درې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درې ګونی اتحاد د جرمني، اطریش-هنګري او ایټالیا ترمنځ اتحاد و. دغه اتحاد د ۱۸۸۲ زکال د مۍ په ۲۰ مه رامنځته او د یوې بلې دورې لپاره هم تمدید شو چې بیا په ۱۹۱۵ زکال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال له منځه لاړ. جرمني او اطریش – هنګري له ۱۸۷۹ زکال وروسته پیاوړي متحدین و. ایټالیا په شمالي افریقا کې د فرانسې په وړاندې د خپلو پراختیا غوښتونکو هیلو په له لاسه ورکولو د فرانسې پر ضد د ملاتړ موندلو په لټه کې وه. د دغه اتحاد غړو ژمنه وکړه چې د لویو ځواکونو له خوا د هغوی په هر یو باندې د برید په حالت کې به ټول د خپل متحد په خوا کې درېږي. دغې هوکړې همدارنګه دا ټاکلې وه چې جرمني او اطریش – هنګري به د ایټالیا له تحریک پرته د فرانسې د برید په صورت کې له ایټالیا ملاتړ کوي. په همدې ترتیب ایټالیا به په جرمني باندې د فرانسې د برید په صورت کې له هغو سره درېږي. د روسیې او اطریش – هنګري د جګړې په صورت کې ایټالیا ژمنه وکړه چې بې پلوه به پاتې کېږي. د دغې هوکړې شتون او غړي یې په ښکاره توګه څرګند و، خو کره ګټې یې تر ۱۹۱۹ زکال پورې نامعلومې وې.

هغه مهال چې د غه هوکړه د ۱۸۸۷ زکال په فبروري کې بیاځلي تمدید شوه، ایټالیا په اتحاد کې د پاتې کېدو په بدل کې په شمالي افریقا کې د استعماري هیلو د لاسته رواړو اړوند د جرمني تشه ژمنه ترلاسه کړه. اطریش – هنګري هم باید د ایټالیا سره د ځمکنیو بدلونونو اړوند چې په بالکان یا د ادریاتیک او اژه سمندرګیو په سواحلي ټاپو ګانو کې رامنځته شوي و د متقابلې هوکړې د مشورتي اصولو د منلو په موخه د جرمني د لومړي وزیر بسمارک تر فشار لاندې راغلی وی. ایټالیا او اطریش – هنګري د دغې هوکړې سربېره ونشو کولای په سیمه کې د خپلو اساسي ګټو پر تضاد بریالي شي. په ۱۸۹۱ زکال کې دغه درې ګوني اتحاد ته د بریتانیا د شاملېدو هڅې هم وشوې، په داسې حال کې چې دغه هڅې بریالۍ نه وې، خو د روسیې په دیپلماتیکو محافلو کې عمومي باور په دې و چې بریالۍ وې. [۱]

د ۱۹۰۲ زکال په جون میاشت کې د دغه اتحاد له تمدید څخه لږ مهال وروسته، ایټالیا په پټ ډول ورته ژمنه له فرانسې سره وکړه. د دغې ځانګړې هوکړې له مخې، نه هم اطریش – هنګري او نه هم ایټالیا کولای شو، په بالکان کې شته حالت له وړاندنۍ مشورې پرته بدل کړي. [۲]

د ۱۸۸۳ زکال د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه د رومانیا لومړي کارول د خپل لومړي وزیر Ion C. Brătianu په واسطه په پټه ژمنه کړې وه چې، له درې ګوني اتحاد به ملاتړ کوي، خو وروسته له هغې چې اطریش – هنګري یې تیري کوونکی وباله، په لومړۍ نړیواله جګړه کې بې پلوه پاتې شو. د ۱۹۰۲ زکال د نومبر په لومړۍ نېټه د درې ګوني اتحاد له تمدید پنځه میاشتې وروسته ایټالیا له فرانسې سره هوکړه وکړه، چې هر یو به په یو بل باندې د برید په حالت کې بې پلوه پاتې کېږي.[۳][۴]

