ددښتو هبیتات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولونه محمد خالد فیضي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

هغه سيمي يا موقيعتونه چې مشخص مايکرواورګانيزمونه په هغی کی ژوند کوی د هبتات په نوم ياديږي،د ايکالوژي د علم دنظره هغه طبيعی محيط دی چي مشخص د ژونديو موجوداتو انواع په هغی کې ژوند کوي، همدارنګه کولای شو هتبات داسی هم تعريف کړو. ديو ژوندي موجود داوسيدو ځای ته هبتات ويل کيږي . د هبتات برخي :

هبتات په عمومی ډول د دوه برخو څخه جوړشوی .[سمول]

۱-:Biotic Habitat د هبتات په دې برخه کې ټول ژوندي موجودات شامليږي لکه حيوانات،مايکرواورګانيزمونه او داسی نور... ۲-Abiotic Habitat : د هبتات په دې برخه کې غيری ژوندي موجودات لکه هوا، خاوره، اوبه او رطوبت شامليږي... هبتات ډير موارد لري خو د دغو څلورو حياتې شيانو پوری ډير مربوط دی. 1- Food خواړه ( غذا ) : 2- Coverپوښښ : 3- Living spaceداوسيدو ساحه : 4- Water اوبه : که وغواړو چې د يو حيوان په باره کې معلومات ترلاسه کړو نو بايد وپوهيږو چې نوموړی حيوان چيرته ژوند کوي، دغه حيوان د وچې دی که داوبو، ځنګلي حيوان دی که اهلي، د دښتی حيوان دی که غرنی ، ددي ځايه داسي نتيجه اخستل کيږي چې د هبتات پرنسيپ د وحشي حيواناتو او ژوو په ساتنه او ګټه اخيستنه کې مهم رول لري.

حيوانات د هبتات له نظره[سمول]

په لاندي ګروپونو ويشل شوي :

۱-Forest Animals : هغه حيوانات چې ځنګل کې ژوند کوي . ۲-Steppe Animals : هغه حيوانات چې په جبه زارو ځمکو کې ژوندکوي. ۳-Desert Animals : هغه حيوانات چې په دښتو کې ژوند کوي . ۴-Mountain Animals : په دې ګروپ کې د غرونو حيوانات شميرل کيږي. ۵- Burrowing Animals : خاورين حيوانات چې د خاوري دننه ژوند کوي . ۶-Amphibian Animals : ددې ګروپ حيوانات هم په اوبو او هم په وچه ژوند کوي . لکه څرنګه چې ژوندي موجودات د هبتات له نظره په ګروپونو ويشل شوي دهمدي ګروپونو لمخي نباتات هم په لاندي توګه ګروپ بندي شوي دي . ۱-Hydrophytes : هغه نباتات چې اوبه خوښوي لکه د اوبو سوسن . ۲-Mesophytes : هغه نباتات چې بين البينې دي يعنې د کروندي په شرايطو کې ژوند کوي لکه غنم او داسي نور... ۳-Zerophytes : هغه نباتات چې د وچوبې په مقابل کې مقاومت لري لکه زقوم. ۴-Halophytes : هغه نباتات چې په ښوره لرونکو سيمو او ريګستانونو کې ښه وده ترسره کوي.

د هبتات اهميت[سمول]

Importance of Habitat

د ايکالوژي دعلم له نظره د هبتات پرنسيپ اهميت په دې کې دی چې د ژونديو موجوداتو، حيواناتو، وحشي ژوو او دنباتاتو په ساتنه او تنظيم کې ورڅخه استفاده کيږي لکه د مارکوپولو پسونه، يورال پسونه، هوسۍ او داسی نور...

د دښتی هبتات:[سمول]

د دښتی هبتات هغه کورونه يا د اوسيدو ځايونه دي کوم چې ژونديو موجوداتو، حيواناتو اونباتاتو د خپل ژوند د بقا په خاطر په دښتو کې جوړ کړي دي. نوموړي دښتي کيدای شي ګرمې يا هم يخی وي، داچې دښتی وچ ځايونه دي يعنی د اوبوکمښت لری په همدي اساس يی حيوانات او نباتات هم د وچوبې او داوبو د کمښت په مقابل کې مقاومت لري. هغه حيوانات چې په دښتو کې استوګن دې د خپل ژوند د دوام لپاره هوا، اوبو او غذا ته اړتيا لري ترڅو دوي ژوندي پاتي شي، حيوانات او نباتات په همدغو سختو شرايطو کې هم خپل دضرورت وړ غذائي توکي لاسته راوړي، د دښتی هبتات پ عمومی توګه وچ، ګرم اويا هم سوړ(کنګل ) وي، په زياتو ځايونو کې د دښتی هبتات د شګلنو خاورو څخه منځته راغلی وي چې له همدي امله د ورځي لخوا په دښتو کې هوا ګرمه وي او ژوند د ګرمۍ له امله ستونزمن شوی وي او له بله خوا دشپی له خوا په همدي دښتو کي هوا سړه وي، په دښتو کې په عمومی شکل باران کم اوياهم نه وريږي چې له امله يی ددښتی استوګن ژوندی موجودات د مختلفو ستونزو سره مخ کيږی. په نړۍ کې مختلف النوعه ژوندي موجودات په دښتو کي ژوند کوي چې په دوی کې مختلف ډوله نباتات هم شتون لري، د دوی ټولو مطالعه به يوستونزمن کار وي خو هغه ژوندی موجودات چې په دښتې هبتات پوري تړلی دي دهغوی څخه يوه اندازه يادونه ترسره کيږي چې نوموړي ژوندي موجودات په انسانانو او چاپيريال څه اغيزي لري . مخکي له دې چي خپلې اصلي موضوع ته راشو نو دااړينه ده چې دښتی وپيژنو، ددښتو په پيژندلوسره به وکولای شو د دښتو استوګن حيواناتو او نباتاتو پ اړه ډير څه لاسته راوړو. دښته څه ته وايی ؟ دښته د ځمکي د مخ هغه برخي يا ساحی دي کومي چې د کلنی اورښت اندازه يی د(10inch) څخه کم وي يا هم دښتي هغه هبتات دي چې کمې اوبه ولري. د دښتولپاره داسی هم تعريف وړاندي شوی. چې دښته هغه طبيعي ځمکه چې د اورښت اندازه يی د(۲۵) سانتی متر څخه کمه وي. په ځينو څيړنو کې د دښتو اندازه( ۳۰٪) دټولې نړۍ ښودل شوې مګر ځينې نوري بيا ددښتو اندازه (٪۲۰) برخه د ټولې نړۍ ښايی .

