دویمه صلیبي جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا جګړه (‎له ۱۱۴۷ ـ ۱۱۵۰ ز کلونو په ترڅ کې پېښ شوه) دویمه لویه صلیبي جګړه وه، چې له اروپا نه پیل شوه. دا جګړه په ۱۱۴۴ ز کال کې د زنګي ځواکونو په وسیله د ادیسه په نامه اړوند سیمې د ړنګېدو په غبرګون کې پیل شوه. دا سیمه د لومړۍ صلیبي جګړې (۱۰۹۶ – ۱۰۹۹ ز کلونو) په لړ کې د بیت المقدس پاچا لومړی بالدین په وسیله په ۱۰۹۸ ز کال کې تأسیس او جوړه شوه. سره له دې چې دا سیمه لومړنی صلیبي ایالت و، چې رامنځته شوی و؛ په همدې توګه لومړنۍ سیمه وه چې سقوط یې وکړ.

دویمه صلیبي جګړه د د درېیم پاپ یوجین یا مذهبي مشر په وسیله اعلان شوه او دا هغه لومړنۍ صلیبي جګړه وه، چې د اروپایي پادشاهانو یعنې د فرانسې اووم لویي او د آلمان درېیم کنراد او د یو شمېر نورو اروپايي اشرافو په مرسته یې مشري او رهبري وشوه. د دواړو پادشاهانو اړوند ځواکونو په جلا توګه په ټوله اروپا کې حرکت وکړ. اناتولیا ته د بیزانس له اړوند سیمې تر تېرېدو وروسته دواړه ځواکونه په جلا توګه د سلجوقي ترکانو په وسیله له ماتې سره مخ شول. په دې برخه کې د غرب اصلي مسیحي سرچینې لکه Odo of Deuil او سریاني مسیحي سرچینې داسې ادعا کوي، چې د بیزانس اړوند سیمې سترواک لومړي مانوئل کومنئوس په پټه د صلیبونو د پرمختګ مخه ونیوله، په تېره بیا په آناتولي یعنې هغه ځای کې، چې ویل کېږي، په قصدي توګه یې ترکانو ته په صلیبونو باندې د حملې کولو امر ورکړی دی. په دې توګه صلیبي جګړه کې د بیزانس په وسیله د تخریب او خرابکارۍ دا ادعا د اودو په وسیله رامنځته شوې وه، چې سترواکي یې د یوه خنډ په توګه لیده او سربېره پر دې سترواک مانوئل د دې کار ترسره کولو لپاره هیڅ ډول سیاسي دلیل نه درلود. لوئیس، کنراد او د هغو د پوځونو پاتې برخې بیت المقدس ته ورسېدې او په ۱۱۴۸ ز کال کې په دمشق باندې یوې ناڅاپي حمله کې په ګډون سره برخه واخیسته، چې بیا دا برید د دوی په شاتګ سره پای ته ورسېد. بلاخره په ختیځ کې صلیبي جګړه د صلیبیانو لپاره د ماتې او د مسلمانانو لپاره یوه بریا وه. دې بریا بلاخره د بیت المقدس په سقوط باندې ژور اغېز درلود او د دولسمې پېړۍ په پای کې یې د درېیمې صلیبي جګړې د پیل لامل شوه.[۱]

دا چې دویمه صلیبي جګړه کې صلیبیان په دې و نه توانېدل ترڅو په مقدسه ځمکه کې خپلو موخو ته ورسېږي؛ خو په نورو ځایونو کې د ډېرو بریالیتوبونو شاهدان و. تر ټولو اړین او مهم یې په ۱۱۴۷ ز کال کې و، چې د ۱۳۰۰۰ صلیبیانو پوځي ځواک ته ورسېدل، چې له فلاندري، فریزي، نورمن، انګلیسي، اسکاتلندي او آلماني ځواکونو څخه ترکیب او جوړ شوی و. په دې پوځ سره صلیبیانو په کیښتۍ سره له انګلیند څخه د بیت المقدس په لور حرکت وکړ، په دې وخت کې پوځونه ودرېدل او له ۷۰۰۰ پرتګالي پوځونو سره یې مرسته وکړه، چې د لیزبون په تصرف کې ول او د موریش یرغلګرو او نیوونکي یې وشړل.

