Jump to content

درواغجنه ستونزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درواغجنه ستونزه (هغه حالت چې پرېکړه کول په کې ستونزمن وي)

دروغجنه یا غلطه ستونزه چې د دوه ګوني یا ډېکوټومي په نوم هم یادېږي، د هغه فرضیې په اساس یوه غیر رسمي تېروتنه ده چې په تېروتنې سره شته انتخابونه محدودوي. د تېروتنې یا غلط فهمۍ سرچینه په ناسمه توګه پایلې ته د رسېدو له امله نه ده، بلکې په یوه انګېرنه ناسمه ده. دغه فرض یا انګېرنه د منفصلې یا بېلوونکې ادعا بڼه لري: دا ټینګار کوي چې د بدیلونو له منځه یو باید سم وي. دغه جلاوالی ستونزه جوړونکی دی، ځکه چې دا د اجرا وړ بدیلونو په پرېښودو سره ټاکنه خورا ساده کوي. د بېلګې په توګه، درواغجنه ستونزه هغه وخت مرتکب کېږي کله چې ادعا کېږي. «سټېسي د پانګوالۍ پر ضد خبرې وکړې؛ نو ځکه باید داکمونېسته وي». د حذف شویو انتخابونو څخه یو دا دی چې سټېسي ممکن نه کمونیسته وي او نه پانګواله (د پانګوال نظام ملاتړې) درواغجنه ستونزه معمولاً د دوو متضادو چلندونو په بڼه وي، کوم چې ممکن دواړه غلط وي او د متضادو په توګه لزوماً باید یو سم وي. بېلابېل فرضي پلانونه د درواغجنو ستونزو سره تړاو لري، د بېلګې په توګه ودانیزه ستونزه یا کړکېچ، تخریبي ستونزه او متمایز یا جلا کوونکی قیاس. خو دوی د رد شویو استدلالونو په توګه کارول کېدی شي. د درواغجنو ستونزو د ترسره کولو لپاره زموږ مسؤلیت ممکن د واقعیت د ساده کولو د لېوالتیا له امله وي چې د یا - یا د کلیماتو له لارې امر کوي چې زموږ په ژبه کې له وړاندې جوړ شوی دی. دا کېدلی شي د دې لېوالتیا سره هم تړاو ولري چې په روښانه توپیر ټینګار کوي په داسې حال کې چې د ډیری عامو عبارتونو ګونګتیا ردوي.

تعریف

[سمول]

درواغجنه یا غلطه ستونزه یوه غیر رسمي تېروتنه ده چې د هغه فرضیې پر اساس جوړه شوې چې په تېروتنې سره شته انتخابونه محدودوي. په خپله تر ټولو ساده بڼه کې چې دوه اړخیزه تېروتنه بلل کېږي، پرته له دوو بدیلونو نور ټول له منځه وړل کېږي. تېروتنه یو استدلال دی، په دې مانا چې د هغه مقدماتو ټولګه یا لړۍ ده چې ناسمه پایله لري، یعنې دواړه هم معتبر نه دي او هم سم. تېروتنې معمولاً په دو برخو، رسمي او غیر رسمي باندې وېشل کيږي. رسمي تېروتنې د دوی د جوړښت له امله ناسمې دي، په داسې حال کې چې غیر رسمي تېروتنې بیا د دوی د منځپانګې له امله ناسمې دي. ستونزه جوړونکې منځپانګه د غولونکې ستونزې په قضیه کې د جلا کوونکې ادعا بڼه لري: ادعا کوي چې د بدیلونو له منځه باید یو سم یا ریښتینی وي. دغه جلا والی ستونزه جوړونکی دی، ځکه چې دا د اجرا وړ بدیلونو په پرېښودو سره  ټاکنه خورا ساده کوي. ځینې ​​وختونه د درواغجنې ستونزې او غلطۍ ډېکوټومي یا درواغجنې دوه ګوني ترمنځ توپیر کوي. له دې امله د درواغجنې دوګوني یا غلطې ډېکوټومي اصطلاح نه یوازې دې ادعا ته، بلکې د دې ادعا پر بنسټ استدلال ته هم اشاره کوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

