دبهسودو ولسوالۍ چاپېريالي وضعیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولوونه محمد اسحق سروري لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه څانګه پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي


د تحقيق سوالونه: ١- اساسي سوال: د بهسودو ولسوالى د چاپيريال بشري، حيواني او نباتي روغتيا او د طبيعي او فرهنګي ميراثونو راهکاري او د هغه ګټوروالى په څه کې دى؟ ٢- فرعي سوالونه: • په بهسودو ولسوالى کې د ککړتيا عمده عوامل او کموالى يې څه کيداى شي؟ • آيا په بهسودو ولسوالۍ کې کومه تصفيه خانه د فاضلابو وجود لري يا نه؟ • آيا د زبالو د بازيافت لپاره کومه فابريکه په بسودو ولسوالۍ کې وجود لري؟ • آيا د زبالو مديريت لپاره کومه راهکاري په نظر کې نيول شوى دى يا نه؟ • کلينيکي او ښاري زبالې يو ځاى کوي يا نه؟ • په بهسودو ولسوالۍ کې عامه پوهاوى شتون لري يا نه؟ • د چاپيريال ساتنې په هکله اسلامي ارشاداتو ته درناوى شتون لري يا نه؟


د بهسودو ولسوالۍ پېژندنه[سمول]

بهسودو ولسوالۍ د ننګرهار ولايت د (٢٢) ولسواليو څخه يوه سرسبزه، پورنفوسه او پرمختللې ولسوالۍ ده چې د ننګرهار ولايت مرکز ته څېرمه موقعيت لري، چې د نوموړي ولسوالى مساحت (220.5) کيلو متره مربع دى او د دې زرغونې ولسوالى نفوس تقريباً (500000) تنه حساب شوى دى.

د بهسودو ولسوالى څلور خواوې په لاندې ډول دي[سمول]

شمال ته يې د خيوې ولسوالى موقعيت لري، جنوب ته يې د چپرهار ولسوالى موقعيت لري او لويديځ ته يې د لغمان ښکلى ولايت موقعيت لري او ختيځ ته يې د کامې شنه او سرسبزه ولسوالى موقعيت لري. نوموړى ولسوالى (١٥٨) واړه او لوى کلي لري په دې ولسوالى کې (٣٠) بابه دولتي او غيرى دولتي مکاتب شتون لري او په دې ولسوالى کې (٢٥) محراب مسجدونه شتون لري. بهسودو ولسوالى (٦٠) د ګذر وکيلان لري او دوه شهرکونه لري چې نومونه يې په لاندې ډول دي: ١- شهيد ملنګ جان شهرک ٢- دوهم يې غير رسمي ده. نوموړى ولسوالى فرعي سرکونه لري چې (%٩٠) يې خامه او (%١٠) يې قير شوى دى. د دې ولسوالى کورونه ټول د ماسټر پلان به غير جوړ شوي دي. په دې ولسوالى کې اکثريت دولتي ځمکې غصب شوي دي د ځورواکانو له خوا په خپله خوښه پرې کورونه جوړ شوي او خرڅ شويدي د بهسودو ولسوالى کوم طبيعي او د مصنوعي ځنګل نلري. په دې وجهه د دې وسوالى زراعتي ځمکې په رهايشي ځمکو بدل شوي دي. نوموړى ولسوالى د ډير پرمختګ له وجې ډېر د لرې او نږدې ولسواليو او حتى د ولاياتو خلک ځانته جذب کړي تر څو پکې استوګن شي. د بهسودو ولسوالى امنيت نسبت نږدې ولسوليو ته ښه دى او پر امنيته دى. لاندې ذکر شوو ولاياتو خلک دلته هستوګن دي: کنړ، نورستان، لغمان، لوګر، پکتيا، خوست او داسې نور... دغه ولسوالى د مرکز جلال آباد ښار تر څنګ موقعيت لري نو په دې اساس اکثريت نفوس چې باسواده دي. د بهسودو ولسوالى ستراتيژيک اهميت: دغه ولسوالى د ننګرهار ولايت درې ولسوالى د جلال آباد ښار سره وصلوي او هم دوه ولايتونه د جلال آباد ښار سره وصلوي چې عبارت دي له کنړ او نورستان.

