دریمه راناوالونا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دریمه راناوالونا (زوکړه: د ۱۸۶۱ زکال د نومبر ۲۲مه – مړینه: د ۱۹۱۷ زکال د مۍ ۲۳مه) د ماداګاسکار د پاچاهۍ وروستۍ واکمنه وه. هغې د ۱۸۸۳ زکال د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د ۱۸۹۷ زکال د فبروري تر ۲۸مې نېټې پورې په هغه دوره کې واکمني وکړه چې د فرانسې د دولت د استعماري طرحو پر وړاندې د ماداګاسکار د بې پایلو هڅو پر مټ مشخصه کېږي. د یوې ځوانې مېرمنې په توګه نوموړې د ملکې دویمې راناوالونا له مړینې وروسته د څو آندریانا مېرمنو ترمنځ د هغې ځای ناستې وټاکل شوه. د پخوانیو دواړو ملکو په څېر هغې هم د آزادو اشرافي مخکښانو د کورنۍ له غړي رینیلیاروني سره سیاسي واده وکړ چې د لومړي وزیر په توګه یې د هغې د حکومتولۍ ورځنۍ چارې څارلې او بهرنۍ اړیکې یې تنظیم کولې. راناوالونا هڅه وکړه د خپل سلطنت پر مهال له بهرنیو ځواکمنو هېوادونو سره د سوداګریزو او دیپلماتیکو اړیکو په پراختیا له استعمار مخه ونیسي، خو له دې سره هم فرانسې د هغو په سواحلي ښارونو برید وکړ او د ۱۸۹۵ زکال پر مهال یې په انتاناناریوو کې سلطنتي ماڼۍ ونیوله، همدا و چې د هغې سلطنت او د دغې پاچاهۍ څو سوه کلنې سیاسي خودمختارۍ ته یې پای ټکی کېښود.

په پیل کې راناوالونا او درباریانو یې اجازه ومونده چې د سمبولیکو څېرو په توګه پاتې شي، خو د منلامبا وګړیز مقاومت په ترسره کېدو او همدارنګه په دربار کې د فرانسې ضد سیاسي دسایسو په کشف سره فرانسویانو نوموړې په ۱۸۹۷ زکال کې رئونیون ته تبعید کړه. رینیلیاروني همدغه کال ومړ او رناوالونا د خپلې کورنۍ له څو نورو غړو سره په الجزایر کې یوې ویلا ته کډه شول. ملکې، د هغې کورنۍ او خادمانو د فرانسویانو له اړخه مالي مرسته ترلاسه کوله چې د معیاري ژوند لپاره یې ورته کفایت کاوه او همدارنګه یې کولای شو د هغو پر مټ کله کله پاریس ته هم چکر ووهي. ورته مهال د مکررو غوښتنو سربېره ورته اجازه ورنکړل شوه، ماداګاسکار ته ستنه شي. نوموړې په ۱۹۱۷ زکال کې د ۵۵ کلنۍ په عمر په الجزایر کې د امبولي ناروغۍ له امله په خپل کور کې مړه شوه. د هغې مړی په الجزایر کې خښ کړای شو، خو ۲۱ کاله وروسته یې مړی راوویستل شو او ماداګاسکار ته ولېږل شو او هلته د انتاناناریوو په مقبره کې د ملکې رازوهیرینا د قبر څنګ ته خښه کړای شوه.

لومړني کلونه[سمول]

دریمه راناوالونا د اندریانتسیمیانترا او د هغې د مېرمنې او تره لور شهزادګۍ راکټاکا لور وه چې د ۱۸۶۱ زکال د نومبر په ۲۲مه نېټه د انتاناناریوو څخه بهر د مانژاکازافي په امپارابیه لرې پراته کلي کې د رازافیندراهتي په نامه وزیږېده. د ملکې دویمې راناوالونا د خورځې او همدارنګه د پاچا اندریانامپوینیمرینا د لمسۍ په توګه د هغې اصل او نسب لامل وګرځېد چې نوموړې د ماداګاسکار د پاچاهۍ د وراثت په شرایطو برابره شي. پلار او مور یې د دغه نوي زېږېدلي ماشوم سرپرستي د خپلې کورنۍ غلامې ته وسپارله. [۱][۲][۳][۴]

