دغږیزې ککړتیا اغیزې په انسانانو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولونکی نصیر احمد حسین خیل لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه


د غږ ککړتيا (Noise Pollution)[سمول]

A Qantas Airways Boeing 747-400 passes close to houses shortly before landing at London Heathrow Airport. غږ يا اکوستيک انرژي په اساسي توګه د کميت او کيفيت له پلوه سنجول کيږي. دغږ په بڼه کې د انرژۍ شتون د غږ د کميت څخه عبارت دى پداسې حال کې چې په اکوستيک فرکانس کې د انرژۍ خپريدل، د غږ کيفيت ګڼل کيږي. يا په بل عبارت، غږيزه ککړتيا د هغه ناخوښه غږونو څخه عبارت دى چې د انسانانو، حيواناتو ، برقي ماشينونو، موټرو او يو شمير نورو شيانو پواسطه رامنځته کيږي چې په پايله کې د انسانانو ژوند يا توازن متاثره کوي يا هر غير مطلوب غږ چې په چاپيريال کې نفوذ کوي د غږيزې ککړتيا په نوم ياديږي يا هر هغه اواز چې د انسان د زغملو وړ نه وي د غږيزې ککړتيا په نوم ياديږي ياه غږيزه ککړتيا هغه ناخوښه امواج ( موجونه ) دي چې د ژونديو موجوداتو په ځانګړي توګه په انسانانو باندې بدې اغيزې لري او ممکن ګڼ شمير جانبي عوارض لکه روحي، جسمي او ارامتيا باندې بدې اغيزې لري لکه په عمومي توګه د غږ ککړتيا د هغه غږ څخه عبارت دى چې د يوه چا غوږ ته تخريښوونکى (Irritating) وي. په عمومي توګه غږيزه ککړتيا په ښاري سيمو کې زياته ليدل کيږي.


په عمومي توګه د غږيزې ککړتياو سرچينې[سمول]

Noise level from a leaf blower using the NIOSH Sound Level Meter app showing 95.3 decibels.
Noise level from a leaf blower using NIOSH Sound Level Meter app
په دوه ګروپونو يعنې ثابتواو خوځنده سرچينو باندې ويشل شوي دي، چې ثابتې سرچينې د صنعتي فابريکو، ساختمانونو جوړول، ريګريشن،  د اوسپنې د ويلې کيدو فابريکې او داسې نورو څخه يادونه کيږي او خوځنده سرچينې د نقليه وسايطو، طيارو، انفجاراتو، د معدنونو د استخراج او نورو څخه رامنځته کيږي. د اوازونو ډول ډول ترکيب د چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي. په ښارونو کې ډول ډول اوازونه لکه مختلف ډوله موټرو اوازونه، د هارنونو مختلف ډولونه او همدارنګه د سرکونو په شاوخوا کې د پلورونکو اوازونو له کبله د خلکو د ارامتيا د مخنيوي سبب کيږي. د دې تر څنګ په پراخه کچه سره غږيزه ککړتيا د صنعتي فابريکو ، طيارو، د باربرۍ د لاريو، تخنيکي ماشين الاتو، لکه ولډنګ، خرادي، د تيږو د پريکولو او داسې نورو اوازونه له کبله رامنځته کيږي چې ورسره د اوريدونکو د مزاحمت سبب کيږي. اواز يا غږ د يوه طرفه په ذهنونو بدې اغيزې لري، له بل لوري د نورو سره د اړيکو په توګه کارول کيږي. انسانان، حيوانات او مرغان د  اواز له مخې خبرتيا تر لاسه کوي. د اواز د خوښوالي او ناخوښوالي تر منځ زغم په شخص پورې تړلى بلل کيږي. د شپې له خوا د اواز د زغملو ناخوښي د ورځې په پرتله کمه ده.

هغه ميخانيکي موج چې د اجسامو د چټک اهتزاز په پايله کې رامنځته کيږي له غږ څخه عبارت دى. هغه غږ چې د موج انرژي يې زياته او امپليتيود ( د موج لمن ) يې لويه وي غږ يې لوړ او هغه چې انرژي يې کمه وي او د موج لمن يې کوچنۍ وي د ټيټ غږ څخه عبارت ده.د غږ ټيټوالى او لوړوالى د غم د توليد ځاى او اوريدونکي تر منځ فاصلې سره هم رابطه لري، ځکه چې غږ د لارې په اوږدو کې انرژي د لاسه ورکوي، نو د موج لمن هم کوچنۍ کيږي چې بالاخره غږ ټيټيږي. شور ته په انګليسي ژبه کې (Noise) ويل کيږي چې د لاتينې ژبې (Nausea) څخه اخيستل شوې دى چې معنې يې د (Seasickness) يا سمندري ناروغتيا يا هغه زړه بدوالى دى چې د حرکت له امله منځته راځي، او يا هم شور (Noise) لفظ د لاتينې ژبې (Noceo) څخه سرچينه اخيستې ده چې د زيان رسوونکي معنى ورکوي. غږ د هوا د فشار له امله د څپو په بڼه د ليږدوونکي څخه تر اخيستونکي پورې په فضا کې ايجاديږي. د غږ نشريدل او خپريدل د تودوخې په (2o) درجو کې اغيزمن کيداى شي. د غږ ليږدوونکي هغه څه دي چې وشي کولاى د هوا په شان يوه واسطه ولړزوي او دغه لړزه د اوريدو وړ فرکانس ( ٢٠ څخه تر ٢٠٠٠٠ هرتز ) ( په يوه ثانيه کې د څرخيدو شمېر ) پورې واوسي. د نوي غږ د کچې زياتوالى، د مزاحم غږ د کچې د زياتوالي په اندازه وي.

د غږ د ککړولو ډولونه[سمول]

(Variety of Noise Pollution)

A sound level meter, is one of the main tools for measuring sounds in the environment and the workplace

ککړتيا ډير ډولونه لري چې په اوسنۍ ټکنالوژي نړۍ کې يې تر ټولو مهم، ډول ډول موتورونه دي، هغه موتورونه چې د هوا پواسطه وچيږي او سړيږي. دا ډول موتورونه د هغه موتورونو په پرتله چې د اوبو پواسطه سړيږي، ډير غږ او شور لري. ځينې عوامل لکه : واټن، توپوګرافي، د ډبرو او خاورو نوعيت، جغرافيه يي لورى، د نباتاتو ډول او تراکم په چاپيريال کې کولاى شي پر انسان باندې د غږونو بيلابيلې اغيزې ولري. دسي بل يو لګاريتمي واحد دى په بل عبارت که چيرته د غږ دوه ليږدونکي په يو وخت کې په يو شدت سره غږ وباسي، له هغوى څخه حاصل ، له هغوى څخه حاصل شوى اغيز به دوه برابره نه وي بلکه له (٣ څخه تر ٦) دسي بل پورې به د هغه غږ په اندازه وي چې دوى يې په انفرادي توګه وباسي. د دې لپاره چې پر غږيز کميت او کيفيت باندې ښه پوه شو او د غږ د ليږدوونکو تر منځ پرتله والى او مقايسه منځ ته راشي بايد بيلابيلې تجربې تر سره کړو.

د غږ ککړتيا له نورو زاويو څخه[سمول]

The sound tube in Melbourne, Australia is designed to reduce roadway noise without detracting from the area's aesthetics.