د دښتو د پيژندلو لپاره چاپيريالي شرايط[سمول]

( Environmental Factors For Desert Survival )

1- - Low rainfall  لږ باران وريدنه:   

2 - Intense Sunlight and Heat شديد لمر او تودوخه: 3- - Wide Temperature Range پراخه دحرارت د درجي کرښه 4 - Sparse Vegetation پراخه واښه يزه ساحه: 5 - High Mineral Contact د منرالونو لوړ ظرفيت: 6 - Sand storm شګلن طوفانونه : 7 -Mirages و هم او ويره:

د دښتو تاريخچه :[سمول]

د دښتو په اړه څيړنو اوپه خاص ډول د افريقا لويی وچې د څيړنو څخه څرګنده شوي چې د افريقا د دښتو قدامت يا عمر (۶۵) ميليونو کالو ته رسيږي . چې دغه سروی د ډيناسور حيوان چې په غالب ګومان د دښتو يو واښه خوړونکی حيوان دي د بقاياوو په واسطه معلومه شوي ده. د دښتو د ارزيابۍ څخه څرګنده شوي چې دښتو مختلف ګرم او يخ دورانونه تير کړي دي او په اوس وخت کې د اوبو د کمښت او مختلفو ستونزو سره مخې دي.

د دښتو اهميت[سمول]

(Importance of Desert  ):

د دښتو د اهميت په اړه ډيري څيړني ترسره شوي چي نتيجه يی په لاندي ډول ده. ۱- حيوانات او نباتات ( Plants and Animals ) : په دښتو کي حيوانات او نباتات وي چي دواړه د چاپيريالي روغتيا او انسانانو لپاره مختلفي ګټي لري. ښه بيلګه يی دغذا په توګه استعمال دي. ۲- منرالي ثروت ( Mineral Wealth ) :د دښتو وچو او ګرمو شرايط د منرالونو د رامنځته کيدو لپاره شرايط برابر کړي چي ګڼ منرالونه لکه پوتاشيم، نايتريت، جسپيم، بوران او مالګه په دښتو کي رامنځته کيږي. په مکسيکو کي د الماسو د لاسته راوړلو، په امريکا، ناميبيااو چين کي ۷۵٪ فيصده د تيلو ذخاير په دښتو کي شتون لري. همدارنګه د څيړنو لمخي داسي ويل کيږي چي په امريکا کي ۵۰٪ د مسو ذخاير په دښتو کي شتون لري. ۳- طبی درمل جوړول ( Bio-Prospecting ) : څيړنې داسی ښايی چي د دښتو نباتات ډير ستونزمن چاپيريال کي ژوند کوي او له همدي امله هغو دناروغيو پر وړاندي مقاوم دي، چې په راتلوونکي کي يو ډول بوټي داسي معرفي شوي چي دوي د ملاريا ناروغۍ په مخنيوي کي مهم رول لري چي په دښتو کي موندل کيږي. ۴- د تاريخي اثارو موندل ( Archeological Discoveries ) : د دښتو وچو شرايطو دپخوانيو ښارونو ،دحيواناتو او انسانانو دژوند په اړه معلومات په خپل ځان کي پټ ساتلي چي د اوسني پرمختګ له امله د هغوي د ژوند په اړه څيړني کيږي او ګڼ تاريخي اثار لاسته راځي.نوموړی دښتي په مصر، پيرواو چين کي موجودې دي. ۵- د کاربن جذب ( Carbon Sinks ) : د يوي مقالی په اساس چی په ۲۰۰۸ م کال کي ترسره شوي وه داسی نتايج لاسته راغلی و، د دښتو شګي د کاربن په جذب کي مهم رول لوبوي، ساينسپوهانو دا معلومه کړه چي په دښتو کي دشګو دننه يو دول بکتريا ژوند کوي چی د کاربن ډای اکسايد څخه د خوړو په شکل استفاده کوي.

د دښتو ډولونه :[سمول]

