دوهم اسماعیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوهم اسماعیل (چې اصلي نوم یې اسماعیل میرزا دی؛ او د ۱۵۳۷ کال د مې له ۳۱ – د ۱۵۷۷ کال نومبر تر ۲۴)، له ۱۵۷۶ کال څخه تر ۱۵۷۷ کال پورې د ایران د صفویانو دریم پاچا و. نوموړي د لومړي طهماسب او هغه د لومړۍ مېرمنې سلطانم بیګم دوهم زوی و. اسماعيل د طهماسب په امر شل کاله د قهقهه په ماڼۍ کې په بند کې تېر کړل، چې دا بند یا د قلمرو د نامتو باج ورکوونکو سره د هغه د دوامدارو شخړو له امله ، یا د قزلباش قبایلو ترمنځ د نوموړي د زیاتېدونکي شهرت له امله و، چې په پایله کې یې طهماسب د خپل زوی د نفوذ په اړه اندېښمن کړ.

په ۱۵۷۶ کال کې طهماسب د وارث له ټاکلو پرته مړ شو. د خپلې خور، پری خان خانم په ملاتړ اسماعیل په خپلو مخالفینو برلاسی شو او تاج یې غصب کړ. د دې لپاره چې ځان  بالقوه  وارث کړي، اسماعیل له خپل سکه ورور، محمد خدابنده او دریو زامنو پرته یې، د شاهي کورنۍ ټول نارینه غړي له منځه یوړل. په اداره او پوځ کې د قزلباش د نفوذ له وېرې، اسماعیل د هغوی پر ځای خپل باوري کسان وګومارل. نوموړي د شیعه روحانیو سپکاوی وکړ او د سني مذهبه روحانیو څخه د روحاني لارښوونو په لټه کې شو. ښایي دا کار یې د پلار سره ، چې یو متعهد شیعه و، د کینې له امله و.

نوموړی د خپلې واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې، له پري خان څخه لرې شو او هغه یې ونیوله، سره له دې چې نوموې د هغه په پاچاه کېدو کې هڅې کړې وې. اسماعیل د ۱۵۷۷ کال د نومبر په ۲۴ په ناڅاپي ډول د نامعلومو دلایلو له امله له نړۍ سترګې پټې کړې، خو عموماً داسې ویل کېږي چې هغه د پری خان خانم یا قزلباش مشرانو په لاس مسموم شوی و. ورپسې د نوموړي ورور، ړوند محمد خدابنده د هغه ځایناستی شو. معاصر تاریخ پوهان اسماعیل ته د یو بې منطقه، ګمراه او بې کفایته واکمن په سترګه ګوري، چې د صفوي کورنۍ د نسکورېدو حالت هغه راوسته. خو یو شمېر معاصر تاریخ پوهان بیا نوموړی د یو عادل پاچا په توګه انځوروي. عصري تاریخ پوهان، حتی د هغې دورې د معیارونو سره سم، د نوموړي سیاستونه ویرانوونکي او د هغه شخصیت ډېر بې رحمه ګڼي.  

لومړنی ژوند[سمول]

اسماعیل میرزا د ۱۵۳۷ کال د مې  میاشتې په ۳۱ نېټه د پنجشنبې په شپه په قم کې د اول طهماسب او د هغه د لومړۍ مېرمنې، سلطانم بیګم په کورنۍ کې د دوهم زوی په توګه نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور يې د قزلباش قبیلي د موسيلو له کورنۍ څخه وه او د تبريز د والي موسى سلطان خور وه، چې کله ناکله د سلطانم له پلار، عيسى خان، سره چې د طهماسب ماما و، اشتباه کېږي. اسماعيل خپل ماشومتوب په دربار کې تېر کړ او له هغه وخته چې د نوموړي مشر ورور او مسلم وارث، محمد خدابنده د هرات والي وټاکل شو، ځوان اسماعيل د قزوين په شاهي ماڼۍ کې يوازنی ماشوم و، له همدې امله یې ځانته د خپل پلار ټول پام درلود. په طهماسب ځوان اسماعیل د زړورتیا له امله ګران و او هغه یې خوښېده. اسمعیل په ماشومتوب کې د سوارلۍ او غیشي ویشتل او همدارنګه لوستل او لیکل زده کړل. [۱][۲][۳]

