دویمه نړیواله جګړه په البانیا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په البانیا کې دویمه نړیواله جګړه په دې هېواد د ۱۹۳۹ په اپرېل کې  د ايټالیا له یرغل سره پیل شوه. فاشیستي ايټالیا البانیا خپل لاسپوڅی یا تر ملاتړ لاندې دولت وګرځاوه. د ايټالیا په وړاندې ډیر مقاومت د کمونیستي ګروپونو له خوا تر ۱۹۴۳ او وورسته د جرمني د اشغال په وړاندې تر سره شو. په پیل کې خپلواک کمونیستي ګروپونه د  کال ۱۹۴۲ په پیل کې سره یو شول چې همدې یووالي بلاخره  په کال ۱۹۴۴ دا هېواد خپلواک کړ. په جینیوا کې د ملکیانو له پاره د مرستې مرکز راپور ورکړ چې البانیا په اروپا کې یو له ډېرو ویجاړو شوو هېوادونو څخه و. د جګړې له امله ۶۰۰۰۰ کورونه ویجاړ شول او ۱۰٪ خلک بې کوره شول.

مخینه[سمول]

جرمني اطریش خپل هېواد سره یو ځای کړه او پرته له دې چې موسولوني له مخکې خبر کړي چکسلواکیا په لور یې اقدام وکړ، له همدې امله ايټالوی دیکتاتور د کال ۱۹۳۹ په لومړیو کې تصمیم ونیو چې ايټالیا سره د البانیا د یو ځای کولو پلان عملي کړي. د ايټالیا پاچا ویکتور دریم ایمانویل د دې پلان په عملي کولونیوکه وکړه او د البانیا نیول یې د یو غیر ضروری خطر په غاړه اخیستل وبلل. 

روم د کال ۱۹۳۹ د مارچ په ۲۵ تېرانا ته التیماتوم ورکړ چې ايټالیا له خوا د البانیا اشغال سره موافقه وکړي. د البانیا پاچا زوګ د ايټالیا له خوا د البانیا د بشپړ اشغال او مستعمره کېدو په مقابل کې د پیسو اخیستل رد کړل او په دې سره د موسولونی ځواکونو چې مشري یې جنرال الفرېدو ګوزونی کوله به البانیا یرغل وکړ او همزمانه یې په ټولو البانیایي بندرونو حملې تر سره کړې. په سرندی باندی ۶۵ واحدونو، په ولوور ۴۰ واحدونو، په دوريس ۳۸ واحدونو، په شینګین باندې ۲۸ واحدونو او په بیشتی پېلیس باندی ۸ واحدونو یرغل وکړ. په پیل کې د ايتالیا له خوا په البانیا د حملې له پاره ۵۰۰۰۰ نارینه چې ۱۳۷ سمندري واحدونو او ۴۰۰ الوتکو یې ملاتړ کاوه پلان شوي و خو په پای کې د یرغل لپاره د ځواکونو شمیر ۱۰۰۰۰۰ تنو او ۶۰۰ الوتکو ته لوړ شو. [۱]

د دورېس په سیمه کې یوازې ۳۶۰د  البانیایانو یوې قوې چې چې ډیرې یې ژاندارمری پولیس او ښارې خلک و او مشري یې د دوریس د ژاندارمري قومندان اباز کوپي او موجواولکینکو چې د سمندري قواوو یو صاحب منصب و کوله هڅه کوله چې د ایټالیا د پرمختګ مخه ډب کړي. په داسې حال کې چې په وړوکو وسلو او درې ماشیګڼونو باندې سمبال ووکولای شو چې ايټالیویان د څو ساعتونو لپاره ایسار کړي. له دې وروسته له ايټالوی بېړیو څخه یو زیات شمېر ټانکونه را ښکته کړل شو او د البانیایانو مقاومت مات شو. په پنځو ساعتونو کې ايټالوی ځواکونو ټول ښار ونیو اود لومړۍ ورځې د ماسپبښین تر یوې نیمې بجې ټول آلبانیایي بندرونه د ايتالیا لاسه ته ورغلل.   