دښتی د اقليم په اساس طبقه بندی کيږي چې په لاندی ډول ورڅخه يادونه شوي ده. ۱- :Hot and Dry Deserts دغه دښتي ډير ګرم او سوځونکی لمر لری، چې د حيواناتو او نباتاتو ژوند يی ډير ستونزمن کړی او نه شي کولای په اسانۍ سره په دغو دښتو کې ژوند وکړي، په نوموړو دښتو کي د هواد حرارت درجه دورځی لخوا د (۲۰او۴۹) سانتی ګراد درجوپه منځ کې وي چې د ورځ د جريان، باد،د خاوری زرات (شګلن،ډبرين ) پوری اړه لري.نوموړی دښتی ځکه ډيری ګرمی او سوځونکی دي چې يواځی يو څو نوعه نباتاتو څخه بغير نور لرګين نباتات هلته وده نشي کولای. هغه نباتات چې په دښتو کي ژوند کوي ځان ته خپل خصوصيات لري.چې په لاندی ډول دي. الف- نوموړو نباتاتو د دغه وچ او ګرم اقليم سره توافق کړی. ب- د غه نباتات په لږه اندازه اوبو ته ضرورت لری ترڅو خپل فعاليتونه ترسره کړي. ج- د دې نباتاتو پوستکی ډبل، ذخيم او تبخير په کې کم ترسره کيږي. د- داچې نوموړي نباتات پلن او ذخيم پوستکی لری دد ښتو د حيواناتو تر حملی لاندی نه راځی. په دښتو کې دنباتاتو ترڅنګ ځينې حيوانات هم موجود دي چې د دغو سختو شرايطو سره يی توافق کړي. هغوی خپل فاليتونه دشپی لخوا ترسره کوي او د ورځی لخوا په غارونو کې يا د خاوری لاندی خپل ژوند ته دوام ورکوي. دغه حيوانات کولای شي پرته له اوبو اويا هم ډيره موده د اوبو د استعمال پرته ژوند وکړی. نوموړی حيوانات د شپی له خوا د غذا دلاسته راوړلو لپاره خپل فعاليتونه سرته رسوي. ۲- Cold Deserts :يخی د ښتی په انترکتيکا براعظم کې موقيعت لري، همدارنګه کيدای شي نورو هيوادونو کې هم موجودې وي، دغه دښتي په زياته پيمانه د نباتاتود ژوند لپاره شرايط برابروي. په دي د ښتو کې زياتره خزی او ګلسنګونه د پسرلی په موسم کې راشنه کيږي. همدارنګه ځيني پاڼه ريژي نباتات هم په دي ساحو کي مجودې وي.په دي ساحو کي اورښت زياتره د واوري او باران په شکل وي، خاوري يی په زياته پيمانه مالګينې يا هم شګلني وي،حيوانات يی د خاوری لاندي ژوند کوي او کله کله کيدای شي د واوری هوسۍ دغه دښتو ته داخلی شي. ۳- Semiarid Deserts : نيمه وچې دښتی د ژمي په موسم کي ډيرکم باران لري. په دغه موسم کې د هوا د حرارت درجه د ورځی لخواپه عادي او مناسب حالت کې وي، مګر دشپې لخوا هوا ډيره زياته سړه وي.د هوا سوړوالي د شپې لخوا شبنم ( پرخه ) ته اجازه ورکوي چې د شپې وخت کې د ځمکی سطحي ته راشي.د غه شبنم چې دشپې لخوا منځته راځې د دي ساحي د نباتاتو او حيواناتو ژوند تامينوي. خاوره يی په لږه اندازه مالګه لري، په خاص ډول يی خاوره ميده جغل لرونکي وي، نباتات يی مختلف ډولونه لري چې د زياترو پاڼې يی ژيړ ته مايل رنګ لرونکي وي.همدارنګه په پاڼو يی يو ډول سريښناکه ماده هم ليدل کيږي چي د پاڼو خوند يی تريخ کړي په همداساس حيوانات نشي کولای په اسانۍ ورڅخه ګټه پورته کړي. حيوانات يی حشرات، کوچنې تی لرونکي، په سينه تلونکې او داسي نور دي چې د تيږو او نباتاتو سيوري لاندي خپل ژوند ته دوام ورکوي. ۴- Coastal Deserts : ساحلي دښتي دي چې يو ښه او ملايم اقليم لري . اقليم يی د ژمي او اوړي په منځ کې د تغير په حال کي وي. د غه دښتي په زياته اندازه د نړۍ په غربي ساحلي سيمو کي موقيعت لري . دد ي دښتو د حرارت په درجه کې کوم سختوالی موجود نه دی ، له همدې کبله مختلف حيوانات او نباتات دې دښتو کې ژوند کوي. په دښتو کې د هوا د حرارت درجه (Desert Temperature ) د دښتو د هوا دحرارت درجه ډيره وچه ده چې کيدای شي د (۴۰-۴۵) سانتی ګراد ترمنځ و اوسې، داچې د ښتي په زياته اندازه لرګين نباتات نه لري په همدي اساس يی په هوا کې هم ډير تغيرات ليدل کيږي، چې دشپی له طرفه يی هوا ډيره سره وي مګر بر خلاف د ورځي لخوا ډيره زياته ګرمه وي. د دې دليل دادی چې په دښتو کي د غټو ونو کمبود اويا هم نشته ترڅو د لمر دوړانګو د مستقيم لګيدو څخه مخنيوی وکړي، مګر دشپې لخوا لمر موجود نه وي او هوا زيات سړه وي چې په دښتو کې يی د دښتو استوګنو ژونديو موجوداتو لپاره ډيري ستونزی رامنځته کړي دي. همدارنګه په دښتو کې د اورښت، باران او واوري شدت هم ډير زيات وي چې په نتيجه کې يی سيلابونه منځته راځي او مختلفې ستونزي راامنځته کوي.

هغه څه چې په د ښتو کې ليدل کيږي[سمول]

يا هم ترلاسه کيږي: 

۱- Sand شګه: ۲- Sand Dunes د شګو هغه ذرات چې د باد په وسيله د يو ځای څخه بل ځای ته انتقال او هلته يي يوه غونډۍ جوړه کړی وي. ۳- Salt basins د شګو ټوټې يا برخې : ۴- Gravel جغل ۵- Rocky cliffs د تيږو غونډۍ : ۶- Plateaus همواره ځمکه :

==د دښتې هبتات اقليم==) ( Climate of Desert Habitat

۱- Hot Climate Deserts: ګرم اقليم لرونکې دښتې هبتات هغه د ښتې هبتات چې په لږه اندازه باران ولري. چې په دې کټګورۍ کې د عربستان دښتې، د هندوستان د (Thar) دښته، داستراليا د (GreatSandy ,Simpson ,Gibson Sturt)دښتې شاملی دي. ۲- :Temperate Climate Deserts د ددي دښتو په اړه تراوسه په پوره توګه معلومات نشته خو څيړنی روانې دي. کيدای شي ددي هيوادونو دښتي په کي شاملی وي. په چين کې د تلکامکان دښته، دترکستان او دايران د دښتو ځيني برخې.