کله چې د شاه د ورور او د شیروان مخکنی والي، القاس میرزا له ناکام بغاوت وروسته عثماني سترواکۍ ته وتښتېد، اسماعیل د ۱۵۴۷ کال د دوبي په وروستیو کې د شیروان والي وټاکل شو. اسماعيل هلته د شيروانشاه د تخت د مدعي، برهان علي، چې د طهماسب وراره او د دوهم خليل الله زوی و؛ له بغاوت سره مخامخ شو. هغه په څرګنده د عثماني سترواکۍ له خوا ملاتړ کېده. خو د اسمعیل د ولي (ساتونکي)، ګوکچه سلطان زیادلو قاجار تر قوماندې لاندې لښکر له خوا له ماتې سره مخ شو. په ۱۵۴۷ کال کې، د عثماني – صفوي جګړې په اوږدو کې، اسماعیل میرزا د شیرواني سیمه ایزو جنګیالیو مشري وکړه چې په ختیځه اناتولیا کې د لوی عثماني لښکر په وړاندې  یې ستره بریا ترلاسه کړه. د ۱۵۴۸ کال د اګست په ۲۵ نېټه اسماعیل د قارص د لوټ مشري وکړه او ټول هغه ملکي وګړي یې ووژل چې د القاس میرزا او عثمانیانو له ګډو جګړو وروسته له ګډوډۍ او بی نظمۍ څخه تښتېدلي وو. نوموړی هلته د هغه  ښار د والي له لوري د مرګ له هڅې سره مخ شو. په غچ کې یې د عثماني بندیانو د عام وژنې او د قارص کلا د ورانولو امر وکړ. نوموړي له یوې سوله ایزې مودې وروسته د ۱۵۵۲ کال په ژمي کې، له ۸۰۰۰ کسانو سره په ارزورم یرغل وکړ او د ښار په شاوخوا کې یې د عثماني سترواکۍ سنګرونه ویجاړه کړل. عثماني قوماندان او د ارزورم والي، اسکندر پاچا پرېکړه وکړه چې ښار ته له رسېدو وړاندې د اسماعیل له لښکر سره جګړه وکړي. جګړه په بنبست پای ته ورسېده، چې اسماعیل د لویدیځ په لور په شا و تمبول شو او ظاهراً یې ماتې وخوړه. اسکندر پاچا اسماعیل تعقیب کړ او ورپسې له نوي صفوي لښکر سره مخامخ شو چي له درني مرګ ژوبلي سره یې ماتې وخوړله. [۳][۳][۳][۴][۵][۶][۷]

د ارزورم بریا د قزلباشو تر منځ د اسماعیل د شهرت لامل شوه او همدارنګه د عثماني سترواکۍ سره د جګړې دریم پړاو او د اماسیا سوله پیل شوه، چې په پایله کې په بین النهرین کې عثمانیانو ته صفوي خاوره له لاسه لاړه. حتی له دې وروسته هم، د قزلباش په ذهن کې اسماعیل، د یوه نامتو پوځي څېرې په توګه پاتې شو چې په ځوانۍ کې یې د عثمانیانو په وړاندې په بریالیتوب سره جګړه پر مخ وړې وه.  [۸][۹]

د تخت څخه مخکې[سمول]

د هرات والي[سمول]