په ښارونو کې د وګړو بې سارې زياتوالی او د صنعت او تکنالوژۍ پرمختګ د ښار اوسيدونکو لپاره عمده ستونزې منځ ته راوړي چه د چاپيريال ککړتيا پکې تر ټولو مهمه ستونځه ده او ددې ډول ستونزو په ايجاد کې غږيزه ککړتيا هم عمده ونډه لري. غږيزه ککړتيا د صنعتي تکنالوژۍ سره مستقيمې اړيکي لري چه د تکنالوژي او صنعت د پرمختګ سره، غږيزه ککړتيا هم زياته شوی چه ښايي لويې لويې ستونزې د ځان سره ولري. په ډيری هيوادونو کې د چاپيريال دغسې ککړتياوې، د ژوند د چاپيريال له عمده او لويو ستونزو څخه ګڼل کيږي چه په دغه هيوادونو کې ښاروالۍ، د ښار دننه معماري، روغتونونه، څيړنيز او تعليمي مرکزونه، د اوسيدو او سوداګريزی سيمي او همدارنګه د نويو صنعتي ماشينونو طراحی د خاصې پاملرنې لاندې راغلي دي. څيړنی څرګندوی چه په لويو ښارونو کې د ماشينونو شور او غږ د اوسيدونکو د جسمي او روحي نا ارامۍ لامل کيږي چه د نورو عوارضو په پرتله د ترافيکي غږونو له امله رامنځ ته شوی جسمي او روحي نا راحتي ډيره ضرر رسوونکې ده. دغه مسايل ددی باعث شوی چه اوسنۍ نړی ددی ډول ستونځو سره د مبارزې لپاره ډيره پانګونه وکړی.

غږ تعريف او د هغې ککړتيا:[سمول]

د هوا د ماليکولونو د حرکت او د فشار د پرله پسې بدلونونو له امله غږ منځ ته راځي. دغه څپې په هوا کې د طويل غږ په توګه خپريږي په ټاکلي فرکانسي حدوداتو کې د انسان پواسطه د درک کولو وړ دی. بناء صوتي يا غږيزی څپې د ميکانيکي څپو يو ډول دی چه داوږدو څپو په بڼه خپريږي او غوږ ته د رسيدو سره سم د اوريدلو احساس منځ ته راوړي. ميکانيکي څپې کولای شي د متفاوتو فرکانسونو په بڼه په چاپيريال کې خپرې شي خو د درک کولو وړ فرکانسونو حد د انسان لپاره د ۲۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ هرتز په منځ کې دی. له ۲۰ هرتز څخه کمې څپې د غږ څخه د ټيټو څپو په نوم او له ۳۰۰۰۰ هرتز څخه زياتې څپې د غږ څخه لوړو څپو په نامه ياديږي. هغه غږونه او شور چه د غږ ککړتيا پکې وي، د ناغوښتې غږ په توګه ګڼل کيږي چه د استراحت او ټوله ايزه کارونو پر مهال د نا ارامۍ سبب کيږي همدارنګه د موسيقي غږ هم که چيری په نا مناسبه فضا او موقعيت کې اجرا شي، د غږيزی ککړتيا د منبع په توګه په پام کې نيول کيږي. د انسان غوږ په بيلابيلو فرکانسونو کې غږونه يو شان نه درک کوی په همدی اساس د غږ د اندازه کولو دستګاه پر مخ يو پالايش ګر ( فلتري پرده ) نصبيږي.

د هوا د شدت واحد[سمول]

(Noise and Sound Intensity Unite) د غږ يا صوت د اندازه کولو واحد ( دسي بل ) نومول شوى چې دا يو عددي واحد نه دى بلکې مقياسي واحد بلل کيږي چې د (Db) مخفف سره ښودل کيږي. نوموړې کلمه د لومړي ځل لپاره د الکساندرګرام لخوا ونومول شوه، چې په هر اندازه ډسې بل لوړ وي په هماغه اندازه لواز لوړيږي، همدارنګه د غږ د اندازه کولو واحد ته (Decibel Meters) هم وايي که چيرته د نويو غږونو د فرکانس بيرته راتګ په ثانيه کې (١٠٠٠) سيکل په پام کې ونيسو نو د يو دسي بل سره برابريږي. که چيرته د غږ شدت لس برابره شي نو د يو بل په اندازه شديد کيږي چې په دې توګه (1/10)بل ، دسي بل 1(dB) ګڼل کيږي او دغه نسبت د غږ د شدت ټيټه کچه تشکيلوي چې غوږ د هغې په درک کولو قادر دى. د (١٢٠) دسي بل په اندازه د غږ شدت، ( دردوونکى ) غږ دى. په فابريکو کې د غږ د شدت مجاز حد (٧٠) ډسې بل ، د ورځې په اوږدو کې په مارکيټونو کې (٦٥) ډسي بل او په شپه کې (٥٠) ډسي بل ، په غرنيو سيمو کې د ورځې له مخې غږ (٦٠) ډسي بله او په شپه کې (٤٥) ډسي بله، په شفاخانو کې غږ په ورځ کې (٤٥) ډسي بله او په شپه کې (٣٠)ډسي بله غږ ته اجازه ورکول کيږي.

د غږيزې ککړتيا د خپرېدو جايز حد[سمول]

په عامه ځايونو او کارخانو کې د غږيزې ککړتيا جايز حد د (٧٠ دسي بل ) په شاوخوا کې او د راکړې ورکړې په مرکزونو کې د ورځې له پلوه (٦٥دسي بل ) او د شپې له پلوه (٥٠دسي بل ) دى. په غرنيو سيمو او د خرڅلاو په ځايونو کې د غږيزې ککړتيا جايز حد په ورځ کې (٦٠ دسي بل) او په شپه کې ( ٤٥دسي بل ) دى. د تفريح په ځايونو او په روغتونونو کې د غږيزې ککړتيا جايز حد په ورځ کې ( ٤٥ دسي بل ) او په شپه کې ( د شپې ١٠ بجو څخه د سهار تر ٦ بجو پورې) (٣٠دسي بل) دى. تر اوسه پورې په پوره توګه نده څرګنده شوې چې د دسي بل اندازې دې په دقيقه توګه د غږ د مزاحمت کچه وټاکي. د قبلولو وړ غز او د ناڅاپي او ناغوښتنې غږ تر منځ اختلاف د شخص پورې تړاو لري او دا ښکاره خبره ده چې دغه کار د غږ دقيقه اندازه کول د ستونځو سره مخ کوي. د غږ په وړاندې د انسان غبرګون د غږ ذهني عواملو ( د غږ لوړوالى ) او فرکانس پورې او همدارنګه د عيني عواملو لکه د غږ د ليږدوونکي مقبوليت او نه مقبوليت پورې اړه لري. همدارنګه د غږ په وړاندې د انسان د تحمل او حوصله مندۍ درجه د ځان او وخت پورې هم تړاو لري. د شپې لخوا د غږ په وړاندې د انسان د تحمل کچه د ورځې په پرتله کمه وي. کله چې د ناغوښتې غږونو شمېر او ډولونه په يو چاپيريال کې زيات شي، د چاپيريال د ککړتيا لامل کيږي.

د غږيزې ککړتيا سرچينې[سمول]

په ښارې چاپيريال کې د شورماشور عمده لامل د ليږد راليږ د وسايل دی چه موټری، الوتکی او اورګاډي پکې شامل دی. د ښارونو په غږيزی ککړتيا کې د ليږد راليږد ترافيکي وسايل لکه لوی موټر، تيز رفتار موټر، موټرسايکل او داسې نور عمده ونډه لري. همدارنګه د ښاري ټولنو د غږيزی ککړتيا نورې منابع صنعتي فعاليتونه عمراني فعاليتونه او د ژوند په چاپيريال کې د ماشينونو او توليدي دستګاه ګانو شتون دی چه هر يو يې د ژوند د چاپيريال په غږيزی ککړتيا کې برخه لري.

