دوهم تیودور لاسکاریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوهم تیودور لاسکاریس
دوهم تیودور لاسکاریس
دوهم تیودور لاسکاریس

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ نومبر ۱۲۲۱ او ۱۲۲۲[۱][۲]
مړینه 18 اگسټ 1258 (36–37 کاله) او 18 اگسټ کال 1258 (36–37 کاله)[۳][۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دوهم تیوډور ډوکاس لاسکاریس (په یوناني: Θεόδωρος Δούκας Λάσκαρις، رومي بڼه یې: Theodōros Doukas Laskaris؛ د ۱۲۲۱/ ۱۲۲۲ کال – د ۱۲۵۸ کال د اګست تر ۱۶) له ۱۲۵۴ څخه تر ۱۲۵۸ کال پورې د نیکیا سترواک و. نوموړی د سترواک دریم جان دوکاس واتازیز او سترواکې ایرین لاسکایرینا یوازینی زوی و. مور یې د اول تیوډور لاسکاریس مشره لور وه. اول تیوډور  په ۱۲۰۴ کال کې وروسته له هغه چې د څلورمې صلیبی جګړې په اوږدو کې صلیبیانو د بیزانس پلازمینه، قسطنطنیه ونیوله، د نیکیا سترواکي تاسیس کړه چې په کوچنۍ آسیا کې د بیزانس سترواکۍ ځای ناستی دولت و. تیوډور د دوو نامتو پوهانو، نیکفوروس بلیمایدس او جورج اکروپولیټس څخه غوره زده کړې ترلاسه کړې. نوموړي له ځوانو اندیالانو سره، په ځانګړې توګه له، جورج موزالون سره، ملګرتیا وکوله. تیوډور په ځوانۍ کې د دیني، تاریخي او فلسفي موضوعاتو په اړه د مقالو لیکل پیل کړل.

په ۱۲۳۵ کال کې، سترواک دریم جان د تیوډور واده د بلغاریا له الینا سره چمتو کړ، ترڅو د قسطنطنیه د لاتیني سترواکۍ په وړاندې د خپل پلار، ایوان دوهم اسین سره اتحاد را منځ ته کړي. د تیوډور په وینا، د دوی واده له خوشحالۍ ډک و او دوی پنځه یا شپږ ماشومان درلودل. له ۱۲۴۱ کال راهیسې، تیوډور په بالکان ټاپو کې د خپلو پرله پسې پوځي خوځښتونو په اوږدو کې په کوچنۍ آسیا کې د خپل پلار د بریدمن په توګه دنده پر مخ وړه. نوموړی د ۱۲۴۲ کال په شاوخوا کې، د خپل پلار مرستیال واکمن و، خو د مرستیال سترواک په توګه یې تاج په سر نه کړ. د دې دورې په اوږدو کې، د نوموړي اړیکې د ځینو نامتو اشرافیانو سره، په ځانګړې توګه د تیوډور فیلس او میکائیل پالیولوګوس سره، ترینګلې شوې.

تیوډور د ۱۲۵۴ کال د نوامبر په ۴ نېټه د خپل پلار ځای ناستی شو. نوموړي زیاتره لوړپوړي چارواکي او د پوځ قوماندانان چې د اشرافو اصليت یې درلود، له دندو ګوښه کړل او پر ځای یې د ټیټو طبقو په ګډون وفادار ملګري وټاکل. نوموړي د مغول سترواکۍ په وړاندې د روم د سلجوق سلطان دوهم کیکاوس سره دفاعي اتحاد را منځ ته کړ. نوموړي په ​​تریس او مقدونیه کې د بلغاریا یرغل په شا کړ او د ایپروس واکمن دهم میکائیل کومنینوس دوکاس یې مجبور کړ چې د ادریاتیک د سمندرګي په څنډو کې دیراکیو نیکیا ته وسپاري. هغه په ​​پوځ کې اصلاحات راوستل، د کوچنۍ آسیا له بومي بزګرانو څخه یې نور سرتیري وګمارل. په پایله کې، د ایپروس دوهم میکائیل د نیکیا په وړاندې د سربیا پاچا سټیفن اول اوروس او د سیسلي پاچا مانفرډ سره اتحاد را منځ ته کړ. د تیوډور نوو ګمارل شوو جنرالانو په ۱۲۵۷ کال کې د هغوی د ګډ یرغل په وړاندې مقاومت ونشو کړای. تیوډور سخت ناروغه شو او د خپل ژوند په وروستیو میاشتو کې یې په ندرت سره په دولتي چارو کې برخه اخیسته. نوموړی مخکې له دې چې د مېرګي یا سرطان له امله مړ شي، خپل کم عمر زوی، څلورم جان لپاره جورج موزالون سرپرست وټاکه. د لسو ورځو په اوږدو کې، موزالون د اشرافي توطئې قرباني شو او میکائیل پالیولوګوس سرپرستي په غاړه واخیسته، ژر تر ژره په تخت کیناست.