اسماعیل د ۱۵۵۵ کال په مني کې د خپلې ترلې، صفیه سلطان خانم سره واده وکړ، چې د خانش بیګم (د طهماسب خور) او شاه نورالدین نعمت الله باقي لور وه. د واده مراسم د تبریز په شمال کې په یوه ماڼۍ کې ترسره شول. دوی دواړه په قزوین کې استوګن شول او هغه کور ورکړل شو چې مخکې د شاه ورور، بهرام میرزا په کې اوسېده. د همدې کال یو غزل څرګندوي چې اسماعیل له واده څخه د درد او رنځ احساس درلود او دا چې هغه په شیروان کې یې د یو نارینه ملګري ملتیا له لاسه ورکړې وه.  نوموړی له صفیه سلطان څخه د یوې لور پلار شو چې وروسته یې له شاه خلیل الله کرماني سره واده وکړ. [۳][۳][۱۰]

اسماعیل په قزوین کې، خپلې زیاتې شپې د نارینه عاشقانو سره تېرې کړې، او د نوموړي همجنسبازي یو څرګند راز و. دا د طهماسب له غیرت سره په ټکر کې وو، خو نوموړي د ۱۵۵۵ کال تر ژمي پورې د اسماعیل د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه ونه کړه، تر هغه چې خبر شو اسماعیل له خپل نارینه ملګري سره د جنسي لېوالتیا پر مهال خپله پښه ماته کړې ده. دې پېښې طهماسب د خپل زوی په اړه نور هم په غوسه کړ او نوموړی یې د ۱۵۵۶ کال د اپرېل په ۳ نېټه هرات ته ولېږ چې هلته د محمد خدابنده پر ځای د حکومت چارې په غاړه واخلي. محمد خان شرف الدین اوغلي تکالو د هغه د ولي په توګه وټاکل شو. [۱۱][۳][۱۲]

د اسماعیل د ولایت لنډه دوره، د سني روحانیونو، چې له خراسان څخه تښتېدلي وو، خپل ټاټوبي ته د بېرته راستنېدو شاهده وه. د هغه   دښمنانو د نوموړي د سني پلوه سیاستونه ډېر ژر په قزوین کې ګټه پورته کړه او طهماسب یې وهڅو ترڅو هغه له خراسان څخه بېرته راوغواړي. خو د نوموړي د ګوښه کېدو اصلي لامل د هغه د مشر زوی، زین الدین علي سلطان سره، چې د اسماعیل نږدې ملګری و، د اوغلي تاکالو سخته دښمني وه. دې کار طهماسب اړ کړ چې خپل زوی د څه کم دوه کالو په موده کې له هرات څخه راوغواړي. وروسته، زین الدین له دې امله تر مرګه شکنجه شو چې د اسماعیل سره یې په غونډو کې د ځوانو هلکانو په راضي کولو کې ملګرتیا کوله. [۳]

زندان[سمول]

کله چې اسماعیل د قزوین په لور روان و، طهماسب امر وکړ چې د بیات قبيلې د یو مشر او د ذوالقدر دوه امیرانو په ګډوڼ، په دربار کې د اسماعیل متحدین،له منځه یوړل شي. همدارنګه طهماسب اسماعیل هم پرېنښود چې قزوین ته ننوځي او په ساوه کې یې د هغه د نیولو امر وکړ. د شاه د دې عمل په اړه بېلابېل دلایل وړاندې شوي، چې اساساً د اسماعیل د شهرت په اړه د طهماسب د ډار او شک له امله؛ په عثماني سرحدي برخو د اسماعیل د دوامداره بریدونو؛ او بلآخره، د اسماعیل د همجنسبازۍ او په نشه یي توکو روږدیتوب د طهماسب غصه، د دې لاملونو مهم ګڼل کېږي. په ۱۵۵۷ کال کې، شاه په قهقهه ماڼۍ کې د اسماعیل د بندي کولو حکم وکړ چې هلته  هغه نولس کاله بند پاتې شو. ویل کېږي چې په دې پرېکړه کې، طهماسب د خپل ستر وزیر معصوم بیګ صفوي (چې د هغه د ګران زوی حیدر میرزا، ولي هم و) تر اغېز لاندې هم راغلی وي.  [۱۳][۳][۳][۱۴]