د بهسودو ولسوالى کرنيزې ځمکې او د هغوى توليدات[سمول]

څرنګه چې دغه ولسوالى ډېره پرمختللې او سرسبزه او شنه ولسوالى ده په زياته کچه کرنيزې ځمکې لري او خپل شاوخوا سيمو ته توليدات وړاندې کوي. په دې ولسوالى کې دوه ډوله ځمکې شتون لري چې عبارت دي له ١- آبي ځمکې ٢- للمي ځمکې. ١- آبي ځمکې: د دې ولسوالى آبي ځمکې اکثريت دي چې عبارت دي له 17172 هکتاره حساب شوې ده، چې مختلف النوع توليدات ورکوي. ٢- للمي ځمکې: د بهسودو ولسوالى للمي ځمکې 400 هکتاره حساب شوې ده چې دغه ځمکې د اخندزاده صاحب په ساحه کې موقعيت لري. زراعتي ځمکې 17172 هکتاره حساب شوې ده. د بهسودو ولسوالى د سبزيجاتو (3755) هکتاره ځمکه لري چې اوړنۍ او ژمنۍ سبزيجات پکې شامل دي. د بهسودو ولسوالى د تيلي نباتاتو ساحه په هکتار سره په کال (2008) کې (180، په (2009) کې (210) هکتاره، په (2010) کې (1450) هکتاره، په (2011) کال کې (600) هکتاره اټکل شوې ده د بهسودو ولسوالى کومه ځنګلي ساحه نلري. د بهسودو ولسوالى مهم توليدات او پيداوار: د بهسودو ولسوالى د آبي ځمکو کرنيز توليدات عپارت دي له: ١- غنم مختلف النوع ٢- جوار مختلف النوع ٣- شولې مختلف النوع ٤- مختلف النوع سبزيجات چې عبارت دي له: ګلپيان، بانجان، روميان، ليړوګان، فاصله، سايپين، مارو، بادرنګ، پياز، الوګان، توربانجان او داسې نور... د للمي ځمکو توليدات: غنم او سفيدار ور څخه توليديږي او د دې ولسوالى اکثريت خلکو شغل دهقاني ده او د دې لارې خپل ورځني ضروريات پوره کوي.


د بهسودو ولسوالى د ترويج مديريت د قرياجاتو ليست په ١٣٩٠ هـ ش کال کې شماره د قريې نوم د حمکې اندازه په جريب نفوس د کلي ملکان غږيزې شمېره 1. کاريز کبير 2000 3400 حاجي انصار الله (3)=2+ 0700602332 2. ولايتي 1900 4100 حاجي نعيم 0777766742 3. تعميرات 670 2000 ناصر 0700602259 4. دوبيه 750 1561 محمد 0799463872 5. ټغر 950 1970 ګل ولي 0798916145 6. لاجکړ 950 2200 امير محمد 0700604036 7. شيخان 170 1500 اکرم 0700662538 8. نهر ماسي 1200 1729 داکتر خوشحال 0700606370 9. قاسم آباد 1400 2988 ملک نواب 0700313430 10. بيله 1200 2479 عمرزى 0788700130 11. بانډه قاضيان 450 1587 داکتر جمع ګل 0700601560 12. زنگويى 3500 4970 فرمانشاه و بريالى 0700606862 13. جوى ٩ 180 1325 چنار ګل 0775332190 14. جوى ١٠ 3500 5500 زمرى او ملکو (8)=(6)+ 0700620139 15. جوى ١٠ نغلو 600 2003 ناصر 0789520460 16. جوى ١١ 4000 4850 حاجي تور (3)=2+ 0798401977 17. جوى ١٢ 1300 2597 خان اغا 0795673344 18. سراچۀ على خان 3500 3150 حاجي شاولي و الله نظر 0700600496 19. سراچۀ نغلو 600 2450 محمد الله 0799287725 20. جوى ١٥ 1150 3255 ملک ننګيالى 0700633381 21. قريه سرپشته 700 1050 ملک محمد رحمن 0707971140 22. ثمرخيل 3000 9500 امير حمزه (8)7+ 0776432973 23. گردي کڅ 3000 3500 ملک خايسته و مختار 0776097911 24. پيروړ 1350 4044 معلم صاحب فضل الرحيم خان 0799285727 25. بهره آباد 300 1729 ملک باقي 0700471332 26. قلعۀ جانان خان 850 4310 حاجي محمد طاهر 0700631945 27. ګاوميش بيله 150 2450 حاجي خان محمد 0700603454 28. عبيديان 850 1869 برسات 0786497938 29. بهسود خاص 450 1330 برسات 0786497938 30. قلعۀ پير صاحب 650 2100 برسات 0786497938 31. سربند على 1600 1960 خاکسار 0799382513 32. ميران 2100 1995 اسلم 0799838127 33. بينگاه 1200 1960 خيالي ګل 0789510797 34. تنگى توغچي 4000 2177 نصر الله 0700664778 35. باندۀ هزار ميشي 400 1670 روح الله 0789954666 36. شيخ على 850 1946 ګل جان 0772406409 37. سراچه سرپشته 100 3556 حاجي شرين اعظم 070067380 38. سراچع عربها 2500 2940 غلام نصير 0796479046 39. جوى ١٤ 1300 2800 خان صاحب 0706045458 40. نهر شاهى دوم 3000 8891 ملک نعمت 0700607119 41. نهر شاهى اول 2580 7680 عبدالرحمن (4)=3+ 0700629679 42. مقام خان 250 2485 عزيز 0700625433 43. خوشگنبد 2300 3850 ضامن و فريد 0799576115 44. جمالى 1850 2695 غلام نبي آغا 0798026508 45. قلعۀ ملخ 750 2184 موبين 0700619998 46. بلند غر 650 2016 داکتر ګل جان 0772406409 47. قلعۀ چميار 1200 1715 ولايت خان 0799285727 48. کاکړان 850 3000 ولايت خان 0799285727 49. کاکړان اخلاص آباد 850 3000 ولايت خان 0799285727 50. دروازګي 350 1960 رباني 0783350588 51. قصبه 450 7100 حاجي عبدالروف 0799017715 52. هډه 600 8500 حاجي حضرت ولي 070061765 53. دوبندي 450 1995 موبين 0700619998 54. پل سراچه خير آباد 450 2072 محمد خان 0795373057 55. پيتاو 250 2800 حاجي نقيب الله

