درېیمه سپېڅلې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درېیمه سپېڅلې جګړه (له ميلاد څخه مخکې ۳۵۶-۳۴۶) د دلفي ښار د امفیکتونیک لیګ/اتحاديې چې په عمده ډول يې د تبس استازولي کوله او وروسته د مقدونیې د دویم فیلیپ او فوکیانو تر منځ پېښه شوه. دا جګړه د هغې سترې جریمې له امله چې له میلاد څخه مخکې په ۳۵۷ کال کې د امفیکتیونیک اتحادیې (چې هغه مهال د تبس په ولکه کې وه) په‌واسطه پر سپېڅلې ځمکه د کرنې په جرم پر فوکیانو وضع شوه. فوکیانو د جریمې له ورکړې څخه په انکار په دلفي کې اپولون معبد ولکه کړ او له جمع کړای شویو زېرمو څخه یې د اجیرو عسکرو د مالي ملاتړ لپاره کار واخیست. په دې توګه که څه هم فوکيان څو ځله له سترې ماتې سره مخ شول، خو ويې کولی شوی د څو کلونو لپاره جګړې ته دوام ورکړي تر هغه چې په پای کې د جګړې ټول لوري ستومانتیا ته نږدې شول. دویم فلیپ د نورو ایالتونو د حواسو له تیت پرکۍ څخه ګټه پورته کړه تر څو د تسالي پر واکمن د بدلېدو په پروسه کې د یونان په شمال کې خپل واک زیات کړي. په پای کې د فلیپ ډېرېدونکي واک او د نورو دولتونو ستومانۍ هغه ته اجازه ورکړه چې د جګړې یوه سوله‌ییزه حل لاره تحمیل کړي، چې په لرغوني یونان کې د مقدونیې د لوړوالي په راڅرګندېدلو کې لوی ګام و. [۱][۲]

سرچينې او د پېښو د نېټو ترتیب[سمول]

د درېیمې سپېڅلې جګړې لپاره لرغونې سرچنې لږې دي او په ټولیز ډ‌ول يې په تړاو د کره ڼيټو د ترتیب په اړوند معلومات نه‌شته. د دغې دورې اصلي سرچینه د Bibliotheca historica (تاریخي کتاب) کتاب دی چې له ميلاد څخه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د دیودوروس سیکولوس په‌‌واسطه لیکل شوی، چې په دې توګه دویم لاس/ ثانویه سرچینه ده. معاصر تاریخ پوهان غالباً پر دیودوروس د هغه د سبک او نه دقت له امله ملندې وهي، خو هغه د لرغونې دورې ډېری هغه جزئیات چې په نورو ځایونو کې نه موندل کېږي ساتلي دي. دیودوروس په لومړني ډ‌ول د نورو تاریخ پوهانو د کارونو له لنډولو سره خپل کار کاوه او ډېری هغه جزئیات يې ترې لرې کول چې د هغه له موخې یعنې له تاریخ څخه د اخلاقي درسونو تشرېح کولو سره یې سمون نه درلود؛ په دې توګه له دریمې سپېڅلې جګړې څخه د هغه راپور ډېرې تشې لري.     [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

تر دیودوروس ورهاخوا د سپېڅلې جګړې ډېری جزئیات د اتن د سیاستوالو په لومړۍ درجه دموستنس او ایسکین له ویناوو څخه چې لاس په کې نه دی وهل شوی موندلی شو. دا چې دغه ویناوې هېڅ‌کله د تاریخي مطالبو په نیت نه دي شوې باید پر وړاندې یې له احتیاط څخه کار واخیستل شي. دموستنس او ایسکین د «هغه دروغجنې مېرمنې او خاوند په توګه یاد شوي چې په هېڅ یو يې باور نه شي کېدی او په هېڅ داسې موضوع کې یې ریښتیا نه دي ویلي چې دروغ ویل د هغوی په ګټه وو» بیا هم په ویناوو کې معاصرو یا تېرو تاریخي پېښو ته د هغوی اشاره د دیودوروس په روایتونو کې ځینې تشې ښيي چې د پېښو د نېټو په ترتیب کې مرسته کوي. د دیودوروس، دموستنس او ایسکین راپورونه د ورکو شویو تاریخونو له ټوټو (لکه د تئوپومپوس تاریخ) او معاصرو ډبرلیکنیزو سرچینو سره بشپړولی شو. [۹][۱۰]

