دشیدو بندسوی کانال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په انګریزۍ کې دې حالت ته دوه نور نومونه (plugged or clogged milk duct) اخلي. د یوه یا څو هغو کانالونو بندېدو ته وایي چې د تي سر ته شیدې انتقالوي او بندېدل یې د ماسټیټیس (Mastitis) حالت پیدا کوي – ماسټیټیس روغتیايي حالت دی او په تي کې د پړسوب لامل کیږي. علایم یې په تي کې سیمه ایزه غوټه پیدا کېدل او د غوټې له پاسه سوروالی رامنځته کېدل دي. لامل یې د تي له ځینو برخو د شیدو نه تخلیه کېدل دي. د شیدو د نه تخلیه کېدو لامل کم وخت ماشوم ته تي ورکول، تنګ کالي اغوستل او تي ټپي کېدل او یا تي ته ضربه رسېدل وي. ځینې وخت یې ټینګې شوې شیدې هم بندوي. درملنه یې د شیدو په ویستلو او د بندېدو د لامل په سمون کیږي.

لاملونه[سمول]

د شیدو بندول د مور د شیدو یوه عامه ستونزه ده او د یو شمیر دلایلو له امله رامینځته کیدای شي:

  • د تي ورکولو پر مهال عامه رامنځته کېدونکې ستونزه ده مختلف لاملونه یې : – کله چې په مناسبه توګه کوچنی شیدې نه روي – تنګ سینه بند یا جامې اغوستل – که چېرې تیان په پمپ له شیدو تخلیه کیږي او کمزوری پمپ وکارول شي – که چېرې تیان له شیدو تخلیه نشي او په تیانو کې شیدې د ډېر ځنډ لپاره پاتې شي – د تي سر تڼاکې کېدل – که چېرې بدن زیاتې شیدې تولید کړي نو تیان پړسولی شي او د شیدو کانال بندولی شي – نور لاملونه یې بې کچې ستړیا، زیات سپورت، بدن کې اوبه کمېدل او ماشوم د مور د شیدو په ځای نور خواړه ورکول دي

نښې نښانې[سمول]

د شیدو بندیدل لاندې عام نښې لري :

  • کمه تبه او تی عفوني کېدل – د تي په یوه ځانګړې برخه کې درد – په تي کې د پړسېدلې غوټې پیدا کېدل – د شیدو ورور بهېدل – د تي په سر وړه تڼاکې پیدا کېدل – د تي پړسوب او سوروالی – د تي په ځینو برخو کې تودوخه زیاتېدل – که چېرې ماشوم ته د بند شوي کانال تی ورکړل شي ناخوښه او نا ارامه وي

درملنه[سمول]

تر ټولو اغیزمنه درملنه یې د تي خالي کول دي. د خالي کولو لپاره یې پمپ کاریږي. له دې پرته که چېرې لاندې طریقې وکارول شي هم مرسته کوي :

– په تي کې غوټې شوې برخې ته نرم مساج

– ازادې جامې اغوستل

– د بوټو چای څکل

– تي ته ټکور ورکول

– پروټیولیټیک انزایم

سرچینې[سمول]

https://rahimiz.com/2022/04/22/blocked-milk-duct-%d8%a8%d9%86%d8%af-%d8%b4%d9%88%db%8c-%d8%af-%d8%b4%db%8c%d8%af%d9%88-%da%a9%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%84/ Archived 2022-04-23 at the Wayback Machine.