غږيزه ککړتيا ګڼې نورې سرچينې[سمول]

A man inserting an earplug in his ear to reduce his noise exposure
A man inserting an earplug in his ear to reduce his noise exposure

هم لري، چې د ځينو څخه يې په لاندې ډول يادونه کوو: ✓ په ښارونو کې د لويو او وړو فابريکو شتون. ✓ د زړو موټرو، ريکشو او دارنګه نورو وسايطو تګ راتګ. ✓ په ښاري سيمو کې د ترانسپورتي وسايلو زيات شتون. ✓ په ښاري سيمو کې د بې ځايه او لوړو اوازونو هارن وهل. ✓ په ميدان هوايي کې د طيارو ښکته کيدل او پورته کيدل ✓ د اورګاډو تګ راتګ ✓ د ساختمانونو جوړول ✓ د سرکونو برمه کول ✓ د تيږو ماتول ✓ د ودونو په مراسمو کې د موسيقي الاتو د لارې د اوازونو توليدول ✓ د حيواناتو اوازونه لکه سپى، پيشکه.... ✓ د لوډسپيکرونو اواز همدارنګه د موفقيت له مخې د غږيزې ککړتيا سرچينې په لاندې ګروپونو ويشل کيږي: 1. داخلي يا کورنۍ سرچينې (Indoor Sources): د غږيزې ککړتيا داخلي سرچينې د راډيو، تلويزيون، پکې، کولر، برقي جارو، ايرکنديشن، د کورونو اسباب او د کورني تاوتريخوالي څخه عبارت دى. 2. بهرنۍ سرچينې (Outdoor Sources): لوډسپيکر، صنعتي فعاليتونه، موټر، اورګاډى، طيارې، په بازارونو کې ګڼه ګوڼه، اجتماعي او فرهنګي مراسم، د ودونو مراسم، موسيقي او داسې نور د غږيزې ککړتيا بهرنۍ سرچينې بلل کيږي. د استراليايي پوهانو لخوا يوه څيړنه تر سره شوى ده چې : داوريدلو هغه الې چې د موسيقي د اوريدول لپاره په اوونۍ کې تر (٦) ساعتونو زيات واوريدل شي په (٣٠) کلنۍ کې به د اوريدلو حس راټيټ شي. همدارنګه د هانګ کانګ د قوانينو له مخې د صنعتي فابريکو مشر به نه شي کولى چې د کارکوونکو څخه غوښتنه وکړي چې د (90Db) څخه لوړ غږ ځايونو کې له وقفې پرته له (٨) ساعتونو څخه پرته ډيره موده کار وکړي.

د غږ د ککړتيا ارزونه:[سمول]

A man inserting an earplug in his ear to reduce his noise exposure
A man inserting an earplug in his ear to reduce his noise exposure
How Loud is Too Loud - Various common noise levels and when noise becomes hazardous to hearing and well-being.
How Loud is Too Loud - Various common noise levels and when noise becomes hazardous to hearing and well-being
په هغه صورت کې چه ونه غواړو د چاپيريال د غږيزی ککړتيا ارزونه په فني ډول وکړو ، اړينه ده چه څلور بيل بيل  پړاوونه شاته پريږدو. دغه پړاوونه په لاندې ډول دي:

1. د غږيزی ککړتيا د سرچينو پيژندنه. 2. د غږ اندازه کول. 3. د باوري ستاندرد پواسطه د ارزښتونو پيدا کول. 4. د ټاکلو حدوداتو څخه د لوړوالی په صورت کې کنترولی کړنی سرته رسول. په لومړي قدم کې لازمه ده چې د پام وړ موقعيت وضعيت د غږيزی ککړتيا له پلوه په کيفي توګه وڅيړل شي پدی پړاو کې درې پوښتنې طرح کيږي: 1. ايا د غږ ستونزه شتون لري؟ 2. د غږ کچه په محل کې څومره ده، ايا د جايز حد څخه لوړه ده؟ 3. غږ له کومې منبع څخه توليد شوی، اياکيدای شي چه کنترول شي؟ ددی پوښتنو د ځوابونو لاس ته راوړلو لپاره همدا بسنه کوي چې د بيلګې په توګه د يو توليدی صالون د يو کار کوونکي سره خبري وکړو، البته پداسې وضعيت کې چې وشو کولای پدې صالون کې له هر چا سره د يو متر په واټن خبرې وکولای شو. حتماً پدغه ځای کې د غږ کچه پداسې اندازه کې نده چه د انسان د اوريدو سيستم تخريب کړی خو برعکس که چيری د مقابل کس د خبرو اوريدو لپاره د ۲۰ تر ۴۰ سانتي متره واټن کې لوړ غږ ايستلو ته مجبور شو نو د غږ شدت به له جايز حد څخه پورته ولاړ شي او کيدای شي چه د کار کوونکی د اوريدو د حس د ضعيفه کيدو سبب شي. پداسی شرايطو کې لازمه ده چه دوهم پړاو ته وردننه شو چه پدی مرحله کې دغه موضوع د تجهيزاتو څخه په استفادې سره کاملاً په کيفي توګه څيړل کيږي خو په دوهم پړاو کې د غږونو د شدت او فرکانس کچه د يوی دستګاه پواسطه د کميت له پلوه اندازه کيږي او د پام وړ موقعيت کې د غږيزی ککړتيا وضعيت د باوري ستاندردونو مطابق پرتله کيږي او ارزول کيږي. که چيرته پدی پړاو کې کومه ستونزه منځ ته رانشي نو دريم پړاو ته ننوتل نفي کيږي خو که چيری د غږيزو څپو کچه د جايز حد څخه لوړه وی نو بايد دريم پړاو ته ننوځو او د اصلاحي طريقو په عملي کولو سره د غږ د کچې د راټيټولو او د هغې د کنترول لپاره عملاً لاس په کار شو.

دغږيزې ککړتيا اغيزې[سمول]

