Jump to content

دولته ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بې دولته ټولنه هغه ټولنه ده چې د دولت له لوري نه اداره کېږي. په بې دولته ټولنو کې، د واک لږ تمرکز شتون لري؛ ډېری د واک مقامونه چې شتون لري، د قدرت له اړخه ډېر محدود دي او معمولاً دایمي مقامونه نه دي او ټولنیز نهادونه چې خپل اختلافات د مخکې تعریف شوو قوانینو له لارې حل کوي، معمولاً واړه دي. بې دولته ټولنې د اقتصادي سازمان جوړونې او فرهنګي بڼو له نظره ډېر سره توپیر لري.

په داسې حال کې چې بې دولته ټولنې د بشر مخکني تاریخ کې د نورم په توګه وې، اوس هم ځینې بې دولته ټولنې شتون لري؛ د نړۍ کابو ټول نفوس د یو خپلواک دولت په صلاحیت کې دی، که څه هم په ځینې سیمو کې کېدای شي، د نومیالي دولتي چارواکي ډېر ضعیف وي او واقعي لږ قدرت ولري یا هم هیڅ واقعي قدرت ونه لري. د تاریخ په اوږدو کې، ډېری بې دولته وګړي په هغو ټولنو کې چې په خپله شاوخوا کې د دولت له خوا اداره کېږي، کې ادغام شوي دي.[۱][۲][۳]

د سیاسي فلسفو ځینې بڼې، په ځانګړې توګه انارشیزم، دولت یو نامطلوبه نهاد او بې دولته ټولنې مثالي ګڼي، په داسې حال کې چې مارکسیزم باور لري چې په وروستنۍ کاپیتالیستي ټولنه کې، دولت غیرضروري دی او له منځه ځي.[۴]

مخکې تاریخي خلک

[سمول]

په لرغونپوهنه، کلتوري انتروپولوژي او تاریخ کې، بې دولته ټولنه یوه لږه پېچلې انساني ټولنه چې دولت ونه لري، په ګوته کوي، لکه: قبیله، طایفه، ګروهي ټولنه یا حاکمیت. د «پېچلتیا» اصلي معیار چې کارول کېږي، هغه میزان دی چې د کار وېش کې شوي دي، په هغه ډول چې ډېری خلک په دایم ډول د تولید په یوې ځانګړې بڼې یا نورو فعالیتونو کې متخصص دي او د توکو او خدمتونو له لارې تجارت یا نورو سره په پېچلو متقابلو تعهداتو تړلي دي. یو بل معیار د نفوسو اندازه ده. هرڅومره چې نفوس ډېر وي، هومره باید ډېرې اړیکې په پام کې ونیول شي.[۵][۶]

د ښاري پېژندل شویو دولتونو لومړنۍ نښې کابو ۳۷۰۰ کاله مخکې له میلاده په لرغوني بین النهرین کې پیدا شوې دي، چې ښکاروي، د دې ایالت تاریخ له ۶۰۰۰ کالو څخه کم دی؛ ځکه، د مخکې تاریخ په ډېرې مودې کې دې دولت شتون نه درلود.

د بشر تاریخ ۹۹.۸ سلنې لپاره ویلی شو چې خلکو په ځانګړې توګه د خپلواکو ډلو او کلیو کې ژوند کړی دی. د پالیولیتیک «یعنې ډبرین عصر» په لومړیو کې د دې خپلواکه سیاسي واحدونو شمېر باید ډېر لږ وي، خو له میلاده مخکې ۱۰۰۰م کاله پورې کابو ۶۰۰۰۰۰ ته لوړ شوي دي. وروسته بیا د عصري کلیو مجموعې په جدي توګه پیل شو او په سختۍ د نړۍ په ۳۰۰۰ خپلواکه سیاسي واحدونو کې له ۶۰۰۰۰۰ څخه ۱۵۷ ته راټیټ شول - رابرټ ال. کارنیرو، ۱۹۷۸ز کال

