دنیالګیو پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي دلغمان پوهنتون د کرنې پوهنځی د چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګې محصل

د سرليک متن[سمول]

دنيالګيو پالنه[سمول]

Tending

يو ځنګلی فصل دښی ودې په منظور له لومړيو وختونو څخه غذايې موادو اورڼا ته اړتيا لري. ديو فصل منځته راوړونکې ونې دهمدې ضروري شيانو (غذا او رڼا) دلاسته راوړلو لپاره نه يواځې په خپل منځ کې رقابت کوي بلکې دهغه نامطلوبه انواعو سره هم رقابت کوي کوم چې دځنګل په باندي پخپله راشنه کېږي. کله چې دفصل عمر زياتېږي دهمدي ځانګړو ونو اړتياوي هم زياتېږي.ددې لپاره چې نيالګي ښه او په زړه پوري وده وکړي ،اړينه ده چې پالنه يې وشي .پالنه (Tending)داسي تعريفوو. هرهغه عمليه کومه چې دځوانۍ څخه نيولې دزړښت تر مرحلي پوري ديو ځنګلي فصل دژوند په کومه مرحله کې دهغوي دښه والي په منظور په کار اچول کېږي له Tending څخه عبارت ده.په Tending کېWeeding،Cleaning ،Thinning، Improvement ، Fellingاوهمدارنګه Pruning Climber cutting اونامطلوبه انواعوGirdling شامل دی. خو د Regeneration په منظور قطع اوځمکنې عمليات لکه دخاورې اوړند کارونه، زهکشي، ابياري او کنټرول شوي سوځونه پکې شامل نه دي. دTending او کرنيزو عملياتو تر منځ توپير Tending په هغه نباتاتو کې ترسره کېږي کوم چې له طبيعي اوهمدارنګه مصنوعي Regeneration څخه ترلاسه شوي وي او عموما ديو نوي فصل په لمړيو دوه يا دري کلونو کې هرکال ترسره کېږي چې له هغي وروسته دڅو کلونو په وقفي سره (2يا3څخه تر 10 يا زياتو کلونو پوري چې په تدريجي توګه زياتوالې مومي) ترسره کېږي.کرنيز عمليات اکثره دهغه سيلويکلچري سيستمونو سره اړيکه لري کوم چې په اساسي ډول په طبيعي Regeneration پوري اړه لري او عمومادقطعي څخه وروسته په را تلوونکي کال کې په کار اچول کېږي. اوهمدې اساس دهغوي موده اووخت په ساحه کې ترسره کيدونکو قطعو پوري اړه لري.بل لوري ته په tendingکې pruningشامل دی خوکنترول شوي سوځيدنه په کې شامل نه ده همدارنګه په کرنيزوعلياتوکې Pruningشامل نه دی خوکنترول شوي سوځيدنه او حتی دقطع شوو لرګينوپاتې شونو راتولول هم په کې شامل دي

دنیالگیو بالنی اهميت=[سمول]

Tending دلوړکفيته لرګيودتوليد او په في واحد ساحه کې دعايددزياتوالي سره مرسته کوي په همدي اساس دا يوه مهمه سيلويکلچري عمليه ده پورتني اهداف هغه وخت ترلاسه کيدی شي کله چي Tending په زړه پوري ډول په خپل وخت ترسره شي چې په Plantationsکې درنګړي کولودعملي دنه ترسره کولوله امله يواځي په همدې ايالت کې هر کال د9500 مترمکعب په اندازه لرګی ضايع کيږي. دTending په ترسره کولو کې ستونزې که څه هم Tending يوه ډيره ګټوره سيلويکلچري عمليه ده خو اکثره وختونه ترسره کيدی نه شي. ځکه دا عمليه بايد په يو فصل کې دځوانۍ څخه دزړښت تر مرحلې پوري څو ځله ترسره شي اوهر کال نوي کيدونکې ساحې څخه په زياته ساحه کې ترسره کېږي. په همدي اساس څرنګه چې هر کال نوې کيدونکې ساحه زياتېږي،دTendingکلني کارونه هم ورسره په چټکه توکه زياتوالی کوي چې له امله يې زياتې بوديجې اوپرسونل(اجريوي اوڅارونکي) ته اړتيا ليدل کېږي.له ړدې پرته دکرنيزو عملياتو دزياتوالي (Peak)په وخت کې دکارګرانو کمبود هم يوه ستونزه ده. په بارانې ورځو کې دکار ساحې ته درسيده ګۍ ستونزه، داقليمي شرايطو خرابوالی او دوحشي حيواناتو ډار هم دTendingپه وړاندي ستونزي منځته راوړي چې همدا خراب شرايط دTendingکارونه له ځنډ سره مخ کوي چې دکار دعايد او لرګيو دکموالي سبب کېږي

خيشاوه[سمول]

Regeneration په ټولو ساحو کې (طبيعي وي او که مصنوعي) دنامطلوبه انواعو افرادو زياتره وختونه دمطلوبه نوعې دافرادو په پرتله وختي راشنه کېږي او که مخه يې ونه نيول شي دمطلوبه نوعې دافرادو دخپه کولو اوپه عين وخت کې دهغوي دمړينې سبب کېږي.هرهغه نامطلوبه نبات کوم چې دمطلوبه نوعې افرادو ودې ته ګواښ پيښوي هرزه بوټی بلل کېږي همدي اساس داډول نباتاتو له منځه وړل (لرګين وي او که علفي) خيشاوه بلل کېږي. په بل عبارت خيشاوه دTending له هغې عملې څخه عبارت ده کومه چې دSeedling په مرحله کې په قوريه اويا ځنګلي فصل کې ترسره کېږي اوپه دټولوهرزه قطع اولير ي کول شامل دي.

دخيشاوي اهداف[سمول]

a. دريښو په برخه کې درقابت کموالی b. درڼا دشرايطو ښه والی هرکله چې دمطلوبه نوعې تيغوهنه تکميل شي ژرترژره بايد خيشاوه ترسره شي ترڅو نوي ټوکيدلي نيالګي درڼا اوغذايې موادو په منظور دهرزه بوټو له رقابت څخه وژغورل شي. ديوې عمومي قاعدي په توګه خيشاوه مخکې تردي چې هرزه بوټي نوي ټوکيدلي نيالګي وځپي اوياهم دنوو ټوکيدلو نيالګيو وده وديرېږي ترسره شي. ===دخيشاوي شمير‌ چې بايد يو کال کې ترسره شي=== دطبيعيRegenerationپه برياليتوب باندي ستره اغيزه لري ځکه چې ډيره زياته يا کمه خيشاوه دواړه زيان رسونکې دي پداسي حال کې چې زياته خيشاوه نيالګي دلمر دوړانګو،يخوهني ا و حيواناتو دضرر سره مخامخ کوي.ډيره کمه يي هم دنيالګيو دځپلو له لاري دهغوي دمړيني سبب کيږي په هرکال دخيشاوي شمير او همدارنګه دهغه کلونو شمير چی خيشاوي په کي بايدترسره شي دنوعي اودهرزه بوټو دودي داندازي سره سم توپير کوي خيشاوه عمومآ تردري کلونوپوري ترسره کيږي خو بياهم چټکه نمو لرونکي انواع يواځی په لومړي يادوهم کال خيشاوي ته اړتيالري.