56. ميرک بيله 450 1904 حاجي متين

57. پاينده 200 3195 محمد عارف

58. پانډه 150 2660 محمدي 0700604411 59. پاينده خيل 260 1170 عمرزى کوچى 0774243251 60. دامان

7850 فقير شاه 0799200970 61. سپين جماعت 2150 2121 صادق 0700452756 62. سراچه سيدان 100 450 قدرت شاه پاچا 0799612298

د بهسودو ولسوالى حيوانات[سمول]

د بهسودو ولسوالى د ننګرهار د سرسبزو ولسواليو څه ده چې د کابل او کونړ د سيندونو پواسطه يې ښکلا نوره هم زياته شوې ده. په کومه ساحه کې چې د کونړ او کابل سيند سره يو ځاى کيمي په دغه ساحه کې يو تاپو وجود لري چې د لوخو او چوزو پواسطه نيول شوې ده. چې مختلف ډول حيوانات پکې ژوند کوي. چې دغه ساحه د څارويو د څړ له مخې هم ډېر اهميت لري. چې مختلف ډول حيوانات د دغه ټاپو څخه څړ کوي. لکه اوزې، پسونه، غويان، اسونه، خره او داسې نور... د بهسودو ولسوالى وحشي حيوانات عبارت دي له: ګيدړان، سويان، ليوان او داسې نور...

د بهسودو ولسوالۍ اهلي حيوانات عبارت دي له: پسونه، اوزې، مختلف ډوله غواګانې لکه زراعتي اچۍ او نور... خره، اسونه اوښان او مېښې.

د بهسودو ولسوالى الوتونکي عبارت دي له: کوترې، ښاروګانې، طوتکې، طوطيان، ازرکان، زانۍ، مرغاوي، شامتولې، باښې، ملاچرګ، کارغانې، چيتۍ او داسې نور...

لکه څرنګه چې په هېواد کې نا امني زياته ده، نو له نورو ساحو څخه د مهاجرينو په منځ ته راتګ سره د نوموړي ټاپو حينې برخې په کرنيزو ځمکو باندې بدله شوې ده، چې ځينې حيوانات لکه ليوان او سويان له دغې ساحې څخه مهاجر شوي دي.

د بهسودو ولسوالۍ نباتات[سمول]

د بهسودو ولسوالۍ چې د هېواد د زراعتي ولسواليو څخه شمېرل کيږي، چې نوموړى ولسوالى د کونړ او کابل د سيند پواسطه خړوبيږي چې نوموړى ولسوالى زياته برخه ځمکه يې آبي ده. چې ه همدې امله د بهسودو ولسوالى يو د سرسبزو ولسواليو خخه شمېرل کيږي چې مختلف ډول نباتات پکې کرل کيږي. لکه انځران، انګور، الوچې، زردالو، شفتالو، ليمو، نارنج، نک، املوک، ام، توتان، نارنج، مالته، تورنج، امروت، بيره، خټکى، هنډوانې او همدارنګه مختلف ډول سبزيجات پکې کرل کيږي؛ لکه: آلوګان، روميان، پياز، ګندنه، پاک، بانجان، فاصله، لوبيا، ليړوګان، لقريان، ګلپي، مى، کرم، کاهو، بادرنګ، مرچک، تور مرچک، کدو، ټينډۍ، شلغم، ګازرې او همدارنګه مختلف ډول غله جات؛ که: غنم، وريجې، وربشې، جوار، مپلي، او داسې نور...

