دوه‌یمه پوني جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوه‌يمه پوني جګړه (په انګلیسي: Second Punic War؛ د ۲۱۸ او ۲۰۱ق‌م کلونو ترمنځ) د روم او قرتاج ترمنځ، چې په درېیمې ق‌م پېړۍ کې د مدیترانې په لوېدیځ کې ستر قدرتونه ګڼل کېدل، له درېیو جګړو څخه دوه‌یمه جګړه وه. د ۱۷ کلونو لپاره، په ایټالیا او ایبریا او همدا راز په سیسیلیا او ساردینیا ټاپوګانو او د جګړې په وروستیو کې د افریقا په شمال کې، د سیمې دوو واکمنیو د مخواکۍ ترلاسه کولو لپاره سره مبارزه وکړه. دواړو خواوو ته د مالي او ځاني زیانونو له اوښتلو وروسته، قرتاجیانو ماته وخوړله. مقدونیه، سیراکوزا او څوګونې نومیدي سلطنتونه جګړې کې ښکېل شول او ایبریایي او ګالي ځواکونو په دواړو خواوو کې وجنګېدل. د جګړې په اوږدو درېیو نظامي جبهو شتون درلود: ایټالیا، چېرې چې هانیبال او ګالي ځواکونو کله ناکله د اجیرو سرتېرو په واسطه په سیسیلیا، ساردینیا او یونان کې د جګړو له‌لارې څو، څو ځلي رومي لښکرو ته ماتې ورکړې؛ ایبریا، چې د هانیبال کشر ورو هاسدروبال ایټالیا ته تر خوځښت مخکې په بریالیتوب سره د قرتاجیانو له استعماري ښارونه څخه دفاع وکړه؛ او افریقا، چېرې چې روم په پای کې جګړه وګټله.

لومړۍ پوني جګړه د رومیانو په بري سر په ۲۴۱ق‌م کې له ۲۳ کلونو وروسته او دواړو خواوو ته د ګڼ‌شمېر زیانونو په اوښتلو سره پای ته ورسېده. له جګړې وروسته، قرتاجیانو په ایبریا کې خپلې خاورې ته پراختیا ورکړه او په ۲۱۹ق‌م کې د قرتاجیانو یوه پوځ د هانیبال په مشرۍ د رومیانو اړوند ساګونتوم ښار کلابند، تصرف او تالا کړ. د ۲۱۸ق‌م کال په لومړیو کې روم قرتاج ته د جګړې اعلان وکړ او دوه‌یمه پوني جګړه پیل شوه. د همدې کال په وروستیو کې، هانیبال د ځمکې له‌لارې خپل پوځ له ایبریا څخه د ګال او آلپ غرونو له‌لارې کیسالپينا ګال (اوسنۍ شمالي ایټالیا) ته ولېږدوه او پر رومیانو یې ناببره غلچکی برید وکړ. هغه د ګالي متفقینو له‌خوا تقویت شوی ؤ او رومیانو ته یې د تریبیا (۲۱۸ق‌م) او تراسمانیا جهیل په جګړو کې سختې ځپونکې ماتې ورکړې. په ۲۱۶ق‌م کې هانیبال سویلي ایټالیا په لور حرکت وکړ او بیا یې رومیانو ته په کانای جګړه کې ماته ورکړه، داسې چې د رومیانو هغه پوځ یې چې تر هغه مهاله په ډېرو هلوځلو راغونډ شوی ؤ، په بشپړه توګه له‌منځه یووړ. تر درېیو کلونو لږې مودې په ترڅ کې د څه باندې ۱۲۰،۰۰۰ رومي سرتېرو له وژنې یا اسیر کېدلو وروسته، د روم ایټالیایي ډېري متفقین، په تېره بیا کاپوا، قرتاج ته شا کړه او هانیبال د سویلي ایټالیا ډېریو سیمو واک په لاس کې ونیوه. له کانای وروسته، قرتاجي اړخ ته د مقدونیې او سیراکوزا په یوځای کېدنې سره، د جګړو لمن لا خوره شوه. په ۲۱۵ او ۲۱۰ق‌م کې قرتاجیانو د روم تر واک لاندې سیمو «سیسیلیا» او «ساردینیا» نیولو هڅه وکړه، خو بریالي نه‌شول. رومیانو د نویو لښکرو تنظیمولو لپاره کلک ګامونه پورته کړل: د غلامانو، جنایتکارانو او هغو کسانو نوملړ ترتیب شو چې د ملکیت پر معمولو شرایطو برابر نه‌وو؛ په‌دې سره د وسله‌والو کسانو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شو. په راتلونکې لسیزه کې جګړې په سویلي ایټالیا کې دوام وموند او د روم پوځونو کرار، کرار د قرتاج له‌خوا نیول شوې سیمې بېرته لاس‌ته راوړې.