دخيشاوي موسم[سمول]

تعداد(شمير)اودوران

داچې خيشاوه دښه حاصل لپاره يو حياتي فکتوردي نو بايد په خپلو ټاکلو موسمونو کې (دودي په موسم)دښه وکيدنې لپاره ترسره شي .عامي قاعدي په اساس خيشاوه بايد I. دنامطلوبه بوټو دتيغ وهلو په وخت کې . II. او دتيغ دودي دبنديدلو څخه مخکې ترسره شي . کله چې دودي دوران ختم شي نو بيا تيغ وهنه دپرښي او حيواناتو دخوراک څخه مخنيوي ته ضرورت لري او خيشاوي ته ضرورت نه لري.پس ويلاي شو چې خيشاوه دکرلو په وخت کې کله چې باران ودرېږي شروع کېږي اودسپتمبر په اخرو کې پاي ته رسيږي مګر په نرسريانو کې چې مناسب سائز بوټي په لږ وخت کې لاسته راوړي نو خيشاوه په پسرلي اويا ددي څخه وروسته وختونوکې ترسره کوي. بل پلوته دخيشاوه کولو شمير دنامطلوبه بوټو په زياتوالي اود مناسبو نوعو تيغونو دټوکيدلو وده کولو په اندازي پوري اړه لري . Salپه اړه مطالعات ښائی چې بايد دري ځلی خيشاوه شي.اما په نوروبوټو کې دري ځلی په لمړي کال دوه ځلی په دوهم کال اويوځل په دريم کال ترسره کېږي.اوهغه نوعې چې په چټکی سره وده کوي يويادوه ځل خيشاوه کول ورته کفايت کوي . دخيشاوي ددوران څخه مقصد دکلونو شمير دي په کوم کې چې خيشاوه ترسره لازمي دي دانواعو په ډول (قسم)،دودي په اندازي، دنامطلوبه بوټو په زياتوالي اودسيمې حالاتوپوري تړلي دي. په عام ډول خيشاوه دري کاله بايدترسره شي اما ژر وده کوونکي نوعې لپاره يو يا دوه کاله دوران مناسب او کافي دي.

صفاکول[سمول]

دTending هغه عمليه کومه چي sapling په مرحله کي ترسره کيږي اوپه کي دمطلوبه نوعی دټيټو افرادو په شمول دټولو ټيټو بوټو ( shrubs ) ،climbers او نورو قطع کول يا څوکه پريکول شامل دي داډول بوټي عمومآ دمطلوبه نوعی هغه افرادو ته چی ښه وده يې کړي ستونزې پيښوې کله چی فصل دpole مرحلې ته ورسيږي cleaning بيادThinning سره يوځاي کيږي. دcle

دصفاکولواهداف[سمول]

a. درڼادشرايطو ښه والی . b. دريښوپه برخه کي موجودرقابت له منځه وړل. دcleaning موسم ،شميراو موده ددي لپاره چي په زړه پوري نتايج ترلاسه شي ديوي عمومي قاعدي په توګه cleaning بايدپه هغه هموسم کي ترسره شي کوم چی دمطلوبه نوعی وده ييزه موده وي په همدي موده کي نامطلوبه انواع تربل هروخت دهغوي وده زياته ګواښو دصفاکاری شمیر شمير او تکرار دبوټو په ګڼوالي اوتر قطع کولو وروسته دهغوي په وده پوري اړه لري په هغه صورت کي چي بوټي shrubs ډير ګڼ وي او چټکه وده کوی cleaning بايدهرکال ترسره شي ددي پرته دادڅوکلونو په انتروال ترسره کيږي Cleaning عمومآ دsapling په مرحله کي ترسره کيږي اودنبات سره مرسته کوی ترڅوپه سيده او صختمندو poles بدل شي په cleaning کي عمومآ لاندی عمليی ترسره کيږي. i. دهغه بوټو او ژر وده کوونکي علفي هرزه بوټو قطع کول کوم چي داصلي نوعي افرادو ودي

ته ګواښ پيښوي 

ii. دټيټ کيفيت لرونکو انواعو قطع کول کوم چي دلوړ کيفيته نوعي وده تهديدوي iii. دمطلوبه نوعي دناروغه او بدشکله افرادو قطع کول iv. دcoppice نودو شميريوته راکمول v. دclimbers قطع

هرزه واښو ،بوټو او ونو دکمولو متبادله لاره څرنګه چي خيشاوه او cleaning زيات وخت او لګښت ته اړتيالری په همدی اساس دمنصوی او طبيعي Regeneration په ساحو کی بايد داډول بوټو دکمولو په منظور لاندي ټکي په پام کی ونيول شي 1. دخاوری اماده کولو ترمخه دساحي سوځونه هرزه بوټي اود هغوي تخمونه له منځه وړي چي له امله يي هرزه بوټي کموالي کوي . 2. ژوره قلبه ترسره کول ترڅود هرزه بوټو ريښي لوڅي او وچي شي . 3. په نژدي فاصلو کي د نيالکيو کينول ترڅو چتريي ژر سره تماس پيداکړي 4. دتخم دکرلو په پرتله دنيالګيوکينول په زړه پوري دي .

رنګړي کول[سمول]

( Thinning)

ټول ځنګلونه (طبعي منشاء لري او که مصنوعي) خپل ژوندداسې پيلوي چې په في واحد ساحه کې يې دنيالګيو شميردهغه ونو په پرتله ډير زيات وي کوم چې دبلوغت په وخت کې پاتې کيږي . دشمير داکموالې دهغه درطوبت، غذايي مواد اورڼا دمحدوديت له امله وي کوم چې دنباتاتو دودې لپاره موجود وي . په همدې اساس هرڅومره چې نيالګي وده کوي ، ترمينځ يې رقابت هم زياتيږي.دپايښت په منظورپه دې هڅه کې يواځې هغه قوي افرادچې دچاپيريال سره يې ښه توافق کړې وي وړاندې ځي او کمزوري افرادشاته پريږدي همداوروسته پاتې شوي افراد کوم چې په تدريجي توګه دغذايي موادواورڼا دکموالي له امله مري ،ديو هم عمره ځنګل دچتر لاندينطبقې تشکيلوي ددوې دمنځه تګ له امله په في واحد ساحه کې دونوشمير په تدريج سره کميږي . که څه هم دشميرداطبيعي کموالې دتنو دطبعي شاخه برۍ دعمودي(ارتفاعي) ودې د زياتوالي او دقوي اونيغواستوانه يي تنودپاتې کيدولامل ګرځي بيا هم داکارحتی دغالبوونوپه وده ناوړه اغيزه کوي په همدې اساس ددې لپاره چې راتلونکې فصل (ځنګل)دناوړه اغيزوڅخه وساتل شي اړينه ده چې دځنګل په في واحد ساحه کې بايد دنباتاتوشميردعمرپه زياتيدوسره په تدريجي توګه راکم شي په بل عبارت فصل بايددعمر په زياتيدوسره رنګړې شي نوپدې اساس Thinning داسې تعريفوو: رنګړي کول (Thinning)هغې قطعې ته ويل کيږي کومه چې په يونارسيدلي ځنګل کې دپاتې کيدونکوونو دودې اوشکل دښه والي په منظورترسره کيږي خوچترپه کې په دايمي ډول نه پرانستل کيږي. په رنګړي کولوکې دونو دشميرکموالې دطبيعي Regeneration په منظور استعماليدونکوسيلويکلچري سيستمونوکې دونودشميردکموالي سره توپيرلري ځکه چې پدې سيستمونوکې چترپرانيستل کيږي اودنوونيالګيودټوکيدنې په منظورپه کې دايمي خاليګاوې جوړيږي.خوپه رنګړي کولوکې بيادايمي خاليګاوې نه جوړيږي داځکه چې Regeneration درنګړي کولوهدف نه دې .درنګړي کولوڅخه هدف دپاتې ونودشکل اوودې دښه والي په منظورهغوي ته دوده يزې ساحې برابرول دي . په همدې اساس ځينې وختونه درنګړي کولوپه منظورترټولوزياته قطع د Regeneration په منظورترسره کيدونکې کم ترکمه قطعې سره برابره وي ، په رسيدلوونوکې درنګړي کولودعمليې ترسره کول طبعي Regeneration ته لاره هواروي . Importance of thinning: د رنګړي کولو اهميت

.دځنګل درنګړي کولو عمليه يوه ډيره مهمه عمليه ده چې له امله يئ دونو تر منځ ناوړه رقابت ختميږي اوونې دموجودو غذايي موادو څخه ښه استفاده کولې شي چې په پايله کې يې دونووده په زړه پورې وي .ددې عملې يو شمير ګټې پلاندې ډول دي

۱.دالومړنی عايد په لاس ورکوي . ۲.درنګړي کولوعمليه دآخري توليدشکل تعينوي . ۳.دادودې داندازې ديوشانوالي په ‌ذريعه د لرګي کيفيت ته وده ورکوي . رنګړي کول دونې په ژوندکې دوه،درې اوياتر شپږ ځلوپورې تکراريږي کوم چې دونې په نوعې اودودې په حالت پورې اړه لري .دټولو په پايله کې يې دپاتې شووونو حالت ښه والی کوي .