(Effect of Noise Pollution) په منظم ډول د غوږونو څخه استفاده کول يو حياتي اهميت لري. په ثابت ډول سره د لوړې غږيزې ککړتيا په وړاندې موقتي يا دايمي کميدل د غږ د حجم په مودې او تکرار پورې اړه لري، هر څومره چې د غږ لوړوالى او تکرار زياتيږي په هماغه اندازه يې اغيزې هم زياتې وي. د هوا د ماليکيولونو اهتزاز او د فشار د دوامداره اغيز له امله غږ ( اواز ) رامنځته کيږي. دغه موج په طولي ډول په هوا کې خوريږي اود يوې معينې فريکونسي په شاوخوا کې د انسان پواسطه د حس کيدو وړ ده، نو په دې اساس صوتي موج د ميخانيکي امواجو په شکل دى، چې په طولي توګه خوريږي او د غوږ سره د لګيدو په صورت کې د اوريدلو احساس رامنځته کوي. ميخانيکي امواج کولاى شي د بيلابيلو فريکونسيو په صورت کې په چاپيريال کې خورې شي. د انسان لپاره د درک وړ فريکونسيو حد او اندازه (٢٠ څخه تر ٢٠٠٠) هرتز پورې ده. هغه امواج چې د ٢٠ هرتز څخه کم وي انسان يې د اوريدلو توان نه لري او که د ٣٠٠٠٠ هرتز څخه لوړ وي هغه ته لوړ غږ ويل کيږي چې انسان ته صحي ستونزې رامنځته کوي. د غږيزې ککړتيا له امله د اوريدلو حس د لاسه ورکول کيږي، همدارنګه شور ماشور هم د انسان لپاره خطرناک بلل کيږي. د ١٠٠ ډيسي بل غږ د شدت له مخې د غږ اوريدل د لسو دقيقو لپاره ديته اړتيا ليدل کيږي چې د ٢٠ دقيقو لپاره په يوه ارام چاپيريال کې استراحت ته اړتيا لري. د غږيزې ککړتيا چانبي عوارض په لوړه کچه سره عصبي ستونزې رامنځته کوي. د انسان په روغتيا باندې د ناخوښه اوازونو غير مستقيمې اغيزې د عصبي عصبانيت، عصبي شوک، روحي او جسمي خستگي، ويره ، حساسيت، د بدن د تعادل د لاسه ورکول، ځان وژنه او قتل ته ميلان لرل، د سترگو د ليد کمزوړتيا ، د جنسي قوې کمزورتيا ، قلبي ناروغۍ، سوء هاضمه، د معدې پړسوب او نورو څخه عبارت دي.

له غږ څخه پيدا کيدونکې ناروغۍ او تاوانونه[سمول]

(? Noise Causing Dieses) څېړنو ښودلې ده چې لوړ او تېز غږونه د انسان په روغتيا باندې بدې اغيزې لري. په عمومي توګه تېز غږ په اسنانانو باندې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه اغيزې لري. له هغه ساده عوارضو څخه چې د غږ له امله يو انسان ته پيدا کيږي، يو هم د اوريدلو د قدرت ضعيف کيدل او حتى د لاسه ورکول دي. پرله پسې غږونه که څه هم يو انسان ونه ځوروي خو بيا هم د انسان لپاره زيان لري او د غږونو په وړاندې د غوږ حساسيت راکموي. که چيرې يو انسان د (١٠) دقيقو لپاره د (١٠٠) دسي بل په اندازه شديد غږونه واوري نو اړينه ده چې ورپسې بايد د (٢٠) دقيقو لپاره په يو ارام چاپيريال کې استراحت وکړي تر څو د دغو غږونو اغيزې جبران شي. هغه ناروغي چې د چاپيريال د غږيزې ککړتيا له امله انسان پرې اخته کيږي، ډيرې يې ذهني عوامل لري. پر انسان باندې د غږ مستقيمې اغيزې د اوريدلو د حس کموالى او کمزورتيا ده او په زيات شدت کې کوڼوالى رامنځته کوي او غير مستقيم اغيزې له عصبي حساسيت، شديد غبرګون او پارونه د عضلاتو کلکوالى، عصبي شوک، روحى او جسمي ستوماني، د سر ګيجوالى، ماليخوليا، ډار او انديښنه، عصانيت، الرژي او حساسيت، د بدن تعادل د لاسه ورکول، ځان وژنې او قتل ته ليوالتيا د ليدلو حس ضعيفوالى، د جنسي قوت ضعيف کيدل، د زړه مرضونه، د معدې تورم او اختلال او د هاضمې خرابوالي څخه عبارت دى. په عمومي توګه کولای شو چه

پر انسان باندې د غږيزی ککړتيا اغيزې[سمول]

په لاندې برخو وويشو: 1. د اوريدلو د حس کموالی 2. کلينکي اغيزې 3. بستريزی اغيزې 4. پر خوب باندې اغيزې 5. روحي او رواني اغيزې 6. په نويو زېږېدلو ماشومانو باندې اغيزې 7. په خبرو کې اختلال او ګډوډي 8. پر نباتاتو او څارويو باندې د غږ اغيزې: 9. په زړه او رګونو باندې اغيزې 10. دايمي کڼيدل

د اوريدلو د حس کموالى:[سمول]

هغه ساده عارضه چه د ازاروونکی غږ له امله يو انسان ته رسيږي ، د اوريدلو د قدرت د کموالي څخه عبارت دی، په بل عبارت : په انسان باندې د لوړو غږونو اغيزې د اوريدلو د حس د کمزورتيا څخه عبارت دى او حتى د دوامداره غږ اواز لرونکي غږونه هم د انسان لپاره مضر دي. طبيعي اوريدل د غوږ د درې برخو د روغتيا او سلامت تيا پورې اړه لري. د لسو دقيقو لپاره د هغه اواز اوريدل چې شدت يې (١٠٠ ) دسي بله وي د (٢٠) دقيقو وخت لپاره يوه کاملاً ارام چاپيريال ته اړتيا ليدل کيږي ، تر څو اغيزې يې جبران شي. همدارنګه د لوړو غږونو په صورت کې کوڼوالى هم رامنځته کيږي. په يوه غالمغالي چاپيريال کې کار کول د دې باعث ګرځي چې د اوريدلو سلولونه له منځه ځي او په يوه داسې کوڼوالي بدليږي چې د رغيدو وړ نه وي، چې دې ډول کوڼوالي ته دايمي کوڼوالى وايي. د غوږ د اوريدو زيانمن کيدل له هدايتي ، حسي او عصبي لارو څخه تر سره کيږي. د هدايتي اوريدلو کموالى هغه وخت صورت نيسي چې د غوږ بهرنۍ برخه صدمه وګوري، د حسي اوريدلو کموالى د غوږ د داخلي برخې ( حلزون ډوله ) زيانمن کيدو له امله رامنځته کيږي او د عصبي اوريدلو کموالى د غوږ د عصبي رشتو د زيان له امله رامنځته کيږي. د حسي او عصبي اوريدلو د کموالي اغيزې د تغير وړ نه دي او کله چې يو کس پرې اخته شي بيا نه رغيږي. د عمر زياتيدل د اوريدلو په حس باندې هم اغيزې لري، يادونه کيږي چې په مختلفو کسانو کې د عمر د زياتوالي سره د اوريدلو حس سره توپير لري. په ښځو کې د عمر اغيزې د اوريدلو په کموالي کې د نارينه په پرتله لږ دي. همدارنګه د عصبي اوريدلو کمښت د عصبي نرونونو د زيانمن کيدو له امله منځ ته راځي او په واقعيت کې د اوريدلو د سلولونو حساسيت کميږي چه د صوتي فرکانسونو پورې تړاو لري. کومې اغيزې چه د حسي او عصبي اوريدلو د کمښت څخه منځ ته راځي، دايمي وي او د رغونی وړندی. دغه دايمي تغيرات او اغيزې کيدای شي چه د يو اوچت او لوړ غږ ( لکه د چاودنې غږ ) له امله په يو لنډ وخت کې او يا هم د يو ټيټ غږ له امله په اوږود وخت کې منځ ته راشي. د ازاروونکو غږونو په وړاندې ==د انسان د اوريدلو سيستم غبرګون کولای شو په څلورو برخو وويشو:== 1. پلی کول او تطبيق: همدا چه د انسان د اوريدلو حس د اوچت غږ په وړاندې واقع شي، نو ځان د نويو شرايطو سره تطبيقوي تر څو د احتمالي زيانونو څخه په امن کې اوسيږ 2. د اوريدلو د ځای تغير او بدلون: دا پړاو د تطبيق پړاو څخه څخه وروسته شکل مومي او د ازاروونکو او لوړو غږونو د دوام په صورت کې موقت کوڼ توب پيدا کيږي. 3. د اوريدلو په سيستم کې دايمي بدلون: که چيرې د اوچتو غږونو سره د يو کس تماس د اوږود مهال لپاره دوام پيدا کړۍ، نو د هغی پدی اغيزې هم ژوری او دايمي کيږي. 4. د اوريدلو سيستم کې هغه بدلون چه د رغونې وړ نه وي: پدی پړاو کې د اوريدلو سلولونو زيانمن کيږي او د اوريدلو په سيستم کې داسې بدلون رامنځ ته کيږي چه د رغونې وړ نه وي.

