داوبو په ایکو سیستم باندی داقليم اغېزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاکې اوبه هغه اوبه دي چې دڅښلولپاره مناسبې دي اوځانگړې شرطونه لري يعنې بې رنگه ، بې بويه ، اوبې مزې اوبه دي.

دپاکواوبواهميت[سمول]

اوبه پاکې دي اوچټل شيان پاکوي خوداوبوپرته نورډيرشيان هم شته دې چي پاک دي، خوهيڅ شې نه شي پاکولې ،نو اوبه ددې امله مهمې دي د ژوند داړتيا پرته پاکولوفوق العاده ځانگړتيا لري داوبوپه نه شتون کي په يوه ورځ کي زمونږ سر، بدن او ژوند چټليږي ،

که څه هم په معموله توگه اوبه ميکروبونه نه وژني الي دخپل حلالوالي دځانگړتياله امله ډول ډول ميکروبونه حل کولاې شي ،مينځلاې شي اوله مينځه وړلاې شي چې دانسان دسلامتيا سره ډيره مرسته کولاې شي اودبيلابيلوناروغيو مخنيوې کوي ددي سربيره پوهيږوچي دهوادچټليونه دځان وينځلو او اودس پوسيله دبدن پاکول هم داوبو په وسيله کيږي نو له دي امله دا ژوند بخښونکې ماده هم روح اوهم جسم دي داوبواهميت : دانسانانو،حيواناتواونباتاتو په ژوند کې او دژند په جاپيريال کې داوبو اهميت په هاغه اندازه روښانه دې چې هيڅ ډول دليل ته اړتيا نه لري دانسانانو په ژوند کې په بيلابيلو برخو روښانه پرمختگونه شوې دي اوبوهم همدغه ډول دژوند، دانرژۍ دتامينولو اوهمدغه ډول دکرنيزو حاصلاتو دساتونکې اصلي منبع په توگه خپل اهميت ساتلي دې په همدي دليل يو شميرپوهان په دې باور دي چي اوبه په سيمه کې دشخړو اصلي اوډيرپټ لامل دې په ظاهري توگه داسي بريښي چې دځمکې په مخ دموجودو انسانانو په پرتله اوبه ډيرې دي . ولې بايد وپوهيږي چې دبحرونو اوبه هماغه دبارانونو او واورو اوبه دي چې دغرونو له سره راکوزيږي او دطبيعي بحرونو او سيندونو په شکل بهيږي اوځمکو دخړوبولو په چارو کي دکرنې او څښلو لپاره کاريږي

  .

دغه اندازه په ځمکه کي دنورو ټولو موجودو اوبو تردرې سلنې ډيرنه دې خو دغه درې سلنه ابه چې دگرمۍ په موسم کې په ځينو هيوادونو کې چې ډيرباران په کې اوري دملي اونړيوالو ستونزو درامنځته کيدو سبب کيږي اوپه دغه ډول حالاتو کي دجنگونو دپيښيدو سبب کيږي

اوبه دځمکې هوا تنظيموي[سمول]

که اوبه نه وي نودهوا تودوخه به دورځې له لوري ١٠٠درجې سانتي گريد اويخوالې به يي دشپې له لوري منفي سل درجې سانتي گريد ته رسيدلو په هغه صورت کې دکال په بيلابيلو فصلونو کې اوقطبي ساحو او استوايي ساحو کې به دتودوخې اوسړښت اندازه ډيره لوړه وي اوبه دلمردانرژي يوه برخه جذبوي اوکله چي هوا سړه وي نودغه انرژي په قراره ازادوي دغه عمل دهايي کري دعمومي جريانونو داغيزسره يو ځاې دهوا سره په گډيدوسره دټولې ځمکې په مخ دهوادبدون سبب کيږي

دځمکې په کره کي داوبواندازه[سمول]

