Jump to content

دویم انټرنېشنل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویم انټرنېشنل (۱۸۸۹ – ۱۹۱۶ زکال) د سوسیالېستي او کارګرو ګوندونو څخه جوړ بنسټ و چې د ۱۸۸۹ زکال د جولای په ۱۴مه نېټه د پاریس د دوه همهاله غونډو پر مهال د ۲۰ هېوادونو د پلاوو په شتون کې تاسیس شو. دویم انټرنېشنل د لومړي منحل شوي انټرنېشنل چارو ته دوام ورکړ؛ په داسې حال کې چې دا ځل یې پیاوړي انارکو – سنډیکالېستي خوځښت ملتیا نه کوله. له دې سره چې انټرنېشنل په پیل کې د اروپايي قدرتونو ترمنځ له هر ډول جګړو سره مخالفت څرګند کړ، خو ډېری مهم اروپايي ګوندونه بالاخره اړ شول څو په لومړۍ نړیواله جګړه کې له خپلو هېوادونو ملاتړ اعلان کړي. د مرکزي ځواکونو، متفقینو او جګړه ضد ډلو پر لور د اړوندو ګوندونو له انشعاب وروسته انټرنېشنل خپل فعالیت ودراوه. له جګړې وروسته د انټرنېشنل پاتې څانګو د کارګري او سوسیالېستي انټرنېشنل، د سوسیالېستي ګوندونو د نړیوالې کارګري اتحادیې او کمونېست انټرنېشنل تاسیس کولو ته مخه کړه.[۱][۲]

تاریخچه

[سمول]

له تاسیس کېدو وړاندې غونډې (۱۸۸۱ – ۱۸۸۹ زکال)

[سمول]

د نوي انټرنېشنل د بنسټ اېښودو لومړنی بحث د ۱۸۸۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د سویس د شور په غونډه کې وشو. په ګډونوالو کې یې د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند غړي، بلجیمي سوسیالېستان، د فرانسې د سوسیالېستي کارګرانو فدراسیون، فرانسوي او جرمني ژب ویونکو سویسي پلاوو، دوه پولنډي پلاوو او له روسیې او هنګري څخه یو یو پلاوي ګډون درلود. دغې غونډې همدغه کال ونشو کولای انټرنېشنل جوړ کړي، خو پرېکړه یې وکړه چې یو نوی سوسیالېستي مانیفېست ولیکي او په راتلونکې غونډه کې یې تصویب کړي. د یوري سټکلوف په خبره دغه غونډه ډېره کمزورې تنظیم شوې وه او له همدې امله یې د دې اړوند ډاډ نشو وړاندې کولای چې وه دې کولای شي یو نوی انټرنېشنل تاسیس کړي. [۳]

د یو انټرنېشنل د جوړېدو لپاره هڅې د فرانسې د سوسیالېستي کارګرانو په فدراسیون کې د مارکسېستانو او امکان پالونکو ترمنځ د جناحي وېش له امله ډېرې پېچلې وې. په ۱۸۷۹ زکال کې د هغو له تاسیس کېدو وروسته له پاول بروسه څخه الهام اخیستونکې یوې ډلې (په داسې حال کې چې تل دا نه تائید کېږي) له انقلابي سوسیالېزم څخه د یوې اصلاح غوښتونکې کړنلارې پر لور حرکت وکړ او استدلال یې کاوه چې سوسیالېستان باید په هر مهال کې له شته اصلاحاتو او همهاله له انقلابي فرصتونو ګټنه وکړي. د ژول ګسد او پل لافارګ په مشرۍ بلې ډلې چې کارل مارکس او فرېدریش انګلز یې ملاتړ کاوه امکان پالونکي یې د فرصت څارونکو په توګه وغندل او له هغوی سره یې په مخالفت د ۱۸۸۲ زکال پر مهال د فرانسې د کارګرانو ګوند تاسیس کړ. دواړو ګوندونو ځانونه کارګري ګوندونه بلل، خو د مارکسېستي او امکان پالونکو ګوندونو په توګه پېژندل کېدل. [۴][۵]

تاسیس او له جګړې وړاندې دوره (۱۸۸۹ – ۱۹۱۴ زکال)

[سمول]

