داوبو کمښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوبه دالله ج لخواهغه لويه،مهمه اوبې مثاله تحفه ده چې د ټولو ژونديو موجوداتو د وجود مهمه برخه جوړوي.او دژونديو موجوداتو دژوند دپايښت مهم عنصر دی. اوبه هغه بې رنګه ،بې خونده اوبې بويه کيمياوي ماده ده چې ځانګړې تودوخه او فشار لري او دڅښلو لپاره مناسبې وی ،اوبه يوازينۍ ماده ده چې په طبعيت کی په درې حالتونو يعنې جامد ،مايع او غاز حالتونو باندې پيداکېږي،داوبو کليمه يوه عامه کليمه ده چې داکسېجن او هايدروجن څخه تشکيل شوېده، خالصې اوبه بې رنګه ،بې خونده او بې مزې وي ، اوبه يوه کيمياوي ماده ده چې فورمول يې H2o دی او دځمکې مخ د70% څخه زياته برخه يي نيولې ده،چې يوازې 1% يې په مستقيم ډول داستعمال وړدي،اوبه په طبعيت کې د طبيعي محلول په نوم يادېږي. اوبه يوه شفافه ماده ده چې په ذاتي ډول سره ابي روښانه Light blue رنګ لري، اوبه يو قوي محلل دی چې اکثره اوبه خوښوونکي Hydrophilicمواد لکه مالګې ، تېزابونه ، القلي او ځنې نور مواد په ځان کې حلوي.مګر Hydrophobic يعنې هغه مواد چې اوبه نه خوښوي په اوبو کې په ښه ډول نه حليږي.اوبه دسانتي ګراډ په صفر درجه کې جامدې ، په 100 سانتي ګريډ درجو کې په جوش راځي او په بخار بدليږي او دکوټې په تودوخه کې په مايع ډول وي.دمطالعاتو له مخې ويل کيږي چې دځمکې په کره کې 1454,3752ميلونه کيلو مترمکعب اوبه دي.

داوبو اهميت:[سمول]

داچې اوبه دټولو ژونديو موجوداتو لپاره يوه مهمه اوحياتي ماده ده او دنو موړو موجوداتو په ژوندکې دومره ارزښت لري چې هيڅ دليل او برهان ته ضرورت نه لري،نو په همدي اساس غوره مو وګڼله چې داوبواهميت ته په لاندې څو ټکو کې اشاره وکړو. 1. اوبه دنظافت اوپاکوالي وسيله ده لکه چې الله ج په قران عظيم الشان کې فرمايي (و ينزل عليکم من السماء ماء ليطهرکم به). ژباړه.اونازلوي پر تاسوله اسمان څخه اوبه ددې لپاره چې تاسوپرې پاک کړي. 2. الله ج هرڅه داوبو څخه پيداکړي دي الله ج فرمايي (وخلق من الماء کل شيء). 3. اوبه دنباتاتو په تيغ وهنه کې مهم رول لري. 4. اوبه دلباس او ځان مينځلو کې مهم رول لري. 5. اوبه دصنعتي اوزراعتي محصولاتوپه لاسته راوړلو کې ډېر اهميت لري. 6. که چيرته د انسان بدن کافي مقدار اوبه وانخلي نو حياتي وظايف سرته نه شي رسولای. 7. اوبه پاکې دي او چټل شيان پاکوي. 8. انسان کولاي شي چې د 30ورځو لپاره پرته دغذا څخه ژوند وکړي ليکن د اوبوڅخه پرته نشي کولای چې د 5_7ورځو څخه زيات ژوندی پاتې شي. 9. اوبه په زياتو دينونو کې دپاکوونکې مادې په حيث پيژندل شوي دي. 10. اوبه د چاپيريال د حرارت درجې په کنټرول کې مهم رول لري. 11. اوبه د ځمکې هوا تنظيموي. 12. ژوندي موجودات خپل ميتابوليکي فعاليتونه په اوبلن حالت کې په درست شکل تر سره کوي. 13. اوبه په بدن کې دطبعي ايرکنډيشن په حيث کار کوي. 14. اوبه دژونديو موجوداتو دبدن تقريبا 80%تشکيلوي. .په لاندې جدول کې دځنو حيواناتو دبدن داوبو سلنې ښودل شويدي.

په دې معني چې اوبه دژونديوموجوداتو په بدن کې يوه ډېره اهميت لرونکې اوډېره اندازه لرونکې ماده ده.