د بهسودو ولسوالى اوړني نباتات:[سمول]

هنډوانې، خټکۍ، انګور، زردالو، شفتالو، الوچې، ليمو، انځر، توت، او نور... اوړني سبزيجات: ليړو ګان، پادرنګ، مرچک، روميان، لوبيا، فاصله او داسې نور... همدارنګه وريجې هم د اوړي په موسم کې کيږي.

د بهسودو ولسوالى ژمني نباتات:[سمول]

١- ميوجات عبارت دي له: انار، املوک، نارنج، مالته او داسې نور... ٢- سبزيجات: مټر، ګلپي، پالک، ملي، سرې ملۍ، کاهو، کرم او داسې نور... ٣- غلجات: غنم، وربشې او داسې نور...

د بهسودو ولسوالۍ اقليمي وضعيت[سمول]

بهسودو ولسوالى پرمختللى ولسوالي ده او د زيات نفوس په درلودلو سره يې اقليم هم ډېر ګرم دى او نسبت خپل نږدې ولسوليو ته يې د تودوخې درجه ډېره لوړه ده. او تر څنګ يې د ښار د نږدېوالي په اساس يې هم اقليم د موټرو د زيات شتون په اساس ګرم دى او همدارنګه د صنعتي فابريکو د شتون له کبله يې هم اقليم د پام وړ ګرم دى. د دې ولسوالى اقليم ګرم دى چې د ځينو کليو خلک په اوړي کې کابل ته ځي او ژمنۍ اقليم يې معتدل دى او ډېر په زړه پورې ژمنۍ اقليم لري د باران کلنى اندازه په دې ولسوالى کې په کمه اندازه ده د حوت او جوزا په مياشتو يې ځنې د بادونو څپې هم لري او ځينې وختونو کې د سيلاب شاهد هم ده دغه ولسوالى.

همدارنګه د دې ولسوالى غرونه نباتات نه لري او يوازې کوچني لکه سرګړي، رغرکي او داسې نور لري او د نورو ولسوالى په نسبت ټيټ موقعيت لري زياتره زراعتي ځمکې د ودانيو پواسطه پوشل شوي غرونه يې د نباتاتو د ودې لپاره مناسبه اندازه خاوره نلري.

همدارنګه ځينې سيمې اوبو ته لاسرسى نه لري او د اوبو کانالونه پکې نشته لکه د دامان سيمه، خواجه عمر شاوخوا سيمه د اوبو کانالونه نه لري.

د بهسودو ولسوالى د څښاک وړ اوبه[سمول]

څرنګه چې دا ولسوالى د نورو ولسواليو په پرتله ټيټه ده نو په زياتره سيمو کې د اوبو اندازه زياته ده او د حمکې سطحې ته نږدې موقعيت لري. خلک يې د لاسي بمبو، چينو او په پخوا وختونو کې د ويالو څخه د څښاک لپاره استفاده کوله. دا ولسوالى زياتې چينې هم لري چې ځينې يې د نفوسو د زياتوالي او د تعميراتو په اساس له منځه تللي. يوازې د بلندغر د جامع مسجد چينه اوس هم فعاله ده او خلک ور څخه يوازې د اودسونو لپاره استفاده کوي او يو اندازه ماهيان هم پکې د خلکو له خوا روزل شوي، چې خلک د کاپل په سيند د اوبو څخه او د کنړ سيد له اوبو خخه د څښاک لپاره استفاده کوله خو بدبختانه په اوس وخت کې له دغو سيندونو اوبو څخه يوازې د اوبخور لپاره استفاده کيږي. ځکه چې د نوموړو سيندونو اوبه ککړې شوي او په اوس وخت کې د لاسي بوبو او کوهيانو څخه خپل ضروريات رفع کوي او استفاده ترې کوي.

