Jump to content

دوولسم پاپ پیوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Lua error in Module:Wikidata2/monolingualtext at line 4: assign to undeclared variable 'fetchName'.
دوولسم پاپ پیوس
دوولسم پاپ پیوس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۹ اکتوبر ۱۹۵۸)

د اېټاليا سلطنت (۲ مارچ ۱۸۷۶–۱۸ جون ۱۹۴۶)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

دين
واک
عملي ژوند
کاروونکي ژبه اېټاليايي ژبه ،  جرمني ژبه ،  لاتيني ژبه [۶]،  انګرېزي ژبه [۷]،  پرتګالي ژبه [۸]،  اسپانيايي ژبه [۹]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
دوولسم پاپ پیوس

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

دوولسم پاپ پیوس (په ایټالوي: Pio XII)، د زیږېدنې د وخت نوم ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي (ایټالوي تلفظ: [euˈdʒɛːnjo maˈriːa dʒuˈzɛppe dʒoˈvanni paˈtʃɛlli]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د مارچ ۲ مه نېټه— مړینه د ۱۹۵۸ز کال د اکتوبر ۹ مه نېټه)، د ۱۹۳۹ز کال د مارچ له ۲ مې نېټې څخه په ۱۹۵۸ز کال کې تر مرګه پورې د کاتولیک کلیسا مشر او د واټیکان ښار ټولواک و. د پاپ اعظم په مقام تر ګومارل کېدو مخکې یې، د ځانګړو کلیسایي چارو د وزارت د وزیر، د المان سفیر پاپ او د واټیکان د کاردینال وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې، چې د یاد مقام د ماموریت په وخت کې یې د اروپایي او لاتیني امریکا ملتونو سره د تړونونو کولو لپاره کار وکړ، لکه د المان سترواکۍ سره د رایچسکانکورډاټ (Reichskonkordat) تړون.   [۱۰]

په داسې حال کې چې واټیکان د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې بې طرفه و، رایچسکانکورډاټ او د هغه د کاتولیک کلیسا مشري، د عمومي سکوت د ادعاوو او د یهودیانو د برخلیک په اړه د بې پروایۍ په خاطر د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بحث او مناقشې موضوع پاتې شوه. پیوس د جګړې په بهیر کې د نازیانو لخوا د قرباني شوو سره د مرستې لپاره له دیپلوماسۍ کار واخیست او د یهودیانو او نورو سره د محتاطانه مرستې لپاره یې د کلیسا د اداره کولو له لارې، د سلهاوو زرو انسانانو ژوند وژغورلو. پیوس د المان د مقاومت سره اړیکې برقراره وساتلې او د متحدینو سره یې اطلاعات شریکول. سربېره پر دې، متحدو ځواکونو د هغه د ټولوژنې عمومي غندنه ناکافي وبلله، دا په داسې حال کې وه چې نازیانو هغه د متحدینو ملاتړی ګڼه، چې دې امر د هغه د واټیکان د بې طرفۍ پالیسي رسوا کړه. له جګړې وروسته، هغه د محور [متفقینو] او محور-پیروه ملتونو په باره کې د نرمۍ د سیاست په ګډون، د سولې او روغې جوړې ملاتړ وکړ.[سرچینې ته اړتیا لري] [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نوموړي د خپل پادریتوب په دوره کې د کمونېزم خلاف یو فرمان صادر کړ، په دې فرمان کې پیوس هغه کاتولیکان چې په کمونیستي نظریه یې عقیده درلوده له مسیحیت وتلي او مرتد (apostates ) بللي وو. په ختیځ بلاک کې کاتولیک کلیسا شدید ازار او اذیت او کاتولیک روحانیونو ډله ییز تبعید تجربه کړ. هغه په خپل مسیحي اساسي قانون (Munificentissimus Deus.) کې د مریم د عروج د مسیحي عقیدې په استناد په څرګند ډول د خپل پادریتوب د عصمت دعوه کړې وه. د ټیټې درجې پادریانو ته د هغه ۴۱ لیکونه د مایسټیسي کارپوریس (Mystici corporis)، چې موضوع یې د کلیسا او مسیحیانو اړیکه وه؛ میډیاټور دي (Mediator Dei)، د عباداتو د اصلاح په اړه او هیومیني جینسریسي (Humani generis) چې نوموړي په کې د الهیاتو متخصصینو ته لارښوونه کړې وه، دا چې انساني جسم ښایي له ابتدایي بڼې څخه اوسنۍ هغې ته تکامل کړی وي روا وګڼي او د پادریانو د ښوونو سره توافق وکړي، شاملوي. هغه په ۱۹۴۶ز کال کې د کاردینالانو د کالج (د لوړ رتبه کاتولیک مقاماتو شورا چې پاپ ته مشوره ورکوي او د هغه ځای ناستی انتخابوي) څخه ایټالوي اکثریت حذف کړ.     [۱۵]