ډولونه

[سمول]

د متضادو جلاکول یا تفکیک

[سمول]

درواغجنه ستونزه په خپله تر ټولو عامه بڼه کې د تضاد په توګه بدبلونه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې دوی یوازې متضاد دی. دوه وړاندېزونه سره متضاد دي، په داسې حال کې که قضیه همداسې وي، نو یو یې باید سم او بل یې ناسم وي. دوه وړاندیزونه متضاد دي که چیرې لږترلږه یو یې سم وي، خو دا په داسې حال کې ده چې دغې چارې ته لاره پرانیزي چې ممکن دواړه غلط وي او دا هغه څه دي چې د تضاد په صورت کې امکان نه لری. تضادونه د منځني حذف قانون څخه پیروي کوي خو متضاد بیا داسې نه دي. د بېلګې په توګه په کوزه (یو ډول لوښی) کې د مرمرو کره شمېر ۱۰ یا ۱۱ دی او دا دوه بېلابېل انتخابونه وړاندې کوي. کوزه همدارنګه کولای شي ۲  یا ۱۷  یا ... مرمرو درلودونکې وي. په درواغجنو حالاتو کې د متضادو د کارولو یوه عامه بڼه دا ده چې په عامل یا اجنټ باندې له افراط څخه یو غوراوی وتپو. یو څوک ښه یا بد، بډایه یا غریب، نورمال یا غیر معمولي وي. دا ډول قضیې دا له پامه باسي چې د افراط تر منځ یو دوامداره طیف شته چې له انتخاب څخه ایستل کیږي. په داسې حال کې چې د درواغجنو حالاتو په متضادو کې ښکیل دي. د بیلګې په توګه ځانګړي انتخابونه، یوه ډیره عامه بڼه ده او دا یوازې یو ځانګړې قضیه ده: همدارنګه د غیر انحصاري تفکیکونو استدلالونه هم شته چې درواغجنې ستونزې دي. د مثال په ډول، د ازادۍ او امنیت ترمنځ په انتخاب کې تضاد دخیل نه دی، ځکه دغه دوه اصطلاحات له یو بل سره مطابقت لري.[۶][۷]

قیاسي او د رد وړ استدلالونه

[سمول]

درواغجنې ستونزې معمولاً د قیاسي استدلالونو پر اساس بحث کیږي، خو کېدای شي د رد کېدونکو استدلالونو په توګه هم رامنځ ته شي. یو باوري استدلال هغه وخت قیاسي بلل کېږي چې د هغه د مقدماتو ريښتیاوالی د هغه د پایلې ریښتینوالی تضمین کړي. له بلې خوا، د یو معتبره  او رد وړ دلیل لپاره دا شونې ده چې د هغه ټول مقدمات سم وي، خو پایله یې ناسمه وي. مقدمات د پایلې یوازې د یوې ټاکلې اندازې ملاتړ کوي خو د هغه تضمین نه کوي. د یوې رد وړ درواغجنې ستونزې په صورت کې د پایلې لپاره چمتو شوی ملاتړ له حده زیات اټکلېږي، ځکه چې بېلابېل بدلونه په تفکیکي انګېرنه کې په نظر کې نه نیول کېږي.[۸]

تشریح او مخنیوی

[سمول]