رومیانو په ۲۱۸ق‌م کې د ایبریا په شمال‌ختیځ کې یوه موضع تاسیس کړه؛ قرتاجیانو په وار، وار سره هڅې وکړې خو په نیولو یې بریالي نه‌شول. په ۲۱۱ق‌م کې رومیانو پر ایبریا برید وکړ او کلکه ماته یې وخوړله، خو په شمال‌ختیځ کې یې خپله واکمنۍ وساتلای شوه. په ۲۰۹ق‌م کې نوي رومي قوماندان پوبلیوس شیپیو د قرتاجیانو لویه اډه «کارتاخنا» د مدیترانې په ساحلونو کې ونیوله. شیپیو په ۲۰۸ق‌م کې هاسدروبال ته ماته ورکړه، که څه هم هاسدروبال د ځواکونو ډېره برخه د ۲۰۷ق‌م کال په پسرلي کې ګال او کیسالپينا ګال ته واېستلای شوه. د قرتاجیانو دغه نوی برید په مېتاوروس جګړه کې مغلوب شو. په ۲۰۶ق‌م کې شیپیو له ایلیپا جګړې وروسته په ایبریا کې د قرتاجیانو شتون ته د تل لپاره د پای ټکی کېښود.

شیپیو په ۲۰۴ق‌م کې په افریقا کې د قرتاجیانو پر خاوره برید وکړ او د قرتاج سنا یې اړ اېستله ترڅو د هانیبال پوځ له ایټالیا څخه وباسي. وروستۍ جګړه د شیپیو او هانیبال پوځونو ترمنځ په ۲۰۲ق‌م کې په زاما کې ونښته، په پایله کې هانیبال ماته وخوړله او قرتاج د سولې غوښتنه وکړه. د روم له‌خوا د سولې په تړون کې اېښودل شویو شرطونو، قرتاجیان د سمندر له پورې غاړه خاورو او ځینو افریقایي سیمو څخه بې‌برخې کړل او قرتاج باید د ۵۰ کلونو په ترڅ کې د سپینو زرو ۱۰،۰۰۰ تالنته (په لرغوني پېر کې د پیسو او وزن واحد) د جګړې تاوان رومیانو ته ورکړي. د تړون له‌مخې، قرتاج د افریقا دباندې له جګړې کولو څخه منعه شوه او د افریقا دننه یې کولای شول یوازې د روم کتبي اجازې په اخېستنې سره جګړه وکړي. له‌دې وروسته په ډاګه شوه چې قرتاج له سیاسي پلوه د روم تر لاس لاندې دی. د نومیدیانو پر وړاندې د قرتاجیانو نظامي فعالیت د روم لپاره پلمه وګرځېدله ترڅو په ۱۴۹ق‌م کې یو ځل بیا د جګړې اعلان وکړي او په دې سره درېیمه پوني جګړه پیل شوه. په ۱۴۶ق‌م کې رومیانو پر قرتاج باندې توپاني بریدونه وکړل او ښار یې تالا او په بشپړه توګه ویجاړ کړ او د خلکو له کوپړیو څخه یې څلي جوړ کړل.

لومړۍ سرچینې[سمول]