دالبانیا پاچا زوګ نه غوښتل چې د ايټالیا لاسپوڅي وی نو له خپلې مېرمنی ملکې ګرالدین اپوني او ماشوم زوی سکندر سره لومړی یونان او وروسته لندن ته وتښتېدل. د اپرېل په میاشت کې د له ايټالیا سره د یوځای کېدو له پاره رایه ورکړه. د البانیا پارلمان د پاچا زوګ د خلع کېدو لپاره رایه ورکړه او داهېواد یې د یوه شخصې یووالي په ترڅ کې دریم ویکتور ایمانویل ته د البانیا د تخت ورکولو د وړاندیزولو له لارې له ايټالیا سره یو کړاو په دې سره ايټالویانو د شفکت ورلاسي تر مشرۍ لاندې یو فاشیستی حکومت جوړ کړ او ژر یې البانیایي نظامیان اود پلوماتیک خدمتونه ايټالیا ته جذب کړل. د کال ۱۹۳۹ د اپرېل په ۱۵ البانیا د ملتونو له ټولنې ووت چې ايټالیا په کال ۱۹۳۷ ورڅخه استعفا کړې وه. د کال ۱۹۳۹ د جون په ۳، د البانیا د بهرنیو چارو وزارت د ايټالیا په بهرنیو چارو وزارت کې مدغم شو. د البانیا نظامي قواوې د ايټالیا تر قوماندې راغلې او په رسمي توګه په کال ۱۹۴۰ کې د ايټالیا په پوځ کې مدغمې شوې. برسېره پردې، ايټالوي تورکمیسو قواوو له البانیایی فاشیستې ملېشو څخه څلور غونډونه جوړ کړل چې په پیل کې یې افراد په البانیا کې له اوسیدونکو استعمار چیانو او وروسته له نژادي البانیایانو څخه استخدامېدل.   [۲]

له یرغل سره سم ګالیزو سیانو ( دا یو ایتالوی ډپلومات و چې د ايتالیا د بهرنیو چارو وزیر په توګه یې کار کاوه) هڅه وکړه چې د یوشمېرابتدایي حرکاتو په واسطه چې د خیر غوښتنې په حس ولاړ و له عوامو سره اړیکې ټینګې کړي نه دا د البانیا ټولنیزو او اقتصادي ژورو ستونځو ته رسېدنه وکړي.د سیانو له لومړیو حرکاتو څخه په غریبو سیمو کې خوراکي توکو او لباسونو ویشل او د سیاسي بندیانو خوشې کول و. هغه شخصا ۱۹۰۰۰۰ طلایي فرانکونه په تیرانا، شکودرا، ګجیروکاسترا، سراندا، کورس او کوکس کې غریبانو ته ووېشل.دا چې پیسې په مستقیمه توګه  له معمولې بیروکراسۍ تیرولو وروسته په مستقیمه توګه غریبانو ته ورکول کېدې نو ښه اغیزه یې درلوده.ايټالویانو همدارنګه په پراخه کچه په بیخ بنا ، کرهني او د کرومو او هایدروکاربن په اکتشاف کې چې البانیا پکې غني وه  برخه واخیسته. ایټالویان هیله مند و چې په البانیا کې پراخه پانګونه به سیاسي او اقتصادي ګټې را منځ ته کړي. داخلي ضعیف اقتصاد سره سره، موسولینی البانیایانو ته په پنځو کلونو کې د اقتصادی ودې لپاره  د ۲۲ میلیونو پونډو د ورکړي وعده ورکړه او دا پیسې له هغو ۸.۲ میلیونو ډېرې وې چې روم د کال ۱۹۲۰ له لومړیو لګولې وي. د ايتالویانو د فعالیتونو په اړوند لومړني را پورونه خورا مطلوب و. روت میچل چې یوه رپورټره وه د کال ۱۹۳۹ د اپریل په پای کې نظر ورکړ(( دخلکو په وضعیت کې څه یو ښه والی راغلی. ټوله فضا غوړېدلې او لا انرژي ورکوونکې ده، اوس لږتر لږه هیله شته )). حتی یو جرمني وزیر چې تل به یې به ايټالویانو نیوکه کوله د ايټالویانو د چټکوالي په میزان یې مثبت نظر ورکړ اوهغه یې له انسچلوس ( دا له جرمنی سره د استریا ضمیمه کولو ته ویل کیږي)  وروسته په  استریا کې دچټکوالي د میزان سره تشبه کړ. نویو ساختماني پروژو ډېره پانګه را منځ ته کړه او ډېر البانیایان یې په کار بوخت کړل. دولت ایټالویانو ته اجازه ورکړه چې د البانیا په ملکي خدمتونو کې تخنیکی موقفونه ولري او ايتالوی مهاجرینو ته یې اجازه ورکړه چې البانیا ته ننوځي. دې وضعیت د ایټالوي یرغلګرو په وړاندې د البانیانو د سلوک طرز اغیزمن کړ او محلي خلکو به تل هغوی ته په ډېر احترام خوښۍ څرګندولو سلام کاوه.     