درنګړي کولواهداف[سمول]

• دځنګل څخه ترلاسه کيدونکولرګيودخالص توليداوپه پايله کې دپيسوزياتوالې . • دترسره شوې پانګه اچونې څخه وختي ګټه پورته کول چې داهدف درنګړي شوونباتاتو دخرڅلاواودفصل دوده ييزدوران دکموالي له لارې ترلاسه کيداې شي. • .دکوچني سايزلرګيوتوليدچې دهمدې لرګيوڅخه په بيلابيلوطريقوګټه پورته کيږي. • په ځنګل کې دسالموشرايطوپرځاې ساتل. • دمطلوب کيفيت اوميخانيکي پياوړتيالرونکي لرګي توليد. • په مرطوبوځنګلونوکې دخام هيومس دتجزيې تضمين . • دناروغيودرامنځته کيدو څخه مخنيوی . • دونوترمينځ دفاصلې يوشانوالی . • دخرڅلاولپاره دزيانمنوشووونوليرې کول. • دپاتې کيدونکوونو ښه وده. که په ځنګل کې رنګړي کونه ترسره نه شي په پايله کې يې نرۍاو اوږدې ونې دباداونوروفزيکي عواملوپواسطه ماتيږي ياتاويږي اوياهم دبيخه ويستل کيږي ددې ترڅنګ واوره هم نرۍ اوږدې sونې متضرره کوي . • دودې دکنټرول په منظور . • دعمرياژوندددوران دکنټرول په اساس • دپراختيا دکنټرول په موخه خو بياهم درنګړي کولوپه عمليه کې لاندې ستونزې ښايي وجودولري • ښې او خرابې ونې سره يوځاې داسې ولاړې وي چې تر منځ يې فاصله يو شان نه وي په همدی اساس ښی ونې يا هغه ونې چې په يو شان فاصلو کې ولاړې وي پريښودل کيږي .. • ځينې ځنګل داران کوښښ کوي چې دخرابو خصوصياتولرونکې ونې ولټوي اوځينې نور ښې ونې لټوي او ساتنه ئې کوي چې په رقابت کې وروسته پاتې شوې ونې پکې ليرې کيږي.

===درنګړي کولولپاره اساس===

س ددې لپاره چې درنګړي کولوعمليه په ښه توګه ترسره شي اړينه ده چې ځنګلداربايدپه ځنګل کې دموجوده ونوپه اړه پوهه ولري يعنې دی بايدټولې هغه ونې وپيژني کومې چې په رقابت کې ترنورووړاندې تللي او په راتلونکي کې دودې لپاره په زړه پورې وي .همدارنګه هغه ونې چې په رقابت کې شاته پاتې شوي اوکوم راتلونکې نه لري ،بايدوپيژندل شي ،ددې ترڅنګ دونوهغه مطلوب شميربايدپه پام کې ونيسي کوم چې له ټاکلې ساحې څخه په سمه توګه استفاده کولې شي دهمدې هدف لپاره دونودصنفونوپيژندل ضروري دي . دونوصنفونه په هندکې ديوهم عمره ځنګل معياري صنف بندي په لاندې ډول ده . I. غالبې ونې (Dominant Trees) (کلاس سمبول:I او لنډيز:D) ټولې هغه ونې کومې چې ترټولولوړپانيزچترمنځته راوړي اوپاسني ښاخونه يې ازادوي داونې ښايي دهغوي دتاجونودنسبي آزادوالي اوحالت له مخې په لاندې ډولونووويشل شي: i. Predominant Tree لنډيز: DI په دې صنف کې ټولې هغه لوړې ونې شاملې دي کومې چې دچترعمومي پاسنۍ سطحه منځته راوړي داډول ونې له عمودي رقابت څخه خلاصې وي.

ii. Co dominant Tree لنډيز:D2 هغه نورې غالبې ونې کومې چې د DI څخه لنډې او لوړوالې يې دهغې ۶/۵برخه تشکيلوي. غالبې ونې بيا دقوت اوصحت په اساس په لاندې ډولونو ويشل کيږي: a) هغه ونې چې تاج يې عادي وده کړې وي اوتنه يې ښه شکل لري . (کلاس سمبول :Ia) b) هغه ونې چې تنې اوتاوجونه يې نمګړتياوې لري . (کلاس سمبول :Ib)په دې کې لاندې ونې شاملې دي . 1) هغه ونې چې دتاج ساحه يې دګاونډيو ونوپواسطه تنګه شوې وي . 2) Advance Growth چې ترمينځ يې فاصله کمه وي . 3) هغه ونې چې مرکزي ښاخ يې دوشاخه شوې(Forked)وي اوياهم دې ته ورته نيمګړتياو ې ولري. (c) هغه ونې چې تنې يا تاجونه يې ډيرې نيمګړتياوې ولري يعنې Ib ته ورته نيمګړتياوې ولري خو تردې اندازې چې له امله يې دوې ډير کم اويا هيڅ ارزښت نلري. (کلاس سمبول:Ic) (d) قمچين ډوله ونې (Whips) يعنې هغه ونې چې ډيره نرۍ تنه اومنقبض تاج لري اودګاونډيود دملاتړپرته ژوندنشي کولاې. (کلاس سموبول :Id) II. مغلوبې ونې (Dominated Trees) (کلاس سمبول:II او لنډيزd) هغه ونې کومې چې دډيرلوړپانيزچتربرخه نه جوړوي خو پاسني ښاخونه يې په بشپړه توګه دګاونډيوونوترسيوري لاندې نه وي راغلي اوارتفاع يې دDI ونو۳/۴ په اندازه وي داونې بيا په لاندې ډولونوويشل کيږي: a. هغه ونې چې تاج يې عادي انکشاف کړې وي او تنه يې ښه شکل ولري . (کلاس سمبول:IIa) b. هغه ونې چې تاجونه اوتنې يې نيګړتيالري. (کلاس سمبول :IIb) III. متاثره شوې يا ځپل شوې ونې (Suppressed Trees)

   (کلاس سمبول :III   او لنديز يې s)

له هغو ونو څخه عبارت دي کومې چې د DI ونود۱/۲څخه تر۵/۸پورې لوړوالې لري اوپاسني ښاخونه يې په بشپړه توګه دګاونډيوترتاثير لاندې وي اوياهم دټولواړخونوڅخه دهغوې ترسيوري لاندې وي که چيرته يوه کوچنۍ ونه چې دځپل شوې ونې په اندازه لوړوالې ولري او په يوه تصادفي خاليګاه کې داسې ولاړه وي چې پاسنې ښاخ يې اذادوي بايدد Dيا d په کلاس کې ونه وشميرل شي . IV. مړې اومړژواندې ونې (Dead and moribund trees) (کلاس سمبول : VI او لنديز يې m) په دې کلاس کې کږې ياډيرې کږې قمچين ډوله ونې شاملې دي . V. ناورغه ونې (Diseased trees) (کلاس سمبول : V او لنډيز يې k) هغه ونې کومې چې تر دې بريده دپرازيتونوتريرغل لاندې راغلې وي چې وده يې په جدي توګه اغيزمنه شوې وي اوياهم داډول ونې په ساحه کې دګاونډيولپاره يو خطروي ددې کلاس لنديز k لهCanker څرګندونه کوي داونې ښايي په لاندې ډولونوصنف بندي شي ، (a) Dominant (کلاس سمبول : Va) ( ( b Dominated and Suppressed (کلاس سمبول