د بهسودو ولسوالى زراعتي پرمختګ[سمول]

څرنګه چې دغه ولسوالى سرسبزه او د زراعت له پلوه هم يوه پرمختللې ولسوالى ده چې بزګران پکې مختلف النوعه کرنې ترسره کوي. او په لوړه کچه توليدات ټولنې ته وړاندې کوي. په دغه ولسوالى کې د ننګرهار ولايت د زراعت رياست له خوا د بزګرانو د توليداتو د زياتوالي په خاطر ګڼ پروګرامونه په لاره اچول شوي چې د ځينو څخه په لاندې توګه يادونه ترسره کيږي. ١- د بهسودو ولسوالى کې د (290) ګرين هوزونو جوړېدل. ٢- د شولو د نمايشي قطاعاتو توزيع. ٣- د ليړوګانو (باميه)، روميانو او الوګانو نمايشي قطاعاتو توزيع. ٤- د شيدو د راټولولو مرکزونه ٥- (IRC) له خوا (25) بزګرانو ته د زراعتي سامان الاتو توزيع. د (FAO) Food and Agricultural Organization دفتر له خوا د ټول بهسود ولسوالى زراعتي سروى. ٧- (55) بزګرانو ته د سايبينو تخم او کيمياوي سرو توزيع. ٨- د امراضو او حشراتو نمونه راټولونې عمومي سروې. ٩- (700) بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم توزيع. ١٠- (700) بزرګانو ته د مختلفو مضمونونو ورکشاپونه (امراض او حشرات) د سرې مقدار، د اوبو مقدار، د تخم مقدار، د هرزه بوټو کنترول.

ککړتيا[سمول]

ککړتيا د ناپاکه کولو په معنى ده يا د چاپيريال د اوبو هوايي ودې په جوړښت کې تغير ته ککړتيا وايي. يا د ځمکې د اوبو او د هوا د فزيکي، کيمياوي او بيولوژيکي نا مطلوب بدلون څخه عبارت دى چې د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو روغتيا ته ضرر متوجه کوي.

د بهسودو ولسوالى په چاپيريال باندې د ککړتيا اغيزې[سمول]

د بهسودو ولسوالى د ننګرهار ولايت د (٢٢) ولسواليو څخه يوه پور نفوسه، او په زياته اندازه صنعتي فاپريکې لرونکى ولسوالى ده او د دې ولسوالى د نفوسو د زياتوالي په اساس د دې ولسوالى چاپريال يې تر خپل اغيزې لاندې راوستلى. د هوا ککړتيا پکې د يادولو وړ ده چې د صنعتي فاپريکو په اساس يې هوا ککړه کړېده. فابريکې يې د صاپون جوړولو فابريکه د وحيد کامه وال د صابون جوړولو فابريکه چې د بې کيفيته تيلو او ربړ سوځوي او هوا ککړوي او همدارنګه د سميع ابراهيم د وريجو فابريکه د فارمونو شتون، د ګرين هاوزونو شتون د عراده جاتو په لوړه کچه شتون چې بې کيفيته ماشينونه لري او د نفوس ګڼوالي او وچکالي شتون.

د زراعتي ځمکو له منځه وړل د ځنګلاتو نه شتون د ونو وهل، د فابريکو شتوالى. د څړځايونو بدلول په کورونو باندې د عامه پوهاوي نشتون. د اوبو فابريکه د سيپتيک ټاکنو اغيزې معياري جوړښت چې دغه ټول هغه عوامل دي چې د بهسودو ولسوالى يې د ککړتيا په حال کې راتېر کړې ده. او ګڼ شمېر ناروغي چې رامنځته کړي چې عبارت دي د نفس تنګي، زکام، د ستونې درد، بې وخته زيږون، ملاريا، او داسې نور... دا چې د بهسودو ولسوالى يوه کرنيزه ولسوالۍ ده. د کرنې لپاره په نباتاتو او کرنيزو محصولاتو مختلف حشره وژونکي او آفت وژونکي استعماليږي. چې د دغه ولسوالۍ د اوسيدونکو لپاره يې ګتې ناروغۍ منځته راوړي. چې زياتره انسانانو، حيواناتو او نپاتاتو ژوند يې د ګواښ سره مخ کړي دي چې د اوبو، خاورې او هوا د ککړتيا باعث شوي. زيات نفوس هم د دې ولسوالى د چاپيريال په ککړتيا کې ډېر زيات اغېزه کړې ده چې زياتره کرنيزې حمکې په کورونو تبديل شوي او همدارنګه ډېر څړځايونه هم له منځه ولاړل چې د حيواناتو ژوند يې متاثره کړى. همدارنګه د جلال آباد د ښار پراختيا د دې ولسوالۍ په چاپيريال ډېر اغېز کړى او ډيرى ځمکې د سرايونو، مارکيټونو او فابريکو پواسطه نيول شوي دي.

