درېڅنډی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
درېڅنډی

درېڅنډی یوه هندسي بڼه ده او د درېو ټکيو چې په نېغه کرښه نه وي پراته، تړلو ته وایي. دغه وصلونکې کرښې د څنډو په نامه یادېږي. درېڅنډی درې گوټونه لري. پیتاگورس په ډاگه کړه چې د دغه درېو گوټونو غوڼډ ۱۸۰ درجې کېږي. څه خلک وايي چې دا څرگندونه د پیتاگورس یوه زده کوونکي کړی وه او د درناوی په توگه یې د خپل د ښوونکي نوم پر کېښود.