دریم نیکفوروس بوتانیاټس
دریم نیکفوروس بوتانیاټس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۰۰۱ قسطنطنیه |
مړینه | 10 ډيسمبر 1081 (79–80 کاله) قسطنطنیه |
هديره | قسطنطنیه |
تابعیت | د بیزانس سترواکي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
سمول |
دریم نیکفوروس بوتانیاټس، لاتیني یې Nicephorus III Botaniates (په یوناني: Νικηφόρος Βοτανειάτης، ۱۰۰۲ – ۱۰۸۱) د ۱۰۷۸ کال د جنوري د ۷ څخه د ۱۰۸۱ کال د اپریل تر ۱ پورې د بیزانس سترواک ؤ. دی په ۱۰۰۲ کال کې د بیزانسي سترواک، نهم کنستانتین مونوماخوس په واکمنۍ کې جنرال شو او د پچنګ په بغاوت (۱۰۴۸ - ۱۰۵۳) کې یې خدمت وکړ. د زیګوس پاس په جګړه (Battle of Zygos Pass) کې مخکې له دې چې د بیزانس آډرینوپل ښار ته ورسېږي، یوولس ورځې یې ځورونې وزغملې، د دې جګړې وروسته د پچنګانو څخه د خپلو ځواکونو د لېرې کولو لپاره د هغه کړنو د همرتبه افسرانو پام ځانته راواړوه او د مجسټروس (magistros) لقب یې د انعام په توګه ترلاسه کړ. نیکفوروس د بیزانسي سترواک ښپږم مایکل برینګاس په وړاندې د لومړي اسحاق کومننوس په بغاوت کې خدمت وکړ، چې د پیټرو په مهمه جګړه کې یې د ځواکونو مشري وکړه. د سترواک لسم کنستانتین دوکاس تر واک لاندې د تسالونیکا دوکس وشو، په دې ځای کې تقریباً تر ۱۰۰۰ کال پورې پاتې شو او په دې کال کې د انطاکیې دوکس بیا وټاکل شو. کله چې د انطاکیې ؤ، هغه د حلب امارت له لوري زیاتره یرغلونه په شا وتمبول. کله چې لسم کنستانتین په ۱۰۶۷ کال کې مړ شو، د هغه مېرمنې، سترواکې آیدوکیا مکرمبولټیسا په پام کې ونیول چې نیکفوروس مېړه او سترواک غوره کړي، خو پرځای یې څلورم رومانوس ډیوجن وټاکه. د بیزانس په آناتولي باندې د سلجوقیانو د پرله پسې بریدونو له امله د سمدستي ځای کښېناستنې اړتیا رامنځته شوه، نو آیډوکیا د قسطنطنیې مشر اتم جان او د بیزانس جرګې موافقه وکړه چې د دوی لومړیتوب له سترواکۍ څخه دفاع ده او دوی د ځواکونو د مشرۍ لپاره یوه سترواک ته اړتیا درلوده ترڅو ترکانو په شا وتنبوي. نیکفوروس د جرګې د خوښې نوماند ؤ، خو په انطاکیه کې یې په ډګر کې د ځواکونو مشري کوله او لاهم متهل ؤ. رومانوس چې یو ځل سترواک وټاکل شو، نیکفوروس یې په آناتوليکي بند (Anatolic Theme) کې خپلو شتمنیو ته جلاوطن کړ او هلته هر هغه وخت پورې پاتې شو چې د سترواک اووم مایکل له خوا د تقاعدۍ څخه بهر کړل شو او د آناتوليکي بند کوروپلاتس (kouropalates) او والي وټاکل شو.
