داکو بکو سندرې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لطیف یاد 

زما ما شومتوب او داکو بکو سندرې

کله چې کوچنی ماشوم وم او دخپلو نورو وړو همزولو ماشو مانو سره به مې لوبي کولې نو درې څلور ما شومان به سره یو ځای کیناستواو هر یوه ماشوم به دواړه لاسونه پر ځمکه کیښودل او یو ماشوم به په داسې حال کې چې خپل یو لاس به یې پر ځمکه ایښودلی واو دنورو ماشومانو پر لاسونو یې دخپل ښي لاس دشهادت دګوتې په ښکیکا ګلو سره به یې داکو بکو سندره ویله او بیا به چې داسندره دګوتې په کیکاګلو سره دهریوه ماشوم پرلاس پای ته ورسیدله نو بل ماشوم ته به وار ورغی او هغه به داسندره تکراروله .داکوبکو دغه سندرې دپښتنو ماشومانو تر مینځ یوه عامه خبره ده او په بیلا بیلو پښتني سیمو کې په بیلابیل ډول سره ویلې کیږي چې زه به دخپلې سیمې داکو بکو دسندرو نه پرته دنورو سیمو دماشومانو داکو بکو سندرې هم راوړمه . وروسته بیا به چې کله په افغانستان کې سیاسي حالاتو بدلون موندلو نو داکو بکو نوې سیاسي سندرې هم پکې ورزیاتې شوې ،دبیلګې په توګه افغانستان ته دروسانودپو ځیانو دراتګ لپاره داکو بکونوې سیاسی سندرې جو ړې شوې ، بیا دروسانو تر وتلو وروسته او دکابل دګډوډیو په اړوند داکو بکونوې سندرې جوړې شوې ، همداراز افغانستان ته دامریکایی او ناټو پو ځیانو دراتلو په اړوند داکوبکو نوې سندرې جوړې شوې . خو زماداکو بکو سندره په لاتدې ډول وه . که چیرې تاسو ته هم دخپلو سیمو داکو بکوفولکلوریکې سندرې یادې وي هم یادې وي نو په کامینټونو کې ولیکئ چې زموږ ماشومان برې پوه شي چې موږ دپښتو متلونو او لنډیو تر څنګ دماشومانوادبیات داکو بکو خو ږې سندرې هم لرو.تاسو په خپلو کامینټونو سره دماشوم دادبیاتو دا خزانه نوره هم بدایه کولای شئ :

زما دماشومتوب داکو بکو سندره [سمول]

-------------------------

اکو بکو

سرسیندکو 

غوامې لاړه په ترپکو 

پاتو خورې راوزه

په لستوڼي کې دې څه دي

غټې غټې مۍ دي 

داکلا دچا ده 

دا دادم خان ده 

پکې ناسته درخانۍ 

الي شرنګه ډبلۍ

داهم دبلې پښتني سیمې دماشومانو داکو بکو سندره[سمول]

----------------------------------------

اکــــــو بـــــــکو

ســـر سنډکــــــــــو

غـــــوا مـــــې لاړه 

پــــــه ترپـــــکو

پــــټــــــــــې خــــــــــــــورې را ووزه

پـه لستوڼو کې دې څـــه دې

زيـــــــړې زيـــــــــړې وريـــــژې دې

دا کلـــــــــــــــــې د چـــــــــــــــــــا ده

دا د مومـــــــــــــــــــن خــــــــــان ده

پکې ناست عليشرنګه ډبلۍ

دا داوسپنې ګولۍ

جلال آبادۍ اکو بکو سندره:[سمول]

-----------------------------

اکو بکو

سرسنډکو

غوا مې لاړه په ترپـکو

اباسين بيرې بيرې 

پکې ناسته درخانۍ

درخانۍخورې لستوڼي کې دې څه دې

غټې غټې مې پيشو پـــــه رنـــــــــــګې ډبرې

خوستوالې اکو بکو سندره:[سمول]

-----------------------[سمول]

اکو بکو

سر سنډکو

غوا مې لاړه پـــه ترپکو

ابـــــاسين بېرې بيرې

نيوې خـــاورې ميلمنې

څــــــــــــــلور زامن دې در لودل

په پنڅم یې ځنکدن وې

دارې دورې دم وې

داهم داکو بکو بله فولکلوریکه سندره :

اکو بکو ، سر سيندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

اباسين بيالې بيالې

تورې غاړې امېلې

زلمی ناست دی په دوکان 

غشی ولي په ميدان

دا ميدان داسې ښکارېږي لکه ستوری د اسمان

په اسمان کې کټوری ده 

کټوري کې اور بلېږي

دکندهاردماشومانو داکو بکو سندره:[سمول]

------------------------------

اکــــــــو بکـــــــــې

دم بلــــکې

هګۍ واچوې تيرې

په اختر به یې جنګوو

نیمې يې ستا نیمې زما

داهم بله داکوبکو سندره :

اکو بکو سرسیندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

درخانۍ خورې ته ورته راوځه

ستا په لستوڼی کې خواږه دی که ترخه

ورور می ناست په دوکان

غشی ولی په دالان

دا دالان داسې ښایسته دې لکه ستوری د آسمان

په آسمان کې یو باچا دی

مونږه ولی په مغزو کې

مونږ پټیږو په شیبو کې

د شیبو سپینو کوترو

راځئ چې غزا وکو

یا به مړ کو رضاخان

یا به راولو جوګۍ

جوګۍ دواړو کوناټو په منځ کې درد دی

ملا ورله راغواړو

په شپږمه یې ځنکدن دی

شرنګ شرابت پکیر یې مړ که په هیبت

دجګړه ځپلو ماشومانو داکو بکو سندره:[سمول]