داوبو ګټې[سمول]

1. انرژي زياتوي او ستړتياليرې کوي(Increase energy and relives fatigue) 2. دوزن په کمولوکې مرسته کوي(Promote weight loss) 3. توکسين په تېزۍ سره له منځه وړي(Flushes out toxin) 4. څېرې ته ښه رنګ ورکوي(Improve skin complexion) 5. دسردردغوره طبعی علاج دی(Natural headache remedy) 6. دبدن دمقاومت سيستم لوړوي(Boost immune system) 7. دعضلاتودانقباض او درد مخنيوی کوي(Prevent cramps and sprain) 8. ښه احساس ورکوي (Put you in a good mood) 9. اقتصاد ښه کوي او سپما ورکوي(Save money) 10. دزړه ساتنه کوي(Save guard your heart) 11. ددماغو توان زياتوي (Boost brain power)ځکه ددماغودښه فعاليت لپاره اکسيجن ته ضرورت دی ،که چېرې يو انسان په ورځ کې 8ګيلاسه اوبه وڅښي نو دماغ به يي 30% قوت اوزياتوالی کوي. 12. اوبه انسان دکار په ساحه کې ويښ او بيدار ساتي(Keep you alert in work) 13.همداراز اوبه دانسان دبدن حجراتو ته اکسيجن او غذايي مواد رسوي.


داوبو داستعمال ځايونه[سمول]

داوبو تامين او مصونيت په راتلونکې کې دنړۍ دټولو مليتونو ګډ مسوليت دی او همداراز دستونزمنو مسايلو څخه شميرل کيږی ،داوبو داهميت په نظرکې نيولو سره اوبه په لاندې مواردو کې زيات استعمال لري. الف . دکور په چاروکې داوبوداستعمال برخې: هغه اوبه چې په مستقيم ډول داستفادې وړ دي 7%يي په کورنيو چاروکې لکه دکاليو مينځل ، غذابرابرول، نظافت ،دلوښو مينځل اوداسې نورو کورنيو چارو کې استعماليږي.چې نوموړې اندازه په ښاري سيمو کې زياته وي ځکه چې خلک يي صحت اونظافت ته زياته پاملرنه کوي،اود ژوند سطحه يي لوړه تللې وي داوبو ورځنی استعمال دکال په ټولو فصلونوکې يوشان نه وي،په اوړي کې داوبوورځنی استعمال د لامبلو او څښلو له امله زيات وي او علت يي دادی چې دانسان بدن په اوړي کې زياتې اوبه ضايع کوي.

4ـ شکل د کورپه چارو کې داوبو داستعمال بېلګه ب. په صنعتي چاروکې داوبوداستعمال موارد: صنعتي اوتوليدي کارخاني د خپل کار په جريان کې نسبتا زياتو اوبوته ضرورت لري صنعتي کارخانې لکه د برق دتوليد فابريکې،دشيرينۍ فابريکې ،ديخ جوړولوفابريکې ،صابون جوړولوفابريکې ،دغذايي موادو دتوليد او پروسيس فابريکې ، ددستګاوو سړول ،دفلزکارۍ دستګاوې اودموادو په انتقال کې زيات استعمال لري اودغه کارخانې سل په سلوکې په اوبو متکي دي.دخوږو اوبو 23%يي په صنعت کې استعماليږي .همداراز اوبه دمعادنونو په استخراج کې دومـــره اهميت لري لکه ويـــــــنه چې يي په دوراني سيستم کې لري ج.په کرنه کې داوبوداستعمال موارد: په نړۍ کې دخوږو اوبو تقريبا 70% يي په کرنه کې استعماليږي،دکرنې څخه پرته شنې ساحې ،نباتي پوښونه دسرکونو دخوا ونې ،عمومي پارکونه ،اودکور په داخل کې کرنې هم اوبه په مصرف رسوي ،تقريبا په يوه شپه او ورځ کې هرمتر مربع ســــــاحه د1_10ليتره اوبوته اړه لري. په ياد بايد ولرو چې دسمندرونو اوهغه اوبه چې مالګينې وي مستقيما په کرنه کې نه استعماليږي.