داوبواندازه چي دځمکې په مخ شتون لري اوپه هايدرولوژيک ياداوبوپه دوران کي برخه اخلي په پرتليزه توگه ثابت دي نه کميږي اونه ډيريږي په تخميني توگه دځمکې په کره کي (١٤٥٤،٣٧٥٢) ميليونه کيلومتره مکعبه دي ې دځمکې په بيلابيلو برخو کي ځاې لري . ددې ترټولو ډيره برخه په اقيانوس کي شتون لري که يوځل دځمکې په مخ خپورشي د(٢٦٧٠) مترو په آندآزه لوړوآلى رآمنځته کوي چې دآندآزې له پلوه دغه آوبه دکرنې آوڅښلو آو آن دصنعت لپآره بسنه نه کوي ځکه چې په هرليترآوبو کې د(٥،٣) گرآمه آوبوشتون دډيرو حآصلآتو لپآره منآسب نه دي . دځمکې په کره کې دخوږو آبو حجم ٣١٠M ١٢* ٧،٤٠ کيلو متره مربع تخمين شوې دې چې د ٨، ٧٤سلنه يي په قطبونو آو ٨، ٢٤ سلنه يي دځمکې لآنديې آو ٣، % سلنه يي په سيندونو کي شتون لري که دآوبو نه دبشر گټه آخيستنه يوآزې دخوږو آوبو سره مطرح کړو نو وبه ليدل شې چې يوآزې دځمکې په مخ دمنآبعو ډيرى کمې برخي ته لآسرسې لرو ځکه چې يوآزې دموجودو آوبو يوآزې ٧٩، ٢ سلنه يي لوړ کيفيت لري آو په دآسې حآلآتو کي ده چې دقطبي يخونو لآيحې آو منجمدې برخې خوږې آوبه وبولو ددې پرته به دځمکې په مخ ټولې موجودې آوبه يوآزې ٦٩، ٠ سلنه وي آودگټې آخيستنې وړبه وي

داوبوسرچينې اودځمکې د خړوبولو لپاره دهغې ذخيره کول[سمول]

په بنسټيزه توگه دځمکې په مخ ټولې اوبه باران او واوره ده هغه اندازه اوبه چې نه لگيږي بهيږي اوځمکه کې تربهيدو وروسته دځمکې لاندې اوبه ډيريږي .له دې امله اضافي واوره او باران چې گټه ترې نه اخستل کيږي دځمکې لاندې اوبو د ډيرولو لپاره ښه منبع ده .دځمکې دخړوبول لپاره داړتيا وړ اوبه کولاې شو ددې لارې چارې پوره کړو دغه اضافي اوبه ترکرهڼې ، ښارونو او صنعت اضافه پاتې اوبه دي . دځمکې دخړوبولودهرې پروژې موفقيت دهغې اندازې اوسرچينې د ډاډ وړوې سره تړلي دي په هغو سيمو کې دځمکو خړوبول په کې اړين دي مسوول مرکزونه په ترتيب سره د اوبو داندازې دکمښت ، دبحرونو د اوبو دبهيدو اوترځمکې لاندې اوبو دذخيرو په اړه راپورونه ترتيبوي او اوبه رسونې دشبکې دکارکوونکو په اختيارکې يي ورکوي چې دټولو امکاناتو نه په بشپړه او باخبره توگه واخيستل شي .

دځمکي لاندي داوبو اهميت[سمول]

په مخزنونو کې رسوب ، دځمکې لاندې اوبو د ذخيره کولو لپاره مناسب ځايونه ، دسطحي محلونو دځايونو نشتوالې ،دتبخيرنه مخنيوې او د اوبو اضافه والۍ ټول دځمکې لاندې اوبو له کمي او کيفي پلوه په ډيروالي کي اغيزناک دي داوبو دځمکې لاندې او ژورو اوبو دمخزنونو نه په گټي اخيستنه بې شميره طبعي گټي لري ډيرهيوادونه ډيري اوبه لري سره ددي چي نږدي دي په ټولو هيوادونو کې داوبو غيرعادلانه ويش که دجغرافياي پلوه وي اويا دفصلي پلوه وي شتون لري د برابرو ويشو او اوبه نه په بشپړه ټوگه گټه اخيستنه دهغي اړينه کنټرولول دي دسطحي اوبه اداره کولو ډيرپرمختگ کړي دي گڼ شميربندونه داوبو دانتقال شبکې جوړوي شوي دي ددې کنترل سره سره دځمکې لاندي اوبه په لومړنيو پړاونو کې ځاې لري د اقتصادي دلايلو له امله ترهغې چې دسطحې داوبو نه دگټي اخيستنې امکان موجود وي دځمکې لاندي داوبونه دگټې اخيستنې لپاره به هيڅ ډول اقدام ونه شې اوبو په پراخه توگه ترځمکې لاندي منابعو نه راخيستل کيږي او دځمکو دخړوبولو لپاره اوبو ته دلاسرسې مناسب ميتود دې داوبو دسطحي افت چې په ډيرو ځايونو کې طبعي عواقب لرې په اصل کې داوبو ويستلو سره د ورته والي له امله هم اهميت لري په نورو سيمو کې چې دځمکې لاندې داوبو دسطحې ښکته کيدل اوپه پايله کې دغه کار ډيروي په ځينو سيمو کې داوبو کمښت هومره جدي دې دهغوي لگول دپاملرنې وړ دي

