دولتي او خصوصي ګډون يا مشارکت
دولتي او خصوصي ګډون “Public-Private Partnership” يا “PPP, 3P, P3” د دولتي او خصوصي سکتور د بنسټونو تر منځ اوږدمهاله ترتيب دی. دا په عمومي ډول هغه خصوصي پانګه رانغاړي، چې د دولتي پروژو او خدمتونو پر مخ وړل تمويلوي او وروسته د دولتي او خصوصي ګډون د تړون د دورې پر مهال له ماليه ورکونکو او يا له کارونکو [هغوی چې له پلې شوې پروژې څخه ګټه پورته کوي] څخه عوايد راټولوي. دولتي او خصوصي ګډونونه په ګڼو هېوادونو کې پلي شوي دي او په بنسټيز ډول د زېربنا پروژو لپاره کارول کېږي. له دوی څخه د ښوونځيو، روغتونونو، د لېږد رالېږد سيستمونو او د اوبو او چټلو اوبو د سيستمونو د جوړولو، سمبالولو، فعالولو او ساتلو لپاره کار اخېستل شوی دی. [۱][۲][۳][۴]
د خصوصي لوبغاړو، شرکتونو او دولتونو تر منځ ګډه مرسته د خپلواکو دولتونو له پيل راهيسې شته، چې په ځانګړي ډول د ماليې راټولولو او مستعمره کولو په موخه وه. که څه هم معاصر دولتي او خصوصي ګډون نږدې د ۲۰ پېړۍ په پای کې رامنځته شو. دا ډول ګډونونه په دولتي اداره کې د خصوصي سکتور د پانګونې د زياتولو په موخه د نيوليبرال کړنلارو پورې تړاو درلود. دوی په اصل کې په نړيواله کچه د دولتونو له لورې د دوی د ميزان کچې څخه د باندې د نوې يا بيا ترميم شوې دولتي برخې پانګو ته د تمويل مېتود ګڼل کېدل. د زريزې په پيل کې د PPP ليد تر سختې نيوکې لاندې ځکه راغی، چې ماليه ورکونکو يا کارونکو بايد د ګټې د نامناسبې لوړې کچې تر څنګ لا هم د دولت او خصوصي شرکتونو تر منځ ګډو پروژو ته اداينه کړی وی. [۵][۶]
دولتي او خصوصي ګډونونه د تمويل وسيلو په توګه په لويه کچه د دې اندېښنو له امله خورا د بحث وړ دي، چې دولت ته د پانګه اچونې ګټه د خصوصي تمويل کونکي په پرتله لږه ده. “PPPs” د خصوصي کولو او له دولتي خدمتونو څخه د باندې تړون کولو په څېر مفاهيمو سره نږدې اړيکه لري. په دې اړه د ګډ پوهاوي نه شتون، چې “PPP” او د هغوی د بشپړو مالي معلوماتو محرميت د دې ارزولو بهير پېچلی کوي، چې ايا دولتي او خصوصي ګډونونه بريالي دي، که نه. د P3 ګټندويان د ګواښ شريکول او د نوښت پرمختګ په نښه کوي، په داسې حال کې چې نيوکه کونکي يې د هغوی لوړې بيې او د ځواب وينې مسايل غندي. د پيسو او ګټورتوب لپاره د ارزښت په برخه کې د دولت او خصوصي ګډون د فعاليت شواهد د بېلګې په ډول پېچلي يا ګډ دي او زياتره وخت د لاسرسي وړ نه دي. [۷][۸][۹][۱۰]
پېژندنه
[سمول]د دولتي او خصوصي ګډون د پېژندنې د څرنګوالي په اړه هيڅ توافق نه شته. ياده اصطلاح د ګواښ د ځانګړي کولو، د تمويل برابرولو او رڼو غوښتنو د پراخه لړۍ په درلودلو سره د تړونونو د اوږدمهاله دورې په سلګونو بېلابېلو ډولونه تر پوښښ لاندې نيسي. د يو مفهوم او عمل په توګه د دولتي او خصوصي ګډونونو وده د ۲۰ پېړۍ د ورستيو د نوي دولتي مديريت، د نيوليبراليزم د راپورته کېدنې او د نړيوالتوب د فشارونو توليد دی. سره له دې چې د ياد ګډون د پېژندنې په اړه هيڅ رسمي توافق نه شته، مګر بيا هم نوموړي اصطلاح د سترو ادارو له لورې راپېژندل شوې ده. [۱۱]