معمولي ياله ښکته خواڅخه رنګړي کول(Ordinary thinning)

        کله چې فصل له لومړيومرحلوڅخه اووځي اودچترتوپيرپکې پيل شي ،ميخانيکي رنګړي کونه خپل ارزښت له لاسه ورکوي داهغه وخت دی چې پکې په رقابت کې وړاندې تللې اووروسته پاتې انواع پيژندل کيږي پدې وخت کې هم رنګړي کولوته اړتياليدل کيږي چې پدې رنګړي کونه کې وروسته پاتې ونې ليرې کيږي څرنګه چې پدې رنګړي کونه کې قطع دچترلاندېنيو کلاسونوڅخه پيل اوپه تدريجي توګه دپورتني چتر په لوري ځي له همدې امله ورته Low thinning  يا German thinning  اويا ښکته خواڅخه رنګړي کول (Thinning from below) هم ويل کيږې خواوس ورته معمولاً Ordinary thinning ويل کيږي. درنګړي کولوداميتودډيرمروج دی اوپکې ديوفصل ټيټ افراد دمينځه وړل کيږي چې دمتاثره اوياځپل شووونوڅخه پيل ،ورپسې مغلوبې ونې اوپه پای کې پکې ځينې غالبې ونې هم قطع کيږي .

پدې ميتودکې اساسي ټکې دهغه ونو ليرې کول دي کوموچې په قسمي اويابشپړه توګه په رقابت کې ماتې خوړلي وي داډول ونې عموماًکوم راتلونکی نه لري اودريښـــو په برخه کې درقابت له لارې دغالبوونوپه وده ناوړې اغيزې کوي ددې پرته داډول ونې کــمزورې اوځپل شوې وي اوپه اسانۍ سره دحشراتواو فنګسونو تريرغل لاندې راځي چې داغالبوونوته هم ګواښ پيښوي . ددې پرته داډول ځپل شوې اومــغلوبې ونې داورخــــطرزياتوي اولــــــوړو(غـــالبــــو)ونــــوته دClimbers ختلوته لاره هواروري په طبعيت کې داډول ونې په تدريجي توګه مري اوله همدې امله دغالبوونوپه وده ناوړه اغيزه کوي ددې لپاره چې دپـــــورته يادوشووناوړه اغـــــيزوڅخه فصل وساتل شي اودخرابيدوترمخه ورڅخه ګټه پورته شــــــي اړينـــــه ده چې ځنګل داران يې پخپله له مينځه يوسي اودطبعيت کارسرته ورسوي .

.دعادي رنګړي کونې په اړه دتاجونورنګړي کول :(Crown thinning) دې ډول رنګړي کونې ته French thinning، High thinning اويا Thinning from above هم وايې پدې طريقه کې رنګړي کول په خاصه توګه دغالبوونوڅخه شروع کيږي پدې ډول رنګړي کونه کې ناروغه ،خرابې ،کم ارزښت لرونکې غالبې ونې په مکمل ډول ليرې کيږي کم ارزښت لرونکې ونې په انفرادي ډول په ډيرې خوښۍ سره ليرې کيږې مغلوبې اومتاثره تنولرونکې ونې پکې ساتل کيږي خوپدې شرط چې مړې ،مړژواندې ،اوناروغه نه وي ځکه هغه دلازياتې ودې قوت لري .ناروغه ،متاثره ،اوخرابې ونې دمغلوبونوعودودې په وخت کې ليرې کيږي پدې رنګړي کونه کې دتاج دپورتني کلاسونوڅخه زياتې ونې ليرې کيږي چې دې ته دتاجونورنګړي کول وايي .



دتاج درنګړي کونې په اړه. انتخابي رنګړي کونه : (Selection thinning) هغه رنګړي کونه ده کوم چې په مختلف العمره نباتاتوکې ترسره کيږي دانتخابي رنګړي کونې ياSelection thinning په نوم ياديږي يادرنګړي کولوهغه ميتوددی کوم چې په يوځنګل کې دمنتخب ترکيب ساتنه کوي .اود هر ډول قطر لرونکوکلاسونوڅخه په کې کافي استازي وجودلري پدې وجه په ټولوچتري کلاسونوکې ترسره کيږي اودلاندې خصوصياتولرونکې کلاسونه پکې ليرې کيږي . پدی کې مړې شوې ،مړ ژواندې اوناروغه ونې ليرې کيږي . • پدې کې هغه ونې ليرې کيږي کومې چې دخپلوګاونډيوونووده له هرپلوه زيانمنوي. • هغه ونې کومې چې دګاونډيوڅخه کم ارزښت لرونکې وي . • ټيټ کفيت لرونکې ونې.کومې چې دنيالګيوديوښه ګروف دپاسه ولاړې وي همدارازدغه نيالګي بايدهم رنګړي شي . • هغه ونې کومې چې ځانګړې اهميت نه لري. Selection-Thinning اوCrown-Thinningترمينځ تفاوتونه Crown thinning Selection thinning په هم عمره ځنګلونو کې دتطبيق وړ دې .

دا صرف په غالبوونو کې ترسره کيداې شي .

لوړچتر لرونکوونوته پکې توجو ورکول کيږي. په مختلف العمره ځنګلونو کې دتطبيق وړ دې . په ټولو چترلرونکو کلاسونو کې تر سره کيږي . پدې کې دونو لانديني چترونو ته توجوورکول کيږي .

Climber control کلمبر نه يواځي په ځوانو ځوانو ځنګلي ساحو کې دنوو توليد شو ونو لپاره يو تهديد دي بلکه دځنګلي فصلونو لپاره هم تهديد دي . هر کله چې صفايې کېږي بايددقطع کولو پواسطه او يا هم دبيخه ويستلو پواسطه کنټرول شي. په شرايطو کې چې کلمبر ډير زيات وي نو خاص او ځانګړي تدابير ددوي دقطع کولو لپاره نيول کېږي. خو دکلمبر دکنټرول تر ټوله ښه لاره داده چې بايد قطع شي. غليظ اومتراکم کلمبر په دوه طريقو سره قطع کېږي .يو دقاعدي (سټی)سره او بل سټی څخه پورته خواه کې پس ويلاي شو چې قطع کول دګڼو کلمبرونو لپاره ترټولو مؤثره طريقه اولاره ده اما دکمو کلمبرونو لپاره چې متراکم او ګن نه وي ښه لاره داده چې بايد دTuber څخه وروسته دباران په دوران کې کله چې ځمکه نرمه وي دبيخه ويستل شي. Girdling

دحلقي ياکړۍ په شکل دونې دتنې څخه دپوستکي لري کول د Girdling په نوم ياديږي.دا عمل دونې کردچاپيره دحلقي په شکل چې دونې دوچيدو سبب کېږي صورت نيسي دپوستکي پتۍ د تني څخه ګرد چاپيره دځمکې دسطحي څخه د(۱-۲) فټه پورته ليري کېږي. دي پروسه کې دونې او ريښو ترمنځه رابطه کمېږي دغه پروسه کيدای شي چه د (۴-۱۲) پوري مياشتي په برکې ونيسي.

