درېیم دیمیتریوس یوکایریوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درېیم دیمیتریوس تیوس فیلوپاتور سوتر فیلومیتور یورګېتس کَینیکوس (په انګلیسي: Demetrius III Theos Philopator Soter Philometor Euergetes Callinicus، په لرغونې یوناني: Δημήτριος θεός Φιλοπάτωρ σωτήρ Φιλομήτωρ Εὐεργέτης Καλλίνικος؛ تخلص: یوکایریوس؛ پیدایښت: د ۱۲۴ او ۱۰۹ق‌م کلونو ترمنځ، مړینه: له ۸۷ق‌م وروسته) په هېلنیسټي پېر کې د سیلوکي ټولواکمنۍ یو پاچا ؤ چې د ۹۶ او ۸۷ق‌م کلونو په ترڅ کې یې د سوریې پاچا په توګه سلطنت وکړ. پلار یې اتم انتیوخوس او مور یې په ډېر احتمال سره د انتیوخوس مصري مېرمنه تریفاینا وه. د درېیم دیمیتریوس د ماشومتوب دوره، د هغه پلار او تره «نهم انتیوخوس» ترمنځ د دننۍ جګړې په کلونو کې تېره شوه، چې په ۹۶ق‌م کال کې د اتم انتیوخوس په وژنې سره پای ته ورسېده. د پلار له مړینې وروسته، درېیم دیمیتریوس د دمشق واکمنۍ په لاس کې ونیوه، په داسې حال کې چې ورور یې «شپږم سېلیوکوس» د نهم انتیوخوس پر وړاندې، چې سوریې پلازمېنه انطاقیه یې اشغال کړې وه، د جګړې تیاری نیوه.

دننۍ جګړې لا وغځېدلې؛ شپږم سېلیوکوس خپل تره له‌منځه یووړ او لږ موده وروسته د هغه وارث «لسم انتیوخوس» د یوې ځوابي برید په ترڅ کې خپل د تره زوی «شپږم سېلیوکوس» وواژه. وروسته، د درېیم دیمیتریوس غبرګوني وروڼو «یوولسم انتیوخوس» او «لومړي فیلیپ» راولاړ شول ترڅو د شپږم سېلیوکوس غچ واخلي؛ دغه اخ او ډپ په اغلب احتمال سره تر ۸۸ق‌م پورې دوام وموند، یوولسم انتیوخوس ووژل شو او درېیم دیمیتریوس د لومړي فیلیپ ترڅنګ د لسم انتیوخوس پر وړاندې ودرېده. په ۸۹ق‌م کې درېیم دیمیتریوس د یهودا پر غرنۍ سیمې باندې برید وکړ او د هغه ځای پاچا «یانایوس» لښکر ته یې ماته ورکړه. د بري مقصد د رسېدلو واټن د لسم انتیوخوس په مړینې سره لنډ شو. درېیم دیمیتریوس مخکې تر دې چې لومړی فیلیپ د واک له تشې څخه ګټه واخلي او خپل موقف د هغه په پرتله لا زیات تثبیت کړي، په چټکۍ سره انطاقیې ته مخه کړه.

د ۸۷ق‌م کال په رارسېدو سره، درېیم دیمیتریوس د سوریې ډېري برخې تر ولکې لاندې نیولې وې. هغه هڅه کوله ترڅو د سیمې سامي خدایانو د اهمیت په ترویجولو سره د خلکو زړه لاس‌ته راوړي او ګوندې دمشق (Damascus) یې د دیمیتریاس کورنۍ په نامه نومولی دی. د ۸۷ق‌م کال په وروستیو کې درېیم دیمیتریوس په بېرویا (اوسنی «حلب») کې پر لومړي فیلیپ برید وکړ او د لومړي فیلیپ متفقینو له اشکانیانو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د متفقینو ځواکونو درېیم دیمیتریوس ته ماته ورکړه او هغه یې په خپل لښکرځي کې کلابند کړ؛ دیمیتریوس اړ شو ترڅو تسلیم او پارت ته واستول شي او خپل پاتې ژوند هلته په تبعید کې تېر کړي. لومړي فیلیپ په داسې حال کې انطاقیه ونیوله چې د درېیم دیمیتریوس بل ورور «دولسم انتیوخوس» دمشق تصرف کړ.