د جګړې لپاره د معاصرو تاریخ پوهانو پر نېټه له څرګندې اجماع پرته په شدید ډول بحث شوی. په ټولیز ډول دا منل شوې چې جګړې لس کاله دوام وکړ او له میلاد څخه مخکې د ۳۴۶ کال په اوړي کې (یوه له لږو قطعي نېټو څخه) پای ته ورسېده چې د جګړې د پيل نېټه له میلاد څخه مخکې په ۳۵۶ کال کې د فیلوملوس په‌واسطه د دلفي له ولکه کولو سره ښيي. د سپېڅلې جګړې لپاره د دیودوروس د نېټو ترتیبي لیکنه ډېره پېچلې ده- هغه د جګړې پیل او پای یو کال وروسته اعلانوي، چې په بېلابېلو ډولونو د جګړې دوام ۹، ۱۰ یا ۱۱ کاله یادوي چې په بېلابېلو تاریخونو کې د میتون دوه ځله محاصره کول په کې شامل وو- او په دې توګه د هغه پر نېټو تکیه نه شو کولی.  [۱۱]

په نیون کې د فیلوملوس تر ماتې وروسته تبانيانو ګومان وکړ چې جنرال پامنس له ۵۰۰۰ هوپلیتس (د لرغوني یونان ځواکونو چې له تورې او ډال سره مسلح و) سره اسیا ته ولیږي. پامنس په احتمالي ډول له ميلاد څخه مخکې په ۳۵۵ کال کې له فليپ سره په مارونیا کې ولیدل. باکلر چې د یوازیني تاریخ پوه په توګه یې د سپڅلې جګړې څېړنه وکړه د نیون پېښه له میلاد څخه مخکې په ۳۵۵ کال کې ځای پر ځای کوي او وړاندیز کوي چې د متون محاصره له پامنس فليپ سره تر لیدنې وروسته پيل شوه. نورو تاریخ پوهانو د نیون پېښه له میلاد څخه مخکې په ۳۵۴ کال کې ځای پر ځای کړې، ځکه دیودوروس وايي جګړه هغه مهال پېښه شوه چې فلیپ متون محاصره کړ او دیودوروس يې (په یوه کلیمه کې) له میلاد څخه مخکې په ۳۵۴ کې ځای پر ځای کوي. نېټو ته په نه پاملرنې ډېری تاریخ پوهان د سپېڅلې جګړې د د لومړیو پړاوونو لپاره د پېښو د نېټې په ورته ترتیب سره همغږي دي. په دې توګه اصلي پوښتنه دا ده چې دغه پرلپسې‌والی څه وخت پیل شوی. په دې توګه باکلر (او همدارنګه بلوج او کلوچ) د نيون نېټه له میلاد څخه مخکې ۳۵۵ کال، د متون نېټه له ميلاد څخه مخکې ۳۵۵-۳۵۴، په تسالي کې د فليپ لومړنۍ لښکرلېږد له میلاد څخه مخکې په ۳۵۴ کال کې او دویمه يې له ميلاد څخه مخکې په ۳۵۳ کال کې یادوي. د دې برعکس کاکویل، سیلي هامونډ او نور دا ټولې نېټې یو کال راټيټوي چې له ميلاد څخه مخکې يې په ۳۵۴ کال کې له نیون سره پیلوي.  [۱۲][۱۳]

مخینه[سمول]

ظاهراً دا جګړه د فوکیه کنفدراسیون له‌خوا د هغې جریمې له ورکړې څخه انکار و چې له ميلاد څخه مخکې په ۳۵۷ کال کې د امفیکتیونیک اتحاديې له خوا پر دوی تحميل شوې وه دا یو پان هلنیکي مذهبي سازمان و چې په دلفي کې د لرغوني یونان تر ټولو سپېڅلي ځای اپولون معبد يې اداره کاوه. دا جریمه په کیرهن دښته کې د فوکیانو د سپېڅلې ځمکې د ناقانونه کرکېلې له امله وه چې هغوی یې له ورکړې څخه انکار وکړ، په هر حال د دغې جریمې ورکول د فوکیانو له وس څخه ډېر پورته وو. په عادي شرایطو کې د جریمې نه ورکولو فوکیان په یونان کې له مذهبي پلوه (او په سیاسي پایله کې) شړل او دا ممکنه وه چې د هغوی پر وړاندې یوه سپېڅلې جګړه پېښه شي. [۱۴][۱۵][۱۶]