هغه مهال چې د ۱۹۱۴ زکال په اګست میاشت کې اطریش – هنګري ځان د مثلت د هوکړې له غړو هېوادونو (روسیه، فرانسه، انګلستان) سره په جګړه کې ولید، ایټالیا خپل بې پلویتوب اعلان کړ او اطریش – هنګري یې متجاوز اعلان کړ. ایټالیا همدارنګه له مشورې او هوکړې پرته په بالکان کې د موجود وضعیت د بدلون په اړه د ناغې ورکول له پامه وغورځول هماغه ډول چې په ۱۹۱۲ زکال کې د درې ګوني اتحاد د تمدید کېدو پر مهال یې وربانډې هوکړه کړې وه. له درې ګوني اتحاد (چې موخه یې د ایټالیا بې پلوه ساتل و) او دري ګوني مثلث (چې موخه یې په جګړه کې د ایټالیا ښکېل کول و) سره له موازي خبرو وروسته ایټالیا له درې ګوني مثلث سره ودرېدهف او له اطریش – هنګري سره یې د جګړې اعلان وکړ. [۵]

جرمني[سمول]

هغه چې د درې ګوني اتحاد اصلي رامنځته کوونکی او مسئول و، د جرمني لومړی وزیر اتو فون بسمارک و. له دغه کار څخه د هغه موخه په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني له یو موټي کولو وروسته په اروپا کې د موجود وضعیت ساتنه وه. بیسمارک اطریش – هنګري او ایټالیا ته د برید په حالت کې د مرستې کولو په ژمنې هڅه وکړه، تر یوې کچې هغوی جرمني ته اړوند کړي او د فرانسې د ستونزو غوښتونکي حالت څخه یې لرې وساتي. [۶][۷]

اطریش - هنګري[سمول]

د ۱۸۷۰ مې لسیزې په وروستیو کې د ایټالیا په ټاپو وزمه او مرکزي اروپا کې د اطریش ځمکنۍ جاه طلبۍ د نوو قدرتونو په توګه د ایټالیا او آلمان په راڅرګندېدو له منځه ولاړې. د عثماني سترواکۍ په زوال سره او د هغو د اصلاحاتو په ناکامۍ سره په بالکان کې د سلواکیانو ناخوښي زیاته شوه چې هم روسیې او هم اطریش – هنګري هغه په سیمه کې د خپلې ځمکنۍ پراختیا په موخه فرصت باله. په ۱۸۷۶ زکال کې روسیې د بالکان د وېش وړاندیز وکړ، خو هنګري هېواد مشر ګیولا اندراسی دغه وړاندیز وه نه مانه، ځکه اطریش – هنګري له وړاندې یو «اشباع» شوی هېواد و او ورته ستونزمنه وه چې نورې اضافي ځمکې کنټرول کړي. له همدې امله په ټوله دغه سترواکي کې په نوي سبک دیپلماتیک حدود وټاکل شول، هغه حدود چې د لومړي ځل لپاره د انداراسي له خوا په بوسنیا هرزګوینا ولایت باندې په تمرکزسره چې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې سلاو ته اړوند و، طراحي شوي و. [۸]

د بالکان د لوی کړکېچ پر مهال د اطریش – هنګري ځواکونو د ۱۸۷۸ زکال په اګست میاشت کې بوسنیا هرزګوینا ونیول او د دې پر ځای چې هغه یا اطریش او یا هم هنګري ته الحاق کړي، هغه یې د مشترک مالکیت په توګه د مالیې وزارت تر کنټرول لاندې الحاق کړل. د بوسنیا او هرزګوینا اشغال په بیسربیا کې د روسیې د مخکې تګ په غبرګون کې و. اطریش – هنګري چې نه یې شو کولای، د صربستان د کنټرول پر سر د شوروي سترواکۍ او عثماني سترواکۍ ترمنځ منځګړیتوب وکړي، د دواړو لورو ترمنځ د جګړې په پیلېدو یې خپل بې پلویتوب اعلان کړ. په اروپا کې د روسیې او فرانسې د ګټو پر وړاندې د درېدو په موخه اطریش – هنګري د ۱۸۷۹ زکال په اکتوبر میاشت کې له جرمني او د ۱۸۸۲ زکال په مۍ میاشت کې له ایټالیا سره اتحاد جوړ کړ.[۹]

ایټالیا[سمول]

