دولت وزیري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنرال دولت وزیري د افغانستان پیژندل شوی پوځي جنرال دی، چې د پوځي دندې تر څنګ یې څو کتابونه هم لیکلي او چاپ کړي دي. ښاغلي وزیري د دفاع وزارت د ویاند په توګه هم دنده ترسره کړې ده. نوموړي ۵۱ کاله په پوځي برخه کې دنده ترسره کړې ده.

[ مخیینه][سمول]

دولت چې وزیري تخلص کوي د محمد اکبر زوی دی، چې په ۱۳۳۱ل کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په پراخېل وزیرو سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.دوه زامن او پنځه لوڼې لري. دوه زامن او یوه لور یې د طب ډاکټران دي.

زده کړې[سمول]

ښاغلي دولت وزیري لومړنۍ زده کړې د وزیرو په لومړني ښوونځي کې کړي، منځنۍ زده کړې یې په حربي ښوونځي (لېسه) او لوړې زده کړې یې په حربي پوهنتون کې کړې دي.

نورې لوړې زده کړی یې په مسکو کې د قوماندانۍ په نظامي اکاډمۍ کې کړې دي.

د تحصیل درجه یې د پوځي علومو تر ماسټرۍ بشپړې کړې دي.

نورې پوځي زده کړې[سمول]

دولت وزیري د نورو زده کړو تر څنګ ځینې نور نظامي کورسونه هم بشپړ کړي دي، چې له هغې جملې یو کال په ترکمنستان کې، یوه نیمه میاشت د هسپانیا په مادرید کې، یوه نیمه میاشت د ترکیې په انقره ترکیه کې، یوه میاشت د نټتو په مرکز بروکسل بلجيم کې، یوه میاشت په هالینډ کې، یوه میاشت په پولینډ کې.

تعليمي او کاري اسناد[سمول]

دولت وزیري دغه مهم اسناد لري:

د پښتو ژبې د ښه ښونکي سند

د روسې ژبې د نظامي ژباړن سند

د انګلیسيې ژبې د ګرید ټري سند

د کمپیوتر څخه د ګټې اخیستنې سند

د حربي پوهنتون څخه د فراغت نيټه او اردو ته د دوهم برید په رتبه وړاندې کیدل

دندې[سمول]

ښاغلي دولت وزیري د خپل ۵۱ کلن پوځي ماموریت پر مهال پر بېلابېلو ادارو او مقامونو دنده ترسره کړې ده، ځینې یې په لاندې ډول دي:

د بلوک قوماندان

د ټولي قوماندان

د کنډک درستیز وال

د دفاع وزارت د محافظت قطعې قوماندان

د لوی درستیز د دفتر رئیس

د غنډ د اوپراسیون آمر

د کنډک قوماندان

د ستر درستیز  ۲۳۵ قطعې قوماندان

د ۶۱ ضربتي غونډ قوماندان

د اتمې پلې فرقې درستیزوال

د اتمې پلې فرقې سرپرست

د دفاع وزیر په دفتر کې د پارلماني چارو مسئول

د پارلماني او امور عامه رياست مرستيال او د وزارت د ویاند مرستیال

د د فاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه امورو لوی. ریئس او د دفاع وزارت ویاند

رتبې[سمول]

دوهم بریدمن

لومړی بریدمن

تورن

جګتورن تورن

جګړن

ډګرمن

ډګروال

برید جنرال

تورن جنرال

تقاعد[سمول]

جنرال دولت وزیري په پوځي برخه کې د څه باندې نیمې پېړۍ تر خدمت کولو وروسته په ۱۳۹۷ لمریز کال تقاعد وکړ.

نښانونه او مډالونه[سمول]

دولت وزیري تر اوسه   ۱۵ نښانونه او ۱۲ مډالونه اخیستي دي.

یو مډال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په لاس او دوه مډالونه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د نوموړي پر سینه ټموبل شوي دي.

په لسګونو ستاینلیکونه د جمهور ریس ، دفاع وزیر او لوی درستیز په لاس ليک..

ژبې[سمول]

د جنرال دولت وزیري مورنۍ ژبه  پښتو ده، خو په دري، روسې او انګلیسي هم خپل مشکل حلولای شي.

اثار[سمول]

ادبي غورچاڼ

کره خبرې

په جګړه کې د بریالیتوب راز

د ملي اردو په چوپړ کې په پښتو او دري په مطبوعاتو کې د نشر شویو مقالو ټولګه

د افغانستان د وسله وال پوځ تاریخ

دغه راز نن سبا هم ګڼو خپرونو او ویبسایټونو ته د خپل مسلک اړوندې مقالې لیکي.

ناچاپ اثار[سمول]

د تاریخ پاڼې

زما ژوند او یادونه

خوښې وړ فعالیتونه[سمول]

مطالعه

ورزش

سیاست

سفرونه[سمول]

د پخوانی شوروي اتحاد ټولو ۱۵ جمهوریتونو ته یې سفرونه کړي دي. د دې تر څنګ پاکستان، ایران، ترکیه، چين، سعودي عربستان، امارات متحده عرب،  هنوستان،  پولینډ، جرمني، هالنډ، دنمارک، سویډن، بلجیم، فرانسه،هسپانيه، سویس او بریتانیا ته رسمي او غیررسمي سفرونه کړي دي.

یو ځل عمرې ته او یو ځل حج ته هم تللی دی.

سرچینې[سمول]

د دولت وزیري مرکې

د هغه له خپلو شخصي یادښتونو