مخینه: د ادیسا سقوط، چمتووالی[سمول]

د ادیسا سقوط[سمول]

له لومړۍ صلیبي جګړې او دغه راز په ۱۱۰۱ ز کال کې له کوچنۍ صلیبي جګړې وروسته په ختیځ کې درې صلیبي دولتونه جوړ شول: د بیت المقدس پادشاهي، د انطاکیه پادشاهي او د ادیسا ولایت و. د طرابلس ولایت څلورمه برخه په ۱۱۰۹ ز کال کې تأسیس شوه. په دې توګه د شاوخوا مسلمانو هېوادونو له لوري د مکررو حملو سره مخ شو، چې د ارتوکیدیانو، دنمارکیانو او سلجوقي ترکانو په وسیله اداره کېدل. دویم بالدوین، د هغه وخت د ادیسا حاکم او ‎ژوسلین کورتني یعنې راتلونکی حاکم سره په ۱۱۰۴ ز کال کې د حران په جګړه کې له ماتې وروسته ونیول شول. بالدوین او ژوسلین دواړه په ۱۱۲۲ ز کال کې د دویم ځل لپاره اسیران شول او که څه هم په ۱۱۲۵ ز کال کې د ادیسا حاکم د اعزاز له جګړې وروسته یو څه اندازه روغ شو. خو ژوسلین د ۱۱۳۱ ز کال په جګړه کې ووژل شو. د هغه ځایناستی دویم ژوسلین د بیزانس له سترواکۍ سره اتحاد کولو ته مجبور شو؛ خو په ۱۱۴۳ ز کال کې هم د بیزانس سترواک دویم جان کومینتوس او هم د بیت المقدس پادشاه د آنژو فولک دواړه مړه شول، همدارنګه ژوسلین د طرابلس له حاکم او د انطاکیه له شهزاده سره هم شخړه کړې وه او ادیسا یې له هر ډول ځواکمنو متحدینو پرته او خالي پرېښود. [۲][۳]

په همدې وخت کې زنګي په ۱۱۲۸ ز کال کې حلب یا ادیلپ او د موصل اتابک سیمي په خپله واکمنۍ کې شاملې کړې، چې دا په سوریه کې د واک او قدرت اساسي برخه او سوریه دا مهال د موصل او دمشق تر منځ په شخړه کې راګیر وه. زنګي او د بیت المقدس دویم بالدوین دواړو خپله پام دمشق ته واړاوه. بالدوین په ۱۱۲۹ ز کال کې د دمشق له لوی ښار څخه بهر ماتې سره مخ شو، چې هغه مهال د بوریانو اړوند په وسیله اداره کېده، د دمشق ښار وروسته بیا د فولک له پادشاه سره متحد شو، یعنې هغه مهال چې زنګي په ۱۱۳۹ او ۱۱۴۰ ز کلونو کې د دمشق ښار محاصره کړ، چې د دمشق دا اتحاد او یووالی د اسامه بن منقذ په نامه تاریخ لیکوکي په وسیله تشریح او بیان شو.[۳][۴]