ایټالیا د اطریش او آلمان ترمنځ له شته ائتلاف سره د یوځای کېدو اړوند بېلابېلې انګېزې لرلې. هغه مهال د ایټالیا دولت د محافظه کارانو له خوا کنټرول کېده چې له آیدیالوژیک پلوه یې له دغو دوو پاچاهیو سره خواخوږي لرله. همدارنګه کاتولیک اطریش د واټیکان لرغونی ساتونکی و چې ایټالیا غوښتل، هغه ځانته را جلب کړي. له دې سره دې امکان هم شتون درلود، چې کېدای شي له ټولو مهم دا و چې ایټالیا د فرانسې په وړاندې د پیاوړو متحدینو په لټه کې وه. د ایټالیا پاچهۍ د نورو ټولو اروپايي ځواکونو په څېر غوښتل، نوې مستعمرې جوړې کړي او له پولو بهر سترواکي رامنځته کړي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

رومانیا[سمول]

د رومانیا پاچا لومړی کارول چې آلماني اجداد یې لرل، په دې هڅه کې و چې رومانیا د اروپا په سویل ختیځ کې د ثبات په مرکز واړوي، خو د روسیې له پراختیا او د خپل بیسارابي سیال د ادعاو له امله اړه شوه، په پټ ډول د ۱۸۸۳ زکال د اکتوبر په ۱۸ مه له درې ګوني اتحاد سره مل شي. یوازې پاچا او لوړ پوړي سیاستوال په دې موضوع پوهېدل. رومانیا او اطریش هنګري له یو بل سره ژمنه وکړه چې په صربستان  یا بلغاریا باندې د روسیې د برید په حالت کې به له یو بل سره مرسته کوي. له دې سره د رومانیا او هنګري ترمنځ بېلابېلو اختلافاتو شتون درلود، چې تر ټولو مهم یې په ترانسیلوانیا کې د رومانیایانو د حالت او ټولنیز حقونو پر سر و.

رومانیا د بالکان له جګړو او د ۱۹۱۳ زکال د بخارست له هوکړې وروسته، په پای کې وتوانېده په سیمه کې د قدرت ځایګي ته ورسېږي، خو له یو کال څخه په کم مهال کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه او رومانیا له یوې دورې بې پلویتوب وروسته چې په کې مرکزي ځواکونو او متفقینو دواړو هڅه وکړه، رومانیا دې ته متقاعده کړي، څو د هغوی په خوا کې ودرېږي. بالاخره په ۱۹۱۶ زکال کې له متفقینو ځواکونو سره وروسته له هغه ودرېده، چې ورته ژمنه ورکړل شوه چې په هنګري کې به د روماني وګړو د هستوګنې سیمو ته ډېر پام وشي. د جګړې په پیل کې له درې ګوني اتحاد څخه د رومانیا د نه ملاتړ دلیل هماغه د ایټالیا دلیل و، چې پر بنسټ یې درې ګونی اتحاد، یو دفاعي اتحاد و، خو آلمان او اطریش- هنګري برید کړی و. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. George Frost Kennan (1984). The Fateful Alliance: France, Russia, and the Coming of the First World War. Manchester University Press. د کتاب پاڼي 82–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7190-1707-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Charles Seymour (1916). The Diplomatic Background of the War. Yale University Press. د کتاب پاڼي 35, 147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Becker, Jean-Jacques (30 January 2012). "Chapter Fourteen: War Aims and Neutrality". In Horne, John (المحرر). A Companion to World War I. Blackwell Publishing. د کتاب پاڼې 208. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405123860. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hentea, Călin (2007). Brief Romanian Military History. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810858206. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (art. 7) https://wwi.lib.byu.edu/index.php/Expanded_version_of_1912_(In_English)
  6. "Triple Alliance". Encyclopædia Britannica Online. (2016). 
  7. Paul Kennedy, The Rise and Fall of the Great Powers (New York: Random House, 1987) p. 190.
  8. "Austria: Constitutional experimentation, 1860–67". Encyclopædia Britannica. (15 November 2013). 
  9. "Austria: Constitutional experimentation, 1860–67". Encyclopædia Britannica. (15 November 2013). 
  10. Laurence Lafore (1971). The Long Fuse. Harper Collins. pp. 97–98.
  11. Rothenburg 1976، ص. 163.
  12. Rothenburg 1976، ص. 152.
  13. Rothenburg 1976، صص. 124–125.
  14. Keith Hitchins, A Concise History of Romania, p. 149