داوودي گل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د داوودي گلانو گېډۍ

داودي گل (په انگلیسي: Chrysanthemum) ( علمي نوم morifolium Chrysanthemum) دی او د Compositae په نباتي کورنۍ پورې اړه لري. دپیدایښت اصلی ټاټوبی یې اسيا او شمال ختیځه اروپا گڼل کیږي. د گل ۲۰۰ډولونه چې د وده ایز فصل له مخې یوکلن او څوکلن دی،شتون لري داودي گل یوکلنې تنې لري چې په ژمي کې وچیږي او پسرلي کې بیا له سره رازرغونیږي. دتنې لاندنی برخه لرکینه ، دپاڼې رنک تیاره شین ، گل یې پرک لرونکی چې سپین، بانجانی ، شیرچایی ، زیړ ،بنفشي رنگونو سره دي. معمولادمني موسم او ځینې ډولونه یې دوبي کې گل باسي.په کورنوکې د زورنې لپاره ټیټ قدي گڼ بوټی لرونکي ډولونه ته ترجیع ورکول کیږي.

دداودي گل روزنه:[سمول]

کرنه:[سمول]

دکرنې په زړه پوره وخت دپسرلي په پیل کې چې د یخ وهنې ویره نه وي مناسب گڼل کیږي. ولې هر وخت چې د یخ وهنې او دزیاتې تودوخې په واسطه د لمنځه تللو امکان نه وی کرنه ترسره کیدای شي. دکرنې لپاره له هغوبوټو څخه چې باغچو کې له وړاندې موجود وي یوه برخه له ریښې سره راجدا او په نوې ځای کې کینول کيږي ، دبوټو د کینولولپاره سوري باید د رښې د اندازې دوه برابره لوی ویستل شوي وي، مناسبه خاوره چې د کمپوست گډوله ولري باید استفاده شي. له کرنې ورسته بوټې ته د اوبو د راټولیدو او ډنډ کیدو څخه باید مخنیوی وشي. دبوټو ترمنځ دکرنې فاصله ۱۸-۲۴ انجه بپه نظرکې نیول کیږي.

خاوره:[سمول]

دباغچې خاوره چې حیواني سره اونباتي پاتې شوڼي او دتعامل له اړخه لږقلوي خاصیت ولري دنبات دروزولو لپاره په زړه پورې ده. داودي گل کیمیاوی سرو ته زیاته اړتیانلري ، که دسرې زیاته اندازه ولگول شي د بوټی د لمنځه تللو سبب گرځي.

تودوخه او روښنایي:[سمول]

داودي د لنډې ورځې بوټی دی په همدې سبب ډیر وروسته د اوړي په وروستیو او د منی په پیل کې گلان باسي. ولې کولای شو د بوټې د گل باسلو وخت کې د روښانې په تغییر سره بدلون راولو یعنې که وغواړو چې بوټی وختي گلان تولید کړي، نو پرته له شپې د ورځې هم داگل تریوڅه وخته په تیاروکې ساتو که چیرې په گل لوښو کې روزل کیږي دې حالت کې کولای شو گل لوښې د ورځې هم تر یو څه وخت پورې تیاره ځایونوکې وساتو. او د ورسته گل کولولپاره هم کیدای شی د شپې له خوا د گل لپاره روښنایي چمتو شي چې په دې سره به دگل کولو وخت کې ځنډ راشي. داودي گل عادي تودوخه ۲۵ سانتی گراد او د لمر متوسطې روښنایې ته اړتیا لری. زیاته تودوخه دنبات پاڼې او تنې ته زیان اړوي. دسحر لمخه دلمر بشپړې روښنایې بوټي ته ددې لپاره اړینه ده ترڅو دبوټی څخه لندبل(شبنم) لرې کړي څکه دابوتي د mildew فنگسی ناروغیۍ په پروړاندې دیر حساس دی په دې اساس بوټی باید تل وچ وساتل شي.

تکثیر[سمول]

داودي گل دتخم، قلمو او دبوټې دویش په طریقه سره ډیریږي. معمولا بوټی د ویش په واسطه سره زیاتیږي، نوی کینول شوی بوټی د زاړه په پرتله ښه وده کوي، په پسرلي کې کله چې بوټي نوې وده پیل کړي وي ،د بوټی اړخونه په ډیره پاملرنه سره کیندل کيږي او له بوټي څخه نوی بوټی له ریښو سره رابیلیږي ، وچې شوې تنې یې ورنه جدا او یواځې روغ بوټي یې کرل کیږي. دبوټی د کینولو وخت کې باید یوه اندازه فاسفورس لرونکې سره او عضوی مواد له خاوره سره گډ شي. تازه کینول شوی بوټی له ۳-۵ کلونو پورې غوره وده کوي او وروسته د ناروغیودمنځ راتلو د مخنیوی لپاره بیا سره جدا او نوی ځای کې کینول کیږي. دقلمې په واسطه ډیرونه له تنې څخه د ۵-۸ سانتی مترو په اوږدوالی قلمې اخستل کیږي، پاڼې ورنه پریکو او بیا ی په ریښه ایستونکي هورمون کې غوټه کیږي، په شنه خونه کې دننه په چمتوشویو بسترونوکې چې دلمر روښنایې موجوده وي کرو ترڅو ریښې وباسي. دتخم په واسطه کرنه تخمونه دوې ترلومړي یخوهنې دوه میاشتې پخوا کرل کیږي، یا دژمي په اوږدوکې په تودو ځایونو کې کرل کیږيو دکرنې دځای تودوخه باید ۲۰-۲۴ سانتي گراد درجې وساتل شي، تخمونه د ۱-۳ اونیو موده کې راټوکیږي.

