دمهمو ککړونکو سټنډرډي غلظت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ککړونکي[سمول]

(pollutants)

ککړونکی له هغو موادو څخه عبارت دی چی په چاپیریال کی دانسان پرصحت اود ژوند پرکیفیت باندی ناوړه اغیزه لری اوهمدارنګه دایکو سیستم طبعی دندو مخنیوی او مزاحمت کوی. دککړتیا ډیرعلتونه شته دنفوسوګړندی وده ،خلکومهاجرت دکلیو څخه ښارونو ته دصنعت پراختیا او د حمل اونقل وسایلو زیاتیدل ،دمناسب استوګنځی نشتوالی ،دابو ناسم استعمال ،دځنګلونو قطع کول ،بادونه ،سیلابونه ،دحشراتواوآفت وژونکو دواګانو استعمال او د راډیواکتیف موادو اوداسی نورو استعمال دی

دککړونکو ډولونه[سمول]

(Types of pollutants )

بیولوژیکی ککړونکی[سمول]

چی دغه ډول ککړونکو کی ویروسونه بکتریاوی او نور مایکرو اورګانیزمونه لکه امیب ،شجیلا ،سلمونیلا،اوداسی نوري بکترياوي.

کیمیاوی ککړونکی[سمول]

په دغه ډول ککړونکو کی فوسیلی منابع افت وژونکی په زیاته اندازه کیماوی مرکبات لکه ( Co2)، ( So3) ، ( Co) اوداسی نور .

فزیکی ککړونکی[سمول]

هغه ککړونکی چی دفزیکی عواملو په واسطه مینځ ته راځی لکه دباد په واسطه تودوخی ،رڼا ککړتیا چی دکورنیو پاتی شونی لکه بوتلونه پلاستیکونه او داسی نورچی دپورته عواملو په واسطه محیط ته ککړتیا علاوه کوی .

دهوا ککړونکی[سمول]

(Air pollutants)

دهوا ککړونکی په لاندی ډول تعریف کیږی : په اتموسفیرکی دداسی موادو شتوالی په داسی غلظت سره چی وکولی شی دانسان پرصحت اود ژوند پرکیفیت اوچاپیریال باندی ناوړه اغیزه رامینځته کړی .

دهواککړونکودوه عمده ګروپونه[سمول]

لومړنی ککړونکی[سمول]

(primary pollutants)

دغه ډول ککړونکی په مستقیم ډول دصنعتی سرچینواو دحمل اونقل وسایلو څخه اتموسفیر ته خپریږی په دوی کی لاندی غازونه شامل دی : کاربن مونواکساید( co) ،کاربن ډای اکساید ( co2 ) ، سلفرډای اکساید ( so2)، امونیا ( NH3) ، هایدورجن سلفاید (H2s ) ، نایتریک اکساید( No2)، هایدروجن فلوراید( Hf) ، او(particulate) لکه ګرد ،دود( smoke) یره ( Ash) بدبویه بخار ( Fumes) ، راډیو اکتیوتی مواد او هایدرو کاربونونه.

دوهمی ککړونکی[سمول]

( secondary pollutants  )

دغه ډول ککړونکی دکیمیاوی اوفتوکیمیاوی تعاملاتو په نتیجه کی مینځته راځی چی دلومړنیو ککړونکواونورواتموسفیری اجزاوو( Constituents) دتعاملاتو څخه لاسته راځی لکه سلفرترای اکساید (SO3 ) ، الدیهایدونه ،کیتونونه، پراکسی ، اسیتایل ،نایترایت ( PAN) اوزون ( O3) پراکسی بنزول ددوهمی ککړونکو ډولونو په توګه یی ذکر کولی شو . ددوی تولید (پیدایښت) په اتموسفیر، تروپو، ګرافیک، میترالوژیکی شرایطو اوطبیعت او همدارنګه دلومړنیو ککړونکو په غلظت پوری اړه لری .

دامریکا دهوا ککړونکو تقسیم بندی[سمول]

دامریکا دچاپیریال ساتنی موسیسی ( EPA) شپږ اصلی ککړونکی دمعیاری توګه غوره کړی ده اوپه دوو ګروپونو یی تقسیم کړی دی . ۱ـ اولیه ککړونکی : هغه مواد دی کوم چی مستقیما دمنبع څخه اود محیط هوا ته واردیږی او په دی ډله کی (۵) پنځه ککړونکی co,No2,So2 ، مغلق ذرات چی قطریی (۱۰) میکرون څخه کم دی( Pm10) اوسرپ ( Pb) دی. ۲ـ ثانوی ککړونکی : هغه مواد دی چی دځمکی شا وخوا هواکی دکیمیاوی تعاملاتو په اثر مینځته راځی چی پدی ګروپ کی داوزون ګاز( O3) دمثال په توګه یادکړو.


دهوا مهم ککړونکی او دهغوی سرچینی[سمول]

۱ـ ګازونه ۲ـ فوتو کیمیاوی اکسدایز کوونکی ۳ـ مفر عضوی مرکبات اوهایدورکاربونونه ۴ـ دهلوجن مرکبات ۵ـ ( Smog) دود ۶ـ په هوا کی معلق مایعات ۷ـ ګرد،غبار یا ذرات ۸ـ داوبوبخارات

دهوا ککړونکی غازونه[سمول]

دسلفر(ګوګړو) مرکبات[سمول]

ګوګړ هغه ماده ده چی په طبیعت کی په خالص اویا هم دمرکباتو په شکل دنورو عناصرو سره پیداکیږی او ( O2) سره ترکیب یا یو ځای شوی چی دګوګړو اکسایدونه منځ ته راوړی .لکه: So_So2_So3_So4_S2O3_S2O7 په مقایسی ازمایښت کی دپورتنیو ټولو اکسایدونو تشکیل موجود دی خو په ازاده هواکی ( So2) او ( So3) ګوګړ په لاس راځی . S02_1 دایوبی رنګه غیر منفجر مرکبات دی چی تقریبا په ( 3PPm) مخر ش بوی اوسوزک لرونکی بوی لری اواصلی منبع چی ورڅخه تولیدیږی طبعی منابع اودانسانانو فعالیتونه دی دیونړیوالی سروی له مخی تعین شوی دی چی (۱۴۶) میلونه ټنه ( So2) مواد اتموسفیرته اذادیږی . د( So3) او ( So2) سرچینی طبعی سرچینی اتشفشانونه اوپه هوا کی د (H2S ) هایدروجن سلفایو اکسیوی کیدل په هوا کی لکه هایدروجن سلفاید چی دعضوی موادو دتجزیی څخه تولیدیږی .