د مذهبي عناصرو تر شا په احتمالي ډول د فوکیانو پر وړاندې د تورونو په طرحه کې د واقعې سیاست یو ډول ښودل موجود وو چې د تبانیانو په‌واسطه تحریک شوي وو. فوکیانو د تبیانو له غوښتنې سره سره له میلاد څخه مخکې په ۳۶۲ کال کې د مانتینیا په لښکرلېږد د پوځيانو له لېږلو څخه ډډه وکړه او داسې ښکاري چې دا چاره په تبس کې د تل پاتې دوښمنۍ لامل شوه. له میلاد څخه مخکې په ۳۵۷ کال کې په ټولنیزه جګړه کې د آتن‌یانو له ښکېلتیا او د فره د الکساندر (چې د فوکیانو یو پخوانی متحد و) له مړینې سره تبيانو داسې تصور وکړ چې اوس فوکیس ته د سزا ورکولو وخت راغلی. امفیکتیوني اتحادیه له ۱۲ یوناني قبیلو څخه جوړه وه، چې په عمده ډول له مرکزي یونان (اوتائیان، بوئوتیان، دولوپسیان، فتیان اخایان، لوکریان، مګنیزیان، مالیان، پرهبي‌یان، فوکيان، له دلفي او تسالي څخه پيتیان) څخه جوړه وه پر دې سربېره دوریان‌یان (چې سپارتا په کې شامل و) ایونیان (چې اتن په کې شامل و) په کې شامل وو او ورسره هرې قبیلې د اتحادیې په شورا کې دوې رایې لرلې. تبس په عملي ډول له میلاد څخه مخکې په ۳۶۰ کال کې په تسالي کې د کورنۍ جګړې له بیا پیلېدو څخه وروسته د اتحادیې «ساتونکی» شو؛ تسالیایان مخکې په اتحادیه کې یو غالب ځواک وو. په دې توګه تبس په دغه وخت کې د شورا ډېرې رايې په واک کې لرلې او له میلاد څخه مخکې د ۳۵۷ کال په مني کې تبانی‌یانو وکولی شوی چې فوکیان (د کرکېلې لپاره سپېڅلې ځمکه) او سپارتیان (۲۵ کاله مخکې د تبس د اشغال لپاره) دواړه ولري، چې محکوم او جریمه شول. دا چې د دواړو لورو جریمې «په غیر عادلانه ډول شدیدې» وې، تبانیانو په احتمالي ډول دا تمه لرله چې هېڅ لوری جریمه ورنکړي او په دې توګه له هر یوه سره سپېڅلې جګړه اعلان کړي. داسې ښکاري چې په یونان کې له فوکیانو سره خواخوږي موجوده وه، ځکه نورو دولتونو دا لیدلی شوی چې «تبایانو له امفیکتیونی‌یانو څخه د کوچنيو او ویجاړوونکو غچ اخیستنو د څار لپاره ګټه اخیستې وه.»   [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Heritage History - Products". www.heritage-history.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Third Sacred War, 355–346 BC". www.historyofwar.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Buckler, p. xiv.
  4. Buckler, p. 148.
  5. Green, Alexander the Great and the Hellenistic Age. p. xxiv.
  6. Green, Greek History 480–431 BC, pp. 1–13.
  7. Cawkwell, p. 31.
  8. Buckler, p. xiv.
  9. Buckler, p. xiv.
  10. Cawkwell, p. 92.
  11. Buckler, pp. 148–195.
  12. Buckler, pp. 148–195.
  13. Cawkwell, p. 185.
  14. Buckler, p. 20–22
  15. Buckler p. 16.
  16. Worthington, p. 53.
  17. Cawkwell, p. 63.
  18. Aeschines II, 115
  19. Buckler, p. 14.
  20. Cawkwell, p. 64.
  21. Buckler, p. 21.