دریا خان اپریدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دریا خان اپریدی د پښتنو هغه ستر او مېړنی اتل دی چې د هند د مغولي واکمن اورنګزېب او د هغه د صوبه دارانو د ظلمونو او زورزیاتیو پر بډ (خلاف) د ستر خوشال د پرځنګ (مبارزې) یو پیاوړی ملګری و.

مخینه:[سمول]

که څه هم د دریا خان اپریدي د زېږېدو د نېټې په اړوند کوم کره تاریخي سند نشته، خو هغه څه چې د مغولو پر بډ (خلاف) دده د کارنامو په اړوند موږ ترلاسه کولای شو هغه دوه مستندې سرچینې دي چې یو یې د خوشال خټک د اشعارو کلیات او بل هم د افضل خان خټک "تاریخ مرصع" دی. دریا خان اپریدی د پیاو خان اپریدي زوی او په خټه جنډه خېل اپریدی دی. اپریدي په پښتنو کې د کرلاڼیو د ټولنیزې ډلې (ګروپ) پورې اړه لري او ډېری د خیبر په کړکېښي (تاریخې) درې، کوهاټ او تیرا کې مېشته دي. او ملک دین خېل، قنبر خېل، کوکي خېل، زخه خېل، سه پای، کمر خېل، اکا خېل او ادم خېل یې مهم ښاخونه دي. دریا خان اپریدی د تیرا د سیمي اپریدی پښتون و. دده کورنۍ ته په تیرا کې د اپریدیو د ټبر مشرتوب ور په غاړه و او د پلار نیکه نه د خپل ټبر مشران تېر شوي دي. دده بل ورور تاتار خان اپریدی نومېده چې هغه هم د مغولو د استبداد او زورزیاتي پر بډ (خلاف) دده سره اوږه په اوږه جنګېدلی دی او له ځانه یې مېړانه ښودلې ده.

په تاریخ مرصع کې د دریا خان یادونه:[سمول]

افضل خان خټک په خپل مشهور نښېر (اثر) "تاریخ مرصع" کې لیکي چې دریا خان یو باتور ولسي (ملي) مشر او د جرګو مرکو سړی او د خپل ټبر سردار او مشر و او دده کورنۍ په خپله سیمه کې یوه پېژندل شوې کورنۍ وه. هغه وخت چې خوشال خان خټک د هند د مغولي واکمن اورنګزېب پر بډ پرځنګ (خلاف مبارزه) پیل کړه نو دوه نامتو اتلانو دریا خان اپریدي او ایمل خان مومند د مغولو پر بډ (خلاف) د خوشال د پرځنګونو (مبارزو) تکړه ملګري وو. په دغه پرځنګ (مبارزه) کې د اپریدیو، شینوارو او مومندو پښتنو رول هم د ستاینې وړ دی.

د خیبر تاریخي جګړه او دریا خان:[سمول]

د خیبر تاریخي جګړه ۱۶۷۲ زېږديز کال د مغولو پر بډ پرځنګ (خلاف مبارزه) کې موږ لومړی ځل د دریا خان اپریدي نوم د خیبر په ستره تاریخي جګړه کې وینو کله چې د اورنګزېب په وخت کې د میر جمله زوی محمد امین په کابل کې د مغولو صوبه دارو و. د محمد امین خان د واکمنۍ په وخت کې یو ځل د پښتنو ځينې مشران دده د لیدلو لپاره جمرود ته تللي وو. محمد امین خان شراب څښل او د کونړ د سیمې مغولي پوځدار حسن بېګ هم د شرابو په نشه کې ډوب و، حسن بېګ دغو مشرانو ته سپک وييونه (لفظونه) وکارول او دغه مشران د حسین بېګ په دې خبره سخت خواشیني او خپه شول. بل ځلې د ساپیو پښتنو یوه ډله د حسین بېګ خان پوځي چهاوڼۍ ته نږدې تجارت او سوداګریز کارونه کول، د حسين بېګ پوځیانو غوښتل چې ددغو ساپیانو کورنیو ته سپکاوی وکړي، خو ساپیانو پښتنو په پوره مېړانه د مغولو دغه پوځیان ووژل. حسین بېګ د ساپیانو سره جګړه پیل کړه او پښتنو ساپیانو حسین بېګ ته ماتې ورکړه. په دغه وخت کې د مغولو صوبه دار محمد امین خان په پېښور کې و او دا ۱۶۷۲ زېږديز (میلادي) کال و. کله چې محمد امین خان خبر شو نو ددې پر ځای چې خپل مغولي پوځدار پړ کړي پښتانه یې پړه کړل او د دوی پر خلاف یې په پوځي ګامونو (اقداماتو) لاس پورې کړ او کله چې د خپلې کورنۍ سره د خپلو ۴۰ زره پوځونو سره د کابل پر لوري رهي شو نو پښتانه چې شینواري، اپریدي، مومند، ملاګوري او شلماني هم پکې وو او شمیر یې هم ډېر نه و، د ایمل خان او دریا خان په مشرۍ د خیبر په تاریخي دره او د شلمان او ملاګوریو پښتنو په سیمو کې پر مغولي دښمن خونړي بریدونه وکړل چې د مغولو د پوځونو په زرګونو کسان ووژل شول او په دغه جګړه کې د محمد امین خان زوی میرزا عبدالله مېرمنه او اوښی یې میرزا سلطان کربلایي هم له منځه لاړل او پښتنو ته د مغولو پوځونو د ماتې په پایله کې بریالی او ډېره د غنیمت مالونه او ولجه په لاس ورغله او کله چې په ډیلي کې مغولي واکمن اورنګزېب د محمد امین خان او د مغولو د پوځ د ماتې نه خبر شو نو دی یې سملاسي (سمدستي) ډیلي ته وروغوښته. د محمد امین خان نه وروسته د ډيلي واکمن اورنګزېب مهابات خان د کابل والي (ګورنر) وټاکه هغه هم د پښتنو سره دښمني واخیسته .باید ډېره کړو چې د کوهاټ به جګړه کې د دریا خان اپریدي ورور تاتار خان اپریدی هم ووژل شو. دریا خان اپریدي هم هغه وخت ټبي شو.

