دلنګرکوټ کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پــــه کــــــــر ښــــــــه کـــونـکـی:رازمحمد محمدی

ډاکټر لطیف یاد

دلنګرکوټ کلا

(( لنګرکوټ مغولو ساز کړ و

زه په ننګ بیا دافغان شوم

که یو سف وو که مندړ وو

زه دټولو نګهبان شوم))

(ستر خوشحال بابا )

یوسفزيو پښتنو دمغولو پر خلاف له ویاړه ډکې مبارزې کړي دي اومغولو له اکبره بیا تر اورنګه ددوی له لاسه په کراره ورځ نه ده تیره کړې . اورنګزیب په ۱۶۶۹ زیږدیز کا ل کې مهابت خان ته امر وکړ چې دروه یا پښتونخوا سیمې ته دې لاړشي او دیو سفزیو دبریدونو په وړاندې دې یوه پوځي مستحکمه او پیاوړي جنګی کلا جوړه کړي .مهابت خان خوشال خان ته وویل چې مو ږبه تاته یو زریز منصب او دیوسفزیو دقبیلې مشري درکړواوته به زموږ سره مرسته کوي .خوشال خان په ځواب کې ورته وویل چې به تیرو وختونو کې ما له یو سفزیو سره دښمنۍ کړي دی خو اوس دوی زما په کارشول ، زه څنګه کولای شم چې له هغوی سره مخالفت وکړم.خوشال خان مهابت خان ته په ډاګه کړه چې یو سفزي یوه غښتلې او پیاوړې قبیله ده او ددوی سیمه هم لویه سیمه ده او دوی تر خپلې ولکې لاندې راوستل یو ګران او ناشونی کار دی او زه دلنګرکوټ دکلا دجوړولو سره مخالف یمه .ده مهابت خان ته دهغه دپوهاوي لپاره دغه بیت په پارسي ژبه ووایه :

چند کهګل مینمایی بې بقا دیوار را 

ګر تو لنګر کوټ خواهی قطع کن دمغار را

دپورتني بیت پښتو ژباړه :

ته ولې دغه کلا او دیوالونه یې جوړوی داکومه ګټه نلري 

که ته غواړي چې لنګر کوټ جوړ کړي نوولې په دمغار کې یې نه جوړوي چې دیو سفزیو په سیمه کې ده او هلته ددوی دبریدونو مخه پرې ونیسه .

باید زیاته کړو چې دمغار دیو سفزیو په سیمه کې دیو کلی نوم و.

دلنګرکوټ دکلا تر جوړیدو دمخه دخوشال او مهابت خان سره شمشیرخان ترین هم ناست و و.لکه چې دمخه مو ویل خوشال خان ددغه کلا جوړول نه غوښتل ،خوشمشیرخان ترین دلنګرکوټ دکلا پر جوړولو ټینګار کاوه ، خو مهابت خان دخوشال خان خبره ومنله او دشمشیرخان ترین خبره یې رد کړه ،شمشیر خان ترین ځکه ددغه کلا په جوړولوټینګار کاوه چې تر جوړولو وروسته به یې اورنګزیب دهغې کلا انتظام اومشري ده ته ورکړي .ڼوځکه په دغه وخت کې خوشال خان ،شمشیرخان ترین مخاطب کړ اوورته یې دشعر په ژبه وویل :

مهم دیو سفزیه درته وایمه ښکاره 

دخره خسی کول دی لاس ګنده ، ګریوان پاره 

دخوشال خان مطلب داو چې دیو سفزیو سره ډغری وهل او جګړه کول څه اسانه خبره نه ده.مهابت خان چې کله دخوشال خان خبره ومنله نو اورنګزیب ته یې یې یو لیک ورواستاوه چې ددغې کلا دودانولو نیت له سره وباسي ،خو شمشیرخان ترین په پټه اورنګزیب ته بل لیک ولیږه او دهغه نه یې وغوښتل چې ددغه کلا ودانول ضروری کاردی او اورنګزیب هم دشمشیرخان ترین خبره ومنله هماغه و چې مهابت خان دنوموړي کلا دجوړولوکار د۱۶۶۹ زیږدیز کال دمی په میاشت کې پیل کړاو د۱۶۷۰ زیږدیز کال کې یې دودانولو کار بشپړ شو.د دلنګرکوټ کلا د مردان (اوسنۍ ګړهی کپوره ) وه.