کلينکي اغيزې[سمول]

د غږ د نورو نامطلوبو اغيزو څخه چې د انسان په روغتيا باندې لري د سر درد، سوء هاضمه، قبضيت، د معدې او کولمو زخم، د پوستکي حساسيت او خارښت، عصبي نارامتيا، د وينې د فشار لوړوالى، د زړه دريدل او بالاخره په خوب کې د ګډوډۍ څخه عبارت دي. په دوامداره توګه لوړ غږ د ادرنالين او کورتيزول د هارمونونو د زياتوالي باعث ګرځي. د ادرنالين هورمون د زړه د ضربان د زياتيدو او کورتيزول هارمون په شخص کې د استرس او اضطراب د لوړيدو باعث ګرځي. غږ د زيات شدت په اساس د وينې فشار په ځانګړي توګه د جمجمې داخل فشار پورته ځي، د لاړو ( توکاڼو ) ترشحات کميږي چې ورسره خوله وچيږي. همدارنګه د لوړ غږ سره د مخامخ کيدو په صورت کې زړه بدوالى (Nausea)‌ ، ستومانتيا، روحي او رواني ستونزې او د پوستکي حساسيت رامنځته کيږي.

بستريزې اغيزې:[سمول]

د لوړو او ازاروونکو غږونو د نامطلوبو اغيزو څخه يو هم بستريزی اغيزې دی چه له امله يي د هاضمې سيستم خرابيږي، د معدی او کولمو زخمونه پيدا کيږي. د سر درد او کچوالی خارښت او د پوستکي حساسيت ، عصبي ناراحتي، د رګنو تنګوالی د وينې فشار ، د زړه سکته او په خوب کې اختلال رامنځ ته کيږي. دوامداره غږونه د وينې د کور تيزول او ادرنالين هورمونونو د زياتوالي سبب کيږي چه ادرنالين د زړه ضربان زياتوي او کورتيزول په انسان کې د پريشانی او خپګان باعث ګرځي په شديدو لوړو غږونو او شورماشور کې د بدن د وينې فشار په خاصه توګه د جمجمې په دننه کې لوړ ځي، د خولې ترشحات کميږي او خوله وچيږي اوهمدارنګه د کولمو په حرکتونو کې هم اختلال رامنځ ته کيږي. په لوړو غږونو ( د موتور غږ ) کې واقع کيدل لاندې حالتونه رامنځ ته کوي: د سرګيچوالی، زړه بدوالی، روحي نا ارامي او ستوماني، د پوستکي تحريک او د پوستکي لړزه.

په خوب باندې اغيزې[سمول]

خوب ځانګړي دوراني بدلونونه لري چه دغه بدلونونه خوب له پيل څخه وروسته د شپې په اوږدو کې ۴ تر ۵ ځله زياتيږي او يا هم کميږي. دی موضوع ته په پاملرنی سره خوب په پنځه برخو ويشل کيږي چه له صفر څخه تر څلورو پورې دی. د صفر پړاو د ويښتوب پړاو دی او څلورم پړاو د خوب تر ټولو ژور پړاو دی چه د dream يا د رويا په نامه ياديږي. لوړ غږ د خوب په مخنيوي کې اساسي رول لوبوي. هغه سيمې يا ځايونه چې د لوړ غږ سرچينې ورته نږدې وي د دې ځايونو خلک د خوب د ستر نعمت څخه بې برخې دي. خوب الهي ستر نعمت دى چې د شپې لخوا خوب د بدن ټول غړي د ورځې د کارونو په سرته رسولو کې د ارامتيا يوه ښه برخه ګڼل شوى ده. د طب ډاکټران دا سپارښتنه کوي چې يو کس بايد په څلورويشت ساعتونو کې د (٦-٨) ساعتونو پورې خوب وکړي. د خوب د مخنيوي لاملونه ډير دي ، ليکن يو هم د لوړ غږ اوازونه دي چې د يو شخص د خوب مخنيوى کوي.

روحي او رواني اغيزې[سمول]

په انسان کې د پريشانې او خپګان د رامنځ تکيدو يو لوی لامل نامطلوبنه غږونه دی. د لوړو او ناغوښتو اوازونو په وړاندې دوامداره واقع کيدل، د عصبانيت د ايجادولو او د عکس العمل او غبرګون د تحريکولو باعث کيږي. اعتقاد پر دی دی چه لوړ غږونه او شورماشور د روحي او رواني ناروغيو مستقيم لامل دی او ممکنه ده چه د غږونو شدت دغه ناروغي زياته کړي. هغه شواهد چه دغه موضوع څرګنده او جوته کړی، ډير کم دی او دا موضوع اکثراً د کلينيکي او بستريزو اغيزو پر اساس سنجول کيږي. د ضعيفه شواهدو د شتون سره سره دغه شواهد پردی دلالت کوي چه د چاپيريال غږونه د انسانانو په روحي سلامتيا منفي اغيزې لري.

په جنين باندي د غږ د ککړتيا اغيزی[سمول]

کيدای شي چه شورماشور د جنين د سقط ( زيان ) سبب واوسي، شورماشور د ميندو د پريشانې سبب کيږي. دغه پريشاني او خپګان د رحم رګونه چه جنين ته د خوړو او اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري، منقبض کوي ځکه خو نوی زيږيدلی ماشومان غالباً د لږ وزن سره نړی ته راځي. لوړ غږ د دې باعث کيږي چې ماشومان بې وخته ، کم وزنه او معيوب تولد شي او حتى ځينې وخت د جنين سقط يو د عواملو څخه بلل کيږي. جنين د دې قدرت لري چې مختلف ليول اوازونه حس کړي. هغه ښځې چې حامله وي بايد د (١٥-٦٠) ورځې وروسته د حاملګۍ څخه بايد د ډير شور څخه ځان وژغوري، ځکه چې په دې وخت کې د جنين اصلي عضوې، اعصاب او نور سيستمونه د جوړيدو او تشکيل په حالت کې وي.همدارنګه لوړ اوازونه د حامله دارو ميرمنو استرس (Stress) سبب کيږي. دغه سترس د رحم رګونه چې جنين د غذايي موادو او اکسيجن د تر سره کولو دنده لري ، منقبض او تنګيږي نو ځکه نوى زيږيدلى ماشوم په لږ وزن دنيا ته راځي . د دې تر څنګ لوړ اواز په ميرمنو کې د بعضې هورمونونو د کمښت سبب ګرځي چې د جنين په رشد او انکشاف باندې اغيزه اچوي.

په خبرو اترو کې اختلال[سمول]

لوړ اوازونه کولى شي چې د خبرو په کولو کې بې انډولي رامنځته کړي او همدارنګه په مکالماتو او خبرو کې د غږ داخليدل په پراخه کچه د انسان د ناتوانی او بې وسۍ سبب گرځي د بيلګې په توګه په خبرو کې د تمرکز کمښت، د چټکتيا کمښت، پخپل ځان د باور کمښت ، د درک کولو د قدرت راټيټيدل ، په نفس باندې د اعتماد کموالى، عصبانيت، د پوهې د کچې کموالى او په انساني اړيکو کې د ستونزو څخه يادونه کيږي.