۳- Cold Climate Deserts : يخ لرونکی دښتې هغه دښتې چې په عمومي توګه د واوري او نم لرونکي وي. په دغو دښتو کي د لاندي هيوادونو دښتي شاملي دي. د چين او منګوليا دښتې، د ناميبيا او د افريقا د دښتو ځينې برخي او په خاص ډول د انترکتيکا دښتې چې دا دښتې د کنګل او واوری لرونکې وي.

دشمالي امريکا (Tropical) دښتي او د هغي دبارانونو موسمونه:[سمول]

۱- Mojave دښته : په دغه دښته کې چې په شمالي امريکا کې موقيعت لري د مديتراني دسمندر دفشار له امله بارانونه منځته راځې چې د مختلفو حيواناتو او نباتاتو لپاره يی دژوند کولو ځاي جوړ کړي دی. ۲- Sonoran دښته : دغه دښته هم په شمالي امريکا کي يوه له لويو دښتو څخه ده چې بارانونه يی داوړي په وروستيو يا اخري برخه او دژمې په پيل کې رامنځته کيږي، نوموړي دښتې هم د رنګا رنګ نباتاتو او حيواناتو لپاره د ژوند زمينه برابره کړي ده.

۳- Chihuahuan دښته : دا دښته د نړۍ د (Subtropical) دښتو له جملي څخه ده چې په شمالي امريکا موقيعت لري بارانونه يی د اوړي په موسم کې واقع کيږي، چې وروسته به يی د ټولو نباتاتو او حيواناتو په اړه يوه اندازه يادونه ترسره شي. ۴- Namib دښته : دغه دښته کې يواځي دوريځو په شکل ګرد(Fog ) موجود وي،او په خاص ډول داسي باران نه لري چې يادونه ورڅخه ترسره شي. پورتنۍ ټولي دښتې د شمالي امريکا په ملکيت کې شميرل کيږي چې د اقليم په اساس به يی وروسته د نباتاتو او حيواناتو يادونه ترسره شي.

Desert Climate and its Plants ( د ==دښتي اقليم او د اقليم په اساس يي نباتات==

)

که چيرته متوجه شونوپوه به شو چې دښتي د اوبو، اورښت، او رطوبت له نظره په دوه برخو ويشل شوي دي. ۱- اورښت لرونکي دښتي ( اوبه لرونکي ) : Deserts with precipitation هغو دښتو ته ويل کيږي چې اورښت ( باران، واوره ) ولري، چې د دغو دښتو اقليم د نباتاتو او حيواناتو لپاره يو په زړه پوري مسکن دي. ۲- اورښت نه لرونکي ( اوبه نه لرونکي ) دښتي :Deserts without precipitation دا دښتې هغو دښتو ته وايی چې نه په کافي اندازه اورښت ولري او نه هم د اوبو کومه بله منبع ولري. د همدي کبله په دښتو کې نباتات هم د اقليم د تغير (Climate Viaration ) له امله تغير کوي. هغه دښتي چې اورښت ولري مختلف نباتات هلته وده کوي. په همدي ډول هغه دښتي چې اورښت ونه لري نباتات يی د خاوري په عواملو(Soil Factors) پوري تړلی دي، هغه دښتي چې شګلني وي په زياته اندازه مالګه لري، د اوبو تبخير يي هم د ورځ لخوا ډير زيات وي چې په دي ډول دښتو کې د وچوبي په مقابل کي مقاوم او همدارنګه مالګه خوښوونکي نباتات ښه وده کوي. او هغه دښتي چې د غونډيو او ميلان لرونکو ساحو ( ژورو برخو ) لرونکي وي د مختلفو نباتاتو لپاره د ودې زمينه برابروي ځکه چې په دي ډول دښتو کې د اوبو تبخير کم، نم لري او د مناسب رطوبت لرونکي وي. که په لنډ ډول ووايو چې د ژورو برخو، تيږو او غټو ډبرو لرونکي دښتي د اوبولرونکودښتو څخه شميرل کيږي چې د ژوند کولو لپاره مناسبی دي، او هغه دښتي چي داوبو د جذب ظرفيت يی لوړ وي، اوبه ونه لري، اوبه ژر جذبوي اويا هم د تودوخي دزياتوالي له کبله اوبه بيرته ژر تبخيرکوي دنباتات ژوند يی هم د ستونزو سره مخ وي او ژر لمنځه ځي.

د دښتي هبتات نباتات: په دښتو کي هغه نباتات ښه وده کوي چې د يوي کورنۍ په شکل ژوند کوي، مطلب داچې ګڼه وده رامنځته کوي اوپه زياته اندازه ديوه ځای څخه راشنه کيږي. داچې ټول نباتات او د نړۍ ټول دښتي هبتات مطالعه شي ډيروخت ته به اړتيا وي، نو غوره داده چې د دښتي هبتات نباتات د کورنۍ په شکل و څيړل شي.

اوله برخه : ==د افريقا مشهوري دښتي :[سمول]

۱- Sahara Desert : نوموړي دښته د افريقا هيواد کی واقع ده چې د لرګينو نباتاتو(Woody plants ) لکه (Poenix ) خرما، (Shrubs ) درخچي لکه (Tamarix ) غز لپاره مناسب اقليم لري همدارنګه خاوره يی هم ددغه ډول نباتاتو لپاره مناسب رطوبت لري. د دي نباتاتو سره بيا هم په دغه دښته کي يوکلن او څوکلن نباتات هم وده کوي. يو کلن نباتات (Mustard ) شړشم څو کلن نباتات (Grasses ) واښه ډول نباتات همدارنګه ددي نباتاتو ترڅنګ (Stem Succulents ) ساقه لرونکي تازه نباتات لکه (Milk weeds) چې يوډول هرزه ګياه ده هم وده کوي. ۲- Namib : دا دښته هم د افريقا په هيواد کې موقيعت لري چې د (Stem succulents ) ساقه لرونکي نباتاتو (Leaf succulents ) د تازه او اغزي لرونکو پاڼو لرونکو نباتاتو (Cuctus ) او زقوم د کورنۍ نباتاتو لرونکي دي. چې ددي ډول نباتاتو لپاره دغه دښته يو مناسب اقليم لري او د همدي کورنيو نباتات په دغو د ښتو کي استوګن شوي دي هير مو نه شي چې د دغو دښتو خاوری شګلني دي او په لږه اندازه مالګه هم لري .