دځمکې لاندې داوبوبررسي کول[سمول]

که څه هم دځمکې لاندې اوبو دمخزنونو په اړه زمونږ معلومات ډير دي په ښه توگه کولاې شو چې دترځمکې لاندې اوبه ډيرې کړو راوى باسو اوگټه ترينه واخلو دځمکې لاندې اوبو دفزيکې ځانگړونو تعينول په عادي حالت کي مشکل دي له دې امله دټولو ريښتينو اطلاعاتو دټاکلو لپاره دټولو ميتوونو کارول اړين دي ددې کارلپاره څلورميتودونه کارولاي شو

1)دځمکې پيژندنې مشاهدات اوڅيړنې 2)دترځمکې لاندې اوبو دفزيکي اړخونو شتون لکه فشار،ژوروالي ځاې په ځاې کول اوکيفيت 3)دکشف جيوفزيکې ميتودونه 4)دموجودوڅاه گانو اړونده راپورونه دغه ټول روشونه يو بل بشپړوي اود لاسرسي لپاره دځمکې لاندې ټولو مخزنونو يو بشپړ انځور ته اړتيا ده دځمکې پيژندنې په اړه څيړونو اومشاهدو دځمکې فزيکې ځانگړنې مشخصوي اودځمکې لاندې وضعيت دمعلومولو لپاره يوه ښه شاحص دې دځمکې فزيکي ځانگړنې اود ځمکې پيژندنې نمونو دهغه څه چې انتظار يي کيده دځمکې لاندې شتون لري بايد وښودل شي په ځانگړې توگه دځمکې مناسبې اوبه لرونکې برخې چې اوبه توليدولاي شي په هغه صورت کي چې دا اوبه دځمکو دخړوبولو لپاره راويستل کيږي ددې د سختو برخو ، دنفوذ يا رسوب وړ اوبو لرونکو برخو په اړه معلومات راجمع کول اړين دي هوايي نقشې دطبيعي ځانگړتياوو په ټاکلو کي ډيري گټورې دي کله چې هوايي نقشې د استرايوسکوپ پوسيله ترغورلاندې ونيسي دځمکې دسطحې قوت په روښانه توگه مشاهده کولاې شو اودځمکې طبعي ځانگړتياوي په بشپړه توگه روښانه کيږي هغه معلومات چې دڅاه دکندنې له امله راخکاره کيږي هم بايد د پامه ونه غورځول شي دڅاه دکندنو قرارياديان دکار په مهال دبا ارزښته معلوماتو يوه ټولگه ترلاسه کوي په معموله توگه دفشاردسطحې تعينول ،دما اودتر ځمکې لاندي اوبو داندازې معلوملو لپاره دڅاگانو نه گټه اخيستلاي شي دڅاه دوضعيت اړونده معلومات گټور دي ددي معلوماتو په انتقال سره پرنوو طرحو په منتقي اوډاډمنه توگه دتيرو وختونو اوشواهدو چې تازه اوبو ورکوونکي سيمو کي وړاندوينه کيږي بحس وکړو دځمکې لاندي اوبو په مخزنونو کې داوبو ډيروالې دځمکې لاندې اوبه دلاندې دلايلو له امله کميږي دطبعي ډيروالې محدوديت ،د ذخيره کولو کمه وړتيا ، اوتر اړتيا ډيرمصرف ددې امله لازمه ده چې دځمکې لاندي اوبو دذخېره کولو لپاره دسطحي اوبو په مرسته