شاخه بري[سمول]

څرنګه چې د ميوه لرونکو ونو ، د قوي ارزښت لرونکي لرګيني ونو او د سيوري په منظور کرل شوي نباتاتو لپاره د اوبو، غذائې مــــــــــوادو ، خيشاوې ، د سرې استعمال ، دخاوري اصلاح ، کيمياوي درمل ،آفت وژونکي او داسي نور ضروري ګڼل کېږي . نو په همدی لحاظ شاخبري هم په نوموړو نباتاتو کې د زيات حاصل او توليددلاسته راوړلو لپاره او همدارنګه د ښه لرګې (timber) د توليد لپاره ضروري ګڼل کېږي چې مختلفي ونې په مختلفو شکلونو شاخبري کېږي . د شاخبري تعريف :- شاخبري يوه هارټيکلچري او سيلويکلچري عمليه ده کوم چې دوني د برخو لکه ښاخونو (branches)،غوټيو(buds)او ريښو(roots)په انتخابي شکل قطع کول يا ليري کول پکې شامل دي .دونو شاخبري کول دنوموړوونودراتلونکي حاصل ورکولولپاره يوغوره،ارزښتناکه اواصلاح کوونکې لاره ده .شاخبري کول د هغه عمليې څخه عبارت دی کوم چې دولاړو ونو د اصلاح او د لرګي (Timber) د توليد لپاره ، ژوندی (شنه) څانګې ، مړه (وچ شوي) څانګې او زياتره شنه ضعيفې او وچ شوي ضعيفې څانګې ليري کېږي . شاخبري يوه کلنۍ پروسه ده چې دونی اود پاڼو د سطحي څخه چې د وني وده ځنډوي د نامطلوبو څانګو ،تيغونو او ښاخونو د ليري کولو څخه عبارت دې . شاخبري په حقيقت کې يوه قد ټيټوونکي عمليه ده ځکه چې د ونې زياتره وده کوونکي برخې لېري کېږي او دشاخبري پواسطه کيدای شي چې کله چې ونه څه وخت په حاصل راشي او په همدی حاصل باندي دوامداره پاتي شي . د ميوه لرونکی ونو لپاره په جلا ډول شرايط نيول کېږي او دلرګيو د توليد په منظور جلا شرايط په نظر کې نيول کېږي نو مونږ د هغه اصولو څخه يادونه کوو چې په عمومي ډول سره دلرګيو (timbers) اودميوي د تول

دشاخبري اصول يا شرايط[سمول]

1. ونه بايد يواځی د استراحت په مرحله کې شاخبرې شي حتی که چيری تل شنی وني هم شاخبري کېږي بايد د کال په هغه موسم کې چې هوا ډيره يخه وي او نمو توقف کړي وي تر سره شي. 2. هغه څانګې بايد قطع شي کوم چې د ونې د تنې سره د(۳۰) درجی څخه په کمه اندازه زاويه اود (۴۵) درجی څخه په زياته اندازه زاويه جوړه کړي وي . 3. دوني اطرافي ښاخونه بايد دوني دتني () برخي څخه زيات نه وي نو ځکه دا ډيره مهمه ده چې کله چې په ونوکې شاخبري اجرا کېږي نو د ونو ډير لوی ښاخونواو غټوالي څخه مخنيوي وشي 4. د امکان تر حده کوښښ وشي تر څو د وني تنه د (۳) متره په اندازه د ښولرګيو د توليد په منظور وروزي. 5. کله چې يوه لويه څانګه قطع کېږي نودا ډيره مهمه ګڼل کېږي چې قطع کونه د بيرون له طرف څخه وشي. 6. د شاخبري پواسطه کولای شو چې د لمر رڼا او وړانګې د وني ټولو برخواواعضاوو ته ورسوو. 7. شاخبري دوني لرګي نوي او قوي کوي او قوي څانګو، شاخچو او ګلانو ته ادامه ورکوي. 8. شاخبري دوني د اندازي د کنټرول لپاره مهمه ده تر څو په اسانه ډول ميوه راټوله شي . 9. د شاخبري پواسطه کـولای شو چې دونې څخه بيکاره څانګې لـېري کـــــــــــــــړو لکه :- وچ ، مات او يو پربل تېر شـوي ښاخونه . 10. ټول پاڼريژي ،ميوه لرونکي،او تل شني وني دی د شاخبري په وخت کې شاخبري شي تر څو چې د ريښو او څانګو تر منځ ئي نسبت پيدا شي . 11. ټولي ځواني وني دی شاخبري شي . 12. پخي وني دی درنه او قـــــــوي شاخبري شي په ځانګړی ډول هغه وني چې کمزوری وده او نمو لري 13. دوني پورتنۍ برخه دی نسبت لاندينۍ برخې ته ډيره شاخبري شي . 14. د شاخبري لپاره مناسب وختونه د پسرلي او مني موسمونه دي چې په ګرمو سيمو د مني په موسم کي او په يخو سيمو کي د پسرلي په موسم کي تر سره کېږي . 15. د ځوانوونو د لوړوالي د مخنيوي لپاره د نايتروجن استعمال په دقيق ډول تنظيم کړی ځکه چي د ډير نايتروجن استعمال د وني وده زياتوي اودډيری شاخبري کولو لامل ګرځي . 16. ټولي هغه نودی چې دونی د کمزورې کېدو لامل ګرځي بايد شاخبري شي په ځانګړي ډول هغه څانګې چې د قطع شوي ښاخ د ساحي څخه شنه (زرغوني) شوي وي . 17. هر هغه څوک چې شاخبري کول غواړي بايد د مربوطه نبات د ميوي نيولو په عادت پوه اوسي ځکه چې ځينې ونې د څانګو په څوکو ، ځينې ئي په اړخونو کې او ځينې ئي په منځ کې ميوي کوي . 18. شاخبري بايد د يو خاص هدف لپاره تر سره شي لکه دوني دلوړوالي د کنټرول ،دلمر د رڼا اوهوا دداخليدو لپاره يا د ښه کيفيت کرونکي لرګي (timber) د لاسته راوړلـــــــــو لپاره تر سره شي. 19. د نبات د پوستکي د ويستلو څخه دی ډډه وشي . 20. د شاخبري سامان الات دی بايد تيره او پاک اوسي او لاندي ټکي دی په نظر کې ونيسي

      A: - ټولي څانګی دی لنډي پريکړل شي سټه ياکونده دی نه پريښودل کېږي 
     B ‌‌:- پاکه غوڅونه دی وشي او په زخمي ځای کې دی نيلې او ريښي نه پريښودل کېږي.

21. ونه دی په مکمل ډول په يو ځل نه شاخبري کېږي يعنې يو ځل دی په کې ځينې څانګي قطع شي اوبيا دی ټوله ونه د نظره تيره شي اود بلي څانګې د قطع کولو لپاره دی بيا تصميم ونيول شي . 22. 4Ds څانګي دی پری شي :- 1- Disease ناروغه 2- Damaged زيانمنه 3- Deformed بد شکله 4- Died مړه او وچې 23. ټولو ميوه لرونکو ونو ته کلنۍ شاخبري ضروري ده دلومړي کال په شاخبري کې ونې ته د شکل ورکولو په صورت کې ونه قوی ، غښتلي او مناسبه وده کوي او د ميوې نيونه ، حاصل راټولول او زراعتي عملئي اسانه کوي او مناسبه شاخبري د وني قوت ساتي او په ځوانو ونو کې د حاصل ورکول زياتوي. 24. شاخبري د ونو د ميوي ورکولو څانګي زياتوي او په څنګ کې د ميوي د ړنګي کولو مصارف کموي . 25. په شاخبري سره د وني ناروغي ، مړی ،زخمي او غيرضروري څانګي پري کېږي چې په نتيجه کې وني صحتمنده راځي . 26. شاخبري وني د تل لپاره ځوانی ساتي . 27. په شاخبري کې ټولي زړي او زيانمني شوي برخي بايد ليري شي او نوي برخي ئي وساتل شي چې پدی کې تر ټولو قوي وده شامله ده . 28. شاخبري بايد د وني ظرفيت لوړ کړي او ددی چترۍ ته د زياتي رڼا د ننوتلو زمينه برابره کړي . 29. شاخبري د ونو تر منځ ګڼه ګوڼه کموي . 30. د ميوي انکشاف ته وده ورکوي او د فصل او وني ظاهري بڼه لوړه او ښه کړي . 31. وني بايد د قوي ودي او غوره ميوي د ساتلو لپاره بايد په جدي توګه شاخبري شي. 32. مناسبه شاخبري بايدد يو خوانه ونه د يو مستقل چوکاټ په درلودلو سره وروزي او هر څومره چې امکان لري د توليد سطحه ئي لوړه کړي او بايد دوني دطبيعي ودي د عادت په ضد ونه اوسي . 33. شاخبري بايد دوني دعمر په اوږدو کې دوام ولري ترڅود وني څخه زياتي څانګي ليري شي او د وني سايز او شکل جوړ او وساتل شي . 34. کله چې ځنګلي وني (17feet) لوړوالي ته ورسيده نو بايد شاخبري شي . 35. که وغواړو ښه حاصل لاسته راوړو نو وني بايد په (16feet) کې ددوی ښاخونه په کمه اندازه ووهل شي . 36. که چېرته دا هم نشي کيدلي نو بيا وني په (8feet) کې ښاخونه ووهل شي تر څوپه کافي اندازه حاصلات لاسته راوړو. 37. د ونو د پاڼو د شنه کيدو اودپاڼو د غورځيدو په وخت کې بايد د شاخبري څخه مخنيوی وشي .