انسانی سرچینی دفوسیلی موادو دسون څخه لاسته راځی لکه دډبروسکاره ،غاز،نفت،اوهغه مشتقات دسلفوریک اسید دتولید کارخانی ،دګوګړو برابرولوکی دګاز اونفتو د تصفیه کارخانی اودبرق دستګاوی ،دګوګړو په ټولو ډولونو د ډبروسکاروکی د7% ـ 0.2 اندازه فرق لری.

دګوګړواکسایدونو تاثیرات په موادو[سمول]

اکسایدونه معمولا دفلزاتو دزنګ وهنی اود هغوی دتخریب سبب ګرځی اوهمدارنګه معلق ذرات دسترګو دلیدلو اندازه کموی دګوګړواکسایدونو تاثیرات په نباتاتو باندی دګوګړو اکسایدونه دنوروګازونو په شان دنباتاتو په پاڼوکی دسوریو له لاری بین الحجروی خلاو ته ننوزی چی دداخلیدو څخه وروسته دنباتاتو پاڼی دچټک کیمیاوی غبرګون سره مخ کیږی چی دکم غلظت سره دموقتی توقف سبب اود زیات غلظت په وجه دنباتاتو دمړینی سبب ګرځی . په هوا کی دزیات دګوګړواکسایدونو شتون دزیات وخت لپاره په تیزابونو بدلیږی اوپه ځنګلونو اود ځنګلونو په ځمکو بدی اغیزی لری . دګوګړو اکسایدونو اغیزی په انسانانو باندی (So2 ) او ( So3) یوازینی غازونه دی چی کولای شی په تنها ډول دیوی ناروغی باعث شی مجموعی مضر اثرات ددی ناورغیو عبارت دی له :دتنفسی ناروغیو زیاتوالی ،دپوزی شاوخوا سوزاک ،ستونی اوتنفسی مجراوو وچوالی اوبرانشیت ناروغی . انسان یوی ارامی اوخاموشی فضا ته ضرورت لری اومنفی تاثیرات اومتضرره عوامل دغږیزی ککړتیا په کلی ډول په لاندی ډول سره دی : » خفګان اوعصبی ناراحتی » ستړیا دخفګان سره نا ارامی » دایمی یا مواقتی بدلون دانسان په ژوند کی درګونو دانقباض اود زړه ضربان دتغیرله مخی » نواقص دغوږونو اودوجود په نورو برخو کی نقصانونه .

کاربن مونو اکساید[سمول]

(Co ) کاربن مونو اکساید ډیر قوی زهری غاز دی ،بی خونده او بی رنګه غازدی په اوبو کی غیر منحل اودری نسبت هوا ته سپک دی .

Aـ کاربن مونو اکساید طبعی سرچینی (Natural Sources)

کاربن مونو اکساید دکاربن لرونکو موادو دسکرو نامکمل اکسدیشن په نتیجه کی تولیدیږی په طبیعت کی داتشفشانی انفجاراتو کاربن لرونکو موادو دهوا په غیاب کی ( Anaerobic) دتجزیی څخه خاوری دمیکرو اورګانیزمونو په واسطه او په اتموسفیر کی دمیتان داکسیدیشن څخه لاسته راځی . Bـ انسانی سرچینی کاربن مونو اکساید دانسان دمختلفو فعالیتونو په نتیجه کی تولیدیږی لکه دفوسیلی ( Fossil) محروقاتو اوبقایاوو ( Refuse) دسوځیدو څخه دصنعتی اونقلیه وسایلو ( Exhaust) فضولاتو(Wastes ) اودخانیاتو داستعمال څخه دسکرت لوګی ( Co 400Pmm)لری . دنقلیه وسایلو انتشاری سرچینی لکه اورګاډی ،موټری نقلیه وسیلی اوهوایی صنعت (Air crofts ) دهغه عمده منابع دی همدارنګه دځنګلونو سوځیدل یوه زیاته اندازه اتموسفیر سره یوځای کوی .

کاربن مونو اکساید اغیزی[سمول]

کاربن مونو اکساید یو زهری غاز دی کله چی په کمه اندازه تنفس شی دخفه کیدو سبب کیږی (Co ) دتنفس په اثر په وینه کی انتشارکوی او دهیموګلوبین داو سپنی لرونکی پګمنت سره تعامل کوی اوکاربوکسی هیموګلوبین ( Co_Hb) جوړوی (Co )مونو اکساید داکسیجن دانتقال قابلیت وینی ،حجرو اوانساجوته کموی اودلازم مقدار اکسیجن سره یو ځای کیږی ( Co) دزیات غلظت دتنفس په وخت کی ممکن دسردردی ،ستړیا اوبالاخره دمړینی سبب ګرځی .

نایتروجن اکساید[سمول]

(NOX ) معمولا نایتریک ( No) اونایتروجن ډآی اکساید ( No2) دنایتروجن اکسایدونه دی چی دواړه د( NOx) په واسطه ښودل کیږی


نایتروجن اکساید سرچینی ۱ـ طبیعی سرچینی ۲ـ انسانی سرچینی Aـ طبعی سرچینی: دخاوری بکتریا ډای نایتروجن اکساید آزادوی چی داتموسفیرداکسیجن سره تعامل کوی اونایتروجن اکساید جوړوی N2O+O__________2NO Bـ انسانی سرچینی: معمولا نایتروجن اکساید دنایتروجن لرونکو موادو د احتراق څخه تولیدیږی چی عبارت دی له: ډبروسکاره ،تیل ،طبعی ګاز او ګازولین.

دنايتروجن اکساید اغیزی[سمول]

نایتروجن ډای اکساید په خاوره کی دنایترایتونو او نایتریتونو څخه تولیدیږی د اتموسفیر درطوبت په موجودیت کی په نایتریک اسید ( HNo3) بدلیږی چی دتیزابی باران باعث کیږی کله چی دهایدروکاربونونو سره یوځای فوتوکیمیاوی ( Photo Chemical Smog) جوړوی . دا دود (لوګی) مخکی له مخکی دککړونکو خبر( Precursor) را وړونکی دی دا په تنفسی ناحیه ( Tract) زړه اوسترګو باندی اغیزه کوی .