اقدامات ونيول شې سيلابي جيريانونه که په هرشکل ځايه کيږي دځمکې په مخ جمع کيږي په خاوره کي دنفوز کولو سره دځمکې لاندې مخزنونو ته رسيږي د ژمي په موسم کي دسيندونو د اوبو ، اضافه اوبو اود فابريکو داوبو د ځمکې لاندې مخزنونو کې داوبو جمع کولو يوه ښه منبع ده دبرابرو شويو اوبو ساتنه او ترې نه دسطحې اوبو دکارولو پوسيله گټه اخيستل کيږي اود اوبو دجمع کولو په ذخيرو کي يي جمع کول امکان لري دسيلابونو په منظمه توگه راوتل اودځمکې لاندې مخزنونه کې داضافه جمع کيدل داوبو ذخيره کيدلو لپاره مناسب ميتود گڼل کيږي په معموله توګه اوبه دځمکې په مخ ويشل کيږې اوپه خاوره ترنفوز وروسته دځمکې لاندي مخزنونو لوري ته حرکت کوې ددې کارسره د اوبو ترټولو لويه اندازه دځمکې لاندې حوضونوته ننوځي ترنفوز وروسته دځمکې لاندې مخزنونو کې ذخيره کيږي چې داړتيا په صورت کي ترينه خلک دکورنې لگښت اودځمکو داوبو کولو لپاره استعفاده وکړيدپاتي شويو کيمياوي موادو اودځمکې پرمخ دچمن ترلگولو وروسته داوبو دجزبيدو په مهال په ځمکه کې دهغې نفوز اوخپريدو امکانات ډيروي په ظاهري توگه واښه دځمکي دسطحي په نرمولو کې چي تازه وي په ځانگړي توګه په هغه ځاې کې چې داوبوليدو وړرسوبات ليدل کيږي ښه کارکوي د ترځمکې لاندې اوبو دډيروالې په مهال اړينه ده چې داوبو خپريدل ډيرشي داوبو دډيرولو يوبل ميتود ده چې ډيرکم کاريږي دځمکې لاندې اوبو چې د واښو اوکاڼو نه راوځي دڅاه يا جرکندل دي په جرونو کې داوبو ډيروالې داوبو داندازې دډيرولو لپاره دفلتر په ځاې د نخودي شنونو کارول په يوه هکتار ځمکه کې ٢/ ٥ نه تر ٢/ ٩ متره مکعب چې ٢٠ نه تر ٢٥ مترو پورې په هره ورځ کې ژوروالې لري دپام په وړبريا ده کله چې د شن نه گټه اخيستل کيده داوبو دنفوز اندازه يواځې په يو هکتار کي ٠، ٧ متره مکعبه وه دلاس انجلس په جنوب د فاصله کې داوبو دتصفيي په پايله کې دسيند اوبه په دوامداره توگه ٣٧ ميلونه متره مکعبه اوبه برابر وي چيرته چي اوبه تصفيه کيږي دبحر په غاړه ديو شمير څاگانو په مرسته دځمکې داوبو لرونکو ساحو پوسيله ډيريږي هغه گټې چې ددې پروژې دعملې کيدو په پايله کې رامينځته کيږې دبحردتروو اوبو دخپريدو مخنيوې اودځمکې داوبو لرونکې برخې دتصفيه شويو اوبو پوسيله تغذيه کيږې

دترځمکې لاندې اوبو دمخزنونو په اړه سم معلومات[سمول]