د هوا ککړتيا (Air Pollution):[سمول]

د آفت وژونکو ذرات په هوا کې نفوذ کوي چې بيا د بادونو او بارانونو پوسيله لېږدول کيږي، چې وروسته بيا په خاور او نبات باندې پريوځي چې په پايله کې خاوره او نپات د حيوان او انسان پوسيله ليږد مومي او د بيلابيلو ناروغيو لامل ګرځي. کله چې د پمپ څخه افت وژونکي بهر ته په شدت سره وځي نو په هوا کې يوه لړه د باد سره مل شي نو کيدلى شي چې نږدې رسيدلي نباتات ملوث کوي او يا هم ځينې حساس نباتاتو ته ضرر رسوي. يادونه کيمي چې د دوا شيندنې لړه انسانانو، حيواناتو او ګرده شيندونکو حشراتو ته تاوان رسوي.

د خاورې ککړتيا (Soil Pollution):[سمول]

کله چې افت وژونکو په وسيله خاوره ککړه شي نو د نبات په وده باندې بدې اغېز کوي. د افت وژونکو پوسيله د خاورې د ککړوالي يوه ځانګړنه دا ده چې خوراکي ځنځير ته داخليږي او پاتې شوي کيمياوي مرکبات هلته راټوليږي، په تېره بيا DDT په شان مرکبونه په بدن کې زيرمه کيږي. د خاورې د ذراتو د آفت وژونکو يو ځاى کېدنه د خاورې په ډول، د رطوبت په اندازې، د خاورې په تعام، د خاورې په ذراتو او د آفت وژونکو په ډول پورې اړه لري. کلې (Clay) خاورې په لوړ غلظت سره زياتره کيمياوي مواد او د خاورې غذايي عناصر په ځان کې ساتلى شي، لکن شګلنې خاورې (Sandy Soil) په کمه اندازه سره دغه مواد په ځان کې ساتي او د وينځلو (Leaching) د لارې ضايع کيږي. کله چې آفت وژونکي په شګلنو خاورو کې واچول شي نو د اوبخور پوسيله د حمکې لاندې برخې ته رسيږي او د ځمکې لاندې اوبه ککړوي. د خاورې عضوي مواد هم په زياته اندازه آفت وژونکي جذبوي. يوې څيړنې ښودلې ده چې تر شلو کلونو پورې د افت وژونکو اغيزې تر 40% پورې په خاوره کې پاتې کيږي.

د اوبو ککړتيا (Water Pollution):[سمول]

د اوبو په فزيکي، کيمياوي او بيولوژيکي حالت کې غير مساعد بدلون ته د اوبو ککړتيا ويل کيږي. اوبه د آفت وژونکو د ليږديدو بنسټيزه وسيله ده چې د استعمال څخه وروسته دا کيمياوي مواد د ځمکې سطحې او لاندې اوبو ته لاره پيدا کوي چې ورسره اوبه ککړيږي. د بهيدونکو اوبو پواسطه د افت وژونکو انتقال د ځمکې په توپوګرافي، د خاورې په ذراتو، د رطوبت په اندازې، د اورښت په مقدار پورې اړه لري.

د بهسودو ولسوالى چاپيريالي وضعيت[سمول]