هغه مهال چې د نوي انټرنېشنل د تاسیس کېدو په موخه لومړنۍ غونډه د ۱۸۸۹ زکال د جولای په ۱۴مه نېټه په پاریس کې جوړه شوه، دواړو ډلو لا هم د یو موټي کېدو اړوند بحث کاوه. دغه دواړو غونډو په اغېزمنه توګه د اروپا سوسیالېستي خوځښت په عملي توګه په دوه برخو ووېشه: امکان پالونکي چې د بریتانیا سوسیال دیموکرات فدراسیون او همدارنګه مارکسېستان چې د جرمني سوسیال دیموکرات ګوند، د بریتانیا سوسیالېستي ټولنې او ګڼ شمېر نورو اروپايي پلاوو یې ملاتړ کاوه. امکان پالونکو ټینګار درلود چې باید د دوی نومونه او اسناد د دوی د صلاحیتونو د تائید په موخه ثبت شي، په داسې حال کې چې مارکسېستانو (ډیری له دوی څخه په کور دننه له یو لړ ناقانونه شرایطو سره مخ و) د چارواکو له خوا د دوی د اطلاعاتو له کشف څخه اندېښنه لرله. ورته مهال د جان برنز، ویلیام موریس او همدارنګه یو شمېر نورو مارکسېستانو په خبره د تائید اړوند هېڅ واقعي اندېښنې شتون نه درلود، تر دې چې هنري هاینډمن د دغې چارې وړاندیز وکړ او دغه اختلاف په دوه برخو باندې د کانګرس د وېش لپاره په غورې لارې واوښت، هغه ادعا چې په کلکه سره د آني بسانت له خوا رد شوې ده. دې ته له پام پرته چې کوم روایت سم دی، د امکان پالونکو او مارکسېستانو ترمنځ انشعاب دا ګواښ رامنځته کړ چې کېدای شي د بروکسل او زوریخ په راتلونکو دوه غونډو کې دوه جلا انټرنېشنلونه جوړ شي. ورته مهال وروسته له هغه چې دغه مخالفتونه راڅرګند شول انشعاب کم شو او مارکسېستانو بالاخره پرېکړه وکړه چې د بروکسل په غونډه کې د یو واحد او یوموټی انټرنېشنل د جوړولو په موخه ګډون وکړي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

په داسې حال کې چې د امکان پالونکو او مارکسېستانو ترمنځ رامنځته شوی درځ تر ډېره کم شو، خو انټرنېشنل لا هم په خپل هر کانګرس کې له لویو جناحي اختلافاتو سره مخ و. د ۱۸۹۶ زکال په کانګرس کې چې په لندن کې جوړ شو او د دویم انټرنېشنل تر ټولو جنجالي، له ستونزو ډک او بې نظمه کانګرس ګڼل کېږي د سوسیالېستي ځواک په برخه کې د اصلاح غوښتونکو او انقلابي کړنلارو ترمنځ مشخص درځ رامنځته شو چې له امله یې د ملي مواردو په موازاتو کې ګڼ شمېر برخې رامنځته شوې. [۱۱][۱۲]

د دویم انټرنېشنل په مشهورو اقداماتو کې د ۱۸۸۹ زکال پر مهال د کارګرو د نړیوالې ورځې په توګه د مۍ د لومړۍ نېټې (د مۍ ورځ) او په ۱۹۱۰ زکال کې د ښځو د نړیوالې ورځې اعلان شاملېږي چې په پیل کې یې دغه ورځ د مارچ په ۱۹مه، خو وروسته یې بیا د ۱۹۱۷ زکال پر مهال د روسیې په انقلاب کې د ښځو د لاریون په اصلي ورځ یا د مارچ په ۸مه نېټه ولمانځله. د انټرنېشنل مبارزې لامل وګرځېدې په ورځ کې د کاري ساعتونو شمېر اتو ساعتونو ته را لږ شي. [۱۳]

د دغه انټرنېشنل دایمي اجرایوي او اطلاعاتي بنسټ په بروکسل کې د انټرنېشنل سوسیالېستي دفتر و چې په ۱۹۰۰ زکال کې د پاریس له غونډې وروسته جوړ شو. د بلجیم له کارګر ګوند څخه امیل واندرولد او کامیل هویسمانس د هغو د مشر او منشي په توګه خدمت کاوه. ولادیمیر لینېن هم له ۱۹۰۵ زکال وروسته د هغو غړی و.