----------------------------------

اکو بکو سرسیندکو

خوب والوت د سرتیرو په ترپکو

درخانۍ خوری ته ورته را وځه

چې ورسره سپی دی که ټوپک

دوی ناست په میدان

غشی ولی زموږ په دالان

دا دالان کی څومره ناری دی

اوښکی څاڅی لکه باران

په نړۍ کی د وینو تږی پاچاهان دی

موږ ولی په خپلو کورو کی

موږ تښتو په شیبو کی

د شیبو سپینو کوترو نه لاره ورکه په آسمان

یو خواته دی سرتیری بلی خواته طالب جان

د دواړو کوناټو په منځ کی درد دی

چی زموږ کورونه یی کړه راته وران

څیری یی کړ راته ګریوان

د مورنه مړ د زړه بند دی

په شپږمه یی زکندن دی

ډز غړز

شرنګ شرابت موږ یی مړه کړو په هیبت

داهم داکوبکو بله سیاسي سندره :[سمول]

----------------------------------

اکو بکو

سرسوندکو

روسان لاړل په ترپکو

ډیر افسوس د لیډرانو

چی لایق دي دکوتکو

اکو بکو سرسوندکو

نجیب بند شو په ولچکو

پنجابیان شول په چکچکو

دابی شرمه بی تبلکو

شیخان شول په غومبکو

چور یی ګډ کړ دچپلکو

بیا حضرت شو صدراعظم

یو ده میاشتی زیات و کم

ده ویل ځان به کم محکم

سپور به شم په گلم جم

خو په عقل کی و کم

داغه هم شو سپک په سپکو

اکو بکو . . . .

اکو بکو سر سوندکو

ربانی ونیولو وار

ده کولو دا اقرار

چی داسلام یم خدمتگار

خو داسلام و ټیکه دار

غداري وکړه دغه غدار

اهل حق په نام شورا

جوړه یی کړه په ناروا

ملت نه پری رضا

چی ده وکړه دا گناه

خوار ملت سره جفا

اکو بکو . . . . .

اکو بکو سر سومبکو

پنجابی شو خبردار

ورته راغی په تلوار

دامضر او فریبکار

ټول یی کینول کتار

ورته ناست و لکه پلار

ورته و یی کړو نصیحت

چی تقسیم به کم قدرت

د ربانی وی ریاست

دهرچا دی خپل قسمت

خپل کوئ عیش وعشرت

بیا جنگ مه کوئ بچکو

اکو بکو . . . .

اکو بکو سر سومبکو

په پښتو کی دامتل دی

چی غله دی دري رقمه

دا کیسه ده ډیره سمه

دایوه ته وایی غل

خزانی ته جوړ کړي چل 

دا دویم یی دی غل توس

خره به پټ کړي دا دووس

دا دریم یی خو نړی 

وباسی دي دسترگو کسی

زه چی وگورم زموږ مشران

دا زموږ اووه واړه لیډران

ټول یې غله دی د چاینکو

اکو بکو . . .

اکو بکو سر سومبکو

ډیر گرم نه دی حکیم جان

یی خبر په دی بیان

بیا یی مکی ته کړل روان

دا زموژ اووه واړه مشران

بیایی ورته کیښودلو قرآن

د خدای کور کې دخدای فرمان

و یی کړوو عهد و پیمان

چی په یوه لار به یو روان

نه به ازار کړو افغانستان

نه برباد کړوافغانستان

نه ځوریږي به یتیمان

او س هم هغه قسم مات کړ

دی خاینو نالایقو

اکو بکو . . .

داکوبکو بله سیاسی سندره:[سمول]

----------------------

ا کو بکو

سر سېندکو ، 

روسان ورک شول په ترپکو

امرېکا شوه په نتکو 

ناټوراغله په ناټکو

پاکستان دی په غرتکو

اېران ډک دی د غولکو

هم چپن هم په پټکو 

دا کرزی مې جوړ سلطان

غشې ولې پر مېدان

مېدان ډک دی پر بوېان

څنګ ته ېی ناست دی فهېم جان

په بل خوا کې کرېم خان 

پلار نېکه نه خو دوی غله 

اوس خو دوی دی امېران

چڼو ، بڼو چور روان دی

روشنفکر په خپل ځان

نیم وژنې پنجا بیان

څه مو وژنې نا ټوېان

پښتانه په نښه شوې

څوک ېی وژنې په بمان 

پښتا نه تېت اوپرک دي

ځکه نه لرې مشران

دا جنگونه به روان وی

هم به مړه وی ماشومان

ترهگر وژنې غرېب خلک

څوک نه وژنې قاتلان

عبدالله ګی کوڅو کې ګرځي 

ځانته گورې چړوسان

چې دی جوړشې پاچا گگ

چور به ټول افغانستان ا

چڼو بڼو سور سالو 

ټول به مرو په هر زمان

اتفاق په موږ کې نشته 

ټول به ورک شو په دا شان

دپښتونخوا دګدونو پښتنو دسیمې داکو بکو سندره:[سمول]

---------------------------------------

اکو بکو سر سيندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

اباسين بيړۍ بيړۍ

پکې ناسته درخانۍ

درخانۍ خورې راووځه لستوڼي 

کې دې څه دي خواږه دي که تراخه دي

څلور زامن دې مړه دي

پينځم د ګل بدن

مخکې وايي

ايشم بيشم اونې ته ختې شم 

اونه کې يو مار وو

د مار په خوله کې تار وو

تار زما پکار وو

مخکې

نه څښم د جبين اوبه

کابل به رانه پاتې شي