ددستار نامې د نثر خصوصيات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دستار نامې تعارت او د نثر خصوصيات[سمول]

دستار نامه د خوشحال بابا يو ځانګړې كارنامه ده دا هغه كتاب دې چې ددې له كبله دپښتو نثر د سجع او قافيې دقيدونو او دغه شان د نور قسم ثقالتونو نه راوتلیدی د روانۍ سلاست او د عام فهمې په صفتونو متصف شوی دی خوشحال بابا د دستارنامې شروع د دې شعر نه كوي: چې دستار تــړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي بابا ددې بېت په حواله وائي چې دا بيت په فراق نامه كښې راغلی دی ـ په طريق د ورادات دوه بحره دوه قافيې لري ، ذوالقافيتين واقع شوی دی تفسير و تفصيل ډېر لري په خاطر فاطر اورسېدل چې يوه معجزه مختصر رساله پښتو كړم انشاء چې عبارت ئې روان وي قريب الفهم وي دستارنامه ئې نام كړم هر چې معنٰي ددې بېت وي پاره كښې درج كړم خوشحال بابا دستارنامه په هغه وخت كښې ليكلې ده چې هر كله چې دی بې قصوره بې ګناه د مغلو په قيد كښې د رتنهبور په قلا كښې بندي وو دا كال ١٠٧٦هجري وو. ددې په حقله پخپله وائي: دا كتاب چې په پښتو خوشحال انشاء كړ پخوا نهٴ دی انشاء كــــــــــــــړی پښتانهٴ كه تاريخ ئې د انشــــــــاء له مانه غواړې وايم دا بس دی محنت د بېـــــــــــــــــلتانهٴ خوشحال بابا د ابجدو په حساب ددې كتاب دستار نامې د ليكلو تاريخ بس دې محنت د بېلتانهٴ نه راوېستلی دی چې د ابجدو په حساب ددې د ليك تاريخ ١٠٧٦هجري راوځي د دستارنامې د مختصر تعارف په حواله مونږ دا وئېلی شو چې دستار نامه خوشحال بابا د رتنهبور په زندان كښې ١٠٧٦هجري كال د ربيع الاول په اولسم تاريخ ليكلې ده ـ دا كتاب يو مقدمه لري چې دا مقدمه په دوو فصلونو مشتمله ده لومړې فصل د دستار او دستار د فضيلت په باب دی او دوهم فصل ئې ذكر د ولايت او اسباب سياست او رياست په باب كښې دی ـ ظيا كتاب په دوو بابونو وېشلې شوې دې په اول باب كښې ئې شل هنرونه دي چې په دې چې په مختصره توګه لاندې ذكر كولي شي ـ ١ـ د ځان د معرفت هنر ،٢ـ د علم هنر،٣ـ د خط هنر،٤ـ د شعر هنر ،٥ـ د تير اندازۍ هنر،٦ـ د اۤب بازۍ هنر ،٧ـ داۤسپ تازي هنر ،٨ ـ د ښكار هنر ،٩ـ د شجاعت هنر ،١٠ـ د سخاوت هنر ، ١١ـ د ازواج د معاشرت هنر ،١٢ـ د اولاد د تربيت هنر،١٣ـ تاديب خدم، د توابع لواحق،١٤ـ داسباب دمعيشت هنر ،١٥ـ د زراعت هنر ،١٦ـ د تجارت هنر ،١٧ـ د تحقيق د نسب هنر ، ١٨ـ د علم موسيقۍ هنر ،١٩ـ د نرد د شطرنج هنر ،٢٠ـ د نقاشۍ ==د تصوير هنر == په دوهم باب كښې د سياست په لوازمو كښې شل خصلته بيان كړي دي چې د سياست او رياست دپاره ډېر لازمي او ضروري خوشحال باباچې كوم شل خصلتونه بيان كړي دي د يو امير او بادشاه دپاره دا ډېر ضروري دي چې په كښې موجود وي لكه خوشحال بابا په دستار نامه كښې وائي:

ظاهر دي چې ولايت ، سياست موقوف په دا خصائل دي كه دا په كښې نه وي كار به انتظام نه نيسي، خطر و اختلال ترې تولد شي، نقصان د يو خصلت په ترك هم واقع كيږي هغه شل خصلته چې كوم خوشحال بابا په دستارنامه كښې بيان كړي دي په لاندينيو كرښو كښې ذكر كولې شي ـ اول خصلت د مشورت،دوېم خصلت دعزم ،درېم خصلت دخاموشۍ،څلورم خصلت د راستۍ ،پنځم خصلت د شر وحياء، شپږم خصلت دخُلقت،اووم خصلت دمروت،اتم خصلت د عفوو كرم، نهم خصلت د تميزتاني،لسم خصلت د عدل و انصاف،يولسم خصلتد توكل،دولسم خصلت د تربيت او شرم دخپل نوازش، ديارلسم خصلت د خوف ورجاء،څوالسم خصلت د ملك انتظام، پنځلسم خصلت د همت،شپاړسم خصلت د حلم،اوولسم د غېرت،اتلسم د جزم واحتياط،نو لسم خصلت د ورع داطاعت دعبادت ،شلم خصلت د استغفار. د كتاب په اخر كښې د خاتمه د كتاب ده چې د حماقت علامتونه ئې په كښې ښودلي دي، د دستار نامې د كتاب مقصد خپله خوشحال بابا داسې بيان كړیدی ـ باني د دې انشاء مؤلف د دې املاء چې باعث ددې تصنيف ده دا بېت: چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي دا بېت په فراق نامه كښې وارد شوی دی په طريق دورادت دوه بحره دوه قافيې لري ـ ذوالقافيتين واقع شوی دی تفسير و تفصيل ډېر لري په خاطر فاطر اورسېدل چې يوه معجزه مختصر رساله پښتو كړم انشاء چې عبارت ئې روان وي قريب الفهم وي دستارنامه ئې نام كړم هر چې معنٰي ددې بېت وي پاره كښې درج كړم... د دستارنانې په سر كول چې تعلق په قابليت لري شرايط يې ډېر دي تر حساب تر شماره تېر دي واړه موقوف په قابليت دي د قابليت د اسبابو نه هم بلا احصار او بلا انتها دي. لكه هنرونه او خصلتونه چې په تفصيل او په تدخيل يې سړى قابل باله شي. په عدل او په خلاف ئې ناقابل باله شي په واړو كښې ما شل هنرونه او شل خصلتونه اختيار كړل چې په دا رساله كښې راوړل كه دا هنرونه خصلتونه چا ونيول قابل به باله شي ..... د پورته ليكلو شوې لڼدو فقرو نه دا اندازه په اسانه كېږي چې خوشحال بابا دستار نانه په كوم عرض ليكلې ده. خان بابا چې د دستارنامې په اول كښې كوم شعر رواړي نو هم دغه ددې د ليكلو هدف ښايي. خوشحال بابا د دستاد حقيقت په حواله ليكي: خبرشه چې دستار په سر كول د ښيوې او د نمايې دپاره نهٴ دي دستار د مردم شر او عزت دى تمامى شرم د مرد په دستار كښې دى هر د په حكم د حديث د د ستار دباب ما څه ليدلى دى هغه به هم درته ووايم. ولى په عرف په عادت كښې هم نظر وكړه هر كله چې بادشاه يا امير په ابتدا په تخت يا په مسند د لويي كښيني د باد شاه په سر د امير په سر كښېښودشي هر چې قابل او لايق دي دا كار په هغه پسنده په ناقابل پسنده نه شي ............... (دستانامه ص٢چاپ د مروتو ادبي جرګه سرائې نورنګ) د دستار نامې د انداز او اسلوب نه داسې بريښي چې خوشحال بابا دستار نامې ټول اقتباسات د ملوكانو دپاره ليكلي دي ـ خوشحال بابا دا تمنا او ارزو وه چې ددغه دور بادشاهان او ملوكانو او اميران دی دستارنامه خامخا ولولي او په دې كښې چې كوم هنرونه او خصلتونه دي هغه دې خپل كړي نو د سياست او د رياست امور په احسن طريقې سره تر سره كړي ددې هنرونو او خصلتونو د خپلولو سره بايد چې دا ملوكان اميران او بادشاهان د دستار سړي شي ـ د دستارنامې د د ليكدود او داسلوب او انداز نه دا خبره هم په ډاګه كېږي چې خوشحال بابا د يو داسې رياست نقشه په خپل ذهن كښې لرله چې د هغې د بادشاه او امير دپاره ئې د يو ائين او دستو رپه توګه دستار نامه تحرير كړه. دستار نامه دخپل ګران قدر قيمت له كبله يواځې په پښتو ادب كښې يو ځانګړې مقام نه لري بلكه د ختيز سيمه په كلاسيكي اۤثرونو كښې هم خپل ثاني او جوړه نه لري ـ كه د دستار نامې د نثر په اسلوب ، په انداز بيان او كه دغه شان د دې په معنوي اړخونو غور وكړې شي نو دا په پښتو ادب كښې يو داسې مقام او خصوصيت لري چې په راتلونكي دورونو كښې يې د ساري جوړېدو هېڅ امكان نشته بلكه مونږ په لنډو ټكو كښې داسې وئېلی شو چې دستار نامه د ټولنيز ژونداو ژواك دپاره د يو اۤئين او دستور حېثيت لري او دې سره سره كوم خلق چې امارت او بادشاهت په مسندونو ناست وي د هغو ټولو دپاره په كښې ډېر غوره او رهنما اصول قلم بند كړي شوي دي ـ هر كله چې مونږ د خوشحال بابا دې زيار ته ځير شو نو د بابا دا دعوى چې: كه د نثر كه د نظم كه دخط دی په پښتو ژبه مې حق دی بې مثاله په خپل ځائې بالكل درسته ده او بابا په دې كښې د هېڅ قسمه مبالغې نه كار نه دی اخستیـ

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

دا هم ولولئ[سمول]