د اسمعيل د زندان ساتونکي هر دوه کاله بدلېدل، تر له اسماعيل ته نږدې نه شي او له هغه سره خواخوږي پيدا نه کړي. ویل شوي چې نوموړی د زندان په لومړیو کې په زولنو کې ساتل شوی و، خو وروسته اجازه ورکړل شوه، چې د قصر انګړ کې قدم ووهي او په خپله خوښه بېرته زندان ته ولاړ شي. خو هغه رباعیاتو کې چې اسمعیل ته اړوند ګڼل شوی دي، نوموړي په قهقهه کې د خپل بند په اړه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د خپلې زړورتیا او هوښیاري د دښمنانو د نیت بدۍ له امله بللی. په زندان کې يې په نشه يي توکو روږديتوب لا نور زيات شو، تر هغه چې نوموړي ۴۷ مثقاله، د ۱۹۹.۷۵ ګرامو معادل (۷.۰۴۶ اونس) اندازه، د ترياکو ضد درمل د ترياکو د کارولو پر مهال خوړ.  [۳][۱۵][۱۶]

کله چې اسماعیل په قهقیه کې و، قزلباش مشرانو  طهماسب د ځایناستي له پوښتنې سره مخ کړ، چې نه یې غوښتل خپل زامن ځایناستي وټاکي. دوه نوماندان موجود وو، یو یې حیدر میرزا و، چې د شاه د خوښې کس، او د استاجلو قبیلې، د شیخاوند قبیلې (په شیخ صفی الدین اردبیلي پورې اړوند قبیله چې د صفوی کورنۍ جد دی، او له همدې امله په لویه کچه شاهي کورنۍ ګڼل کېږي) او د دربار د ځواکمنو ګرجستاني غلامانو (پوځي غلامانو) او وینځو له خوا یې ملاتړ کېده.   [۱۷]

بل نوماند اسماعیل و، چې د طهماسب د مخورې لور پري خان خانم او نورو قزلباش قبایلو لکه افشار، قاجار او روملو ملاتړ یې درلود. اسماعیل په ۱۵۷۱ کال کې له یوې دسیسې څخه بچ شو. په همدې کال  کې حیدر میرزا د قهقهې ساتونکی ته یو لیک ولېږ او د اسماعیل د له منځه وړلو غوښتنه یې وکړه. پري خانم  په دې دسیسه پوه شوه او طهماسب يې خبر کړ. پاچا، چې تر اوسه یې له اسماعیل سره مینه درلوده، د افشار ټوپک لرونکو ته یې امر وکړ چې د وژنې د هڅې په صورت کې له زندان  څخه ساتنه وکړي. [۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Parsadust 2002, p. 13; Hinz 1992, p. 16; Gholsorkhi 2009, p. 478
  2. Ghereghlou 2016; Newman 2008, p. 31
  3. ۳٫۰۰ ۳٫۰۱ ۳٫۰۲ ۳٫۰۳ ۳٫۰۴ ۳٫۰۵ ۳٫۰۶ ۳٫۰۷ ۳٫۰۸ ۳٫۰۹ ۳٫۱۰ Ghereghlou 2016.
  4. Hinz 1992، ص. 26.
  5. Roemer 2008، ص. 243.
  6. Parsadust 2002، ص. 14.
  7. Farrokh 2011، ص. 48.
  8. Farrokh 2011, p. 48; Parsadust 2002, p. 17
  9. Newman 2008، ص. 28.
  10. Parsadust 2002، ص. 18.
  11. Ghereghlou 2016; Parsadust 2002, p. 18
  12. Newman 2008، ص. 33.
  13. Ghereghlou 2016; Hinz 1992, pp. 24, 26, 32–37
  14. Mitchell 2009، ص. 145.
  15. Matthee 2011, p. 102; Hinz 1992, p. 41
  16. Hinz 1992، ص. 40.
  17. Roemer 2008, p. 247; Parsadust 2009
  18. Roemer 2008, p. 247; Parsadust 2009
  19. Parsadust 2009.