هایدروکاربونونه[سمول]

هایدروکاربونونه د هایدروجن او کاربن لرونکی عضوی مرکبونه دی یا په بل عبارت هایدروجن دکاربن لرونکی عضوی مرکبونه چی دهایدروکاربنونو په نوم یادیږی لکه : میتان ،ایتان اونور... دهایدروکاربنونو سرچینی Aـ طبعی سرچینی: هایدروکاربنونه دغاز اوقسما دسوځیدلو (Particulate) په شکلونو آذادیږی همدارنګه راز راز ونی اونباتات په زیاته اندازه هایدروکاربنونه منتشروی ( Paddy ) ځمکی په زیاته اندازه میتان تولیدوی همدارنګه بکتریا په آبی رسوبونو اوخاوروکی دهوا په نشتوالی کی دعضوی موادو دتجزیی څخه میتان تولیدوی میتان د(۳) او(۷) کلونو پوری په اتموسفیرکی پاتی کیږی. Bـ انسانی سرچینی: مختلف انسانی فعالیتونه په زیاته اندازه هایدروکاربونونه اتموسفیرته اذادوی عمده انسانی فعالیتونه دادی: پطرولو،دډبروسکرو ،لرګیو سوځیدلو پاتی شونو اود تبخیرکیدونکو محلولونو اوهمدارنګه دهغو کورو محصولاتو چی مړی په ایرو بدلوی شامل وی.

دهایدروکاربنونو اغیزی[سمول]

اروماتیک هایدروکاربونونه دانسان پرصحت باندی زیاتی زیان راوړنکی اغیزی لری نسبت الیفاتیک ته په عمومی ډول پخپله هایدروکاربنونه ډیرمهم زیان راوړونکی ندی لاکن کله چی ددوی نایتروجن

اکسایدونو سره یوځای شی( Photo Chemical Smog) جوړوی چی دانسان دصحت دخرابیدو سبب کیږی دغه مرکبونه دسترګو دسوزش ( Irritation) اوسږو ته زیان رسوی .

دهوا ککړونکو ستاندردی غلظت[سمول]

دهوا ککړونکی ستاندرد دخبرتیا مرحله داخطار مرحله اضطراری مرحله

P.P.M P.P.M P.P.M P.P.M کاربن مونواکساید 9 15 30 45 سلفردای اکساید 0,14 0,3 0,6 0,8 نایتروجن ډای اکساید 0,05 0,065 0,3 0,4 ځورندي ذری 260

    • 375
    • 625
    • 875

هوا ککړونکو مختلفی مرحلی د اذادی هوا دستاندرد په مقایسه (معادل 24 ساعته ) 8* معادل ** میګروګرام په متر مکعب کی .

دهوا دککړونکودتولید په اساس دهیوادونو لیست[سمول]

دهیواد نوم شماره هندـ ښارونه لکه احمدابا د،ریفور،

لومړی درجه 

چین مرکز اونورښارونه یی دوهمه درجه ایران مرکزاو خرم اباد ښار دریمه درجه پاکستان ښارونه یی لکه : پیښور،کراچی ،راولپینډی

څلورمه درجه

عربستان پيځمه درجه افغانستان شپږمه درجه بنګلدیش اوومه درجه مصر اتمه درجه منګولیا نهمه درجه عربی امارت لسمه درجه اوکراین

 یوولسمه درجه

پیرو

دولسمه درجه

روسیه دیارلسمه درجه آزربایجان څوارلسمه درجه زیمبیا

پینځلسمه درجه

المان

شپاړسمه درجه

انګلستان اوولسمه درجه امریکا

                اتلسمه درجه

قرغزستان نوولسمه درجه ډومینکین جمهوریت

                شلمه درجه

اندونیزیا یوویشتمه درجه افریقا

                دوه ویشتمه درجه

فرانسه

درویشتمه درجه

داوبو ککړونکی[سمول]

داوبو په فزیکی ،کیمیاوی او بیولوزیکی حالاتو کی ناوړه بدلون عبارت داوبو ککړونکی څخه دی . ککړی یاچټلی اوبه هغه دی چی (پاشلی) اوګنده عضوی موادو اوناروغیو مکروبونو اوطیفلی موجودات ولری له دریدلو څخه یی عموما ناوړه بوی اوبد خوند راپیداکوی اوکیدای شی چی اوبه دظاهری شکل له پلوه رڼی وی خو ګڼ شمیر مرضی میکروبونه په کی داوبو ککړونکی مهم اسباب ښایی هغه څیزونه وی چی هوا څخه ور ننوځی یاداسی ناپاکه څیزونه چی خلک یی ډنډوکی یا روانو اوبو ته ورغورځوی مثلا :دتشنابونو اوبه ،دبیت الخلا ګانو ،غوجلو اویا دناپاکو ډنډونو داوبو جذب له کبله ککړیږی داوبوککړتیاڅخه هرکال تقریبا (۱۴،۰۰۰)خلک مړه کیږی چی پدی کی زیاتره دڅښلو دچټلو اوبو له امله دی .

داوبوککړونکو ډولونه[سمول]

دیوی ټاکلی منبع په واسطه ککړتیا[سمول]

( Point Source)

پدی حالات کی ککړونکی په مستقیم ډول اوبوته داخلیږی اودهغی منشاء اومنبع دتشخیص وړ وی .

دیوی ناټاکلی منبع په واسطه ککړتیا[سمول]

(Non-Point Source  )

په دی حالات کی ککړونکی په غیرمستقیم ډول په یوه پراخه سطحه کی خپریږی دغه ککړتیا دژوند چاپیریال لپاره ډیره مضره ده اوککړتیا په یوه پرخه منطقه کی خپریږی دهغی مخنیوی اوکنترول ډیر مشکل دی نسبت هغی ککړتیا ته چی دیوی مشخصی منبع څخه نشریږی. ددی ډول ککړتیا کنترول ډیرسخت دی داډول ککړتیا دغیر مشخصو منابعو څخه دژوند په چاپیریال کی رامینځته چی دریابونو ،رودونو،بحرونو او دځمکی لاندی اوبو ککړتیا سبب کیږی .