بهسودو ولسوالى د ننګرهار ولايت د (٢٢) ولسواليو له جملې څخه يوه پر امنه، سرسبزه او پرمختللى ولسوالى ده چې د زيات نفوس په درلودلو سره په لومړيو مقامونو کې قرار لري. چاپيريالي وضعيت يې په لاندې اړخونو کې څېړو: ١- د امنيت له اړخه: خرنګه چې د دا ولسوالي يوه پر امنه او د ولايت مرکز ته څېرمه موقعيت لري اکثريت منطقو کې امنيت ښه او د قناعت وړ دى. ٢- د سرسبزي له اړخه يې چاپيريال وضعيت: دا ولسوالى ډېره شنه او ښکلى ولسوالي ده او د سرسبزي له اړخه يې چاپيريالي وضعيت لا جواب دى او مختلف النوع ونې پکې شتون لري او په زياته اندازه توليدوي. ٣- د کرنې له اړخه: خرنګه چې پورته ذکر شول چې دا يوه سرسبزه ولسوالي ده نو کرنه يې هم پرمختللې ده او بزګران يې اکثريت سبزيجات کري او تر څنګ يې غله دانه هم کري او د باغونو شتون خو يو بيل ښکلا چاپيريال ته ورکوي د ځمکو څخه يې مختلف النوع سبزيجات او غلجات توليديږي او چاپيريالي وضعيت يې ډېر ښکلى دى. ٤- د اقليم له اړخه يې چاپيريالي وضعيت: څرنګه چې دا ولسوالى ښاري ساحې ته نږدې دى او تر څنګ ګرم اقليم لرونکى ولسوالي ده. ژمى يې معتدل او اوړى يې زيات ګرم دى. اقليم يې يو څه اندازه د نفوسو زياتوالي په اوړي کې کموي او اکثريت خلک يې يخو ولايتونو ته کوچ کوي؛ لکه: کابل او داسې نورو سيمو ته... ٥- د اوبو د شتون او نه شتون له اړخه: څرنګه چې دا ولسواى د کونړ او کابل سيندونو په غاړه پرته ولسوالۍ ده اکثريت منطقې يې د اوبو خور له کبله غني دي او ښه او تازه اوبه لري او بزګران ور څخه په کرونده کې ښه استفاده کوي او ختلف النوع توليدات ټولنې ته وړاندې کوي. ٦- د صنعتي فابريکو د شتون له کبله يې چاپيريالي وضعيت: څرنګه چې دا ولسوالى يوه پر نفوسه، پرمختللې ولسوالۍ ده نو ګڼ شمېر صنعتي فابريکې هم په کې شتون لري چې عبارت دي له: د وحيد کاموال د صابون جوړولو فابريکه چې د ولايت په کچه توليدات لري. ٧- د ککړتيا له اړخه چاپيريالي وضعيت: د چاپيريال د کړتيا له اړخه يې يو څه اندازه هوا، اوبه او خاوره ککړه شوې او تر څنګ يې غږيزه ککړتيا په دې خاطر چې پر نفوسه ده د ځنګلونو وهل، وچکالي، د صنعتي فابريکو شتون او د کيمياوي درملو استعمال چاپيريال ککړه کړې ده.

د وحيد کامه وال د صابون جوړولو او کنجاړه جوړولو فابريکه د وحيد کامه وال د صابون جوړولو فابريکه د بهسودو ولسوالۍ د دوبيلې په سيمه کې عمومي سرک کې موقعيت لري.

چې نوموړى فابريکه په ١٣٨٧ هـ ش کال کې جوړه شوېده چې په نوموړي فابريکې باندې تقريباً (180000) امريکاي ډالره سرمايه ګذاري شويده چې فابريکه په (1.5) يو نيم جريب ځمکه کې جوړه شوېده او په نوموړي فابريکه کې (28) نه نيولې تر (35) پورې کاريګر کار کوي. او د دغې فابريکې ماشين الات اتوماتيک دي. او توليدات يې عبارت دي له: صابون، کنجاړه، غوړي او د لباس پرېمينځلو پوډر. فروشات يې هم په عمده ډول او هم په پرچون ډول سره يکږي. او توليدات يې د هيواد مختلفو ولايتونو ته انتقاليږي چې عبارت دي له: کابل، مزار شريف، لوګر او خپله شرقي زون ته. دغه فابريکه دولتي برق نه لري او د جنراتوري برق څخه استفاده کوي او کومه رسمي نماينده ګي هم نه لري. د (٢٠٠) نه نيولې تر (٢٠٠٠) کاټن پورې د توليد ظرفيت لري. او له (٨) تڼو څخه نيولې تر (٢٠) تڼو پورې د کنجاړه توليدولو ظرفيت لري. د سميع ابراهيم د وريجو فابريکه دغه فابريکه د بهسودو ولسوالى د بهسود خاص په کلي کې موقعيت لري چې د دې فابريکې کار په ١٣٩٥ هـ شکال کې بشپړ او په فعاليت يې شروع وکړ چې دغه فابريکه په ٦ جريبه ځمکه کې جوړه شوېده. او په دغه فابريکه کې تقريباً (٢٥٠) دوه نيم سوه کاريګر کار کوي او (٣٠٠٠) قرار دادي بزګران يا دهقانان په مختلفو ولايتونو لکه: کنړ، لغمان، بغلان، لوګر، کندز او پخپله په ننګرهار کې لري.

او په دغه فابريکه د (1500000) ميليونه ډالرو په لګښت سره جوړ شوى دى. چې دغه فابريکه په يو ساعت کې ٥ تڼه صافې وريجې وباسي. او په څلورويشت ساعتونو (٢٤) کې (١٢٠) تڼه صفا وريجې وباسي. چې د دغې فابريکې وريجې د هيواد مختلفو ولايتونو ته صادريږي او دغه فابريکه په نړيوالې سطحې سره جوړه شوېده او په افغانستان کې په لومړى درجه کې قرار لري. او دغه فابريکه د پاکستان او هندوستان د فابريکو په شان په ستندرد سره جوړه شوېده.