=داوبو منابع[سمول]

دهرهيواد اتباعو ته لازمه ده چې دخپل هيواد دتاريخ او جغرافيه په څېر دخپل هيواد طبعي منابع هم وپيژني اودهغې په باره کې جامع او مستند معلومات ولري،او داځکه چې طبعي منابع د انسانانو په ژوند کې کليدي نقش لري اوبه يو له دغه منابعو څخه مهمه اوقيمتي منبع ده،نه يوازې داچې يوانسان هره ورځ 7_8يا 9ګيلاسه اوبوته ضرورت لري بلکه ټول حيوانات او نباتات بيدون له اوبو څخه ژوند نه شي کولای.. داوبومنابع په درې ډوله ويشل شويدي،چې هرې يوې ته يي لنډه کتنه کوو. الف .جوي منابع :Precipitation

اورښت چې د ( واورې ،باران اوږلۍ ) په شکل وي چې داوبو داډول منابع دPrecipitation په نوم هم ياديږي.داډول اوبه چې دځمکې سطحې ته راځي که چيرې دلوړې درجې دتودوخې سره مخامخ کيږي دباران په شکل ،که دمنځنۍ درجې دحرارت سره مخامخ کيږي دږلۍ په شکل  اوکه دټيټې درجې دحرارت سره مخ کيږي نو د واوري په شکل وي ،داوبو داډول منابع د سطحي اوبو منابع او دځمکې لاندې اوبو منابع تقويه کوي.


داوبو کمښت[سمول]

داوبو کمښت تعريف :Definition of water scarcity داوبو کمښت دنړۍ په سطحه داوبو دکموالي او بحران څخه عبارت دی،ځني متخصصين داوبو دکمښت په اړه داسې وايي چې که چېرته يونفر په يو کال کې دm3۱۷۰۰ څخه کمو اوبو ته لاسرسی ولري داحالت داوبو دکمبود يا فشار په نوم ياديږي.څېړنې ښايي چې د۲۲۰۵ م کال پورې به دنړۍ دنفوسو نيمايی شمير د اوبو دکمبود دستونزې سره مخ شي. ځينې لاملونه چې داوبو مصونيت يي تراغيزې لاندې راوستی دي.په لاندې ډول دي. 1. داچې داوبو منابع زياتې دي خو دمختلفو ککړتياوو او چيلنجونو له امله دبشر داستفادې وړ نه دي،چې يادې ستونزې په ښاري سيمو کې زياتې وي. 2. بل عامل چې داوبو مصونيت يي تر اغېزې لاندې راوستی دی هغه دنړۍ داقليم تغيرات يا Climate changesدي، داڅېړنه دملل متحد دهوا پېژندنې نړيوالې ادارې لخــــــــــوا ترسره شوېده.چې نوموړي تغيرات داوبو په کيفيت او منابعو باندې منفي تاثيرات واردوي. 3. همداراز دخاورې،اوبو او هواککړتيا او دنفوسو زيادښت يا Increases of populationهم داوبو د کمښت ستونزه زياتوي. 4. داوبو دکمښت بله ستونزه Un equal destributionده يعنې دنړۍ اوبه په مساوي اومتوازنه توګه نه دي ويشل شوي په دې مانا چې ځينې مناطق چې زياتو اوبو ته ضرورت لري خو کافي اوبه نه لري او ځينې مناطق بيا کافي اوبه لري خو اوبوته يي ضرورت کم يا بيخي نه ليدل کيږي.ددې ستونزې دحل لپاره دولتونو ته په کاردي چې داوبو دويش او تنظيم تګلارې جوړې کړي .


=داوبو دکمښت وجې اوعلتونه[سمول]