لومړی ژوند[سمول]

وړکتوب[سمول]

تیوډور د ۱۲۲۱ کال په وروستیو یا د ۱۲۲۲ کال په لومړیو کې د نیکیا په شاهي ماڼۍ کې د سترواک دریم جان دوکاس واتازیس او ایرین لاسکارینا په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. ایرین د اول تیوډور لاسکاریس، د نیکیا سترواکۍ بنسټ ایښودونکي، مشره لور وه. نیکیا د بیزانس سترواکۍ یو ځای ناستی دولت و چې په ۱۲۰۴ کال کې د لوېدیځې اروپا ("لاتین") صلیبیانو د څلورم صلیبي جګړې په اوږدو کې د قسطنطنیې له ونیولو وروسته تاسیس شو. واتازیس د ایرین دریم مېړه و. هغه په ​​یوه بیزانسي اشرافی کورنۍ کې زیږیدلی و چې د کومینوس او انجلوس شاهي کورنیو پورې اړه لري. کله چې هغه له ایرین سره واده وکړ، د شاهي ساتونکو د قوماندان په توګه یې دنده ترسره کوله. که څه هم د ایرین دوه وروڼه له وخته مخکې مړه شوي وو، اول تیوډور د خپل رسمي وارث په توګه واتازیس نه و نومولی. هغه ډېر په احتمال تمه درلوده چې د نوموړي دریمه میرمن د کورټینی لاتیني ماریا به زامن وزیږوي، خو له هغې یې ماشومان نه درلودل. اول تیوډور د ۱۲۲۱ کال په نومبر کې مړ شو. واتازیس اړ و چې د وروستي سترواک وروڼو الیکزیوس او اسحاق لاسکاریس ته ماتې ورکړي، ترڅو تخت ونیسي. د ۱۲۲۳ – ۱۲۲۴ کلونو په ژمي کې د پویمانینون په جګړه کې د خپلې مېرمنې د تره او د دوی د لاتیني متحدینو په وړاندې د هغه بریا په کوچنۍ آسیا کې د لاتینیانو له لاسه د بیزانسي سیمو د بېرته نیولو لپاره لاره پرانستله. [۴][۵][۶][۷][۸]

تیوډور د خپل مور او پلار یوازینی ماشوم و. مور یې د آس سپرلۍ په پیښه کې خوږ شوه او د هغه له زیږون وروسته یې ماشومان نشو زیږولی. هغه خپل مورنی تخلص کېښود. نوموړی "د معمول په څېر په د شاهي بڼه لوی شو"، د هغه د خپلو ویناوو پر بنسټ، چې په پراخ احتمال د ماڼۍ د ښځو په برخه کې د هغه پالنه او د هغه شاوخوا عیش و آرامتیا ته اشاره کوي. د هغه ماشومتوب له خوښیو ډک او نوموړي زیاتره د خپل پلار څخه "لویه آرامتیا ترلاسه کوله". هغه دا هم یادونه کړې چې مور او پلار یې هغه ته د ښوونکي پر وړداندې د بد چلند د شکایت له امله سزا نه وه ورکړې. [۹][۱۰]

زدکړې[سمول]

که د تیوډور رسمي زده کړې په هغه عمر کې پیل کړې وی چې زیاتره اشرافي ماشومانو ته د لیکلو او لوستلو زده کړه ورکول کېدې، هغه به په ۱۲۲۸ کال کې د لومړني ښوونکي پاملرنې ته وسپارل شوی وي. د زده کړو د یوې برخې په توګه، نوموړي د انجیل ځینې متنونه حفظ کول او د ورځې یې دری ځله ګردان کول. نوموړي د خپل ژوند تر پایه پورې د روحاني سرودونو او د عیسی مثالونه له یاد نه نقل کولای شول. د تیوډور ثانوي زده کړې د ۱۲۳۰ کال په شاوخوا کې پیل شوې. هغه د خپل اصلي ښوونکي (یا بایولوس) څخه کرکه درلوده او په خپلو کارونو کې یې هغه د نوم په نه اخیستلو "لوی ډوزمار" په توګه بیان کړی. هغه د دریو کلونو لپاره ګرامر (چې اتیک یونانی لهجه)، شعر، بدیع، منطق، ریاضي، ستورپوهنه، هندسه او موسیقي زده کړه. د هغه ګرامري زده کړو د هغه د ژوند په اوږدو کې د کلمو د څو معناګانو او ریښه پوهنې سره لېوالتیا زیاته کړه. ځوان تیوډور د ترسوس د ډیموستینیس او هرموګینس د ویناوو تر اغېز لاندې راغلی و. هغه د نازیانزوس خدای پوه ګریګوري ته زیات درناوي درلود. ښوونکي یې نوموړی د "فلسفې پلولۍ" له امله تر ملنډو لاندې راوست او له تیوډور یې وغوښتل چې ډېر وخت د نظامي او ډیپلوماتیکو زده کړو په برخه کې تېر کړي. تیوډور یو غوره ښکاري او د پولو (نیزه وهنه ډوله لوبه) لوبغاړی و چې د آس ځغلولو غوره وړتیاوې یې درلودې. [۱۱][۱۲]