په ۱۹۵۸ز کال کې د پاپ پیوس تر مرګ وروسته، دیارلسم جان د هغه ځایناستی شو. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په ۱۸ مه نېټه، د واټیکان د دویمې شورا د وروستۍ غونډې د تقدیس کولو په بهیر، د شپږم پاول لخوا د پاکانو په ډله کې د هغه شمېرل کېدلو دلیل اعلان کړ. نوموړی په ۱۹۹۰ز کال کې د دویم جان پاول لخوا د خدای بنده (په انګلیسي: Servant of God، په کاتولیک کلیسا کې، یو لقب دی چې خدای ج ته د یو فرد د ډېر نږدې والي د تعریف کولو لپاره هغه ته ورکول کېږي) لقب ورکړل شو او د ۲۰۰۹ز کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه  شپاړسم بنډیټ د پاپ پیوس په سپېڅلتیا (Venerable ) اعتراف وکړ.[۱۶]

د ژوند لومړني وختونه

[سمول]

ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي د روم په یوې افراطي کاتولیک تقوا لرونکې کورنۍ کې چې د پادريتوب سره یې د اړیکو مخینه درلوده ("بلک نوبېلیټي" [د رومي اشرافو کورنۍ دي])، د لینټ (د مسحیانو روژه) په دویمه ورځ، د ۱۸۷۶ز کال د مارچ په ۲ مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د فیلیپو پاسېلي (زوکړه ۱۸۳۷ز کال — مړینه ۱۹۱۶ز کال) او ویرجینیا (کورنی نوم یې ګریزیوسي و) (زوکړه ۱۸۴۴ز کال — مړینه ۱۹۲۰ز کال) زوی و. د هغه نیکه مېرکانټونیو پاسېلي د پادریانو د مالیې مرستیال وزیر و او بیا د نهم پاپ پیوس د پادريتوب په دوره کې له ۱۸۵۱ز کال څخه تر ۱۸۷۰ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی و او په ۱۸۶۱ز کال کې یې د واټیکان ورځپاڼې ایل'اوزیرویټور په تاسیسولو کې مرسته وکړه. د هغه د کاکا زوی ایرنسټو پاسېلي د دیارلسم پاپ لیو د مالي چارو کلیدي مشاور و؛ د هغه پلار، د مقدس فرانسیس د راهبانو د فرقې غړی، فیلیپو پاسېلي د رومي کاتولیک محکمې رییس و او د هغه ورور فرانسیسکو پاسېلي کاتولیک مذهبي وکیل او د یوولسم پاپ پیوس حقوقي مشاور و، چې په دې رول کې هغه په ۱۹۲۹ز کال کې د بینیتو موسولیني سره د لېټرن تړون مذاکرات وکړل چې د روم لانجې ته یې د پای ټکی کېښود.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

هغه د خپل ورور او خویندو جیوسفیانا او الیزابیتا سره یوځای د روم د مرکز په پېریون سیمه کې رالوی شو. وروسته له هغې چې کورنۍ یې په ۱۸۸۰ز کال کې ویا ویترینا ته وکوچېدله، هغه د پیازا فیامیتا د ډایوین پروینس د فرانسوي خویندو په صومعه کې ښوونځی پیل کړ. د نوموړي کورنۍ په چیسا نوا کلیسا کې عبادت کاوه. ایوجینیو او نورو ماشومانو په یاده کلیسا کې د لومړني رباني ماخوستن مراسم پرځای کړل او ایوجنیو له ۱۸۸۶ز کال څخه په یاده کلیسا کې د خادم په توګه کار کاوه. په ۱۸۸۶ز کال کې پیازا وینزیا ته نږدې، د پروفیسور جیوسیپ مېرچي په خصوصي ښوونځي کې داخل شو. په ۱۹۸۱ز کال کې د پاسېلي پلار، ایوجنیو، د لیسو اینیو کویرینو ویسکونټي انسټیټیوټ (Liceo Ennio Quirino Visconti Institute) ته، دا یو دولتي ښوونځی و، چې د روم د پریمیر جیسوایټ پوهنتون په کالیجیو رومانو کې یې موقعیت درلود، ولېږه.       [۲۱]

په ۱۸۹۴ز کال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر کې پاسېلي د روم په لرغونې دیني مدرسه، المو کالیجیو کاپرانیکا کې د الهیاتو زده کړې پیل کړې او د هم هغه کال به نومبر میاشت کې یې د فلسفې د زده کړې لپاره په جیسوایټ پونټیفیکل جورجین پوهنتون کې او د الهیاتو د زده کړې لپاره په پونټیفیکل اتینایوم ایس. اپولینېر کې نوم لیکنه وکړه. هغه همدارنګه د عصري ژبو او تاریخ د زده کړې لپاره د لاسپینزا په سټیټ پوهنتون کې نوم لیکنه کړې وه. په هر حال، د لومړي علمي کال په پای کې، د ۱۸۹۵ز کال په دوبي کې هغه کاپرانیکا او ګریګورین پوهنتون دواړه پرېښودل. د نوموړي د خور الیزابېتا په وینا دلیل یې د کاپرېنکا خواړه وو. د یو ځانګړي معافیت تر لاسه کولو وروسته، هغه خپلو زده کړو ته له کوره ادامه ورکړه او د یو خارجي زده کوونکي په توګه یې ډېرې دیني زده کړې له کوره حاصلې کړې. هغه په ۱۸۹۹ز کال کې په روحاني الهیاتو کې د یو لنډ تیزس او په لاتیني ژبه کې تقریري ازموینې په بنسټ د دوکتورا له سند سره، خپلې زده کړې بشپړې کړې.   [۲۲][۲۳][۲۴]