داچې په نړيواله سطحه داوبو کچه په کمېدو ده دکمېدو ځينې وجې يي لاندې ډول ذکرکوو. 1. په غيرفني ډول دژوروکوهيانو کينيدل. 2. دمختلفوسرچينوڅخه داوبو استحصال. 3. دنفوسوتراکم . 4. دمختلفو سرچينو څخه داوبو ککړتيا رامنځته کېدل. 5. داوبو عدم مديريتMiss management of water 6. داوبو بې ځايه استعمال. په ټوله نړۍ کې داوبودکمښت او زيات استعمال له وجې منځته راتلونکې ستونزې: 1. دځمکې لاندې اوبو کې کموالی . 2. دميليونونو خلکو مړينه. 3. دځمکې ګرميدنه . 4. دځنګلونو اوشنو سيمو په اندازه کې کموالی. 5. ددښتو پراخوالی Desertification. 6. تر2025م کال پورې به دخوږو اوبو په اندازه کې هم کموالی . 7. دBiodiversity ياتنوع حيات اودژوندبڼو کموالی. 8. جنګونه چې اکثره يي دکوچيانو اودسيمې داصلي اوسيدونکو ترمنځ وي. الف .دافريقا لويه وچه : دافريقا په لويه وچه کې دنفتو دذخايرو کشف او استخراج لويه ستونزه رامنځته کړې ده،ويل کيږي چې په 2025م کال کې به دنوموړې لويي وچې په اوبو کې ۵۰٪ کموالی راشي.ددې ترڅنګ 104ډوله ماهيان 12ډوله ذوحياتين ، 29ډوله خزندې 43ډوله الوتونکي ،او 89ډوله تی لرونکي به داوبو دکموالي له امله دشديدو خطرونو سره مخ شي. ب. داسيا لويه وچه: داسيا په لويه وچه کې هم داوبو کمښت لويه ستونزه ده اوله امله يې216ډوله ماهيان 194ډوله خزنده ګان 521ډوله الوتونکي او 515ډوله تی لرونکي دانقراص په حالت کې دي. ج.دامريکا لويه وچه: دامريکا په لويه وچه کې هم دمعادن استخراج،دنفوسو زيادښت،او دځنګل دقطع له امله داوبو دکموالي په اساس 102ډوله ماهيان ، 127ډوله ذو حياتين 176ډوله خزندې ، 253ډوله الوتونکي او 243ډوله تی لرونکي دمنقرص کيدوپه سره مخ دي. د.شمالي امريکا: دلته به دژوندد لوړو سټنډرډونو په اساس اودزراعت اوصنعت دپراختياله مخې په 2025م کال کې داوبو 25%کموالی راشي او مختلف ژوندي اجسام به دمرګ له خطر سره مخامخ شي.

هـ .داروپا لويه وچه: په اروپاکې به هم د يادو شويو مشکلاتو له امله په 2025م کال کې په اوبو کې 25%کموالی راشي چې يوشمير جهيلونه به په مجارستان ، ايټاليا او هالنډ کې وچ اوزيانمن شي.اوزيات شمير ژوند بڼې به دخطر سره مخ شي. داوبو دکمښت ارقام: 1. همدااوس دنړۍ په 43هيوادونو کې 700ميليونه خلک داوبو دبحران او شديدخطرسره مخ دي. 2. ديو تخمين له مخې ويل کيږي چې تر 2025م کال پورې به تقريبا يو 1%مليارد او 800ميليونه نفرپه يادو شويو سيمو کې داوبو دکمښت اوبحران سره مخ شي. 3. ديوبل تخمين له مخې ويل شوي چې تر 2030م کال پورې به 4ميليارده خلک داوبو په کمښت کې ولويږي. 4. همداراز هغه ملکونه چې دافريقا په دښتو کې موقعيت لري دنړۍ دنوروسيمو په پرتله داوبو دکمښت دبدترين وضعيت سره مخ دي. داوبو ضايع کيدل :اوبه په درې شکلونوله خاورې څخه ضايع کيږي. 1. :Evaporation د خاورې دسطحې اوپاڼو څخه داوبو ضايع کيدلو ته وايي. 2. :Percolation :دنباتاتو دريښو څخه داوبو ضايع کېدلوته وايي. 3. : Run off :دروانو اوبو په شکل داوبو ضايع کيدلو ته وايي.

دټولو تازه کېدونکو اوبو اندازه دلاندې هیوادونو په واسطه سپلایی کیږی[سمول]


دنړۍ 10هغه هيوادونه چې په راتلونکو 20کلونوکې به داوبو دکمښت سره مخ شې[سمول]

اول: فلسطين: دبي بي سي (BBC)د يو راپور له مخې ويل کيږي چې اسراييل دفلسطين هيواد دغرونو 80%اوبه په مصرف رسوي. اوپاتې کمه يعنې 20%يي فلسطين ته ورکوي.نو په همدې اساس نوموړی هيواد داوبو دکمښت سره مخامخ کيږي.

دوهم:لبنان: په نوموړي هيوادکې داب وهوا دتغيراتو له وجې دضرورت داندازې څخه اوبه کمې موجودې دي.دهمدې له امله يي ځينې کورنۍ داوبو منابع ذخيره کوي.او داوبودکمښت سره مخ دي

دريم :عمان : په عمان کې داوبو دکمښت ستونزه دډير وخت څخه مطرح کيږي،ليکن دولت هم ددغه مشکلاتو په حل باندې نه دی توانيدلی همدارازداوبو دخوږولو کارخانې پکې د1980م کال راپه ديخوا په کارمصروفې دي خو بياهم نوموړی مشکل ديوې ورځې نه بلې ورځې ته زياتــيږي.