دځمکی لاندی اوبو دککړتیا عوامل[سمول]

په سطحی معدنونوکی موجود کانونه او منرالونه[سمول]

چی دتغیر اوتبدیل په اثر په ککړونکو عواملو بدلیږی داوبو سره دانحلال او مخلوط کیدلو وروسته داوبو دککړیدو سبب کیږی دهغو طبعی کیمیاوی موادو سره دمثال په ډول سطحی جاری اوبه (چی دباران څخه لاسته راځی ) کله چی د ډبرو سکارو دمعدنونو څخه تیریږی داوسپنی ډای سلفاید (پیرایت) سره د ډبرو سکارو سره یوځای په خپل ځان کی حلوی او وروسته دکیمیاوی تعامل په اثر دهوا سره په سلفوریک اسید سره تبدیلیږی چی دځمکی لاندی دمختلفو قشرونو د مخزنونونه تیریږی چی دهغی دککړتیا سبب کیږی .

دښاری فضله اوبو جمع کیدل[سمول]

په ځانګړی ډول میده ریګی او اهکی حوزو کی داخلی شی پخوا له دی چی دبکتریاو په واسطه تجزیه شی مستقیما او په اسانی سره دځمکی لاندی اوبو ذخیروته نفوذ کوی اود هغوی دککړتیا سبب ګرځی .

راډیو اکتیویتی ضایعات[سمول]

رادیو اکتیو یتی مواد او اتومی خځلی د ځمکی لاندی اوبو دزیرمو یو له مهمو ککړونکو څخه دی دهغوی ددفع (اطراح) لپاره نن ورځ یوله هغو طریقو څخه دهغوی ښخول په ځمکه کی دی همدارنګه په ځمکه کی د رادیواکتیویتی ضایعاتو پر ښخولو برسیره دځمکی لاندی هستوی انفجارونه هم دځمکی لاندی اوبو ککړیو سبب کیږی .

سطحی اوبو ککړونکی[سمول]

صنعتی ککړونکی[سمول]

زیات صنعتی ضایعات هغو حیواناتو ته چی په اوبو کی ژوند کوی سخت زیان اړوی دغه ضایعات دخنثی کولو لپاره په اوبو کی په زیات اندازه منحل اکسیجن په مصرف رسوی په اوبوکی دژوندیو موجوداتو دضرورت وړاندازه اکسیجن کمیږی اوهغوی په مرګ تهدیدوی .

دبلی خوا ددی ضایعاتو ډیرسمی اوزهری دی اوپه اوبو کی دژوندیو موجوداتو (ایزیان) دمسمومیت سبب ګرځی لکه درانده فلزات، سیماب،سرپ، مس اونور په اوبو کی نایتروجن اوفاسفورس لرونکو ترکیبونو داخلیدل داوبړیو درشو سبب ګرځی چی اوبه دیوی غیر طبعی مزی لرونکی کیږی ،په اوبو کی موجود اکسیجن کمیږی اودنورو ابی موجوداتو دمړینی سبب ګرځی او وروسته داوبو ککړتیا سبب کیږی .

دکورونوفضله اوبه[سمول]

ټول پاکونه (فاضله اوبه) چی سطحی اوبوته داخلیږی په اوبوکی داسی ترکیبونه داخلوی که چیری خنثی نه شی اویا میکرو اورګانیزمونو په واسطه تجزیه او تخریب نشی په اوبو کی د ژوندیو موجوداتو لپاره ډیر زهرجن خطرونه مینځته راوړی .

زراعتی فاضله مواد[سمول]

په فارمونو کی همیشه په زیاته اندازه حشر وژونکی اونور درمل استعمالیږی کوم چی زهری ککړونکی په مشخص ډول په سیندونو اوجهیلونو کی دژوند لپاره خطرناک دی ځکه دغه زهری مواد ددی توانایی لری چی داوږدی مودی لپاره په اوبو کی باقی پاتی شی .

همدارنګه په فارمونو کی په زیاته اندازه کیمیاوی کودونه استعمالیږی کوم چی داوبو په مسیرکی مینځل کیږی چی اوبه رسونه اوژوند زیانمن کوی او همدارنګه دغه سره په اوبو کی نایتریت اوفاسفیت دتشکیل سبب ګرځی چی داکسیجن دکمښت لامل کیږی . همدارنګه اهلی حیوانات اوبوته نژدی څرولو په نتیجه کی فاضله مواد داوبو په واسطه مینځل کیږی چی دغه اورګانیکی مواد په اوبو کی دنایتروجن داضافه کیدو باعث کیږی چی په نتیجه کی داکسیجن کمښت رامینځته کوی. ښاری فاضله مواد: داچی په ښارونو کی ګڼ شمیر وګړی ژوند کوی نو دهغوی فعالیت په نتیجه کی فاضله مواد تولیدیږی داچی په ښارکی دعمومی ځایونو لکه :روغتونونو، هوټلونو ،لیلیو،ښوونځیو،وړکتونونو اونورو ځایونو څخه فاضله مواد په زیاته پیمانه خارجیږی که چیری په فنی ډول ځای پرځای نشی نو دهوا ککړتیا سربیره داوبو ککړتیا سبب کیږی تاسی پوهیږی چی ښارکی اکثره لټرینونه داوبود منابعو په څنګ کی جوړیږی چی دوخت په تیریدو سره د اوبو دککړتیا سبب ګرځی .

دخاوری ککړونکی[سمول]

ټول ککړونکی چی دککړونکو منابعو په واسطه تولیدیږی داوبو دککړتیا سبب ګرځی اوبالاخره خاوری ته ګرځی چی اوبه دخاوری پرسطحه جریان لری بنا پردی دغه ککړی اوبه خاوری ککړوی اوککړه خاوره اوبه ککړوی دغه ککړونکی عبارت دی له : صنعتی تولیداتو پاتی شونی ،کیمیاوی اوبیولوژیکی مواد ،نباتی ضایعات داوبو او فاضله اوبو دتصفیی څخه لاسته راځی لجن په کورونو کی دظرفونو اودکالیو دمینځلو په هوټلونو ،رستورانتونو ،روغتونونو ،نظامی مرکزونو ،صنعتی مرکزونو خوشکه شویی اوموترشوی ،حمامونوکی داستفادی څخه وروسته پاتی شونی اوبه یااستعمال شوی اوبه اوهغه ککړی اوبه چی دسری اونوروکیمیاوی موادو دکرنی اومالداری دبرخو څخه دصنعتی فابریکو په ځانګړی ډول دنظامی اوهستوی صنایعو څخه لاسته راځی دښارخځلی اوسپیتیک څاګانی هم په هغه علاوه کیږی چی داټول دځمکی پرسطحه توییږی او دخاوری دککړتیا سبب ګرځی .