پر نباتاتو او څارويو باندې د غږ اغيزې[سمول]

شورماشور او لوړ غږونه د نباتاتو وده په څرګنده توګه راکموي د ګل بڼونو وده او تکامل د موسيقي د غږ تر اغيزې لاندې زياتيږي شورماشور او لوړ غږونه په حيواناتو کې د غوګونو خونريزی، د جنين سقط ( زيان ) ، بې اشتها يي په شيدو ورکوونکو حيواناتو کې د شيدو کموالی او د حيواناتو د عمر کمښت رامنځ ته کوی او همدارنګه د الوتونکو د بې وخت مهاجرتونو سبب ګرځي.

په زړه او رګونو باندې اغيزې[سمول]

که چير د غږيزې ککړتيا وخت زيات شي د يوې خوا څخه د اوريدلو حس کې کموالى راځي او د بلې خوا قلبي او عروقي خطرات زياتيږي، د نمونې په توګه که چيرې يو کس د (٨) ساعتونو لپاره په مسلسله توګه د (٧٠) دسي بل اواز سره مخامخ شي د وينې فشار يې (٥ – ١٠ ) پورې لوړيږي. ځينې څېړنې ښايي چې د (١٦٠) ډسې بل اواز د وينې فشار لوړوي، د بدن د تودوخې درجه ټيټوي او همدارنګه په مسلسله توګه اوازونه د رګونو د انقباض باعث ګرځي. څېړنې ښايي هغه کسان چې د اره کشۍ په ماشينونو باندې هره ورځ (125 Db) غږ سره سر او کار لري، کله چې دوى د شپې لخوا خپلو کورونو ته ځي ګوتې يې شنې او وروسته بيا سپينيږي چې د وازواسپاستيک (Vasospastic) د ناروغۍ نښې پرې ليدل کيږي، چې په پايله کې رګونه انقباض کوي. دغه نارامي د ګوتو د رينال (Renal) يا د مړو ګوتو سره پيژندل شوي دي.

دايمي کڼيدل[سمول]

د۷۰ دیسي بل دسطحي لرونکي غږ سره د۸ ساعتو نودمخامخ کیدو په صورت کي دویني فشار ۵ـ۱۰ میلي متر ستون سیماب ته لوړیږي.داوریدلودوړتیا له لاسه ورکول په ۸۰ــ۹۰ دیسي بل اوازکي شروع کیږي ډیرالکترونیکي موټرونه تر 80dB لوړاوازلري د اوريدلو وړتيا د لاسه ورکول په (80-90Db) کې پيل او په (140 Db) کې د دردناکه حالت او په (180 Db) کې کولى شي چې يو شخص ووژني. د غږ ( اواز ) د زغم اندازه (Level of Tolerance) 1. د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) لخوا د ورځې د پلوه د اواز اندازه (45Db) اود شپې لخوا (35Db) ښودلې ده، هر هغه اواز چې د (80Db) څخه لوړ شي خطرناک بلل کيږي چې په اولو مرحلو کې موقتي او بيا وروسته دايمي د اوريدلو ستونزې رامنځته کوي. 2. د غږ د زغم نورماله اندازه (80Db) ښودل کيږي، لکن د اوږدې مودې لپاره د غوږ دايمي، موقتي زيان سبب ګرځي.

3. د اوريدلو د وړتيا د لاسه ورکول د (70 - 90 Db) کې پيل کيږي. 4. په (140 Db) کې غږ يو دردوونکى غږ دى. 5. په (130 Db) کې د غږ اوريدل د غوږونود درد سبب ګرځي، ځکه چې د غوږ پرده پداسې حال کې په شدت سره اهتزاز کوي، 6. که چيرې د غږ اندازه (150 Db) ته ورسيږي د غوږ د پردې يا د غوږونو د هډوکو زيانمن کيدو سبب ګرځي او کوڼوالى رامنځته کوي او د غوږ پردې څيريږي. 7. که د غږ اندازه (180 Db) ته ورسيږي د يوه شخص د مړينې سبب کيږي. 8. (85 – 90 Db) د غږ د شدت په اساس يواځې د اوريدونکي حس زيان ګوري.

د غږيزی ککړتيا ستندردونه:[سمول]

په وروستيو دوه لسيزو کې د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې د غږيزی ککړتيا موضوع ته خاصه پاملرنه رامنځ ته شوی چه له امله يي پدغه هيوادونو کې غږيزی ککړتيا سره د مبارزې په موخه ځانګړی قوانين او اصول وضع شوی چه د غږيزی ککړتيا په کمښت او مخنيوي کې ګټور ثابت شويدي. په دي معني ځيني هيوادونه دي چي دغه ستونزه يي په جدي ډول تر څار لاندي نيولي او کوښښ کوي چي ياد ګواښ په هر قيمت وي له منځه يو سي په لاندې جدول کې زمونږ د هيواد د سميه ييزې اوسيدنې سټندرد چې د چاپيريال ساتنې اداره پواسطه اعلان شوى دى ، ګورو چې دغه سټندرد ته په کتو سره زمونږ د هيواد ښارونه په پنځه برخو ويشل شويدي: شمېره منطقه روزانه د ٧ بجو څخه د شپې تر ١٠ بجو پورې (db)a د شپې د١٠بجو څخه د ورځې تر٧بجو پورې (db)a ١ د اوسيدنې ځايونه ٥٥ ٤٥ ٢ سوداګريز او اوسيدنې ځايونه ٦٠ ٥٠ ٣ سوداګريز ځاى ٦٥ ٥٥ ٤ صنعتي او اوسيدنې ځايونه ٧٠ ٦٠ ٥ صنعتي ځايونه ٧٥ ٦٥


په مختلفو محيطونو کې د غږ خوريدل يو شان نه دي او کاملاً يو د بله سره تفاوت لري چې په لاندې جدول کې ورڅخه يادونه شوې ده: په مختلفو محيطونو کې د غږ د خوريدو چټکتيا ګڼه محيط په في ثانيه کې سرعت په متر سره ١ هوا 344 ٢ اوبه 1410 ٣ ريګ 3600 ٤ فولاد 4900 ٥ ښيښه 500 ٦ المونيم 580


ځينې هغه غږونه چې مونږ ورسره په ورځني ژوند کې مخامخ يو. د خوريدو سرچينې په Db سره د غږ اندازه انساني احساس د ونو د پاڼو ښوريدونکى اواز 20 ډير آرام د راديو څخه د موسيقي ارام غږ 40-45 آرام عادي خبرې کول او خندا 50-65 ورو-تر اوچته پورې په (٥) مترۍ کې باربري لارۍ 85-95 ډير لوړ د سپکو نقليه وسايطو تګ راتګ 55 آرام برقي اره له (١٥) مترۍ واټن څخه 80 ستړى کيدونکى اواز د الوتکې غږ په (٣٠٠) مترۍ کې 100 ډير لوړ الوتکه د پرواز په وخت کې 130 د غږد درد سبب ګرځي راکټ د پورته کيدو په وخت کې 190 د غوږ د درد سبب ګرځي جيټ الوتکه 140 د زغملو وړ نه دى د ايربس طياره په (٢٥٠) مترو کې 120 درد راوړونکې مرحله نرم غږ 30 ډير ارام برقي جارو په (٣٠) مترو کې 70 .... موټر سايکل 88 .... د کبلو د قطع کولو ماشين 85 .... اورګاډى 100 .... د کوهي د ايستول برمه 110 .... رعد او الماسک 120 ....