مخینه، کورنۍ او د ژوند لومړي کلونه[سمول]

په دوه‌یمه ق‌م پېړۍ کې په سوریه کې د سیلوکي ټولواکمني د کورنیو دښمنیو او مصریانو لاسوهنې له‌امله تجزیه شوه. د شاهي کورنۍ مدعیان د تاج او تخت لپاره سره جګړه کوله او دغه کورنۍ جګړې د هېواد د ټوټې، ټوټې کېدو لامل وګرځېد. دغه وضعیت شاوخوا تر ۱۲۳ق‌م پورې دوام وموند، کله چې اتم انتیوخوس په نسبي توګه ثبات راوست او د یوې لسیزې لپاره وضعیت څه‌ناڅه ښه شو. د نسبي سولې ساتنې په موخه، مصر او سوریه په خپل منځ کې کورنیو ودونو ته مخه کړه او په دې سره مصر زمینه برابره شوه ترڅو د تاج او تخت لپاره د خپل خوښې نوماند ملاتړ وکړي او یو ځل بیا په سوریه کې نسبي ثبات له‌منځه یوسي. په ۱۲۴ق‌م کې مصري شاهزادګۍ تریفاینا له اتم انتیوخوس سره واده وکړ. د هغوی پنځه ماشومان وزېږېدل: شپږم سېلیوکوس، غبرګوني یوولسم انتیوخوس او لومړی فیلیپ، درېیم دیمیتریوس او دولسم انتیوخوس.[۱][۲][۳][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په ۱۱۳ق‌م کې د اتم انتیوخوس ناسکه ورور «نهم انتیوخوس» د پاچاهۍ اعلان وکړ؛ وروڼو د کابو یوې او نیمې لسیزې مودې لپاره سره وجنګېدل او په بې‌رحمۍ سره یې یو بل وژل. نهم انتیوخوس په ۱۰۹ق‌م کې تریفاینا ووژله. اتم انتیوخوس په ۹۶ق‌م کې ترور شو. دغه تاریخ د لومړۍ پېړۍ مورخ یوسیفوس له څرګندونو څخه قیاس شوی دی، چې لیکلي یې دي: «اتم انتیوخوس، چې په ۱۲۵ق‌م کال کې یې د واکمنۍ پر تخت کښېناست، د ۲۹ کلونو لپاره حکومت وکړ»؛ دغه څرګندونې د درېیمې پېړۍ مورخ پورفیري له‌خوا تایید شوي دي، چې د اتم انتیوخوس د وژنې کال یې د سلوکي کلیزې (SE) په حساب ۲۱۶ ګڼلی او دغه کال له ۹۷/۹۶ق‌م سره سمون لري. د ورور له مړینې وروسته، نهم انتیوخوس د سوریې پلازمېنه «انطاقیه» ونیوله، په داسې حال کې چې شپږم سېلیوکوس په قیلیقیه کې د واکمنۍ اعلان وکړ او د خپل تره پر وړاندې جګړې لپاره تیار شو. په نومهالو آثارو کې، شپږم سېلیوکوس مشر ورور او درېیم دیمیتریوس تر نهم انتیوخوس او لومړي فیلیپ څخه کشر ګڼل کېږي. سره له‌دې، د درېیم دیمیتریوس د ژوند لومړیو کلونو په هکله کابو هېڅ معلومات نه‌شته ترڅو جوته شي چې درېیم دیمیتریوس مشر زوی ؤ که کشر. د یوسیفوس په وینا، دیمیتریوس واک ته تر رسېدو مخکې په کنیدوس ښار کې ژوند کاوه.[۷][۹][۱۰][۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

واکمني[سمول]

نهم انتیوخوس د خپل ورور له مړینې وروسته دمشق ونه‌نیوه؛ په اغلب احتمال سره هغه شپږم سېلیوکوس پر ګواښ باندې فکر کاوه او د دمشق نیولو لپاره یې له خپلو سرچینو او امکاناتو څخه ډډه نه‌شوه کولای. په دې توګه، واکمني درېیم دیمیتریوس ته ورسېدله؛ نوموړي په ۹۶ق‌م کې دمشق ونیوه. د لومړي ځل لپاره په ۲۱۶ سیلوکي کال (۹۶/۹۷ق‌م) کې سکې د دیمیتریوس په نامه ضرب شوې؛ د ۲۱۶ سیلوکي کال (۹۶/۹۷ق‌م) یوازې یوه دمشقي سکه پېژندل شوې ده او ښیي چې د دیمیتریوس واکمني د نوموړي کال له وروستیو څخه پیلېږي. یوازېني لرغوني ادبي آثار چې د دیمیتریوس کړه‌وړه او کارنامې په کې راسپړل شوې دي، د یوسیفوس آثار او د ناحوم کتاب فرقه‌یي (مذهبي) تفسیر «پېشر ناحوم» دی [پېشر (pesher) چې عبري ريښه لري، د شننې یا تفسیر په معنی دی]. مورخ «کې اېهلینګ» څرګنده کړې ده چې د یوسیفوس یو مجمل لنډیز دی او د درېیم دیمیتریوس له‌خوا د واک ترلاسه کولو په هکله واقعي پېښلیکونه لا شننې او غور ته اړتیا لري. په دې توګه، د سکې‌پېژندنې شواهدو تفسیر د درېیم دیمیتریوس د واکمنۍ تاریخي ترتیب ستونزې د اوارولو لپاره ګټور دی.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