دويمه برخه : د استراليا دښتي:[سمول]

۱- Simpson  : دغه دښته د يو وچ او ګرم اقليم په لرلو سره يواځي د پسرلی په موسم يا هم د اوړي په اخري وختونو او د ژمي په اوايلو کې د باران لرونکي وي چې يواځي د (Grass land ) او(Grass trees) لرونکي وي چې د بارانونو د کمښت په نتيجه کي زياتره نباتات لمنځه ځي او يا هم د زيات وخت لپاره ژوندي نه شي پاتي کيداي او لمنځه ځي. ۲- Saline Desert  : نوموړي دښته هم په استراليا کي واقع ده چې د نوم څخه يی څرګنديږي چي د غه د ښته په زياته اندازه مالګينه ده يا يی خاوره ديو قشر په توګه مالګو پوښلي ده چي نباتات يی (Salt tolerant) مالګه زغمونکي دي چې له همدي وجي د کمي ودي لرونکي دي (Low vegetation ) خو بيا هم د لاندي نباتاتو لرونکي شميرل کيږي. (Blue bush )، (Salt bush ) او داسی نوردي . ۳- Mulga Desert  : دا دښته د (Acacia species ) اکاسی د کورنۍ نباتاتو لپاره د مناسبو شرايطو لرونکي ده چې په دغه دښته کي چي په يوه ساحلي سيمه کي موجوده دا ډول نباتات ښه وده کوي . د نوموړي د ښتي اقليم خاره دي چې د ورځي لخوا يي هوا ډيره ګرمه او د شپي لخوايی هوا ډيره سړه يا هم د مختلفو نباتاتو لپاره ښه اقليم لري.

دريمه برخه :د شمالی امريکا دښتي :[سمول]

په شمالی امريکا کې د پيرو او چيلي (Peru and Chile ) ترڅنګ د (Atacama ) دښته موجوده ده، په دغه دښته کې د باران اندازه ډيره لږه ده چې دهمدي کبله د ( Rainless ) يا کم باران لرونکي دښتي په نوم ياديږي. دنوموړی دښتي اقليم ډيرګرم دی چي نباتات په کي ژوند نه شي ترسره کولای او له منځه ځي، که څه هم د نوموړي دښتي هوا ډيره ګرمه ده خوبيا هم هغه نباتات چې د وچوبي او ګرمۍ سره توافق کوي دې دښته کي موجود دي، په خاص ډول دلته د ( Bush ) درخچواو ( Cactaceae ) ذقوم د کورنۍ نباتات ښه وده کوي.

څلورمه برخه : د جنوبي امريکا دښتي :[سمول]

۱- Chihuahuan Desert  : دغه دښته د يو سوځونکي اقليم په لرلو سره د ډيرو وچو او ګرمو دښتو له جملي څخه ده چې يواځي د درخچو ( Bushes ) لرونکي ده او نور هيڅ ډول نباتات په کې وده نه کوي. ۲- Sonoran Desert  : د جنوبي امريکا هغه دښته چې د نباتاتو دژوند لپاره يی اقليم مناسب دي همدغه دښته شميرل کيږي چې په دغه دښته کي د ذقوم ( Cuctus ) لرګين نباتات ( Woody plants ) او همدارنګه واښه دپسرلي په موسم کي ښه وده کوي. ۳- Mojave Desert : د جنوبی امريکا د دښتو ترټولو د مناسب او ښه اقليم لرونکی دښته ده چې د هر ډول نباتاتو او حيواناتو لپاره يی پناه ځای چمتو کړي، دهمدي کبله په دغه دښته کي د ( Joshua Tree National Park ) په نوم يو ملي پارک جوړشوی ترڅو د هغو نباتاتو څخه ساتنه وکړي کوم چي د انقراض په حال کي وي.

د نړۍ د دښتو په نباتې ټولنه باندي همدغه اندازه معلومات کافي دي اړينه ده چې د خپل ګران هيواد افغانستان د دښتې هبتات په اړه خپل سيمينار ته دوام ورکړو. چې په دي برخه کي به د افغانستان د دښتو سربيره د دښتو ميشت نباتات او همدارنګه حيوانات هم وڅيړل شي.

د افغانستان لوی دښتي هبتات :[سمول]

د دي هيواد دښتي او د دښتو استوګن حيوانات او نباتات په تيت او پراګنده شکل موجود دي چي مشهوری دښتي يی په لاندي ډول دي.

1- ريګستان ( Registan Desert ) : د ريگستان دښته د افغانستان جنوب غرب کې د هلمند او قندهار ولايتونو ترمنځ پرته ده چي د وچ اقليم په لرلو سره د نړۍ د ګرمو دښتي هبتاتو له جملي څخه شميرل کيږي، خاوره يی د شګو او کوچنيو ډبرو څخه متشکله ده چي د کلني اورښت اندازه يی تر (۱۰) انچو پوري رسيږي. په دغه دښته داورښت اندازه ډيره کمه ده چې له همدي رويه يی نباتات هم په کمه اندازه يا هم په ځينو سيمو کي هيڅ نباتي ټولنه نه لري. دپسرلي په موسم کي دلته په لږه اندازه باران وي چې يواځي د ځينو درخچواو واښه ډوله نباتاتو ته د ودي شرايط چمتو کوي . نوموړي دښته کي په خاص ډول حيوانات هم نشته مګر با هم د ځينو څخه يی يادونه شوي ده، چې په هغو کي ګيدړ، صحرايي سپی او ځيني نور موجود دي. دحشراتو له جملي څخه غڼي، ګونګوټۍ، ميږيان، په ډبرينه ساحه کي لړم او غونډل څخه يادونه کيږي. ۲- بکوا (‌Bakwa Desert ): نوموړي دښته د افغانستان جنوب غرب طرفته پرته ده چې د شمال له طرفه د سياه بند د جنوب له خوا د مارګو دښتي پوري نښتې ده د ختيځ لوري ته د واشير غر موجود دي چې د کلني اورښت اندازه يی( 100) ملی متر ته رسيږي، که څه هم په دښتو کي ژوند کول ستونزمن دي مګر بيا هم دغه دښته کي ( 4500) تنه انسانان استوګن دي، په دغه دښته کي واښه لرونکي نباتات د کال په زياتو وختونو کي وده کوي چي د نوموړو کورنيو لپاره يی د ژوندانه زمينه برابره کړي ده، داچې د دې دښتي اقليم ډير ستونزمن نه دی دهمدي رويه يی د ټولو (Xerophytic ) نباتاتو د ودي لپاره مناسب شرايط برابر کړي دي.