په ټولیز ډول که ووایو، د لرغونپوهنې نښې ښکاروي چې دولت هغه وخت د بې دولته ټولنو له لورې رامنځته شو چې کابو ډېر نفوس (لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ کسه) په یوه ځانګړې سیمه کې د یوبل ترڅنګ مېشت شوي وو او کرنه یې کوله. په اصل کې، د دولت یو له معمولو دندو څخه له سیمې څخه دفاع کول دي. سره له دې، یوه استثنا شتون لري، د بېلګې په توګه: لارنس کرادر د تاتار دولت په اړه داسې وایي، یو سیاسي واک دی چې د کنفدراسیونونو له منځه د رمه لرونکو کوچیانو یا نیمه کوچیانو له منځه رامنځته شوی دی.[۷]

مشخصاً دولتي کارکوونکي (سلطنتي لړۍ، عسکران، لیکوالان، نوکران، مدیران، وکیلان، مالیاتي مامورین، مذهبي مقامات او نور) په عمده توګه له خپل ځانه ملاتړ نه کوي، بلکې د مالیاتو او خراجونو له لارې چې نورو کارکوونکو هغوی سره مرسته کوي، مالي او اقتصادي ملاتړ کېږي. دا امر د سړي سر کار تولید کافي سطحې فرض کوي چې لږ ترلږه یو دایمي اضافي محصول (په عمده توګه خوراکي توکي) چې د دولتي مقاماتو له لوري د دولتي کارکوونکو د فعالیتونو ساتنې لپاره ځانګړي شوي، ممکن کوي. داسې دایمي اضافي محصول معمولاً په قبیله یي یا واړه قبیله یي ټولنو کې د پام وړ کچه باندې نه تولیدېږي.[۸]

لرغونپوه ګورګوري پوسل استدلال کړی دی چې هیڅ نښه شتون نه لري چې ښکاره کړي چې د هاراپا ښاري شوی او پرمختللی تمدن، چې کابو له ۲۵۰۰ څخه تر ۱۹۰۰ کاله مخکې له میلاد نه په سیند سیمه کې وده وکړه، متمرکزې دولتي دستګاه ته ورته یوڅه ښکاروي. تراوسه د ماڼیو، معبدونو، سلطنتي یا حاکمانو قبرونو، د متمرکزې بوروکراسي ادارې چې پخواني شیان ساتي، یا یو دولتي مذهبونو په سیمو کې هیڅ کوم کیندل شوې نښې نشته چې دا ټول په نورو ځایونو کې معمولاً د یوې دولتي دستګاه پورې تړلې دي. په هرحال، هیڅ وروستنۍ علمي اجماع شتون نه لري چې له دې لیدلوري سره موافقه وي، ځکه چې نوي ادبیات ښکاروي چې کېدای شي د تمرکز ښکاره ډېرې لږ بڼې شتون ولري، ځکه چې د هاراپا ښارونه د عمومي تشریفاتو او لویو فضاګانو د سیمې په توګه د دیني ټولنو په هکله ګڼل کېږي. سربېره پر دې، د سیند خط او هاراپا ټاپو په اړه وروستني تفسیرونه ښکاروي چې د اقتصادي سوابقو د ساتنې لپاره یو متمرکزه سیسټم شتون لري. په اوسني حالت کې قضاوت غیر ممکن دی، ځکه چې د هاراپا تمدن لیکل شوي سیسټم رمزونه نه دي خلاص شوي. یوې مطالعې هغه په ډېر ښه ډول خلاصه کړل: «ډېرې سیمې کیندل شوې دي چې د سیند درې تمدن پورې اړه لري، خو ښکاره نه ده چې آیا دا یو ایالت، د پاچاهیو تعداد یا یو بې دولته د ګډو ګټو لرونکی یو هېواد دی. د دې لومړني تمدن په هکله ځینې سندونه ساتل شوي دي چې له مخې یې داسې ښکاري چې دا او نورې پوښتنې به هیڅکله ځواب پیدا نه کړي».[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ډبرین بشري عصر په لومړنيو مېشت ځایونو کې چې موندل شوي دي، لکه چاتال هویوک او جریکو، د یو دولتي مقام د شتون په هکله هیڅ نښه پیدا نشوه. د چاتال هویوک میشت ځای د یوې کرنیزې ټولنې (۷۳۰۰ کاله مخکې له میلاد څخه تر ۶۲۰۰ مخکې له میلاد پورې) کابو ۱۳ هکتاره (۳۲ جریبه) پراختیا لرله او کابو له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې کسانو نفوس یې درلود.[۱۳]