هغه مهال چې نوموړې په کافي کچه لویه او د ښوونځي په عمر برابره شوه؛ پالنه یې خاله، ملکې دویمې راناوالونا پر غاړه واخیسته او هغه یې د لندن د تبلیغي ټولنې ښوونکو ته وسپارله څو همالته په خصوصي بڼه زده کړې وکړي. نوموړې د هڅه کوونکې او ځیرکې ماشومې په توګه وستایل شوه چې د بایبل له لوستلو سره یې شدیده لېوالتیا لرله او همدارنګه یې له خپلو ښوونکو سره له مینې ډکې اړیکې ټینګې کړې. هغې د نوې ځوانۍ پر مهال د امباتوناکانګا په ښوونځي کې زده کړې وکړې چې د نجونو لپاره د یادې ټولنې اصلي ښوونځی و. د ۱۸۷۴ زکال د اپریل میاشتې په ۵مه نېټه ورته په امبوهیمانګا کې د یوې پروتستانتې په توګه د تعمید غسل ورکړل شو. د هغې ښوونکو په دوامداره توګه هغه د نورو تکړه زده کوونکو ترمنځ زیاته لایقه بلله. [۵][۶]

رازفیندراهتي په ځوانۍ کې له اشرافي راتریمو (راتریموآریوني) سره واده وکړ. د هغې مېړه څو کاله وروسته د ۱۸۸۳ زکال د مۍ په اتمه نېټه د ۲۲ کلونو په عمر مړ شو او له امله یې دا په ځوانۍ کې کونډه شوه. ګنګوسې داسې وې چې لومړي وزیر رینیلیاروني کېدای شي د سیاسي لاملونو له امله نوموړی مسموم کړی وي. د ۱۸۶۳ زکال ارستوکراتیک انقلاب چې د رینیلیاروني د مشر ورور، لومړي وزیر رینووینوناهیترونوني له خوا تنظیم شوی و مطلقه اشرافي حکومت یې په مشروطه سلطنت تبدیل کړ او له مخې یې واک د اشرافي پاچا او آزاد لومړي وزیر ترمنځ ویشل کېده. هغه لار برابره کړه چې د لومړي وزیر او حاکمې ملکې ترمنځ چې په عملي بڼه د ده له خوا ټاکل شوې وه واده وشي. هغه مهال چې د ملکې دویمې راناوالونا د مړینې مهال په رانږدې کېدو و او د هغې د ځای ناستې د موندلو لټون پیل شو، رینیلیاروني کېدای شي په قصدي بڼه تریمو مسموم کړی وي، ځکه چې رازافیندراهتي د هغې په شرایطو برابره ځای ناستې وه او همدارنګه باید د لومړي وزیر سره د واده په موخه آزاده وي. [۷]

واکمني[سمول]

دریمه راناوالونا د خپلې مخکښې ملکې دویمې راناوالونا له مړینې وروسته د ۱۸۸۳ زکال د جولای په ۱۳مه نېټه نوې ملکه اعلان شوه چې په دې سره یې په انتاناناریوو کې د رووا سلطنتي استوګنځای دننه یوه لرګین کور ته کډه وکړه. د تاج پر سر کولو مراسم د ۱۸۸۳ زکال د نومبر په ۲۲مه نېټه د دې د ۲۲ کلنۍ په عمر انتاناناریوو ته څېرمه په ماهاماسینا کې ترسره شول چېرې چې نوموړې ته «د خدای په رحم او د خلکو په اراده د اعلیحضرتې دریمې راناوالونا، د ماداګاسکار د ملکې او همدارنګه د دغه هېواد او قوانینو د ساتونکې» لقب ورکړل شو. هغې د دود ماتولو په موخه د تاج اېښودو په مراسمو کې د پلازمینې له ښوونځیو څخه د غوره ۵۰۰ هلکانو او ۴۰۰ نجونو زده کوونکو څخه د سرتېرو په نامه یوه ډله جوړه کړه. نجونو سپینې جامې اغوستې وې په داسې حال کې چې هلکانو بیا د سرتېرو یونیفورم اغوستی و او په نیزې باندې یې سنتي پوځي تمرینات ترسره کول. خپله راناوالونا سپینې وریښمني جامې اغوستې او تاج یې پر سر اېښې و چې په جامو کې یې سرو پټیو شتون درلود او طلایي تزئینات یې لرل. امریکايي مطبوعاتو ملکه داسې توصیف کړه: «هغې له معمولې کچې لږ لوړ قد درلود، ظریفې ځانګړنې یې لرلې، د مخ رنګ یې د نورو عادي وګړو څخه لږ تور و. په داسې حال کې چې په بشپړه توګه وارخطا ښکارېده خو په سمه توګه یې د خپلو دغو درباري مسئولیتونو مشري وکړه». اوس مهال د بریتانیا په موزیم کې راناوالونا ته اړونده یوه لس سنټي سکه شتون لري چې په ۱۸۸۳ زکال کې ضرب/وهل شوې ده. [۸][۹][۱۰]