د انسان د غوږونو فزيولوژي:[سمول]

د انسان غوږ له درې برخو ( دننه برخه، منځنۍ برخه او بهرنۍ برخه ) څخه جوړ شوی چه هر ه برخه يي له شاوخوا څخه صوتي څپې راټولوی او له متمرکز کولو څخه يي وروسته د اوريدو مجرا ته ليږدوی. دغه څپې د همدې مجرا له طريقه د غوږ دننه انتقاليږي. دغه څپې د درې ګونو هډوکو پواسطه د صماخ پردې سره لږيږي او دغوږ دننه ( چه د حلزون شکل لري ) لار پيدا کوي.

د غوږ حلزون ډوله برخه له ويښته ډوله سلولونو څخه جوړه شوی چه حسني اعصابو ته د غږ د ليږدولو دنده لري. کله چه دغه سلولونه حرکت پيلوي، د هغوی اړوند عصبي سلولونه هم تحريک کيږي او د عصبي فيبرونو د تحريک باعث  ګرځي. دغه تحريکات مغزو ته رسيږي او له تحليل او تجزيي څخه وروسته ، غږ د انسان پواسطه درک کيږي.

د غږيزې ککړتيا د کنترول او کمښت لارې چارې:[سمول]

د غږيزې ککړتيا په ليدو سره دا اړينه بلل کيږي چې د مخنيوی په هکله يې جدې پاملرنه وشي معمولاً په ټوله کې هغه ځايونه چې د هستوګنې، روغتونونو، مدرسو، مکتبونو، پوهنتونونو، ښاري پارکونو او ځينې نورې عامې ادارې چې ګڼه ګوڼه په کې شتون ولري. نو پکار دي چې، د لوړو اوازونو سرچينې يې کنترول شي او بايد په عمومي ډول د 55Db څخه غږ تيری ونه کړي. که چيرې د يوې مدرسې / مکتب په ازاده فضاء کې 55Db اواز موجود وي نو د انجينري تخنيکونو په اساس کولی شي چې په دې حالت کې د اواز ليول 40 – 45 Db ته راښکته کړي. د موټرو، الوتکو ، اورګاډو، کارخانو، ساختماني کارونو، د خلکو ګڼه ګوڼه او داسې نور غږ پيدا کوونکي مواد چې د ځان سره مختلف ډوله ناخوښه اوازونه او شور لري، د خلکو د ناخوښي او نارامي سبب ګرځي. چې دا د شورماشور يا غږيزې کړتيا په نوم ياديږي. په ښارونو کې د کمزوري ترافيکي سيستم له امله موټر مختلف هارنونه کوي چې د عام خلکو او په روغتونونو، مکتبونو او نورو ځايونو کې د خلکو د اذيت سبب ګرځي. په دوکانونو، مارکيټونو، موټرونو او هوټلونو کې د لوړ غږ لروونکي موسيقي غږول، خلک د مشکلاتو سره مخامخ کوي او د اوريدو په حس باندې بدې اغيزی کوي او د نوموړي حس د کمزورتيا سبب ګرځي. يو ناڅاپی خراب او بد اوازونه د عصبانيت ، لوړ فشار ، زړه ټکان، ستړيا او داسې نورو ستونزو سبب ګرځي، خو د اوږدې مودې تماس له امله ناوړه تاثيرات يي د انسان په احساساتو، دماغو، د حافظې په کمزوري او داسې نورو شيانو باندې پر يوزي. ناڅاپي او پرلپسې اوازونه د دوامداره اوازونو په پرتله زيات مضر دی. که څه هم په پرمختللو هيوادونو کې د ژوند د چارو د ترسره کولو لپاره اصول او قوانين وضع شوي دي او خلک اړ دي چې د خپلو وضع شوو قوانينو څخه درناوی وکړي، لکن په هيواد کې د تيرو لسيزو جنګونو له امله هر څه له منځه تللی دي. په هيواد کې عام وګړي د يوې خوا د جنګونو له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي او د بلې خوا د دغو جګړو د غير مستقيمې اغيزې له امله هم کله د لويو او وړو وسلو استعمال اوازونه، د بمباريو اوازونه، د موټرو اوازونه، په فابريکو کې د ماشينونو اوازونه، د موسيقي اوازونه، د موبايل زنګونه او لودسپيکرونو اوازونه او داسی نور هغه غږونه دی چې د خلکو په ورځنيو چارو کې د خنډ سبب ګرځي چې په انسانانو کې ډول ډول ناروغي رامنځته کوي.

=د غږيزې ککړتيا د مخنيوي لارې چارې[سمول]

۱. د توليد د سرچينې څخه د غږ کموالی او له منځه وړل ۲. د نقليه وسايطو د لاسته راغلي غږ مخنيوی. ۳. د ترانسپورتي وسايلو لپاره داسې سرکونه جوړ شي چې هارن کولو ته اړتيا نه وي. ۴. د روغتونونو، مکتبونو،پوهنتونونو، دولتي ادارو په شاوخوا کې د غږيزې ککړتيا د مخنيوي لپاره د هارن کولو څخه ډډه وشي. ۵. په صنعتي ځايونو کې د غږ د ټيټوالي لپاره دستګاوې نصب شي. ۶. د نقليه وسايطو ماشين او سلنسر بايد وخت په وخت وکتل ( معاينه ) شي تر څو چې لوړ اواز توليد نه کړي او که چيرې لوړ اواز توليدوي بايد ترميم او ياد ګرځيدو مخه ونيسي. ۷. په ښاري جادو يا واټونو کې د موټر سرعت بايډ في سرعت ک 30 کيلو متره ته ورسيږي. ۸. د حلبي سازي، ولډ نکاري، فلز کاري، نجاري او دارنګه غږ توليدونکې دستګاوې بايد د ښار څخه لرې وويستل شي. ۹. د ټولنې د وګړو لپاره عامه پوهاوی چې له امله يې د نقليه وسايطو د لوړ او بې ځايه هارنونو، په لوړ اواز سره د راديو او تلويزيون او نورو موسقي مخنيوی. ۱۰. د سرکونو، فرعي کوڅو، لوړ پوړيزه ودانيو په شاوخوا کې بايد ونې وکرل شي او شنې ساحې را منځته شي، چې له امله يې د غږيزې ککړتيا په مخنيوي کې ستر رول لوبولی شي. ښودل شوي چې ونې، د رختچې او بوټي د غږيزې ککړتيا په مخنيوي کې ګټور بلل کيږي. د يوې څيړنې په اساس چې په نباتاتو باندې تر سره شوې ښودل کيږي چې د بلوط، چنار، کاج، شمشاد ونې د نورو ونو په پرتله د غږيزې ککړتيا په مخنيوي کې مرتسه کوي نو له همدې امله، په اکثره اروپايي هيوادونو کې ياد نباتات د ښکلا د رامنځته کيدو تر څنګ ، دغږيزې ککړتيا د مخنيوي لپاره يې هم کري. د اوازونو په کموالي کې يوه اغيزمنه لره د نباتاتو څخه ګټه اخيستنه ده. د نباتاتو پواسطه د صوتي امواجو ټيټيدل د جذبولو په پرتله څو ځلې زيات وي، نو پدې اساس لوړې ونې چې د باد سرعت کموي او هم د اوريدونکو خواته د صوتي امواجو مخه نيسي، کولی شي چې د غږيزې ککړتيا په وړاندې د غږيز عايق په توګه ورڅخه کار واخلي. ونې نه يواځې دا چې د غږيزې ککړتيا په مخنيوي کې رول لري ځينې نورې ښيګڼې هم لري. ۱ – د لمر د مضره وړانګو د جذب لپاره ګټور دي. ۲ – د هوا په پاکولو کې خاص ارزښت لري. ۳ – ګرد، غبار او کاربن ډای اکسايد جذبوي او اکسيجن توليدوي. ۴ – د خاورې د تخريب په مخنيوي کې ځانګړی ارزښت لري. ۵ – په ګرم موسم کې د سيوري د حالت په رامنځته کيدو کې مهم بلل کيږي. لکه څرنګه چې يادونه وشوه چې ونې او درختچې د غږيزې ککړتيا په کمولو کې اغيزمن رول لري د بلې خوا اواز ( غږ ) هم بايد د نباتاتو وده د ستونزو سره مخامخ کړې. په يوه څيړنه کې ښودل شوي دي، چې د تنباکو په کرونده کې د تنباکو وده په سلو کې 41 % د شديد غږ په صورت کې کمه شوې وه. د ونو او درختچو د لاری د غږ په کموالي کې د بوټو د پاڼو اندازه ، د ښاخونو شمير، د ونو ډول د، د ونو ارتفاع ( لوړوالی ) سره توپير لري. هغه ساحي چې د نباتي پوښ په اساس پوښل شوي دي د غير پوښل شوو ساحو په پرتله د اواز په کموالي کې موثر دي. په پآيله کې د دولتي چارواکي او د ښآروالی مسولين بايد په ښاري سيمو کې د نيالګيو په کينولو کې فعاله ونډه واخلي تر څو چې يادې ښيګڼی ترلاسه شي.