د بېلګې په ډول: د اقتصادي پرمختيا نړيواله اداره “OECD” په رسمي ډول دولتي او خصوصي ګډون داسې راپېژني: «د حکومت او خصوصي شريک يا ملګري تر منځ هغه اوږدمهاله ټاکلي يا تړونيز ترتيبات، چې په واسطه يې خصوصي شريک د پانګې په کارولو او ورپورې تړليو ګواښونو په شريکولو سره دولتي خدمتونو وړاندې او تمويلوي». [۱۲]
د ډيويډ ال ويمر او ايدان ار وانينګ له نظره «P3 په عمومي ډول هغه خصوصي اداره رانغاړي، چې په مستقيم ډول له حکومت څخه يا د پروژې د اټکل شوي ژوند يا د وخت د يوې څه نورې مشخصې مودې لپاره په نامستقيم ډول د هغې له کارونکو څخه د اداينو د ژمنه شويو بهيرونو په بدل کې د يوې پروژې تمويلول، جوړول يا اداره کول رانغاړي». [۱۳]
لکه څرنګه چې په “State and Local Government Review” کې خپرې شوې څېړنې وموندل، چې د دولتي او خصوصي ګډون پېژندنې د ښارواليو تر منځ پراخه توپير لري: «زياتره دولتي او خصوصي چارواکي دولتي او خصوصي ګډون هغه وخت د هر شمېر فعاليتونو لپاره کاروي، اړيکه په رښتيا د تړون له مخې وي، يو امتياز وي او يا دا چې يوې خصوصي يا ناانتقاعي ادارې ته د ځينو پخوانيو دولتي خدمتونو بار يا پېټۍ ورکولو حالت وي». د دې ډول تړونونو لپاره يوه زياته عامه اصطلاح «د ګډ خدمت وړاندې کول» ده، چې د دولتي سکتور ادارې په کې د وګړو ته د خدمتونو برابرولو په موخه له خصوصي شرکتونو يا نا انتقاعي ادارو سره يو ځای کېږي. [۱۴][۱۵]
د خصوصي کولو په اړه بحث
[سمول]په دې اړه يو “semantic” بحث شته، چې ايا دولتي او خصوصي ګډون خصوصي کول رامنځته کوي که نه. ځيني استدلال کوي، چې دا ځکه خصوصي کول نه دي، چې دولت د اسانتيا مالکيت ساتي او يا د عامه خدمت د وړاندې کولو ځواب ويونکی پاتې کېږي. ځيني نور استدلا کوي چې دوی د خصوصي کولو په دوام شتون لري؛ P3s د دولتي پانګو د بشپړ پلور په پرتله د خصوصي کولو يو خورا ټاکلی يا محدود ډول دی، مګر په حقيقت کې د دولتي خدمتونو د تړون کولو په پرتله خورا پراخه دی. [۱۶]
دا چې خصوصي کول يو منفي مفهوم لري، د P3s پلويان په عمومي ډول هغه دريځ غوره کوي، چې دولتي او خصوصي ګډونونه خصوصي کول نه رامنځته کوي، په داسې حال کې چې مخالفين يې سرچپه استدلال کوي. د کاناډا د دولتي کارکونکو اتحاديه “Canadian Union of Public Employees” “P3s” «په پټه يا غلا د خصوصي کولو» په توګه بيانوي. [۱۶]
ريښې
[سمول]دولتونو د تاريخ په اوږدو کې له دې ډول دولتي او خصوصي ګډو هڅو څخه ګټه اخيستې ده. د مصر محمد علي د لږ لګښت په بدل کې د دولتي کارونو د ترلاسه کولو په موخه د ۱۸۰۰ په لومړيو کې له «امتياز» څخه ګټه پورته کړه، په داسې حال کې چې امتيازي شرکت د اورګاډې د ليکو او [د اوبو] بندونو په څېر پروژو څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې. د متحده ايالتونو زياتره پخوانۍ زېربنا د هغه څه له مخې جوړه