۳- ليلی دښته ( Leili Desert ): دا دښته د جوزجان په ولايت کی واقع ده، چې تر اوسه يی په اړه کومه پرمختللي څيړنه نه ده ترسره شوي.

۴- مارګو دښته ( Margo Desert ): دغه دښته د نړۍ (20) لويه دښته شميرل کيږي چې پراخوالی يی (15000) کيلو متره مربع دي، خاوره يی شګلن زرات لري او په ځينو سيمو کي کوچنۍ ډبری لري چي په ډبرينه ساحه کې د نباتاتو لپاره ښه د ودي شرايط برابر شوي دي.

5- نا اُميد دښته ( Naomid Desert ): دا دښته د افغانستان او ايران ترمنځ په مرکزي آسيا کي موقيعت لري چې د دواړو هيوادونو ترمنځ سرحد ټاکل شوی دي د کم اورښت له امله دغه دښته ډير کم نباتات لری، خاوره يی شګلنه ده چې د بادپواسطه تخريب شوي ده، د دغه تخريب په نتيجه کي په دې دښته کي غونډيګانې رامنخته شوي دي. داچې افغانستان يو جنګ ځپلی هيواد دي، تيرو څو لسيزو کي د دې هيواد په چاپيريالي بشپړتيا هيڅ کومه څيړنه نه ده ترسره شوي د همدي کبله د افغانستان د دښتي هبتاتو او دښتو اړوند پوره معلومات نشته، خو يواځي د دښتو نومونه موجود دي چي په لاندی ډول ورڅخه يادونه شوي ده. ۱- برنګ دښته ۲- دشت رود ۳- سياه سنګ ۴- د مارګو دښته ۵- خلش دښته ۶- همدم آب دښته ۷- هجده نهر ۸- ابدان دښته ۹- شيخ ميسري ( نوموړی يو لوی ډاګ دی چي تر اوسه په مکمل ډول په دښتو کي نه شميرل کيږي )

Desert Life Form د دښتو ژوند بڼي دلنډي مودي د ژوند د دوران په اساس دژونديو موجوداتو داخليدل د هغوی هبتات ته Habitat هبتات

Trees and shrubs ونی او درخچی Near ground ځمکی ته نژدي Leaf litter خط داره پاڼي Underground ځمکی لاندی Annuals يوکلن باران لرونکی ځنګلونه ۹۶٪ ۲٪ ۰٪ ۲٪ ۰٪ دښتي ۱۱٪ ۷٪ ۲۷٪ ۱۴٪ ۴۱٪ پاڼه ريژی ځنګلونه ۱۵٪ ۲٪ ۴۹٪ ۲۲٪ ۱۲٪ تندرا ۰٪ ۲۳٪ ۶۱٪ ۱۵٪ ۱٪ A Survey of IUCN about Desert inhabitants 2015 at Sahara desert

د دښتي هبتات په اړه لس عمومي حقيقتونه[سمول]

:10 Facts about Desert Habitat 

۱- د سحرا دښته د نړۍ د ډيرو زياتو خزندو او وحشي حيواناتو لپاره ستر پناه ځای دي. ۲- د سحرا دښته کي داسي ساحی شته چې تراوسه په کي هيڅ اورښت نه ده شوی. ۳- هغه ځمکی ته دښته ويل کيږي کومه چې د کلني اورښت اندازه يی د (۲۵۰) ملی متر څخه کمه وي. ۴- د نړۍ ۱/۳ برخه د دښتو څخه تشکيله شوي ده. ۵- دښتي هبتات به يا ډير ګرم اويا هم ډير يخ وي. ۶- د نړۍ تر ټولو غټه دښته د سحرا ( Sahara ) دښته ده چې پراخوالی يی (۹،۴) ميليونه کيلومتره مربع دي. ۷- د نړۍ تر ټولو يخه دښته د ګوبې ( Gobi ) دښته ده چې په چين واقع او پراخوالی يی (۱،۳) ميليونه کيلومتره مربع دی. ۸- په ګرمو او وچو دښتو کي دتودوخي درجه د (۴۰-۴۵) سانتی ګراد څخه زياته وي، مګر په سړو دښتو کي د حرارت درجه (صفر) ته رسيږي. ۹- په دښتو کي حيوانات، نباتات او په ځينو کي انسانان هم ژوند کولای شي. ۱۰- د نړۍ تر ټولو زهرناک مار د استراليا په دښتو کې ميشت دی، چې د کوبرا څخه شل ځله زيات غښتلی دي.

