دوآب کلی
| دغه ليکنه د تصديق لپاره نورو سرچينو ته اړتيا لري . (February 2017) |
د دوآب کلی دا کلی د سیداباد ولسوالي د تنګې درې په پاسنئ برخه کې موقعیت لری ، دې کلي ته ځکه دوآب وایې چې په همدې کلې کې د شنیز رود د چک په سیند ګډیرې ،ددې کلي اوسیدونکي په قوم وردګ ، د نوري بابا د اولادي څخه د حیدرخیلو، ټاکورخیلو اوحکیم خیلو له پلارګنیو څخه دي ،چې دې سیمې ته تقریبا دری سوه کاله مخکې له خپل اصلي ټاټوبې حیدر خیلو او حکیم خیلو څخه راغلی دي ،ددې کلي پخوانیو یوه تاریخې نهه برجه کلا تقریبا په (۴) جریبه ځمکه جوړه ګړې وه چې ټول خلک پکښې اوسیدل ،چې په (۱۳۶۱) کال د ثور په نهمه د روسانو په یوه سخت بمبارد کې چې (۴۰) دقیقې پرې (۱۲) جټ او هلیکوپتر الوتکو بمبارد وکړ او ګڼ خلک پکښې شهیدان او ټپیان شول ورانه شوه همدا شان ددی کلی اړوند د دری په قریی هم روسانو په ١٣٦٠ کال د دلوی میاشت کی بمبارد وکړ چی ډیر حلک یی شهیدان شول ،ددی کلی اوسیدونکی د درې ،لوړ ،کوډی ،خرني ،کړمبیی، خانخیل ،او ستر کلی کی اوسیږی .ددې کلي خلکو له پخوا څخه له تعلیم سره مینه درلوده چې اوس یې تر (۹۰) فیصده نارینه او تر (۵۰) فیصده نجونې باسواده دي ، (۳۰) فیصده اوسیدونکی یې په بهر کې (۳۰) فیصده د هیواد په نورو ولایتونو کې او (۴۰) فیصده په کلي کې ژوند کوي ، د کلي خلک په ، تجارت ، تعلیم ،بزرګری او مالداری لګیا دي ، په دې کلي کې د امام محمد په نوم متوسطه او د تعلیم القران په نوم مدرسه لري چې هلکان او نجونې پکښې زده کړې کوي په دی کلی کی لوی جامع مسجد په دوه پوړه کی د کلیوالو په مالی مرسته جوړ شوی ،دی کلی په بخوا یوه آبی ژرنده هم درلوده چی خلکو به غنم پکښی اوړه کول چی اوس ورانه ده ،د توری کلا په نوم یوه تاریخی کلا چی د توری کلا د غره په سر ودانه ده او د اسلام څخه د مخه تاریخ ته یی جوړښت ورګرځی هم په دی کلی کی ده ،ددی کلی ډیر اوسیدونکی اوس په امریکا ،کاناډا ،استرالیا جرمنی ،انګلستان ،د خلیج هیوادونو کی ژوند کوی . ،په تیر جهادي بهیر کې د تنکي د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوی احمدجان د جمعیت اسلامی مشران لکه مدیرمحمد شرین ، مولانا محمد موسي ، انجنیر فرید د حزب اسلامي ډیر مجاهدیم او مرکز په همدې کلي کې ؤ .د انقلاب له پیل (۱۳۵۷) کال بیا تر (۱۴۰۰) کال پوري (۱۱۰) تنه پکښې په شهادت رسیدلې .ددې کلي زیاتره ځوانان له پوهنتون څخه فارغ او یا پکښې زده کړی کوی .پخوانی مشهور مشران یې :مرحوم ملک محمد حسن خان ،مرحوم حاجې سیدرسول خان ،مرحوم حاحې غلام حسن خان ، مرحوم حاجې عبدالطیف خان ،مرحوم مولوی عبدالاحد خان ، مرحوم حاجې اخترمحمد خان ، مرحوم حاجې نیازګل خان ، مرحوم الحاج محمدعلی خان مرحوم غلام محی الدین خان ،میراسلم خان ،الحاج محمد صدیق خان مرحوم حاجی عبدالغیاث خان ،مرحوم حضرت الدین خان ،مرحوم مولوی سید حکیم خان ،مرحوم انجنیر عیسی خان او داسې نور ؤ . په اوس کې هم د ټولني خدمتګاران ، الحاج تورن صاحب غلام محی الدین خان ،معلم محمد کبیر خان ، مدیر محمد شفیق صادق ، ډاکتر محمد عظیم ، مولوي عبدالرحمن حکیمي ،ظاهر خان معلم عبدالفتاح ،معلم غلام ربانی ، سرمعلم احسام الدین حاجی خانګل پژمان انجنیر محمد الله نوری ،حاجی محب الله ، دپوهنتون استاذان لکه صبغت الله غورځنګ ، الحاج سیدحسن عدلیار،انجنیر عزت الله سعیدی،د زړه ناروغانو متخصص ډاکتر محمد الله او نور سلګونه استاذان ډاکتران او پوهان د همدې کلي اوسیدونکی دي .