نوم او شاهي لقب[سمول]

دیمیتریوس (د یوناني ژبې په رومي شوې بڼه: Demetrios) یو یوناني نوم دی چې د ښېرازۍ د یوناني الهې «Demeter» پورې اړوند معنی لري. ډېري سیلوکي پاچاهانو سېلیوکوس یا انتیوخوس نومېدل؛ «دیمیتریوس» د مقدونیې د انتیګونید کورنۍ له‌خوا د یوه شاهي نوم او لقب په توګه کارول شوی ؤ او سیلوکیان چې د انتیګونید له ټبره وو، په احتمال سره دغه نوم ځکه کاروه چې د هغوی له وارثانو څخه وو. هېلنیسټي پاچاهانو له معاصرو سلطنتي ترتیبي شمېرو څخه کار نه‌اخېست؛ پر ځای یې، د دې لپاره چې د ورته نوم لرونکو پاچاهانو سره یې توپیر وشي، له لقبونو څخه ګټه اخېستل کېده. د درېیم دیمیتریوس لپاره تر ټولو کارول شوي لقبونه تیوس (الهي)، فیلوپاتور (پلرنۍ مینه) او سوتر (ژغورونکی) دي؛ ذکر شوي لقبونه په دمشق او انطاقیه کې د هغه په نامه ضرب شویو سکو کې لیدل کېږي. په قیلیقیه کې، دوه لقبونه سره یوځای کارېدل: فیلومیتور (مورنۍ مینه) او یورګېتس (خیر رسوونکی). د سیلوکیا پییریا سکو کې درې نومونه سره یوځای لیدل کېدل: د قیلیقیې په سکو کې کارول شوي لقبونه له کالینیکوس (نجیب سوبمن) سره ترکیب شوي وو. د تیوس فیلوپاتور سوتر لقب د درېیم دیمیتریوس پر پلرنۍ اړخ باندې ټینګار لري، ځکه چې پلار یې «دوه‌یم دیمیتریوس» د تیوس لقب درلود؛ سوتر د درېیم دیمیتریوس د نیکه «لومړي دیمیتریوس» یو لقب ؤ، په داسې حال کې چې فیلوپاتور فقید پلار اتم انتیوخوس سره د هغه مینه ښیي. له هغه ځایه چې مور یې «تریفاینا» مصري شاهزادګۍ وه، د فیلومیتور لقب په غوره کولو سره، په اغلب احتمال سره درېیم دیمیتریوس غوښتل چې خپل پر بطلیموسي مصري شاهي ټبر ټینګار وکړي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Marciak 2017، ص. 8.
  2. Goodman 2005، ص. 37.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Kelly 2016، ص. 82.
  4. Ogden 1999، ص. 153.
  5. Otto او Bengtson 1938، صص. 103, 104.
  6. Tinsley 2006، ص. 179.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Kosmin 2014، ص. 23.
  8. Wright 2005، ص. 76.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Ehling 2008، ص. 234.
  10. Houghton 1987، ص. 81.
  11. Dumitru 2016، ص. 262.
  12. Dumitru 2016، ص. 261.
  13. Ehling 2008، ص. 231.
  14. Wright 2012، ص. 11.
  15. Grainger 1997، ص. 32.
  16. Levenson او Martin 2009، ص. 310.
  17. Ehling 2008، ص. 239.
  18. Levenson او Martin 2009، ص. 311.
  19. Hoover، Houghton او Veselý 2008، ص. 204.
  20. Atkinson 2016a، ص. 10.
  21. McGing 2010، ص. 247.
  22. Ehling 2008، ص. 232.
  23. Ehling 2008، ص. 240.
  24. Hoover، Houghton او Veselý 2008، ص. 212.
  25. Houghton، Lorber او Hoover 2008، ص. 588.
  26. Houghton، Lorber او Hoover 2008، ص. 587.
  27. Burgess 2004، ص. 23.
  28. Hallo 1996، ص. 142.
  29. Bevan 2014، ص. 56.
  30. Hoschander 1915، ص. 651.