شوې وه، چې دولتي او خصوصي ګډون يې ګڼلی شو. په يادو ګډونونو کې دا برخې شامل وې: پنسلوانيا ايالت کې د فلادلفيا او لانکسټر ټرنپايک سړک، چې په ۱۷۹۲ز کال يې چارې پيل شوې؛ د نيويارک او نيوجرسي تر منځ ۱۸۰۸ زکال کې د بخار کښتۍ ليکه؛ د هېواد د اورګاډي د لومړۍ پټلۍ چې په ۱۸۱۵ز کال يې نيوجرسي ايالت کې د جوړولو رسمي سند ورکړل شو او د معاصرې برېښنايي شبکې د ډېری برخې په ګدون اورګاډو زياتره ليکې. په نيوفونډلېنډ کې روبرت ګيليسپي ريډ “Robert Gillespie Reid” نومي شرکت له ۱۸۹۸ زکال څخه د پنځوس کالونو لپاره د رېل لارو د فعالولو تړون وکړ، که څه هم يادې لارې په اصل کې د دورې په پای کې د هغوی ملکيت ګرځېده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
که څه هم د ۲۰ پېړۍ وروستي او د ۲۱ پېړۍ لومړي وختونه د PPP د بېلابېلو ترتيبونو د کارونې په پراخولو سره د نړۍ په کچه د دولتونو پر لور د روښانه ميلان شاهد وو. د دولتي تدارکاتو د معياري موډل بدلولو پر وړاندې فشار په لومړيو کې د دولتي پور د کچې په اړه له اندېښنو څخه راپورته شو، چې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو د لوی اقتصاد د ګډوډۍ پر مهال يې په چټکۍ سره وده وکړه. دولتونو هڅه وکړه چې د زېربنا برخه کې خصوصي پانګه اچونه په پيل کې د نيوليبرال د هغه نظريې او د محاسبې د هغه ناسم استدلال پر بنسټ وهڅوي، چې له دې حقيقت څه سرچينه اخلي، چې دولتي حسابونه د ستنېدونکو او د پانګې لګښتونو تر منځ توپير نه کوي. [۲۱][۲۲]
په ۱۹۹۲زکال انګليستان کې د تورن جان “John Major” محافظه کار حکومت د خصوصي ماليې نوښت “PFI” وړاندې کړ، چې هغه لومړنۍ منظمه خپرونه وه، چې دولتي او خصوصي ګډونونو هڅول يې په نښه کول. د ۱۹۹۲ز کال خپرونې د دولتي سکتور د پور اخېستلو د غوښتنې پر کمولو باندې تمرکز وکړ، که څه هم لکه څرنګه چې وار له مخه يادونه وشوه، پر دولتي حسابونو باندې اغېز خورا ناڅرګند و. خصوصي سکتور په لومړيو کې د خصوصي ماليې نوښت “PFI” په اړه لېوالتيا نه درلوده او د هغې د پلي کولو مخالف و. په ۱۹۹۳ز کال کې د خزانې وزير د ياد نوښت وده «په مايوسونکې ډول ورو» ياده کړه. د يادې کړنلارې “PFI” ودې او پلي کولو کې د مرستې کولو په موخه تورن له هغو خلکو څخه جوړې ادارې يا بنسټونه رامنځته کړل، چې په لندن ښار، د محاسبې او مشورتي شرکتونو تړلي وو او د “PFI” د بريا برخه کې يې ځانګړې لېوالتيا درلوده. [۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Hodge, G. A and Greve, C. (2007), Public–Private Partnerships: An International Performance Review, Public Administration Review, 2007, Vol. 67(3), pp. 545–558
- ↑ Roehrich, Jens K.; Lewis, Michael A.; George, Gerard (2014). "Are public–private partnerships a healthy f? A systematic literature review". Social Science & Medicine. 113: 110–119. doi:10.1016/j.socscimed.2014.03.037. PMID 24861412.
