دوتنه:Jpg.jpeg

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اصلي دوتنه(۱٬۰۸۰ × ۷۲۰ پېکسل, د دوتنې کچه: ۴۷۶ کيلوبايټ, MIME بڼه: image/jpeg)

د فضایي موجوداتو ټکنالوژۍ ملیونونه کلونه د انسانانو له ټکنالوژۍ څخه پرمختللې ده:

پوهانو په کراتو در فضایي موجواتو د شتون خبرې کړي او په همدې اساس هغوی د فضایي موجوداتو ملاقات له ځمکې څخه نه ردوي ځکه احتمال لري د هغوی ټکنالوژۍ ملیونونه کلونه د انسانانو له ټکنالوژۍ څخه پرمختللې وي همدا ټکنالوژي دوی سرخ کمک کوي تر څو به اسانۍ سره به کائیناتو کې سفر وکړي . ساینس پوهان په دې باور دي که د فضایي موجوداتو شتون واقعیت ولري نو نشو کولی د دوی سفر څخه ځمکې ته منکر شو. دوی ممکن دومره پرمختللې ټکنالوژي ولري چې په اسانۍ سره وکړی شي د یو ستوري څخه لیدنه وکړي . د ساینس پوهانو په وینا د ځمکې شاوخوا د یوفو (👽 UFO) الوتنې امکان لري او ځمکې ته در سفر کولو غیرعادي هڅې باید یوازې تصور ونه ګڼل شي، نو له همدې امله نه باید خپل ځان ته اجازه ورکړو چې د یوفو لیدنو او یا د هغوی ملاقاتونو ټول راپورونه جعلي و خیالي وګڼو، پوهان ټینګار کوي چې نشو کولی به یقین سره د فضایي موجوداتو ملاقات او د هغوی سفر ځمکې ته رد یا قبول کړو ، خو دا امکان لري چې فضایي مخلوقاتو دمخه ځمکې ته سفر کړی وي، حتی په ځینو مواردو کې د خپل د سفر ځمکې ته یو کوچنۍ نښه هم نه ده پريښې، کله چې د انسانانو او فضایي مخلوقاتو په اړه فکر کوو، نو فضایي موجوداتو ته د یو وحشتناکه او وېروونکي شي فکر کوو، کېدای شي هغسې نه وي، له بل پلوه، امکان لري چې د فضايي موجوداتو ټکنالوژي بېلابېلې کچې ولري . د #فضايي_مخلوقاتو_د_تکنالوژۍ کچه د تصور څخه لوړه ده پرمختللې تکنالوژۍ ممکن دوی سره مرسته وکړي چې د اوږد واټن سفر په لنډ محال کې وکړي، حتی کیدای شي د دوی ټکنالوژي د پرمختګ په هغه کچه کې وي چې مونږ یې فکر هم نشو کولی، له بل پلوه امکان لري چې د فضايي موجوداتو ژوند د کاربن پر بنسټ نه وي . شاید د دوی د ټکنالوژۍ پرمختک د کچې درک کولو لپاره باید خپلې اوسنۍ ټکنالوژۍ ته وګورو او تصور وکړو چې په راتلونکو څو ملیونه کلونو کې به چیرته رسي(څومره نور پرمحتګ به وکړي) په دې حالت کې کولی شو چې یو څه د دوی د ټکنالوژي د پرمختګ کچه درک کړو. د فضايي موجوداتو طبقه بندی لپاره معیار په نظر کې نیول شوی دی چې د دوی د انرژي مصرف پکښې شامل دی، هر څومره چې د فضايي موجوداتو د انرژۍ مصرف لوړ وي هغومره د ټکنالوژۍ پرمختګ احتمال یې هم لوړ دی، په همدې اساس فضايي مخلوقات په دو دستو ۱ او ۲ تقسیم وو . احتمال لري چې فضايي مخلومات په هغه لمریزو سیارو کې ژوند وکړي چې ملیونونه کلونه دمخه له ځمکې څخه رامینځته شوي دي، نو د دوی ټکنالوژۍ هم کېدای شي ملیونونه کلونه د انسانانو په پرتله پرمختللې وي، حتی نشو کولی د خپلې ټکنالوژۍ پرمختګ په راتلونکو زرو کلونو کې تصور کړو، د دې باوجود څنګه کولی شو چې د ملیونونو راتلونکو کلونو د ټکنالوژۍ پرمختګ تصور کړو . په یاد ولرئ چې د انسانانو لخوا د ټکنالوژۍ وده یوازې ۱۰۰۰ کاله دمخه پیل شوې وه، او د علمي میتود ژوند یوازې ۵۰۰ کاله تخمین کېږي ، په همدې اساس څنګه کولی شو د هغې ټکنالوژۍ په اړه خبرې وکړو چې ملیونونه کاله پخوانۍ ده . کېدی شي د لمریزو سیارو اوسېدونکو ټکنالوژي په هغه کچه وي چې د هغه په اړه دقیق تصور حتی د انسانانو تر ټول پوه شخص په خیال کې هم و نه ګرځي .

ژباړه: جمشید “صافی” د نورو ښکلو او په زړه پورې مالوماتو لپاره پاڼه خوښه کړئ👇 جمشيد صافی _ Jamshid Safi د پاڼې تړونی 👇 https://www.facebook.com/جمشيد-صافی-_-Jamshid-Safi-100910928612906/

د دوتنې پېښليک

په يوې نېټې/يوه وخت وټوکۍ چې د هماغه وخت او نېټې دوتنه چې څنگه ښکارېده هماغسې درښکاره شي.

نېټه/وختبټنوکډډېکارنتبصره
اوسنی۱۵:۱۵, ۱۲ جنوري ۲۰۲۱د ۱۵:۱۵, ۱۲ جنوري ۲۰۲۱ پورې د بټنوک بڼه۱٬۰۸۰ × ۷۲۰ (۴۷۶ کيلوبايټ)جمشيد ساپی (خبرې اترې | ونډې)د فضایي موجوداتو ټکنالوژۍ ملیونونه کلونه د انسانانو له ټکنالوژۍ څخه پرمختللې ده:

داسې هېڅ کوم مخ نه شته چې د دغې دوتنې سره تړنې ولري.