څلورم . قزاقستان : ددې هيوادونو دجملې څخه څلورم هيواد دی چې داوبو دکمښت دستو نزو سره مخ کيږي،او داوبومنابع پکې دکمښت په حال کې دي اوکه دحل لارې ورته ونه کتل شي نو په راتلونکو کلونو کې به داوبو دسخت بحران سره مخامخ شي،په يو راپور کې چې Silk road report نوميږي ذکرشويدي چې دقزاقستان هر شخص په کال کې په متوسط ډول د70,630فوټ مکعب اوبو څخه استفاده کوي چې دامريکا دمتحده ايالاتو دوه چنده ده. پنځم .ايران:

په ايران کې هم دملي منابعو عدم مديريت نفوسو زيادښت اونورو محيطي مشکلاتو له امله په مليونونفر داوبو دکمښت دشديدي ستونزې سره مخامخ دي .

شپږم. اردن : په اردن کې داوبو ضعيفه توزيع او دسوريي د هيواد دپناه وړونکو ورتګ شديدې ستونزې پېښوي او داوبو ذخيرې يي له منځه وړي.اوفشارپرې واردوي.

اووم .ليبيا: نوموړی هيواد دنفتو زياتې ذخيرې لري په همدې اساس يي داوبوتقاضا ډيره لوړه ده،او داوبو ډېرې کمې ذخيرې لري نو په همدې اساس داوبو دکمښت دستونزې سره مخ دی.

اتم. يمن : يمن يو بل داسې هيواددی چې داوبو مشکل پکې ديوسياسي ګرداب په څېر دی ،دالعربيه په نوم ورځپاڼه وايي چې په يمن کې د اوبو دکمښت ستونزه دجنګ څخه ډيره خطري ده چې 50% وګړي يي دشديدې ستونزې سره مخ کړي دي.


نهم.مقدونيه : په نوموړي هيواد کې داوبو دکمښت وجه داوبوککړتيا ګڼل شويده، داوبو دککړتيا له امله يي په اوبوکې کمښت راغلی دی اوپه دې برخه کې دولت هم نه دی توانيدلی چې ددې ستونزې مخه ونيسي.

لسم . اسراييل : لکه چې مخکې يادونه وشوه چې داسراييل هيواد دفلسطين داوبو 80%پخپل هيوادکې په مصرف باندې رسوي،ليکن بياهم داوبو دکمښت دستونزوسره لاس او ګريوان دی اوداوبو کمښت په نوموړي هيوادکې په راتلونکي کې هم ديولوي کواښ په معنا دی.


داوبو مصرف کوونکو ته سپارښتنې[سمول]

داچې داوبو زيات او بې ځايه مصرف داوبو دکموالي اومصرف داوبو دکمښت سببب ګرځې نوددې لپاره بايد داوبو مصرف کوونکوته داسې سپارښتنې وشي ترڅويي دکمښت مخنيوی وشي.ځنې ددغه سپارښتنو څخه يو څو يې په لاندې ډول دي. 1. داچې اوبه دالله ج يو بې بهانعمت دی بايد ښه ساتنه يي وشي. 2. دا اوبه لرونکی محيط چې مونږته دتيرو نسلونو څخه راپاتې دی بايد راتلونکو نسلونوته يي په همدې شکل انتقال کړو. 3. مونږ داحق نه لرو چې دخپل ضرورت دمشبوع کولولپاره منابع تخريب کړو. 4. اوبه دنړۍ په پيداکولو کې دمورحيثيت لري بايد دمورپه حيث ورته احترام ولرو. 5. پرمختللي هيوادونه بايد وجدانا خپله ټکنالوژي دپرمخ ودې هيوادونو په واک کې ورکړي ترڅو هغوۍ هم داوبو دستونزو څخه وژغورل شي. 6. او بالاخره داوبو دبې ځايه مصرف مخه بايد ونيسو.او ښکلې او پاکې اوبه چې صحت ته ګټه لري اماده شي .


داوبو دکمښت دمخنيوي لارې چارې[سمول]

1. داوبو دمنابعوڅخه دعلمې سټنډرډونو له مخې استفاده کول.