داړتيا وړدځمکې لاندو اوبو راويستل داړتيا وړ لگښت سره تړاو لري د اوبو دسطحې دتر اندازې ښکته تگ انديښمنوونکې کار دې اوپه پايله کې ايجابيږي چې ددې نه گټور اوبې خطر معنا بايد تعريف شي دمصرفوونکو له لوري داوبو دمصرفولو غوښتنه تر ډيره بريده داوبو دمحدودي اندازې دلگولو دقوانينو دتدوين سبب کيږي اوپه دۍ کارسره ترډيره بريده دځمکې په اوبو لرونکو برخو کې دفشاراندازه اداره کيږي دغه ډول پريکړې په اصل کې نه يوازې د اوبو دمصرفوونکو دحقونو ضمانت کوي بلکې دانرژۍ اړينه اندازه هم پکار ده چې طبيعي فشار او داوبو فشار وساتل شي ددې پرته داوبو دځمکې لاندې منابعو نه اغيزناکه گټه نه شي اخيستل کيداې .دمحدودونکو مقراراتو په رعايت کولو سره يوازې دشتو اوبو کمه اندازه استخراجولاې شو . باېد دهرې سيمې اضافه اوبه بايد دهغه سيمې خاورې ته ورکړل شي چې داوبو لاندې سطح نوره هم ژوره نه شې په ځينو سيمو کې چې دځمکې لاندې اوبو دمصرف امکان موجود نه وې دژرې څاه کنستل ديو منل شوي ميتود په توگه منل کيږي نوله دې امله اوبو ته هم بايد دبلې طبيعي منبع په توگه پاملرنه په کار ده او د وروستيو پرمختگونو سره په يو وخت کې کولاې شو دى منبع ته هم وده ورکړو . دکليفورنيا په سنترال واي کې داوبو دپراختيا ښه بيلگه ليدلي شو . په تيروخت کې دځمکې لاندې اوبو راويستل نه يوازې قانونېي وه بلکې دغه کار نه به خلک هم هڅول کيده . دځمکې لاندې اوبو نه دگټې اخيستنې پلانه دليرې پرتو سيمو نه دپام لاندې سيمو ته چې داوبو دکمښت سره مخ وي د اوبو دانتقال يوه پياوړې منبع وه دغه طرح په بشپړه توگه د کليفورنيا په ايالت کې اجراشوه اوپه پايله کې دځمکې لاندې د اوبو تخليه شوي مخزنونو کې بيا اوبه پيداشوې. دځمکې لاندې اوبو دکشف دنويو تکنيکونو په ودى سره ،په هغه سيمو کې چې لاتر اوسه د اوبو دکمښت سره مخ دي هواپه ښه توگه پيژنو اود انرژي لگښت په نسبي توگه راکم کړو د اوبو منابع راپيداکولاې شو . ددې تعريف سره سم داقتصادي اوتخنيکي وضع دبدلون نه شه اوگټو برداشت کولاې شو . په هغه صورت کې چې دځمکې لاندې مخزنونو وړتيا ډيره وي کولاې شو د شته اوبو تر راويستلو مخکې بايد مخکې سطحې او دځمکې لاندې اوبه په پام کې ونيول شي .


دځمکې لاندې اوبو دډيريدو امکان[سمول]

د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټيټوالې ايجابوي چې اوبه د ډيرې ژورې ساحې نه راوځي او ځينې وختونه ددې کار لگښت ډيريږي . په دې ډول حالاتو کې لازمه ده چې ژوره څاه ووهل شي اوبمبه ښه ورښکته شي . دځمکې لاندې سرچينو نه ځمکو دخړوبولو لپاره داوبو د راويستلو په ارزولو سره د کلنو سطحي جريانونو او د ځمکې لاندې جريانونو باندې دهغوې ډيروالې داهميت وړ مرکزونه او مخزنونه دي . د ځمکې لاندې اوبه دسرچينو د حالت دښه واي په اړه بايد لاندې ټکو ته پاملرنه وشي چې دځمکې لاندې داوبو منابعو لکه چې مناسبه ده انکشاف ورکړو . 1) د اوبو دکيفيت او ژوروالي شتون 2) د اوبو د فشار د سطحې شتون 3) قانوني اوطبيعي محافظتونه 4) دعملياتو لگښت

دناپاکو اوبو له امله رامنځته کيدونکې ناروغۍ[سمول]

ناپاکه اوبه دډيرو ويروسونو او بکترياوو سبب کيږي ډير وخت د بدبوي سبب کيږي . د وينې اسهالت ، محرقه ، هيضه او د اسکاروس چينجې دهغې دجملې نه دي . د ماشومانو فلج، هيپاتايت او ژيړې د گنده اوبو له امله نقليږي . په اوبو کې ددې موجوداتو د شتون لپاره نيغ په نيغه ازمېښت نه کيږي خو د کاليفرم په نامه يوه مشهوره بکتريا ې بې خطره ده او د انسان خوراکي توکي په هغه کې جذبيږي په هماغه ځاې کې ژوند کوي که په اوبو کې وليدل شې په اوبو کې مشهور مدفوع دى

