. له فیلېپ سره یې د مور له لومړني واده څخه د ماګاس سیرنه په نوم ورور او د آنتیګون په نامه خور لرله چې آنتیګون د پیروس اپیروس مېرمن وه. [۵][۶]
د دویم بطلیموس له زیږون وړاندې د هغه مشر میرنی ورور، بطلیموس کراونوس د خپل پلار فرضي وارث و. د دویم بطلیموس په لویوالي کې د دوی دواړو ترمنځ د ځای ناستوب پر سر کړکېچ رامنځته شو چې بیا له میلاد وړاندې ۲۸۷ کال کې له مصر څخه د کرانوس په شړلو دغه کړکېچ خپل اوج ته ورسېد. له میلاد وړاندې ۲۸۴ کال د مارچ په ۲۸مه نېټه لومړي بطلیموس خپل زوی دویم بطلیموس پاچا اعلان کړ او په رسمي توګه یې هغه خپل نایب السلطنت وټاکه. [۷][۸]
په معاصرو اسنادو کې نوموړی په معمول ډول «د بطلیموس د زوی پاچا بطلیموس» په نامه یادېږي څو له پلار څخه یې توپیر وشي. د پلار او زوی ترمنځ دغې مشترکې واکمنۍ له میلاد وړاندې ۲۸۲ کال په اپرېل یا جون میاشت کې د لومړي بطلیموس د مړینې تر مهاله دوام وموند. د یو لرغوني روایت له مخې دویم بطلیموس خپل پلار وژلی، خو یو شمېر نورې سرچینې بیا څرګندوي چې هغه د زیات عمر لرلو له امله مړ شوی؛ ځکه چې په ډېر احتمال سره دغه مهال د خپل ژوند په اتیایمو کلونو کې و. [۹][۱۰]
اداره
[سمول]بطلیموسي مصر د یو پېچلي بروکراتیک جوړښت پر بنسټ اداره کېده. دغه احتمال شتون لري چې دغه جوړښت تر ډېره پورې د لومړي بطلیموس د سلطنت پر مهال رامنځته شوی و، خو پاتې شواهد یې چې تر ډېره په پاپیروس پاڼو کې دي؛ یوازې د دویم بطلیموس دورې ته اړوند دي. په اسکندریې کې د دغې ادارې د مراتبو د سلسلې په سر کې یوازې د پاچا ملګري شامل وو. په دغو کې لیک لیکونکی یا د دیپلماسۍ مسئول (epistolographos)، یاددښت لیکونکی یا لوی منشي (hypomnematographos)، د فرمانونو مسئول (epi ton prostagmaton) چې د سلطنتي فرمانونو مسودې یې ترتیب کولې، کلیدي جنرالان او د مالیې وزیر (د کورنیو چارو تنظیم کوونکی او د مالیاتو راغونډ کوونکی) شامل وو. د دویم بطلیموس د واکمنۍ په ډېره موده کې د مالیې وزیر اپولونیوس (له میلاد وړاندې ۲۶۲ – ۲۴۵ کال) و. د هغه د شخصي منشي زنون کاونوس لوی آرشیف په اتفاقي بڼه پاتې دی. له همدې امله معاصر څېړونکي د بطلیموسي مصر د لرې پرتې پاچاهۍ اړوند ګڼ شمېر شواهدو ته لاسرسی لري. [۱۱][۱۲]
دغه مهال ټول مصر په ۳۹ برخو وېشل شوی و او هرې برخې ته یې کوره (ولایت) ویل کېدل چې نوم او پولې یې د لومړنیو فرعونانو له مهاله په یو ډول پاتې وې. په هر دغه اداري واحد کې دریو چارواکو شتون درلود: امیر (حاکم) چې د کرنیزو تولیداتو مسئولیت یې درلود، اوکیانوموس (د کورنیو لګښتونو مسئول) چې د مالي چارو مسئول و او همدارنګه سلطنتي منشي (basilikos grammateus) چې د نقشې جوړونې او د اسنادو د ثبت مسئولیت ور تر غاړې و. دا ټول د مالیې وزیر ته ځواب ویونکي و او د هغه پر وړاندې یې یو ډول ځایګی درلود. ګمان دا دی چې هر یو له دوی څخه د یو بل د څارونکو په توګه عمل کاوه او له همدې امله یې د داسې سیمه ئیزو قدرتونو له جوړېدو مخه نیوله چې د پاچا قدرت به یې ګواښه. هر کلي هم یو مشر یا کومارچ (komarch) او د کلي منشي (komogrammateus) درلود چې منشي یې بیا د کلي مشر او سلطنتي منشي ته ځواب ویونکی و.
د دغه سیسټم پر بنسټ یو مدیریتي زنځیر شتون درلود چې له پاچا څخه یې د مصر تر دریو زرو کلیو پورې دوام درلود. هر ولایت ځانته پوځي قومندان (جنرال) درلود چې په اړوند ولایت کې یې د ځواکونو قومنداني کوله او په مستقیم ډول پاچا ته ځواب ویونکی و.[۱۳][۱۴]
د دغه اداري سیسټم اصلي موخه دا وه چې له ځمکو څخه ترلاسه کېدونکي ټول عواید د سلطنتي موخو په ځانګړې توګه د جګړې لپاره راغونډ کړي.[۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Clayman, Dee L. (2014). Berenice II and the Golden Age of Ptolemaic Egypt. Oxford University Press. p. 65. ISBN 9780195370881.
- ↑ Berenice I Archived 17 March 2016 at the Wayback Machine., Livius.org; accessed 5 October 2021.
- ↑ Konstantinos Spanoudakis (2002). Philitas of Cos. Mnemosyne, Supplements, 229. Leiden: Brill. p. 29. ISBN 90-04-12428-4.
- ↑ Hölbl 2001, p. 26
- ↑ Ogden, Daniel (1999). Polygamy Prostitutes and Death. The Hellenistic Dynasties. London: Gerald Duckworth & Co. Ltd. p. 150. ISBN 07156-29301.
- ↑ Macurdy, Grace Harriet (1985). Hellenistic Queens (Reprint of 1932 ed.). Ares Publishers. ISBN 0-89005-542-4.
- ↑ Hölbl 2001, pp. 24–5
- ↑ Bennett, Chris. "Ptolemy I". Egyptian Royal Genealogy. بياځلي په 10 October 2019.
- ↑ Murder: Cornelius Nepos XXI.3; Illness: Justin 16.2.
- ↑ Bennett, Chris. "Ptolemy I". Egyptian Royal Genealogy. بياځلي په 10 October 2019.
- ↑ Hölbl 2001, pp. 58–59
- ↑ Bagnall, Roger; Derow, Peter (2004). The Hellenistic Period: Historical Sources in Translation (2 ed.). Malden, MA: Blackwell. pp. 285–288.
- ↑ Hölbl 2001, pp. 58–59
- ↑ Bagnall, Roger; Derow, Peter (2004). The Hellenistic Period: Historical Sources in Translation (2 ed.). Malden, MA: Blackwell. pp. 285–288.
- ↑ Hölbl 2001, pp. 62–63