د مغلو خلاف د دریا خان مشهورې جګړې:[سمول]

او د مغولو سره د خوشال خان په وسله والو پرځنګونو (مبارزو) کې دریا خان او د هغه ورور تاتار خان مرسته کوله، په هغو جګړو کې چې د مغولو پر بډ (خلاف) دریا خان اپریدي د خوشال خان او ایمل مرسته کړې ده د لاندنیو جګړو نه نوم اخیستلی شو : د نوښار جګړه، د کوهاټ جګړه، د کړپې جګړه، د خاپښ جګړه، د تيرا جګړه او داسې نورې جګړې

د خوشال خټک په شعرونو کې د مغلو خلاف د پښتنو د مېړانې یادونه:[سمول]

خوشال بابا په خپله يوې قصیده کې په دغه جګړې کې د محمد امین خان د کورنۍ د بربادیدو او د مغولي پوځ د سترې ماتې انځور د شعر په ژبه داسې کښلی دی:

چې دانا تر نادان لا وژني بتر

مګر نه دی دا ژوندون څه معتبر

چې مې فهم فکر وکړو باور وکړئ

په دا باغ کې ګل له خار دی برابر

چې له کومو غرونو راغی چېرته درومي

اباسیند لا په دې هېڅ نه دی خبر

د شلمان غرونه په دا کله خبر دي

چې زرګونه په شلمان کې شو ډبر

نه اسمان ځینې خبر دی نه دا ځمکه

چې عالم شو په توپان زیر وزبر

په یوه زمان کې څه قدرت ښکاره کا

چې قادر دی توانا الله اکبر

مکافات د کوم ګناه د کوم شامت دی

چې ډبر د میر جمله شو درست ټبر

او بیا په دغه بولله (قصیده) کې د پښتنو د سوبې (فتحې) یادونه په دې دول سره کوي :

نه په ډېر ده نه په لږ د خدای په کړه ده

لږ لښکر په ډېر لښکر مومي ظفر

څه شینواري، څه مومند، څه اپریدي وو

چې یې مات کړو د صوبې واړه لښکر

دا توپان چې په مغولو باندې ساز شو

په کشتن، په ولجو هېڅ مه کړه نظر

که اسونه، که پیلان که اسبابونه

په انبار انبار سپین زر وو یا سره زر

خوشال پخپله یوې بلې رباعي کې د خیبر د تاریخي جګړې یادونه داسې کوي :

کال د غفج(۱) و خیبر کې هورې

مغولې بندۍ شوې، هم کونډې بورې

مومند، شینواري، څو اپریدي وو

واړو وهلې د یادو تورې

مړینه:[سمول]

کله چې مغولو پر تیرا برید وکړ، دریا خان له هغو سره په ميړانه سيالي (مقابله) وکړه خو دی پکې ټپي شو او د خوست سیمې ته ولیږدول شو. د افضل خان د "تاریخ مرصع" په حواله دریا خان د دغه ټپ په وجه په خوست کې مړ شو. د خوشال بابا د اشعارو نه داسې څرګندېږي چې دریا خان او ایمل خان د خوشال خان خټک نه د مخه مړه شوي دي ،تر خوشال خټک او دریا خان نه دمخه لومړی ایمل خان مړ شوی دی او ورپسې دریا خان. همدا راز خوشال خان خټک د دریا خان او ایمل خان د مړینې په اړوند خپله خواشیني داسې بیانوي:

ایمل خان، دریا خان دواړه په ښه رنګ تېر شول

د دواړو په فراق کې زما تل اه و ماتم دی

یا دا چې : ایمل خان او دریا خان د بینه (منځه) لاړل

اوس خو پاتې و مغل ته یو خوشال دی

سرچینې:[سمول]

1 - تاریخ مرصع ، دافضل خان خټک ،پيښور ،۱۹۸۴ کال

2- دخوشال بابا کلیات

3 -خوشال خان خټک ، دارواښاد دوست محمد خان کامل مومند لیکنه.