دغڼي په هکله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

[۱]

چاپ برېښلیک
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د غڼې جاله
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (عنکبوت/۴۱) = د هغو خلکو بېلګه، چې د الله پر ځای یې پالندویان نیولي داسې ده؛ لکه غڼه چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل -؛ نو تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.  
د همدې آيت له لامله پردې سورت د عنکبوت ( غڼې) نوم ايښوول شوى دى.
افلاطون وايي: مچ په حشراتو کې تر ټولو حريص دى چې د خپل ژوند پايښت ته پر تروو، خوږو چټليو او ټپونو کېني؛ خو غڼه تر ټولو زغمناکه حشره ده چې په يو ګوټ کې بڼل کوي او قناعت لري او هېښنده خو دا ده چې تر ټولو حريصه حشره تر ټولو د چوپې حشرې له خوا ښکارکېږي، مچ پر خپلو پښو ورځي او د غڼې پر جاله کېني او غڼه یې هم پر خپلو تارونو ښکار کوي .
پيغامونه:
١ _په ښوونه او رزونه کې له مثال څخه ګټنه ګټور چار دى. (مَثَلُ الَّذِينَ…)  او تر ټولو غوره مثال هغه دى،چې په هر ځاى او وخت کې ټولو خلکو ته د پوهېدو وړ وي. (كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ)
٢ _ د شرک بنسټ  هم د غڼې د جالې په څېر سست او بې بنسټه دى. (مَثَلُ الَّذِينَ… كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ…)
٣ _غڼه په لرو او پرېښوول شويو ځايونو کې جاله بڼي او شرک هم پر هغو زړونو اغېز لري،چې له خداى څخه لرې وي. (دُونِ اللَّهِ – كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ)
٤ _د غڼې ځاله يوازې د کور نوم دى؛بې له خدایه نور ټول تش نومونه دي. (دُونِ اللَّهِ – أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)
٥ _غڼه انګېري چې ور لري او کور يې د پېښو پر وړاندې ټينګ دى، مشرک هم همداسې انګېري. (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)
٦ _ الهى ولايت غښتلى او کلک بنسټ لري.( كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ) (صف/۴)؛خو بې له خدایه د بل ولايت د غڼې د جالې په څېر سست دى (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)
٧ _کله ځينې انګېزې،خيالونه او دوستۍ د حق د پېژندو مخنيوى کوي (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُون) [لکه چې ويل کېږي : ځينې مينې انسان کوڼ او ړندوي.]
٨ _مشران د ناپوهۍ له لامله د خداى پر ځاى په بل پسې ځي. (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)
٩ _ځينو دومره ځان ډوب کړى وي چې د راايستو هيڅ هيله يې نه وي. (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)
هر ژوى او حشره کور لري؛ خو د يو کور هم د غڼې په څېر سست نه دى. دا کور له ډېرو نازکو تارونو بڼل شوى،چې د ښکار لپاره ترې ګټنه کوي او هم پکې وسېږي .
قرآن د خداى پر ځاى بل ته پناه وړل،د غڼې جال ته ورته کړى،چې په ډېر سست څيز يې ډډه وهلې؛هغه کور چې پر وړوکي پوکي يا حرکت له منځه ځي.
په قرآن کې ١٢٠ ځل د “دون الله” او “دونه” ټکى کارول شوى،چې  يو يې هم د همدې سورت ( عنکبوت) په ٤١ آيت کې دى .
((دون الله)) د خداى پر ځاى بل ته ويل کېږي او شرک؛يعنې دا چې انسان بل څيز او يا بل څوک د خداى پر ځاى راوړي او یا یې ورسره یو شان وګڼي او  توپير نه لري،چې دا جماد وي؛لکه بوت پالي ،چې بوتان د خداى پر ځاى او ستور لمانځو به ستوري لمانځل او يا که څاروى وي. د بېلګې په توګه : ځينې غوا ته پر سپيڅلتيا قايل وي. د بېلګې په توګه : ځينى پرښتې او پېريان لمانځي او يا ځيني دا موجودات د خداى اولاد ګڼي او يا که  انسان وي؛ لکه ځينو کتابوالو،چې عيسى علیه السلام له خداى سره برابروي او تر بشره يې پورته بولي.
ځينې له هغو راهبانو بې قيد و شرطه لاروي کوي،چې دنيا يې پرېښې وي ؛لکه څنګه چې قرآن وايي: (اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ) (توبه/۳۱)
د کتابوالو ځينوعالمانو حرام، حلال او حلال حرام کړي ول، چې خلکو هم ترې لاروي کوله.
هو ! د خداى پر ځاى له بله بې قيد و شرطه لاروي يو ډول د خداى پر ځاى د بل بندګي ده.عشق، مينه، دوستي او لاروي بايد بريد او پوله ولري .
البته يوه خبره هېرول نه دي، پکار چې د خداى پر ځاى له بله لاروي شرک دى؛خو له انبياوو او امامانو لاروي ددې لپاره ده، چې د خداى حکم دى، چې په حقيقت کې له خدايه لاروي ده.
مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ(نساء/۸۰)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (نساء/۵۹) = مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ.
البته له هغه اولى الامره د خداى او رسول ترڅنګ بې قيد و شرطه لاروي پکار ده،چې متقي وي؛ ځکه خداى له هغوى د لاروۍ فرمان نه ورکوي، چې پخپله ګناه کوي او تېروځي.
لنډه دا چې بشر بايد يوازې له خدايه لاروي وکړي،چې پيدا کوونکى يې دى او يا له هغوى لاروي وکړي،چې خداى ترې د لاروۍ حکم کړى وي، که نه د بشر لاس د ګناهګار په منګولو کې ورکول له انسانيت سره ظلم دى.
له طاغوته لاروي د يو ډول سپکاوي،ګواښ،ناپوهۍ او د ځلبلۍ او پړک او پړوک او امکاناتو د تبليغاتو له لامله وي،په قرآن کې راغلي،چې فرعون به د خلکو په تحمیقولو هغوی لاروۍ ته اړ کړل. (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ) (زخرف/۵۴)
ولې د خداى پر ځاى په بل پسې ولاړ شو؟
که ځواک غواړئ؛نو ټول ځواکونه د خداى دي.( أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (بقره/۱۶۵)
که عزت غواړئ؛نو عزتونه خو د خداى په لاس کې دي.( فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (نساء/۱۳۹)
که د رزق پراخيتا غواړئ؛نو قرآن وايي :
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ(نحل/۷۳) = [او د خداى پرځاى داسې څېزونه لمانځي، چې هغوى له اسمانونو او ځمكې دوى ته د روزۍ رسولو اختيار نه لري او (ددې كار) وسه (هم) نه لري.]
که ملاتړ غواړئ؛نو پوه شئ،چې بې له خدایه بل نه ګټه در رسولاى شي او نه تاوان،( لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ) (فرقان/۵۵) نه ملاتړ لري او نه ولايت (وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ) (عنکبوت/۲۲)
خداى په ډاګه ويلي: له ما پرته هغه راوښيئ،چې څه يې جوړ کړي وي (أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا) (احقاف/۴)
که ټول ځواکونه يو لاس شي؛نو يو مچ نشي جوړولاى.( لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ) (حج/ ۷۳)

  1. عمومي معلومات