د ایټالیا لاسپوڅی دولت[سمول]

له ايټالیا سره د البانیا د اوږدمهاله ملاتړ او ائتلاف سره سره، د کال ۱۹۳۹ د اپرېل په ۷ ، د  دویمې نړیوالې جګړې له پیل پنځه میاشتې وروسته ايټالوي ځواکونو په البانیا باندې یرغل وکړ. د ايټالیا په وړاندې د البانیا نظامي مقاومت بې اغیزې و او له یو لنډ مقومت وروسته البانیا اشغال شوه او د کال ۱۹۳۹ د اپرېل په ۹ د البانیا پاچا زوګ یونان ته وتښتېد. [۳][۴]

د یوې هڅې په لړ کې چې موخه یې د ایټالیا له واکمنۍ څخه د البانیا یانو ملاتړ و، ګالیزو سیانو او فاشیست رژیم البانیایان د کوسوو او چامریا الحاقولو ته وهڅول. د فرانسیسکو جاکوموني ( د ايټالیا تر ملاتړ لاندې البانیا ګورنرو)   له ډاډ سره سره چې البانیایان به د چامریا د خپلواکې ملاتړ وکړي، د البانیایانو علاقه له دې جګړې سره کمه وه. محدود البانیایې واحدونو چمتو شول چې د ۱۹۴۰-۱۹۴۱ کلونو کې یونان اوايټالیا جګړې په پراختیا کې د ايټالوي پوځ تر څنګ  برخه واخلي اوډېری یې وتښتېدل او یا یې خدمت پرېښود. له جګړې دمخه د استخدام شوو البانیایي اجینټانوپه اړه داسې راپورونه و چې د یونانیاني کرښو تر شا یې تخریبي عملونه تر سره کول خو شمېر یې کم و. له یونانیانو څخه ملاتړ که څه هم طبیعتا کم و خو دا ملاتړ د محلي یونانیانو له خوا و او هغوی په سویلي سیمو کې له یوناني ځواکونو په ګرمۍ سره استقبال وکړ. د  ايټالیا تر ملاتړ لاندې البانیا له پاره د موسولوني له پلانونو څخه یو پلان دا و چې د البانیا اوسيدونکې ايټالیایي کړي.  

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Citation-attribution
  2. کينډۍ:Citation-attribution
  3. Keegan, John; Churchill, Winston (1986). The Second World War (Six Volume Boxed Set). Boston: Mariner Books. د کتاب پاڼې 314. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-395-41685-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zabecki, David T. (1999). World War II in Europe: an encyclopedia. New York: Garland Pub. د کتاب پاڼې 1353. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8240-7029-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)