د غږيزې ککړتيا د کنترول او مخنيوي لپاره بيلابيلې طريقې[سمول]

او لارې چارې شته چه په لنډ ډول ذکر کيږي: د غږيزی ککړتيا د کنترولولو لپاره بايد درې پړاوونه په پام کې ونيول شي: 1. د غږ توليدونکی منبع د غږ کنترول او کمښت 2. د غږ د خپریدو په مسير کې د غږ کنترول او کمښت 3. د غږ اخيستلو په ځای کې د غږ کنترول او کمښت لومړی پړاو د ليږد راليږد وسايلو او تجهيزاتو د توليد کوونکو پورې اړه لري چه بايد د توليد په برخه کې يې د دولت لخوا ستاندردونه تعين او په اړه يې قوانين وضع او په اجباري توګه پلی کړای شي. په دوهم او دريم پړاو کې هم بايد ځانګړی قوانين وضع او تطبيق شي او هڅه وشي چه د غږونو د توليدي منابعو شاوخوا ودانۍ جوړی نشي. ځيني هغه کړنې چه د غږيزی ککړتيا او شورماشور په کنترول او کمښت کې مثبت اغيز درلودی شي، په لاندې ډول دی: د زړو ماشين الاتو نوی کول: د ماشين الاتو د زړښت له امله ، د ماشينونو او موتورونو له بيلابيلو اجزاو څخه غږونه توليديږي چه بايد د هغې ځای نوی ماشين الات ونيسي. پدی کار سره به نه يواځې د هوا د ککړتيا مخنيوی وشي بلکه غږيزه ککړتيا به هم کنترول او راکمه شي. له اکوستيکي ( د اوريدلو ) پردو يا ديوالونو څخه استفاده د غږ د خپريدو د مخنيوي يوه مناسبه طريقه داده چه هغه ديوالونه او پردی چه جنس ، بڼه اوږدوالی او لوړوالی يي په ځانګړي توګه طراحي شوی ، دغږ د توليدي منابعو شاوخوا نصب کړای شي تر څو څيرمه سيمو ته غږونه خپاره نشي. په فرعي سړکونو کې د شپې له پلوه د لويو نقليه واسطو د تګ راتګ مخنيوي د ورځې لخوا معمولاً په ښارونو کې د لويو نقليه واسطو په تګ راتګ باندې بنديزوی له همدی امله دغه نقليه واسطې د شپې له پلو تګ راتګ کوی اومقصد ته د رسيدو لپاره په هغه فرعي لارو چه تګ راتګ پرې ممنوع دی او د اوسيدو له سيمو چه تير شوی، په سرعت او بيړی سره تيريږي او پدې توګه دغو سيمو کې غږيزه ککړتيا منځ ته راوړي. که چيرې له دغه حالت نه مخنيوي وشي او د شبې له پلوه باروړونکی لويي نقليه واسطې په اصلي سړکونو او مسير باندې تګ او راتګ وکړی نو د غږيزی ککړتيا مخ به ونيول شي. له نباتي پوښښ څخه ګټه اخيستنه نباتي پوښښ که چيری کافي جګوالی، مناسب شور او تراکم ( ګڼوالی ) ولري نو د لويو لارو د ترافيک د غږونو مطلوبې روانې اغيزې هم د ځان سره لري. د يو نباتي پوښښ د جوړولو لپاره زياتې سيمي او فضا ته اړتيا ده.

ځینې مهم وړاندیزونه[سمول]

په ښارونو او نورو سيمنو کې دغږيزې ککړتيا د مخنيوي او کنترول لپاره ځينې وړانديزونه او شرايطو اړتيا ته شته چې لاندې يې په لنډ ډول ذکر کوم: 1. په ټولنيزو اړيکو کې د خلکو د پوهاوی د کچې لوړوالی. 2. د ترافيکو په مديريت کې کلتوري او فرهنګي وده. 3. د موتور لرونکو نقليه واسطو ، ( په خاصه توګه د موټر سايکلو ) کموالی. 4. ښارونو ته د اورګاډو د ننوتلو مخنيوی. 5. د لوډسپيکرونو قطع کول 6. له غير موتوري وسايلو لکه بايسکل څخه زياته ګټه اخيستنه. 7. د ښار د ښيرازي پراختيا ( په ښار کې د ونو زياتوالی) 8. نقليه وسايط، فابريکې، جنراتورونه، لوډسپيکرې او داسې نور وسائل په ځانګړي توګه په ښاري سيمو کې غږيزه ککړتيا رامنځته کوي چې د انسانانو د ناخوښۍ سبب ګرځي چې ورسره د اوريدو حس کمزورى کيږي او هم خلک د روزنې فزيولوژيکي ستونز سره مخامخ کيږي. د غږيزې ککړتيا له امله په انسان باندې ګڼې ناوړې اغيزې لري نو بايد په مخنيوي کې يې فعاله ونډه واخيستل شي.

سرچینې[سمول]

1. دبيري مينو و سهاره، بشيرى بد، (١٣٩٤) لمريز کال، الوده گى محيط زيست، نشر اتحاد ، تهران

2. سعادت، محمد اسماعيل، (١٣٩٧) لمريز کال، د ژوند چاپيريال ساتنه، ننگرهار پوهنتون

3. مندوزى، عارف الله، (١٣٩٤) لمريز کال، د ژوند چاپيريال، ننګرهار پوهنتون، انجنيرۍ پوهنځى.

4.سعيدي، سیدعبیدالله،(1395)لمریز کال، دطبیعی منابعو مدیریت لغمان پوهنتون