دآسيا لويه دښته ( ګوبي Gobi, ) او د هغي استوګن ژوندبڼي :[سمول]

د آسيا ترټولو لويه دښته ده چې د نړۍ د دښتو له جملی څخه پنځمه لويه دښته شميرل کيږي.په دغه دښته کې په اوسط اندازه دکلنی اورښت اندازه (۱۹) سانتي متره ده، دغه دښته يوه اندازه مرطوبوالی لری چې په ژمي کي د ډير باران له امله وي.دبحر دسطحی څخه (۵۰۰۰) فوټه لوړوالی لري. د دې دښتي خاوره يوه اندازه مالګه لري چې دټولو نباتاتو لپاره استوګنځای نه شميرل کيږي، يواځي د درخچو( غز )، کوچني بوټي( واښه ) او وحشي پياز چې د حيواناتو او انسانانو لپاره خواړه برابره وي.په دې دښته کي وده کږي. حيوانات يی اوښ، واورين پړانګ، تی لرونکي، کوچني موږکانو ته ورته خزنده ګان، او د ګوبي ايږه چې په نورو دښتو کي هيڅ شتون نه لری موجوده ده.دا چې نوموړي دښته نسبت نورو دښتو ته يوه اندازه زيات اورښت لري نو له همدي کبله دلته د منګوليا هيواد وګړي هم ژوند کوي.

د نباتاتو او حيواناتو داخليدل دښتي هبتات ته : How do plants and Animals Adopt to the Desert ۱- Nocturnal Animals : شپني حيوانات : په دښتو کي حيوانات د ګرمې او سوځونکی تودوخی له امله دشپي لخوا خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي چی له همدی امله ورته شپنې حيوانات وايی.د ورځی لخوا دغه حيوانات بيا په شګو کي اويا هم په سيوري کي ځان دسوځنده تودوخي څخه پټوي. ۲- Water Storage  : اوبه ذخيره کوونکي : په دښتو کی داسی نباتات وده کوی کوم چی اوبه په خپل ځان کي ساتلی شي دغه اوبه په تنه ( ساقه )، پاڼه اويا په ريښو کي ذخيره کوي چي په راتلونکي کي ورڅخه په خپله او ياهم نور نباتات استفاده کوي.

۳- Physical Adoption  : فزيکي د اخليدل : اوښان د فزيکي داخليدلو له جملی څخه دي چی د هغوی ژوند او د اوسيدو خصوصيات د دښتي لپاره مناسب دی او په دښتو کی ژوند کولای شي، اوښان په خپل جوړښت کي دشا په برخه کي يوډول جوړښت لري چي بوکاڼ نوميږي. په دغه جوړښت کي شحميات اوانرژي ذخيره کوي چي په دښتو کی دسفر په وخت کي د اوبو اوغذايی مواد د کمښت په صورت کي د هماغه ذخيره شوي انرژۍ څخه ګټه اخلي. د دښتوپه اړه څو روښانه حقيقتونه: ۱- دښته هغه ځای دي چي ۱۶ انچه څخه کم باران ولري. ۲- دښتی په دوه ډوله دی لمړی يخي دښتي دوهم ګرمي دښتي. ۳- د ځمکی ۱/۳ برخه دښتو نيولی ده. ۴- د انسانانو د فعاليتونو او اقليم تغير له امله هر کال ۴۶۰۰۰ کيلومتر مربع ځمکه په دښته بدليږي. ۵- د نړۍ لويه دښته دسحرا دښته ده چي د دولس هيوادونو سره تړلی ده. ۶- د نړۍ ترټولو ګرم او سوځوونکی ځای په سحرا دښته کي موقيعت لري چي د تودوخی درجه يی (۵۷) سانتی ګراد درجو څخه زياتوالی کوي. ۷- ډيناسو چي اوس انقراص شوی د هغي هګۍ په ګوبی صحرا کي پيدا شوي په ۱۹۲۳ م کال کي. ۸- د اتاکاما دښته چي په چيلي کي واقع ده يو ميليون استوګن لري. ۹- د نړۍ ترټولو زيات ذهرجن او خطرناک مار ( Taipan ) نوميږي چي د استراليا په دښتو کي ژوند کوي دغه د کوبرا څخه شل ځله زيات قوي دی. ۱۰- په افريقا کي د خطرناکو حشراتو له جملي څخه (Killer bees ) مچۍ دي چي د حيواناتو په ځان پوري نښلي ترڅو يی لمنځه يوسي. وحشی حيوانات چي په دښتو کی ژوند کوي په لاندي ډول دي : Mammals تی لرونکی اوښ ، ګيدړ Fox , Camel Reptiles خزندګان مار، چرمخکۍ، کشپ Snake , Lizard , Tortoises Birds مرغان Owl , Ostrich بوم، شترمرغ په پورته ډول د دښتی حيواناتو يوڅو نومونه ليکل شوی چي دنورو په اړه يی په ګروپي شکل معلومات نشته، مګر په لاندی ډول ورڅخه يادونه شوي ده. هغه حيوانات چي په ګرمو دښتو کي ژوند کوي: ۱- Fennec Foxes ګيدړ. ۲- Dung Beetle دا يوډول حشره ده. ۳- Mexican Coyotes يو ډول ليوه دی. ۴- Side Winder Snake يوډول مار . ۵- Thorny Devil Lizard کربوړی. په دښتو کي مختلف حيوانات ژوند کوي چي دهغوی په اړه معلومات راټولول يوستونزمن کار دی خود افغانستان د دښتو د حيواناتو په اړه لنډه کتنه په لاندي ډول ترسره شوي ده. شکوڼ، Addax، غرنی سوئي، خرس، بوم Owl، شترمرغ، کوبرا مار،ګيدړ اوځينی نوردي. دنړۍ هغه حيوانات چي د ګرمۍ څخه په دښتوکې پټيږي. ۱-Big horn Sheep : د لويو اوغټو ښکرونو لرونکی حيوان. ۲-Mule Deer : غرنۍ هوسۍ. ۳-kit Fox : ګيدړ ته ورته حيوان. ۴-Bob Cat : وحشی پيشو ده. ۵-black tailed Rabbit : توره لکۍ لورنکي سوی. ۶-antelope Squirrel : موش خرما(نولی). پورتني حيوانات په دښتو کي د ځينو کمرونو او لويو ونو لاندي ځان پټوي، ترڅو د دښتو دسوځنده لمر څخه په امن کي پاتي شي. په دښتو کي دانقراص په حال کي حيوانات (List of Endangered Animals in the Desert ) په دښتو کي حيوانات د ناروغۍ، انسان لاسوهني، دسړکونو ريل ګاډو پټليو جوړولو، هبتات لمنځه تللو، ښکار او د اوسيدو سختو او ستونزمنو حالاتو له امله د انقراص د خطر سره مخ دي چي په لاندي توګه ورته لڼډه کتنه کوو. ۱-Amargosa Voles : دغه په ساده اصطلاح کي د مږي په نوم ياديږي چي د غږيزی ککړتيا له امله د خطر سره مخ شوي. ۲-Peninsular Big horn Sheep: دښتي او غريزه هوسۍ ده چي د ناروغيو او دانسانانو دښکار له امله په ستونزه کی ده. ۳-Desert Pupfish : سګ لاهو ورته په پښتو ژبه کي وايی چي د سړکونو او ريګاډو د پټليو له امله په خطر کي دی.


