دریم بطلیموس اورژتس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دریم بطلیموس اورژتس (زوکړه: له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۸۰ کال – مړینه: له میلاد وړاندې ۲۲۲ کال نومبر/ډسمبر میاشت) له میلاد وړاندې ۲۴۶ کال څخه تر ۲۲۲ کال پورې د بطلیموسي لړۍ دریم فرعون و. د هغه د واکمنۍ پر مهال د بطلیموسي لړۍ پوځي او اقتصادي ځواک چې بنسټ یې د هغه پلار دویم بطلیموس فیلادلفیوس اېښی و، خپل اوج ته ورسېد.

دریم بطلیموس د دویم بطلیموس او لومړۍ آرسینوی مشر زوی و. هغه مهال چې دریم بطلیموس ځوان و، مور یې د پلار پر وړاندې په توطئه تورنه شوه او دی هم د ځای ناستوب له کتاره وویستل شو. نوموړی له میلاد وړاندې ۲۵۰مې لسیزې په وروستیو کې یو ځل بیا د خپل پلار د سلطنت د وارث په توګه وبلل شو او له میلاد وړاندې ۲۴۶ کال کې له کومې ستونزې پرته د خپل پلار ځای ناستی شو. له واک خپلولو وروسته یې د کیرینایکي یا برقې د سلطنتي ملکې دویمې برینیکي سره واده وکړ او په دې سره یې هغې ته اړوند قلمرو هم خپل کړ. د سوریې په دریمه جګړه (له میلاد وړاندې ۲۴۶ – ۲۴۱ کال) کې هغه د سلوکیانو په سترواکۍ برید وکړ چې نږدې بشپړې بریا ته یې لاسرسی وموند، خو په مصر کې د پاڅون له امله یې جګړه په نیمايي کې پرېښوده. له دغه پاڅون وروسته نوموړي له مصري مخکښو کاهنانو سره اړیکه جوړه او له میلاد وړاندې ۲۳۸ کال کې یې د کانوپوس فرمان په صادرولو سره د پاتې بطلیموسي لړۍ لپاره د واک خپلولو بهیر تنظیم کړ. په اژه سمندرګي کې له میلاد وړاندې ۲۴۶ کال په شاوخوا کې هغه مهال چې د ده بېړیو په آندروس جګړه کې د آنتیګوني لړۍ له خوا ماته وخوړه له لویې ماتې سره مخ شو، خو بیا یې هم په خپل اصلي هېواد یونان کې د هغو له مخالفینو سره مالي مرستو ته دوام ورکړ. له مړینې وروسته یې مشر زوی څلورم بطلیموس ځای ناستی شو.

مخینه او لومړنی ژوند[سمول]

دریم بطلیموس له میلاد وړاندې ۲۸۰ کال په شاوخوا کې د دویم بطلیموس او د هغه د لومړنۍ مېرمنې لومړۍ آرسینوی د مشر زوی په توګه وزیږېد، مور یې د تراکیې د پاچا لوسیماخوس لور وه. پلار یې له میلاد وړاندې ۲۸۴ کال کې د مصر نایب السلطنت او له میلاد وړاندې ۲۸۲ کال وروسته د دغه هېواد انحصاري واکمن شو. له میلاد وړاندې ۲۷۹ کال کې هغه مهال چې د لوسیماخوس پاچاهي ونړېده، د دویم بطلیموس خور دویمه آرسینوی چې له لوسیماخوس سره یې واده کړی و، بېرته مصر ته راوګرځېده. د لومړۍ آرسینوی او دویمې آرسینوی ترمنځ ډیر ژر شخړې رامنځته شوې؛ همدا و چې لږ موده پس له میلاد وړاندې ۲۷۵ کال کې لومړۍ آرسینوی په توطئه تورنه او کوپتوس ته تبعید کړای شوه. [۱][۲][۳][۴][۵]

له میلاد وړاندې ۲۶۷ کال کې د «زوی» بطلیموس په نامه یو کس د دویم بلطیموس نایب السلطنت شو. هغه په کروماندین جګړه (له میلاد وړاندې ۲۶۷ – ۲۶۱ کال) کې د مصر د سمندریزو ځواکونو مشري وکړه، خو له میلاد وړاندې ۲۵۹ کال کې یې د سوریې د دویمې جګړې پر مهال پاڅون وکړ او له خپلې څوکۍ وشړل شو. یو شمېر څېړونکي زوی بطلیموس له دریم بطلیموس سره یو کس ګڼي. خو دا ډېره لرې ده ځکه چې په ۲۶۰مه لسیزه کې دریم بطلیموس نوی ځوان و او د ځواکونو د مشرۍ وړتیا یې نه لرله او داسې هم نه ښکاري چې په ۲۵۹ کال کې یې دې د خپل پلار پر وړاندې د پاڅون څخه رامنځته شوې احتمالي منفي پایلې زغملې وي. تاریخ پوه کریس بنټ استدلال کړی چې زوی بطلیموس له لوسمیاخوس څخه د دویمې آرسینوی زوی و. [۶][۷]

له میلاد وړاندې ۲۵۰مې لسیزې په وروستیو کې دویم بطلیموس د خپل میرني ورور، پاچا ماګاس سیرنه له یوازنۍ لور برینیکي سره د خپل زوی دریم بطلیموس کوژدنه وکړه. د هغه د واده اړوند دغه پرېکړه ښيي چې دغه مهال نوموړی د خپل پلار فرضي وارث و. د پلار له مړینې وروسته دی له کومې ستونزې پرته د هغه ځای ناستی شو چې له میلاد وړاندې ۲۴۶ کال د جنوري په ۲۸مه نېټه یې واکمني پیل کړه. [۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Bennett, Chris. "Arsinoe II". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. IG XII.3 464
  3. Bennett, Chris. "Ptolemy III". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hölbl 2001, p. 36
  5. Hölbl 2001, p. 63
  6. Bennett, Chris. "Arsinoe II". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bennett, Chris. "Ptolemy "the son"". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bennett, Chris. "Ptolemy III". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Justin 26.3.2