هغې د خپلو دوه مخکښو ملکو په څېر له لومړي وزیر رینیلیاروني سره سیاسي واده وکړ. په دولت کې د دغې ځوانې ملکې رول نږدې په بشپړه توګه تشریفاتي بڼه لرله ځکه ټولې مهمې سیاسي پرېکړې د هغه د پاخه عمر لرونکي او باتجربه لومړي وزیر له خوا کېدلې. رینیلیاروني به هم نوموړې په یو لړ عامه غونډو کې د خپل ځان په استازیتوب وینا ته رابلله او همدارنګه به یې د ایسواویناندریانا روغتون او همدارنګه امبودین اندوهلو په نامه د نجونو د ښوونځي په څېر د عامه ودانیو په پرانیست غونډو کې ګډون کاوه. د هغې د واکمنۍ پر مهال عمه یې، رامیسیندرازانا د سلاکارې په توګه رول لوباوه او د هغې په دربار کې یې پام وړ ځایګی درلود. د هغې مشره خور راسندرانارو او د هغې زوی راکاتومنا او لور یې رازافیناندریامانیترا چې له خپلې مور سره په رووا کې اوسېدل د هغې نږدې ملګري وو. هغه مهال یو امریکايي خبریال د دې له ماڼۍ لیدنه وکړه او څرګنده یې کړه چې نوموړې د خپلې بېکارۍ ډېری مهال په دربار کې د خپلو خپلوانو او نورو ښځو سره د کاغذ باد په الوزولو او لوټو لوبې تېروي. همدارنګه یې له اوبدنې، سوزن دوزۍ او کروشنولي ګڼدنو سره علاقه لرله او د خپلو لاسي چارو وروستۍ پروژه به یې آن له ځانه سره د کار په موخه د کابینې غونډو ته هم راوړله. له غوره جامو سره یې ځانګړې مینه لرله او یوازنۍ مالاګاسي حاکمه وه چې د لندن په ځای یې ډیری مهال خپلې جامې له پاریسه راوړلې. هغې فرانسوی شعبده باز ماریوس کازنوو ماداګاسکار ته راوباله څو په دربار کې یې نندارې ترسره کړي. د راپورونو له مخې ملکې او کازنوو عاشقانه اړیکه جوړه کړه او هغه د دې په دربار کې د فرانسې په ګټه د اطلاعاتو په راغونډولو او همدارنګه د فرانسې د نفوذ د پراختیا لپاره کار کاوه. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Fouque, Antoinette; Calle-Gruber, Mireille; Didier, Béatrice (2013). Le Dictionnaire universel des Créatrices. Éditions des Femmes. د کتاب پاڼې 14009. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7210-0631-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Trotter Matthews 1904, p. 243.
  3. Titcomb 1896, pp. 530–542.
  4. Stuart Robson 1896, pp. 103–104.
  5. Trotter Matthews 1904, p. 243.
  6. Stuart Robson 1896, pp. 103–104.
  7. Ministère de la marine et des colonies 1884, p. 117.
  8. Nativel 2005, p. 112.
  9. Stratton 1964, p. 142.
  10. "coin | British Museum". The British Museum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cousins 1895, p. 73.
  12. Dousset, Jean-Luc (2018). Commandeur Cazeneuve. Le magicien était un aventurier. Le Puy-en-Velay: Éditions Jeanne d’Arc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2362620744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Stuart Robson 1896, pp. 103–104.