عصري ټولنې چې په دولت ولاړې دي، د خپلو میشت ځایونو په پراخېدو سره یې په منظم ډول بومي بې دولته جمعیتونه له هغه ځایه د باندې اېستلي، ترڅو دا جمعیتونه د یوه دولتي ساختار تر کنټرول لاندې راولي. دې کار په ځانګړې توګه د افریقا قاره کې د اروپا د استعمار په موده کې ترسره شو، چېرې چې د ټولنو د ادارې د ترټولو ښې لارې په هکله د بې دولته اروپاییانو له د ننه کېدو څخه مخکې، ګډوډي زیاته وه. قبیله یي ټولنو، چې په لومړي نظر کې حیران ښکاري، ډېری د ښه تنظیم شوي ټولنیزو ساختارونو درلودونکي وو چې د متعددو نه تعریف شویو فرهنګي لاملونو په اساس ، له هغې جملې څخه د غواګانو او کرنیزو ځمکو مالکیت، د پلرني تبار ساختارونه، په نښتو کې د لاسته راړولو بریالیتوبونو ویاړ او نور دي.[۱۴][۱۵]

بې ارتباطه کسان کولی شو، د مخکني تاریخ بې دولته ټولنو د پاتې شونو په توګه په پام کې ونیسو. هغوی کېدای شي، تر ډېره حده د هغوی پر سیمه د نومولي سیمه ییز واک څخه بې خبره وي او د هغوی تر اغېزې لاندې رانه شي.

سرچينې

[سمول]
  1. "Anarchism". The Shorter Routledge Encyclopedia of Philosophy. 2005. p. 14. Anarchism is the view that a society without the state, or government, is both possible and desirable.
  2. Béteille, André (2002). "Inequality and Equality". In Ingold, Tim (ed.). Companion Encyclopedia of Anthropology. Taylor & Francis. pp. 1042–1043. ISBN 978-0-415-28604-6 – via Google Books.
  3. Ellis, Stephen (2001). The Mask of Anarchy: The Destruction of Liberia and the Religious Dimension of an African Civil War. NYU Press. p. 198. ISBN 978-0-8147-2219-0 – via Google Books.
  4. Faulks, Keith (2000). Political Sociology: A Critical Introduction. NYU Press. p. 23. ISBN 978-0-8147-2709-6 – via Google Books.
  5. Francisconi, Michael Joseph. "Political Anthropology." Encyclopedia of Anthropology, edited by H. James Birx, vol. 4, Sage Reference, 2006, pp. 1868–1872.
  6. "complex society". Oxford Reference (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-19.
  7. Krader (1968). Formation of the State. Englewood Cliffs, NJ: Prentice-Hallm. ch. 6.
  8. Claessen, Henri J.M. & Skalnik, Peter, eds. (1978). The Early State. The Hague: Mouton. ISBN 978-9027979049 – via Google Books.
  9. Possehl, Gregory L. (1998). "Sociocultural Complexity Without the State: The Indus civilization". In Feinman, Gary M. & Marcus, Joyce (eds.). Archaic States. Santa Fe: School of American Research Press. pp. 261–291.
  10. Sinopoli, Carla (2015). "Ancient South Asian Cities in their Regions.". In Yoffee, Norman (ed.). Early cities in comparative perspective. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 319–342.
  11. Pao, Rajesh P.N. (2017). "The Indus Script and Economics. A Role for Indus Seals and Tablets in Rationing and Administration of Labor". In Frenez, Dennys & Jamison, Gregg M. (eds.). Walking with the Unicorn. Social Organization and Material Culture in Ancient South Asia. Oxford: Archaeopress Publishing Ltd. pp. 518–525.
  12. Trigger, Bruce G. (2003). Understanding Early Civilizations: A Comparative Study (2nd ed.). Cambridge University Press. pp. 31–33.
  13. Scarre, Chris, ed. (2009). The Human Past (2nd ed.). Thames & Hudson. p. 222.
  14. Richards, John F. (2004). The Unending Frontier: An Environmental History of the Early Modern World. University of California Press. pp. 4–5. ISBN 978-0-520-24678-2 – via Google Books.
  15. Tosh, John (1973). "Colonial Chiefs in a Stateless Society: A Case-Study from Northern Uganda". The Journal of African History. Cambridge University Press. 14 (3): 473–490. doi:10.1017/S0021853700012834. S2CID 163037517.