دروداتو ولسوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ تاجیکان ''''''''''''''''''''''''''''' ''''''''''''''''''''''''' ''''''''''''''''''''' رودات د جلال اباد ښار (ننګرهار) یوه ولسوالۍ ده. چې د دغه ولسوالۍ مساحت ۶۶۱ مربع کیلومترو ته رسېږي، چې د جلال اباد ښار سوېل ختیځ لوري ته موقعیت لري. رودات ولسوالۍ د بټي کوټ ختيځ ته، شمال ته د سرخ دېوال سيمه، د کوټ ولسوالۍ سوېل او لوېديځ ته ده بالا یا هم هسکه مینه او اچین ولسوالۍ موقعيت لري. د دغه ولسوالۍ اکثریت خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او ځينې يې په سوداګرۍ بوخت دي. دا ښار اوه لوی کلي لري چې په لاندې ډول دي: 1-حصار شاهي (د ولسوالۍ مرکز) ۲ – کان او کترغي ۳ – برو ٤ – تریلی ۵ – توربابا ۶ – قلعه پاین (کوز کلا) ۷- قلعه میرزحی د دغه ولسوالۍ نفوس نږدې پنځوس سلنه تاجیکان(فارسیوانان) تشکیلوي. د دغه ولسوالۍ ټول نفوس څه د پاسه ۱۷ زره کورنۍ دي چې پښتانه او تاجیکان پکې شامل دي. د دې ولسوالۍ تاجکان په تیرو دریو پیړیو کې پښتنو د واکمنۍ له امله ځانونه پښتانه یا عربان معرفی کوی . د دې ښار مرکز حصار شاهي یا لکه څنګه چې په سیمه ایزه توګه سرشاهي یا شرشاهي تلفظ کیږي، ددی ولسوالۍ ترټولو لوی نفوس درلودونکی کلی بلل کیږی او د موجوده احصایو له مخې، د دې کلي نفوس شاوخوا 8 زره کورنۍ دي، چې اکثریت یې تاجیکان دی . د پام وړ خبره دا ده چې د ځايي خلکو په وينا، يوازې هغه تاجیکان چې د جولا یا اوبدلو کسب لری اندازه یې زرو کورنيو ته رسېږي. ویل کیږي چې د حصارشاهي سیمه په تیرو وختونو کی یو له پرمختللو صنعتي مرکزونو څخه وه چې د بیلابیلو هنرمندانو په ځانګړې توګه اوبدونکي چې په جلال اباد کې د جولا په نوم یادیږي اوسیدل. له بده مرغه په ​​وروستیو پیړیو کې د هند په نیمه وچه کې د انګرېزانو د استعماري سیاستونو له امله دا صنعت په تدریج سره ورک شو او یوازې نوم یې په یادونو کې پاتې شو. تاجک هنرمندان د خپل عرفی تاریخی صنعت له پرېښودو سره سره لا هم د جولا قوم په نوم پېژنيدل کیږی او لا هم پښتانه قومونه ورته په درنه سترګه نه ګوري او خپل یې نه ګڼی په داسې حال کې چې د دوی ژبه پښتو شوې ده . په زړه پورې خبره دا ده چې د دغو هنرمندانو لویه برخه په تیرو وختونو کې د اسماعلیه شیعه پیروان وو چې د وخت په تیریدو سره خپل مذهب بدل کړ . د دې ولسوالۍ یو بل کلي کان او کترغي دي، چې له نېکه مرغه د دې کلي تاجیکان اوس هم په خپله مورنۍ ژبه فارسي خبرې کوي. د دې سیمې نفوس نږدې پنځه زره کورنیو ته رسیږي، چې مطلق اکثریت یې فارسي ژبي یا تاجیکان دي. په دې کلي کې یو شمېر پښتانه هم ژوند کوي. له بده مرغه ما د دې ښار له نورو کلیو څخه د تاجکانو د نفوس په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي او انشاالله که په راتلونکي مې ژوند درلود، د رودات ښار د پاتې کلیو د تاجکانو په اړه به نور معلومات ترلاسه کړم. د دوی د خلکو او همدارنګه د دوی دود او رواجونه د ځایی خلکو او پوهو خلکو په غوښتنه، زه به یې ترلاسه کړم او د ملګرو او علاقمندانو په حضور ته وړاندی کړم . اصلی لیکونکې؛ سرور تاجیک ژباړه ؛ ✍️ورک تاجیکان