د بهسودو ولسوالى د چاپيريالي وضعيت په اړه عامه پوهاوى[سمول]

دا يو خرګنده حقيقت دى چې هر انسان د خپل روغ صحت غوښتونکى وي چې دا روغ صحت او خوشحاله ژوند يو اندازه زحمت او له يو لړ لارو چارو عمل کولو سره انسان ته حاصليږي چې دا لارې چارې عبارت د نظافت او پاکوالي مراعات کول چې دا پاکوالى د خپل فردي حفظ الصحې څخه نيولې تر کلي، ولسوالي، او حتى د هيواد په کچه په نظر کې ونيسو. څرنګه چې زياتره خلک د علم څخه محروم او د نظافت د ګټو څخه بې خبره دي نو د چاپيريال ساتنې اداره مجبوره او مکلفه ده تر څو داسې تګلاره په کار واچوي چې خلک خپل کور او محيط د ککړتيا ؤ څخه پاک او مخنيوى وکړي. ١- د چاپيريال ساتنې اداره بايد خلکو ته د پاکو او اوبو په اړه معلومات ورکړي او هر هغه څه چې اوبه ککړوي بايد واضح او په نه مراعات کولو سره قانوني جزا ورکړل شي. ٢- خلک بايد وپوهول شي تر څو د کورونو د تشنابونو فضوله اوبه بايد ويالو او تعميرونو ته پريښودل شي تر څو هغه ژوندى موجود ات چې په اوبو کې ژوند کوي د خطر سره مخامخ نه شي. ٣- د بهسودو ولسوالى د چاپيريال ساتنې اداره مکلفه ده چې د بايد ملا امامانو ته دا دنده ورکړي تر څو خلک د خپل چاپيريال پاکوالي ته متوجه او اسلامي ارزښتونو باندې خبرې وکړي. ٤- څرنګه چې په دې ولسوالۍ کې نفوس ورځ تر بلې د زياتيدو په حال دى او په زراعتي ځمکو څخه په لوړه کچه ودانۍ جوړولو کې استفاده کيږي بايد خلک د دې په افرادو وپوهول شي ځکه کله له يوې خوا د حاصلاتو د کمبود سبب کيږي له بله طرفه ډيرى حيوانات، نباتات او شين زون له منځه ځي چې بايد خلک وپوهول شي. ٥- صحي اوبو ته ديرى خلک لاس رسى نه لري ځکه په دې ولسوالى کې اوپه د ځمکې سطحې ته په اکثرو ځايونو کې ډيرى نږدې وي نو بايد د اوبو کيفيت وکتل شي تر څو ناپاکه اوبو د استعمال مخه ونيول شي.

يو څو لازم وړانديزونه[سمول]

١- دا چې د بهسودو ولسوالى يوه زراعتي ولسوالى ده او ديرى خلک يې په کرنه بوخت دي نو د زراعت رياست څخه مواد غوښتنه ده چې بزګرانو ته حينې پروګرامونه په لاره واچوي د سمينار په ډول. ٢- د ترويج مامورين مکلف دي چې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوى ورکړي. ٣- د زراعت رياست څخه مو دا غوښتنه ده چې د بهسودو ولسوالى بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه توزيع کړي. ٤- دا چې د بهسودو ولسوالى يوه زراعتي ولسوالۍ ده چې په دې وروستيو کې زراعتي ځمکې يې په کورونو بدلې شوي دي نو د خلکو څخه مو دا غوښتنه ده چې د چاپيريال په پاک ساتلو کې يو له بل سره کومک او همکاري وکړي. ٥- د بهسودو ولسوالى د پزګرانو څخه مو دا غوشتنه ده چې د دوايي استعمال په وخت کې بايد د حفاظتي سامان الاتو لکه: دستکشې، عيننکې، خاصې جامې، ماسک او نور استعمال شي. ٦- دا چې د بهسودو ولسوالۍ پدې وروستيو وختونو کې په (٨) اتمه ناحيه بدله شوې ده نو (ښاروالى رياست څخه مو دا غوښتنه ده چې د پاکوالي په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.

سرچینې[سمول]

١- د بهسودو ولسوالى ٢- ښاروالى ٣- د زراعت رياست ٤- د بهسودو ولسوالى د ترويج مديريت