دخاوری ککړونکوډولونه[سمول]

====صنعتی ککړتیا====:په ډیرو ښارونو کی شاهد یو چی دکارخانو فضله مواد دخوړو یا پیاده رونو ته غورځول کیږی چی دسطحی اوبو او خاورو سربیره دځمکی لاندی منابعو ککړوالی لامل هم کیږی دود اونورککړونکی چی دګاز اوبخار په ډول دغټو دودکشونو څخه بیرون وځی دښاری هوا دککړوالی سره نفتی مشکلات اوتیزابی باران لامل کیږی مهم ترین ککړونکی دخاورو دسرچینو اکثره په تصفیه خانو کی وی دکلکو عناصرو مقاومت دخاوری په نسبت ټولو ککړونکو ته ډیر اوږده اود خاوری ککړوالی دکلکو فلزاتو په واسطه تقریبا دایمی دی کلک فلزات لکه سرپ ( Pb) کادمیوم ( Cd) نقره ( Ag) فلزدی چی دغه عناصر دزیان لرونکو اثرات دکلکو فلزونو په لاندی ډول دخاوری دبیولوژیکی فعالیتونو کډوډیدل په ګیاګانو زهری اغیزی اوبالا خره په انسانانو باندی دغذایی ځنځیر له لاری ناوړه اثرات پری باسی.

خځلی[سمول]

خځلی دخاوری دمهموککړونکو څخه شمیرل کیږی خځلی کولی شی چی دخاوری داخل ته نفوذ وکړی اود اوبو منابع متاثره کړی اوس مهال چی ټول پرمختللی هیوادونه فضوله مواد(دچټلی طلا) په نوم یادوی اودعضوی سرو په لاسته راوړلوکی مهم مواد ګڼل کیږی دښار دمهمترینو اوخطرناک ترینو پاتی شونو څخه یوهم دروغتونونو پاتی شونی دی دانسانانو دمختلفو ناروغیو باعث ګرځی چی علت یی نوموړی ستنی ،پیچکاری اونور وی چی دمختلفو ناروغیو ناروغانو څخه تراستعمال وروسته بیکاره کیږی او په خاوره کی دفن کیږی چی ددغو خځلو دفن کول هم دځمکی لاندی اوبه ککړوی او دناروغیو سبب ګرځی .

دوینځوونکو تاثیرات په خاوره کی[سمول]

دمینځوونکو اثر په خاوره باندی په ککړو اوبو کی دخاوری په نفوذ زیاتول او میکراورګانیز مونو حتی مالیکولونه چی په معمولی ډول نشی کولی دخاورو برخی څخه تیری شی دمینځلو په حضور کی پری توانیږی چی پرلپسی خالیګاوی دخاورو څخه تیری شی او داوبو میکروبی ککړوالی موجب وګرځی چی په زیاتی فاصلی سره ځمکی سطحی په نسبت قرار لری .

زراعتی ککړتیا[سمول]

دکیمیاوی زراعتی سرو هورمونونواو انتی بیوتیکونو استعمال داوبو دخاوری ککړتیا باعث ګرځی سرطان اوعصبی اوتنفسی ناروغی همدارنګه پوستکی ناروغی کښتونو دوامداره افتونو اغیزو دجملی څخه چی په انسان باندی دکښتونو ،افتونو له مختلفو لارو څخه خاوری ته داخلیږی چی عبارت دی له په مستقیم ډول په خاوره کی دافت وژونو کی استعمال دکارولو دهغوی په خاوره او بیرته راتګ دمستیقم زراتو مسموم دزراتو په هوا پوری چی تړلی وی دځمکی په مسموم کی چی ځای په ځای جذب شوی مسموم دخاوری زراتوپه سطح باندی اونباتی پاتی شونی چی په خاوره کی اضافه کیږی اوبله مسموم جذب شوی په وسیله دژوندیو موجوداتو باندی تاثیراچوی دکیمیاوی سرو استعمال دخاوری خواصو کی دنفوذ قابلیت کموی او خاوره سختوی اوهمدارنګه دخاوری ککړتیا سبب ګرځی دخاوری عواملو ته تغیر ورکوی یعنی خاوره سختوی . همدارنګه په خاوره کی ککړتیا پیداکوی بعضی له افاتونو څخه په خاصه توګه حشرات دافات وژونکو استعمال سره مقاومت کوی چی مونږمجبوریو دافت وژونکو موادو استعمال وار په وار سره زیاتو کړواو یا مسمومو ټینګوالی پورته بوځو چی دمسموم په اسانی سره نه تجزیه کیږی او دډیر کلونو لپاره په خاوره کی باقی پاتی کیږی .

نفتی ککړتیا[سمول]

