دوه ژواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

mphibian – دوه ژواکي یا ذوحیاتین د امفیبیا کلاس (class Amphibia) ده، ټول هغه ګروپونه پکې شامل دي چې په ځمکه او اوبو کې د ژوند کولو وړتیا لري. د امفیبین (Amphibian) کلیمه د یونانۍ ژبې له (amphibios) څخه اخیستل شوې او مانا یې “دوه ژونده کول” ده. خو په دوه ژواکو کې ځینې ډولونه په بشپړ توګه په اوبو کې ژوند کونکي (aquatic) دي او ځینې بیا په بشپړ توګه په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) دي.

تر اوسه ۶۵۰۰ څخه زېات د دوه ژواکو ډولونه مطالعه شوي. ګمان کیږي چې دوه ژواکي تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د میسيسیپین وخت (Mississippian Epoch) په منځ کې راڅرګند شوي. د دې وخت موندل شوي پلرونه یې له تکامل څخه مخکې په اوبو کې اوسېدل چې له تکامل وروسته یې شکل بدل شو او دا وړتیا یې پیدا کړه چې په وچه کې هم ژوند وکړای شي. په اوسني وخت کې دوه ژواکي چونګښو او د زیږه پوستکي چونګښو ته وایي چې د انورا ډله (order Anura) جوړوي، نیوټ او لټکو ته وایي چې د کواداتا ډله (order Caudata) جوړوي، سیسیلینونو ته وایي چې د جیمنوفیونا ډله (order Gymnophiona) تشکیلوي. ګمان کیږي چې د درېواړو ډلو له یوه ډول څخه سرچینه اخیستې یا په دې مانا چې پلرونه یې سره یو وو. دا ژوي د ګروپ په توګه د لیسامفیبیا په نامه یو فرعي کلاس (subclass Lissamphibia) جوړوي. په اوسنیو ډلو کې هېڅ یو د دې خزندو پلار نه ګڼل کیږي.

اوسني دوه ژواکي خپلمنځ کې ځینې شریکې ځانګړنې لري لکه: لوند پوستکی لري او ډېری یې د پوستکي له لارې ساه (cutaneous respiration) اخلي. د اورېدو سیستم یې دوه کانالیزه (double-channeled hearing system) ده، د سترګو په شبکيه یا رتینونو (retinas) کې سور راډ لري چې د رنګونو توپیر پرې کوي، ساقه لرونکي (pedicellate) غاښونه لري. ممکن د یادو شو ځانګړنو یو څو په هغو دوه ژواکو کې هم وې چې اوسمهال یې نسلونه له منځه تللي.

د پورته یادو شوو درې ډلو ډولونه د شکل له مخې له یو بل سره توپیر لري: چونګښې بې لکۍ دي، وروستۍ پښې یې ځواکمنې دي د کومو په ذریعه چې ټوپ وهلی شي. د سیسیلینونو (caecilians) بدن بې غړو ده (پښې او لکې یا نور غړي نلري) او د بدن شکل یې په غارونو کې د ژوند کولو سره برابرتیا لري. لټکې او نیوټ دوه جوړه د برابرې کچې پښې لري، لکۍ لري.

زېات دوه ژواکي په ولاړو اوبو کې هګۍ کوي. کله یې چې هګۍ په لاوای بچیانو بدلې شي دا بچیان ازاد خپل سری ژوند کوي په دې مانا چې له ښکاري ژو خپله تېښته کوي، خپل خواړه پخپله ځانته پیدا کوي؛ د ژوند هر فعالیت په یوازې ځان ترسره کوي. کله چې واړه لاروای بچیان خپل لاروال دوره بشپړ کړي د غټو شکل ته بدلیږي کوم شکل چې له اوبو وچې ته د وتلو وړتیا ورکوي.

تړلې لیکنې[سمول]

ځیږ څرمنې چونگښې