له جګړې څخه وړاندې دوره د پوځي توب پر خلاف د هغو مکررو څرګندونو له امله پام وړ ده چې په مشترک ډول د انټرنېشنل د غړو له خوا وړاندې شوې په داسې حال کې چې د ۱۹۱۴ زکال پر مهال دغه ډول ډېری څرګندونو ته چا پام هم ونکړ. د انټرنېشنل د تاسیس پر مهال پل لافارګ څرګنده کړه چې سوسیالېستان «د خصوصي پانګې په نامه د یو مشترک دښمن په لرلو ټول سره وروڼه دي که چېرې دا پانګه پروسي، فرانسوي او یا چینايي هم وي». د ۱۹۰۷ زکال پر مهال د شتوتګارت په غونډه کې چې له امله یې یو ګډ پرېکړه لیک وړاندې شو؛ څرګنده شوه چې «له پوځ پالنې سره مبارزه هېڅکله د سوسیالېستي طبقاتي مبارزې څخه جلا کېدونې نه ده». د ۱۹۱۲ زکال پر مهال د بازل په فوق العاده غونډه کې چې تر ډېره پورې مخ پر زیاتوالي پوځي توب ته اړوند وه پرېکړه شوه چې کارګرې طبقې باید «له هر هغې لارې څخه په کار اخیستو چې اغېزمنې ورته ښکاري له جګړې څخه د مخنیوي په برخه کې ګام واخلي». بالاخره د انټرنېشنل مرکزي ادارې د ۱۹۱۴ زکال د جولای په ۲۹مه بېړنۍ ناسته وکړه او د رایو په اکثریت سره یې پرېکړه وکړه چې د کارګرانو دنده نه یوازې لاریونونو ته دوام ورکول دي بلکې د سولې لپاره د جګړې پر ضد د لاریونونو پراختیا هم ده؛ همدارنګه یې د نړیوال منځګړیتوب پر مټ د اتریش او صربستان د ستونزې د هواري هم وویل». [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. José Luis Rubio (1971). Las internacionales obreras en América. Madrid. p. 42.
  2. Braunthal 1967، مم. 245-247.
  3. Steklov, Yuri. History of the First International, Part II: Chapter Thirteen. International Socialist Congress at Chur (Coire). نه اخيستل شوی 25 August 2021 – via Marxists Internet Archive.
  4. Bernstein, Eduard. The International Working Men's Congress of 1889 A Reply to Justice. نه اخيستل شوی 25 August 2021 – via Marxists Internet Archive.
  5. Carl Landauer, "The Origin of Socialist Reformism in France"; International Review of Social History, Volume 12 , Issue 1 , April 1967 , pp. 81 - 107.
  6. Hyndman, Henry. "The International Congress of Workers". Marxists.org. نه اخيستل شوی 22 August 2021.
  7. Burns, John. "The Paris International (Possibilist) Congress". Marxists.org. نه اخيستل شوی 22 August 2021.
  8. Morris, William. "Impressions of the Paris Congress". Marxists.org. نه اخيستل شوی 22 August 2021.
  9. "Latest Intelligence. (From our Correspondents.) The Workers' Congress Paris July 16". Marxists.org. نه اخيستل شوی 24 August 2021.
  10. "The Second International". نه اخيستل شوی 21 August 2021 – via Marxists Internet Archive.
  11. Haupt, Georges La Deuxième Internationale, 1889-1914: étude critique des sources, essai bibliographique p. 153
  12. "The Second International". نه اخيستل شوی 21 August 2021 – via Marxists Internet Archive.
  13. José Luis Rubio (1971). Las internacionales obreras en América. Madrid. p. 43.
  14. Nation, R. Craig (August 2009). War on War: Lenin, the Zimmerwald Left, and the Origins of Communist Internationalism (په انګليسي) (New ed.). Chicago, IL: Haymarket Books. p. 3. ISBN 9781931859820.
  15. "Resolution adopted at the Seventh International Socialist Congress at Stuttgart". Marxists.org. نه اخيستل شوی 21 August 2021.
  16. "The Second International". نه اخيستل شوی 21 August 2021 – via Marxists Internet Archive.
  17. "Manifesto of the International Socialist Congress at Basel". Marxists.org. نه اخيستل شوی 21 August 2021.