د بلغاریا د الینا سره د تیوډور د واده په اړه خبرې د کلوکوټنیتسا له جګړې لږ وروسته پیل شوې، چې په کې د الینا پلار، د بلغاریا سترواک دوهم ایوان اسین، د تیسالونیکا سترواک او د ایپروس واکمن تیوډور کومینوس دوکواس ته سخته ماتې ورکړه. دې جګړې د بیزانس سترواکۍ د بیا راژوندي کولو لپاره د نیکیا لوېدیځ سیالان ایپروس – تیسالونیکا کمزوري کړل او بلغاریا یې د بالکان ټاپووزمې واکمن ځواک کړ. د تیوډور او الینا واده په ۱۲۲۳ کال کې د قسطنطنیې د لاتیني سترواکۍ پروړاندې د هغوی د پلرونو اتحاد را منځ ته کړ. په ورته کال کې د بلغاریا او نیکیا سرتېرو قسطنطنیه محاصره کړه، خو ښار یې ونه شو نیولی. ایوان اسین په ۱۲۳۷ کال کې بیا خپل دریځ بدل کړ، او په تریس کې د نیکیا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د لاتینانو سره ملګرتیا وکړه، خو لږ یوازې د کال له پای ته رسېدو وړاندې د نیکیا سره خپل اتحاد ته را وګرځېد. د هغه د خسر تاکتیکي حرکتونو تیوډور قانع کړ چې هغه نشي کولی په بلغاریا په بشپړ ډول باور وکړي – چې نوموړي دا لید د خپل پاتې ژوند لپاره ساتلی و.[۱۳][۱۴]

تیوډور یو مشهور ښوونکي، نیکفوروس بلیمایدس ته لاړ ترڅو له هغه د فلسفې ټولګي ونیسي. بلیمایدس په ایفسوس کې د یوې خانقاه، کشیش (راهب) و. تیوډور د فلسفې په ټولګیو کې ګډون وکړ چې په دې وخت کې د خپل پلار د ژمي په ماڼۍ کې په نږدې نیمفایون کې اوسېده. د بلیمایدس په زړه پورې ارسطو پلوه لید په تیوډور باندې لویه اغیزه درلوده، چې ډېری وختونه یې په خپلو لیکنو کې د ارسطو نظریات لکه بالقوه توان او واقعیت یادول. بلیمایدس په ۱۲۴۰ کلونو کې په پیل کې د یو زده کونکي له لوري په اختلاس تورن شو. که څه هم د واتازیس مداخلې هغه له بند څخه وژغور، خو نوموړي تدریس پرېښود. تیوډور په منظمه توګه د بلیمایډز لیدلو ته دوام ورکړ او له هغه سره یې لیکونه تبادله کول. جورج اکروپولیټس چې یو ځوان پوه و، د بلیمایدس پر ځای د تیوډور د اصلي ښوونکي شو. اکروپولیټس چې په قسطنطنیه کې زیږېدلی و، په ښار کې یې د لاتیني واکمنۍ سره د لومړي لاس تجربه درلوده. هغه په منطق او ریاضی کې د تیوډور زده کړې بشپړې کړې.[۶][۱۵]

د تیوډور مور په ۱۲۳۹ کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې. واتازیس د ۱۲۴۰ کال کال د دوبي په وروستیو کې بیا واده وکړ او د دوهم فریډریک، چې د مقدس روم سترواک، او کانسټانزا، چې نوم یې انا ته بدل شو، یوه نا مشروع لور نکاح کړه. هغه شاوخوا لس کلنه وه او واتازیس د مارچیسینا په نوم د هغې د یوې ایټالوي وینځې ناوړه اړیکه پیل کړه. هغې ته حق ورکړل شو چې ارغواني بوټان په پښو کړې او د سترواک د نږدې خپلوانو په څېر په ارغواني زینتونو خپل آس سینګار کړي.  [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ National Library of Greece ID: https://koha.nlg.gr/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=19013
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Academy of Athens authority ID: https://opac.academyofathens.gr/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?authid=21005&marc=1
  3. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p15019.htm#i150186
  4. Angelov 2019، صص. 57–59.
  5. Angelov 2019، صص. 32–34.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Lascaratos او Zis 1998، ص. 296.
  7. Nicol 1993، صص. 10–11.
  8. Angelov 2019، ص. 57.
  9. Angelov 2019، صص. 59–60, 257 (notes 21–22).
  10. Treadgold 1997، ص. 721.
  11. Angelov 2019، صص. 68–72, 75–77.
  12. Angelov 2019، صص. 64–66.
  13. Angelov 2019، صص. 65, 73–75.
  14. Angold 2017، ص. 738.
  15. Angelov 2019، صص. 79, 85, 117–118.
  16. Angelov 2019، صص. 90–91.
  17. Angelov 2019، ص. 88.