د کلیسا حرفه

[سمول]

کشیش او مودسیګنور

[سمول]

په داسې حال کې چې له روم څخه د پادري مقام ته ټول نوماندان د سینټ جان لاټران په کلیسا کې ټاکل کېدل، پاسېلي، د ۱۸۹۹ز کال د اپرېل په دویمه نېټه د عیسویانو د اختر-یکشنبې په ورځ، په یوازې توګه د روم د مرستیال ایمګر پاولو کاسیټا د یو کورني ملګري په کوچنۍ شخصي کلیسا کې پادري وټاکل شو. له تقرر لږ وروسته یې په سینټ'اپولینایر کې د کلیسایي قانون په برخه کې فوق لیسانس زده کړې پیل کړې. هغه خپل لومړی ماموریت په چیسا نووا کلیسا کې د کشیش د مرستیال په توګه ترسره کړ. په ۱۹۰۱ز کال کې د واټیکان د بهرنیو چارو وزارت یو فرعي دفتر، د ځانګړو کلیسایي چارو ډلې ته داخل شو.[۲۵][۲۶][۲۷]

د بهرنیو چارو وزیر وروستي مرستیال پیټرو ګاسپاري، پاسېلي ته "په ټوله اروپا کې د سیکولرېزم او لېبرالېزم د هجوم په وړاندې له کلیسا څخه د دفاع د اړتیا" د روښانولو په ترڅ کې د "واټیکان د بهرنیو چارو وزارت معادل" مقام په وړاندیز تاکید کړی و. پاسېلي د ګاسپاري په شعبه کې کار زده کونکی شاګرد " apprendist" شو. د یو رسمي راپور له مخې، نوموړی همدارنګه د ۱۹۰۱ز کال په جنوري کې په خپله د دیارلسم پاپ لیو لخوا، د واټیکان په استازولۍ د برتانیې د پادشاه اووم ایډوارډ ته ملکې وکتوریا د تسلیت ویلو لپاره انتخاب شو.   [۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118594753  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb24zk — subject named as: Pope Pius XII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8420 — subject named as: Pius XII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1976346 — subject named as: Pope Pio XII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/pius-pius-xii — subject named as: Pius (Pius XII.) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/28576867
  7. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=ig23sCY6CEU — د نشر نېټه: ۲۶ فبروري ۲۰۲۲ — دوتنه: Steve Chen ، Chad Hurley او جاوید کریم — منښتلیک: end-user license agreement
  8. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=8BMnP39OfzA — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۲۴ — https://web.archive.org/web/20240721132745/https://www.youtube.com/watch?app=desktop&v=8BMnP39OfzA — آرشيف اصل — دوتنه: Steve Chen ، Chad Hurley او جاوید کریم — منښتلیک: end-user license agreement
  9. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=bjwHRZcXTQg — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۲۴ — https://web.archive.org/web/20240721134709/https://www.youtube.com/watch?app=desktop&v=bjwHRZcXTQg — آرشيف اصل — دوتنه: Steve Chen ، Chad Hurley او جاوید کریم — منښتلیک: end-user license agreement
  10. Joseph Bottum; David G. Dalin (2004). The Pius War: Responses to the Critics of Pius XII. Lexington Books. pp. 224–27. ISBN 9780739158883.
  11. Gerard Noel, The Hound of Hitler, p. 3 Encyclopædia Britannica Online – Reflections on the Holocaust: Further Reading; web 26 April 2013
  12. Coppa, Frank J. (29 June 2006). "Pius XII: Assessment". Encyclopædia Britannica.  
  13. "L'oro di Pio XII". archive.is. 2013-04-13. Archived from the original on 2013-04-13. نه اخيستل شوی 2021-05-17.
  14. "Roman Catholicism: the period of the world wars". Encyclopædia Britannica. (17 February 2016). 
  15. Encyclopedia of Catholicism by Frank K. Flinn, J. Gordon Melton; ISBN 0-8160-5455-X, p. 267
  16. Pitel, Laura (19 December 2009). "Pope John Paul II and Pope Pius XII move closer to sainthood". The Times. London. نه اخيستل شوی 25 September 2011.[مړه لينکونه]
  17. Pollard, 2005, p. 70
  18. Marchione, 2004, p. 1
  19. Gerard Noel, Pius XII:The Hound of Hitler, p. 5
  20. O'Brien, p. 1
  21. Paul O'Shea, A Cross Too Heavy, 2011, p. 79
  22. O'Shea, p. 81
  23. Cornwell, p. 22
  24. Cornwell, p. 23
  25. Noel, p. 9
  26. Marchione, 2000, p. 193
  27. O'Shea, p. 82
  28. Noel, p. 10
  29. Marchione, 2004, p. 9