Habitat Distraction ==د هبتات تخريب :== د هبتات تخريب هغه عوامل په نظر کي نيسي کوم چې د طبيعی اوسيدو ځايونو د تخريب سبب ګرځي. نوموړی عوامل په لاندي ډول دي. ۱-Human activity : د انسان فعاليت: اصلي او اساسي عامل چي د هبتات د تخريب سبب ګرځي انساني لاسوهنه ده، انسان هميشه په دي هڅه کې دی چي د طبيعي منابعو څخه ډيره استفاده وکړي. چي نوموړي کارونه د فابريکو يا صنعت لپاره، ښاري پرمختګ او په ټوله کي د ښه ژوند د تيرولو لپاره ترسره کيږي. A- Human Causes انسانی فعاليتونه: Land Conservation د ځمکو جوړونه او رغونه

    Industry صنعت پرمختګ

‌B- Global Warming نړيواله ګرميدنه د تودوخی درجي لوړيدل ، ګرين هوزی ګازونه، چې نوموړي دواړه د اوبو سطحه لوړوي اوپه نتيجه کي سيلابونه منځته راځي. If Habitats of Desert Destroyied what happens?

کچيرته دښتي هبتات تخريب شي څه به رامنځته شي؟[سمول]

1-Habitat Destruction Effects Humans: کچيرته مونږ يو هبتات لمنځه يوسو نو د څو لارو څخه په مونږ اغيزه لري، لمړی داچي هغه حيوانات او نباتات چي ډيره اړيکه ورپوري ولرو د هغوی د کور او اوسيدو ځای د تخريب سره مخ کړو نو مونږ هم په ستونزو کی را ګير کيږو. لکه کچيرته دشاتو د مچيو کور لمنخه يوسو نو د ګرده افشانۍ لپاره د څه شي څخه ګته پورته کړو.همدارنګه د نوموړو وحشي حيواناتو تر حملي لاندي هم راتلی شو. ۲-Habitat destruction is the leading causes of extinction for various species and the reason that many animals are endangered: د هبتات تخريب او لمنځه تګ د وحشی حيواناتو دژوند لمنځه تګ او هغوي د مرګ دخطر سره د مخامخ کيدو يو اصلي او اساسي علت دی. 3-As we destroy Natural habitats, we are hurting our selves because it is contributing to global warming and climate change: کله چی مونږ طبيعي هبتات لمنځه وړو، موږ خپل ځان ته زيان اړو ځکه دهبتات تخريب سره نړيواله ګرميدنه او داقليم تغير رامنځته کيږي.

دهبتات د تخريب مخنيوی:[سمول]

۱- محلی منطقوي او دولتی پالسي جوړول او په خلکو يی عملی کول. ۲- د طبيعي هبتات د نه نوی کيدونکو منابعو پيژندل او خلکو ته معرفی کول. ۳- د نفوس د ودی حالت کي ځايونو کي پراختيايی پروګرامونه عملی کول. ۴- هغه ايکالوژيکي لاری چاري چی د ځمکي د زياتوالی څخه پرته حاصل زيات کړي پراختيا ورکول. ۵- د جيولوژيکي عواملو چي دهبتات تخريب کي رول لری مخنيوی کول. ۶- د ککړتيا مخنيوی کول.

کړنی چي کولای شی د هبتات څخه ساتنه وکړي:[سمول]

۱- د هغو انواعو پيژندل چي بيا منځته نه راځي. ۲- د پاتي شوو او اوسنيو انواعو ساتنه. ۳- د اعلاناتو برابرول تر عامو خلکو ته د طبيعي هبتات په اړه پوهاوی ورکړي. ۴- په هغه ځايونو کي چي نفوس د ودي په حال کي وي د طبيعي هبتات په اړه پوهاوی. ۵- بيدون له دي چي ځمکه زياته کړو استعداد ته پراختيا ورکول تر څو طبيعي هبتات تخريب نه شي. ۶- د نفوس د بيړنۍ ودي څخه مخنيوي کول. ۷- په دښتو کي د واښه لرونکو نباتاتو د اورلګيدني څخه مخنيوي کول. ۸- سالمه او دوامداره استفاده. ۹- دچاپيريالي شرايط مطابق عمل کول.

سرچینې[سمول]

۱. عزت الله.(۱۳۹۳هـ ش).جيومورفولوژي.م م(۲۲۹-۲۹۲).اصلاح فکارکتاب پلورنځی.

۲.وارډ،ډيويد.(۱۳۹۲هـ ش).زيست شناسی بيابان های جهان.م م(۱-۳۷۴).ګرافيک اسماعيل نژاد.

۳.جلال،احمدشاه.(۱۳۸۰هـ ش).سيمای محيط زيست افغانستان.م م(۱-۷۳).کتابخانه سيار اريک.

۴- عظيمي،رضوان الله.(۱۳۹۶هـ ش).لکچرنوټ ايکالوژي.م م(۱۴-۱۵).پوهنتون لغمان.

۵. (http://ecoadapt.org/programs/adoptation-consultations/social).

۶.http://www.nrel.gov/docs/fy14osti/60461.pdf