د شاخبري ګټي[سمول]

(Advantages of pruning):- شاخبري د نبات لپاره ډيري ګټي لري که چېرته په سمه توګه وپالل شي نو ځنګل ته په بشپړه توګه زياتوالې ورکوي 

1. د بيکاره لرګيو شتون کمېږي . 2. وني نسبتاقوي کېږي . 3. د ميوي کيفيت او کميت اصلاح کېږي . 4. وني ته ډيره قوي وده ورکوي يا دوني وده تېزوي. 5. د مړو لرګيو يا وچو لرګيو له منځه وړل د لرګي (timber ) کيفيت او کميت ښه کېږي . 6. د غوټيو کمول ،له منځه وړل او يا د غوټيو مخنيوي کوي. 7. د ميوي ټولول او نور کرنيز عمليات د شاخبري پواسطه اسانه کېږي. 8. د ونو د ميوه نيوونکو څانګو پورتنۍ برخې تناسبي چوکاټ شکل جوړوي. 9. دونو د بيلابيلو برخو څخه د ښاخونو قطع کول يا د هغه ښاخونو قطع کول کوم چې په نورو ونو باندي سيوری کړې وي يا ګڼ وي چې ددی قطع کول د وني لپاره ډيره ګټوره وي . 10. د وني په ريښه کې په عين وخت کې غذا او غذايې مواد ذخېره او ساتل شوي وي او په پاڼو او ښاخونو کې ذخېره او ساتل شوي نه وي نو ددغه غذايې موادو د ليری کولو لپاره بايد شاخبري تر سره شي . 11. شاخبري په ونه کې د بدني ودی او ميوي د ساتلو د ساحي تر منځ توازن ساتي . 12. د ځوانو نباتاتو د شاخبري کولو لپاره غوره ساختماني شکل جوړ شي .

دشاخبري تاوانونه[سمول]

(Disadvantages of pruning  ) 

1. شاخبري عموما ډير ګران کار دي چې په خاصو سببونو سره په پراخه اندازه محدود شوي وي . 2. شاخبري دډير پاملرني وړ مهارت ته ضرورت لري . 3. د ونو شاخبري کول په خصوصي توګه دونو د د ودې په قوت پوري اړه لري چې د څانګو د شاخبري کيدلو څخه دغه لوڅ شوی ځای د امراضو او حشراتو پواسطه د حملې لاندی راځي . 4. د شاخبري زخمونه کولای شي چې وني ته امراض او حشرات داخل کړي نو شاخبري بايد د وني د ودی په وخت کې اجرا نه شي . 5. د شاخبري څخه وروسته کيدای شي چې وني صحتمنده وي ليکن زيات شمير حشرات د هری خوا څخه پری را چاپير شوي وي . 6. هغه کوچني ښاخونه چې ډير په اسانۍ سره قطع کېږي نو زخمونه جوړيږي او د پتوجن لپاره د ننوتلو اجازه ورکوي او د وني ورستيدل رامنځته کوي .

د شاخبري اهداف[سمول]

(Objectives of pruning ) 

1. د ونو دشاخبري کولو څخه عمومي هدف د ودی تنظيم ، دميوي د اندازي او کيفيت دښه والي ، د وني دشکل او بڼی د اصلاح او د ساختماني چارو لپاره د ښه لرګي د توليد دلوړيدو او اصلاح په منظور تر سره کېږي 2. دشاخبري کولو پواسطه د وني لوړوالي او پراخوالې کنټرولېږي . 3. شاخبري د وني د قوت لامل ګرځي . 4. د وني د لوړوالي په کنټرول سره ددوا پاشی ستونزه کميږي . 5. د وني عمر او اصلاحاتو د زيا تيدو لامل ګرځي . 6. څرنګه چې د شاخبري پواسطه په ونه کې ښاخونه ډيريږي نو د ښاخونو په ډيريدو سره حاصل هم ډيريږي. 7. شاخبري د ميوې غټوالی ، رنګ او خوند زياتوي . 8. د ناروغه څانګو په پريکولو سره د ډيرو ناروغيو مخنيوی کېږي . 9. د وني دلوړوالي په کنټرول کيدو سره د وني څخه ميوې په اسانۍ سره راټوليږي . 10. په ونه کې هوا اود لمر وړانګي ښه داخليږي

کوم ښاخونه دشاخبري په وخت کې قطع کېږي[سمول]

1. هغه ښاخونه چې د (45 ) څخه زياته او د (30) څخه په کمه اندازه د وني د تني سره ئي زاويه جوړه کړي وي بايد قطع شي . 2. هغه ښاخونه چې د لويو زاويو لرونکي او د ماتيدو امکانات يې زيات وي او همدارنګه هغه ښاخونه چې د وني اطراف او جانب ته وده او نمو کړي وي بايد قطع شې . 3. هغه ښاخونه چې يو دبل له پاسه قرار ولري . 4. هغه ښاخونه چې لاندي يا عمودي نمو ئي کړي وي . 5. هغه ښاخونه چې په مرض اخته وي . 6. مات شوي ښاخونه بايد قطع شي . 7. زخمي شوي ښاخونه بايد قطع شي. 8. Sucker يا هغه ښاخونه چې د ريښو څخه ئي نمو کړي وي بايد قطع شي . 9. هغه ښاخونه چې يو د بل سره موازي وي او په راتلونکي کې يو د بل مزاحمت کوي بايد قطع شي 10. هغه وچ شوي ښاخونه کوم چې د وني مرکزي برخي ته د لمر شعاع دمانع کيدو سبب کېږي بايد قطع شي. 11. ټول (water sprout) يا هغه ښاخونه چې په وديز موسم کې شنه او تيزه وده ولري بايد قطع شي ▷ Sucker ▷ Whorls ▷ Epicormic branches ▷ Vertical ▷ Crossing ▷ Co-dominant ▷ Poorly-attached ▷ Dead or broke ▷ Rubbing branches ▷ Narrow crotches ▷ Competing leaders ▷ Stub or broken branches ▷ Shaded interior branches ▷ Downward-growing branches ▷ Heading back or growth diversion


12. که چېري يوه ونه سيوري کوونکي وي او دوني ارتفاع او وده له منځه ځي نود وني دښکتنيو برخو څانګي تري ليري شي او په يوه کال کې دوني څانګي په عمودي ډول قطار مه شاخبري کوي . 13. کله چې د غټو څانګو قطع کول غوره کړل ددوۍ څخه نيمګړي ښاخونه ځای پر ځای شوي وي . 14. Pruning when there ,s a branch collar :- د تنی د يو پړسيدلي ساحې څخه چېر ته چې څانګې د تنی سره يو ځاي شوي وي دغه څانګي تاو شوي معلومېږي نو د تاو شوي ځای سره يو ځای قطع شي . 15. Pruning when there’s a collarless union: - هغه ساحه چې پړسيدلي نه وي اوددغی ساحي څخه چې څانګې يې د تنی سره په کمه اندازه يو ځای شوي وي نو دغه څانګې په کم اندازه تاو شوی شکل لري نو د څانګې د پوستکي موړه په ښکاره کې قطع کوي. 16. Pruning when it’s a co dominate stem: - کله چې څانګې د ساقې څخه ډير جګي وي او د څانګې د پوستکي لاندينی برخه د ساقی په خارجي برخه کې نښتي وي بايد قطع شي.