- ↑ Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. pp. 551. ISBN 9780415252256.
- ↑ Bovaird, Tony (2015-09-25). Bovaird, Tony; Loeffler, Elke (eds.). Public Management and Governance. doi:10.4324/9781315693279. ISBN 9781315693279.
- ↑ Wettenhall, R. (2019), The Public/Private Interface: Surveying the History, in G. Hodge and C. Greve (eds.), The Challenge of Public–Privapppte Partnerships: Learning from International Experience, Cheltenham UK: Edward Elgar
- ↑ Whiteside, Heather (2016). Public-private partnerships in Canada. Halifax: Fernwood Publishing. ISBN 978-1-55266-896-2. OCLC 952801311.
- ↑ Marta Marsilio, M., Cappellaro, G and Cuccurullo, C. (2011), The Intellectual Structure Of Research Into PPPs, Public Management Review, Vol 13 (6), pp.763–782
- ↑ Hodge, G.A. and Greve, C. (2016), On Public-Private Partnership Performance: A Contemporary Review, Public Works Management & Policy, pp. 1–24
- ↑ Whiteside, Heather (2016). Public-private partnerships in Canada. Halifax: Fernwood Publishing. ISBN 978-1-55266-896-2. OCLC 952801311.
- ↑ Mols, F. (2010) Harnessing Market Competition in PPP Procurement: The Importance of Periodically Taking a Strategic View. Australian Journal of Public Administration, 69(2), 229-244.
- ↑ Marta Marsilio, M., Cappellaro, G and Cuccurullo, C. (2011), The Intellectual Structure Of Research Into PPPs, Public Management Review, Vol 13 (6), pp.763–782
- ↑ OECD (2012), Recommendation of the Council on Principles for Public Governance of Public-Private Partnerships, https://www.oecd.org/governance/budgeting/PPP-Recommendation.pdf
- ↑ Vining, Aidan R.; Weimer, David L. (2011). Policy Analysis Edition No.05. Pearson, Inc. p. 309. ISBN 978-0-205-78130-0.
- ↑ Hilvert, Cheryl; Swindell, David (2014). "Collaborative Service Delivery: What Every Local Government Manager Should Know". State and Local Government Review. 45.
- ↑ "Local government services and contracts: Best practices and key issues to watch". JournalistsResource.org, retrieved February 14, 2014
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Whiteside, Heather (2016). Public-private partnerships in Canada. Halifax: Fernwood Publishing. ISBN 978-1-55266-896-2. OCLC 952801311.
- ↑ Wettenhall, R. (2019), The Public/Private Interface: Surveying the History, in G. Hodge and C. Greve (eds.), The Challenge of Public–Privapppte Partnerships: Learning from International Experience, Cheltenham UK: Edward Elgar
- ↑ Wettenhall, R. (2000), Mixes and partnerships through time, in G.A. Hodge, C. Greve and A. Boardman (eds.),International Handbook in Public–Private Partnerships, Cheltenham UK: Edward Elgar
- ↑ Buxbaum, Jeffrey N (2009). Public Sector Decision Making for Public-private Partnerships. Washington, DC: Transportation Research Board. p. 9. ISBN 978-0-309-09829-8.
- ↑ Karabell, Zachary (2003). Parting the desert: the creation of the Suez Canal. Alfred A. Knopf. p. 34. ISBN 978-0-375-40883-0.
- ↑ Roehrich, Jens K.; Lewis, Michael A.; George, Gerard (2014). "Are public–private partnerships a healthy f? A systematic literature review". Social Science & Medicine. 113: 110–119. doi:10.1016/j.socscimed.2014.03.037. PMID 24861412.
- ↑ Whiteside, Heather (2016). Public-private partnerships in Canada. Halifax: Fernwood Publishing. ISBN 978-1-55266-896-2. OCLC 952801311.
- ↑ Allen, Grahame. "The Private Finance Initiative (PFI) Commons Briefing papers RP01-117" (PDF). UK Parliament: House of Commons Library. UK Government. نه اخيستل شوی 20 January 2018.