د چټلو اوبو د پاکولو طريقې[سمول]

دسطحي څاگانو اوبه ، سيندونه او نورې سرخلاصې منابع غير صحي اوبه دي او ډاډمنې نه دي اوباېد دمکروب نه پاکې شي سره ددې چې دهيواد په بيلابيلو سمو کې دکال په بيلابيلو وختونو کې دمکروبونونه اود آوبو دپاکولو لپاره بيلابيلې طريقي کاريږي خو دلته يي درې ذکر کوو 1)دجوشولو طريقه اوبه دسحي کولو لپاره درې دقيقي وجوشوې ځکه چې دجوشولو له امله دمکروبونو لوې شميره له مينځه ځي 2)دکلورين پوسيله د اوبو پاکول دکلورين په کارولو سره اوبه دمکروبونو نه پاکيږي پراوبو دکلورين اغيزې د اوبو دپاکوالې د کلورين داندزې او وخت سره تړاو لري دا د اوبو د سحيح کولو پاکولو ترټوله اغيزناکه طريقه ده د کلورين د بوتل د يو سرپوخ په اندازه په لس ليتره اوبو کې اچول کيږي اوتر نيم ساعت وروسته د بوشکې سرخلاصيږي چې دکلورين اوبه ترينه خارجې شي او دڅکلو اوبه لپاره کاريږي نوټ : دکلورين بوتل په کورکې يوځاې کې چې ماشومان نه ورسيږي وساتې 3)فلترکول اوبه دشگۍ ، جغل اونسبي غټو کاڼو پوسيله په يو لوښي کې فلتر کړې اوصحيح کړې

دڅښلو د اوبو ذخېره کول[سمول]

ټولې اوبه بايد په احتياط سره دچټلي نه وساتل شې دغه ميتود دڅښلو د اوبو لپاره ځانگړې اهميت لري اوبه هله پاکيږي : د اوبو لوښي ترهغې وروسته چې ختميږي بايد مالگې او کلورينو پواسطه پاک ومينځل شي او وروسته په پاکو اوبو پرمينځل شي د اوبو لوښې بايد دځمکې نه اوچت په يو ځاې کې کيښودل شي چې ماشومان اوحيوانات ورته نه رسيږي د اوبو سرپوخ بايد د يوي پاکې ټوټې پوسيله پټ شي د فلزي لوښي اويا پلاستيکې ډولچې پواسطه بايد د ذخيرې نه اوبه واخيستل شي چې اوږد لاستې لري


د اوبو په ايکو سيستم داقليم اغيزې[سمول]

انسان ته د پاکواوبو په اندازه پاکه هوا ضروري ده پاکه هوا روغتيا ده اودپاکې هواپرته ده د انسان گواښ سره مخ کيږي . په اوسط توگه هره ورځ انسان شپاړلس کيلو گرامه هواته اړتيا لري دا په داسې حال کې ده چې يواځې هره ورځ انسان يواځې يونيم کيلو گرامه اوبو اويو کيلو خوراک ته اړتيا لري ددي سره سم د هوا ککړتيا کولاې شي د اوبو دککړتيا په پرتله شپاړلس ځله د انسان لپاره خطرناک وې .هوا ددې له امله مهمه ده چې انسان دخوړو پرته نږدې پينځه اوونۍ اود اوبو پرته پينځه ورځې ولې د هواپه نه شتون کې پينځه دقيقي خپل ژوند ته دوام نه شي ورکولاي . پاکه هوا: په ساده توگه هوا دهغې هوانه عپارت دې چې چټلوونکې توکې لکه دوړې ، لوگې او گازونه پکې موجود نه وې .اوکه شتونه هم ولري په هاغه اندازه وي چې د انسانانو ، ژويو او گياگانو د ژوند لپاره خطرناک نه وي . نو له دې امله که په هوا کې د ککړوونکو ذرو اندازه دومره وي چې د انسانانو ، ژويو او گياگانو ژوند ته خطر پيښوي نو دغه ډول هواته چټله هوا وايي .

سرچينې[سمول]

لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتني او ځنګلونو څانکه