نیکفوروس په ۱۰۷۸ کال کې کله چې د سترواک مایکل څخه يې غوښتنه وکړه چې د بیزانس په آناتولي کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه ځواب ووایی، د سترواک مایکل سره ښکیل شو او ښکاره سپکاوی یې ورته وکړ. نیکفوروس د خپل ځان د ساتنې لپاره د اصلي مېشتو ځواکونو او ترکي اجیرانو یو لښکر راټول کړ او د ۱۰۷۷ کال په جولای یا اکتوبر کې یې ځان سترواک اعلان کړ. نیکفوروس د خپل نظامي ځیرکتبا او کورني شهرت له امله قوي ملاتړې اډه جوړه کړه او وروسته د ۱۰۷۸ کال د جنوري په ۷ د بیزانس جرګې له خوا په رسمیت وپېژندل شو، بیا یې د قسطنطنیې د اوسېدونکو په مرسته تخت ونیو. کله چې نیکفوروس سترواک ؤ، د نیکفوروس برینیوس، نیکفوروس باسیلاکس او کنستانتین دوکاس بغاوتونو، همدارنګه د ورانجیاني ساتونکي له لوي د ترور هڅې په ګډون د زیات شمېر بغاوتونو سره مخ شو. نیکیفوروس سترواکۍ تجلیاتو څخه ګټه پورته کړه او د خپل مشروعیت او ملاتړ د زیاتوالي لپاره یې ډېر ګامونه واخیستل، لکه د پوځ او د خپلو ملاتړو لپاره د مالي مرستو په برخه کې د زیاتو پیسو مصرفول، د ټولو پاتې پورونو بخښل او د کوچنیو قانوني اصلاحاتو رامنځته کول. له دیپلوماتیک پلوه، نیکفوروس په ترتیب سره د تربیزونډ او آناتولي واليانو تیوډور ګبراس او فیلارېتوس براخامیوس له اطاعت څخه ځان ډاډه کړ، چې د بیزانس په آناتولي کې د سلجوقیانو د پرله پسې یرغلونو له امله د بیزانس له سترواکۍ څخه عملاً خپلواک شوی ؤ.
د آپولیا نورمني ډوک رابرټ ګیسکارډ په ۱۰۸۱ کال کې د خپلې لور هیلینا کوژدن، کنستانتین دوکاس د ځای کښېناستنې څخه د دفاع په پلمه د بیزانس په سترواکۍ باندې د برید لپاره چمتووالی ونیو. لومړی الکسیوس کومننوس ته یو پوځ وسپارل شو او د نورمن ګواښ ته د ماتې ورکولو لپاره واستول شو، خو پرځای یې د خپل خپلوان جان دوکاس سره د تخت نیولو لپاره دسیسه جوړه کړه. الکسیوس د نیکفوروس په وړاندې بغاوت وکړ او ویې کړی شول چې د دفاعي پوځ د نشتوالي له کبله په چټکۍ سره قسطنطنیه چاپېر او محاصره کړي. نیکفوروس ونه کړی شول چې د د خپلو سنتي سیالانو لکه سلجوقي ترکانو یا نیکفوروس ملیسینوس ملاتړ ترلاسه کړي، نو له همدې امله اړ شو چې له تخت څخه ګوښه کېدو ته چمتو شي. نیکیفوروس پرېکړه وکړه چې یوازینۍ ټاکنه یې دا ده چې د ملیسینوس په ګټه چې د آناتولي دمالیس ته نږدې ؤ، له تخت څخه ګوښه شي او د باسفورس تنګي هاخوا کې یې هغه ته پیغام رسوونکي واستول؛ خو الکسیوی یوه جنرال، جورج پالیولوجوس د دې پیغام رسوونکو مخه ونیوله او دوی یې وهڅول چې د الکسیوس ملاتړ وکړي. الکسیوس او ځواکونو یې د ۱۰۸۱ کال د اپریل په ۱ د قسطنطنیې دیوالونه مات کړل. نیکفوروس وتښتېد او د آیاصوفیې دننه یې پناه یوړه، پداسې حال کې چې د الکسیوس ځواکونو درې ورځې ښار لوټ کړ. نیکفوروس له هغه ځایه د پربلېپټوس صومعې ته یووړل شو، هلته یې استعفا ورکړه او راهب شو. [۱]