اوبه لگونه:[سمول]

له نږدې کتنې وروسته که څرگنده شوه چې د گل غنچې سره نه دي خلاصې شوې اوځینې یې وچې شوې وي باید پوه شو چې بوټی ډیر تږی دی، باید اوبه لگونه ترسره شي، مناسب لندبل دنبات د ودې او روغیتا لپاره اړین دی، کله چې د نبات پاڼې د لاس په واسطه لمس شي که پاڼې نرمې او دمړاو یتوب نښې پکې څرگندې شوې نبات اوبو ته بیړنۍ اړتیا لري باید په بیړه اوبه لگونه ترسره شي. که تر مړاوې کیدو مرحلې پورې اوبه ورنه کړل شي د نبات د عمر د کمیدو سبب گرځي.

گل باسنه:[سمول]

ددې لپاره چې بوټی لوی گلان وباسي دبوټي دپاسه ۳-۴ ځانگې انتخاب او نور ورځینې پرې کیږي. اود هر ځانگې دپاسه دگلانو یوه غنچه پریښودل کیږي. غوره بریښي چې وچې شوې پاڼې او گلان ورنه پرې شي ترڅو نورې څانگې غښتلې شي.

ناروغي او افتونه:[سمول]

که چیرې دبوټی دپاڼو لاندنۍ برخه دغڼې تارونو پواسطه پوښلی شوې وي چې د کوچینۍ کنې په واسطه منځ ته راځي باید د لند ټوکر په واسطه پاک شي، اویا په هر دوو اونیو کې یوځل کنه وژونکي درمل پرې وشیندل شي. مناسب لندبل دآفت دسطحې په راکمیدوکې اغیزمن دي.

انځورتون[سمول]

Species[سمول]

accepted species[۱]
  1. Chrysanthemum ×grandiflorum Ramat.
  2. Chrysanthemum ×rubellum Sealy
  3. Chrysanthemum ×morifolium
  4. Chrysanthemum abolinii (Kovalevsk.) H.Ohashi & Yonek.
  5. Chrysanthemum achillaea L.
  6. Chrysanthemum alabasicum (H.C.Fu) H.Ohashi & Yonek.
  7. Chrysanthemum brachyanthum (C.Shih) H.Ohashi & Yonek.
  8. Chrysanthemum carinatum
  9. Chrysanthemum chalchingolicum Grubov
  10. Chrysanthemum cinerariifolium
  11. Chrysanthemum coccineum
  12. Chrysanthemum coreanum (H.Lév. & Vaniot) Nakai
  13. Chrysanthemum coronarium
  14. Chrysanthemum decaisneanum N.E.Br.
  15. Chrysanthemum delavayanum H.Ohashi & Yonek.
  16. Chrysanthemum dichrum (C.Shih) H.Ohashi & Yonek.
  17. Chrysanthemum fastigiatum (C.Winkl.) H.Ohashi & Yonek.
  18. Chrysanthemum frutescens
  19. Chrysanthemum gracile (Hook.f. & Thomson) H.Ohashi & Yonek.
  20. Chrysanthemum grubovii (Muldashev) H.Ohashi & Yonek.
  21. Chrysanthemum horaimontanum Masam.
  22. Chrysanthemum hypoleucum (Y.Ling ex C.Shih) H.Ohashi & Yonek.
  23. Chrysanthemum indicum L.
  24. Chrysanthemum junnanicum (Poljakov) H.Ohashi & Yonek.
  25. Chrysanthemum kinokuniense (Shimot. & Kitam.) H.Ohashi & Yonek.
  26. Chrysanthemum kokanicum (Krasch.) H.Ohashi & Yonek.
  27. Chrysanthemum konoanum Makino
  28. Chrysanthemum majus
  29. Chrysanthemum marginatum (Miq.) N.E.Br.
  30. Chrysanthemum mawei Hook.f.
  31. Chrysanthemum maximum L.
  32. Chrysanthemum miyatojimense Kitam.
  33. Chrysanthemum morifolium Ramat.
  34. Chrysanthemum multifidum Desf.
  35. Chrysanthemum nitidum (C.Shih) H.Ohashi & Yonek.
  36. Chrysanthemum parvifolium Chang
  37. Chrysanthemum przewalskii (Poljakov) H.Ohashi & Yonek.
  38. Chrysanthemum purpureiflorum H.Ohashi & Yonek.
  39. Chrysanthemum ramosum (C.C.Chang) H.Ohashi & Yonek.
  40. Chrysanthemum rhombifolium (Y.Ling & C.Shih) H.Ohashi & Yonek.
  41. Chrysanthemum roborowskii (Muldashev) H.Ohashi & Yonek.
  42. Chrysanthemum segetum
  43. Chrysanthemum shihchuanum H.Ohashi & Yonek.
  44. Chrysanthemum shimotomaii Makino
  45. Chrysanthemum trilobatum (Poljakov ex Poljakov) H.Ohashi & Yonek.
  46. Chrysanthemum tripinnatisectum (Y.Ling & C.Shih) H.Ohashi & Yonek.
  47. Chrysanthemum vestitum (Hemsl.) Stapf
  48. Chrysanthemum vulgare (L.) Bernh.
  49. Chrysanthemum yoshinyanthemum Makino
  50. Chrysanthemum zawadskii Herbich

تړلې لیکنې[سمول]

گلان زینتي بوټي

بهرنۍ تړنې[سمول]

سرچینې[سمول]

لیکوال: رحمت Rahmat Rhn

  1. Flann, C (ed) 2009+ Global Compositae Checklist