دځنګلي ونو دشاخبري کولو اجزاوي=[سمول]

1. Heading back cutting 2. Thinning 3. Topping 4. Raising 5. Reduction 6. Dead heading 7. Restoration 1- Heading back cutting:- د يوی ونی د منځنۍ نقطی څخه د قطع کونې څخه عبارت دی د ساقې چې د ودې په حال کې وي لکه د ساقې د بغلونو څانګې او غوټي ليري کېږي دا په عمومي ډول د يو ورايټي د روزل شوو نباتاتو لپاره اجرا کېږي

2- Thinning: - دشاخبري يو غښتلي او پياوړی شکل دي او يوه رنګړي شوي قطع کونه ده او يوه بشپړه ټوکيدني، دوني يوه لويه څانګه يا ښاخ چې ددي د منشا څخه وي ليري کېږي په عمومي ډول د thinning په کارولو سره وني ته دوباره ژوند ورکوي اودډير پاخه ، رسيدلي يا زاړه ونو ،کمزورو ونو ،هغه ښاخونه چې مشکل رامنځته کوي او ډيره تيزه وده لرونکي ښاخونو په ليري کولو سره اجرا کيږي.

کله چې thinning په صحيح توګه اجرا شي نو دنوي ودي لپاره چې د ډيری قوي ميوو او ګلانو په ساختمان کې مرسته کوي او داد ګلابو دشاخبري کولو لپاره او دپريښودل شوي ونو په څانګو کې شروع کېږي يا دډيرو څانګو او بوټو (shrubs) ددوباره نوي کولو لپاره اجرا کوو . 3ـ Topping: - د شاخبري يو جلا کوونکی شکل دي کوم چې د وني د ساقي (trunk) يا يو څه غټ ښاخونو څخه د ټولو ښاخونو ليري کول او د ودی څخه غورځول پکې شامل دي که چير ته (topping) په صحيح توګه تر سره شي نو دډير ځوانو په ونو کې استعماليږي او د(pollarding) يا څپره يا چجه جوړوني او د يو (Espaulier) په شکل استعماليدای شي . 4ـ Raising: - د يوی ونی څخه په ترتيب سره سپکې څانــــــــــــــــــــــــــــګې ليرې کيږې او د ودانيو (تعمير) ، ګاډيو ، د پيادرو او د نندارتونونو لپاره صاف تياريږي. 5- Reduction: - د يوي وني سايز کمول اکثره وخت د خنډونو دليري کولودګټورتوب لپاره تر سره کيږي او د يوي وني ارتفاع او خپاره شوي څانګې ليري کول د شاخبري کوونکي د لارښوونکي پواسطه بشپړ شوي دي اود څانګې څوکي جانبي څانګو ته چې په کافي اندازه غټوالی غوره کړي وي او دڅوکي برخي ئې ((د قطع شوي ساقې د قطر د برخی څخه ډير کوچنی )) د (topping) سره مقايسه شوي وي او (reduction) د وني دشکل اوساختماني بشپړتيا سره د پاملرني وړ مرسته کوي . په باغونو کې اکثره وخت ميوه لرونکي وني ددوباره ودي ورکولو د ګټورتوب لپاره قطع شوی وي او دميوو د بسته بندي د اسانتيا لپاره کوچني وني د پاملرني وړ دي او په باغونو کې د شاخبري نظام ډير پلان شوي دي او دهر يوي وني يو مهم توليدي فکتوردی.

6ـ Dead heading: - د ښکلا او زينت لپاره استعماليږي چې دګلانو اودګلانو د سرونو د ليري کوني يوه عمليه ده چې ديوڅو هفتو لپاره د ګلانو غوټۍ جاري ساتل کيږي يا ددوباره غوړيدلو د انکشاف لپاره اجرا کيږي اويا د تخم نيوني د مخنيوي لپاره اجرا کېږي. 6- Restoration: - دغه شاخبري ونې ته د شکل او ساختمان د اصلاح کولو په منظور د څوکلونو لپاره تر سره کيږي. ولې مونږ ځنکلي وني شاخبري کوو:-

شاخبري يوه هارټيکلچري او سيلويکلچري عمليه ده چې د ونو لپاره يوه ډيره ګټوره معالجه ده چې هر څوک ئې په ولاړو ونو کې اجرا کولای شي او دلاندی فکتورونو په  اساس تر سره کېږي :ـ ۱ـ  د غوټيو پواسطه چې کومی پيښي رامنځته کېږي د هغوی کمول او د عالي درجی صاف لرګې د توليد زياتول .
۲ـ ساقې د ورو ورو نري کيدلو څخه ساتي .

۳- د (white pine blister rust ) مرض کمول . ۴ـ دونې د انرژي او تغذيې د زيرمو په حاصلخيزو تيغونو تمرکز کول تر څو چې دغه ونه لا زياته او ګټوره شي . ۵- دځنګل د تنظيم اود ميوو د اسانه راټولولو لپاره مناسب اوچتوالی او پراخوالی بر قرار ساتل اود رڼا اود دوا پاشۍ لپاره د څانګو تر منځ خاليګاو ساتل . ۶- د آفتونو او امراضو د کنترول لپاره . ۷ـ‌ دمات شوو ښاخونو يا هغه ښاخونه چې وچ شوي وي له منځه وړل . ۸- د ونو لاندی دلمدي ځمکې د وچولو لپاره چې د لمرد رڼاد مستقيمې داخليدو ته لاره پريښودل شي ځکه چې دډير وخت لپاره دلوندوالي له کبله وني د حشراتوپواسطه زيانمنيږي. ۹- دونې د ودی او دميوو تر منځ پريمانه توازن تر يوه حد پوري په ونه کې د کاربوهايدريت او نايتروجن يو ځای والي پوري اړه لري کله چې دغه عناصر پوره وي نو وده ئې چټکه وي او زيات حاصل منځته راوړي او که چېر ته دغه عناصر کم وي نو وده ئې ضعيفه وي او ميوه ئې هم کمه وي او همدارنګه ددوۍ څانګې بايد منظم وروزل شي چې له يوې خوا ئي وده کنټرول وي او له بلې خوا د ميوو د زيات توليد سبب وګرځي . ۱۰- The treatment of individual trees  :- د سيلويکلچر يوه مهم څرګنده شوی بڼه ده چې ممکن دونو تنظيمول ،شکل اود انفرادي ونو توليدي قوه د مستقيمي معالجي پواسطه اجرا کېږي .


شاخبري د ونې چتر (canopy) يا ريښي ګڼوالې د کيمياوي موادو او هورمونونو غوښتنې او نوری مداخلی (منځګړيتوب) که چېرته پخپل وخت سره اجرا شي نو د ودی نخښي بدلوي اودونې ارزښت دلوړولو لپاره په نظر کې ونيول شي ۱۱- Crown and Canopy thinning:- دتاج اوچترۍ رنګړي کونه د رڼا د زياتوالي او د باد په مقابل مقاومت کولو لپاره ترسره کېږي او د وني دهری خوا څخه د انتخاب شوي څانــــــــــګو ليری کولو پواســــــــــــــطه تر سره کېږي چــــــــې دا يوه عمليه ده کوم چې د ونی مخالف (ضد ،مقابل) آب و هوا حالات اصلاح کېږي .