2. داوبو په اړوند دنظر په يووالې سره کار کول.

3. په اړونده وزارتونوکې لايقه متخصصين او ماهرکادرين روزل اوګمارل.

4. داوبو دمنابعو او اوبخوردسيستمونو تنظيم.

5. داداري اوتشکيلاتي برخو پراختيا.

6. دځمکې لاندې اوبوتقويه کول .

7. دبين المرضي اوبو څخه په پراخه پيمانه استفاده کول .لکه دامو دسيند اوبه .

8. دمديرانو کار په مکرر ډول ارزيابي کول.


9. په اولس کې دداسې فرهنګ او ذهنيت رامنځته کول چې داوبو دبې ځايه استعمال مخه ونيول شي.

10. دقران او احاديثو په رڼاکې لکه الله ج فرمايي (کلو واشربو ولاتسرفو) الايه ،يعنې خورۍ او څښۍ ليکن اسراف مه کوۍ دخلکو ذهنونو ته رسول.

11. داوبو دککړتيا اوزياتې ګټې اخيستنې مخنيوی.

12. په نلونو اوداوبو دساتلو په مراکزو کې داوبو دضايعاتو مخنيوی.

13. دروانو اوبو کنټرولول.

14. او بالاخره دککړو اوبو تصفيه او دوباره ګټه اخيستنه .


مهم څه چې له اوبو کمښت مو ذده کړل[سمول]

داچې داوبو کمښت يوه نړيواله ستونزه ده او که په همدې توګه يي کمښت دوام ولري نو ټول تنوع حيات به دستونزو سره لاس اوګريوان شي.اوبه دژونديوموجوداتوپه ژوندکې دستراهميت لرونکې ماده ده چې اهميت يي هيڅ دليل ته اړتيانه لري. اوبه دځينوعواملواو علتونو په اساس کميږي لکه په غير فني ډول دژورو کوهيانو کينيدل ،دنفوسو تراکم ،داوبو ککړتيا،عدم مديريت اوداسې نور.چې داستونزې په ټوله نړۍ کې شتون لري او خلکو ته يي مختلف ګواښونه متوجه کړي دي.اوداهغه عوامل اوستونزې دي چې اوبوته ورپېښې دي . هغه ګواښونه او عواقب چې داوبو دکموالي له امله منځته راځي عبارت دي له ، دميليونونو خلکو مړينه ،ددښتو پراخوالی او دشنوسيمو په اندازه کې کموالی ،دځمکې دکرې ګرموالی او داسې نوردي، مونږ ته په کار ده چې ددې ستونزو او ګواښونو مخنيوی وشي چې دمخنيوي اوسالم مديريت په لارو چارو کې يي لاندې ارزښتمند فعاليتونه شامل دي. 1. داوبو دمنابعو څخه دعلمي سټنډرډونو له مخې استفاده کول. 2. په اړونده وزارتونو کې لايقه اوکدري متخصصين په دندو ګمارل. 3. داوبخوردسيستمونو تنظيم. 4. دځمکې لاندې اوبو تقويه کول. 5. دمديرانو کار په مکرر ډول ارزيابي کول. 6. داوبو دککړتيا مخنيوی. سپارښتنې لکه څرنګه چې اوبه دټولو ژونديو مو جوداتو لپاره يوه ډيره ضروري اوګټوره ماده ده او ټول ژوندي موجودات ورته دژوندانه په ټوله موده کې ضرورت لري نو پکارده چې 1. داوبو دمنابعو درسته او منظمه ساتنه وشی ترڅوداوبو دزيات اوبې ځايه مصرف مخنيوی وشي. 2. داوبو دککړتيا مخه ونيول شي. 3. داوبودمنابعودمديريت په اړه دمسلکي کادرونوروزل. 4. دخپلو هيوادوالو او هم مسلکو څخه مې هيله داده چې په اړونده ساحوکې دعامه پوهاوي له لارې خلکوته داسې لارښوونې وکړي ترڅو داوبو دزيات او بې ځايه استعمال مخه ونيول شي. 5. مونږ داحق نه لرو چې دخپلو خواهشاتو د اشباع لپاره منابع تخريب او يا يې له حده زيات استعمال کړو. 6. بالاخره داسې اوبه داستفادې لاندې راولي

سرچینې[سمول]

انجنير عبدالرحيم عابد انجينري پوهنځی دريم سمسټر چاپيریال ساتنې مضمون.