د تېروتنې د درک او پوهېدلو یوه برخه د منطق څخه لوړ د روان پېژندنې تجربې په لور تګ دی، څو ښکاره کړي چې ولې تر نظر لاندې غلطۍ او ستونزې رامنځ ته کولو لپاره لېوالتیا شته. د درواغجنې مسلې په قضیه کې د واقعیت د ساده کولو لېوالتیا د «یا» کلیمو له لارې ممکن مهم رول ولوبوي. دغه لېوالتیا تر هغه حده زموږ په ژبه کې چې د مخالفو جوړو څخه ډکه ده شته. دا ډول ساده کول په هغه صورت کې چې د ډېر مفصل لید ترلاسه کولو لپاره کافي وخت نه وي، کله ناکله د پریکړې کولو لپاره اړین وي. د دې لپاره چې د درواغجنو ستونزو مخنیوی شوی وي، نو عامل یا اجنټ باید له وړاندې د ترتیب شویو بدیلونو سربیره د اضافي انتخابونو څخه خبر وي. نیوکه کوونکی فکر او خلاقیت ممکن د غلطې ډیکوټومي یا درواغجنې دوه ګوني د لیدلو او نویو بدیلونو د کشف او موندلو لپاره اړین وي.[۹][۱۰]

له توپیرونو او ګونګتیاوو سره اړیکه

[سمول]

ځینې فیلسوفان او پوهان په دې باور دي "تر هغه چې توپیر سخت او څرګند نه وي، واقعاً توپیر نه دی" فیلسوف جان سیرل یو استثنایی شنوونکی دی، هغه دا ناسمه انګیرنه وبلله چې د غلطو دوه ګوني والي یا توپیرونو لامل کیږي. سېرل ټنګار کوي چې «له یوې نامعلومې ښکارندې څخه د یوې دقیقې نظریې د کفایت شرط دادی چې په پشپړ ډول باید هغه ښکارنده نامعینه توصیف شي؛ د اړوندو مواردو کورنیو ته د اجازې ورکړې توپیر حاشیوي او لږ توپیر نه دی». په ورته ډول کله چې دوه انتخابونه وړاندې کیږي، نو دوی ډېری وخت وي نه تل، د امکاناتو په طیف کې دوه سخت یا افراطي ټکي کولای شي په دې فکر سره چې انتخابونه له وړاندې انحصاري دي، غټ استدلال ته اعتبار ورکړي، که څه هم ضروري نه وي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Tomić, Taeda (2013). "False Dilemma: A Systematic Exposition". Argumentation. 27 (4): 347–368. doi:10.1007/s10503-013-9292-0. S2CID 144781912.
  2. Dowden, Bradley. "Fallacies: 6. Partial List of Fallacies". Internet Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 13 March 2021.
  3. Vleet, Van Jacob E. (2010). "Introduction". Informal Logical Fallacies: A Brief Guide. Upa.
  4. Engel, S. Morris (1982). "4. Fallacies of presumption". With Good Reason an Introduction to Informal Fallacies.
  5. Hansen, Hans (2020). "Fallacies". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 13 March 2021.
  6. "The Black-or-White Fallacy". www.fallacyfiles.org. نه اخيستل شوی 13 March 2021.
  7. Engel, S. Morris (1982). "4. Fallacies of presumption". With Good Reason an Introduction to Informal Fallacies.
  8. Koons, Robert (2017). "Defeasible Reasoning". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 13 March 2021.
  9. Engel, S. Morris (1982). "4. Fallacies of presumption". With Good Reason an Introduction to Informal Fallacies.
  10. Walton, Douglas N. (1987). "3. The logic of propositions". Informal Fallacies: Towards a Theory of Argument Criticisms. John Benjamins.
  11. Jacques Derrida (1991) Afterword: Toward An Ethic of Discussion, published in the English translation of Limited Inc., pp. 123–24, 126
  12. Searle, John. (1983) The Word Turned Upside Down. The New York Review of Books, Volume 30, Number 16, October 27, 1983.
  13. Baronett, Stan (2008). Logic. Upper Saddle River, N.J.: Pearson Prentice Hall. p. 101. ISBN 9780131933125. نه اخيستل شوی 31 October 2015.[مړه لينکونه]
  14. Arfi, Badredine (2010). Linguistic fuzzy logic methods in social sciences (1. ed.). Berlin, Germany: Springer. ISBN 9783642133428. نه اخيستل شوی 31 October 2015.