۱۲- Crown canopy lifting :- د تاج په لوړونه د هغه ښاخونو قطع کول شامل دي کوم چې ډير لوړوالی لري  
د شاخبري دغه تخنيک په عمومي ډول په  ښاري محيط کې لکه د دولت دمحافظت او د غوره ښکلاګانو لپاره د وني شکل او د لرګي (timber) د ارزښت د لوړولو لپاره استعماليږي .

۱۳-Directional Or Formative Pruning:- د مناسبو څانګو ليري کول ونه په ساختماني شکل جوړوي او د وني شکل ښه معلوميږي .ِِِِِِِِِِِِِِِِِِ ۱۴-Vista pruning :-‌په يوه ونه کې د منظری په خاطر شاخبري کول دي . ۱۵- Crown reduction :- د يوی ونې ارتفاع او تاج د يوی انتخابي قطع کونې پواسطه کميږي او په ميوه لرونکو ونوکې دصافې قطع کونې اودميوی دکيفيت دلوړولو لپاره کوچني څانګې ليری کېږي . ۱۶- Pollarding:- دشاخبري يو‌منظم شکل دی چېرته چې پاڼريژی انواع چې دوباره شاخبري شوي وي او کال د استراحت په دوران کې دونو د سرونو قطع کول اجرا کېږي او دغه عمليه عموما د (Juvenile) په ونو کې اجرا کېږي نو دوی شديدو عملياتو ته توافق ورکولای شي . ۱۷- For Wood Quality:- شاخـــــبري د لـــــرګې د کيفيت د ښه کولو لپاره يوښه طـــــــــريقه ده ځکه چې په ساقـــه بانـــدی که چيرته زخـــې او دی ته ورته نور شيان مــــــوجــــود وي نو دغـــــه د لرګــــې په اوږدوالي،ډبل والي،شکل او کيفيت باندی تاثير اچوي.

کله چې لرګې د زخو او نورو شيانو څخه پاک وي نودغی لرګي ته (clear wood) وائي چې په عمومي توګه ددی لرګيو څخه په فرنيچرو ،ساختماني چارو،فرشونو او نورو کې تری استفاده کېږي.

که چيرته د ونې ساقې شاخبري نه شي نو ددي لرګې داخلي ساختمان تخريبيږي او که چېرته د ونې ساقې شاخبري شي نودلرګې داخلي ساختمان هم قوي کېږي او د غوښتنی وړ لرګې لاسته راځي نو په نتيجه کې وايو چې شاخبري دلرګې دکيفيت دښه کيدو لپاره هم ګټور وي. ۱۸-For wound dressing:- ټولې وني او بوټي د ژونديو ښاخونوڅخه شيره ،کنډاو ريزين مستقيما بهوي ياپه بل عبارت دغه مايعات هغه وخت بهيږي چې کله چې يو ښاخ،ساقه ياغټ ښاخ قطع شي په عمومي توګه د بوټو او ونو څخه ددی مايعاتوبهيدل ضررنه لري که څه هم په بعضې حالاتو کې که چير ته دډير وخت لپاره پريښودل شي نو بيا ونه تخريبيږې. دادوني د زخمونود ملهم کولو لپاره يا دونې دزخمونوددوباره ترميمونې لپاره او يادتخريب ددوباره ترميموني په اساس تر سره کېږي. دونې ملهم کونه بايدزر تر زره دونې دزخم درامنځته کيدو سره سم تر سره شي مګر دا بايد په ياد ولرو چې دونو ملهم کول دونودخرابوالي يا د ناروغيو درمل نه ودروي دا يواځې دونې دناروغۍ او خرابوالي د مخنيوي په اساس ترسره کيږې.

۱۹- For safety :- دهغه څانګو ليرې کول کوم چې د غورځيدلو ،زخمي کيدلو او ياد تخريبيدلوپه سبب ترسره کيږي او يا د هغه څانګو غوڅول يا سرکپول کوم چې دکوڅويا دلارو په اوږدو کې ځوړند منظره جوړه کړی وي اويا په بل عبارت د هغه ښاخونو ليري کول کوم چې د کرلولپاره تری ګټه اخيستل کيږي او کيدای شي چې دهغه انواعو مخنيوی وکړي کوم چې نه کرل کيږي. ۲۰- For health :- د نبات د صحت لپاره دښه کيدو لپاره لاندی څانګې شاخبري کيږي:- • د حشراتو دحملې لاندی راغلي څانګې • د آفتونو پواسطه تخريب شوي څانګې • په امراضو اخته څانګې • په هوا کې ځوړند څانګې • يوپربل پراته څانګې • رقابت کوونکي څانګې • زخمي شوي څانګې • مات شوي څانګې ۲۱-For aestatics:- دا هغه وخت ترسره کيږي کوم وخت کې چې دوني څانګې په طبيعي ډول قطع شوي وي اود ونې د ښايسته کولوپه منظور مونږ شاخبري تر سره کوو. ۲۲-For Improve:- دا هغه وخت ترسره کيږي چې کله ونه غير منظمه وده ولري يعنی دميوو حاصلات يو دم زياتيدل يا د ميووحاصلات يو دم کميدل اوداسي نورو داصلاح کولو لپاره ترسره کيږي. ۲۳ـFor commercial value :- دونو شاخبري کول کيدای شي چې په زياته اندازه د لرګيو تجارتي ارزښت ولري دشاخبري پواسطه کيدای شي چې د٪(۲۰) څخه تر ٪(۲۵) پوری زياتوالې وکړي. ۲۴-For economical value :- دونو شاخبري کول اقتصادي ارزښت لرونکي دي ځکه چې لرګې يې په تجارتي ډول خارجي ممالکو ته ليږدول کيږي او ميوي يې په ملي اوبين المللي سطحه د ارزښت وړ دي.

په شاخبري تاثير کوونکى عوامل[سمول]

1- وخت (time ) 2- موقيعت (يخ سيمي او گرمې سيمي) 3- اقليمي شرايط :- • هوا • رڼا • لنده بل (رطوبت) 4- امراض او آفتونه 5- کيمياوي موادو استعمال 6- انسانان 7- حيوانات

دشاخبري وخت[سمول]

د وني د ودي په وخت کې شاخبري کول ښه نه دي ځکه چې پدی وخت کې د فنګس په رقم (fungoid) خطرناک امراض او د حشراتو حملی زياتي وي نو ځکه زخمونه يې په کاميابی سره پراخيږي او ونه کمزوري کيږي چې وروسته ئي علاج په کاميابۍ سره نه کيږي د شاخبري کولو لپاره ښه وخت د استراحت مرحله ده. شاخبري عموما په دوه موسمونو کې اجرا کيږي :- B د پسرلي په موسم کې د يخو سيمو نباتات شاخبري کيږي A د مني په موسم کې د ګرمو سيمو نباتات شاخبري کيږي . د ژوندي (شنه) ښاخونو دشاخبري کولو لپاره ښه وخت د استراحت مرحله ده او شاخبري د ژمي په اخري وختونو کې يا د پسرلي په لومړني وختونوکې د پاڼو د شنه کيدو څخه مخکې وشي . کله چې يوه ونه په متوسط اندازه يا مناسبه اندازه حاصلات ورنکړي نو شاخبري پکې اجرا کيږي او د حاصلاتو د ډيرښت لپاره ډير موثر تماميږي او همدارنګه په روغو ونو کې هم شاخبري اجرا شي چې په راتلونکي کې د لوړ کيفيت لرونکي توليدات توليد کړي . که چير ته شاخبري په صحيح توګه اجرا شي نو د ځنګلي ونو د ميوي يا حاصلاتو لاسته راوړلو لپاره ډير ګټور تماميږي.

سرچینې[سمول]

سيد جماالدين افغانی پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه