دولس داسې جملې چې ستاسې ژوند دربدلولای شي .

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا دولس جملې ستاسې ژوند بدلولی شي!

ژباړه: جاوید صافی

۱- په یاد ولره چې که خپله یې ونه غواړې نو هیڅوک دې ژوند نشي خرابولای

۲- په یاد ولره چې د ځان لپاره دې سکون باید خپله پیدا کړې

۳- په یاد ولره چې الله پاک تل ستا ساتونکی دی

۴- په یاد ولره چې تل باید په زړه کې نورو ته د عفوې او بخښنې لپاره ځای ولرې

۵- د هیچا په تمه مه کینه، اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې کړه، هر څه تیریدونکي دي

۶- ژبه هډوکی نلري مګر دومره قوي ده چې کولای شي زړونه مات کړي، نو هر وخت دې خبرو ته متوجه اوسه تر څو د چا هډوکې مات نه کړې.

۷- ځینې وخت د یو څه له لاسه ورکولو کې حکمت پروت وي نو په اړه یې ډیر فکر او خفګان مه کوئ.

۸- انسانان د انځورونو په څير دي، څومره یې چې لوی کړې، کیفیت یې کمیږي

۹- ژوند لنډ ندی، مشکل دا دی چې مونږ ژوند ډیر وروسته پیلوو

۱۰- دردونه دې په خپله خواوشا مه راټولوه چې دېوال ترې جوړ او تا محاصره کړي، بلکې له پښو لاندې يې وغورځوه چې ستا لپاره ترې زینه جوړه او هغه ستا پورته تګ لامل شي.

۱۱- هیڅکله د سبا په اړه فکر مه کوه، ستا خدای که پرون وو نو نن او سبا هم شته، خو چې ته موجود یې.

۱۲- زمونږ لپاره دا لومړی ځل دی چي د خپل رب بنده ګي کوو مګر هغه له قرنونو قرنونو را پدېخوا خدای دی.