د نفتی موادو او دهغوی مشتقاتو استعمال په حمل او نقل کی او هم نورو فعالیتونو کی دخاوری ککړتیا باعث ګرځی نفتی ککړیتا رامنځته کیدل دنفوسو زیاتیدلو او صنعتی پرمختګ له امله دی چی دهایدرو کاربونی موادو په واسطه دخاوری او هوا ککړتیا باعث ګرځی چی همدی مواد و دخپریدوڅخه علاوه غبار چی دګازو دسوخت څخه منځته راځي دنفتو سره یوځای د ډیرو کلونو په تیریدو سره کولای شی چی خاوری ته د زهری او مضره موادو داضافه کیدلو باعث شی او سموک او دتیزابی باران سبب ګرځی هرڅومره چی نفتی مواد دخاوری څخه تیریږی نوخاوری دککړتیا مخنیوی مشکل شوی .==دککړونکو دخپروای مخنیوی لاری چاری== په لاندی شرایطو او تګلارو سره کولی شو چی دککړونکو دخپراوی څخه مخنیوی وکړو: ۱ـ دچاپیریال ساتنی په اړه دخلکو دپوهی اوچتوالی . ۲ـ دښوونځیو او پوهنتونونو په درسی نصاب کی دموضوع شاملول . ۳ـ په راډیو ټلویزون او نورو رسنیوکی دپیغام لرونکی پروګرامونو خپرول او له ابتزال څخه ددغو مهمو میډیایی مسایلو رایستل . ۴ـ دشنی ساحی ساتل او دځنګلونو احداث اوبیا برقی کول . ۵ـ ښاری ترانسپورټ دسیستم اصلاح او دشهری بسونو بیرته فعالولو بالمقابل دکوچنیو موټرونو په شمیر کی کمښت راوستل . ۶ـ دسون (سوځیدلو ) وړ توګو دکیفیت کنټرول. ۷ـ دزړو موټرو دواردلو څخه مخنیوی کول . ۸ـ دښاروالیو په کارکی کیفی ښه والی راوستل . ۹ـ دچاپیریال ساتنی د اداری دټولو تصویبونو عملی کول . ۱۰ـ داضافی فضله توګو داسی ځای پرځای کول چی ککړونکی اغیزی یی له مینځه ولاړی شی . ۱۱ـ په ښارونو کی دبد رفت دسیستم ایجاد او جوړول . ۱۲ـ دژوند چاپیریال ته د حکومتونه داړتیا وړ توجه وکړی سالمه اداره او اهل کسان پکی وګمارل شی . ۱۳ـ داداری دبهبود لپاره باید مسلکی کسان په مختلفو رشتو کی تخصص وکړی . ۱۴ـ دښاروالیو په پوسټونو کی دلایقو او مجربو اشخاصو ټاکل . ۱۵ـ دهیواد کرنی ته پوره توجه کول او دباغونو ،ځنګلونو،څړځایونو او دشنو ساحو په واسطه دهوا کنټرولول. ۱۶ـ دکانالیزاسیون سیستم جوړول. ۱۷ـ داوبو اوطبعی منابعو څخه په غیر دعلمی سټندرونو څخه استفاده کول . ۱۸ـ دچاپیریال دمدیریت په اړوند دنظر په یووالی سره کار کول. ۱۹ـ په اړونده وزارتونو کی لایقه متخصصین ګمارل . ۲۰ـ دځمکی لاندی اوبو دمنابعو مخنیوی کول. ۲۱ـ دچاپیریال داداری او تشکیلاتی برخو پراختیا . ۲۲ـ دځنګلونو دقطع کولو څخه باید مخنیوی وشی ځکه یو هکتار ځنګل تقریبا دوه نیم ټنه ( O2) دتولید قدرت لری چی داد(۱۰) نفرو لپاره د یو کال ضرورت وړ (O2 ) برابروی . ۲۳ـ دبی کیفیته سون توګو له واردولو څخه مخنیوی وشی . ۲۶ـ هغه ساحی چی صنعتی فابریکیو چاری پکی سرته رسیږی باید پلن پاڼی ځنګلی ونی ،سرخکونه ،تورکاج او وله که څه هم ستن پاڼی وی باید وکرل شی ځکه چی دایی هم دزیان مخه نیسی . ۲۷ـ سون توګی ،ربړاو پلاستیکونو دسوځولو څخه باید مخنیوی وشی . ۲۸ـ دلرګیو سیستم په ګازی سیستم بدلول لکه دحمامونو ،هوټلونو اوداسی نورو ځایونوکی دلرګیوسیستم په ګازی سیستم واړول شی . ۲۹ـ دکثافاتو لپاره په ښار کی منظمی کثافت دانی ګانی جوړول ترڅو دښار اضافی او ناولی اوبه بی ځایه تویی نه شی . ۳۰ـ په کښتونو کی باید دزیات کیمیاوی درملو دشیندلو څخه مخنیوی وشی ځکه چی کیمیاوی درمل پخپله زهر دی او داد خاوری ،هوا ،اوبو اوداسی نورو دککړیدو سبب کیږی . ۳۱ـ داګزوز لوګیو دبی خطره کولو په خاطر دکتالستی تبدیلوونکو دنصبولو طرحه . ۳۲ـ دهغو عراده جاتو رول چی اساسی ترمیم ته اړتیا لری اودنیمګړتیاو درفع کولو په صورت دبیا استفادی اجازه . ۳۳ـ دعراده جاتو، لوازمو او پرزو ارزونه کول اوله ځنډ پرته دمصرف کوونکو په واک کی ورکول . ۳۴ـ دککړتیا درفع کولو په خاطر دعراده جاتو په داخلی جوړونکو باندی دامنل چی دموجوده ټاکلو نورمونو متابعت وکړی . ۳۵ـ دنقلیه وسایطو داګزوز څخه د راوتونکو ککړتیا و کنترول دمرکزونو ایجادول. ۳۶ـ دشخصی نقلیه وسایطو پرځای دټولنی داړتیاو سره سم دعامه نقلیه وسایطو ځای پرځای کول . ۳۷ـ هغه کارخانی چی دګاز رسولو شبکی په مسیر کی پرتی دی دګازی انرژی څخه ګټه واخیستل شی اود نه امکان په صورت کی ښایی د سپکو اوکم سلفر لرونکو محروقاتو څخه استفاده کول په کاردی. ۳۸ـ دکارخانو په اړینو برخوکی دککړونکو موادو دکنترول دستګاه نصبول . ۳۹ـ دکارخانو دفعالیت په څرنګوالی همیشنی نظارت او دهغو دفعالیت په نتیجه کی دهوا ککړتیا دکنټرول په موخه اړوند مسولینو ته په ګڼ میشتو سیمو کی په کافی اندازه د عمومی تشنابونو جوړول داضافی او ناپاکو موادو راټول او لیږدول په صحی طریقه چی دهوا دککړتیا په مخنیوی کی رغنده اواساسی مرسته کوی دلازمو ضوابتو او پیشنهادونو ارائیه کول. ۴۰ـ دښار په بهر کی دمناسبو سیمو ټاکل او هلته دنورو صنعتی واحدونو ځای پرځای کول اوبیا ورته دښار دننه څخه دټولوضایعو لیږدونه . ۴۱ـ دهستوګنو په سیمو کی زیاتره دګاز اوانرژی څخه دګټی اخیستنی په خاطر دګاز رسولو دشبکو دسیستم پراختیا . ۴۲ـ په هغو سیمو کی چی دګاز ملی شرکت ښاریانو ته دګاز لازمی اسانتیاوی برابری کړی وی نو دګاز څخه ګټه اخیستنه لازمی وګرځوی . ۴۳ـ دسوخت دوسایلو داخلی جوړونکی اړایستل شی ترڅو دواحد ستندرد څخه پیروی وکړی او د ګازونو وسایلو عرضه کولو ته د لا تشویق ګړی. ۴۴ـ خلک دخپلو محروقاتی دستګاوو دنیمګړتیا په لری کولو مکلف کړی . ۴۵ـ دښار اوسیدونکی دی دسون دمناسبو موادو داستفادی په موخه په ډلییز ډول وپوهول شی اود هغوی همکاری دی په دی برخه کی لاس ته راوړل شی . ۴۶ـ دلویو ساختمانونو ،هوټلونو،روغتونو ادارو خاندان دخپلو مرکزی حرارتی دستګاوو فنی نیمګړتیاو په لری کولو مجبور کړای شی چی دمناسبو محروقاتو څخه ښه استفاده وکړی. ۴۷ـ دکور پاتی شونی په روانو اوبو کی وانه اچول شی . ۴۸ـ دسپتیکی څاه ګانو دبد رفت اوبه په روانو اوبو کی خوشی نکړای شی . ۴۹ـ یو شمیر کورنیو دبیت الخلا و مفرزونه دروانو اوبو ترڅنګ جوړ کړی اوحتی بیت الخلاوی په روانو اوبو کی تشوی له دی ډول لړی څخه مخنیوی وشی . ۵۰ـ په غیر فعاله څاه ګانو او ژورو کندوکی دمفره خځلو خوندی کول لدی څخه باید مخنیوی وشی . ۵۱ـ په ځنګلونو کی دکثافاتو ځای پرځای کول چی امراض مینځته راوړی نو باید کثافات په ځنګلونو کی ځای پرځای نشی . ۵۲ـ په ځنګل کی مالداری کول دپوښښ دتولید لپاره باید لدی څخه مخنیوی وشی . ۵۳ـ دکوچنیانو استعمال شوی پمپرونه دچرګانو او څارویو پاتی شونی په روانو اوبو کی له اچولو څخه باید مخنیوی وشی . ۵۴ـ په ښارونو کی دګاز رسوونی سیستم جوړول . ۵۵ـ دمرکز ګرمی سیستم رامینځته کول . ۵۶ـ دسرکونو او کوڅو پخول . ۵۷ـ په سرکونو او پارکونو کی دونو کینول . ۵۸ـ دفضله موادو راټولول او په فنی ډول ځای پرځای کول . ۵۹ـ دفابریکی دسوخت موادو کنترول کول . ۶۰ـ دصنعتی فابریکو کنترول .