د دوه‌یمې پوني جګړې لپاره تر ټولو لویه سرچینه یوناني مورخ پولیبیوس دی (پیدایښت: شاوخوا ۲۰۰، مړینه: شاوخوا ۱۱۸ق‌م)، چې په ۱۶۷ق‌م کې د برمته په توګه روم ته واستول شو. هغه اوس‌مهال د «تاریخونو» کتاب لیکلو له‌پلوه ډېر پېژندل کېږي؛ دغه اثر په ۱۴۶ق‌م په ۴۰ ټوکونو کې لیکل شوی ؤ. د پولیبیوس اثر په پراخه توګه عیني واقعیتونه منعکس کړي او تر ډېره بریده د قرتاجیانو او رومیانو ترمنځ یې د بې‌پلویتوب اصل په پام کې نیولی دی. پولیبیوس یو شنونکی مورخ ؤ او د امکان په صورت کې په پېښو کې د دواړو اړخونو له ښکېل کسانو سره یې په شخصي توګه مرکه کوله. نومهاله تاریخ‌پوهان پر دې باور دي چې پولیبیوس د خپل ملګري او حامي سکیپیو امیلیانوس له خپلوانو ناسم چلند درلود، خو د عمومي توافق له‌مخې، د هغه لیکنې تر ډېره واقعي او ارزښتمنې ګڼل کېږي. معاصر تاریخ‌پوه اندریو کوري، پولیبیوس «په بشپړه توګه د اعتماد وړ» ګڼي؛ کرېج چمپين هغه د یوه «خورا باخبره، زحمتکښه او د بصیرت خاوند مورخ» په توګه ستایي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱]

د دوه‌یمې پوني جګړې په اړه د پولیبیوس ډېري راپورونه له ۲۱۶ق‌م کال وروسته ورک شوي دي یا یوازې په نیمګړو بڼو پاتې دي. په پایله کې، د نوموړې جګړې په هکله تر ټولو لویه سرچینه هغه راپور دی چې د رومي مورخ لیوي له‌خوا لیکل شوی دی. د معاصرو تاریخ‌پوهانو له‌خوا په ټولیزه توګه له دغې سرچینې څخه کار اخېستل کېږي چې په هغه کې د پولیبیوس لیکنه شتون نه‌لري. لیوي تر ډېره د پولیبیوس پر لیکنو استناد کوي، خو په یوې لا جوړښتي توګه یې لیکنې کړې او د روم سیاست په هکله یې ډېر جزئیات وړاندې کړي دي؛ هغه په څرګنده توګه د رومیانو په ننګه ؤ. د نظامي نښتو په هکله د هغه راپورونه په څرګنده توګه تر ډېر ناسم دي؛ کلاسیک‌پال ادریان ګولدزورتي وایي چې، «د لیوي د لیکنو موثق‌والی ډېر شکمن برېښي» او مورخ فیلیپ سابین د لیوي «نظامي ناپوهۍ» ته اشاره کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د دوه‌يمي پوني جګړې په هکله نور تاریخي آثار هم شتون لري چې وروسته لیکل شوي دي، خو ډېري یې نیمګړي، ټوټه، ټوټه یا لنډ دي. معاصر تاریخ‌پوهان په ټولیزه توګه د دوو یوناني لیکوالانو «دیودوروس سیکولوس» او «کاسیوس دیو» لیکنې په پام کې نیسي چې د رومیانو په پېر کې لیکل شوې دي. دغه لیکوالان د جان لازنبي له‌خوا د لیوي په پرتله «ډېر ټیټ» ګڼل کېږي، خو د پولیبیوس لیکنو ځینې ټوټې د هغوی له متنونو څخه بیاموندل شوې دي. یوناني اخلاق‌پال پلوتارک د څوګونو رومي قوماندانانو ژوندلیکونه په خپل اثر «موازي ژوندونه/د اشرافي یونانیانو او رومیانو د ژوندانه کیسې» کې راوړي دي. ضرب شوې سکې، ډبرلیکونه (کتیبې)، لرغونپوهنیز شواهد او له بیا رغول شویو تجهیزاتو څخه ترلاسه شوي تجربي شواهد د دوه‌یمې پوني جګړې په هکله لا زیاتې سرچینې دي.[۱][۱۰][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Goldsworthy 2006، صص. 20–21.
  2. Shutt 1938، ص. 55.
  3. Champion 2015، ص. 102.
  4. Curry 2012، ص. 34.
  5. Lazenby 1996، صص. x–xi, 82–84.
  6. Champion 2015، صص. 98, 101.
  7. Hau 2016، صص. 23–24.
  8. Lazenby 1996، صص. x–xi.
  9. Walbank 1990، صص. 11–12.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Lazenby 1998، ص. 87.
  11. Goldsworthy 2006، ص. 22.
  12. Sabin 1996، ص. 62.
  13. Goldsworthy 2006، ص. 222.
  14. Champion 2015، ص. 95.
  15. Goldsworthy 2006، صص. 21–23.
  16. Mineo 2015، صص. 111–127.
  17. Goldsworthy 2006، صص. 23, 98.