دویم ژوسلین د ۱۱۴۴ ز کال په وروستیو کې له اورتوکېدیانو سره متحد شو او تقریباً له خپلو ټولو ځواکونو سره له ادیسا څخه ووت، ترڅو د حلب په وړاندې د اورتوکېدیانو له پوځونو څخه ملاتړ وکړي. زنګي چې تر دمخکې په ۱۱۴۳ ز کال کې د فولک له مړینې څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې و، په بېړه د شمال په لور لاړ، ترڅو هلته ادیسا محاصره کړي، چې تر یوې میاشتې وروسته بیا د ۱۱۴۴ ز کال د دسمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه یې هغه فتح او ترلاسه کړ. دویم ژوسلین تر ډېره وخته له توبېسل څخه د دې سیمې په پاتې نورو سیمو او ښارونو باندې واکمني وکړه؛ خو لږ لږ پاتې نورې سیمې هم د مسلمانانو واک ته ورغلې یا دا چې په بېزانسیانو وپلورل شوې. خپله زنګي په ټول اسلام کې د «دین ساتونکي او مدافع» په نامه او مالک المنصور بیا د «ځواکمن یا بریالي پاچاه» په نامه وهڅول شو. په دې توګه هغه د ادیسا یا هم د انطاکیاه شهزاده نشینه سیمې په پاتې نوره برخه د ویرې له امله تعقیب نه کړه. د موصل پېښو هغه دېته اړ کړ، ترڅو بېرته کور ته یې راوګرځي او یوځل بیا یې د دمشق نیولو هوډ وکړ. خو په ۱۱۴۶ ز کال کې د غلام په وسیله ووژل شو او د هغه زوی نورالدین په حلب کې د هغه ځایناستی شو.[۵]

د پاپ لیک او فرانسوي طرحې[سمول]

د ادیسا د سقوط خبر لومړی په ۱۱۴۵ ز کال کې د مسافرینو یا سیلانیانو په وسیله او بیا د انطاکیه، بیت المقدس او ارمنستان هېوادونو اړوندو سفارتونو په راوړل شو، همدارنګه د هیو جبلا اشقف یا عیسوي ملا بیا دا خبر درېیم ایوجین پاپ یا مذهبي رهبر ته ورساوه، چې د پاپ لیک یا طرحه (Bull Quantum praedecessores) یې د همدې کال د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه خپره کړه او په دې توګه د دویمې صلیبي جګړې غوښتونکی شو. دغه راز شرقي مسیحي پادشاهۍ چې تمه کېده، ترڅو د صلیبي هېوادونو لپاره د هوساینې او تسکین لامل شي، هیو د دې پادشاهۍ په هکله وویل: دا د پیستر جان لومړنی مستند شوی ذکر دی. یوجین به روم نه کنترولاوه، بلکې د هغه په ځای به یې په ویتربو کې ژوند کاوه؛ خو د دې هرڅه سربېره داسې تمه کېده چې ښایي دویمه صلیبي جګړې د لومړۍ صلیبي جګړې په پرتله ډېره منظمه او متمرکزه وي. پوځي ځواکونه به د اروپا د سترو او ځواکمنو پادشاهانو په وسیله رهبري کېده او د موخې وړ مسیر به یې له مخکې تنطیم طراحي کېده. [۶][۷][۸][۹]

نوي صلیبي مشر یا پاپ ته لومړنی ځواب ډېر کمزوری و او په اصل کې کله چې دا رواښانه شوه، چې د فرانسې پادشاه اووم لوئیس به دې سفر کې ګډون وکړي، نو هغه مهال باید بیا خپور شوی وای. همدارنګه اووم لوئیس له پاپ پرته د یو خپلواک سفر ارزونې په حالت کې و، چې په ۱۱۴۵ ز کال په بورژ کې خپلې د کریسمس محکمې ته اعلان کړ. په دې برخه کې دا موضوع د بحث وړ ده، چې آیا لوئیس د خپل ځان لپاره د صلیبي جګړې پلان درلود یا ریښتا هم د هغه وفات شوي ورور داسې نذر کړی و، چې سپېڅلې سیمې ته لاړ شي. دغه راز دا احتمال هم موجود دی، چې لوئیس دا پرېکړه د کوانټم پرېدیسورس Quantum Praedecessores په هکله له اورېدو سره په خپلواکه توګه نیولې ده.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Magdalino 1993، ص. 52.
  2. Riley-Smith 2005، صص. 50–53.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Tyerman 2006، صص. 185–189.
  4. Ousâma ibn Mounkidh, un émir syrien au premier siècle des croisades, p.182 (in BnF)
  5. Runciman 1952، صص. 225–244.
  6. Tyerman 2006، ص. 289.
  7. Tyerman 2006، ص. 298.
  8. Runciman 1952، ص. 247.
  9. Tyerman 2006، صص. 273–275.
  10. Tyerman 2006، صص. 275–281.