په افغانستان کی د عمده ککړونکو سرچینی[سمول]

په افغانستان کی د چاپیریال وضیعت دنورو وروسته پاتی هیوادونو په شان ډیر شلیدونکی او دتاسف وړ دی مګر په رنګارنګ دلایلو دامسله دهغه خلکو لپاره پیژندل شوی نه ده او ښه ښوودنه یی هم نشی کولی حتی دهغی سره پیژندګلوی نلری او ددولتونو او حکومتونو لپاره هیڅ اهمیت نلری . ددی په نتیجه کی باعث یاسبب دغفلت اود بی توجهی دی دولت اوملت په دغه مهم او حیاتی کارشوی دی ددی ټولو عواملو په سرکی اصلی مشکل هماغه سیاسی او امنیتی مشکل ده چی زمونږ دهیواد دچاپیریال تخریب لامل شوی دی اوهم باعث د نورو تخریب کوونکی عواملو دچاپیریال زمونږ په جنګ ځپلی هیواد او وروسته پاتی کیدلو لامل ګرځیدلی او همدارنګه له هغوی څخه عامل شوی مشکلات په شدیدی اندازی سره چی دهغی شومی اغیزی زمونږ د نن ورځی او د اینده نسل ګریوان نیونکی ګرځیدلی دی په بل عبارت زمونږ مظلوم خلک فقط دژوندی پاتی کیدو لپاره کوشش کوی اوحتی ددی فرصت یی ندی پاتی کړی چی دزنده ګی کولو فکر وکړی تردی چی دی ته ورسیږی چی څرنګه دژوند کولو لاری زده کړی زمونږ دهیواد د چاپیریال دککړتیا اود طبعی سرچینو دتخریب عوامل له دوو عواملو څخه دی چی طبعی او انسانی دی .

طبعی عوامل[سمول]

دافغانستان غرنی هیواد په ګرم او وچه نیم بیابانی ناحیه کی او په هغی منطقی ددنیا کی واقع ده چی دهغه دکلنی باران اوسیدنی اوسط دجهان دباران اوریدنی د کلنی اوسط څخه کم دی یوه برخه دهیواد په جنوبی اوجنوب غرب اوغربی او همدا ډول ځینی شمالی برخی د بکوا دښتی ،ریګستان ، مارکودښتی او ددښتی لیلی لدی جملی څخه دی بنا پردی ضرورت لری چی دولت دسړځای او ځنګلونو دبیا جوړولو یا نوی کولو لپاره چاری پیداکړی .

انسانی عوامل[سمول]

انسانی عوامل پخپل نوبت په دوه طریقو مستقیم او غیرمستقیم دطبعی سرچینو پرتخریب کی موثر واقع کیږی زمونږی هیواد یو وروسته پاتی هیواد او اجتماعی جوړښت تر کلیوالی او زمونږ دخلکو د اقتتصادی ااساس په زراعت اومالداری ولاړ دی او همدارنګه ډیرخلک زمونږ بیسواد دی دمثال په توګه په مستقیم ډول به غیر دکومی پروسی دانجام کولو څخه له طبیعی سرچینو لکه :ځنګلونه ،خاوره ،اوبه اونور زنده ګی دمسکن په برابرولو خوراک اونور ضرورت دیو ابتدائی ژوند کولو لپاره استفاده کوی مګر دولت له هر ډول خپل سری فعالیتونو دځنګلونو په قطع کولو کی او دطبیعی سرچینو په له مینځه وړلو په هغه ډول چی باید اقدام وشی موفق شوی ندی چی د ونو او ځنګلونو دقطع کولو څخه مخنیوی وشی .

دخلکومستقیم تاثیرات دچاپیریال په تخریب کی[سمول]

زمونږ په هیواد کی په بیلابیلو شکلونو تاثیرات صورت نیسی او په دلیل د هغه هیڅ وخت مرکزی دولت توانمندی نلری چی دقوانینو په وضع ددی تخریبونو مخنیوی وکړی اود ریفورم په عملی کولو او اصلاحاتو په روړلو دخلکو اقتصادی او اجتماعی وضعی د ښه کیدلو سبب شی او دامکاناتو په نشتون او دسهولت دنه لرلو په دلیل دزراعت او مالداری په چارو اود سوخت په برابرولو اود اولیه تعمیراتی او ساختمانی موادو په برابرولو دمجبوریت له مخی او بعضی دهوا اوهوس له مخی او دتجارت په هدف دطبیعی سرچینو په نابودی کی ملاتړلی ده له بل طرفه زمونږ دهیواد ځنګلونه له ښه وضیعت څخه برخورد ارندی ځکه چی زمونږ خلک په مستقیم ډول پخپل چاپیریال دځنګلونوپه برخه کی په لاندی طریقو تاوان رسوی . ۱ـ دونو او ځنګلونو قطع کول دتعمیراتی موادو،سوخت موادو اویاقاچاق اود چارتراشو دخرڅولو په منظور . ۲ـ دونو او ځنګلونو قطع کول دزراعتی ځمکو دبرابرولو او داوسیدنی دکورونواو دنوو قریوپه ځنګل کی جوړولو په منظور. ۳ـ باقیمانده ځنګلونو ته اوراچول چی چی له هغوی څخه چارتراش نه حاصلیږی په واسطه دګټه مندونکو ځنګلیانو دهغوی بدلول په زغالو باندی . ۴ـ او د مالونو په څرولو په ځنګل کی خصوصا اوزی چی یومضر حیوان دی او دشاخونو او پاڼو په خوړولو اوحتی پوستکو او تازه نیالګیو اوچیدو سبب کیږی په همغی اندازی زمونږ څړځایونو هم تاوان لیدلی او دڅړځایونو دنابودی په برخه کی وضیعت ډیر دتاسف وړ دی . په وجود ددی سره دڅړ ځایونو تخریب په دوو طریقو صورت نیسی: الف: دساکنو افرادو په واسطه . ب : دکوچیانو او مالدارانو په واسطه . دڅړځایونو دتخریب طریقی دساکنو افرادو په واسطه ۱ـ دڅړځای بدلول په زراعتی ځمکو کمبود په دلیل اود نورو امکاناتو او دزنده ګی دنورو امکاناتو او سهولتونو نه موجو دیت لپاره . ۲ـ برابرول دوښو له څړځایونو د ژمنی فصل لپاره . ۳ـ دسون موادو برابرولو لپاره . ۴ـ برخه وړل زیاته دګټی له اندازی څخه دصنعتی ګیاګانو او درملو نباتاتو کوم چی په څړځایونو کی موجود دی . ۵ـ له موادو او امکاناتو چی په څړځایونو کی موجود دی ګټه پورته کول . دڅړځایونو تخریب دکوچیانو او مالدارانو په واسطه ۱ـ په وخت د راتللو څړځای ته او دهغه پریښودلو په دلیل زیاتوالی دمال اود زیاتی خاوری سیمه اوزو او دپسونو دپښو لاندی او دتللو اوراتللو په اثر هغه خاوری خوړل کیږی او ماتیږی اود باد او اوبو دجریان په مقابل کی په ډیری تیزی سره په خټو بدلیږی او له سیمی څخه خارجیږی چی ددی کار په تکرار سره خاوری دګیا ه دباقی پاتی کیدو لپاره شاید پاتی نشی . ۲ـ بی موقع څرول . ۳ـ ډیر زیات څرول . ۴ـ دمال نوعیت هم د څړځای په نابودی کی تاثیره ندی . ۵ـ نه رعایت کول دکوچیانو له طرفه ډیر تاسف ځای دی چی ننی طبیعت تخریب دونو او دڅړځایونو دمحوی په نتیجه کی نه تنها په پوره کولو دضرورت اوبل طرف کولو دحتیاجاتو دزنده ګی صورت نه نیسی بلکی ډیر مواد دسوداګری دروحی په اثر او دپول پرستی زمونږ دهیواد قدرمندو چی دسیاسی اهدافو دمخکی وړلو او برتری طلب کولو او دشیندلو سیاستونو هغه مشهور روشونه دسوخت ځمکو په سیاست کی په کار وړل شوی د زراعت دنابودی او دباغونو دقطع کولو اقدام مقابل طرف کوی چی دنمونی په توګه د زرهاو جریبو کښتونو ، باغونو شمالی تاکستانو دطالبانو دامارت دحاکمیت په دوران کی نوم واخلو اګر که نابود کوونکی ددغه نباتی فرش چی په حقیقت کی زمونږ ملی شتمنی او دبشری نسل مال دی مادی هوا اوخپله سودا په لنډه موده کی رفع کوی لیکن په حقیقت کی په دغه اقدام داوږدی مودی لپاره دخپله اود نورو نسلونو دژوند ریښه په تیشه وهی . او دخپلوزامنو دروزګار دخرابی موجب ګرځی لپاره دپیدایښت (۲/۵) سانتی متره حاصلخیزی خاوری لپاره حداقل د (۲۵۰۰ــــ ۱۰۰۰) کاله وخت لازم دی دمیوه دارو باغونو ایجاد لپاره حد اقل (۱۰ــ۵) کاله وخت لازم دی دټولو موادو دتحقیق موندلو لپاره ملیاردونو ډالر سرمایی ته ضرورت دی ترڅو پوری یو هیواد رشد ، ترقی اوپیشرفت وکړی .

سرچینې[سمول]

۱ـ مندوزی ،عارف الله،(۱۳۹۳هـ ش). چاپیریالی انجینری، مومندخپرندویه ټولنه ننګرهار، (۱۱ـ ۳۲ص) (۱۳۶ـ۱۳۴ص). ۲ـ کوهستانی،نثاراحمد،(۱۳۹۴ هـ ش).محیط زیست ،انتشارات قرطبه کابل،(۳۳ـ۳۰ص) . ۳ـ کوهستانی ،نثاراحمد،(۱۳۹۳هـ ش).اساسات اکوجی،انتشارات قرطبه کابل،(۱۶۶ـ۱۶۳ص). ۴ـ سعیدی،سید عبیدالله،(۱۳۹۵هـ ش).طبعی منابعواداره اوساتنه،لغمان پوهنتون . 5_ http:// study.com/academy/lesson/pollution physic- chemical – biological.html 6_ http://www.fa.m.wikipedia.org/wiki/Air_[مړه لينکونه] Pollution ?m=1 http://www.beytoofe.com/iran/pastime/pollutedt_-[مړه لينکونه] cities_- world.html_ـ7 7-هیواد الله نیازی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه